Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2021

Новости за 09.09.2021

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو خبرداري سره سره د افغانستان په ۵ ولایتونو کې لاریونونه وشول

د طالبانو د حکومت له خبرداري سره سره لاریون کوونکي په بلخ، پروان، نیمروز، کندز او کاپیسا ولایتونو کې سړکونو ته راووتل. د تاوتریخوالي او نیولو یو شمېر قضیې راپور شوي، مګر نور جزئیات نه‌دي خپاره شوي.  د اماج په نوم د یوې خبري شبکې له‌خوا په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې وېډیو ښيي چې ښځینه لاریونوالې د ښځو حقونو ته درناوی او د پاکستان ضد شعارونه ورکوي. پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن دی، خو اسلام‌اباد دا تور ردوي. یوه ورځ مخکې، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په مؤقت ډول په افغانستان کې لاریونونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

احمد ولي مسعود: ۲۱ ترهګرو ډلو د احمد شاه مسعود په قتل کې لاس درلود

د احمد شاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود وايي، د ورور له قتل یې د دوو لسیزو له تېریدو وروسته هم تر اوسه پورې ددې پېښې د څرنګوالي په اړه دقیق معلومات نه شته. خو د نوموړي په وینا د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ" یو ویشت ترهګرو ډلو " د احمد شاه مسعود په قتل کې لاس درلود. مطرح جهادي قومندان احمدشاه مسعود چې په نویېمه لسیزه کې یې د طالبانو پر ضد د مقاومت د جبهې مشري کوله د ۲۰۰۱ م کال د سیپټمبر په ۱۱ مه نیټه په هغه برید کې چې د القاعده شبکې له خوا پلان شوی و ووژل شو. په همدې کال کې د طالبانو د نظام تر نسکوریدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې وکيلانو د سترې محکمې د نویو غړو په مقررۍ اعتراضونه وکړل

نن د اسلام‌اباد په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې وکيلانو د سترې محکمې د نویو غړو په تېره بیا د عایشه ملک په مقررۍ اعتراضونه وکړل.           په ستره محکمه کې د لاهور د عالي محکمې ښځينه قاضي عايشه اې ملک په ګمارلو نن غور روان دی. په اسلام‌اباد کې د پاکستان سترې محکمې مخ ته د احتجاج پر مهال وکیلانو ویل چې د قاضي عایشه ملک د مقررۍ او وړاندیز په برخه کې د تجربې او زیات کار اصول نه‌دي رعایت شوي.   د پښتنو وکيلانو فورم مشر عبدالرحيم وزير ازادي راډيو ته وويل چې په دې وروستيو کې سترې محکمې ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شمالي مقدونیه کې اور لګېدنې لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه کړل

په شمالي مقدونیه کې یوې اور لګېدنې لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه کړي.  اور د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې یوه مرکز کې تر چاودنې وروسته لګېدلی. د شمالي مقدونیې صدراعظم زوران زاییو په خپل ټویټر لیکلي: "یوه خورا لویه تراژیدي ده. که څه هم اور مهار شوی، خو ګڼ کسان‌یې مړه کړي."  اور د شمالي مقدونیې په شمال ختیځ ښار تیتوو کې بېګا ناوخته ولګېد او څو ساعته وخت‌یې ونیوه چې اور وژونکي وتوانېږي غلی یې کړي.

Pa.azadiradio.com 

د سی‌ای‌اې مشر د پاکستان پوځ او استخباراتي چارواکو سره لیدلي

د امريکا استخباراتي ادارې (سی‌ای‌اې) مشر ويليم جوزف برنز د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې له مشرانو سره نن په راولپڼډۍ کې کتلي دي. د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ای‌اېس‌پي‌ار د سپټمبر په نهمه په يو بيان کې ویلي دي چې په لیدنه کې د دوه اړخيزه ګټو په مسئلو، سيمه‌یيزه امنيتي حالاتو او د افغانستان په راوانو حالاتو بحث شوی دی. په بيان کې راغلي دي: "دا خبره تکرار شوه چې پاکستان د سيمې امنيت او يو باثباته او سوکاله افغانستان يقيني کولو پر سر له نړيوالو ملګرو سره همکارۍ کولو ته ژمن دی." د پوځ مطبوعاتي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو واکمنېدل؛ سږ کال د شهید اوونۍ لپاره رسمي مراسم نه‌دي نیول شوي

د طالبانو له واکمنېدو سره سم سږ کال د شهید اوونۍ په مناسبت څه رسمي مراسم نه‌دي نیول شوي.  پخوا به د وږې له ۱۸مې تر یوې اوونۍ د جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د وژنې د تلین په مناسبت مراسم نیول کېدل او عمومي رخصتي به وه.  دا چې دا اوونۍ سږ کال ولې نه‌لمانځل کېږي د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یو غړی سردار احمد شکېب‌یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "طبعاً ټول شیان بدل شوي. د افغانانو تاریخي ورځې معلومې دي. هغه به ټاکل کېږي خپل ځای به لري، نو هغه مخکېنۍ چې کومې وې، اسلامي امارت هغه ورځې او هغه شیان په رسمیت نه‌پېژني. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سره صلیب کمېټه: بشرپال سازمانونه او نړیوال بانک دې افغانستان سره مرستې بیا پیل کړي

د طالبانو له‌خوا د نظام نسکورېدو او د بشردوستانه مرستو محدودیت دا مهال ټولو برخو په ځانګړې توګه د افغانستان په روغتیایي سیستم سیوری غوړولی دی. افغانستان د نورو ستونزو ترڅنګ دا مهال د کرونا ویروس له ګواښ سره هم لاس او ګرېوان دی. د کابل افغان-جاپان روغتون سرطبیب طارق احمدي بیا د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې لپاره د دغه دولتي روغتون په ستونزو خبرې وکړې کوم چې له یوې میاشتې راهیسې ورسره مخ دي. د ښاغلي احمدي په وینا، دوی د درملو او طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي او له بلې خوا، د افغان-جاپان روغتون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو مزارشریف کې ۱۳ تنه مظاهره چیان نیولي

طالبانو نن په مزارشریف ښار کې دیارلس کسان د مظاهرې پر مهال نیولي.  لسګونه کسانو په مزارشریف کې د مقاومت د جبهې په ملاتړ مظاهرې ته وتلي و چې له ډلې یې یو شمېر ونیول شول.  د بلخ د امنیه قوماندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې هر ډول مظاهرې او غونډې باید له مخکې له طالب چارواکو سره همغږې شي.   طالبانو پرون په یوه اعلامیه کې ګواښ کړی چې څوک د مظاهرو حق نه لري.  د نننیو مظاهره چیانو له ډلې سمیه فاروق ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو خلک سره بېل کړي او د خبریالانو په شمول یې ۱۳ کسان بندیان کړي.

Pa.azadiradio.com 

طالب مسوولین: ۵ تنه مخکیني افغان پولیس تېره ورځ وژل شوي

د طالبانو مسوولین تاییدوي چې پنځه تنه مخکیني افغان پولیس تېره ورځ وژل شوي دي.   د راپورونو له مخې دا کسان تېره ورځ د ښار په پنځمه او نهمه ناحیه کې له خپلو کورونو ایستل شوي او بیا وژل شوي دي.  په لومړۍ پېښه کې چې د ښار په نهمه حوزه کې شوې د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ د دهلې د پوستې  قوماندان توریالی او د هغه درې وروڼه وژل شوي.  دوهمه پېښه د کندهار ښار د پنځمي حوزې د نساجي له پله سره شوې چې په کې د امنیه قوماندانۍ د جنایي څانګې کار کوونکی فدا محمد له کوره ایستل شوی او وژل شوی دی.  په کندهار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لاریونونه؛ ترنم: طالبانو د ټوپک په ميل داسې ووهلم چې لا مې هډوکي درد کوي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له منځته راتګ سره سم يو شمېر مېرمنو د خپلو حقونو د غوښتنې په اړه د لاريونونه په کولو لاس پورې کړی. خو د دې مېرمنو ګڼې هغه يې د طالبانو له لوري له تاوتريخوالي سره مخ شوي دي. ازادي راډيو له يو شمېر هغه مېرمنو سره غږیدلې چې په دې لاريونونو کې ټپيانې شوي دي. په ترنم څه تیر شول؟ ۳۴ کلنه ترنم د هغې پېښې کيسه کوي چې د لاریون پر مهال ورسره مخ شوې وه وايي، دوی د لاريون له لارې غوښتل چې د خپل حق غوښتنه وکړي، خو طالبانو يې لاريون ته په وهلو ډبولو او هوايي ډزو ځواب ورکړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: نړۍ په تمه ده چې طالبان کړې ژمنې عملي کړي، خو طالبان ځان ژمن بولي

له هغې وروسته چې طالبانو د نوي حکومت لپاره خپل کابینه اعلان کړه دې عمل ته ګڼو هېوادونو بېلابېل غبرګونونه وښودل. که څه هم امریکا په دې تړاو ښکاره څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د شااوخوا شلو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان په اړه یوې ناسته کې ویلي چې طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي. نوموړي تېره شپه ناوخته په خپل ټویټر لیکلي چې له شلو هېوادونو سره د افغانستان په اړه ګټوره ناسته درلوده. ښاغلي بلېنکن لیکلي، ټول دې ته په تمه دي چې طالبان څه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه جوړوي. په دې غونډه کې به د یوناما مشره دیبرا لاینز په افغانستان کې د تېرو څو اوونیو په تحولاتو باندې د یوه راپور جزئیات شریک کړي. دا راپور وار دمخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما خپور کړی چې په کې د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته د افغانستان وضعیت خورا مبهم ګڼل شوی دی. په راپور کې که څه هم د جون له پنځلسمې ټولې پېښې ثبت او جزئیات یې شریک شوي، خو لومړی سر ډېر تمرکز د طالبانو په واکمنېدو دی او دا چې څنګه دې ډلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

باخ: له هېواده وتلو افغان لوبغاړو المپیکي لوبو کې ګډون درلود

د المپيک نړیوالې کمېټې ویلي، ګڼ هغه افغان لوبغاړي له هېواد بهر وتلي چې په المپيکي لوبو کې یې ګډون کړی و. دا خبره د دې کمېټې رئیس توماس باخ پرون وکړه. هغه وویل، د توکیو د ۲۰۲۰ میلادي کال د المپیکي لوبو او پارا المپيکي لوبو ټولو ګډونوالو افغان لوبغاړو ته بشري ویزې ورکړل شوي او ګڼو یې هېواد پرېښی دی. باخ ویلي، د توکیو د المپیکي لوبو په پای کې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د افغان لوبغاړو د برخلیک په اړه خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړې وې. د هغو افغان لوبغاړو له ډلې چې تر ټولو تازه یې هېواد ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونه: ټوله نړۍ کې ماشومان له بریدونو سره مخ کېږي

نن د سېپټمبر نهمه له بریدونو د تعلیم د خوندیتوب نړیواله ورځ ده. ملګرو ملتونو په دې تړاو په یوه مفصله اعلامیه کې لیکلي چې په ټوله نړۍ کې ماشومان له بریدونو سره مخ کېږي ځکه د جګړې ښکېلو خواوو د ماشومانو د خوندیتوب په څېر د جګړې یو مهم اصل هېر کړی دی. په دې اعلامیه کې راغلي چې د نړۍ په څه باندې ۳۵ هېوادونو یا جنګي سیمو کې له ۷۵ میلیونو زیات ماشومان له بریدونو او زور زیاتي سره مخ دي. ملګرو ملتونو همدا راز ویلي، څو چې د ماشومانو د ځان خوندیتوب نه وي تضمین شوی د هغوی لپاره د تعلیم زمینه هم ستونزمنه برېښي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین: افغانستان سره به د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته کوو

چین له افغانستان سره د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د بېلابېلو توکو د مرستې ژمنه وکړه. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ اي له افغانستان سره د دې مرستې د اعلان پر مهال د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو هم غږ کړی چې له افغانستان سره مرستې وکړي. طالبانو چین د افغانستان مهم متحد بللی او هیله من دي چې چین به نه یوازې په افغانستان کې پانګونه وکړي بلکې د افغانستان په بیارغونه کې به هم مرسته وکړي. تردې وړاندې هم د بحرین په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره د مرستې کړې دي. په افغانستان کې د تېر حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: طالبان د ښځو حقونو ته درناوی نه کوي له محرم پرته د کوره نشي وتلی

په ملګرو ملتونو کې د ښځو د برخې استازې الیسن ډېویډیان چې له کابله یې خبرې کولې ویلي، طالبانو په وار- وار ویلي وو چې د اسلام په چوکاټ کې به د ښځو د حقونو درناوی کوي، خو د هغې په خبره اوس هره ورځ داسې راپورونه را رسېږي چې طالبان د ښځو د حقونو درناوی نه کوي. هغې چې په نیویارک کې دېره خبریالانو ته د ویډیو کنفرانس له لارې له کابله څرګندونې کولې ویلي، اوس ښځې له محرم پرته له کوره له وتلو منع کړای شوي دي. د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په وروستیو ورځو کې د کابل تر څنګ په څو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګارډین: طالبان وايي، د ښځو لپاره ورزش نه مناسب دی او نه هم یوه اړتیا

ګارډین ګارډین ورځپاڼې د طالبانو پر نوې اعلان شوې کابینې یوه لیکنه خپره کړې ده. د ورځپاڼې په لیکنه د طالبانو په سرپرسته اداره کې چې د چهارشنبې په ورځ یې کار پيل کړ، ټول غړي د طالبانو سخت دریځه کسان دي او هېڅ مېرمنه په کې نشته. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو د کابینې پر جوړښت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، نړۍ د افغانستان وضعیت له نژدې څاري. اروپایي ټولنې هم پر دې کابینې چې طالبانو لنډ مهاله بللې ده، نیوکه کړې. ګارډین ورځپاڼې د مطلب په یوه برخه کې دې ته هم کتنه کړې چې طالبانو د ښځینه ورزشکارانو د فعالیت مخه نیولې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان کرکټ د ښځینه لوبغاړو په اړه له طالبانو د اسټرالیا غوښتنه

اسټرالیا کرکټ بورډ ویلي، که د طالبانو حکومت د افغانستان د کرکټ له ښځینه لوبغاړو ملاتړ ونه کړي، د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره پلان شوې سیالۍ لغوه کوي. د جرمني (ډي.پي اې) اژانس دا خبره د اسټرالیا د کرکټ چارواکو په حواله کړې او ویلې یې دي، که د ښځینه کرکټرانو ملاتړ ونه شي، له افغانستان سره د نومبر میاشتې سیالۍ نه ترسره کوي.  له دې وړاندې د نوومبر له ۲۷مې د دسمبر تر لومړۍ نېټې د افغانستان او اسټرالیا د لوبډلو ترمنځ ټېسټ لوبه پلان شوې وه.  د اسټرالیا رسنیو د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د مرستیال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په افغانستان کې په مظاهرو بندیز ولګاوه

طالبانو په افغانستان کې د لنډ وخت لپاره په مظاهرو بندیز ولګاوه.  د دوی د کورنیو چارو وزارت پرون ماښام په یوه اعلامیه کې وویل چې د اوس لپاره دې څوک تر هېڅ نوم او عنوان لاندې د مظاهرو د جوړېدو هڅه نه کوي.  دوی د تېرو ورځو مظاهرې د مغرضو کړیو کاربللی او ویلې یې دي له دې وروسته باید له اړوندو ادارو د مظاهرو اجازه واخیستل شي او کره وخت او ځای یې مشخص وي.  دوی ویلي، داسې ویره شته چې ځینې کړۍ مظاهره کوونکو ته امنیتي ګواښ پېښ کړي او د اعلامیې له مخې سرغړونکي به له سخت قانوني چلند سره مخامخ شي.  تېرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سپينه ماڼۍ: بېړه نه لرو چې طالبان په رسمیت وپېژنو

سپينه ماڼۍ وايي، بېړه نه لري چې طالبان په رسمیت وپېژني خو د امریکایانو د را ایستلو لپاره به خبرې ورسره کوي. دا خبره د سپينې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي بېګا یوه کنفرانس وکړه. ساکي د طالبانو له خوا د اعلان شوې کابینې او په افغانستان کې د ایسار امریکایانو د را ایستلو په تړاو زیاته کړه: "دا یوه سرپرسته کابینه ده چې پخواني او اوسني طالب جنګیالي په کې شامل دي. موږ نه تایید کړې او نه موږ ویلي چې په رسمیت یې پېژنو. نه يې د پېژندنې لپاره کومه بېړه لرو ځکه له دې مخکې ډېر څه شته چې هغوی یې باید ترسره کړي. څه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه: اوس وخت د طالبانو له حکومت سره مخامخ خبرې نه پلانوو

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین وایي، اوس وخت د طالبانو له حکومت سره مخامخ خبرې نه پلانوي. انټرفکس خبري اژانس د روسیې د جمهور رییس د ویاند دمیتري پسکوف په حواله پرون راپور ورکړی چې له طالبانو سره هر ډول اړیکه به په کابل کې د روسیې د سفارت له لارې نیول کېږي. د ښاغلي پسکوف په خبره یوه اساسي مساله په کابل کې د روسي ډپلوماټانو د امنیت ساتل دي او روسیه هم د ګڼو نورو هېوادونو په څېر د طالبانو راتلونکي ګامونه څاري. طالبانو په کابل باندې له څه باندې شلو ورځو ولکې وروسته د سې شنبې په ورځ خپله سرپرست کابینه اعلان کړه.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: نړیواله ټولنه دې د افغانستان لاسنیوی وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، په اوسنیو حساسو شرایطو کې باید نړیواله ټولنه د افغانستان لاسنیوی وکړي. قریشي دا خبره د افغانستان د ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیرانو په لومړنۍ غونډه کې چې په انلاین بڼه پرون جوړه شوې وه وکړه. هغه زیاته کړه: "که په افغانستان کې د بشري ناورین مخه ونیول شي او اقتصادي ثبات تضمین شي ، سوله راتلای شي او د خلکو د ډله ایز وتلو  مخنیوی کیدی شي. باید ټینګار وکړو چې دا کار د نړیوالې ټولنې پراخ مشارکت ته اړتیا لري، په تېره بیا دې مهم وخت کې." ښاغلي قریشي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان مېرمنو یوه ډله به د ۲۰۲۱ سخروف جایزې ته نوماندې شي

د اروپا په پارلمان کې سوسیالستانو او ډموکراتانو (S & Ds) پرون (د اګسټ اتمه) پرېکړه وکړه چې د افغان مېرمنو یوه ډله د ۲۰۲۱ سخروف جایزې ته نوماندې کړي. دا افغان مېرمنې فعالانې، سیاستوالې، ژورنالیستانې او ښوونکې دي چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي او د طالبانو تر واکمنۍ دمخه په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو بوختې وې. سوسیالیستانو او دموکراتانو (S & Ds) په اروپایي پارلمان کې پر نورو ټولو سیاسي ډلو غږ کړی چې د سخروف جایزې لپاره د افغان میرمنو د نومونې ملاتړ وکړي. د سخروف جایزه هر کال هغو اشخاصو،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې تورونه رد کړل

د ایران جمهور رییس د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې تورونه رد کړل. دې ادارې په یوه راپور کې ایران تورن کړی چې د دغه هېواد اټمي تاسیساتو ته یې نړیوال څارونکي نه دي ورپرېښي. د جرمني خبري اژانس 'ډي. پي. اې' د راپور له مخې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پرون د اروپا د شورا له رییس چارلس میشل سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د اټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د ایران نوې همکاري په اټمي فعالیتونو کې د ایران روڼتیا په ډګه کوي. د ایران د اټمي پروګرام په تړاو یو وار بیا بحثونه داسې وخت رامنځته شوي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا د 'نورډ سټریم۲' ګازو د پروژې منتقدې ته مهمه څوکۍ ورکړې

د امریکا متحده ایالاتونو د نورډ سټریم دوه ګازو پایپلاین د پروژې یو سرسخته منتقده په بهرنیو چارو وزارت کې په یوه مهمه څوکۍ ګمارلې. رابین ډانیګان له لومړي سره جرمني ته د روسیې د طبیعي ګازو د انتقال په هدف د نورډ سټریم دوه د پایپلاین د غځولو مخالفه وه. اغلې ډانیګان تازه په بهرنیو چارو وزارت کې د مرکزي او ختیځې اروپا په تېره بیا د اوکراین د پالیسیو په تړاو د څارونکې په توګه ګمارل شوې. ډانیګان تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې په توګه دنده درلوده. اوس به په اوکراین سربېره د اوکراین،... Читать дальше...


Шесть военных духовых оркестров выступят вместе в Благовещенске

Режиссер Астрахан: вторая жена погибла из-за пожара, только сына смог спасти

Психологи объяснили, почему некоторых женщин влечет к абьюзерам и психопатам

«Локомотив» готов рассмотреть продажу Баринова, футболистом интересуются клубы Испании, Франции и Турции



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

СМИ: Жителей подмосковных Люберец напугала запущенная с земли пиротехника

«Локомотив» готов рассмотреть продажу Баринова, футболистом интересуются клубы Испании, Франции и Турции

Цены на квартиры выросли на 73% за пять лет

Великобритания сообщила о нападении на судно в Аденском заливе вблизи Йемена

Музыкальные новости

Яндекс, А.С. Пушкин, Святой Ленин ведут следствие. Настоящая сенсация! 225 лет А.С. Пушкину.

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Путин: РФ готова к переговорам только на условиях, которые уже обсуждались ранее

Путин назвал приезд президента Зимбабве знаком интереса Африки к России

Новости России

Сбивший двоих детей в Подмосковье водитель Maserati ехал со скоростью 280 км/ч

СМИ: Жителей подмосковных Люберец напугала запущенная с земли пиротехника

Шесть военных духовых оркестров выступят вместе в Благовещенске

Режиссер Астрахан: вторая жена погибла из-за пожара, только сына смог спасти

Экология в России и мире

Адские цены на Сочи и Анапу заставили российских туристов найти новые пути экономии

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Фонд «Восход» выпустил на «Атомайз» первые в России венчурные ЦФА

Пошив костюма по индивидуальным размерам

Спорт в России и мире

Экс-теннисист Ольховский: российские теннисисты выступили ниже ожиданий

Уимблдон и Олимпиада? Что нужно знать о планах Рыбакиной после Ролан Гаррос

Каспер Рууд: «Не буду выступать на турнирах перед «Уимблдоном», но на нем, конечно, сыграю»

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Moscow.media

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Гора Бабырган

Роман Старовойт выразил готовность оказывать дальнейшую поддержку в строительстве Ленского моста в Якутии

Пустынная долина Кодара...







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *