Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2021

Новости за 13.09.2021

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت یوه الوتکه نن سهار د کابل هوايي ډګر کې کېناسته

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (PIA) یوه الوتکه چې نړیوال بانک چارتر کړې وه، له افغانستانه د خلکو د ایستلو په هدف نن سهار د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې کېناسته.  یوې سرچینې چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی ویلي په دې الوتکه کې له اسلام‌اباده ۳۹ مسافر چې ډېری ژورنالېستان وو، کابل ته ورسول شول. د جرمني «DPA» خبري اژانس د «PIA» د ویاند عبدالله حفیظ خان په حواله راپور ورکړ چې وايي د دې شرکت یوې بوئینګ ۷۷۷ الوتکې د ستنېدو پر مهال د سفر د قانوني اسنادو لرونکي شااوخوا ۸۰ کسان اسلام‌اباد ته ولېږدول.  د «PIA» ویاند... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان د وراوښتو ۲۰۰ افغانانو له ډلې نیمايي برخه ومنل

تاجکستان د هغو ۲۰۰ افغانانو له ډلې چې تېره شپه له ګډ سرحده دې هېواد ته اوښتي وو، نیمايي برخه چې ډېری ښځې او ماشومان وو، منلي دي.  د تاجکستان د جنوبي ولسوالۍ همداني (Hamdoni) په سیمه‌یزه اداره کې څو سرچینو نن ازادي راډیو ته وویل، دا افغانان په صیاد سیمه کې له پنج سیند څخه دې هېواد ته اوښتي وو، خو دا نه‌دي ویل شوي چې دا کسان څه وخت د تاجکستان قلمرو ته ننوتي دي.  د سرچینو په وینا له دې ډلې شااوخوا ۱۰۰ کسان د پلازمېنې دوشنبې په لمنو کې یوې سیمې ته بیول شوي او پاتې ۱۰۰ بېرته افغانستان ته اړول شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا له افغانستان سره د ۶۴ ملیونه ډالره مرستې ژمنه وکړه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لېندا توماس ګرینفېلد په ژنیو کې د افغانستان لپاره د بسپنې په نړیوال کنفرانس کې د ۶۴ ملیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه.  د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش په نوښت دا کنفرانس نن مازیګر پیل شو. ښاغلي ګوترش غونډې ته په وینا کې پر مرستندویو هېوادونو غږ وکړ چې له افغانستان سره د ۶۰۶ ملیونه ډالرو په ارزښت مرسته وکړي. ښاغلي ګوترش وویل، افغانان له څو لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته اوس له ډېر خطرناک وضعیت او د خپل هېواد د بشپړ سقوط له احتمالي ګواښ سره مخامخ دي.  که څه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو طالبان له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړل

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې طالبان له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړي دي. میشل باشلې نن د وږې په ۲۲مه په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته په وینا کې وویل چې افغانستان په یوه نوي خطرناک پړاو کې دی ځکه ډېری ښځې او د اقلیتونو او د مذهبي ټولنو غړي د خپلو حقونو په خاطر ژوره اندېښنه لري. مېرمن باشلې زیاته کړه چې د طالبانو د ادعاوو برعکس چې وايي د ښځو حقونو ته درناوی کوي، طالبان د دې په وینا په زیاتېدونکې بڼه ښځې له عام چاپېریال څخه څنډې ته کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

تهران: ډېر ژر به ویانا کې د اټمي موافقې د برخلیک په اړه خبرې بیا پیل کړو

ایران وايي چې ډېر ژر به په ویانا کې د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د برخلیک په اړه خبرې بیا پیل کړي.  د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده نن په تهران کې یوه خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال همداراز وویل تهران د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مفتشانو ته پر خپلو اټمي بټیو د څار اجازه ورکړې ده. ښاغلی خطیب‌زاده زیاتوي: "دا اداره د شوې موافقې په چوکاټ کې د تفتیش او څار چارې پر مخ بیایي، خو د پارلمان د فیصلې په اساس له دې هاخوا نور څه ته مو اجازه نه‌ده ورکړې."  خطیب‌زاده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان د پیسو کنګل کېدو په اقتصاد منفي اغېز کړی

د امریکا له‌خوا د افغانستان د ملي شتمنۍ له کنګل کېدو درې اوونۍ وروسته، د  افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د دې هېواد په اقتصاد د دې کار د بدو پایلو خبر ورکوي. د دې خونې چارواکي وايي، د متحده ایالاتو دا پرېکړه لامل شوې چې د افغانستان اقتصاد له ټولو خواوو سخت زیان وویني. د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، د افغانستان د پیسو کنګل کېدو د افغانستان اقتصادي فعالیت تر ټولو ټیټې کچې ته رارسولی دی. ښاغلی مومند د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۲۲» ازادي راډیو ته وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چینايي شرکت: مناسب وخت کې به د افغانستان د مس عینک پروژه عملي کړو

د جیانګ شي په نوم د چین د مسو د استخراج شرکت نن اعلان وکړ چې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او په مناسب وخت کې به د مس عینک د کان د استخراج پروژه عملي کړي. د دې شرکت رئیس جینګ ګاوچینګ (Zheng Gaoqing) نن په یوه انلاین غونډه کې دا خبره وکړه. جیانګ شي او د «MCC» په نوم یو بل شرکت په ۲۰۰۸ کال کې د ۳۰ کلونو لپاره د مس عینک کان د استخراج تړون ترلاسه کړی و. د اټکلونو له مخې د دې کان د مسو زېرمه له ۱۱ ملیون ټنو زیاته ده. دا تړون د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال افغان حکومت او دې دوو چینايي کمپنیو لاسلیک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د ځنګلونو د پرې کولو او د نښترو د قاچاق په اړه زیاتېدونکې اندېښنې

د افغانستان په ختیځ کې د ځنګلونو د پرې کولو او د نښترو د قاچاق په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. تازه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې یوه وېډیو خپره کړې چې په‌کې ښکاري، د نورستان مرکز پارون ته نږدې په یوه ځنګل کې د نښترو ونې پرې کېږي. د پکتیا د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رئیس چې دا وېډیو یې کړې ازادي راډیو ته وویل، د نښترو د پرې کولو سربېره‌یې، چارتراش هم لیدلي چې قاچاق‌یې روان و. بهیرګل صابري وايي، د نورستان پارون ته نږدې په ډېره بې‌رحمۍ د طبیعي ځنګلونو پرې کېدل روان دي. هغه په دې وېډیو کې وايي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له ازبکستانه د امریکا له‌خوا د روزل شویو افغان پیلوټانو د وتلو بهیر پيل شو

د امریکا له‌خوا د هغو روزل شویو افغان پیلوټانو چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو مخکې له خپلو کورنيو سره ازبکستان ته تښتېدلي وو، له هغه هېواده د وتلو بهیر پيل شوی دی. نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې دغه پیلوټان او کورنۍ به‌یې په لومړي ګام کې په متحده عربي اماراتو کې د امریکا یوې پوځي اډې ته بیول کېږي.  یوه پیلوټ د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط روېټرز اژانس ته ویلي چې متحده عربي اماراتو ته‌یې د بیولو بهیر پرون یکشنبه پیل شوی دی.  والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د تېرې شنبې په ورځ وویل چې له ازبکستانه د ۵۸۵... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر کابل ته ورسېد

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي نن سهار کابل ته ورسېد.  ګراندي په یوه ټویټ کې ویلي چې د دې سفر په ترڅ کې به په افغانستان کې دننه د بې‌ځایه شویو درې نیم ملیونه کسانو د بشري اړتیاوو جاج واخلي او زیاتوي، د ملګرو ملتونو، د غیر دولتي مؤسسو او د نورو بشري چارو د ټولو هغو کارکوونکو ډېر منندوی دی چې په افغانستان کې د بشري اړتیا د پوره کولو لپاره هلې ځلې کوي. نوموړي د تېرې جمعې په ورځ په ترکیه کې ویلي و چې په افغانستان کې له ملیونونو بې‌ځایه شویو کسانو سره د مرستې لپاره له طالبانو سره خبرې کوي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا: د شمالي کوریا د میزایلو ازموینې ګاونډیانو او نورو ته ګواښ متوجې کړی

د امریکا متحده ایالاتو پوځ وایي، د هغو میزایلو ازموینې چې شمالي کوریا په تېرو دوو ورځو کې ترسره کړې، د دې هېواد ګاونډیانو او له هغې ورهاخوا نورو ته ګواښ متوجې کړی دی.  د امریکا د هند پاسیفیک قوماندانۍ په یوه بیان کې وویل چې د شمالي کوریا دغه فعالیتونه د دې ښکارندویي کوي چې دا هېواد پوځي پروګرام ته پراختیا ورکوي او په دې توګه خپل ګاونډیان او نړیواله ټولنه ګواښي. شمالي کوریا ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې د کروز میزایلو ازموینې بریالۍ ترسره کړې او ټاکل شوي د ۱،۵۰۰ کیلو متره واټن هدفونه‌یې ایشتي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه د افغانستان لپاره له ۶۰۰ ملیونه ډالره زیاتې مرستې هیله لري

ملګري ملتونه هیله‌من دي چې د جنوا په کنفرانس کې به چې نن جوړېږي، له افغانستان سره د مرستې لپاره څه باندې ۶۰۰ ملیونه ډالره بسپنه راټوله کړي. له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو او پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دې هېواد کې د یوه بشري بحران خبرداری ورکړل شوی دی. د اګسټ په ۱۵مه واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې هم د افغانستان د نفوس نږدې نیمایي برخه یعنې ۱۸ ملیونه وګړو عاجلو بشري مرستو ته اړتیا درلوده. د ملګرو ملتونو چارواکو او مرستندویه ټولنو خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې وچکالۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

 یونان د افغان کډوالو د احتمالي څپې د مخنیوي هڅې پیل کړي

د یونان صدراعظم وایي، هېواد یې د افغان کډوالو د احتمالي څپې د مخنیوي هڅې پیل کړې دي. دا څپه د هغو افغان پناه غوښتونکو ښودل شوې ده چې د طالبانو له ولکې یې تېښته کړې ده. صدراعظم کریاکاس میتستاکوېس پرون خبریالانو ته وویل، اروپایي هېوادونه باید داسې فکر ونه‌کړي چې د کډوالۍ په مخنیوي کې یوازې یونان بشپړ رول لوبولی شي. ده ویلي، یونان هغو افغانانو ته پناه نه‌ورکوي چې تازه‌یې خپل هېواد پرېښی او د ناقانونه کډوالۍ هوډ یې کړی دی. یونان د کډوالو د مخنیوي لپاره له ترکیې سره پر پوله کټارې او نور موانع هم جوړ کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د کابل هوایي ډګر یو شمېر سرحدي پولیس خپلو دندو ته ورغوښتل شوي

د کابل هوایي ډګر یو شمېر سرحدي پولیس بېرته خپلو دندو ته غوښتل شوي دي. د ملکي هوایي چلند ادارې پرون پر خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې دغه سرحدي ځواکونه به په عادي ډول خپلو دندو ته دوام ورکوي. دې ادارې دندې ته د راستنو شویو سرحدي سرتېرو انځورونه هم خپاره کړي چې هماغه پخوانی پوځي یونیفورم یې اغوستی دی. طالبانو ویلي، هوایي ډګر له تخنیکي پلوه نړیوالو سوداګریزو الوتکو ته چمتو شوی، خو لا هم معلومه نه‌ده چې څه وخت به په رسمي ډول پرانیستل شي.

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا سازمان ۴۴ مټریک ټنه روغتیایي وسایل مزار شریف ته ولېږدول شول

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، ۴۴ مټریک ټنه روغتیایي وسایل په یوه الوتکه کې مزار شریف ښار ته لېږدول شوي دي. ډبلیو. اېچ. او پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا مرسته به د ۲۸ زرو هغو کسانو لپاره بسنه وکړي چې عاجلو روغتیایي همکاریو ته اړتیا لري. دوی وړاندې ویلي، له دې مرستو سره به د روغتیایي وسایلو د لېږد هغه تشه هم ډکه شي چې له څو اوونیو راهیسې د افغانستان په روغتیایي مرکزونو کې محسوسه وه.

Pa.azadiradio.com 

د کډوالۍ او خوړو نړیوال سازمان کابل او غزني کې ۴،۵۰۰ کسانو سره مرسته کړې

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، د خوړو له نړیوال پروګرام سره‌یې په ګډه کابل او غزني کې له څلور نیم زره کسانو سره مرسته کړې ده. دغه سازمان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د خوراکي او غیر خوراکي موادو دا بېړنۍ مرستې له هغو کسانو سره وشوې چې د جګړو له کبله بې‌ځایه شوې دي. ای.او. اېم او ډبلیو. اېف. پي د مرستو دا لړۍ وروسته تر دې شروع کړې چې ملګرو ملتونو افغانستان کې د احتمالي بشري ناورین خبرداری ورکړی دی. ټاکل شوې نن دوشنبه (د وږې په ۲۲مه) ملګري ملتونه په جنوا کې له افغانستان سره د مرستو جلبولو په خاطر یو کنفرانس ترسره کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قطر د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وایي، د قطر د بهرنیو چارو وزیر د دوی د حکومت له مشر سره په دوه اړخیزو اړیکو او د دې اړیکو په پراخولو خبرې وکړې. نوموړی پرون د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او د طالبانو د حکومت له مشر محمد حسن اخوند سره‌یې وکتل. د دغه سفر انځورونه ښيي چې د دواړو لورو دا لیده کاته په ارګ کې ترسره شوي دي.  متقي پرون ماښام رسنیو ته د محمد بن عبدالرحمان ال ثاني او د طالبانو د حکومت د مشر محمد حسن اخوند د ملاقات جزئیات داسې څرګند کړل: "په افغانستان کې د وروستیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د خپل مأموریت د اهدافو دفاع وکړه

د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د خپل مأموریت د اهدافو دفاع کړې ده. ینس سټولټنبرګ د جرمني الګماینه زایتونګ ورځپاڼې ته ویلي، ځیني وختونه هغه مهال د ترهګرۍ مخه نیول کېږي چې تر ګواښ لاندې هېوادونو کې پیاوړي او د باور وړ بنسټونه جوړ شي. د ډي.پي.اې اژانس په استناد سټولټڼبرګ ویلي، دی لا هم د یوه باثباته افغانستان ملاتړ کوي. د امریکا په مشرۍ ناټو ټلوالې ۲۰ کاله په افغانستان کې پوځي مأموریت درلود او د تېرې میاشتې په وروستیو کې یې خپل مأموریت پای ته ورساوه. له دې وړاندې امریکا هم ویلي، له ترهګرۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه نن د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د لوړې کچې غونډه جوړوي

ملګري ملتونه د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د لوړې کچې غونډه جوړوي. د نننۍ غونډې مشري د دې سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش کوي. د وزیرانو په کچه دې غونډه کې به افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو په لارو چارو خبرې کېږي. دا غونډه چې ګډونوال‌یې د همدې سازمان د غړو هېوادونو وزیران دي په جنوا کې د افغانستان په وخت د مازدیګر په څلور نیمو بجو پیلېږي او درې ساعته دوام کوي. غونډه کې پر دې خبرې کېږي چې د بې‌وزله افغانانو د لاسنیوي لپاره څنګه سملاسي مرسته وشي.  تر اوسه د غونډې د څرنګوالي ډېر جزئیات... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ۳ افغاني‌الاصله بریتانیوي مېرمنو د نه‌خوړو اعتراض لاهم دوام لري

په بریتانیا کې د درېیو افغاني‌الاصله بریتانوي مېرمنو د نه‌خوړو اعتراض تر اوسه هم دوام لري. دې مېرمنو ویلي، د دې لپاره‌یې دا اعتراض کړی چې د طالبانو تر ولکې لاندې د بندو پاته شویو مېرمنو غږ نړیوالو ته ورسوي. بریتانوي رسنیو د موضوع د حساسیت له پلوه د اعتصاب کوونکو مېرمنو نومونه نه‌دي اخیستي، خو ویلي یې دي، دوی خپل دا اعتراض لندن کې د پارلمان مخې ته پیل کړی دی. د همدې رسنیو په وینا دې مېرمنو ویلي، تر هغو خپل اعتصاب ته دوام ورکوي چې بریتانیا د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره عملي ګام نه‌وي پورته کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فارین پالیسي: پاکستان به ژر افغانستان کې په خپله بریا پښېمانه شي

فارین پالیسي فارین پالیسي خپرونې د افغانستان په اړه د پاکستان پر دریځ یوه لیکنه خپره کړې ده. دا لیکنه چې سرلیک یې ده "پاکستان به ژر په افغانستان کې په خپله بریا پښېمانه شي" کابل ته د پاکستان د استخباراتې ادارې د مشر فیض حمید سفر ته اشاره کوي چې د لیکوال په وینا د افغانستان راتلونکې حکومت کې د طالبانو د واکمنو ډلو ترمنځ د واک په ویش کې د منځکړتیا لپاره هلته تللی و. د ورځپاڼې په وینا د پاکستان د پردې تر شا واکمنو ريښتا هم خپل ستراتژیک لاسرسی پراخ کړ، هغه څه چې د لېکوال په باور پاکستان یې د هندوستان پر وړاندې د ترلاسه کولو سخته هڅه کوله. Читать дальше...


Причиной аварийной посадки самолета в Подмосковье стала неисправность двигателя

В Газпроме предлагают поднять тарифы на газ населению и бизнесу ещё в 2 раза, мол, а иначе "труба"

Двое взрослых и ребенок погибли в ДТП с фурой в Одинцово

Туристы с Ближнего Востока едут в соседний с Карелией регион за хаски



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

На Ближнем Востоке зарождается союз, который перевернет мир. Выгоды для России

Туристы с Ближнего Востока едут в соседний с Карелией регион за хаски

Тарасова назвала баннер с Исинбаевой в Париже рекламой российского спорта

Музыкальные новости

На пленарном заседании ПМЭФ-2024 Владимир Путин дал оценку состояния российской экономики и обозначил ориентиры на будущее

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Погружение в современное российское искусство – стартовал 3-ий фестиваль «Территория. Красноярск»

Пиар Менеджер для Артистов, Музыкантов, Композиторов, Актеров, Поэтов, Писателей, Моделей, Дизайнеров, людей любых творческих профессий и брендов!

Новости России

Пополам: Россия и Китай закрыли вопрос по спорному острову Большой Уссурийский

Туристы с Ближнего Востока едут в соседний с Карелией регион за хаски

Туляки сообщают о сбоях работы мессенджера Telegram

Причиной аварийной посадки самолета в Подмосковье стала неисправность двигателя

Экология в России и мире

История без фальсификации: Шемахи в первой половине XVIII века

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Спорт в России и мире

«Янника Синнера очень рано сравнивать с Роджером Федерером» // Тренер мужской сборной России по теннису Игорь Куницын — о главных событиях Roland Garros

Зверев сыграет с Алькарасом в финале "Ролан Гаррос"

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Янник Синнер высказался о первом месте в рейтинге ATP и травме Новака Джоковича

Moscow.media

Остров Огой.

Работать там, где удобно: беспроводная гарнитура Fstyler BH230 от A4Tech

Роман Старовойт выразил готовность оказывать дальнейшую поддержку в строительстве Ленского моста в Якутии

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *