Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2021

Новости за 16.10.2021

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د پرونۍ حملې د وژل شویو مړي خاورو ته وسپارل شول

کندهار ښار نن ویرجن و. په لسګونو هغه کسان چې پرون د شیعه ګانو په یوه جومات کې د حملې له کبله وژل شوي وو، خاورو ته وسپارل شول. د ځینو ټپیانو وضعیت هم ښه نه دی.د طالبانو محلي چارواکو ویلي چې د دې حملې د طراحانو د نیولو او مجازاتو هڅه کوي. د کندهار پر امام بارګاه جومات د شوې حملې مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.

Pa.azadiradio.com 

نورستان کې پر ۱۵۷۲ بې وزلو او کډوالو خلکو خوراکي توکي وویشل شوې

د نورستان مرکز پارون او شااوخوا کلیو کې د خوړو نړیوال پروګرام په مرسته نږدې ۱۶۰۰ بې وزله، کډوالو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته شوه. په نورستان کې د مطبوعاتي دفتر مسول مولوي سمیع الحق حق بیان ازادي راډیو ته وویل: "د پارون اړوندو سیمو کې د ۱۵۷۲ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرسته کې هر یوه تن ته ۴۶ کیلو اوړه، پنځه لیتره غوړي او یو-یو کیلو مالګه شامله ده، موږ له ټولو نړیوالو د مرستو غوښتنه کوو." د ښاغلي حق بیان په خبره چې که نورستان کې بې وسو خلکو سره د ژمي له را رسېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه: ۲۴ ساعتونو کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۱۰۰۲ کسان وژلي

روسیې، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ۱۰۰۲ کسانو د مړینې خبر ورکړی.  د کرونا د وبا له پیله دا لومړی ځل دی چې په یوه ورځ دومره ډېر کسان د دې ناروغۍ په نتیجه کې مري.  د کرونا پرضد د مبارزې ادارې همدا راز په ۲۴ ساعتونو کې له ۳۳ زرو د زیاتو کسانو د اخته کېدو خبر ورکړی دی. په روسیه کې تراوسه نژدې اته میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او د مړینو ټول شمېر یې له ۲۲۲ زرو اوښتی دی.  روسیه د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د اروپا په کچه د تلفاتو تر ټولو لوړ شمېر او د نړۍ په کچه پنځم ځای لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جانسن هغې کلیسا ته د ګلانو ګېډۍ یووړې چې اېمېس په کې ووژل شو

د بریتانیا صدراعظم نن هغې کلیسا ته د ګلانو ګېډۍ یووړې چې د پارلمان غړی ډیوېډ اېمېس David Amess پرون د چړو په ګوزارونو په کې ووژل شو.  له بوریس جانسن د کورنیو چارو وزیره او د اپوزیسیون کارګر ګوند مشر کییر ستارمر Keir Starmer هم ملګري وو.  پولیسو د جانسن د محافظه کار ګوند پر غړي برید تروریستي عمل بللی دی او ویلي یې دي چې ښايي دا د افراطي اسلامپالو کار وي.   د کورنیو چارو وزیرې پریتې پاتېل Priti Patel خبریالانو ته وویل چې د بریتانیا به د تروریستي ډلو بریدونو ته تسلیم نه شي: "موږ به پر مخ ولاړ شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ لوبې پيلېږي؛ لومړۍ عمان- پاپوا نیوګیني او بیا بنګله دیش-سکاټلنډ

د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام لوبې نن پيلېږي. لومړۍ لوبه د عمان او پاپوا نیوګیني ترمنځ ده. دوهمه لوبه د بنګله دیش او سکاټلنډ ترمنځ.  ټاکل شوې وه چې د شل اورونو نړیوال جام لوبې په هند کې وشي، خو د کرونا وبا له امله له هغه ځایه متحد عربي اماراتو او عمان ته انتقال شوې.  دا لوبې د متحد عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ، دوبۍ او شارجه کې او د عمان په الامارات کې په دوو پړاوونو کې ترسره کېږي.  په لومړي پړاو کې هغه اته لوبډلې شاملې دي چې سر له نننه به د جمعې تر ورځ په دوو ګروپونو کې لوبې کوي. په الف... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: د هغو افغانانو خونبها ورکوو چې ۲ میاشتې مخکې بې پیلوټه الوتکې ووژل

د امریکا دفاع وزارت ژمنه وکړه چې د هغو افغانانو خپلوانو ته به تاوان ورکړي چې د اګسټ په میاشت کې په کابل کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول.  د کابل هوایي  ډګر ته نژدې دا هوایي برید د اګسټ په ۲۹مه هغه مهال وشو چې د امریکایي ځواکونو وروستۍ ډله له افغانستانه په وتلو وه او له هوایي ډګره د افغانانو د ایستلو هڅې روانې وې.  د امریکا د متحد ایالاتونو دفاع وزیر لوېډ اسټن څه باندې دوې اوونۍ تر دې پېښې وروسته ویلي و چې له څېړنو معلومه شوې ده چې دې برید کې سهواً ملکیان وژل شوي دي. هغه وخت د امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د حملې د ۴۷ وژل شویو جنازې خاورو ته وسپارل شوې

په کندهار کې د تېرې ورځې د خونړۍ حملې د ۴۷ وژل شوېو کسانو جنازې نن خاورو ته وسپارل شوې. د کندهار ښار په امام بارګاه یا د شیعه ګانو په لوی جومات کې د وژل شویو ۴۷ کسانو جنازې د کندهار ښار په اتمه حوزه کې په ډله ییزه توګه خاورو ته وسپارل شوې. د حاجي علي په نوم د جنازې یو ګډونوال وايي، پرونۍ پېښې خلک غمجن کړي او ټول د ویر پر ټغر ناست دي: "د دوی هدف دا دی چې اسلام له منځه یوسي او د شیعه او سُني ترمنځ تفرقه واچوي اما دوی د قران عظیم الشان څخه ناخبره دي." د عبدالزارق په نوم د جنازو یو بل ګډون کوونکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان روباټ جوړونکې نجونې طالبانو ته: نجونو ته د ښوونځي دروازې پرانېزئ

د افغانستان روباټ جوړونکو نجونو په خپله رسمي فسبوک پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې د نجونو زده کوونکو پرمخ دې د ښوونځي دروازې پرانېزي. دوی ویلي چې ځوان نسل له زده کړو سره ډېره لېوالتیا لري او دا اساسي حق باید ورنه وانه خېستل شي. دغو نجونو چې د خپل روباټونو له شمېر درې یې د "فرسټ ګلوبل" سیالیو لپاره نوماند کړي ویلي یې چې که د نجونو د پرمختګ زمینه برابره شي کولی شي د افغانستان نوم د نړۍ په کچه وځلوي او ویاړونه ورته راوړي. د دغو نجونو له ډلې الهام ویلي چې قطر کې یې خپل درسونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ځینو افغان شیعه مذهبو اندېښنې: طالبانو ته هیله من وو خو هرڅه برعکس شول

په کندز او کندهار ولایتونو کې د شیعه ګانو په جامع جوماتونو له وروستیو خونړیو حملو وروسته یو شمېر افغان شیعه وګړي وایي، د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي. د بامیان ولایت اوسیدونکی امین شریفي ازادي راډیو ته وویل، وروستیو حملو د شیعه وګړو ترمنځ وېره او وحشت راپارولی دی. شریفي وایي: "دوو اوونیو کې دوه خونړۍ حملې وشوې چې درنه مرګ ژوبله یې درلوده، خلک وارخطا دي، وېرېږي، وحشت هم د خلکو تر منځ په جدي توګه خپور شوی، له دې امله خلک نه شي کولی خپلو دیني او مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي او عبادت وکړي." هېواد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: ازبېکستان ته د طالب پلاوي له سفره د ښو پایلو هیله لرو

د طالبانو د حکومت یو لوړ پوړی پلاوی نن د ازبیکستان ترمذ ښار ته ورسېد. دا یو ورځنی سفر د ازبیکستان په رسمي بلنه کېږي او موخه یې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په ګډون، په ټرانزیټ، رېل پټلۍ، برېښنا او یو شمېر نورو موضوعاتو له ازبیکستاني چارواکو سره خبرې دي. د طالبانو د حکومت د رئیس الوزار مرستیال عبدالسلام حنفي چې د دې پلاوي مشري کوي، د ازبیکستان د صدراعظم له مرستیال عمرزاکوف په مشرۍ به له یوه لوړ پوړي پلاوي سره مذاکرات ولري. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: طالبان له ۶مه تر ۱۲م ټولګیو د نجونو ښوونځي پرانیزي

د ملګرو ملتونو یو جګپوړی چارواکی د طالبانو په وینا څرګندوي چې د نجونو ښوونځي به له شپږمه تر دولسمه په ټول افغانستان کې ډېر ژر پرانیستل شي. اسوشیټېډ پرېس اژانس د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یونېسف د مرستیال مشر عمر عبدي په وینا لیکي چې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې به ښوونځي پرانیستل شي. تر اوسه طالبانو په کندز، بلخ، سمنګان او جوزجان کې نجونو ته اجازه ورکړې ده چې ښوونځیو ته لاړې شي او په ارزګان کې یې هم نجونې پرې ایښې دي چې زده کړې وکړي. عمر عبدي چې تیره اوونۍ کابل ته تللی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د افغان فلم او د موسیقۍ د تولید ریاستونه بېرته فعالیږي

د طالبانو د حکومت اطلاعاتو او فرهنګ وزارت داسې مهال د موسیقۍ او افغان فلم د ریاستونو د فعالیت خبره کوي چې لسګونو فلمي لوبغاړو هېواد پرېښی دی. له دې ډلې یاسمین یارمل هم افغانستان ته د طالبانو په بیا ځلي راتګ سره هېواد پرېښی او کډواله شوې ده. دا وايي: "ما د طالبانو لومړۍ پړاو واکمني تېره کړې، کومه وېره چې ما د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ څخه درلوده زه یې دې ته اړه کړم چې له هېواده ووځم." دا یوازې یاسمین یارمل نه ده چې د طالبانو په بیا ځلي راتګ او واکمنۍ سره له افغانستانه وتلې، بلکې د دې په څېر په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو یو پلاوی ازبیکستان ته ولاړ

د طالبانو د حکومت یو پلاوی نن ازبیکستان ته ولاړ او ټاکل شوې په هغه ناسته کې چې د دواړو هېوادونو د پلاوو تر منځ کېږي د نورو موضوعاتو تر څنګ د مهمو اقتصادي مسایلو په اړه هم خبرې وشي. په دې پلاوي کې د طالبانو د حکومت د اقتصادي او سوداګریز سکتور وزیران هم شامل دي. ویل شوي چې طالبان به له ازبیکستاني چارواکو سره د اورګاډي پټلۍ د جوړولو او دغه شان له هغه هېواده د وارداتي برېښنا په اړه هم خبرې وکړي. د یادونې وړ ده چې د ازبیکستان ترمذ ښار نن سبا افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په یو مهم دهلیز هم بدل شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: اریانا،کام ایر او 'پي.ای.اې' دې په عادي ډول الوتنې وکړي

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې اریانا افغان هوايي شرکت، کام ایر او پي ای اې شرکتونه دې خپلې الوتنې په عادي ډ‌ول له سره پیل کړي. د دغه وزارت په فیسبوک پاڼه کې د خپور شوي خبر له مخې، دا پرېکړه کابل ته د پي ای اې هوايي شرکت له خوا د الوتنو تر بندولو وروسته په یوه ناسته کې پرون وشوه چې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت سرپرست وزیر ملا حمید الله اخندزاده، دپاکستان سفیر او د یادو شرکتونو استازو ګډون کړی وو. په دغه ناسته کې پرېکړه شوې چې د ټکټونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د اوسیتیا زندان کې له بلوا وروسته اوس وضعیت ارام دی

د روسیې د جنوب په یوه زندان کې له پرونۍ بلوا وروسته ویل کېږي چې هلته نن شنبې وضعیت ارام دی.  دا بلوا پرون د شمالي اوسیتیا د مرکز ولادي قفقاز په یوه زندان کې پیل شوه.  تاس خبري اژانس په شمالي اوسیتیا کې د بشري حقونو د یو څېړونکي تېمرلان څګویف له قوله خبر ورکړی چې نوموړی وايي، په دې بلوا کې څوک نه دي ژوبل شوي. څګویف زیاتوي چې ټاکل شوې د زندان چارواکي نن د بندیانو له ځینو استازو سره وګوري او د هغوی غوښتنې واوري.  له دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي و چې په دې زندان کې چې شااوخوا ۶۰۰ کسان په کې دېره دي، اضافي امنیتي تدابیر نیول شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۶م تر ۱۲مه د نجونو ښوونځي پرانیستل کېږي

د ملګروملتونو یو جګپوړی چارواکی وايي، طالبانو ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به له شپږمو تر دولسمو ټولګیو پورې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.  د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ د ادارې- یونیسف مرستیال مشر عمر عبدي چې تېره اوونۍ په کابل کې و، د ملګروملتونو په مقر کې خبریالانو ته ویلي دي چې د افغانستان په پنځو ولایتونو، بلخ، جوزجان، سمنګان، کندز او ارزګان ولایتونو کې لامخکې د نجونو لېسې پرانیستې دي.  ښاغلي عبدي وویل، د طالبانو د پوهنې وزیر ورته ویلي، د دوی حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

داعش د کندهار د برید پړه ومنله، ملګرو ملتونو پېښه وغندله او 'کرکجن' یې وباله

د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش په کندهار کې د شیعه ګانو په یو جومات کې د پرونۍ خونړۍ حملې مسولیت پر غاړه اخیستی دی. په دې برید کې چې د جمعې د لمانځه پر مهال وشو، لږ تر لږه  ۴۷ کسان وژل شوي دي او  لسګونه نور ټپیان شول. په هغه بیان کې چې د جمعې په ورځ ناوخته د داعش اړوند ټولنیزو رسنیو اکاونټونو کې خپور شوی دې وسله والې ډلې ویلي چې دوو غړو یې د فاطمیه په نوم په کندهار کې د شیعه ګانو د جومات په دروازه کې ولاړ ساتونکي په ډزو ووژل او ورپسې یې  یو د جومات په دروازه کې له ځان سره تړلو چاودیدونکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پخوانۍ سناتوره فریده کوچۍ: طالبان مې ګواښي چې ولې یې پرضد جګړه کړې وه

پخوانۍ سناتوره فریده کوچۍ وايي، طالبان یې په دې نوم ګواښي چې ولې یې یو مهال د دوی په ضد جګړه کړې. نوموړې همداراز وايي، طالبان یې په دې نوم هم ګواښي چې یو مهال یې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق سره یو ځای، د دوی پر ضد جګړه کې برخه اخستې. مېرمن کوچۍ وايي، دی هغه مهال د پنجاب ضد ټوپک پورته کړی و، ځکه پاکستاني ملېشو غوښتل پر ډېورنډ کرښه اغزن تار وغځوي. دغې پخوانۍ سناتورې یوې خپره کړې ویډیو کې ادعا کړې چې طالبانو یې شخصي موټر ځینې وړی او داسې مهال چې ان یو ټوپک نه‌لري، له دې د ډېرو وسلو د تسلمېدو غوښتنه کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا: د پارلمان د یوه محافظه کاره غړي وژل، ترهګریزه پېښه وه

د بریتانیا پولیس وایي، د انګلستان په ختیځ کې په چړې د پارلمان د یوه محافظه کاره غړي وژل " ترهګریزه" پېښه وه. پولیسو نن شنبې (د تلې په ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې ممکن دا کار له اسلامي سخت دریځۍ سره په تړلې انګېزې شوی وي. د پارلمان دغه محافظه کاره غړي ډیوېډ امیز ۶۹ کاله عمر درلود او پرون د ایسکس سیمې په کلیسا کې د یوه کس له خوا پرې د چړې ګزارونه وشول. بریدګر د هغو رایه ورکوونکو په منځ کې کلیسا ته دننه شوی چې دغلته یوې غونډې ته روان وو. ډیویډ امیز له ۱۹۸۳ کال راهیسې د پارلمان غړی و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پنټاګون: د اګسټ میاشتې برید کې د قربانیانو کورنۍ ته تاوان ورکوو

د امریکا دفاع وزارت وایي، د هغو لسو افغانانو خپلوانو ته تاوان ورکوي چې تېره اګست میاشت کابل کې د دوی بې پیلوټه الوتکې ووژل. د کابل هوایي ډګر ته نژدې دا برید هغه مهال وشو چې د امریکایي ځواکونو وروستۍ ډله له افغانستانه په وتلو وه او له هوایي ډګره د افغانانو د ایستلو عملیات روان وو. د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، دوی له بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه کار کوي چې دې پېښه کې د وژل شوېو کسانو د کورنۍ پاتې غړي امریکا ته ولېږدوي. کربي ونه ویل چې د وژل شوېو کسانو کورنۍ ته څومره پیسې ورکوي، خو زیاته یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو سازمان: ترکيې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کړی

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې ترکي چارواکي په دې هېواد کې له دېره افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي. هیومن رایټس واچ په یوه بیان کې چې پرون د تلې په ۲۳مه خپور شو وايي، ترکي چارواکي له نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې افغان کډوال وهي- ډبوي او هغه کسان چې د ایران له خاورې ترکیې ته ننوځي، بېرته یې ایران ته شړي. په بیان کې راغلي دي چې د ترکي سرتېري له خوا دا کډوال هومره سخت وهل شوي چې د ځینو هډوکي مات شوي دي. بیان زیاتوي چې ترکي پوځيان افغان کډوال په لویو ډلو کې چې شمېر یې د پنځوسو او درې سوه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونه: په بشري مرستو بار ۳ الوتکې به مزارشریف ته واستول شي

په بشري مرستو بار درې الوتکې پرون د تلې په ۲۳مه ازبیکستان ته ورسېدې چې وروسته به له اړو کورنیو سره د مرستې لپاره مزارشریف ته واستول شي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ UNHCRویاند بابربلوچ ویلي، په دې مرستو کې کيږدۍ او د پخلنځي وسایل شامل دي چې زرګونه کسانو ته به ورسېږي. د ښاغلي بلوچ په وینا یوه الوتکه د ترمز په هوايي ډګر کې کېناسته او اوس به یې ۳۲ ټنه د مرستې مواد د ځمکې له لارې مزارشریف ښار ته ولېږدول شي. د UNHCR ویاند زیاته کړه چې دا مرستې به شاوخوا ۱۲۶ زره اړو کسانو ته ورسېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

 اردوغان: د کابل هوایي ډګر په اړه له قطر او افغانستان سره غږیږو

د ترکیې ولسمشر وايي چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د مسوولیتونو په اړه له قطر او افغانستان سره خبرې کوي. رجب طیب اردوغان پرون د تلې په ۲۳مه په استانبول کې په دې اړه خبریالانو ته څرګندونې وکړې. اردوغان وویل:"له څه مودې راهیسې موږ د افغانستان د تاًسیساتو د رغونې برخه کې کار کړی او د کابل په هوايي ډګر کې مو یو لړ عملیات لرل. که موافقه وشي په راتلونکي کې ترکیه، قطر او افغانستان دا ډول مسوولیتونه منلی شي." اردوغان وویل، ترکیه د افغانستان له خلکو سره هرراز مرستې ته چمتو ده. له دې څرګندونو یوه ورځ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فضلي د اسیایي شورا په سرمشریزه کې د کرکټ پر وضعیت غږیدلی

د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس عزیزالله فضلي د کرکټ د اسیايي شورا په سرمشریزه کې په افغانستان کې د کرکټ پر وروستي وضعیت خبرې کړي. ښاغلي فضلي تېرماښام ازادي راډیو ته وویل، په دې غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ په دوبۍ کې جوړه شوې وه ده، د افغانستان د کرکټ د وضعیت په اړه غړو هېوادونو ته مفصل معلومات ورکړل. د کرکټ بورډ مشر زیاته کړه چې د شورا غړو د افغانستان له کرکټ سره د همکارۍ ډاډ ورکړ. فضلي وویل: "کرکټ د اسیايي شورا مشر او ټولو اسیايي غړو په اتحاد او اتفاق سره وویل چې باید د افغانستان د کرکټ ملاتړ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې استازي له ایراني مشرانو سره په بروکسل کې ګوري

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل وايي دی چمتو دی چې له ایراني مشرانو سره په بروکسل کې وګوري. بورېل پرون د اکتوبر په ۱۵مه وویل چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د احیا لپاره مهلت د پای ته رسېدو په حال کې دی. له دې یو ورځ مخکې د ایران لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی انریک مورا په تهران کې و او له چارواکو سره یې د مذاکراتو پر بیا پیلولو خبرې وکړې. مورا د دې خبرو پر مهال د ایران لوري ته وړاندیز وکړ چې د یورانیمو د غني کولو په بهېر کې د پام وړ کموالي د راوستو په... Читать дальше...


НТВ: самолет Piper экстренно сел в Подмосковье из-за неисправности двигателя

Суд в Москве арестовал замглавы Тюменской области по делу о получении взятки

Анна Заворотнюк показала неопубликованные фото с матерью

Фестиваль «Походной кухни» прошел в лесопарке Мытищ



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

​Экс-депутат краевого парламента Вячеслав Вахрин обвиняется в получении взятки

Анна Заворотнюк показала неопубликованные фото с матерью

"Наступающий генерал", имевший 4 полководческих ордена - больше, чем многие известные маршалы Великой Отечественной

Музыкальные новости

За месяц в Пулково столкнулись два самолета и задержали несколько рейсов

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Яндекс, А.С. Пушкин, Святой Ленин ведут следствие. Настоящая сенсация!

Медиа съезжают последними // «Газпром» завершает перевод структур из Москвы в Санкт-Петербург

Новости России

Суд в Москве арестовал замглавы Тюменской области по делу о получении взятки

В Москве выставили на продажу 12-метровый Hummer H2 всего за 900 тыс. рублей

Фестиваль «Походной кухни» прошел в лесопарке Мытищ

Денис Кукояка с семьей побывал в Нижнем Новгороде

Экология в России и мире

Культурный центр «Интеграция» проведет концерт ко Дню России в Перовском парке

Немцы решили элегантно кинуть турецкие отели: гостиницы Анталии уже в шоке и угрожают массовыми удержанием туристов

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

Джомба, суттуг шай, кучу и другими видами чая в регионах России могут насладиться российские туристы

Спорт в России и мире

Андреевой предрекли борьбу за топ-10 рейтинга WTA в текущем сезоне

Джокович снялся с Открытого чемпионата Франции по теннису

Зверев вышел в финал «Ролан Гаррос»

Зверев и Рууд не пожали друг другу руки после полуфинала «Ролан Гаррос» – из-за проблем с желудком у норвежца

Moscow.media

Ученые нашли «выключатель» болезни Паркинсона

Игровое кресло Bloody GC-670 настроено на победу

В этом году планируют заключить контракт на реконструкцию еще одного участка трассы Р-23 в Ленобласти

Военные следователи провели рейд по бывшим мигрантам в Керчи







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *