Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2021

Новости за 09.10.2021

Pa.azadiradio.com 

یونیسف: د افغانستان روغتیايي سکټور د زوال مخنیوي ته دې اقدام وشي

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف یو مشر وايي، د افغانستان د روغتیايي سکټور د زوال د مخنیوي لپاره باید جدي اقدام وشي. د جنوبي اسیا لپاره د یونیسف سیمه ییز مشر جورج لاریا ادجی (George Laryea Adjei) چې په کابل کې یې په اندراګاندي روغتون کې د ناروغو میندو او ماشومانو حالت له نږدې کتلی، پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "زه ټول شریکان رابولم، څو لاسونه سره ورکړي او دا یقیني کړي چې په ګډه په افغانستان کې د روغتیايي سکټور د زوال مخه نیسي. دا درنه بیه ده چې ښايي له کبله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: کندز کې د انتحاري حملې عامل دې سزا وویني

د امریکا متحدو ایالاتونو، په کندز ولایت کې پر یوه جومات د جمعې ورځې د ځانمرګي برید د عاملانو د مجازاتو غوښتنه وکړه. د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد پرون په خپل ټویټر کې د دې حملې د غندلو تر څنګ ویلي: "د امریکا متحد ایالاتونه د دې برید د عاملانو د پلټنې او عدالت ته د راوستلو غوښتنه کوي." ښاغلي خلیلزاد لیکلي چې ټول افغانان په سوله کې د ژوند او عبادت کولو حق لري. په کندز کې د انتحاري حملې د قربانیانو د ډله ییزې ښخونې مراسم پرون شنبه ترسره شول.  د کندز ښار د خان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونیسف: د افغان نجونو د تعلیم پرمختګ باید په اوبو لاهو نه شي

یونیسف وايي، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم پرمختګ باید په اوبو لاهو نه شي. د جنوبي اسیا لپاره د یونیسف ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، تر ۲۰۰۱میلادي کال مخکې یوه نجلۍ هم ښوونځي ته نه تلله، خو اوس د دوی شمېر ۴ میلیونو ته رسېږي. یونیسف ویلي، افغان نجونو په دې برخه کې اوږد مزل کړی او د باکیفیته تعلیم لپاره د دوی حقونه باید خوندي وي. یونیسف په خپل ټویټ کې زیاته کړې، موږ نه شو کولی چې د دوی دا پرمختګ په اوبو لاهو کړو. طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د تعلیم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپورونه: د هرات د ښځو د زندان پخوانی مدیره، عالیه عزیزي ورکه ده

راپورونه وايي، په هرات ولایت کې د ښځو د زندان مدیره، عالیه عزیزي د تلې له لسمې نېټې راهیسې ورکه ده. د هغې ورور، بشیر عارفي پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل، خور یې له ۱۴ کلونو راهیسې د پولیسو په بېلابېلو څانګو کې کار کړی. عارفي وايي، خور یې د طالبانو تر واکنمېدو وروسته د دې ډلې په غوښتنه خپلې دندې ته حاضره شوه: "د هرات محلي ادارې یعنې طالبانو له هغې غوښتنه وکړه چې همکاري ورسره وکړي او خپلې دندې ته حاضره شي. هغه خپلې دندې ته لاړه، خو د شنبې له ورځې یعنې د اکتوبر میاشتې د دویمې نېټې له دوولسو بجو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګرجستان کې له یوې نړیدلې ودانۍ د ۸ کسانو مړي را ایستل شوي

د ګرجستان په ساحلي ښار باتومي کې د یوې ودانۍ له یوې نړېدلې برخې د اتو کسانو مړي ایستل شوي چې ۳ تنه یې ماشومان دي. د ژغورنې عمله نه پوهېږي چې د جمعې په ورځ د دې اووه پوړیزې ودانۍ د یوې برخې د نړېدو پر مهال په ودانۍ کې څو کسان وو؟ په دې ودانۍ کې چې ټولټال ۱۲ اپارتمانونه وو، د قربانیانو د پلټنې عملیات اوس هم روان دي. د پولیسو په باور امکان شته چې د ودانۍ یوه برخه د لومړي منزل په یوه اپارتمان کې د بیارغونې د کار له کبله نړېدلې وي. د دې اپارتمان خاوند او دوه کارګر له اصولو د جدي سرغړونې په تور نیول شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسيه: د منع شوېو الکولو د څښلو له کبله د مړو شمېر ۲۹ ته لوړ شو

روسي چارواکي وايي، د منع شوېو الکولو د څښلو له کبله د مړو شمېر ۲۹ ته لوړ شوی دی. تر دې مخکې دغه شمېر ۲۶ ښوول شوی و. په جنوبي سیمه اورنبرګ کې د دې پېښې په تړاو نور کسان هم نیول شوي دي. په سیمه کې یوه دولتي چارواکي اورین­ډې خبري شبکې ته وویل، ۲۸ نور کسان بستر شوي چې ۱۳ تنه یې په خراب روغتیايي وضعیت کې دي. په اورنبرګ کې پولیس په پلورنځیو کې د ممنوع الکولو د موندلو لپاره په پراخه تالاشي بوخت دي.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې اقتصادي بحران ژور دی؛ ملګري ملتونه: نړیوال دې خپلې ژمنې پوره کړي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا (UNHCR) وايي، په افغانستان کې اقتصادي بحران ژور دی چې د میلیونونو کسانو ژوند یې اغېزمن کړی دی. په اسلام اباد کې د دې ادارې ویاند، بابر بلوچ پرون شنبه رویټرز خبري اژانس ته وویل، افغانستان له وړاندې د وچکالۍ او څو لسیزو جګړو له کبله له بې وزلۍ سره مخامخ دی چې د اګسټ پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو د ولکې تر ټینګولو وروسته یې اقتصاد د سقوط له خطر سره مخامخ دی. ښاغلی بلوچ زیاتوي: "په افغانستان کې بشري بحران لا هم ډېر ناوړه دی. افغانستان چې شاا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، دوی د یوه په ګټه او د بل په زیان کار نه کوي

د طالبانو د حکومت او د امریکا د متحدو ایالاتونو استازي به نن یکشنبه هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې خپلو خبرو ته دوام ورکوي. دواړو لوریو ویلي چې د دوی خبرې به د نورو مسایلو تر څنګ په افغانستان کې د افراطي ډلو پر وړاندې پر مبارزه او له افغانستانه د بهرنیو اتباعو پر وتلو راټولې وي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي چې په دغو خبرو کې د طالبانو استازیتوب کوي ویلي، دوی به له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام او د افغانستان د کنګل شوېو شتمنیو د خلاصون پر لارو چارو هم خبرې وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز د برید د قربانیانو تدفین؛ یو شمېر لا هم ورک دي

د کندز په ښار کې پر یو جومات د برید لسګونه قربانیان د شنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شوه. طالب چارواکو دې پېښه کې د مړو شویو شمېر ۴۶ تنه ښودلی دی. تر ۱۴۰ زیات نور په دې برید کې ټپیان شوې دي. پر شیعه لمونځ کونکې ددې هدفي برید پړه د داعش وسلوالې ډلې منلې؟ د ځینو قربانیانو خپلوان وايي، تر اوسه یې د هغوی جسدونه نه دي موندلي.

Pa.azadiradio.com 

امیرخان متقي: امریکا دې د افغانستان پر شتمنیو لګېدلی بندیز لېرې کړي 

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي چې له امریکايي چارواکو سره یې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو او د دوحې د موافقې د عملي کولو په اړه خبرې کړي.  د افغانستان او امریکا پلاوو نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې دوه ورځنۍ خبرې پیل کړې. د الجزیرې ټلوېزیون د راپور له مخې ښاغلي متقي همدا راز پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان پر شتمنیو لګېدلی بندیز لېرې کړي.  د امریکا حکومت په اګسټ میاشت کې اعلان وکړ چې د نژدې نهه نیم میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان بانک زېرمې یې کنګل کړي دي.  ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندز کې د انتحاري حملې د قربانیانو د ډله ییزې ښخونې مراسم ترسره شول

په کندز کې د انتحاري حملې د قربانیانو د ډله ییزې ښخونې مراسم نن ترسره شول.  د کندز ښار د خان اباد بندر د سیداباد ګذر د شیعه ګانو په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال پروني ځان وژونکي برید له پنځوسو زیات کسان ووژل او له ۱۴۰ زیات نور یې ټپیان کړل.  د دې حملې مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې منلی دی. همدې ډلې په کابل د عیدګاه جومات مخې ته د یکشنبې ورځې برید مسوولیت هم منلی و. په دې پېښه کې هم ګڼ کسان مړه او ټپیان شوي وو.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: کابل کې هغه کسان نیول شوي چې غوښتل یې هندو لږکي وځوروي

د طالبانو د حکومت ویاند د هغو کسانو د نیولو خبر ورکوي چې د دوی په وینا په کابل کې یې هندوان ځورولي وو.  ذبیح الله مجاهد پر ټویټر په یو لنډ بیان کې ویلي، هغه کسان چې په کابل کې د اهل هنود اقلیت د ازار او اذیت سبب شوي وو، ټول د کابل د امنیه قوماندانۍ له لوري ونیول شول او عدلي او قضايي مراجعو ته معرفي شول.  ښاغلي مجاهد په دې اړه چې دا کسان څوک دي او د کومې پېښې په تړاو نیول شوي په مشخص ډول څه نه دي ویلي، خو د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر کسان د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسيه: د ممنوع الکولو د څښلو له کبله ۲۶ تنه مړه شوي

روسي چارواکي وايي، په دې هېواد کې د ممنوع الکولو د څښلو له کبله د مړو کسانو شمېر ۲۶ ته لوړ شوی دی.  انټرفکس خبري اژانس نن شنبه د سیمه ییزو چارواکو په حواله راپور ورکړ چې ۲۸ نور کسان هم په روغتونونو کې بستر شوي دي.  په همدې حال کې څارنوالانو د روسیې په جنوبي سیمه ارینبورګ کې د قضیې په تړاو یوشمېر نور کسان هم نیولي دي.  سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د اکتوبر په اوومه نېټه د ممنوع الکولو د کارولو له کبله د مړینو د خبر له خپرېدو راهیسې لږ تر لږه ۶ کسان نیول شوي.  په روسیه کې ډېر کله د ممنوع... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران لومړنی منتخب ولسمشر ابوحسن بني صدر په حق ورسېد

د ایران لومړنی منتخب ولسمشر ابوحسن بني صدر نن د ۸۸ کلونو په عمر په پاریس کې په حق ورسېد.  د بني صدر کورنۍ په یوه بیان کې ویلي چې نوموړي له اوږدې ناروغۍ وروسته نن د اکتوبر په نهمه د پاریس په یوه روغتون کې ساه ورکړه. په بیان کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.  بني صدر په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب په پایله کې د سلطنت له پرځېدو وروسته د ایران منتخب ولسمشر شو، خو وروسته له دې چې له ایرانه ووت، د اسلامي نظام له سرسختو منتقدانو څه وو.  نوموړی هغه مهال چې ۵۲ تنه امریکايي وګړي د ۴۴۴ ورځو لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قطر ته د طالبانو تللی پلاوی د کنګل شوېو پیسو پر ازادېدو غږیږي

طالبان دوحې ته د خپل پلاوي سفر مهم او له نړۍ سره د نوېو اړیکو د پیل په برخه کې اغېزمن بولي. تمه ده د طالبان د قطري چارواکو سربېره، له امریکايي پلاوي سره هم وګوري. دا واک ته له رسېدو وروسته، د امریکا او طالبانو ترمنځ په لومړي ځل رسمي لیدنه ده چې په یو شمېر مهمو موضوعاتو به په کې بحث وشي. په پلاوي کې دا کسان شامل دي: د طالبانو په مشرۍ حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي . د اطلاعاتو او فرهنګ  سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخوا. د استخباراتو سرپرست رئیس ملا عبدالحق وثیق. د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نور جلال. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د رسنیو د فعالیت درېدل؛ د '۳ سپورټ' ټلوېزیون خپل فعالیت بند کړ

د ۳ په نوم د ورزشي خپرونو ټلوېزیونې شبکې له لس کلن فعالت وروسته نن خپلې خپرونې بندې کړې.  د دغه ټلوېزیون د خپرونو مشر مصطفی هاشمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ځینو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله دوی خپلې خپرونې بندې کړې: "د ځینو محدودیتونو او رامنځته شوېو ستونزو له امله د ۳ ورزشي ټلوېزیون مشرانو پرېکړه کړې چې سر له نننه د دغې رسنۍ نشرات بند کړي، اقتصادي ستونزې یې یو کوچنی لامل ګنلی شو، د دې تر څنګ امنیتي ګواښونه او په هېواد کې د ورزشي فعالیتونو کم رنګوالی هم نورې ستونزې دي."  ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ اندریو فلاور د ملي لوبډلې د سلاکار روزونکی ټاکل شوی

د افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې پخوانی ټېسټ کرکټر اندریو فلاور په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي په دنده ګومارلی دی. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن شنبه (د تلې په ۱۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې فلاور تجربه کار کرکټر دی. هوتک وویل: "اندریو فلاور د زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشر چې د روزنې په برخه کې ډېره تجربه لري او د خپل وخت ډېر ښه کرکټر پاتې شوی په نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د سلاکار روزونکي په توګه وټاکل شو." فلاور د زمبابوې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

انګېلامېرکل د جرمني د صدراعظمې په توګه اسرائیلو ته ځي

انګېلامېرکل چې د جرمني صدراعظمې په توګه یې دنده پای ته رسېدلې ده، نن اسرائیل ته ځي. مېرمن مېرکل به د دې سفر پر مهال د اسرائیل له ولسمشر اسحق هیرځوګ او صدراعظم نفتالي بینېت سره وګوري. اسرائیل ته د مېرمن مېرکل سفر لومړی په اګسټ میاشت کې پلان شوی و، خو د افغانستان د جریاناتو له کبله دا سفر لغوه شو. ټاکل شوې د سېپټمبر میاشتې په انتخاباتو کې د جرمني انتخابي حکومت ډېر ژر د چارو واګي ترلاسه کړي او د انګېلامېرکل د کار اوږده موده پای ته ورسېږي. د خدای په امانۍ د سفرونو په لړ کې مېرمن مېرکل د تېرې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالب او امریکایي چارواکي د تروریستي فعالیتونو پر مخنیوي غږیږي

د طالبانو جګپوړي چارواکي او د امریکا استازي نن د نړیوالو تروریستي ډلو د فعالیتونو د مخنیوي او له افغانستانه د بهرنیو وګړو او هغو افغانانو د وتلو په اړه خبرې کوي چې غواړي له دې هېواده ووځي. دا خبره دواړو لورو تائید کړې او ویلي یې دي چې نننۍ خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې کېږي. د طالبانو ویاند سهیل شاهین اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل، په دې خبرو کې به همدا راز د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د سولې د تړون بیا کتنه هم وشي. متحد ایالاتونو هم دا خبرې تائید کړي دي. یوه امریکايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: کندز کې ځانمرګي برید ستر ناورین رامنځته کړ

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په کندز کې ځان وژونکی برید یو ستر ناورین رامنځته کړ او امریکا له هغو کورنیو سره خواخوږي څرګندوي چې خپل خپلوان او دوستان یې په دې چاودنه کې له لاسه ورکړې دي. د کندز ښار په سید اباد سیمه کې د شیعه مذهبو پر جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنې د شااوخوا ۵۰ کسانو ژوند واخېست او لسګونو نور یې ټپيان کړل. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په کندز کې تر پرونۍ چاودنې وروسته په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل: "ښکاره ده چې هر زیان ستر دی، یوه لویه تراژیدي ده او زموږ د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې په یوه ورځ د کروبا وبا له امله ۹۳۶ کسان مړه شوي

د روسیې حکومت په رسمي ډول پرون د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کرونا وبا د ۹۳۶ کسانو د مړینې خبر ورکړ. دا درېیمه پرله پسې ورځ ده چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په روسیه کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د قربانیانو شمېر له ۹سوه اوړي. تر اوسه په روسیه کې د رسمي شمېرو له مخې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ټولو قربانیانو شمېر تر دوه لکه څوارلس زره ډېر شوی دی، خو ډېر څارونکي په دې باور دي چې د کووېډ-۱۹ د قربانیانو اصلي شمېرې په روسیه کې تر دې لوړې دي.

Pa.azadiradio.com 

بایډن روسي خبریال او فیلپینۍ خبریالې ته د نوبل جایزې مبارکې ورکړه

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن روسي خبریال دیمیتري مراتوف او فیلپینۍ خبریالې ماریا ریسا ته د نوبل د سولې د جایزې مبارکي ورکړه. دا دوه خبریالان پرون د دې لپاره د سږکال د نوبل د سولې د جایزې مستحق وګڼل شول چې دوی د بیان د ازادۍ د ودې لپاره هڅې کړي دي. ولسمشر بایډن په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ خپور شو وویل، مراتوف او ریسا پرته له دې چې ستړي شي او وویریږي د حقایقو د موندلو لټه کړې ده. بایډن زیاته کړه چې دې دوو خبریالانو له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې او د فساد د افشا کېدو لپاره هڅې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي: د پاسپورټونو د وېش لړۍ له پیل سره به عواید لوړ شي

په افغانستان کې د پاسپورټ ریاست چارواکي وايي، د پاسپورټونو د وېش د لړۍ بیا پیل سره د ملي عوایدو په ګراف کې لوړوالی راتلی شي. د پاسپورټ ریاست رییس عالم ګل حقاني نن شنبه (د تلې په ۱۷مه) ازادي راډيو ته وویل، له هر ټوک پاسپورټ څخه ۵۵۰۰ افغانۍ د حکومت خزاني ته وراضافه کېږي او دغه چاره کولی شي چې د ملي عوایدو او اقتصادي د پرمختګ په برخه کې ګټور تمام شي. د نوموړي په خبره، که څه هم د نوي پاسپورټ لپاره نوملېکنه اوس لپاره بنده ده، خو په نږدې راتلونکې کې د دې بهېر بېرته پیل تر غور لاندې دی. پاسپورټ ریاست... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاریان: بانکي نظام لاهم خپل عادي فعالیت ته نه دی ګرځیدلی

په افغانستان کې بانکي نظام لا هم خپل عادي حال ته نه دی ګرځیدلی. یو شمېر کابل مېشتي وايي، سره له دې چې د طالبانو حکومت د دې ستونزې د هواري په تړاو کې ژمنې کړي، خو لا هم دغه ستونزه په خپل ځای ده. دوی وايي، اوس هم له بانکه پیسې اخلي باید ساعتونو ورته انتظار پاتې شي. د کابل ښار اوسیدونکی خالد ازادي راډیو ته وویل: "اوس هم بانکونو کې خلک په ساعتونو د خپلو پیسو لپاره ولاړ وي او دې چارې سختې ستونزې پیداکړي دي، که حالت همداسې وي نو لېرې نه ده چې د خلکو باور په بانکونو صفر ته راکښته شي." د یادونې ده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندز کې ځانمرګی برید؛ طالبان: ډېر ژر به د داعش 'ټغر' ورټول کړو

داعش، هغه ډله چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم یې خونړي بریدونه وکړل او د طالبانو هغه ادعا یې وننګولې چې ګنې په ټول افغانستان کې یې سل سلنه امنیت خوندی کړی دی. د طالبانو د واکمنۍ له پیلېدو سره سم، داعش ډلې د ۳ ځانمرګو په ګډون نږدې لس بریدونه کړي چې په کې یې ملکیان او تر خوا یې طالب نظامیان په نښه کړي. له دې بریدونو چې د مرګ ‌ژوبلې شمېر یې لوړ و، د اګسټ په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر په یوه دروازه کې د اکټوبر په ۳مه نېټه د کابل په عیدګاه جومات او په کندز کې د جمعې د ورځې پېښه خونړۍ حملې د یادونې دي. Читать дальше...


Ефимов: свыше 6 млн м² жилья возведут по программе реновации до конца года

Депутат Слуцкий — о докладе Microsoft про Олимпиаду и Россию: запад обвиняет нас в чём угодно

Центр Гамалеи проводит испытания вакцины от рака

Более 8,8 тыс. молодых людей захотели приехать на форум «Машук» в Пятигорск



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Известная фигуристка Ирина Роднина посетила стенд Карелии на ВДНХ

Роль Жириновского в сериале «Первого канала» может сыграть актер Кологривый

Сафонов прилетел в Москву из Минска вместе со сборной России

ИноСМИ не смогли подловить Путина на личной встрече. Товарооборот России с ЕС окончательно рухнул

Музыкальные новости

Собянин рассказал о главных возможностях для развития Москвы

Финал областной школьной Олимпиады по шахматам состоялся в Опочке

«В девять лет я уже был очень любвеобильным». Актер Михаил Богдасаров вспомнил детство в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3  

Apocalyptica выложили кавер на Metallica «The Call Of Ktulu» на виолончелях

Новости России

Сафонов прилетел в Москву из Минска вместе со сборной России

Бжания: Самолеты из аэропорта Сухума будут летать в семь городов России

«Большая гонка»: студенты примут участие в третьем этапе «Лиги универов»

Роль Жириновского в сериале «Первого канала» может сыграть актер Кологривый

Экология в России и мире

Фонд «Восход» выпустил на «Атомайз» первые в России венчурные ЦФА

Глава "Рексофт" - в топ-100 отечественных ИТ-лидеров

ГЕРОИЧЕСКОЕ УЧАСТИЕ АРМЯН В СВО. ЧАСТЬ ЧЕТВЕРТАЯ

Пошив костюма по индивидуальным размерам

Спорт в России и мире

Андреева рассказала о своих планах на предстоящий матч с Соболенко во Франции

Янник Синнер высказался о первом месте в рейтинге ATP и травме Новака Джоковича

Экс-теннисист Ольховский: российские теннисисты выступили ниже ожиданий

Российский теннисист Медведев снялся с турнира в Хертогенбосе

Moscow.media

В Москве арестовали бывшего замглавы Росприроднадзора по делу о мошенничестве

Средняя полоса в июне.

Гора Бабырган

Сотрудники военных следственных органов Следственного комитета России по всей стране оказывают помощь подшефным детским учреждениям







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *