Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2021

Новости за 27.10.2021

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې مولداويا سره د ۶۰ میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ

وروسته تر دې چې مولداويا ونه توانېده له روسیې سره د انرژۍ په برخه کې نوی تړون وکړي، اروپایي ټولنې له دغه هېواد سره د طبیعي ګازو د بحران د مخنیوي په خاطر د ۶۰ میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ. د اروپایي کمېسیون مشر اورزلا وان دیرلین پرون دا ژمنه وروسته تردې وکړه چې د اوونۍ په پيل کې مولداويا له پولنډ څخه یو میلیون متر مکعب ګاز واخېست. د روسیې ګاز پروم شرکت پخوا یو متر مکعب ګاز پنځه سوه پنځوس ډالرو خرڅاوه او اوس یې بیه اووه سوه نوي ډالرو ته لوړه کړې ده. مولداويا چې دوه میلیونه او شپږ لکه نفوس لري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تحریک لبیک پاکستان لاریونونه؛ چارواکي: پنجاب کې ۴ پولیس افسران وژل شوي

د پاکستان امنیتي چارواکي لاهور ښار ته نژدې د څلورو پولیسو د وژل کېدو او د سلګونو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د پنجاب د پولیسو یوه ویاند وویل، د تحریک لبیک پاکستان له غړیو سره د لاهور په لمن کې د شیخپوره پر لویه لار پرون نښته وشوه. د پولیسو په وینا د تحریک لبیک پاکستان له غړیو سره تفنګچې او ماشیندار وو چې پر هغو امنیتي ځواکونو یې ډزې وکړې چې مظاهره چیان یې څارل. رویټرز اژانس د پنجاب د پولیس د مشر راو سردار علي خان په وینا خبر ورکړ چې د پولیسو لږ تر لږه څلور افسران وژل شوي او لږ تر لږه ۲۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه: د افغانستان ګاونډیان دې لویدیځ ځواکونو ته ځای نه ورکوي

د روسیې جګپوړي ډپلوماټ د افغانستان پر ګاونډیو غږ وکړ چې د لویدیځ ځواکونو ته په خپله خاوره کې ځای ورنه کړي. مسکو دې ته اندېښمن دی چې داعش له افغانستانه منځنۍ اسیا ته لار ونه کړي او لویدیځ هېوادونه د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې د پښوځای پیدا نه کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: "موږ یوځل بیا د افغانستان پر ګاونډیو هېوادو غږ کوو چې د امریکا او ناټو پوځي حضور ته اجازه ورنه کړي، دوی وروسته تردې چې د افغانستان خاوره یې پرېښوده اوس پلان لري چې هلته ځای پرځای شي." لاوروف دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوالې شل اوورېزه لوبې؛ نن اسټرالیا سریلانکا سره مخ کیږي

د کرکټ د شل اوورونو نړیوال جام لوبو په ترڅ کې ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه اسټرالیا له سریلانکا سره مسابقه وکړي. پرون انګلستان د بنګله دیش لوبډلې ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه. په بله لوبه کې نامیبیا د سکاټلنډ لوبډلې ته د څلورو ویکټو په توپیر شکست ورکړ. د شل اوورونو کرکټ د نړیوال جام لوبې په متحد عربي اماراتو او عمان کې روانې دي. دا لوبې د اکتوبر په اوولسمه پيل شوې او پایلوبه به یې د نوومبر په څوارلسمه وي.

Pa.azadiradio.com 

د اروپا پارلمان بحث؛ د افغانستان تېرو لاسته راوړنو ته باید په بې‌پامۍ ونه‌کتل شي

د ناټو ائتلاف یو چارواکی وايي، ډېری افغانان په دې باور دي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې باید تر ډېرو کلونو دوام وکړي. جان منزا (John Manza) نن (له افغانستانه د اخیستل شویو درسونو) په نوم یوه ناسته کې د اروپا پارلمان دفاعي او امنیتي کمېټې ته وویل چې په افغانستان کې تېرو لاسته راوړنو ته باید په بې‌پامۍ ونه‌کتل شي. دغې ټولنې نن د عقرب په ۵مه ڼېټه په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان وضعیت او په دغه هېواد کې ترلاسه شوې تجربې او درسونه وارزول. د اروپايي پارلمان ځینو غړو د افغانستان د پخواني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه: له طالبانو سره تعامل د رسمیت پېژندنې په معنا نه دی

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د خپل ماموریت د بیا پیل په اړه غور کوي. دغې ټولنې ژمنه کړې چې څه باندې یو میلیارډ ډالر به په مختلفو برخو کې له هغې جملې د روغتیا او زده کړې په برخه کې په افغانستان کې لګوي. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې ویانده نبیلې مسرالي ویلي چې افغانستان کې خلکو ته د مرستې رسونې په خاطر له طالبانو سره تعامل کوي، خو حکومت یې په رسمیت نه پېژني. مصطفی صدیقي له مسرالي سره خبرې کړي او په سر کې یې له هغې پوښتنه کړې چې ولې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

Pa.azadiradio.com 

د ژورنالېستانو ملي اتحادیه: د خبریالانو ضد ۹۰ سلنه تاوتریخوالی طالبانو ترسره کړی

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیه وايي پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۰ پېښې ثبت شوي چې په سلو کې ۹۰يې د طالبانو له لوري ترسره شوې دي. دغې اتحاديې راپور ورکړی چې د خبریالانو په وړاندې د تاتریخوالي ۱۰ په سلو کې نورې يې د نورو نامعلومو وسله‌والو له لوري ترسره شوې دي. د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې مسؤلینو د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۰۵» په یوه خبري ناسته کې وویل چې په دې تاوتریخوالي کې په سلو کې ۵۰يې لفظي او نیم نور يې وهل ډبول او زندان ته اچول دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان نجونو د تعلیم په ملاتړ انلاین کمپاین؛ تر یو ملیون زیاتو کسانو برخه اخیستې

په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په ملاتړ په پیل شوي انلاین کمپاین کې تر یو ملیون زیاتو کسانو برخه اخیستې ده. پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر ۷۰ زیاتې ورځې کېږي او تر ۴۰ زیاتې ورځې کېږي چې دغې ډلې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې. دې مسئلې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې افغانې ښځې او نجونې اندېښمنې کړې دي، ځکه ۲۰ کاله مخکې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې هم نجونو تعلیم او ښځو کار نه‌شوی کولای. د افغان نجونو او ښځو دغه ګونګ برخلیک د دې سبب شوی چې د نړۍ له ګڼو برخو د دوی په ملاتړ غږ پورته شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست خلک: بې کارۍ او د مرستو نه شتون له ستونزو سره مخ کړي یو

د افغانستان د نورو سیمو په شان په خوست کې هم بې کارۍ او غریبۍ د ډېر شمېر خلکو ژوند له ستونزو او کړاونو سره مخامخ کړي دي. دوی وايي، نه کار پیدا کېږي چې ورباندې حلاله نفقه وګټي او نه ورسره د نړیوالو بنسټونو او د طالبانو د حکومت له خوا داسې مرستې کېږي چې ګوزاره ورباندې وکړي. نن چهارشنبه (د لړم په ۵مه نېټه) د خوست اوسیدونکي ریاض الله ازادي راډیو ته وویل، په اوس وخت کې د افغانستان ډېری خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د ژمي په را نږدې کېدو سره يې ستونزې ډېرې شوي دي. دی د طالبانو له حکومته غواړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران: طالبان باید ډاډ ورکړي چې هېځ ګاونډي ته خطر نه‌پېښېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وايي، طالبان باید ډاډ ورکړي چې هېځ ګاونډي ته د افغانستان له خاورې خطر نه‌پېښېږي. د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، عبداللهیان دا خبره نن د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په غونډه کې وکړه. ده زیاته کړه، په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ترورېستي ډلو په تېره بیا داعش فعالیت زیات شوی دی. ده همداراز وویل، په‌کار ده چې په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون یو پراخ‌بنسټه حکومت جوړ شي.

Pa.azadiradio.com 

ترکمن چارواکي پر ټاپي پروژې د خبرو لپاره کابل ته سفر کوي

ټاکل شوې ده چې ترکمن چارواکي پر ټاپي پروژې د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي. دا ۱،۸۰۰ کیلومتره اوږد پایپ‌لاین به د جوړېدو په صورت کې له ترکمنستان څخه د کال ۳۳ میلیارد مکعب ګاز پاکستان او هندوستان ته ولېږدوي.  طالبانو د خپل حکومت د کانونو او پترولیم د سرپرست وزیر محمد عیسي اخوند په قول په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له څه مودې راهیسې په دې سخت کار کوي چې پر ټاپي پروژې کار پیل شي. محمد عیسي اخوند کابل ته د ترکمنستان د پلاوي تر سفر مخکې په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره ولیدل.  د طالبانو په وینا د ترکمنستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د افغانستان په اړه غونډه؛ طالبان: هیله ده ستونزو ته حل لارې ولټول شي

په داسې حال کې چې نن ایران د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه دی، طالبان وايي هیله ده چې دې غونډه کې د افغانستان ستونزو ته حل لارې ولټول شي. د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دغه غونډې په اړه وايي: "اسلامي امارات له ټولو هغو مجالسو او تحرکاتو څخه چې هېوادونو کې بېلابېلو جوړېږي او په یو ډول نه یو ډول د افغانستان مسایل په کې مطرح کېږي، هیله دا ده چې د افغانانو سره د همکارۍ یو روحیه رامنځته او د دوی لاس نیوی وکړي او دغه شان له اسلامي امارات سره د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کونړ مسوولین: سږکال نږدې زر ټنه غوزاڼ شوي

په کونړ کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست وايي، سږکال د نورو کلونو پرتله د غوزانو حاصلات زیات او بازار يې هم ښه دی. د دې ریاست د کرنیزو چارو امر نجیب الله عادل ازادي راډیو ته وویل:"سږکال په کونړ کې له ۹۰۰ نه تر ۱۰۰۰ ټنو پورې غوزانو حاصل ورکړی دی چې د تېرکال پرتله يې له لسو تر پنځلس سلنې پورې په کې زیاتوالی راغلی دی. سږکال يې بازار هم ښه دی او تر اتیا میلیونه افغانیو پورې به دهقانانو ته ګټه ورسیږي او دهقانان پرې ډېر خوشحاله دي." خلک هم د غوزانو له سږني حاصلاتو خوښ دي، خو عام کونړیان وایي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوداګرۍ خونه: ګاونډي هېوادونه خپلې مڼې د افغانستان په نوم صادروي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړو د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له مرستیال سره پاکستان ته د مڼو د صادراتو د ستونزو په اړه خبرې وکړې. د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې خبرپاڼې کې راغلي، د دې خونې مرستیال محمد یونس مومند په دې ناسته کې ویلي چې د پاکستان او هند له خوا د ترجیحي تعرفې په پام کې نیولو سره ځینې ګاونډي هېوادونو هڅه کوي چې خپلې مڼې د افغانستان د مڼو په نوم صادرې کړي چې دا کار د افغانستان د مڼو صادراتو ته تاوان رسوي. مخکې تر دې د پاکستان سفارت مسوولانو د ګمرکي تعرفو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کانونو وزارت: هڅه کوو د ټاپي پروژې کار پیل کړو

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکمنستان له سفیر سره ولیدل. په هغه خبرپاڼه کې چې نن د دې وزارت له خوا خپره شوې راغلي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې په اړه د ترکمنستان له سفیر سره خبرې وکړې چې دواړو هېوادونو ته ډېره مهمه پروژه ده. محمد عیسی اخوند په دې کتنه کې ویلي دي چې هڅه کوي د ټاپي پروژې کار پیل کړي او دوی په افغانستان کې تیاری ورته نیسي. د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ټاپي پروژې د امنیت ډاډ هم ورکړی دی. په ورته وخت کې د ترکمنستان سفیر ویلي دي چې د روان کال د اکتوبر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خېبر پښتونخوا په لکي مروت کې ۴ پاکستاني پولیس ووژل شول

په یوه وسله واله حمله کې نن د پاکستان د خېبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت کې څلور پولیس ووژل شول.  د لکي مروت د پولیسو مشر اقبال میهمند د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې وسله وال د پولیسو پر ګرځنده ډلې له بریده وروسته تښتېدلي دي.  د پاکستاني طالبانو تحریک د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

Pa.azadiradio.com 

یو افغان د قطر د کرکټ د ملي لوبډلې سر روزونکی وګومارل شو

یو افغان د قطر د کرکټ د ملي لوبډلې سر روزونکی وګومارل شو.  اسدالله خان لومړنی افغان دی چې د یوه بل هېواد د ملي لوبډلې د سر روزونکي په توګه ګومارل کېږي.  اسدالله خان پخوا د یوې مودې لپاره د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی و، وروسته تر ۱۹ کلونو د کشرې لوبډلې روزونکی شو.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د ځمکې تودوخه به د صنعت د تېرې دورې پرتله لوړه شي

ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې د مضرو ګلتوني ګازونو په اړه خبردارۍ ورکړی. یاد سازمان ویلي، د دې ګازونو د خپرېدو د مخنیوي برخه کې د نړۍ د هېوادونو د اوسنیو ژمنو پر اساس، د ځمکې د تودېدو اندازه به تر صنعت مخکې دورې پرتله ۲.۲ درجې لوړه شي. ملګرملتو تر دې وړاندې په اګسټ میاشت کې هم په خپل راپور کې خبرداری ورکړی و چې د فوسیلي سونګ موادو د استخراج او کارولو له کبله به په راتلونکو دوو میاشتو کې د ځمکې تودوخه تر صنعت مخکې دورې په نسبت یو اعشاریه ۵ درجو ته لوړه شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان: سږکال افغانستان سره سوداګرۍ راکړه ورکړه زیاته شوې

تاجکستان وايي، د سږ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې یې له افغانستان سره سوداګري راکړه ورکړه زیاته شوې ده. د تاجکستان د حکومت له ارقامو سره سم، د جنورۍ له لومړۍ د سېپټمبر تر پایه پورې د دوو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه ۷۶ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالرو ته رسېدلې چې دا د تېرکال د ورته مودې  پرتله په سلو کې ۳۵ اعشاریه ۵ ډېره ده. د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سوداګري د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې میاشتو کې وغوړېده.

Pa.azadiradio.com 

تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو غونډه پرانیستل شوه

په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو غونډه نن چهارشنبه (د لړم ۵مه نېټه) پرانیستل شوه.  د ایرنا د دولتي خبري اژانس، ایرنا له راپور سره سم، د ایران، ترکمنستان، پاکستان، تاجکستان او ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیران او د روسیې او چین استازو په دې کنفرانس کې ګډون کړی دی.  د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران په انلاین ډول په کنفرانس کې برخه لري.  په دې کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب څوک برخه نه لري، خو ایرنا خبري اژانس وايي چې په تهران کې د ټولو هېوادونو سفیران هم په کنفرانس کې ګډون لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سوډان له لېرې کړای شوي صدراعظم سره وغږید

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن د سوډان له لېرې کړای شوي صدراعظم، عبدالله حمدوک سره خبرې وکړې. دا خبرې وروسته له دې وشوې چې د سوډان پوځي مشرانو پر دغه هېواد ولکه ټینګه کړه او صدراعظم ته یې اجازه ورکړه چې بېرته خپل کور ته ستون شي. د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، نېډ پرایس وویل، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سوډان د پخواني صدراعظم عبدالله حمدوک د خوشې کېدو هرکلی وکړ او په پروني ټیلیفوني تماس کې یې د سوډان له پوځي چارواکو یو وار بیا غوښتنه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز اوسیدونکي: طالبان دې کلیوالو سړکونو کې خښ شوي ماینونه شنډ او اوباسي

د یو شمېر کندزیانو په خبره چې په تېرو دوو لسېزو کې د  جګړې ښکېلو لوریو یو بل ته د ورتګ د مخنیوي په هدف د زیات شمېر کلیو پر عمومي سړکونو او لارو کې ماینونه خښ کړي وو چې لا هم خښ شوي ماینونه نه دي اېستل شوي او دې مسالې د خلکو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړی دی. د کندز د چهاردرې ولسوالۍ یو اوسېدونکی محب الله عمرخېل ازادي راډيو ته وویل: "د چهاردرې اکثره سړکونه پر ماینونو فرش دي. خلک ته طالبان وايي چې په دې لارې مه ځه او پر هغې ځه، خو ځینې وخت د خلکو پام نه وي او پر ماینونو ورغلي وي او هلته یې الوزولي وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران اټمي مرکچي علي باقري له انریک مورا سره ګوري

ټاکل شوې چې د ایران اټمي مرکچي علي باقري کَني نن چهارشنبې د دې هېواد لپاره د اروپايي ټولنې له استازي انریک مورا سره وګوري.  دا کتنه داسې مهال کېږي چې اروپايي ټولنې او امریکا ویلي، له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د احیا کولو په اړه خبرو د بیا پیل لپاره د دوی هڅې روانې دي.  باقري کَني په روانه اوونۍ کې پر ټویټر ولیکل چې بروکسل ته روان دی او هلته به د داسې خبرو ته دوام ورکړي چې نتیجه به ولري. کَني به نن له مورا سره چې له ایران سره د بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني، روسیې او متحدوایالاتونو د مذاکراتو چارې سمبالوي په بروکسل کې وګوري.

Pa.azadiradio.com 

پنټاګون: داعش ښايي ۶ میاشتو کې پر امریکا د برید وړتیا ترلاسه کړي

د پنټاګون یوه چارواکي ویلي دي چې اسلامي دولت ډله ښايي په شپږو میاشتو کې پر متحدوایالاتونو د برید وړتیا ترلاسه کړي.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پالیسي په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال کولین کال پرون د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې داعش ډله دا نیت لري او ښايي د شپږو میاشتو په ترڅ کې دا توان ترلاسه کړي.  ښاغلي کال وویل، تر اوسه لا روښانه نه ده چې ایا طالبان به د داعش ډلې پر ضد د اغېزمنې مبارزې توان ولري که نه خو هغه یادونه وکړه چې دا دوه ډلې له یو بل سره مرګونې دښمني پالي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تېرحکومت ویاندویان: د طالبانو له ګواښونو سره مخ یو

که څه هم په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دوی له خوا ټولو خلکو، ان هغوی ته چې دوی سره په مخامخ جګړه کې هم ښکېلوو عمومي عفوه اعلان شوه خو له دې سره-سره د مخکیني حکومت یو شمېر چارواکو او کار کوونکو وخت په وخت دوی ته د ګواښونو خبره کړې ده. اوس د ولایتونو یو شمېر ویاندویان ادعا کوي، ان د دوی د کورنۍ غړي او خپلوان هم د دوی په سر ګواښل کېږي. د دوی څلورو تنو ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبره د غږ او نوم نه خپرولو په شرط مطرح کړې ده، خو دوی دا هم ویلي چې د بېلابېلو نورو ولایتونو ویاندویان... Читать дальше...


В Москве выставили на продажу 12-метровый Hummer H2 всего за 900 тыс. рублей

Фестиваль «Походной кухни» прошел в лесопарке Мытищ

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

Андрей Воробьев поздравил соцработников Подмосковья с профессиональным праздником



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

"Наступающий генерал", имевший 4 полководческих ордена - больше, чем многие известные маршалы Великой Отечественной

​Экс-депутат краевого парламента Вячеслав Вахрин обвиняется в получении взятки

Синоптик: в Москве на неделе температура будет выше нормы на 4 градуса

Музыкальные новости

Бастрыкин затребовал доклад об исчезновении девушки в Новосибирске 15 лет назад

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

Собянин: Москва подписала ряд крупных соглашений на Петербургском форуме

Юлия Пересильд, московский Театр на Таганке, ММОМА – участники 3-его фестиваля «Территория. Красноярск» раскрывают грани современного искусства

Новости России

​Экс-депутат краевого парламента Вячеслав Вахрин обвиняется в получении взятки

Анна Заворотнюк показала неопубликованные фото с матерью

Андрей Воробьев поздравил соцработников Подмосковья с профессиональным праздником

НТВ: самолет Piper экстренно сел в Подмосковье из-за неисправности двигателя

Экология в России и мире

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Культурный центр «Интеграция» проведет концерт ко Дню России в Перовском парке

Турецкие отели в шоке после банкротства крупнейшего туроператора: все оказались в долгах, как работать летом — непонятно

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Спорт в России и мире

Уимблдон и Олимпиада? Что нужно знать о планах Рыбакиной после Ролан Гаррос

Соболенко, проигравшая Андреевой, потеряет 2-е место в рейтинге WTA по итогам «Ролан Гаррос», уступив его Гауфф

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Андреевой предрекли борьбу за топ-10 рейтинга WTA в текущем сезоне

Moscow.media

В этом году планируют заключить контракт на реконструкцию еще одного участка трассы Р-23 в Ленобласти

SURREAL NAMIBIA

Сотрудники военных следственных органов Следственного комитета России по всей стране оказывают помощь подшефным детским учреждениям

Пустынная долина Кодара...







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *