Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2021

Новости за 31.10.2021

Pa.azadiradio.com 

چین ته د افغانستان د ځلغوزیو صادرات له سره پیل شول

نن یکشنبه ۴۵ ټنه ځلغوري د هوایي دهلېز له لارې چین ته صادره شوه. د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، پر افغانستان د دوی له حاکمیت وروسته دا لومړی ځل دی چې ۴۵ ټنه ځلغوزي د هوایي دهلېز له لارې چین ته صادرېږي چې ارزښت‌یې یو میلیارد امریکایي ډالرو ته رسېږي. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې رسنیو ته وویل، د روان کال له پیله په افغانستان کې له ۱۳ تر ۱۴ زره ټنو پورې ځلغوري تولید شوي چې له دې اندازې ۴۵ ټنه‌یې نن د کام ایر هوایي شرکت په همکارۍ د هوايي دهلېز له لارې چین ته صادره شوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سره کابل کې یو شمېر هوکړې وکړې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره‌یې کابل کې پر بشري مرستو، امنیت، بیارغونه او ترانزیټ ګټورې خبرې کړې دي. امیر خان متقي نن له رشید مرادوف سره په کابل کې یوې ګډې خبري ناستې ته وویل، دې برخو کې هوکړې هم شوي چې دوی هڅه کوي عملي بڼه ورکړي.  ښاغلی متقي زیاتوي: "کوشش به دا کوو، دا ټول څه چې وشول، که توافقات وشول یا خبرې دا په عمل کې پیاده شي او دواړو هېوادونو او ولسونو او بالاخره‌یې ټولې سیمې ته ګټه ورسېږي." د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین ته د امریکا خبرداری: د تایوان د وضعیت په اړه باید یو اړخیز عمل ونه‌کړئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپل چینایي سیال ته خبرداری ورکړ چې د تایوان په وضعیت کې د بدلون لپاره باید یو اړخیز عمل ونه‌کړي.  بلېنکن او وانګ یي نن په روم کې د «جي۲۰» یا ۲۰ پیاوړو اقتصادي هېوادونو د غونډې په څنډه کې سره وکتل.  بلېنکن خپل چینایي سیال ته وویل، امریکا د چین د هغو اقداماتو مخالفه ده چې په تېرو دوو میاشتو کې یې تایوان کې کړي دي.  د چین د اقداماتو له کبله تایوان کې شخړې رامنځته شوې دي.  پیکېنګ د چین په ملي ورځ چې د همدې میاشتې په سر کې وه، تایوان ته په یوه ضربتي ډله کې ۱۴۹ جنګي الوتکې ولېږلې.

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکو کندهار کې یوې غونډې ته د ملا هبت‌الله اخندزاده خبرې تأیید کړې

د طالبانو لوړپوړو چارواکو ومنله چې پرون د دوی مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په کندهار کې یوې غونډې ته خبرې کړې دي.  د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "هو د افغانستان د اسلامي امارت زعیم محترم امیرالمومنین شېخ هبت‌الله اخندزاده تېره ورځ کندهار کې له ځینو دیني علماوو او سپین ږیرو سره یوه جلسه کې ګډون وکړ. هغوی ته‌یې د اړوندو مسایلو او اسلامي امارت اړوند پیغام ورکړ. خبرې یې وکړې او ستونزې یې واورېدې. دا خبره واقعیت لري."  هبت‌الله اخندزاده چې له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره چین ته ځلغوزي صادر شول

د طالبانو له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره له افغانستانه چین ته په ځلغوزو بار یوه الوتکه والوته.  د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا کارګو الوتکه نن د کابل له هوایي ډګره چین ته ولاړه.  لا معلومه نه‌ده چې دې کارګو کې څه اندازه ځلغوزي بار شوي و.  چین ته دا صادرات وروسته تر دې وشول چې تېره اوونۍ د طالبانو یوه لوړپوړي پلاوي په دوحه کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره وکتل.  په دې ملاقات کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چین د بهرنیو چارو وزیر ته د ځلغوزو یوه کڅوړه د ډالۍ په توګه ورکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: پاکستان کې مو افغان سفارت او قونسلګریو ته هېڅ رسمي ډیپلومات نه‌دی لېږلی

طالب چارواکي هغه راپورونه بې‌بنسټه بولي چې ګنې دوی په پاکستان کې د افغانستان سفارت او ځینو قونسلګریو ته رسمي ډیپلوماتان لېږلي دي. د لړم په۷مه د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشال څانګې په اسلام‌اباد کې د افغان سفارت د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړ چې طالبانو پاکستان ته خپل ډیپلوماتان استولي، څو هلته په سفارت او ځینو قونسلګریو کې کار وکړي. په راپور کې د سرچینو له قوله لیکل شوي وو، په دې کسانو کې سردار احمد شکېب د سفارت د لومړي سکرتر په توګه استول شوی چې هلته د ناظم‌الامور یا شارژدافیر په توګه دنده پیل کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د «جي۲۰» هېوادونو د سرمشریزې وروستۍ ورځ؛ باید د ګازاتو د انتشار کچه صفر شي

په ایټالیا کې نن د «G20» یا د نړۍ د لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو د سرمشریزې دوهمه او وروستۍ ورځ ده. د دغو هېوادونو مشران نن د دوهمې ورځ لپاره د ایټالیا په پلازمېنه روم ښار کې راسره غونډېږي. په دغه غونډه کې به د نړۍ پیاوړي اقتصادي قدرتونه د اقلیمي بدلون او همداراز په سکاټلند کې د ملګرو ملتونو د راتلونکي «COP26» نړیوال جوړېدونکي کنفرانس پر محتویاطو ګډه اعلامیه خپره کړي. په دغه سرمشریزه کې یوه ګډونوال امریکايي چارواکي رسنیو ته ویلي چې د بیانیې عناصر لا په بشپړه توګه نه‌دي روښانه شوي، خو ویل شوي چې تمرکز به د ځمکې د حرارت د کموالي په اړه وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه وتلې ورزشکارانې: لاهم ورزشکارې نجونې د طالبانو له‌خوا ګواښل کېږي

یو شمېر افغان ورزشکارې نجونې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره له دغه هېواده تللي، ادعا کوي چې لاهم ورزشکارې نجونې د طالبانو له‌خوا ګواښل کېږي، هغه ادعا چې طالبان‌یې ردوي.   دغو ورزشکارو نجونو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې  دوی هم د طالبانو له لوري ګواښل کېدلې، نو ځکه له افغانستانه ووتې. د موی‌تای لوبغاړې حفیظه بهمني وایي: "ټولې ورزشکارې نجونې تر ګواښ لاندې دي. زه په خپله د طالبانو له لوري وګواښل شوم او ان پر موږ بریدونه وشول. ما ته‌یې ګواښ کړی و که دې ورزشي کلپ پرانیزې، نو ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تورخم او سپین بولدک کې ستونزې؛ پاکستاني چارواکو د 'اسانتیاوو' برابرولو ژمنه کړې

طالبان وايي، پاکستاني چارواکو ورسره ژمنه کړې چې په تورخم او سپین بولدک کې به هغه هېواد ته د افغانانو په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شي. د طالبانو د حکومت ویاند او د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، دغه‌شان د افغانستان له نورو ګاونډیو هېوادونو ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره هم په دې اړه خبرې شوي چې د افغانانو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي. ښاغلی مجاهد زیاتوي: "پاکستان ژمنه کړې چې په تورخم او سپین بولدک کې به اسانتیاوې ډېرې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د یمن عدن ښار پرونۍ چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي

یمني چارواکي وايي، د عدن ښار په پرونۍ چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.  د دوی په وینا، په دې چاودنه کې چې د عدن هوايي ډګر ته څېرمه د یوې پوستې مخته شوې، ۱۱ تنه نور ژوبل دي.  د یمن په جنوب کې د انتقالي شورا ویاند علي الخطیري ویلي چې پېښه د هغه بم د چاودنې په نتیجه کې شوې چې په یوه موټر کې ایښودل شوی و. دی وايي چې په پېښه کې د ماشومانو په شمول ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.  تر اوسه پورې د دې برید مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان وايي د ریاض او تهران ترمنځ خبرو د پام وړ پرمختګ نه‌دی لرلی

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان وايي د ریاض او تهران ترمنځ تر اوسه پورې څلور پړاوه خبرې شوي، خو د پام وړ پرمختګ‌یې نه‌دی لرلی.  ده روېټرز خبري اژانس ته پرون (شنبې) وویل، د دواړو خواوو خبرې په ښې فضا کې وې، خو لا په لومړنیو پړاوونو کې دي. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې له ایران سره‌یې خبرې ملموسې نتیجې ته ورسېږي.  د سعودي او ایران رسمي اړیکې په ۲۰۱۶ م کال په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت له حملې وروسته پرې شوې. دواړه هېوادونه په یمن، لبنان او نورو هېوادونو کې سیالي لري.

Pa.azadiradio.com 

یو امریکايي چارواکی: جو بایډن به نن د ترکیې ولسمشر ته خبرداری ورکړي

یو امریکايي چارواکی وايي، د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن به نن د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته خبرداری ورکړي چې هر ډول بېړنی اقدام د امریکا او ترکیې په ګټه نه‌دی او باید له کړکېچه ډډه وکړي.  ښاغلی بایډن په جي ۲۰ یا د شلو سترو شتمنو هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د ایټالیا روم ته تللی دی. دی به د جي شل غونډې په څنډه کې له اردوغان سره له متحده ایالاتو څخه د «اېف ۱۶» جنګي الوتکو د رانیولو لپاره د ترکیې پر غوښتنه او همداراز د سوریې او لیبیا په شمول د سیمې پر مسئلو هم وغږېږي. وروسته له دې چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: ملا هبت‌الله اخندزاده پرون ناوخته په کندهار کې وينا کړې

طالبان وايي چې پرون ناوخته په کندهار کې د دوی مشر ملا هبت‌الله اخندزاده وينا کړې ده.  ‎ځينو طالب سرچينو ازادي راډیو ته ویلي چې د شنبې په مازدیګر د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د حکیمیه په نوم په يوه مدرسه کې لنډه وينا کړې ده.  ‎په کندهار کې د مطبوعاتو یوه مسؤل رحمت‌الله نړيوال ازادي راډیو ته د دې وینا غږیزه بڼه لېږلې ده. رالېږلی غږ واضح نه‌دی او نه‌معلومېږي چې د طالبانو مشر څه وايي.  د طالبانو د مشر کوم عکس يا وېډيو نه‌ده خپره شوې چې ثابته کړي د طالبانو مشر دې مدرسې ته تللی او وینا یې کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا، جرمني، فرانسه، بریتانیا: ایران دې د اټمي تړون پر سر خبرو ته راوګرځي

د متحده ایالاتو، جرمني، فرانسې او بریتانیا مشرانو له ایرانه وغوښتل چې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون پر سر خبرو ته وروګرځي. دې لوېدیځو مشرانو ایران ته په خطاب کې وویل، "د لانجې د خطرناکې زیاتېدا" د مخنیوي لپاره باید د اټمي تړون ژمنو ته ورستون شي. دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ته‌یې په ډاګه کړې چې له اوسني فرصته استفاده وکړي. په اعلامیه کې راغلي، د ایران ښه چلند به د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو پر سر خبرې بېړنۍ پایلې ته ورسوي. په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې د ایران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ شل اووریز نړیوال جام؛ افغان لوبډله نن له نامیبیا سره لوبه کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نړیوال شل اووریز جام کې نن خپله درېیمه سیالۍ له نامیبیا سره کوي. دا لوبه د افغانستان په وخت ماسپښین دوه نیمې بجې پیلېږي. افغانستان دې جام کې تر اوسه دوه لوبې کړي چې پاکستان ته‌یې بایللې، خو له سکاټلند نه‌یې په لوی توپیر ګټلې ده. افغانستان په خپل ګروپ کې د نومبر په درېیمه له هند او په اوومه نېټه‌یې له نیوزیلنډ سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. د کرکټ دا نړیوال جام د متحده عربي اماراتو او عمان په کوربه‌توب پیل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: هغه کسان مو نیولي چې سرخ رود ولسوالۍ کې یې پر واده ډزې کړي

طالبان وایي، هغه کسان‌یې نیولي چې د دوی له نومه‌یې ناوړه استفاده کړې او د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې یې پر یوه واده ډزې کړې وې. د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یوه غړي بلال کریمي تېر ماخوستن ازادي راډیو ته وویل، برید کوونکي درې تنه و چې له واده والا سره‌یې شخصي دښمني درلوده. کریمي وایي: "د دې پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي، یو کس چې تښتېدلی د هغه تعقیب روان دی، هیله ده ژر به ونیول شي. د پېښې عاملینو د اسلامي امارت له نومه په بدې استفادې شخصي دښمني پاللې. د شریعت منګولو ته وسپارل شول، دا قضیه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني ته نږدې سرچینې: غني تېر ۲۰ کلن دور ته په ځانګړې کتنه بوخت دی

د افغانستان مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې سرچینې وایي، نوموړی دا مهال تېر ۲۰ کلن دور ته په ځانګړې کتنه بوخت دی. د محمد اشرف غني د ولسمشرۍ دورې د چارو ادارې مطبوعاتي مسؤل محبوب شاه محبوب ویلي، غني "د وطن حالات له نږدې څاري او ټول ملاقاتونه او اړیکې یې د کوربه هېواد د ډيپلوماتیک عرف او اصولو له مخې تنظیمېږي". ښاغلي محبوب تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه هغه اوازې بې‌اساسه بللي چې ګواکې محمد اشرف غني نظربند دی. خپله ښاغلي غني پخوا ویلي چې په متحده عربي اماراتو کې دی او د افغانستان او له کابله د وتلو په اړه جزئیات به له ولس سره شریکوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې یو ځل بیا د ښځو اعتراض، خو په نوې بڼه؛ دوی کار، تعلیم او د تحصیل حق غواړي

په کابل کې یوې ډلې نجونو او مېرمنو یو ځل بیا اعتراض کړی او له طالبانو د کار، تعلیم او تحصیل حقونه غواړي. دوی دا ځل خپل اعتراض ته نوې بڼه ورکړې، دوی سړکونو ته د راوتلو پر ځای په کابل کې یوه کور کې ټولې شوي او محدود شمېر خبریالان‌یې هم همغلته ورغوښتي چې په خبره‌یې د زړه غوټې ورته خلاصې کړي. معترضې ښځې له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې چوپتیا دې ماته او له طالبانو دې د دوی حقونه وغواړي.  دوی وایي، سړکونو ته ځکه راونه‌وتلې چې د طالبانو له‌خوا د وهلو ډبلو وېره ورسره وه. یوې معترضې چې نه‌یې غوښتل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونان: د ۴۰۰ پناه غوښتونکو لېږدوونکې بېړۍ به ودرول شي

د یونان د سمندر غاړې ساتونکو یوه چارواکي ویلي، هغه بېړۍ به د یونان په بندر کې ودرول شي چې ۴۰۰ پناه غوښتونکي په‌کې سپاره دي. دې چارواکي پرون وویل، دغه بېړۍ چې د ترکیې بیرغ پرې رپېږي، د کارپاتوس ټاپو خوا ته په حرکت کې ده او دوی هڅه کوي چې خوندي ځای کې سپرلۍ ترې ښکته کړي. یونان اروپایي هېوادونو ته د هغو پناه غوښتونکو اصلي لاره ده چې غواړي د ترکیې له لارې دا مسیر ووهي. معلومه نه‌ده چې په دغې بېړۍ کې د کومو هېوادونو پناه غوښتونکي سپاره دي. د تېرې سې شنبې په ورځ د درېیو ماشومانو په ګډون څلور کډوال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا ته د تللو افغان کډوالو کابو ۴۰ سلنه‌یې 'بې‌سرپرسته ماشومان' دي

په امریکا کې د "کډوالۍ او پناه اخیستنې د خدمتونو" ادارې ویلي، په هغو افغانانو کې کابو ۴۰ فیصده ماشومان دي چې امریکایي پوځیانو سږ کال له افغانستانه وایستل. د دغې ادارې مشر کریش اومارا ویګناراجا د امریکا عامې ملي راډیو ته ویلي، اداره‌یې په دې هڅه کې ده چې دې شمېر افغان ماشومانو ته کورنۍ او د هستوګنې ځایونه ومومي. ویګناراجا ویلي، دا ماشومان له کوم سرپرست پرته امریکایي سرتېرو د اګسټ په میاشت کې له افغانستانه ایستلي دي.   د نوموړي د کډوالۍ او پناه اخیستنې اداره غیر انتفاعي بنسټ دی چې امریکا ته د تلونکو پناه غوښتونکو هرکلی او ملاتړ کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د مېرمنو وضعیت؛ ګاونډیان څه فکر کوي؟

د ازادي راډیو خبریاله فرشته نګاه د ایران، تاجکستان او پاکستان له ځینو خبریالانو سره په افغانستان کې د مېرمنو پر وضعیت خبرې کړي دي. دا ویډیويي بحث د ازادي راډیو پر وېب پاڼې، یوټیوب وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

اصغر افغان له نړیوال کرکټه استعفا وکړه

د افغان کرکټ ملي لوبغاړی او پخوانی لوبډلمشر وايي، د نامیبیا په وړاندې لوبه به يې د نړیوال کرکټ وروستۍ لوبه وي. افغانستان د کرکټ په نړیوال شل اوورېزه جام کې له غرمې وروسته له نامیبیا سره لوبه لري. نامیبیا له دې وړاندې خپله لومړنۍ لوبه له سکاټلنډه ګټلې ده. اصغر افغان چې پر خپل رسمي فیسبوک د یو ویډیو له لارې خبرې کولې وویل، که څه هم دا ورته سخته ده، خو نویو ځوانانو ته د چانس ورکولو په هدف دا پرېکړه کوي. ښاغلي افغان د کرکټ له افغان مینه والو مننه کړې چې په سخت وخت کې يې لوبډله ستایلې او ښې مشورې يې ورکړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فارن پالیسي: افغانستان کې یو کس په ۲زره ډالره اختطاف او په ۵ زرو وژل کېږي

ډیلي مېل د ډیلي مېل انلاین ورځپاڼې په افغانستان کې د نامعلومو کسانو له خوا پر یوه خبریال د وسله والو برید موضوع ته پام کړی.  دغه ورځپاڼه د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس له قوله لیکي چې نامعلومه موټر سایکل سپرو کسانو د جمعې په ورځ په پلازمېنه کابل کې یو افغان خبریال وژلی. ورځپانه د طالبانو د مرستیال ویاند بلال کریمي له خولې وايي چې د ایران صدای و سیما خبري اژانس خبریال علي رضا شریفي په پېښه ټپي شوی دی. کریمي ویلي چې د حملې مسولیت لا چا نه دی منلی، خو ورځپاڼه د طالبانو له قوله زیاتوي چې هڅې یې روانې دي، څو د یادې پېښې عاملان ژر تر ژره ونیسي. Читать дальше...


Андрей Воробьев поздравил соцработников Подмосковья с профессиональным праздником

Денис Кукояка с семьей побывал в Нижнем Новгороде

Синоптик: в Москве на неделе температура будет выше нормы на 4 градуса

Анна Заворотнюк показала неопубликованные фото с матерью



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Андрей Воробьев поздравил соцработников Подмосковья с профессиональным праздником

Синоптик: в Москве на неделе температура будет выше нормы на 4 градуса

Капремонт школы и детского сада в Ожерелье планируют завершить к осени

"Наступающий генерал", имевший 4 полководческих ордена - больше, чем многие известные маршалы Великой Отечественной

Музыкальные новости

«Солнечная Азбука» в особом семейном центре «Семь-Я»

США и Европа "подготавливают" Россию и Ближний Восток для переселений?!

Клиники «Будь Здоров» — в лидерах рейтинга лучших клиник 2ГИС

Медиа съезжают последними // «Газпром» завершает перевод структур из Москвы в Санкт-Петербург

Новости России

НТВ: самолет Piper экстренно сел в Подмосковье из-за неисправности двигателя

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

Анна Заворотнюк показала неопубликованные фото с матерью

"Наступающий генерал", имевший 4 полководческих ордена - больше, чем многие известные маршалы Великой Отечественной

Экология в России и мире

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

С чем носить юбку этим летом: примеры стильных образов

Какие украшения будут в моде летом 2024 – подборка стилиста «585*ЗОЛОТОЙ»

Фонд «Восход» выпустил на «Атомайз» первые в России венчурные ЦФА

Спорт в России и мире

«Янника Синнера очень рано сравнивать с Роджером Федерером» // Тренер мужской сборной России по теннису Игорь Куницын — о главных событиях Roland Garros

Зверев вышел в финал «Ролан Гаррос»

Экс-теннисист Ольховский: российские теннисисты выступили ниже ожиданий

Зверев сыграет с Алькарасом в финале "Ролан Гаррос"

Moscow.media

Хакеры начали «прикидываться» соискателями и подсовывать вредоносные ссылки

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков

Работать там, где удобно: беспроводная гарнитура Fstyler BH230 от A4Tech

«Грузовичкоф» выступил в Санкт-Петербургской торгово-промышленной палате с предложениями для развития отрасли







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *