Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2021

Новости за 03.10.2021

Pa.azadiradio.com 

نظر پوښتنه: افغانستان کې اوس‌‌مهال یوازې ۳۰ سلنه رسنۍ فعالې دي​​​​​​​

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، رسنۍ له چندان ښه وضعیت سره مخ نه‌دي. دې اندېښنو ته په کتو، د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې په دې اړه د خپلې نظر پوښتنې پایلې له خلکو سره شریکې کړې. د دې نظر پوښتنې پر بنسټ، اوس‌‌مهال یوازې ۳۰ سلنه رسنۍ په افغانستان کې فعالې دي. په دې نظر پوښتنه کې راغلي، ۴۰ سلنه خبریالان له امنیتي اندېښنو سره ژوند کوي او نږدې ۶۰ سلنه نور یې چې ښځې هم په‌کې شاملې دي، له کاري او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د افغانستان  د ژورنالېستانو د ملي ټولنې د رسنیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې نن او پرون په کرونا ویروس د ۸۹۰ کسانو مړینه ثبت کړه

د روسیې حکومت وايي، نن او پرون‌یې په کرونا ویروس د ۸۹۰ کسانو مړینه ثبت کړې چې دا د دې وبا له پیله تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کېږي. د روسیې د کرونا پر ضد د مبارزې لپاره د کاري ډلې راپور وايي، په دې موده کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو ۲۵ زره او ۷۶۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۴ زره ۲۹۴ یې په مسکو کې وې. د رسمي شمېرو له مخې په روسیه کې په ټوله کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو اووه نیم ملیونه مثبتې پېښې او د دوو لکو او ۱۰ زرو کسانو مړینه ثبت شوې ده. ګومان کېږي چې په کرونا ویروس د ډېرو مړینو راپور نه‌ورکول کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د مصر یوه هوايي شرکت اسرائیل ته لومړۍ مستقیمه رسمي الوتنه وکړه

د مصر یوه هوايي شرکت چې د دغه هېواد بیرغ ورباندې ښکارېده، اسرائیل ته لومړۍ مستقیمه رسمي الوتنه نن یکشنبه وکړه. دا په ۱۹۷۹م کال کې د دواو هېوادونو ترمنځ د سولې تړون تر لاسلیک وروسته لومړی وار دی چې د مصر هوايي شرکت یوه الوتکه اسرائیل ته مستقیمه الوتنه کوي. ایر سینای هوايي شرکت د دې لپاره چې کومه لانجه ونه‌شي، د دې شرکت له لوګو پرته له کلونو راهیسې اسرائیل ته الوتنې کولې. اوس به د دغه شرکت الوتکې چې د مصر هوايي شرکت ټاپه به ورباندې لګېدلې وي، هره اوونۍ د قاهرې او تل‌ابیب ترمنځ درې الوتنې کوي.

Pa.azadiradio.com 

سرچینې: طالبانو په ننګرهار کې ۳ کسان له داعش سره د ارتباط په تور اعدام کړي

په ننګرهار کې ځینو سرچینو محلي خبریالانو ته ویلي چې طالبانو په دغه ولایت کې درې کسان له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د ارتباط په تور اعدام کړي دي. دوه مړي په مرکز جلال‌اباد کې ځړول شوي وو او درېیم تن په چپرهار ولسوالۍ کې. دولتي اژانس باختر هم په داعش پورې د درېیو تړلو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی. طالبانو تېره اوونۍ په هرات ولایت کې د څلورو کسانو مړي، د ښار په بېلابېلو برخو کې ځړولي وو. دوی ویلي وو، دغو کسانو د یوه سوداګر او د هغه د زوی په تښتونه کې لاس درلود چې د تښتول شویو د خوشې کېدو په عملیاتو کې څلور واړه ووژل شول او یو طالب ټپي شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه: افغانستان په غمیزې بدلېدونکي اقتصادي او ټولنیز زوال سره مخ دی

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر وايي، افغانستان د اقتصاد او ټولنیزو سیستمونو له داسې زوال سره مخامخ دی چې په بشري غمیزې بدلېږي. جوزف بورېل نن د خپل بلاګ په یوه مطلب کې ویلي، تر ټولو د ناوړه وضعیت د مخنیوي لپاره طالبانو ته په کار ده، هغو شرایطو ته غاړه کېږدي چې نړیوالو مرستو ته زمینه برابروي. ښاغلي بورېل لیکلي: "افغانستان له جدي بشري بحران سره مخامخ دی چې ټولنیز او اقتصادي زوال هم راروان دی او دا بحران افغانانو، سیمې او نړیوال امن ته ګواښ پېښوي." له کله چې طالبانو د اګسټ میاشتې په نیمايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روغتیا سازمان: افغانستان کې د صحتمندۍ پروژې یوازې ۱۷ سلنه مرکزونه فعال دي

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په دغه هېواد کې «د صحتمندۍ پروژې» یوازې ۱۷ سلنه روغتیايي مرکزونه فعاله دي. دې ادارې ویلي، په هرو درېیو دغو مرکزونو کې دوه‌یې اساسي درمل نه‌لري او که چېرې په دې برخه کې اقدام ونه‌شي، پاتې مرکزونه به هم د بندېدو له خطر سره مخامخ شي. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان نن په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، دغه اداره له بسپنه ورکوونکو سره کار کوي چې د دغو روغتیايي مرکزونو فعالیت دوام ومومي. دغه سازمان ویلي، تر بل هر وخت په ملیونونو افغانان له زیانونو سره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ګرجستان واکمن ګوند د ښاروالانو او محلي شوراګانو ټاکنو کې تر نورو مخکې شو

په ګرجستان کې د ښاروالانو او محلي شوراګانو د ټاکنو لومړنۍ نتیجې ښيي، د ګرجستان د رویا په نوم واکمن ګوند تر نورو ډېر مخکې دی. په دغو ټاکنو کې چې د درغلیو ادعاوې په‌کې شوي دوو عمده سیاسي لورو په‌کې د بریا ادعا کړې ده. د ټاکنو د مرکزي کمېسیون د نن ورځې شمېرې ښيي چې د ټاکنو د ۹۹ فیصده شمېرل شویو رایو له مخې، د ګرجستان رویا ګوند ۴۶،۶ فیصده رایې ګټلي، خو د متحد ملي غورځنګ په نوم د اپوزېسیون عمده ډلې ۳۰،۷ فیصده رایې خپلې کړې دي. پاتې رایې د ۴۸ نورو ګوندونو ترمنځ وېشل شوې دي. دغه ټاکنې د جلاوطنه پخواني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه د اوکرایني پوځیانو د روزنې پر یوه مأموریت غور کوي

د اروپايي ټولنې د یوه داخلي سند له مخې دغه ټولنه د اوکراین په سرحد کې د روسیې د روانو پوځي فعالیتونو له کبله د اوکرایني پوځیانو د روزنې پر یوه مأموریت غور کوي. په داسې حال کې چې د کیف او مسکو ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلی، د اروپايي ټولنې ځیني غړي له بلاروس غواړي چې د اوکراین لپاره د اروپايي ټولنې د پوځي مشورې او روزنې په نوم یو بې‌طرفه روزنیز مأموریت پیل کړي. دا خبر د اروپايي ټولنې د پالېسۍ د یوه سند له مخې د جرمني ویلټ ایم سونتاګ ورځپاڼې نن خپور کړی دی. د سند له مخې دا ډول یو پوځي مأموریت به... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل عیدګاه جومات ته څېرمه چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې

نن مازیګر د کابل عیدګاه جومات ته څېرمه چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې ده. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد په یوه ټویټ کې د چاودنې خبر تأیید کړی او ویلي یې دي، چاودنه د ملکیانو پر یوه تجمع شوې ده. ښاغلی مجاهد وايي، په پېښه کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د دقیق شمېر په اړه‌یې څه نه‌دي ویلي. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي رسنیو ته وویل، ځیني مشکوک کسان نیول شوي هم دي. ښاغلی خوستی زیاتوي: "د کابل د عیدګاه جومات د عمومي دروازې مخې ته پر سړک چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې ملکیانو ته تلفات اوښتي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په ټول افغانستان کې د بې‌اسناده وسلو او موټرو پر پېر او پلور بندیز ولګاوه

د بې‌اسناده وسلو او موټرو د خرڅلاو په اړه د طالبانو په مشرۍ حکومت د دفاع وزارت تازه اقدام. دغه وزارت نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د تلې ۱۱» رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه امر کړی چې تر ثاني امر پورې په ټول افغانستان کې د بې‌اسناده وسلو او نقیله وسایطو پېر او پلور بند دی. د دې وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې دغه‌شان ټولو ولایتونو کې امنیتي ادارو ته امر شوی چې د دې چارې د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي. په دې اعلاميه کې دا هم ویل شوي، له کله نه چې طالبان واک ته ورسېدل د غیر مسؤله وسله‌والو له‌خوا،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قطر کې انتخابات؛ له ۲۶ ښځینه کاندیدانو هېڅ یوه د شورا مجلس ته انتخاب نه‌شوه

رأی ورکوونکو د شنبې په ورځ د قطر د شورا مجلس په لومړیو انتخاباتو کې ګډون وکړ، خو دوی په دغو انتخاباتو کې له ۲۶ ښځینه کاندیدانو څخه یوه هم انتخاب نه‌کړه. له دې نهیلي کوونکې نتیجې وروسته هم قطرۍ ښځې وايي چې دوی نه‌دي کمزورې شوي. په قطر کې د ۴۵ چوکۍ لرونکي شورا مجلس لپاره ۳۰ غړي د انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۱۵ نور غړي د دې هېواد امیر ټاکي. په قطر کې پر سیاسي ګوندونو بندیز دی. عایشه حمام الجسیم ۵۹ کلنه ده. دا د نرسېنګ مدیره ده او په دغو  انتخاباتو کې يې د دوحې له مرخیه ولسوالۍ څخه ځان کاندید کړی و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عمران خان: د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

پاکستان چې د طالبانو تر ټولو نږدې ملاتړی بلل کېږي، صدراعظم‌یې یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو به مشرۍ حکومت په رسمیت وپېژني. عمران خان د ترکیې له حکومتي رسنۍ "ټي‌ارټي" سره مرکه کې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د سیمې په هېوادونو هم غږ کړی چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره یوه ګډه پالېسي جوړه کړي. ښاغلي خان ویلي، که پاکستان په یوازې ځان د طالبانو رژیم ته رسمیت ورکړي، ډېر اغېز به ونه‌لري، خو هغه په دې برخه کې د امریکا، اروپايي ټولنې، چین او روسیې پرېکړه مهمه بولي. عمران خان زیاته کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیا یوه سیالۍ کې د افغان معلولو نجونو د باسکټبال لوبډلې کپټانې ګډون

د افغانستان د معلولو نجونو د باسکټبال لوبډلې کپټانې پرون د اسپانیا په یوه سیالۍ کې ګډون وکړ.  نیلوفر بیات او د هغې د ژوند شریک رامش نیکزي ته موقع ورکړل شوه چې پر څرخچوکیو (ویلچېر) د اسپانیا د بیلباو ښار په سیالۍ کې ګډون وکړي.  اغلې بیات له سیالۍ وروسته خپل احساسات داسې څرګند کړل: "ډېر ښه احساس کوم. اوښکې مې نه‌شم درولی. د ټولو له هرکلي ډېره مننه. دلته لوبه راته لوی ویاړ دی." نیلوفر بیات له نږدې ۱۰۰ نورو افغانانو سره د اګسټ په ۲۰مه، یعنې د طالبانو تر واکمنېدو پنځه ورځې وروسته د اسپانیا پلازمېنې مادرید ته پناه یووړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو بګرام هوايي اډې ته د چینايي الوتکو د ورتګ اوازې رد کړې

طالبانو هغه اوازې رد کړې چې ګنې چینايي الوتکې بګرام هوايي اډې ته راغلې دي.  د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، بګرام اډې ته نه چینايي الوتکې راغلي او نه چینايي ځواکونه.  تېره شپه په ټولنیزو رسنیو کې اوازې خپرې شوې چې د بګرام هوايي اډې څراغونه ناببره روښانه شوي او د چینایانو څو الوتکې په دې هوايي اډه کې کېناستې دي.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم د تاجکستان له ولسمشر سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

د پاکستان صدراعظم عمران خان د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان پر حالاتو ټیلیفوني خبرې وکړې. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دواړو خواوو په دې ټیلیفوني خبرو کې چې پرون (شنبه) یې وکړې، د افغانستان په اوسني وضعیت، سولې او ثبات او بشري مرستو ټینګار وکړ.  عمران خان په ځانګړي ډول په اوس وخت کې له افغانستان سره د بشري مرستو اړتیا مهمه وبلله او د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره‌یې له دې هېواد سره د اقتصادي راکړو ورکړو د ډېرېدو غوښتنه وکړه.  د پاکستان صدراعظم په داسې حال کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۵ ملیونو واوښت

په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر د جمعې تر ورځې پورې تر ۵ ملیونو واوښت.  د کرونا د ډېلتا بڼې خپرېدو او د بې‌وزلو او شتمنو هېوادونو په منځ کې د واکسین په برخه کې نابرابري د کرونا وبا له کبله د مړینو د شمېر په زیاتېدو کې رول لرلی دی. په وروستۍ یوه اوونۍ کې تر نیمايي ډېر کسان په امریکا، روسیې، برازیل، مکسیکو او هند کې مړه شوي دي.  یوازې په وروستیو ۸ میاشتو کې دوه نیم ملیون تنه مړه شوي حال دا چې همدومره نور په یو نیم کال کې مړه شوي وو.  تېره اوونۍ په نړۍ کې په متوسط ډول د ورځې ۸ زره او په هره دقیقه کې ۵ تنه مړه شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران پولې ته نږدې پوځي تمریناتو د تهران او باکو ترمنځ کړکېچ زیات کړی

د تهران او باکو ترمنځ په دې وروستیو کې کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې اذربایجان د ایران پولې ته نږدې پوځي تمرینات ترسره کړل او تهران هم ورته اقدام وکړ. اذربایجان په تېره سپټمبر میاشت کې د ایران د پولې په ۵۰۰ کیلومترۍ کې پوځي تمرینات ترسره کړل. په دغو تمریناتو کې پاکستان او ترکیې چې یو یې په سیمه کې اټمي وسله لري او بل د ناټو مهم غړی دی، ګډون کړی و. تورج اتابکي چې د هالنډ په لیډن پوهنتون کې د ختیځ او مرکزي اسیا د څانګې رئیس دی وایي، د ایران او اذربایجان په اړیکو کې د کړکېچ زیاتیدا نور عوامل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو خپلو امنیتي ادارو ته د پخواني ترجمانانو د احضارولو راپورونه رد کړل

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې یو شمېر هغه کسان‌یې امنیتي ادارو ته احضار کړي چې په دې هېواد کې یې له بهرنیو ځواکونو سره د ترجمانانو په توګه کار کړی دی.  د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم پرون په یوه ټویټ کې وویل چې د افغانستان د اسلامي امارت امنیتي ادارو محکمې ته هېڅ یو پخوانی ترجمان نه احضار کړی او نه‌یې هم چاته ویلي چې محکمې ته دې حاضر شي. ښاغلي نعیم دا ډول راپورونه رد کړل او هغه‌یې بې‌اساسه وبلل.  تر دې مخکې د هالنډ 'اېن.او.اېس' ټلوېزیون راپور ورکړی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جوزجان کې د واده پر مراسمو چاودنه کې یو تن ووژل شو او څلور نور ټپیان دي

د جوزجان په اقچه ښار کې پرون د واده پر مراسمو په یوه چاودنه کې یو تن ووژل شو او څلور تنه نور ټپیان شول. دا پېښه تېر ماښام د جلیل ایشان د ودونو په یوه هوټل کې د واده د مراسمو په جریان کې وشوه.  د دغه واده یوه ګډونوال چې د موضوع د حساسیت له کبله‌یې نه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې یو ایښودل شوی ماین له لیرې واټن څځه وچول شو چې په نتیجه کې یې ناوې ووژل شوه او څلور تنه نور ژوبل شول. تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی او د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو هم څه نه‌دي ویلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکیې له افغانستان سره د ۳۳ ټنه خوراکي موادو مرسته وکړه

ترکیه وایي چې د افغانستان د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره‌یې هغه هېواد ته مرستې استولې دي.  د ترکیې د سرې میاشتې رئیس کریم کینیک د چین سینهوا خبري اژانس ته پرون شنبې وویل چې افغانستان ته د ترکیې د ۳۳ ټنه خوراکي موادو د مرستو کاروان پرون شنبه د پاکستان له لارې افغانستان ته حرکت وکړ. د هغه په وینا د خوراکي موادو دغه مرسته به د افغانستان په مختلفو برخو کې پر ۱۶ زره افغانانو وېشل کېږي. هغه زیاته کړه چې په اوس وخت کې شااوخوا ۱۸ نیم ملیونه وګړي په افغانستان کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تبلیسي ښاروال: نیول شوی پخوانی ولسمشر باید د خپلو کړنو مسؤلیت ومني

د ګرجستان د پلازمېنې تبلیسي ښاروال کاخا کالادژې «Kakha Kaladze» وایي، د دې هېواد پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي باید د خپلو کړو وړو مسؤلیت په غاړه واخلي. هغه دا خبره پرون په تبلیسي کې خبریالانو ته وکړه او ساکاشویلي یې مجرم وباله.  میخایل ساکاشویلي چې کلونه کلونه په اوکران کې اوسېده، په ګرجستان کې د ښاروالیو او سیمه‌ییزو شوراګانو تر انتخاباتو یوه ورځ مخکې بېرته دغه هېواد ته ستون شو او سمدستي ونیول شو. دغه انتخابات د تېرې جمعې په ورځ د اکټوبر په لومړۍ نېټه ترسره شول. ساکاشویلي د ولسمشرۍ په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تایوان چین په پټکو او د سیمې سولې ته په زیان رسولو تورنوي

تایوان چین په پټکو او د سیمې سولې ته په زیان رسولو تورن کړ. تر دې مخکې چین په تېرو دوو ورځو کې تر ټولو پراخ مانورونه چې په لسګونه الوتکو په‌کې برخه اخیستې وه، د دغه ټاپو د هوایي قلمرو په زون کې ترسره کړل. د تایوان دفاع وزارت وویل، د هوایي مدافعې قلمرو ته‌یې د اکټوبر په لومړۍ نېټه د چین د ملي ورځې د لمانځلو پر مهال د جنګي او بم غورځوونکو الوتکو په ګډون ۳۸ الوتکې په دوو پړاوونو کې داخلې شوې وې او پرون شنبه‌یې هم ۳۹ الوتکو پر دغه هوایي قلمرو تېری وکړ. تایوان وایي چې د چین دغو مانورونو ته‌یې د جېټ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د بشري ناورین خبرداري؛ ډېری افغان ماشومان په 'خوارځواکۍ' اخته شوي

ماشومان په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله مري. په افغانستان کې چې په دې وروستیو کې د بشري ناورین خبرداري ورکړل شوي او د دې هېواد په ملیونونو وګړي خوراکي مصونیت نه‌لري، ډېری ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.  دا خبره سیمه‌ییزو او نړیوالو چارواکو پرون شنبې فرانسپرس خبري اژانس ته وروسته له هغې وکړه چې له دې مخکې خبرداري ورکړل شوي وو چې په دې هېواد کې ښایي د روان کال تر پایه یو ملیون ځوانان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخامخ شي.   غور د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې ډېر ماشومان په‌کې په خوارځواکۍ اخته شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'دي هیل': امریکایان دې افغانستان کې د تعلیم پر ناورین بې تفاوته نه پاتیږي

د طالبانو له واک ته رسېدو او له افغانستانه د لسګونو زره افغانانو له وتلو وروسته د هغو کسانو چې په خورا خطرناکو او سختو شرایطو کې د کابل له هوايي ډګره امریکا او نورو هېوادونو ته ووتل، په لوېدیځو رسنیو کې لا هم راپورونه خپرېږي.  نیویارک پوسټ نیویارک پوسټ ورځپاڼې د هغه ماشوم په اړه لیکنه خپره کړې چې د ازغنو سیمونو له سره یوه امریکايي پوځي ته سپارل کېږي او له خپل مور او پلاره جلا کېږي.  دا عکس په نړیوالو رسنیو کې ډېر خپور شو او د ډېرو پام یې ځان ته واړوله.  دا دوه میاشتنۍ ماشومه له خپل مور او پلار سره د امریکا په ایریزونا کې یوځای شوی دی.


Старейший оркестр Турции «Мехтер» примет участие в Фестивале «Спасская башня — 2024»

Подмосковные УК расчистили от захламления еще 2 тысячи холлов в домах

В Москве прошел суперфинал конкурса «Живая классика»

Волонтёр любовь Суслова: Всё началось с помощи мужу



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Вахания: «То, как Карпин относится ко всем футболистам — это топ-уровень»

Для чего Россия и Иран задумали создать газовый хаб. В чем выгода Москвы инвестировать в конкурента

В Москве поддержкой центра «Моспром» за 5 лет воспользовалось свыше 700 предприятий

Фетисов: или Россия будет рулить процессом, или её не будет

Музыкальные новости

ЦСКА забрал кубок из Казани // Армейцы вернули себе титул чемпиона Единой лиги ВТБ

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

Новости и Культура, Дети и Россия: кукольный Театр Ульгэр выступил в Улан-Улан-Удэ в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник

В Подмосковье сотрудники Росгвардии спасли пожилого мужчину, который оказался один дома и плохо себя почувствовал

Новости России

В Архангельске перекрыли часть Троицкого проспекта: изменилась схема движения автобусов

Плейлист «Лето в Подмосковье» создали в регионе

Волонтёр любовь Суслова: Всё началось с помощи мужу

В аварии на территории Гороховецкого района погиб возрастной водитель мопеда

Экология в России и мире

Новые электрические щетки Revyline RL 085 Black доступны в филиале марки в Ставрополе

Красноярский музыкальный театр представил проект театральной экосистемы будущего

В Москве прошла Премия-практикум «Харизма Года»

С чем носить юбку этим летом: примеры стильных образов

Спорт в России и мире

Соболенко, проигравшая Андреевой, потеряет 2-е место в рейтинге WTA по итогам «Ролан Гаррос», уступив его Гауфф

Зверев и Рууд не пожали друг другу руки после полуфинала «Ролан Гаррос» – из-за проблем с желудком у норвежца

Янник Синнер высказался о первом месте в рейтинге ATP и травме Новака Джоковича

Экс-теннисист Ольховский: российские теннисисты выступили ниже ожиданий

Moscow.media

Торговые настольные электронные весы CAS PR-15P

«Грузовичкоф» выступил в Санкт-Петербургской торгово-промышленной палате с предложениями для развития отрасли

Ученые нашли «выключатель» болезни Паркинсона

Мобилизованного свердловчанина приговорили к 23 годам "строгача" за подрыв гранаты в казарме







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *