Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2021

Новости за 04.10.2021

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر کابل کې د عیدګاه جومات مخ ته چاودنه وغندله

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر په کابل کې د عیدګاه جومات مخې ته د فاتحې پر مراسمو چاودنه غندلې ده. د کابل د عیدګاه جومات مخې ته د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مور د فاتحې په مراسمو کې پرونۍ حملې د کورنیو چارو وزارت د ویاند قاري سعید خوستي په وینا لږ تر لږه دوه کسان ووژل او درې نور یې ټپیان کړل، خو د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې په دې برید کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او له ۳۲ زیات نور ټپیان دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ګرجستان د ښاروالیو انتخابات واکمن ګوند وګټل

د ګرجستان د ښاروالیو انتخابات چې د نړیوالو څارونکو په باور له ګډوډیو پرته په نورو برخو کې ښه ترسره شول، واکمن ګوند وګټل. په ګرجستان کې د اکټوبر د دوهمې نېټې انتخابات د سخت سیاسي انقطاب په فضا کې ترسره شول او نتایجو ته‌یې د ګرجستان د امېد ګوند د واکمنۍ او د دې احتمال لپاره چې د واکمن ګوند ناسم اجراآت ښايي بیا د له وخته مخکې پارلماني انتخاباتو باعث شي، د یوې ټول‌پوښتنې په نظر کتل کېږي.  د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون نن اعلان وکړ چې د ګرجستان د امېد ګوند په سلو کې ۴۶،۷ رایې او د اپوزېسیون اصلي ګوند، متحد ملي غورځنګ په سلو کې ۳۰،۷ رایې ګټلې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې د ایران نوې غوښتنه

ایران د اټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې (IAEA) غوښتي دي چې تهران ته نږدې، د سنټرفیوژ د پرزو د جوړولو پر یوه فابریکه د جون میاشتې د برید په اړه چې ایران‌یې پړه پر اسرائیلو اچولې ده، خپل دریځ روښانه کړي.  دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د دې ادارې او تهران ترمنځ د ایران د اټمي تأسیساتو د تفتیش په مسئله کې لانجه راغلې ده.  د ایران د اټمي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي وویل د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې دا ترورېستي حمله چې په نتیجه کې یې په کَرَج سیمه کې د ټِسا (TESA) په نوم اټمي بټۍ سخته زیانمنه شوه، نه‌ده غندلې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپورونه: طالبانو تاجکستان ته یو اوښتونکو افغان وګړی وژلی او یو بل‌یې نیولی

د راپورونو له مخې طالبانو یو افغان وګړی چې تاجکستان ته‌یې د اوښتو هڅه کوله، وژلی او یو بل‌یې په ګډ سرحد کې نیولی دی. له تاجکستان سره په سرحد کې د پراته ولایت بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د شنبې په ورځ شوې. د سرچینې په وینا پېښه هغه مهال وشوه چې شااوخوا دوه زره کسانو غوښتل له دې سیمې تاجکستان ته واوړي او طالبانو د هغو مخه ونیوله. په بدخشان کې د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر افغانان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د پاسپورتونو او تذکرو د وېش لړۍ بېرته پیلوي

د طالبانو حکومت لارښوونه کړې چې د هېواد وګړو ته د پاسپورتونو او تذکرو د وېش لړۍ بیا پیل شي. د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن پر ټویټر په یو بیان کې وویل چې د کورنیو چارو وزارت ته دا سپارښتنه د وزیرانو شورا په غونډه کې شوې ده.  په بیان کې په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي. د پاسپورتونو او تذکرو د وېش خبر داسې مهال ورکول کېږي چې افغانستان ته د هوايي تګ راتګ لارې لاهم په عادي ډول نه‌دي پرانیستل شوي.  د مجاهد په بیان کې همداراز یادونه شوې چې د کابل ښاروالۍ ته لارښوونه شوې ده چې د املاکو د غصب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تنخوا نه‌ترلاسه کولو په اړه په کابل کې د یو شمېر خصوصي رسنیو د خبریالانو اعتراض

د یو شمېر خصوصي رسنیو کارکوونکو خبریالانو د خپل تنخواګانو د نه‌ترلاسه کولو له امله اعتراض وکړ. له دې ډلې د خورشید ټلوېزیون کارکوونکي وایي درې میاشتې کېږي چې د ورځنۍ حاضرۍ او کار سره‌یې بیا هم د دغه ټلوېزیون د ادارې له لوري تنخواګانې نه‌دي ورکړل شوي. د رسنیو دا کارکوونکي او خبریالان چې د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کوي وایي په دې څو میاشتو کې یې د کورونو کرایې نه‌دي ورکړي او شپه او ورځ په بې‌وزلۍ کې تېروي. د دغې رسنۍ یوه کارکوونکې مرضیه فرید وایي له درې میاشتو زیات وخت اوړي چې هېڅ‌یې خپله تنخوا نه‌ده ترلاسه کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان د وارداتي برېښنا پرې کېدو په اړه اندېښنو ته د برېښنا شرکت غبرګون

د بې‌کارۍ، فقر او په بانکونو کې د پیسو د نه‌ورکړې سربېره اوس د کابل ښار اوسېدونکي د برېښنا د احتمالي پرې کېدو په تړاو هم اندېښمن دي. دوی وايي، د طالبانو له راتګ سره خلک د خوراکي توکو له کمښت او بې‌پیسګۍ سره لاس او ګرېوان دي او پیسو ته د سختې لاسرسۍ له وجې ان نه‌شي کولای د برېښنا بلونه پرې کړي. دوی زیاتوي، که خلک د برېښنا بلونه او برېښنا شرکت خپل پورونه ورنه‌کړي د کابل ښار به په نږدې راتلونکي کې تیاره شي. د کابل ښار اوسېدونکی منصور وايي: "معاش نه‌لرم، خپلې سپما پیسې مې په بانک کې بندې پاتې دي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د داعش فعالیت ته اندېښنې؛ طالبان وايي د له‌منځه وړلو لپاره‌یې په یوې طرحې کار کوي

د کابل د تېرې ورځې چاودنې او وروستیو کې د داعش ډلې فعالیت د افغانانو اندېښنې راپورته کړي. دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، وروستیو چاودنو دوی وېرولي او له طالبانو د دې چارې د مخنیوي غوښتنه کوي. د کابل ښار اوسېدونکی احمدالله له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، طالبان باید د داعش مخه ونیسي. احمدالله زیاتوي: "په دې وروستیو کې د طالبانو ځواکونه په کابل، ننګرهار، پروان او داسې نورو ولایتونو کې په مرموز ډول وژل کېږي، دغې چارې زه سخت اندېښمن کړی یم، له اړوندو بنسټونو څخه مې غوښتنه ده چې د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فولبرایټ ته بریالي افغان محصلین: دا پروګرام د نامعلومو دلایلو له مخې ځنډول شوی

د افغانستان د سیاسي نظام بدلون د ټولو نورو برخو ترڅنګ د افغان ځوانانو پر زده‌کړو هم اغېز وکړ. د امریکا د فولبرایټ پروګرام لپاره افغان محصلین وایي د نا معلومو دلایلو له مخې یې پروسه ځنډول شوې ده. دغه یو شمېر شارټ لېست شوي افغان محصلین وایي سږ کال د دغه پروګرام د نا څرګند دلیل له امله ځنډولو اندېښمن کړي دي. د دغه لوړو زده‌کړو پروګرام افغان محصلینو ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د وروستي سیاسي بدلون له امله‌یې زده‌کړې ځنډول شوي، خو په خبره‌یې تر دې دمه امریکایي چارواکو ورته په دې اړه هېڅ معلومات نه‌دي ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جنوبي او شمالي کوریا د تماسونو کانالونه بیا فعال کړل

جنوبي کوریا او شمالي کوریا د ګډ سرحد په اوږدو کې د تماسونو کانالونه بیا فعال کړي دي. سئول نن دوشنبه وویل د دواړو کوریاګانو ترمنځ له اګسټ میاشتې راوروسته نن د لومړي ځل لپاره ټیلیفوني تماس ټینګ شو. د جنوبي کوریا د یووالي وزارت په یو بیان کې ویلي چې د جنوب او شمال ترمنځ د تماس له ټینګېدو وروسته حکومت پر دې غور کوي چې د دواړو کوریاګانو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو لپاره بنسټ رامنځته شوی دی. شمالي کوریا د دواړو هېوادونو ترمنځ مخابراتي اړیکې په اګسټ میاشت کې د جنوبي کوریا او امریکا له ګډو پوځي تطبیقاتو وروسته پرې کړل.

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د یو شمېر اوسنیو او پخوانیو رهبرانو د مالي فساد په اړ سندونه خپاره شول

د نړۍ یو شمېر رسنیو، د یو لړ افشا شویو اسنادو په اړه معلومات خپاره کړي چې د نړۍ د مختلفو هېوادونو د مشرانو د مالي فساد ښکارندویي کوي. دا اسناد پاندورا سندونه، د پاندورا په نوم منتشر شوي چې مجموعي شمېر یې ۱۱،۹ ملیونه مالي سندونو ته رسېږي. دا اسناد د نړۍ د اوسنیو ۳۵ رهبرانو او ۳۰۰ پخوانیو مشرانو د مالي فساد ښکارندويي کوي چې د نړۍ د ۹۱ هېوادونو مشرانو ته مربوط کېږي. دا اطلاعات د تحقیقي ژورنالېستانو د نړیوال کنسرسیوم له‌خوا د اکټوبر په ۳مه نېټه خپاره شول. یاد بنسټ لا نه‌ده روښانه کړې چې څه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بازارونو کې د لوړو بیو په اړه د خوراکي توکو د اتحادیې اندېښنه

د افغانستان د خوراکي توکو اتحادیه د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي اندېښمنه ده. د دغې ټولنې مشر فضل‌الرحمن نن دوشنبه (د تلې ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې په هېواد کې د بانکونو د ستونزو او د وارداتو د نشتوالي له امله د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي. د هغه په خبره، که سوداګر د وارداتو پیسې ونه‌لري څنګه کولای شي هېواد ته لومړني توکي وارد کړي؟ نو له همدې له امله دغه ډول مواد په بازارونو کې کم او په لوړه بیه دي. د دغې اتحادیې د معلوماتو له مخې مخکې د یوې بورۍ وړو بیه ۱،۸۰۰ افغانۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: کابل کې د ځانګړې قطعې عملیاتو کې د داعش مرکز له‌منځه ولاړ

د طالبانو حکومت یو ویاند وايي، د کابل په ۱۷مه حوزه کې د داعش ډلې پر خلاف د طالبانو ځانګړې قطعې عملیات وکړل. ذبیح‌الله مجاهد چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال هم دی، نن په یوه ټویټ کې ویلي، د تېرې شپې په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې مرکز په بشپړ ډول له‌منځه لاړ او په‌کې مېشت د داعش ډلې غړي وژل شوي دي.   عیني شاهدانو ویلي، تېره شپه د کابل په خیرخانه کې تر یوې چاودنې وروسته د ډزو غږونه اورېدل کېدل. دا لا معلومه نه‌ده چې دغه چاودنه او ډزې د طالبانو له عملیاتو سره څومره تړاو لري. طالبان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غور کې د طالبانو په بیا راتګ سره د کوکنارو په کښت بندیز ولګېد

د طالبانو د حکومت مسؤلین وايي، وروسته له دې نور هېڅ‌څوک نه‌شي کولای تریاک وکري. مخکې له دې چې طالبان د افغانستان واک ترلاسه کړي په ډېریو ولایتونو کې د کوکنارو کښت کېده. که څه هم تېر حکومت د کوکنارو د کښتونو د له‌منځه وړلو لپاره هڅې کولې، خو په هېواد کې د جګړو له امله اکثراً هڅې به ناکامېدې.

Pa.azadiradio.com 

د جاپان پارلمان فومیو کیشیدا د نوي صدراعظم په توګه تأیید کړ

د جاپان پارلمان  نن فومیو کیشیدا د دغه هېواد د نوي صدراعظم په توګه تأیید کړ. کیشیدا چې تېره اوونۍ یې د لبرال ډیموکرات ګوند مشري پر غاړه واخیسته په اسانۍ وتوانېد چې په پارلمان کې د تأیید رایه ترلاسه کړي، ځکه واکمن ګوند او ائتلافي شریک‌یې دواړه د پارلمان په دواړو جرګو کې اکثریت لري. یوشیهیدي سوګا د جاپان د صدراعظم په توګه د یو کال تر دندې وروسته له خپلې څوکۍ استعفا وکړه. د ده د حکومت محبوبیت د کرونا وبا په وړاندې د پڅو اقداماتو او نورو مسایلو له کبله کم شوی دی. داسې نه‌ښکاري کیشیدا چې پخوا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سعودي د ایران نوي حکومت سره د مستقیمو خبرو د لومړي پړاو ترسره کول تأیید کړ

سعودي عربستان پرون تأیید کړه چې تېره میاشت‌یې د ایران له نوي حکومت سره د مستقیمو خبرو لومړی پړاو ترسره کړ. روېټرز د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د شهزاده فیصل بن فرحان ال سعود په حواله ویلي چې له ایران سره خبرې د سپټمبر په ۲۱مه شوې وې، خو هغه د دغو خبرو ځای په ډاګه نه‌کړ. د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په همدې ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړه. سعودي عربستان ویلي چې له ایران سره خبرې په لومړیو پړاوونو کې دي، خو هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نه حل کېدونکو مسئلو لپاره لاره هواره کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په میدان وردګ کې د طالبانو تر راتګ وروسته د خلګو ژوند

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، له یوې خوا جګړو ځپلي او له کلونو راهیسې له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه وو او اوس د طالبانو په بیا راتګ بې‌روزګاره شوي دي. په دغه ولایت کې د نجونو د زده‌کړې بهیر هم زیانمن شوی او په ډېر شمېر دوی، د کتاب او تعلیم ارمانجنې په کورونو ناستې دي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا: چین دې تایوان ته نږدې خپل پاروونکي پوځي فعالیتونه بند کړي

د امریکا متحده ایالاتو په چین غږ کړی چې تایوان ته نږدې خپل پاروونکي پوځي فعالیتونه بند کړي. چین ډیموکراتیک تایوان د خپل قلمرو یو جلا شوی ولایت ګڼي، خو د ۲۳ ملیون نفوس لرونکې دا ټاپو ځان یو خپلواک دولت بولي. تایوان په دې وروستیو کې خپلې خاورې ته نږدې د چین د هوایي ځواک د فعالیتونو له ډېرېدو شکایت کړی دی. د یکشنبې په شمول د تېرو درېیو ورځو په موده کې، د تایوان دفاع وزارت راپور ورکړی چې د چین هوایي ځواک خپلې الوتکې تایوان ته نږدې استولې دي. د شنبې په ورځ ویل شوي و چې د چین د هوايي ځواک له‌خوا د تایوان خاورې ته نږدې ۳۹ پروازونه ترسره شوي و.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: له پرونۍ چاودنۍ وروسته د داعش د پټو غړو پر ضد عملیات پیل شول

د طالبانو یوه چارواکي ویلي، پرون په کابل کې د عیدګاه جومات مخې ته له چاودنې څو ساعته وروسته د داعش ډلې د پټو غړو پر ضد عملیات پیل شول. محمد جلال پرون په ټویټر کې لیکلي، د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې ترورېستان په خیرخانه کې په یوه کور کې ایسار شوي وو. د ده په وینا، د داعش درې تنه ترورېستان د خپل انتحاري واسکټ په چاودنه کې وژل شوي دي. د سیمې دوو اوسېدونکو د جرمني خبري اژانس ته ویلي، دوی په خیرخانه کې د چاودنې او وروسته د څو ساعتونو لپاره د ډزو غږونه اورېدلي دي. تر دې مخکې مازیګر مهال د کابل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د ویاند په ټویټرپاڼه بندیزونه ولګېدل

د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ټویټر باندې بندیزونه لګېدلي. پرون ماسپښين مهال د مجاهد پر ټویټرپاڼه د موقتي بندیزونو د لګېدو خبرداری ښکاره شو. په دې لنډ خبرداري کې راغلي: "دا اکونټ موقتاً محدود شوی. د دې لپاره چې غیر معمول فعالیتونه ترې کېدل." ذبیح‌الله مجاهد د څلورو لکو کسانو له‌خوا په ټویټر باندې تعقیبېږي او کلونه‌یې له دې لارې د طالبانو فعالیتونه منعکس کول. د ټویټر له نویو بندیزونو سره د مجاهد له‌خوا د لیکنو او د نورو د پوسټونو د شریکولو اسانتیا بنده شوې، خو خلک‌یې لا هم پخواني پوسټونه کتلی شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قطر هوایي شرکت یوې الوتکې ۲۳۵ نور مسافر له کابل نه دوحې ته ورسول

د قطر هوایي شرکت په یوه الوتکه کې پرون ۲۳۵ مسافر دوحې ته وړل شوي. یوه لوړپوړي قطري چارواکي روېټرز ته ویلي له کله چې امریکايي ځواکونو له افغانستانه د وتلو مأموریت بشپړ کړ دا پنځمه چارتر شوې الوتکه وه چې د یکشنبې په ورځ‌یې له کابله خلک وایستل. اکثر کسان چې په دې الوتکه کې دوحې ته انتقال شول، افغانان وو. د کابل هوايي ډګر ورو ورو عادي حالت ته راګرځي ځکه د امریکایانو او نورو بهرنیو هېوادونو له‌خوا د خلکو د انتقال په بهیر کې د ډګر ګڼې برخې زیانمنې شوې وې او د پروازونو جوګه نه‌وې. له افغانستانه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه: د بشري ناورین مخنیوي لپاره باید د طالبانو اعمال وڅارل شي

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د طالبانو اعمال وڅارل شي. بورېل چې خلیج هېوادونو ته په سفر وتلی دی له قطري چارواکو سره د لیدنو په تړاو یې یوه یادداشت کې لیکلي او دا مسئله‌یې یاده کړې ده. بورېل ویلي داسې ښکاري چې د افغانستان وضعه مخ په خرابېدو ده ځکه د ده په خبره طالبانو نجونې ښوونځیو او پوهنتونو ته له تلو منع کړي او حکومت‌یې هم ټول‌شموله نه‌دی. هغه ویلي د قطري چارواکو نظر دا دی چې موږ له طالبانو سره اړیکې ونیسو څو د هغوی په انتخابونو او چلندونو نفوذ پیدا کړو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان تازه خبرداری: د افغانستان د روغتیا حالت مخ په خرابېدو دی

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان پر روغتیايي وضعې اندېښمن دی. دغه سازمان یو وار بیا ګواښ کړی چې د افغانستان روغتیايي وضعه مخ په خرابېدو ده او د ځینو خاصو ناروغیو په برخه کې شاتګ شوی دی. د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې پرون په خپل ټوېټر باندې په یو لړ څرګندونو کې ویلي چې روغتیا پالنې ته لاسرسی کم شوی دی. دې سازمان د ځینو عمده ناروغیو او ستونزو یادونه کړې د بېلګې په توګه ویل شوي چې د شري/سرخکان او نس‌ناستي/اسهال پېښې ډېرې شوې دي. د 'کووېډ-۱۹' په وړاندې مبارزه هم پڅه بلل شوې او ورسره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مخکېنۍ مشره: افغانستان کې د ملکیانو وژل دوام لري

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مخکېنۍ مشرې شهرزاد اکبر ویلي د ملکیانو وژل دوام لري او د قربانیانو لپاره د عدالت د ټینګښت لپاره هېڅ ګام نه پورته کېږي. اغلې اکبر له هغو محدودو فعالانو او پخوانیو چارواکو ده چې د کابل تر پرونۍ چاودنې وروسته‌یې عکس‌العمل ښودلی دی. اکبر په خپل ټویټر باندې په بیان کې په پخواني حکومت او طالبانو انتقاد کړی چې د قربانیانو لپاره د عدالت په ټینګښت کې د پاتې راتلو ترڅنګ د پخلاینې، د حقایقو د ویلو او د تاوان د پرې کولو په برخه کې یې ګام نه‌دی پورته کړی. د کابل په پرونۍ چاودنه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: ښايي د داعش ځینې کړۍ د کابل په پرونۍ چاودنه کې ښکېلې وي

طالبانو ویلي د کابل په پرونۍ چاودنه کې چې یو شمېر خلک په‌کې مړه او ټپیان شول ښايي د داعش ډلې اړوند کړۍ لاس ولري. دا خبره د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د کابل تر چاودنې څو ساعته وروسته ازادي راډیو ته وکړه. مجاهد وايي چې په دې اړه پلټنې روانې دي او درې کسان نیول شوي دي. دی زیاتوي: "اوس هم زموږ څېړنې روانې دي، خو لومړني معلومات ښيي چې ښايي د داعش اړوند کړیو دا برید ترسره کړی وي." پرونۍ چاودنه د عیدګاه جومات دروازې ته څېرمه په داسې حال کې وشوه چې هلته د ذبیح‌الله مجاهد د مور د مړینې په مناسبت د فاتحې مراسم روان وو. Читать дальше...


Можно ли найти новых «японцев» и «корейцев» за 2 млн рублей у российских дилеров? Легко

В аэропорту Пулково 12 рейсов задержали и отменили еще один

Специалист рассказал, какие медикаменты обязан иметь под рукой дачник

Фестиваль «Лето в Москве. Мода и красота» завершится джаз-фанком и пилатесом



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Военно-спортивную игру для юнармейцев провели в Домодедове

Фестиваль «Лето в Москве. Мода и красота» завершится джаз-фанком и пилатесом

В Москве арестовали обвиняемого в убийстве в парке «Кусково»

Солисты петербургского Дома музыки сыграли концерт классической музыки в Люксембурге

Музыкальные новости

Яндекс, А.С. Пушкин, Святой Ленин ведут следствие. Настоящая сенсация!

США и Европа "подготавливают" Россию и Ближний Восток для переселений?!

Собянин: Московский городской транспорт на 100 процентов отечественный

В Подмосковье сотрудники Росгвардии спасли пожилого мужчину, который оказался один дома и плохо себя почувствовал

Новости России

Можно ли найти новых «японцев» и «корейцев» за 2 млн рублей у российских дилеров? Легко

В Москве арестовали обвиняемого в убийстве в парке «Кусково»

В Московской области создали плейлист для теплых дней

Солисты петербургского Дома музыки сыграли концерт классической музыки в Люксембурге

Экология в России и мире

Туристка заразилась плотоядной болезнью и потеряла руку: новая инфекция начала распространяться на людей, посещающих достопримечательности

Джомба, суттуг шай, кучу и другими видами чая в регионах России могут насладиться российские туристы

Пошив костюма по индивидуальным размерам

Жители Барнаула помогут сделать родной город чище

Спорт в России и мире

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Зверев сыграет с Алькарасом в финале "Ролан Гаррос"

Янник Синнер высказался о первом месте в рейтинге ATP и травме Новака Джоковича

Зверев и Рууд не пожали друг другу руки после полуфинала «Ролан Гаррос» – из-за проблем с желудком у норвежца

Moscow.media

Мобилизованного свердловчанина приговорили к 23 годам "строгача" за подрыв гранаты в казарме

Гора Бабырган

Средняя полоса в июне.

«Грузовичкоф» выступил в Санкт-Петербургской торгово-промышленной палате с предложениями для развития отрасли







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *