Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2021

Новости за 08.10.2021

Pa.azadiradio.com 

اذربایجان کې د حکومت د مخالف ګوند یو فعال په ۱۳ کاله بند محکوم شو

باکو کې یوې محکمې نن د اذربایجان د خلکو د جبهې د مخالف ګوند یو فعال په ۱۳ کاله بند محکوم کړ. نیام‌الدین احمدوف د ترهګریز تمویل په تور محکوم شوی دی، خو هغه او ملاتړو یې دا تورونه رد کړي دي.  د احمدوف خپلوانو او همکارانو ته دا اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې د محکمې د حکم د اعلان پر مهال حضور ولري.  د محکمې په وروستۍ پرېکړه، احمدوف خپله بې‌ګناهي تکرار کړه او د ځان په وړاندې تورونه‌یې بې‌اساسه وبلل. د هغه وکیل وویل چې هغه به د محکمې د پرېکړې په وړاندې د استېناف غوښتنه وکړي. د اذربایجان د ولسمشر الهام... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: افغانستان نه ځیني ایستل شوي کسان په شرایطو برابر نه‌دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په هغو افغانانو کې چې په خصوصي چارتر الوتنو کې درېیم هېواد ته لېږدول شوي، ځیني یې په شرایطو برابر نه‌دي. د دغه وزارت ویاند ند پرایس ویلي، دا کار کولای شي د امریکا او درېیم هېواد دوه اړخیزې اړیکې زیانمنې کړي او دغه کسان به هم د ځای پر ځای کولو په پلان کې شامل نه‌شي. ښاغلي پرایس د پنجشنبې په شپه په یو خبري کنفرانس کې وویل: "کله چې دا پېښېږي، دا خلک په خورا ستونزمن حالت کې اچوي. دا دوی په خطر کې اچوي چې پرته له کوم پلان څخه متحده ایالاتو ته د تګ پلان لري. موږ له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دمیتري موراتوف او ماریا رسا د سږ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکي شول

د روسیې د خپلواکې ورځپاڼې (نوو ایا ګازتا) لوی مدیر دمیتري موراتوف او فیلیپین ټبره امریکایۍ ژورنالېسته ماریا رسا د سږ کال نوبل د سولې جایزې ګټونکي بلل شوي دي.  دا جایزه به په فیلیپین او روسیه کې د بیان د ازادۍ لپاره مبارزه کې د دوی د زړورتیا لپاره رسا او موراتوف ته ورکړل شي. د ناروې نوبل کمېټې رئیس بریټ ریس انډرسن نن په اوسلو کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "د ناروې نوبل کمېټې پرېکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال د نوبل د سولې جایزه ماریا رسا او دمیتري موراتوف ته ورکړي چې د بیان د ازادۍ د ساتلو لپاره‌یې هڅه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکو: په کندز کې پر یو جومات برید کې ۴۶ کسان وژل شوي

په کندز کې سیمه ایز واکمن وايي چې دغلته پر یو جومات نني برید کې 46 کسان وژل شوي او 143 تنه نور ټپیان شوي دي. دا چاودنه د کندز ښار سید اباد سیمه کې چې اکثریت استوګن یې شیعه افغانان دي د جمعې د لمانځه پرمهال پر لمونځ کونکو شوې ده. په کندز کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ د کمېسيون مسوول مطیع الله روحانې رسنیو ته په یو استول شوې بیان کې ویلې دي، چې د سیداباد جامع جومات په نننۍ پيښې کې ۴۶ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي. روحانې وايي، چې د ا برید د یو انتحارې کس له خوا ترسره شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز ښار یوه جومات کې چاودنې '۴۶ تنه وژلي او ۱۴۳ نور' ټپيان دي

په کندز کې په یو جومات کې چاودنې ۴۶ تنه ملکي وګړي وژلي او ګڼ نور ولسي خلکو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. په کندز کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ د کمېسيون مسؤل مطیع‌الله روحاني رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې دغه چاودنه تأیید کړې او ویلي دي چې د سیداباد جامع جومات په نننۍ پېښه کې ۴۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي. روحاني وايي چې دغه برید د یو انتحاري کس له‌خوا ترسره شوی دی. دا چاودنه د کندز ښار سید اباد سیمه کې چې اکثریت استوګن‌یې شیعه افغانان دي د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندز ولایت کې د نجونو ټول ښوونځي پرانیستي دي

وروسته له هغه چې افغان حکومت سقوط وکړ او طالبانو په دې هېواد کې خپل واک اعلان کړ، د ټول هېواد په کچه د نجونو ښوونځي وتړل شول او طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه.   خو په کندز ولایت کې یو شمېر ښوونکي او زده‌کوونکي وايي چې په دغه ولایت کې د ښوونې او روزنې بهیر په عادي ډول جریان لري او نجونۍ خپلو ښوونځیو ته ځي او طالبانو ښوونځیو ته د نجونو پر تګ کوم بندیز نه‌دی لګولی.  د کندز ښار د بي‌بي امنه لېسې یوې ښوونکې ازادي راډيو ته وویل: "موږ د پخوا په شان خپلو ښوونځیو ته ځو، زده‌کوونکو ته درس ورکوو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستان څخه بهر ته د کارګو پروازونو لړۍ پیلېږي

د کابل هوايي دهلېز له لارې د ځلغوزو د صادراتو لړۍ پیلېږي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلان وايي چې راروانه اوونۍ کې به بهر ته د کابل هوايي ډګر څخه د کارګو سوداګریز پروازونه د ځلغوزو په لېږد پیل شي. د دغې خونې مرستیال محمد یونس مهمند د اکټوبر په ۷مه نېټه وویل چې د کارګو لومړی پرواز به په درېیو تر څلورو ورځو کې د کابل هوايي ډګر څخه ترسره شي. دا به د طالبانو په لاس د کابل ولایت له نیولو لومړی کارګو پرواز وي چې په اول ځل له افغانستان څخه ځلغوزې بهر ته صادروي. د افغانستان د سوداګرۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غور ولايت بزګر: د ترياکو د ګډوډو بيو له امله مو نورو کښتونو ته مخه کړې

په وروستیو دوو میاشتو کې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د ترياکو بیه لوړه شوې او دليل‌يې دا بلل شوی چې ځينو مافيايي ډلو ترياک رانيولي او زېرمه کړي دي. خو بيا هم په ځينو ولايتونو کې بزګرو پرېکړه کړې چې تر دې وروسته کوکنار ونه‌کري، ځکه چې د کوکنارو بيه د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي او ګټه‌يې د بزګرو پر ځای مافيايي ډلو ته رسېږي. د غور ولايت ۶۲ کلن عبدالله نومی بزګر وايي چې د کوکنارو تر څو کلن کښت وروسته‌يې سږکال په خپله ځمکه کې د خاشخاشو پر ځای بل تخم کرلی دی. دی وايي چې د کوکنارو خطر د بزګر پر غاړه دی، خو ګټه‌يې قاچاق کوونکي ته رسېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان بزګران له نړيوالې ټولنې غواړي ورسره د بديل کښت په برخه کې مرستې وکړي

په داسې حال کې چې په روان شمسي کال کې د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه هېڅ رسمي راپور نه‌دی خپور شوی، ځيني اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د دوام په اړه اندېښنې لري. دا هېوادونه اندېښنه لري چې د طالب مقاماتو له‌خوا د څارنې فعال سيستم او د رسمي ژمنتيا د نشتوالي له امله به په افغانستان کې د کوکنارو کښت يو ځل بيا ډېر شي. بزګران بيا دا اندېښنه لري که طالب مقامات د نړیوالې ټولنې د فشار په نتيجه کې د بديل کښت او اقتصادي مرستو پرته د کوکنارو کښت بند کړي، نو دوی به له سختې بې‌وزلۍ او لوږې سره مخ شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چک جمهوریت کې پارلماني انتخابات؛ د اوسني صدراعظم اندري بابېش شهرت ازمویل کېږي

په چک جمهوریت کې نن پارلماني انتخابات کېږي. دا انتخابات به د اوسني صدراعظم اندري بابېش شهرت وازمويي. نظرپوښتنې ښيي چې بابېش او د ده (اې اېن او) ګوند ممکن په دې انتخاباتو کې چې سبا هم دوام کوي، په لږ توپیر وړاندې شي، خو له دې ډېر لیرې دی چې اکثریت ترلاسه کړي. دوه کوچني ګوندونه یعنې کیڼ اړخی سوسیال ډیموکرات او کمونېست ګوند چې اوس د ده د اقلیت حکومت ملاتړ کوي، ښايي دومره رایې ترلاسه نه‌کړي چې په پارلمان کې چوکۍ ولري. دا مسئله ممکن د بابېش (اې اېن او) ګوند اړ باسي چې له سختو ښي اړخو ملتپالو سره لاس یو کړي څو په واک کې پاتې شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وېنډي شېرمن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې اغلې شېرمن او ښاغلي قریشي د افغانستان پر روان وضعیت، د سیمې امنیتي حالاتو او دوه اړخیزو اړیکو باندې بحث کړی دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې اغلې شېرمن د پاکستان ستاینه کړې چې له افغانستانه د امریکا او نورو هېوادونو د اتباعو په ایستلو او هم په سیمه کې د امنیت د راوستلو لپاره هڅې کړې دي. د قریشي په حواله راغلي چې امریکا او پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا عدلیې وزارت: یو افغان د سړي تښتونې سربېره په نورو جرمونو هم تورن شو

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت وایي یو افغان چې ۲۰۰۸ کال کې د سړي تښتونې له تورونو سره مخ و، اوس په نورو جرمونو هم تورن شوی.  حاجي نجیب‌الله چې د سړي تښتونې د تورونو د رسیدګي لپاره تېر کال له اوکرائینه امریکا ته انتقال شو، پرون پر امریکايي ځواکونو د بریدونو تور هم پرې ولګېد.  د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي په نجیب‌الله باندې نوې دعوه په افغانستان کې د طالبانو د قوماندان په توګه د هغه کارونه دي چې له امله‌یې دی په بېلابېلو ترهګریزو جرمونو تورن بلل کېږي. نجیب‌الله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت پارلماني ټاکنې ترسره کېږي

نن او سبا د چک جمهوریت پارلماني ټاکنې ترسره کېږي. چکان داسې وخت دې ټاکنو کې ګډون کوي چې اوسنی صدراعظم او کاندید اندري بابېش د هغه د تجارت او بهرنیو جایدادونو په تړاو له ګڼو پوښتنو سره مخ دی. وړاندوینې ښيي چې بابېش او د هغه ګوند "انو" (ANO) به مخکې وي، خو د رایو له اکثریت ګټو شاته بلل شوی.  د بابېش دوه ملاتړي واړه ګوندونه کیڼ اړخی سوشیال ډیموکرات او کمونېست ګوند ښايي کافي څوکۍ ونه‌ګټي چې په پارلمان کې پاتې شي.  دا چاره به د دې لامل شي چې «ANO» ګوند د ښي اړخي ملتپالي ګوند سره ائتلاف وکړي.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو ازبکستان ته له افغان خاورې د دوی پر ضد د نه‌کارول کېدو ډاډ ورکړ

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو په مشرۍ حکومت چارواکو ډاډ ورکړی چې هېڅکله به افغان خاوره د ازبکستان پر ضد ونه‌کارول شي. عبدالعزیز کاملوف دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د طالبانو په مشرۍ حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره تر لیدنې وروسته کړي او وايي هېواد یې د ترانزیټ، انرژۍ او تجارت په برخه کې افغانستان سره په خپلو ژمنو ولاړ دی. ښاغلي متقي تېره ورځ په کابل کې له ښاغلي کاملوف سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې له ازبکستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي او اقتصادي پروژو ته به وده ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایټالیا له درېیمګړي هېواده د افغان پناه غوښتونکو کوریدور یا دهلېز جوړوي

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیرې پرون (پنجشنبه) وویل، ایټالیا له درېیمګړي هېواده د افغان پناه غوښتونکو کوریدور یا دهلېز جوړوي. د انسا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرې لوسیانا لامورګیس د اروپايي اتحادیې یوې غونډې ته د افغانانو د ساتنې په اړه وویل، په دې توګه به د هغو افغانانو ساتنه وشي چې ملاتړ ته اړتیا لري. دې زیاته کړه، په اروپايي هېوادونو کې د مېشتولو د ۲۰۲۲ کال د پروګرام پر اساس به هغه افغانان چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، له پاکستان او ایران څخه ایټالیا ته راوستل شي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست قومي مشران او دیني عالمان: طالبان دې ادارو کې مسلکي کسان وګوماري

د خوست قومي مشرانو او دیني عالمانو له طالبانو وغوښتل چې په ادارو کې مسلکي او په کار پوه کسان وګوماري. غونډې ته د خوست یوه دیني عالم مولوي عبدالقدوس امیري له طالبانو وغوښتل چې له ټولو تجربه‌کار کسان په کار وګوماري. ده زیاته کړه: "او بله مهمه مسئله دا ده چې هر څوک چې د یوه رئیس یا مدیر په حیث د چا په عوض کې راځي باید مخکېنی کس نهیلی لاړ نه‌شي، بلکې باید په یوه بل پوسټ کې استخدام کړل شي ځکه چې حکومت د هر چا دی، د یوه مولوي، یوه طالب یا یوه قومي مشر نه‌دی." دوی په عین حال کې له طالبانو وغوښتل چې خپل اساسي اصول وړاندې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني وايي له افغانستانه د خلکو د خوندي ایستلو هلو ځلو ته دوام ورکوي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي، له افغانستانه د هوا یا ځمکې له لارې د خلکو د خوندي ایستلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.  هایکو ماس دا خبرې پرون (پنجشنبه) مخکې تر دې چې ۲۱۷ نور افغانان په یوه چارتر الوتکه کې له پاکستانه جرمني ته ورسېږي، په یوه بیان کې وکړې. د دغو کسانو له منځه به ۲۰ تنه نورو اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.  په همدې حال کې امریکا، جرمني او بریتانیا وايي چې لا یې هم ګڼ شمېر اتباع په افغانستان کې پاتې دي او هڅه کوي چې ژر یې وباسي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په راتلونکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د رومانیا پولیسو د افغانانو د قاچاق په تور یوه شبکه ونیوله

یوروپول یا اروپايي پولیس وايي، د رومانیا پولیسو د جرمني د چارواکو په همکارۍ یوه شبکه د افغانانو د قاچاق په تور نیولې ده. د رومانیايي چارواکو په وینا د دې څو ملیتي شبکې ۲۱ غړو، افغان پناه غوښتونکي فرانسې او جرمني ته قاچاق کول.  د پولیسو په وینا دا کسان د پلازمېنې بخارست په ۱۹ جلا جلا سیمو کې د چاپو په ترڅ کې نیول شوي دي.   ویل شوي چې د شبکې اکثره غړي افغانان دي او دوی د هر پناه غوښتونکي د لېږدولو په سر له ۱۰ زره تر ۲۰ زره یورو اخیستې.

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت: افغانستان کې د داعش فعالیتونه زیات شوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې فعالیتونه زیات شوي دي.  د دغه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون (پنجشنبه) وویل چې روسیه په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت پر زیاتېدو اندېښمنه ده.  د دې په وینا روسیه په ځانګړي ډول دې ته اندېښنه لري چې د داعش فعالیتونه په کابل کې د روسیې د سفارت په شااوخوا کې لیدل شوي دي.  د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روسیې سفارت ته نږدې د داعش ۵ غړي ووژل شول. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پر طالبانو غږ کړی چې د روسي ډیپلوماتانو او د سفارت د امنیت لپاره نور اقدامات وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي راپورتر پر ټاکلو سلا وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرون (پنجشنبه) د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي راپورتر پر ټاکلو سلا وکړه څو په دې هېواد کې د طالبانو او نورو ښکېلو خواوو د سرغړونو په هکله پلټنې وکړي. دا پرېکړه د چین، پاکستان او روسیې په شمول د ۵ مخالفو رایو په وړاندې په ۲۸ موافقو رایو تصویب شوه.  د افغانستان لپاره ځانګړی راپورتر به په مارچ میاشت کې کار پیل کړي او ملګري ملتونه به د حقوقي مسئلو د څېړنې، عدلي طب او د ښځو د حقونو په برخو کې د متخصصانو مرسته ورسره وکړي. د دغه راپورتر ټاکل د ملګرو ملتونو له لوري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکیه له ایران سره په پوله کې ۲۰ کیلومتره امنیتي دېوال جوړ کړ

ترکیه وايي، د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره‌یې له ایران سره په پوله کې ۲۰ کیلومتره امنیتي دېوال جوړ کړی دی. د ترکیې د وان ولایت والي محمدامین بیلمز وویل، د پولې په دې برخه کې د دېوال له بشپړېدو وروسته به د غیر قانوني تګ راتګ، د ترهګرو خوځښتونو او د مخدره موادو د قاچاق مخه ونیول شي.  د ترکیې انادولیا خبري اژانس د دېوال په اوږدو کې پوځي تجهیزاتو ته په پام هغه اورین دېوال بللی دی.

Pa.azadiradio.com 

نړیواله ټولنه له محتاجو کسانو سره د مرستې لپاره افغانستان ته 'نغدې پیسې' لېږي

تمه ده چې نړیواله ټولنه د یوې طرحې پر اساس په افغانستان کې له محتاجو کسانو سره د مرستې لپاره دې هېواد ته نغدې پیسې ولېږي. له دې طرحې خبرو کسانو روېټرز خبري اژانس ته معلومات ورکړي دي.  دوی ویلي چې دا مرستې اړو کسانو ته په پام کې نیول شوي دي، نه د طالبانو د مالي ملاتړ لپاره.  د دې پلان هدف دا دی چې په افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا د مخنیوي لپاره عامو خلکو ته پیسې ورکړل شي. د روېټرز خبري اژانس د راپور پر اساس، اړو کسانو ته پیسې د بانکونو له لارې ورکول کېږي او هر کس ته به څه کم ۲۰۰ ډالره ورکړل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: اروپايي اتحادیه دې تر ۴۰ زره ډېر افغان کډوال ومني

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فلیپو ګراندي له اروپايي اتحادیې غوښتي چې په راتلونکو ۵ کلونو کې تر ۴۰ زره ډېر افغان کډوال ومني. ګراندي دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې د حکومت له پرځېدو وروسته د خلکو وضعیت ترینګلی شوی دی. د کورنیو چارو لپاره د اروپايي اتحادیې کمېشنره یولیا جانسن وايي، د افغانستان د نفوس نیمايي بشري مرستو ته اړتیا لري. دې د افغانستان د اقتصاد د بشپړ سقوط او په پراخه پیمانه د لوږې خبرداری ورکړ.  اغلې جانسن دا خبرداری د پنجشنبې په ماسپښین د بیا مېشتونې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډيپلومات: افغانستان تر ۱۰۰ ډېرو اویغور کورنیو کوربه دی چې د چین له حکومته وېره لري

ډیپلومات ډيپلومات خپرونه لیکي، افغانستان تر ۱۰۰ د ډېرو اویغور کورنیو کوربه دی چې اکثرو یې د څو لسیزو په ترڅ کې ارامه ژوند کړی دی او اوس د چین له حکومته وېره لري.  د ډیپلومات په مقاله کې وړاندې راغلي چې ځیني اویغور کورنۍ په ۷۰مه میلادي لسیزه کې افغانستان ته د دواړو هېوادونو ترمنځ له واړه سرحده اوښتي او په ۹۰مه لسیزه کې بیا یو شمېر اویغوران له پاکستانه وروسته تر دې افغانستان ته کډه شوي چې د اسلام‌اباد او پیکېنګ اړیکې ډېرې تودې شوې.  د دې مقالې د لیکوال په باور، چین پخوا کاذبه ادعا کوله چې د اویغورانو... Читать дальше...


Съезд победителей: на ПМЭФ-2024 заключили сделок на 6 трлн рублей

Лихач за рулём: смертельное ДТП произошло в Челябинской области

Ликсутов: массовое внедрение беспилотников в Москве сейчас бы привело к росту ДТП

АЗЕРБАЙДЖАН. Сборная России по футболу разгромила Белоруссию в Минске



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

АЗЕРБАЙДЖАН. Сборная России по футболу разгромила Белоруссию в Минске

АЗЕРБАЙДЖАН. Москва и Баку поговорили о предстоящем заседании межправкомиссии

Лихач за рулём: смертельное ДТП произошло в Челябинской области

«Что-то компенсировать»: гепатолог Колесникова объяснила резкую тягу к сладкому

Музыкальные новости

Более 2 тысяч жителей Московской области получат работу благодаря «Магниту»

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

I tried to recreate Marvel's Iron Man in this movie studio sim, and my version was so bad my own father stormed out of the theater

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

Новости России

Лихач за рулём: смертельное ДТП произошло в Челябинской области

Группа "Три дня дождя" выступила на открытии новой сцены в Лужниках

Съезд победителей: на ПМЭФ-2024 заключили сделок на 6 трлн рублей

Самолет «Аэрофлота» разорвал шасси после неудачного взлета в Бишкеке

Экология в России и мире

«В девять лет я уже был очень любвеобильным». Актер Михаил Богдасаров вспомнил детство в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3  

Немцы решили элегантно кинуть турецкие отели: гостиницы Анталии уже в шоке и угрожают массовыми удержанием туристов

Туристка заразилась плотоядной болезнью и потеряла руку: новая инфекция начала распространяться на людей, посещающих достопримечательности

Новые электрические щетки Revyline RL 085 Black доступны в филиале марки в Ставрополе

Спорт в России и мире

Андреева рассказала о своих планах на предстоящий матч с Соболенко во Франции

Теннисистка Андреева заявила, что хочет войти в топ-20 рейтинга WTA ради собаки

Зверев сыграет с Алькарасом в финале "Ролан Гаррос"

Янник Синнер высказался о первом месте в рейтинге ATP и травме Новака Джоковича

Moscow.media

Ученые нашли «выключатель» болезни Паркинсона

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: В Московском регионе более 62 тысяч семей распорядились материнским капиталом через банки

Военные следователи провели рейд по бывшим мигрантам в Керчи

В этом году планируют заключить контракт на реконструкцию еще одного участка трассы Р-23 в Ленобласти







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *