Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2021

Новости за 07.10.2021

Pa.azadiradio.com 

د کندهار له هوایي ډګر هم نړیوالې الوتنې پيل شوې

تر کابل وروسته د کندهار له هوایي ډګر هم نړیوالې الوتنې پيل شوې.  په کندهار کې د احمدشاه بابا د نړیوال هوایي ډګر مسؤل نقیب‌الله وفا ازادي راډیو ته وویل لومړی پرواز د ایران د ماهان هوايي شرکت و چې نن‌یې ۵۶ مسافر مشهد ښار ته ولېږدول.  د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان د پلازمېنې کابل د نړیوال هوايي ډګر په شمول په ځینو نورو لویو ښارونو کې هوايي ډګرونه غیر فعاله شوي وو.  د کابل د نړیوال هوایي ډګر ګڼې برخې تخریب شوې وې چې د قطر او ترکیې په ګډو هڅو بېرته جوړې شوې.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ ملي ټیم له قطر متحده عربي اماراتو ته روان دی

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د ملي ټیم لوبغاړي قطر ته رسېدلي او ژر به متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي. متحده عربي امارات د شل اوریزو لوبو د نړیوال جام کوربه دی چې تمه ده په ۱۰ ورځو کې پیل شي.  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي قطر ته راورسېدل. افغان لوبغاړي به ډېر ژر له قطر څخه عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي څو هلته په نړیوال جام کې ګډون وکړي. افغان ټیم د نړیوال جام لپاره په بېلابېلو برخو کې خپل تمریناتي کمپونه ترسره کړي او له بشپړ چمتووالي سره به په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د امریکا د حملې ۲۰مه کلیزه؛ څنګه طالبان بیا واک ته ورسېدل؟

د اکټوبر اوومه نېټه په افغانستان کې پر طالبانو د امریکا او د هغه هېواد د متحدانو د برید له ۲۰مې کلیزې سره برابره ده. دا ورځ داسې مهال رارسېږي چې بهرني ځواکونه له دغه هېواده وتي او طالبان بیاځلي واکمن شوي دي. په دغو تېرو ۲۰ کلونو کې زرګونه امریکايي او ناټو ځواکونه په افغانستان کې مېشت و او په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې مهم پرمختګونه وشول. د کارپوهانو له نظر د افغانستان تېر ۲۰ کلن وضعیت یو شمېر افغان کارپوهان وايي، افغانستان په تېرو ۲۰ کلونو کې په امنیتي، سیاسي، اقتصادي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې له مولوي امیر خان متقي سره ولیدل

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف نن په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي دي.  باختر اژانس راپور ورکړی چې په دې لیدنه کې متقي کاملوف ته ډاډ ورکړی چې له وروستیو تحولاتو را په دې خوا د ده په خبره د افغانستان وضعه اوس مخ په عادي کېدو ده.   اخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په خپل ټویټر د دې لیدنې عکسونه او جزئیات خپاره کړي.  بلخي د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر عبدالعزیز کاملوف په حواله لیکلي چې هیله‌یې ښودلې طالبان ژر په نړیواله ټولنه کې خپل "قوي" ځای پیدا کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالرزاق ګرنا د ادبیاتو د نوبل جایز وګټله

عبدالرزاق ګرنا د ادبیاتو د نوبل جایز وګټله، دی په خټه د تانزانیا دی او اوس په بریتانیا کې فعالیت کوي.   د سویډن د نوبل اکاډمۍ غړي مټس مالم نن د ښاغلي عبدالرزاق د بریالي کېدو اعلان په یو لړ رسمي مراسمو کې وکړ. مالم زیاته کړه: "د ۲۰۲۱ کال د ادبیاتو نوبل جایزه ناول لیکونکي عبدالرزاق ګرنا ته ورکړل شوه. د کولونیلزم د اغېزو په تړاو او هم د فرهنګ او لویو وچو ترمنځ په خلیج کې د کډوالو د برخلیک اړوند د هغه د غیر سازش منونکو او زړه سوانده کارونو له کبله دا جایزه ورکول کېږي."  د نوبل د سږ کال د جایزو مراسم د اکټوبر له څلورمې پیل شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو اېن اېچ سي ار: جګړو یوازې سږکال افغانستان کې شااوخوا ۷۰۰ زره کورنۍ بې‌ځايه کړي

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر (یو اېن اېچ سي ار) وايي، یوازې سږ کال په دغه هېواد کې وروستيو جګړو شااوخوا ۷۰۰ زره کورنۍ بې‌ځايه کړې دي. په افغانستان کې د یاد دفتر ویاند نادر فرهاد نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د تلې ۱۵» ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې جګړې په دې وروستيو کې کمې شوي، خو لا هم بې‌ځايه شوې کورنۍ په سخت حالت کې ژوند کوي. د ښاغلي فرهاد په وينا، د شااوخوا ۷۰۰ زره بې‌ځايه شويو کورنيو له ډلې نن پنجشنبه ۶۷۰ کورنۍ له کابله د «یو اېن اېچ سي ار» دفتر په مرسته خپلو ولايتونو ته استول کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نازي رژیم د شاقه کارونو د یو کمپ ۱۰۰ کلن ساتونکی محاکمه کېږي

د جرمني د نازي رژیم د شاقه کارونو د یوه کمپ سل کلن ساتونکی نن محاکمه کېږي. دی تر ټولو پوخ عمره کس دی چې د جرمني د نازي رژیم د جرمونو په تور محاکمې ته حاضریږي. جوزف اېس د ۱۹۴۲ تر ۱۹۴۵ کلونو پورې د برلین په شمال کې د ساکسن هاوزن په کمپ کې د ۳۵۱۸ کسانو له وژنې سره په عمدي یا اختیاري مرسته باندې تورن دی. سره له دې چې د جوزف عمر ډېر زیات دی، خو د راپورونو له مخې روغتیا یې ښه بلل شوې او له هغه د پوښتنو ګروېږنو موده په ورځ کې تر شااوخوا دوو ساعتونو رسېږي. د هغه پر وړاندې مشخص تورونه دا دي چې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کونړ کې 'فرصت' ښوونیز مرکز: په بېلابېلو برخو کې مو ۷ زره کسان روزلي

په کونړ کې د 'فرصت' په نوم د وړیا زده کړو، د مرکز له خوا په اسعداباد او څو ولسوالیو کې سلګونو ځوانانو ته د کمپیوټر، حرفوي زده کړو او کانکور ته د چمتوالي فرصت برابر شوی دی.  په کونړ کې د 'فرصت' وړیا زده کړو مرکز مسولین وايي، اوسمهال په مرکز اسعداباد او درېیو ولسوالیو کې د کانکور لپاره د چمتوالي، کمپیوټر، انګلیسي ژبې، ویناوالۍ او ژورنالېزم برخو کې ۱۱۵۰ ځوانان پر زده کړو بوخت دي. د دوی په خبره چې یاد کورسونه د بهر میشتي کونړي سوداګر شوکت زماني پر مالي مرسته چلېږي. په کونړ کې د فرصت وړیا زده کړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اکتوبر ۷مه؛ پر افغانستان د امریکا د برید ۲۰ کاله پوره شول

نن د اکتوبر اوومه په افغانستان کې پر طالبانو او القاعده ډلې د امریکا او د هغې د متحدینو د برید د پیل له شلمې کلیزې سره برابره ده.  امریکا د القاعدې د ځپلو لپاره له خپلو متحدینو سره په ګډه په افغانستان برید وکړ چې په نتیجه کې یې د طالبانو رژیم هم ونړاوه.  په تېرو شلو کلونو کې لسګونه زره امریکايي او ناټو عسکرو په افغانستان کې حضور درلود او په بېلابېلو سیاسي، امنیتي،اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د پام وړ پرمختګونه وشول.  له کله چې امریکا د ۲۰۲۱ اګست په وروستیو کې خپل شل کلن حضور په افغانستان کې پای... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلوچستان کې زلزلې ۲۰ کسان وژلي او ۳۰۰ یې ژوبل کړي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په هرناي سیمه کې وروستۍ زلزلې لږ تر لږه شل کسان وژلي او تر ۳۰۰ یې زخمیان کړي دي.‌ ځايي چارواکي وايي، لا هم د شوي زیان په ارزولو بوخت دي او ښايي د وژل شويو کسانو او ويجاړو شویو کورونو شمېر تر لومړنيو راپورونو ډير زیات وي. د مشال راډیو خبریال بشيرګواښ د 'اې. اېف. پي‌' اژانس د يوې ويډيو پر بنسټ دا ویډیوييراپور جوړ کړی دی، ددې تړوني په کېکاږلو یې وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

برېښنا شرکت د کابینې له تائید وروسته د خپلو پوروړو جایدادونه پلوري

برېښنا شرکت د خپلو پوروړ جایدادونه پلوري. دا خبره د یاد شرکت عملیاتي چارو مسوول صفي الله احمدزي رسنیو ته کړې ده. هغه ویلي، برېښنا شرکت د منځنۍ اسیا له هېوادونو د وارداتي برېښنا له درکه نږدې ۶۲ میلیونه ډالره پوروړی دی، نو ځکه یې پرېکړه کړې چې د خپلو لویو پوروړیو جایداداونه وپلوري. تمه ده د جایدادونو د پلور وړاندیز د طالبانو د حکومت کابینې ته وړاندې شي او د هغوی تر تائید وروسته به یې برېښنا شرکت په پلور لاس پورې کړي. د برېښنا شرکت د معلوماتو پر اساس خلک شااوخوا پنځه سوه میلیونه افغانۍ له دې شرکت پوروړي دي.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونو سلګونه بې ځایه شوي کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته وړي

ملګري ملتونو له جګړې را بې ځایه شوي سلګونه کورنۍ اصلي ولایتونو ته وړي. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري نن له کابله سلګونه کورنۍ بېرته خپلو اصلي ولایتونو ته وړي. د راپورونو له مخې تمه ده په راتلونکو درېیو ورځو کې ۶۷۰ کورنۍ د 'یو.اېن.اېچ.سي. ار' او نورو ادارو په مرسته کندز، بغلان، تخار، لغمان او بدخشان ته ولېږدول شي. زرګونه کورنۍ په وروستیو څو میاشتو کې د جنګونو په زیاتېدو کابل ته کډه شوې وې. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري ویلي، تردې مخکې یې درې لکه او اتیا زره افغانانو ته اړینې بشري مرستې رسولي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کوټه کې زلزلې ۲۰ تنه وژلي او له۳۰۰ زیات یې ژوبل کړي دي

د پنځه اعشاریه اووه ریښتر درجې په کچه زلزلې د پاکستان جنوبي سیمې نن سهار وختي ولړزولې.  دا زلزله هغه مهال وشوه چې اکثر خلک ویده وو. د پاکستان د طبیعي پېښو د چارو د ادارې په وینا دې زلزلې لږ تر لږه شل تنه وژلي او تر درې سوه ډېر یې ټپیان کړي دي.  ژغورنکي وایي، ډېر تلفات ښځو او ماشومانو ته اوښتي دي.  د امریکا د متحد ایالاتونو د جیولوجي سروې د دفتر په وینا د دې زلزلې مرکز د بلوچستان د مرکز کوټې ختیځ ته په یو سل او دوه کیلومتره کې و او ژوروالی یې شل کیلومتره ته رسیږي.  د دې زلزلې له امله تر سلو ډېر خام کورونه نړیدلې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځینې کورنۍ: طالبانو ته تسلیم شوي پخواني سرتیري کورونه ته نه دي راغلي

وروسته له هغې چې د طالبانو له خوا د ځینو پخوانیو افغان پوځیانو د وژنې راپورونه خپاره شول، یو شمېر هغه کورنۍ چې غړي یې لا هم له طالبانو سره بندیان دي، د دوی  د  نامعلوم برخلیک په اړه اندېښمنې دي.  د غزني د اومې امنیتي حوزې د پخواني امر سمسور ورور نجیب وايي، غزني ښار ته د طالبانو له ننوتو سره سم یې ورور له خپلو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوی، خو تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومت نشته.  نوموړی وايي، سمسور کوژده کړې وه او کورنۍ یې په کابل کې اوسېږي.  نجیب ازادي راډیو ته وویل، ورور یې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې د ځڼغوځیو حاصلات ۲۵ سلنه زیات شوي

د ننګرهار د کرنۍ، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست وايي، روان کال د تېر کال پرتله دغه ولایت کې د ځڼغوځیو په حاصلاتو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. مولوي عبدالستار محمد نن پنجشنبه (د تلې په ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل، د دغه ولایت په حصارک، شېرزاد، خوګیاڼو، پچیر اګام،هسکې مېنې، کوټ او اچین کې شااوخوا ۷۸۴ ټنه د ځڼغوځیو حاصل ترلاسه شوي، خو نوموړي و نه ویل چې تېرکال له دغو ولسوالیو څخه په څومره کچه د ځڼغوځیو حاصلات راټول شوي وو. د ښاغلي محمد په وینا په ننګرهار کې ۱۱۶۹۰ هکتاره ځمکه د ځڼغوځیو ځنګلونو پوښلې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د 'افغان معیار' د چرګانو فارم ورځ کې۲۵۰ زره هګۍ بازار ته وړاندې کوي

د افغان معيار د چرګانو دانې د توليد او د چرګانو د روزنې فارم په ورځني ډول ۲۵۰ زره هګۍ تولید او بازار ته وړاندې کوي. د طالبانو په مشرۍ حکومت د کرنۍ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خپل فیسبوک پاڼه  کې لیکلي، ياد فارم د ۷ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د کرنې د پراختيا صندوق «ADF» په مالي ملاتړ د کابل د ګل باغ په سيمه کې جوړه شوې ده چې ۱۲۰ کسانو ته یې د کار زمينه برابره کړې ده. په خبر کې راغلي، یاد فارم په ورځني ډول د ۳۰۰ زره چرګانو د ساتنې او پالنې وړتیا لري. د وزارت د معلوماتو له مخې، دا په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امو سیند ځنګلونو کې مېشت خلک: تېر حکومت موږ ته هېڅ نه دي کړي

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې هغه شمېر خلک چې د امو سیند په ځنګلونو کې میشت دي او شااوخوا د یاد سېند اوبو کلا بند کړي دي انتقاد کوي چې تېرو شلو کلونو کې د پخواني حکومت چارواکو د دوی لپاره هېڅ کار نه دی کړی. د امام صاحب ولسوالۍ د ځنګله د سیمې یو اوسېدونکی پنځوس کلن نواب خان ازادي راډيو ته وویل: "په دې منطقه کې زموږ ماشومان بې سرنوشته ژوند کوي. موږ له حکومته غواړو چې زموږ لپاره دلته کلنیک او ښوونځي جوړ کړي، ځکه د ښوونځي او کلنیک نشتوالي ډېر لوی مشکل دی او بل دا چې د اوړي په موسم کې د امو سېند د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلوچستان کې زلزلې ۲۰ تنه وژلي او سلګونه نور یې ژوبل کړي

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې نن سهار وختي د یوې زلزلې له امله چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۵،۷ ثبت شوی، لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.  د امریکا د جیولوژۍ د سروې ادارې ویلي چې دغې زلزلې چې مرکز یې د پاکستان د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې په لویدیځ سل کیلومترۍ کې شل کیلومتره تر ځمکې لاندې و، هارنای غرنۍ سیمه ډېره اغېزمنه کړې.   د بلوچستان له طبیعې پېښو سره د مبارزې د ادارې رییس نصیر ناصر ویلي چې ښایي د مړو شمېر له دې زیات شي او ویلي یې دي چې د دې زلزلې اکثره قربانیان ښځې او ماشومان دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او چین ولسمشران به په یوه مجازي غونډه کې ګډون وکړي

د امریکا متحدو ایالاتونو او چین په اصولو کې موافقه کړې چې د دواړو هېوادونو ولسمشران به د روان کال له پای ته رسېدو مخکې په یوه مجازي غونډه کې ګډون کوي. امریکایي رسنیو پرون چهارشنبه د یوه جګپوړي امریکایي چارواکي له قوله دا خبر ورکړی او ویلي یې دي چې جو بایډن او شي جین پینګ به د ویډیویي اړیکې له لارې سره ګوري.  دغه چارواکي چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط یې خبریالانو ته معلومات ورکول وویل چې پر دغې دوه اړخېزې مجازي غونډې په اصولو کې موافقه شوې ده. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل، تر اوسه د دغې سرمشریزې جزیات نه دي بشپړ شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې خبرداری ورکړ چې په دې هېواد کې بشري وضعیت ډېر مخ په خرابېدو دی او نړیواله ټولنه باید زیات څه ترسره کړي.  مري ایلین مکګروارټي Mary-Ellen McGroarty پرون چهارشنبه د ویډیو کنفرانس له لارې په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، د لومړي ځل لپاره یې په افغانستان کې دا ډول یو بحران لیدلی چې د دې په وینا چټک او هم د پراختیا په حال کې دی.  د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، مخکې له دې چې طالبان د اګسټ میاشتې په نیمایي کې کابل ونیسي، هم افغانستان له بشري ناوړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پولیو پرضد مبارزه کوو

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د وروستیو ناامنیو سربېره د پولیو پر ضد د دې سازمان هڅې له ځنډ پرته روانې دي. د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په ټویټر کې ولیکل چې د پولیو واکسین په تورخم او د دوستۍ له دروازې سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې بیا پيل شوی دی. ډبلیو ایچ او همدا راز وایي چې د اګسټ له میاشتې راپه دې خوا یې مهم درمل او روغتیایي تجهیزات د افغانستان ۳۶۰ روغتیایي مرکزونو ته استولي دي. افغانستان او پاکستان د نړۍ له څو ګوتو په شمېرو هېوادونو څخه دی چې لا هم په کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي شته.

Pa.azadiradio.com 

پوتین: د اوکراین له لارې د ګازو صادرات ۸ سلنه زیات شوي

د روسیې ولسمشر وایي، د اوکراین له لارې د ګازو صادرات اته په سلو کې زیات شوې دي. ولادیمیر پوتین پرون د کابینې یو شمېر غړیو ته د ویډیو کنفرانس له لارې دا خبر ورکړ. پوتین وویل: "زموږ ژمنې د شوي تړون له مخې د اوکراین د ګازو د ټرانزیټ شبکې له لارې په کال کې څلوېښت میلیارده متر مکعب ته رسېږي او سږ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ګاز پروم شرکت د اوکراین له لارې صادرات اته فیصده زیات کړې دي. زه په ډاډ سره ویلی شم چې داوکراین له لارې به زموږ د ګازو صادرات نور هم زیات شي." د روسیې ولسمشر په داسې وخت کې دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سیګار: هغه ادعاوې څیړو چې ویل کیږي اشرف غني پیسې وړي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحد ایالاتونو پلټونکې اداره یا سیګار غواړي چې هغه ادعاوې وڅیړي چې ویل کېږي له افغانستانه تللي ولسمشر محمد اشرف غني لسګونه میلیونه ډالر له ځان سره وړي دي. د سیګار مشر جان سوپکو پرون په واشنګټن کې د استازیو جرګې د یوې کمېټې غونډې ته وویل چې د حکومت د اصلاحاتو یوې کمېټې له سیګار څخه په دې برخه کې د پلټنو هیله کړې ده. اشرف غني د اګسټ په پنځلسمه په هغه ورځ چې طالبان کابل ته داخل شول له افغانستانه ووت. ده بیا وروسته په یوه ویډیویي پیغام کې له متحد عربي اماراتو څخه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ناټو یوه چارواکي له دې تړونه د روسیې د ۷ غړو د ایستلو خبر ورکړی

د ناټو یوه چارواکي له دې تړون څخه د روسیې د ماموریت د اوو غړیو د ایستلو خبر ورکړ. د ناټو دې مقام چې د موضوع د حساسیت له کبله یې د خپل نوم له اخیستو ډډه کوله، د ازادي اروپا/ازادي راډیو ته وویل، دا پریکړه وروسته تر دې وشوه چې معلومه شوه چې دا کسان د روسیې د استخباراتو غړي دي. د دې چارواکي په وینا په ناټو کې د روسیې د غړیو شمېر له شلو لسو ته راټېټ شوی دی. د ناټو-روسیې د شورا فعالیت دریدلی دی، خو د ناټو دا مقام وایي چې ناټو لا هم له روسیې سره خبرو ته لېواله ده. د ناټو او روسیې ترمنځ کړکېچ وروسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: افغانستان د برېښنا د بېل د پرې کولو غوښتنه نه ده کړې

د ملګرو ملتونو ویاند وایي، د افغانستان له لورې یې داسې غوښتنه نه ده ترلاسه کړې چې ملګري ملتونه د دغه هېواد د برېښنا د بیلونو پيسې ورکړي. سټیفن دوجاریک پرون دا خبره وروسته تر دې وکړه چې داسې راپور خپور شو چې د افغانستان برېښنا شرکت له ملګرو ملتو غوښتې ديچې د منځنۍ اسیا هېوادو ته د افغانستان د برېښنا د لګښت نوي ملیونه ډالر پور ورکړي. د بلومبرګ د راپور له مخې د افغانستان برېښنا شرکت وایي، که دا پیسې په درېیو میاشتوکې د منځنۍ اسیا هیوادو ته ونه رسیږي پر افغانستان به برېښنا قطع کړي. د اګست له پنځلسمې... Читать дальше...


Легкомоторный самолет аварийно сел на обочину дороги в Лыткарине

Воробьев поздравил соцработников Подмосковья с профессиональным праздником

Съезд победителей: на ПМЭФ-2024 заключили сделок на 6 трлн рублей

В селе Шаховское простятся с бойцов СВО



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Легкомоторный самолет аварийно сел на обочину дороги в Лыткарине

Медведев назвал пособником террористов НПО, обратившуюся по поводу него в МУС

Подмосковные УК расчистили от захламления еще 2 тысячи холлов в домах

Две брянские спортсменки в составе сборной России выступят на Спортивных играх стран БРИКС

Музыкальные новости

В ПРЕДДВЕРИИ ДНЯ РОССИИ РОСГВАРДЕЙЦЫ ПРОВЕЛИ ПРАЗДНИЧНОЕ МЕРОПРИЯТИЕ ДЛЯ ДЕТЕЙ

Определят победителя на конкурсе театральных коллективов школ в УЛАН-УДЭ нс конкурсе детей Алтан Баг - Театр, Новости и Культура, Дети, Россия

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

Поражения Шубенкова и Савлукова, осечка Кнороз и двойной триумф Макаренко: чем запомнился «Мемориал Знаменских»

Новости России

Москва. Проблемы Гольяново обсудили в Госдуме: диалог о дорогах и реновации на Байкальской

На Ближнем Востоке зарождается союз, который перевернет мир. Выгоды для России

Живу в Москве, но купил «Ниву» и не жалею: отзыв владельца

Появились кадры с места аварийной посадки самолета Piper в Подмосковье

Экология в России и мире

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Новые электрические щетки Revyline RL 085 Black доступны в филиале марки в Ставрополе

Красноярский музыкальный театр представил проект театральной экосистемы будущего

Туристка заразилась плотоядной болезнью и потеряла руку: новая инфекция начала распространяться на людей, посещающих достопримечательности

Спорт в России и мире

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Джокович снялся с Открытого чемпионата Франции по теннису

«Янника Синнера очень рано сравнивать с Роджером Федерером» // Тренер мужской сборной России по теннису Игорь Куницын — о главных событиях Roland Garros

Теннисистка Андреева заявила, что хочет войти в топ-20 рейтинга WTA ради собаки

Moscow.media

Трасса М-12 Восток будет продлена до Тюмени в 2025 году

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков

«Грузовичкоф» выступил в Санкт-Петербургской торгово-промышленной палате с предложениями для развития отрасли

Мобилизованного свердловчанина приговорили к 23 годам "строгача" за подрыв гранаты в казарме







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *