Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2021

Новости за 30.10.2021

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي افغانستان کې به د ټاپي پروژې کار ډېر ژر پیل شي

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، افغانستان ته د ترکمنستاني پلاوي د سفر مهمه موضوع په دغه هېواد کې د ټاپي پروژې د کار بیا پیل دی.  ښاغلي مجاهد دا څرګندونې د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې: "د دغه سفر عمده برخه د ټاپي پروژې د کار پیل دی، د ټاپي پروژې کار د افغانستان تر سرحده پورې را رسېدلی، یو میلیارد ډالرو پانګونه مخکې پرې شوی، د ترکمنستان حکومت ژمنه وکړه چې پنځه میلیارډه ډالره نور پرې ولګوي او دا پروژه تکمیل او د افغانستان له سرحدونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست ناروغان: نړیوال دې د افغانستان روغتیايي برخې ته په سیاسي نظر نه ګوري

په خوست کې ناروغان او ناروغ لرونکي له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د افغانستان له روغتیايي مرکزونو سره دې خپلې مرستې روانې وساتي. دوی زیاتوي، له دې کبله چې د افغانستان خلک د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او بشرپالو مرستو ته اړتیا لري، نو  نړیواله ټولنه دې، د دې هېواد د روغتیا سکټور له سیاست سره نه تړي. د خوست په ولایتي روغتون کې ناروغانو او ناروغ لرونکو یادې څرګندونې د اکتوبر په ۳۰مه د ازادي راډیو مشال څانګې ته وکړې. د خوست اوسیدونکی ډاکټر نورالله چې په یوه ټرافیکي پېښه کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د 'جي ۲۰' سرمشریزه د ایټالیا په پلازمېنه روم کې پرانیستل شوه

د نړۍ د شلو پرمختللو هېوادونو سرمشریزه نن د ایټالیا په پلازمېنه روم کې پرانیستل شوه. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د اقلیمي بدلونونو او نړیوال اقتصاد په اړه بحثونه کېږي. د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي د سرمشریزې په ځای کې د نړۍ مشرانو ته هرکلی ووایه.  د کرونا د وبا له پیل راهیسې دا د شلو پرمختللو هېوادونو یا جي شل لومړنۍ حضوري غونډه ده. د دې سرمشریزې په اجنډا کې د کرونا ضد د واکسین د وېش په ګډون د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر اړوندو مسایلو بحثونه شامل دي، خو ډېره پاملرنه به د اقلیمي بدلون مسئلې ته وي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبه؛ راشدخان له خلکو بښنه غوښتې

د افغانستان د کرکټ ستوري راشدخان له پاکستان سره په بېګانۍ لوبه کې د افغان لوبډلې د ماتې له کبله له خپله مینه والو بښنه غوښتې.  افغان لوبډلې تېره شپه د شل اووریز کرکټ په نړیوال جام کې په یوه هیجاني لوبه کې د پاکستان پر وړاندې په پنځو ویکټو ماتې وخوړه.  راشدخان پر خپله فیسبوکپاڼه په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان او نړۍ کې له مینه والو ځکه بښنه غواړي چې ویې نه شو کړای خلکو ته هغه بریا راوړي چې هیله یې درلوده.  راشد همدا راز په شل اووریز کرکټ کې د سلو ویکټو د ترلاسه کولو د ریکارډ په خاطر د خپلو مینه والو د نېکو هیلو مننه کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: ښایي د کرونا ویروس سرچینه هېڅکله معلومه نه شي

د امریکا استخباراتي ادارې وايي، ښايي هېڅکله ونه توانېږي دا معلومه کړي چې کرونا ویروس له حیوانه انسان ته سرایت کړی او که له کوم لابراتواره خپور شوی دی. د امریکا د ملي استخباراتي ادارې دفتر په یو بیان کې ویلي، په هغه محرم راپور کې چې پرون جمعه (د لړم په ۷مه نېټه) خپور شو هم له طبعیت او هم د چین له کوم لابراتوار څخه انسان ته د کرونا ویروس د خپراوي فرضیې تائیدوي. دا راپور د هغې ۹۰ ورځنۍ څېړنې دوام دی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د کرونا د اصلي سرچینې په اړه د فرضیې د سپیناوي لپاره غوښتې وه. په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوډان پلازمېنه کې زرګونه کسان د پراخو مظاهرو لپاره راټول شوي

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې زرګونه کسان د ټول هېواد په کچه د پراخو مظاهرو د پلان په ترڅ کې راټول شوي دي. معترضان په دې افریقايي هېواد کې له پوځي کودتاه وروسته د ملکي حکومت د بېرته ټینګېدو غوښتنه کوي. مظاهره چیانو د خرطوم په لارو کوڅو کې د لاریون پرمهال د سوډان بیرغونه لېږدول او شعارونه یې ورکول چې پوځي واکمني د ستایلو نه ده او دا هېواد زموږ دی او زموږ حکومت ملکي دی. زرګونه خلکو تېره اوونۍ وروسته له هغه مظاهرې وکړې چې د جنرال عبدالفتاح برهان له خوا د شوې کودتاه په ترڅ کې د صدراعظم عبدالله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د تکواندو سیالۍ پای ته ورسېدې

په هرات ولایت کې د تکواندو سیالۍ پای ته ورسېدې. د هرات ولایت د تکواندو فدراسیون نن شنبه (د لړم په ۸مه نېټه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دغه سیالۍ کې د ۲۰ کلپونو څخه ۱۰۸ لوبغاړو ګډون کړی وو. خبر پاڼه کې راغلي، دغه سیالۍ چې پنځه ورځې وړاندې پیل شوې تېره ورځ پای ته ورسیدې. د دغو سیالیو هدف د ولایتي سیالیو لپاره د غوره استعدادونو پېژندل ښودل شوي. شان ټاکل شوې چې د دې سیالیو ۵ لوبغاړي روانه اوونۍ د سویلي اسیا نړېوالو سیالیو کې د ګډون په هدف اسلام اباد ته سفر کوي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان نړۍ ته: که غواړئ له افغانستانه ونه ګواښل شئ حکومت مو په رسمیت وپېژنئ

طالبان په ټینګار سره وایي، که نړۍ غواړي چې له افغانستانه ورته ګواښ پېښ نه شي دوی دې د مسوول حکومت په توګه په رسمیت وپېژني.  ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غوندې ته وویل، که نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه غواړي چې له افغانستان ورته امنیتي ګواښ پېښ نه شي دوی دې د یو "مسوول حکومت" په توګه په رسمیت وپېژني. مجاهد زیاته کړه: "اخر به دوی مجبور شي چې افغانستان په رسمیت وپېژني ځکه د افغانستان په رسمیت پېژندنه دوه اړخیزه اړتیا ده. یوازې افغانستان رسمیت پېژندلو ته اړتیا نه لري، هېوادونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې ځینې مېرمنې وايي طالبانو یې د لاریون مخه نیولې

په افغانستان کې د ښځو له‌خوا د عدالت غوښتنې او لاریونونو په دوام، نن د شنبې په ورځ یو شمېر نورې ښځې هم د کابل لارو کوڅو ته راوتلې وې، خو دوی وايي، طالبانو د لاریون اجازه نه ده ورکړې.  دغه ښځې وايي، د لاریون موخه یې د افغان ماشومانو د بد وضعیت، د کنګل شوېو پیسو د ازادۍ او د نجونو او ښځو د زده‌کړې او کار لپاره عدالت غوښتنه وه.  له لاریون کوونکو دوو تنو یې چې نه غواړي نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "موږ تللي وو چې د زرګونه افغانانو غږونه نړیوالې ټولنې ته ورسوو، خو بدبختانه و نه شول او موږ ته یې اجازه را نه کړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرچینه: طالبانو ننګرهار کې پر یوه واده چاپه وهلې، دوه تنه وژل شوي

د راپورونو له مخې طالبانو د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو له چاپې وروسته دوه کسان په ډزو وژلي دي.  یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، طالبانو پر دې مراسمو هغه مهال چاپه واچوله چې په لوړ اواز موسیقي وغږول شوه. په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم، په دې شرط چې هویت یې پټ پاتې شي ازادي راډیو ته وویل، په پېښه کې لس کسان ټپیان شوي هم دي چې یوه ځایي روغتون ته د علاج لپاره بیول شوي دي.  په یوه بل خبر کې راغلي دي چې په شېرزاد ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو کسانو کابل کې د یوې ایرانۍ رسنۍ افغان خبریال ټپي کړی

نامعلومو موټر سایکل سپرو پرون په کابل کې د یوې ایرانۍ رسنۍ د یوه افغان خبریال پر موټر برید وکړ.  د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي علي رضا شریفي چې د ایران د راډیو ټلوېزیون خبریال و، په دې برید کې برسېرن ټپي شوی دی.  پر شریفي د برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې، خو ښاغلي کریمي وویل چې د دې برید د عاملانو د موندلو لپاره تحقیقات پیل شوي دي.  شریفي ویلي چې دی ماښام مهال په خپل موټر کې کورته روان و چې دوو موټر سایکل سپرو یې پر موټر ډزې وکړې.  دا برید... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان سره د افغانستان د کرکټ لوبې په اړه د ځینو افغانانو هیلې او غبرګونونه

که څه هم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه د نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله دوهمه لوبه پاکستان ته بایلوده، خو یو شمېر عام افغانان خوشبینه دي چې دغه لوبغاړي د تېرو کلونو پرتله پیاوړي دي او کولی شي د ښو هڅو او لوړ مورال په درلودو سره خپلې نورې لوبې وګتي. د کابل ښار یو اوسېدونکی زمری وایي، افغان کرکټ لوبډلې تر اوسه ښې لوبې ترسره کړي او غواړو چې په راتلونکي کې هم خپل مورال دا شان لوړ وساتي: "ډېره ښه لوبه وه، افغان لوبډلې ډېره ښه لوبه وکړه، زموږ هیله له دوی نه دا ده چې راتلونکي کې دې هم خپل مورال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه جي-۲۰ ته: افغانستان کې د پراخې لوږې مخنیوی وکړئ

د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیال مارټین ګرفیټس له جي شل یا د نړۍ د لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د پراخې لوږې مخ نیوی وکړي. ښاغلي ګرفیټس پر جي شل هېوادونو غږ کړی چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت د ماتې په حال کې دی او د هېواد نیمايي وګړي د خوړو لپاره څه نه لري او روان ژمی به هم له سختیو ډک فصل وي. مارتین ګرفیټس تېره ورځ د فرانسې خبري اژانس ته ووېل: "مرستو ته اړتیا په افغانستان کې ډېره شدېده ده او خپل اوج ته رسېدلې ده." په افغانستان کې له پنځو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: له ناسم اقتصادي وضعیته د خلکو ایستلو لپاره پروګرامونه لرو

طالبان وايي، دوی له روان ناسم اقتصادي وضعیته د خلکو د ایستلو لپاره ګڼ پروګرامونه په پام کې لري. د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، په دې پروګرامونو کې د یو شمېر پروژو پلي کېدل، د بهرنیو مرستو جلب، په منظم ډول د عوایدو راټولول او خلکو ته د کاري زمینو برابرول شامل دي. ښاغلی کریمي، دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان اوسېدونکي له ناسم اقتصادي وضعیت، بې روزګارۍ او لومړنیو توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي. دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نړیوالو سازمانونو هم په دې اړه جدي اندېښنې مطرح کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جي-۲۰ سرمشریزه کې پر افغانستان هم خبرې کېږي، طالبان ترې څه تمې لري؟

د نړۍ ستر اقتصاد لرونکي هېوادونه د جي۲۰ سرمشریزه کې نن راټولېږي. د دې غونډې د بحثونو مهمه منځ‌پانګه له کرونا وبا وروسته، د نړۍ د ځپېدلي اقتصاد بیا را ژوندي کول دي.   خو ترڅنګ یې ځینې نور موضوعات هم شته چې تمه ده پرې بحث وشي. له دې یوه موضوعاتو یوه یې، افغانستان دی.   که څه هم جي‌۲۰ واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د اکټوبر په ۱۲مه نېټه بېړنۍ غونډه وکړه او له افغانستان سره په کې د څه باندې یو میلیارډ ډالرو بشري مرستو اعلان وشو، خو ښکاري چې د دې هېواد روان بشري او ټولنیز وضعیت د تېر پرتله لا ډېر د اندېښنې وړ دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روم کې 'جي۲۰' د اقلیمي بدلون او نړیوال اقتصاد په اړه خپل بحث پیلوي

د نړۍ د پرمختللو هېوادونو مشران د اقلیمي بدلون او نړیوال اقتصاد په اړه د بحث لپاره خپله دوه ورځنۍ سرمشریزه نن په روم کې پیلوي.  د کرونا د وبا له پیل راهیسې دا د شلو پرمختللو هېوادونو یا جي شل لومړنۍ حضوري غونډه ده. د دې سرمشریزې په اجنډا کې د کرونا ضد د واکسین د وېش په ګډون د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر اړوندو مسایلو بحثونه شامل دي خو ډېره پاملرنه به د اقلیمي بدلون مسالې ته وي.  اقلیمي فعالې سویډنۍ پېغلې ګریتا تونبیرګ پرون له بي بي سي سره په مرکه کې د جي شل له مشرانو د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه: "تاسو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکمنستان یو پلاوی افغانستان ته راغلی

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر نن شنبه (د لړم ۸مه) د یو پلاوي په مشرۍ افغانستان ته رسېدلی دی. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي نن ازادي راډیو ته وویل چې رشید مردوف او ملګری پلاوی به یې د دې دوه ورځني سفر پر مهال د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا او نورو چارواکو سره وګوري. کریمي زیاته کړه: "په ترکمنستاني پلاوي کې د ټاپي پروژې د مشر په ګډون نور چارواکي هم شامل دي. دوی به د اسلامي امارت له رییس الوزار، سیاسي مرستیال او دغه شان د ټول ګټو او کرنې وزارت له مسوولینو سره لیدنې ولري."   طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا پر ایران تازه بندیزونه لګولي دي

د امریکا متحد ایالاتونو پر ایران تازه بندیزونه لګولي دي. دا بندیزونه په عراق، لبنان، یمن او ایتوپیا کې یاغي ډلو ته د بې پیلوټه جنګي الوتکو او د دې الوتکو د وسایلو د خرڅلاو لپاره لګیدلي. د امریکا خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دې نوېو بندیزونه کې د ایران د سپاه پاسداران ډلې دوه جګ پوړي غړي برید جنرال سید اغا جاني او برید جنرال عبدالله محرابي همدا راز دوه شرکتونه چې د امریکا په وینا د سپاه پاسداران د بې پېلوټه الوتکو له پروګرام سره مربوط دي، په نښه شوي دي. د بندیزونو له مخې د دې کسانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سیګار: امریکا د افغان حکومت د ماتې معلومات نه راکوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې سیګار د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه تورن کړي چې د افغانستان حکومت د ماتېدو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ریښتوني ځواک په اړه یې معلومات نه دي په ډاګه کړي. د سیګار مشر جان سوپکو پرون په ویرجینیا ایالت کې خبري غونډې ته وویل، دې معلوماتو د امریکا د کانګرس له غړیو او خلکو سره دا مرسته کولی شوی چې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د پایته رسولو ارزونه وکړي. ښاغلي سوپکو د امریکا له دفاع او بهرنیو چارو وزراتونو غوښتي دي چې د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

۲۹ افغان همجنس بازان بریتانیا ته ورسېدل

نهه ویشت همجنس باز افغانان بریتانیا ته ورسېدل، دوی په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیرې لیز تراس او د همجنسبازانو د حقونو د سازمانونو په مرسته له افغانستانه وایستل شول. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو وویل، د دې کسانو د ایستلو په برخه کې یې مهم رول لوبولی او له افغانستانه به د هغو افغانانو د را ایستلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې هلته یې ژوند په خطر کې دی. د افغانانو په دې همجنس بازه ډله کې زده کوونکي او مدني فعالان دي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عمران خان: افغان کرکټ لوبډلې په زړه پورې سیالي وکړه

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې یو وخت د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان و، پر ټویټر د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو د تېرې شپې لوبې په تړاو لیکلي چې افغان لوبډلې په زړه پورې سیالۍ وکړه. عمران خان لیکلي، د افغانستان د کرکټ په څېر داسې لوبډله یې نه ده لیدلې چې په دومره چټکۍ سره په نړیوال کرکټ کې خپل ځان ته ځای پیدا کړي. افغانستان د کرکټ د شل اوورونو په نړیوال جام کې پرون خپله لوبه پاکستان ته د پنځو وېکټو په توپیر وبایلله. د افغانستان بله لوبه سبا له نامیبیا سره ده.

Pa.azadiradio.com 

تمه ده د 'جي-۲۰' سرمشریزه کې د افغانستان د مسالې په اړه بحث وشي

په پام کې ده چې د شلو سترو صنعتي هېوادونو په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې د افغانستان د مسالې په اړه بحث وشي.  د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بایډن چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره د ایټالیا پلازمېنې روم ته رسېدلی، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د راغلي وضعیت په اړه له اروپايي مشرانو سره خبرې وکړي.  د جي شل د سرمشریزې په درشل کې د ښځو د سیاسي مشرانو شبکې په یوه بیان کې ویلي چې د نړۍ شل پیاوړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ښځینه فعالانو او سیاستوالو خوندیتوب او امنیت یقیني کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې بهرنیو چارو وزیر خپل تاجکستاني سیال سره پر افغانستان غږیدلی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل تاجکستاني سیال سراج الدین مُهیر الدین سره د افغانستان په اړه خبرې کړي.  د راپورونو له مخې دواړو ډپلوماتانو پرون جمعه د لړم په اوومه د ټیلیفوني خبرو پر مهال توافق وکړ چې د افغانستان برخه کې به خپله همغږي پیاوړې کوي.  د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې لاوروف او مهیر الدین ویلي چې د افغانستان په اړه د مسکو او ځینو نورو غونډو پرېکړې باید په همغږۍ سره عملي شي.  لس ورځې مخکې د مسکو په غونډه کې روسیې وویل چې که طالبان د نړیوالو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فارین پالیسي: د طالبانو قضایي سیسټم له خالیګاوو ډک دی

فارین پالیسي  فارین پالیسي خپرونې په خپله تازه ګڼه کې لیکلي دي چې طالبانو له افغانانو سره د عدالت ژمنه کړې، خو د دوی قضایي سیستم له خالیګاوو ډک دی.  د خپرونې په باور د طالبانو له پخواني رژیمه شل کاله را وروسته او د جمهوري نظام له سقوطه نژدې دوې نیمې میاشتې را وروسته لاهم افغانان یوه شفاف عدلي-قضایي سیستم ته اړتیا لري.  د افغانستان په مخکني حکومت کې ظاهرا شریعت نافذ و، خو هغه قضایي سیستم ستونزې لرلې، لګښت یې زیات او فساد په کې روان و. د فارین پالیسي د لیکنې په باور په تېرو شلو کلونو کې هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر: فرانسه زموږ یو ډېر ډېر با ارزښته شریک دی

د امریکا ولسمشر جوبایډن خپل فرانسوي سیال ایمانویل مکرون ته ویلي دي چې واشنګټن د هغې معاملې په برخه کې چې له امله یې فرانسې د څو میلیارد ډالرو ګټه له لاسه ورکړه، بې تجربې ګام پورته کړ.  بایډن د امریکا، بریتانیا او اسټرالیا له هغې موافقې وروسته چې په نتیجه کې یې د ۴۰ میلیارډه ډالر په ارزښت د پاریس او کانبیرا ترمنځ د اوبتلونو د پېرلو معامله فسخ شوه، له مکرون سره په خپله لومړۍ کتنه کې پرون د اکتوبر په ۲۹مه نېټه دا څرګندونې وکړې.  د دې معاملې پر سر د فرانسې او امریکا ترمنځ ډپلوماتیکه لانجه راغله.... Читать дальше...


Ракета, которую ждали! Как товарищ Ын помог представить ВКС новое оружие для Ту-160М. Ракету Х-БД, способную обнулить почти всю ПРО Запада 1

Воробьев поздравил соцработников Подмосковья с профессиональным праздником

Массовый сбой в работе Telegram затронул США и Европу

Красавица красноперка



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Сбивший двоих детей в Подмосковье водитель Maserati ехал со скоростью 280 км/ч

«Больниц теперь не боюсь». Стебунов рассказал о травме, изменившей его жизнь

Минстрой: Площадь аварийного жилья в РФ выросла более чем полтора раза

В работе мессенджера «Телеграм» случился массовый сбой

Музыкальные новости

Вирусолог Вострухов предупредил о миграции клещей-мутантов из ЕС в Россию

Бизнес-омбудсмен Москвы объяснила, почему важно принять закон о креативной индустрии

Об отношении к русским в Азербайджане

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Новости России

Доцент Соболева: дешевле всего лечить зубы в Тульской и Тверской областях

В Ленинградской области вооруженный ножом мужчина угрожал детям

В работе Telegram наблюдается сбой

Красавица красноперка

Экология в России и мире

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

С чем носить юбку этим летом: примеры стильных образов

Джомба, суттуг шай, кучу и другими видами чая в регионах России могут насладиться российские туристы

Новые электрические щетки Revyline RL 085 Black доступны в филиале марки в Ставрополе

Спорт в России и мире

Тарпищев о Медведеве и Рублеве: без травм сыграют в Париже лучше, чем в Токио

Экс-теннисист Ольховский: Рублев не успел набрать форму на "Ролан Гаррос"

«Янника Синнера очень рано сравнивать с Роджером Федерером» // Тренер мужской сборной России по теннису Игорь Куницын — о главных событиях Roland Garros

Зверев вышел в финал «Ролан Гаррос»

Moscow.media

Пустынная долина Кодара...

В Москве арестовали бывшего замглавы Росприроднадзора по делу о мошенничестве

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Остров Огой.







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *