خوستي محصلین او استادان: پوهنتونونو کې دې حضوري زده کړې ژر پیل شي
په خوست کې محصلان او استادان غوښتنه کوي چې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې دې محصلینو ته حضوري زده کړې ژر پیل شي. دوی زیاتوي، په وروستیو دوو کلونو کې چې د کرونا وبا خپره شوې تحصیلي او ښوونیز موسسو پرله پسې رخصتیو ستومانه کړي او د محصلانو د زده کړو بهېر يې په کلکه اغېزمن کړی دی. خوستیو استادانو او محصلانو یادې څرګندونې نن چهارشنبه (د وږې په ۱۰مه) په شیخ زاید پوهنتون کې د یوې غونډې پر مهال وکړې. استادان او محصلان انديښنه څرګندوي، که په پوهنتونونو کې زده کړې پیل نه شي، ممکن سږ کال يې ضایع او د محصلانو تحصیلي دوره یو کال اوږده شي.