Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2021

Новости за 14.09.2021

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په زرګونو اوسېدونکو ته د اجباري کډې کېدو خبرداری ورکړل شوی

د کندهار د زړې قول اردو یا فرقې سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې له دې سیمې کډه وکړي. د دې سیمې په زرګونو اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ د کندهار ښار پر لارو سړکونو لاریون وکړ. دوی ادعا وکړه، چې طالبانو د زړې قول اردو اوسېدونکو ته درې ورځې وخت ورکړی، چې دغه سیمه تخلیه کړي. طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د نجونو محصلانو د جامو په اړه د طالبانو د نویو شرطونو ضد کمپاین پیل شوی

یو شمېر افغان ښځو د نجونو محصلانو د جامو په اړه د طالبانو د نویو شرطونو په وړاندې یو انټرنټي کمپاین پیل کړی دی. په «جامې مې کار مه‌لره» او «د افغانستان فرهنګ» په نوم د هشتګ دغه کمپاین چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، ښځې او نجونې په تصویرونو کې په رنګارنګه دودیزو جامو کې ښکاري. ډېرې ښځې وایي چې طالبان باید پرې خپلې غوښتنې ونه‌تپي. په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش نن په یوه ټویټ کې وویل چې د افغان ښځو او نجونو د ۲۰ کلونو لاسته راوړنې باید خوندي شي. د طالبانو حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې زرګونه کسانو د طالبانو د یوې تازه پرېکړې په وړاندې لاریون وکړ

د راپورونو له مخې نن په کندهار کې په زرګونه هغو کسانو په یوه لاریون کې د طالبانو د هغې پرېکړې په وړاندې اعتراض وکړ چې دوی ته‌یې له خپلې سیمې د وتلو امر کړی دی. د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه لاریونوال د کندهار د والي د دفتر مخې ته راټول شوي وو. د راپور له مخې د سیمه‌ییزو رسنیو په تصویرونو کې لیدل کېږي چې دوی په ښار کې لارې بندې کړې دي. د روېټرز په وینا په هغه سیمه کې چې طالبانو یې اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی، د پخوانیو متقاعدو جنرالانو او د افغان امنیتي ځواکونو د نورو غړو کورنۍ اوسېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې یو شمېر ښځینه ژورنالېستانې: طالبانو مو د کار مخه نیولې

‎هغه ژورنالېستان چې تر پرونه پورې به‌یې د اړمنو خلکو په ژوند راپورونه برابرول وايي، د طالبانو په راتګ سره اوس دوی خپله د کرایې لپاره پیسې نه‌لري ، په دغه برخه کې ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکي ډېر زیانمن شوي دي. ‎یو شمېر دغه ښځینه ژورنالېستانې او د رسنیو کارکوونکي وايي، طالبانو یې د رسنیو مسؤلینو ته ویلي چې نجونو ته نور د کار کولو اجازه نه‌شته. ‎د دوی په وینا، دې ډلې په هغه څه عمل نه‌دی کړی چې په دې وروستیو کې یې په قطر کې څو ځلې ژمنه کړې وه. ‎یوه خبریاله چې د یک خصوصي ټلوېزیون لپاره‌یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د حضوري چمن د غصب هڅې؛ طالبان: له لرغونو او تاریخي سیمو ساتنه کوو

له هغې وروسته چې د کابل حضوري چمن سیمه د خپل‌سرو هټۍوالو له‌خوا ونیول شوه اوس د طالبانو فرهنګي کمېسیون وايي، د هېواد د لرغونو ځایونو ساتنه کوي. د کابل ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې ځینو کسانو د کابل حضوري چمن په ځمکه خطونه اچولي ان تر دې چې یو شمېرو یې په ځینو برخو کې د پېر او پلور بازارونه هم جوړ کړي دي. د کابل په حضوري چمن کې به لسیزې وړاندې ملي جشنونه، پوځي رژې، تفرېحي مېلې او دغه‌شان ورزشي لوبې کېدې. ۷۰ کلن ذبیح‌الله چې د کابل ښار په اتمه ناحیه کې ژوند کوي وايي، د حکومت نه‌پاملرنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایټالیا روما ټیم وايي روان کال‌يې ۳۳۲ زره افغانانو ته مرستې راټولې کړي

د ایټالیا د اې اس (AS) روما ټیم ویلي چې روان کال‌یې په افغانستان کې د شااوخوا ۳۳۲ زره کسانو لپاره د اړتیا وړ مرستې راټولې کړې دي. د فوټبال دغه ټیم په افغانستان کې د شااوخوا درې ملیون او ۶۰۰ زره بې‌ځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د بشردوستانه مرستو د ملاتړ لپاره د بسپنې راټولولو یوه صفحه پرانیستې. دې ټیم همدا شان ویلي چې هغه عواید به هم چې د دې ټیم د غړو د یو شمېر کميسونو د پلورلو له درکه‌یې ترلاسه کوي، په افغانستان کې اړو کسانو ته ورکړي. د همدې لپاره دې ټیم د یکشنبې د ورځې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر د سوریې له مشر بشارالاسد سره وکتل

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د سوریې له مشر بشارالاسد سره په مسکو کې وکتل او په سوریه کې د یاغیانو تر کنټرول لاندې پاتې سیمو پر وړاندې یې د پوځي همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړې. دا خبره په دمشق کې دولتي رسنیو کړې ده.  د ایران ترڅنګ روسیې په سوریه کې د لس کلنې جګړې په ترڅ کې د بشارالاسد د رژیم کلک ملاتړ کړی دی.  د دغې جګړې په نتیجه کې له ۴۰۰ زره زیات کسان وژل شوي او په میلیونونو نور بې ځایه شوي دي. روسیه د ۲۰۱۵ میلادي کال په سېپټمبر کې دغه کړکېچ ته داخله شوه او د اسد په پلوي یې د قدرت یو تعادل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د موټرو د تورو ښيښو د سپینولو کمپاین پیل شو

ارزګان کې د غير مسوله وسله والو د فعالیت د مخنیوي او د موټرو د تورو ښيښو د سپینولو کمپاین پیل شو. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر کامران مولوی صاحب وايي، د خلکو د شکايتونو رسېدو وروسته يې هوډ کړی چې په ښار کې د غير مسوله والو د مخنيوي او د موټرو د تورو ښيښو د سپینولو کمپاین پیل کړي.  نوموړی وايي، د دغه کړنې یې هدف په ښار کې د امنيت تامين دی او سرتيرو ته يې امر کړی چې ښار کې د هر ډول ګډوډيو مخه ونيسي او هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري چې غيرقانوني کړنې ترسره کوي.  کامران مولوي صاحب وويل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فعالانو د هغو شتمنیو سپیناوی غوښتی چې طالبانو ویلي د صالح کور کې یې موندلي

طالبانو په وروستیو کې د ځینو ویډیوګانو په خپرولو سره د مخکنیو افغان چارواکو له کورونو د پیسو او ځینو نشه‌يي توکو د نیولو خبره کړې. طالبانو په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو یې خپره کړې او ادعا یې کړې چې ګنې له افغانستانه د وتلي جمهور رییس محمد اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح په کور کې یې پیسې او د سرو ‌زرو خښتې موندلي. په دې ویډیو کې د طالبانو یو شمېر عسکر ادعا کوي چې د پیسو شمېر ۶،۲ میلیونه ډالرو ته رسېږي او ورسره د سرو زرو کوچنۍ ۱۸ خښتې هم شته. دا ویډیو پرون په ټولنیزو رسنیو کې خپره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ کې د ۱۰۰ هېوادونو مشران ګډون کوي

د امریکا د متحدو ایالاتونو د ولسمشر جو بایډن په ګډون به د څه باندې سلو هېوادونو مشران راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې حضورې ګډون وکړي.  د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې د اردن پاچا، د برازیل او ونزویلا ولسمشران، د فلسطیني ادارې مشر او د جاپان، هند، بریتانیا او اسراییل صدراعظمان به ویناوې وکړي.  د راپور له مخې د افغانستان، شمالي کوریا او میانمار استازي به د سېپټمبرپه ۲۷مه دې اسامبلۍ ته ویناوې وکړي، خو دا لا نه دي ویل شوي چې په دې عمومي اسامبلۍ کې به د افغانستان استازیتوب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرزی طالبانو ته: ډېر ژر یو ټول شموله حکومت جوړ کړئ

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، طالبانو ته یې مشوره دا ده چې ډېر ژر یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.  ښاغلي کرزي دغه څرګندونې پرون له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې او ویې ویل چې ټول شموله حکومت د ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي.  طالبانو د سېپټمبر په اوومه نېټه د ملا محمد حسن په مشرۍ یوه موقته کابینه اعلان کړه.  د ښځو د وزارت له منځه وړل او دا چې دا یو ټولشموله حکومت نه دی بلل شوی د نړیوالو غبرګونونه یې راپارولي دي.  د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون یو شمېر هېوادونو ویلي چې د طالبانو په اړه به د هغوی پر عمل قضاوت وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن به د افغانستان په اړه په سنا کمېټه کې له نیوکو سره مخ شي

تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به نن د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه له سختو پوښتنو او انتقادونو سره مخامخ شي.  بلېنکن پرون د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې پنځه ساعته تېر کړل او له افغانستانه یې د امریکایي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع وکړه. هغه همداشان زیاته کړه: "طالبانو ژمنه کړې چې پرې به نږدي چې د القاعده یا د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په ګډون ترهګرې ډلې له افغانستانه د بهرنیو عملیاتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

‎د مارک فررېکس کورنۍ: جوبایډن دې زلمی خلیلزاد له دندې لېرې کړي

د مارک فررېکس کورنۍ د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن څخه وغوښتل چې د افغانستان د سولې عالي مذاکره کوونکی له دندې ګوښه کړي او تور یې ولګاوه چې د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د وروستي امریکایي د خوشې کولو لپاره ډېر څه نه دي کړي چې ګومان کېږي د طالبانو له لوري یرغمل شوی دی. ‎رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د مارک فررېکس خور چارلین کاکورا له دوی سره په خبرو کې ویلي چې" ما پر سفیر خلیلزاد باور له لاسه ورکړی، دوی اړتیا لري چې د مارک د خوشې کولو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: دا ډاډ باید وي چې د افغان مېرمنو د هیلو دروازې نه تړل کېږي

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په بلنه د رابلل شوي کنفرانس له پای وروسته، د دې سازمان سرمنشي یو ځل بیا د افغان ښځو د حقونو په خوندیتوب ټینګار کړی. انتونیو ګوتریش په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، افغان ښځې او نجونې غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې د دوی لاسته راوړنې له‌منځه نه ځي. ښاغلي ګوتریش زیاته کړې:"دا ډاډ باید وي چې د ښځو پر وړاندې د هیلو دروازې نه تړل کېږي، ځکه د ښوونې او روزنې په ګډون یې اړینو خدمتونو ته لاس‌رسی د هېواد او هر افغان لپاره مهم دی. " د ملګرو ملتونو سرمنشي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د بانکونو فعالیت لا هم نه دی عادي شوی

په افغانستان کې د بانکونو فعالیت لا هم خپل عادي حالت ته نه دی ګرځېدلی. خلک او یو شمېر سوداګر اندېښنه ښيي که دا ستونزه ژر تر ژره حل نه شي پایلې به یې خطرناکه وي. د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، هره ورځ په زرګونه کسان د بانکونو شاته ولاړ وي، خو د ورځې په پای کې محدود شمېرو ته پېسې په لاس ورځي. په ورته وخت کې یو شمېر سوداګر اندېښنه لري که په افغانستان کې د پېسو د لېږد پروسه بیا پیل نه شي له نړیوالو کمپنیو څخه اخیستل شوي ټول توکي به په بندرونو کې له کاره وغورځېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکمنستان د ځینو افغان سوداګرو جریمې ور وبښي

ترکمنستان به د هغو افغان سوداګرو جریمې ور وبښي چې د پولې د تړل کېدو له امله پرې راغلي دي. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپل ټویټر پاڼه لیکي چې د طالبانو د لوموړي وزیر مرستیال عبدالله سلام حنفي تېره ورځ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سره د ټیلیفون په کرښه د دې او  نورو مهمو مسایلو خبرې کړي. ښاغلي نعیم لیکلي چې ترکمنستان دغه شان ژمنه کړې چې د افغانستان سره به د سوداګرۍ  برخه کې د پخوا په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. دواړو هېوادونو دغه شان د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د سوداګرۍ او راکړې ورکړې په پیاوړتیا ټینګار کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز ځینې هټیوال: د طالبانو په راتګ سره کاروبار ودرېد

که څه هم د تېر پرتله اوس مهال په کندز ولایت بشپړ امنیت ټینګ دی، خو په ښار کې د پخوا په شان ګڼه ګوڼه نشته، ظاهراً خلک هم په فکرونو کې ډوب ښکاري. زیات شمېر خلک په دې باور دي چې د طالبانو په راتګ سره په ښار کې کار او بار کم شوی ځکه ټولې دولتي او غیر دولتي ادارې تړلي دي. د ښار ګڼ هټیوال د راکړې ورکړې نشتوالي له کبله په خپلو دکانونو کې خواشینې ښکاري. د کندز ښار یو دکاندار نثار احمد اکاخېل ازادي راډيو وویل: "دا چې یو نظام لاړ او بل راغی کار او بار ورسره په ټپه ودرېد. پخوا ۴۰ سلنه او ۵۰ سلنه کار او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا د کووېډ-۱۹ پر وړاندې د تقویتي واکسین پروګرام اعلانوي

ټاکل شوې د بریتانیا صدر اعظم نن د کووېډ-۱۹ پر وړاندې د تقویتي واکسین پروګرام اعلان کړي.  د دې پروګرام له لارې پوخ عمره او زیانمنونکو کسانو ته د کرونا درېیم ډوز واکسین هم ورکول کېږي.  د صدر اعظم بوریس جانسن دفتر ویلي، دې برخه کې یې د واکسیناسیون او وقایې د ګډې کمېټې وروستۍ سپارښتنې ترلاسه کړي دي.  د دې پروګرام د عملي کولو لارې چارې د روغتیا وزیر ساجد جاوېد پر خپله غاړه اخلي.  جانسن پرون وویل، اټکل دا دی چې ویروس به په مني او ژمي کې بېرته له طبیعي پلوه یو څه فعال شي، خو په خبره یې هڅه کوي اوسنۍ لاسته راوړنې وساتي.

Pa.azadiradio.com 

انګېلا مېرکل له خپل البانیایي سیال ایدي راما سره ګوري

د جرمني صدر اعظمه انګېلا مېرکل بالکان ته د خپل سفر په ترڅ کې نن له خپل البانیایي سیال ایدي راما سره ګوري.  مېرکل له البانیا سربیره د بالکان حوزې د څلورو نورو هغو هېوادونو له مشرانو سره هم ګوري چې اروپایي ټولنه کې د غړیتوب غوښتنه لري.  ټاکل شوې جرمني کې د همدې روانې میلادي میاشتې د پای له ټاکنو وروسته مېرکل له واکه لېرې شي.  د جرمني صدر اعظمې ویلي، د دوی یو هدف دا دی چې د لویدیځ بالکان شپږو هېوادونو ته د اروپایي ټولنې غړیتوب ورکړي، خو په خبره یې دا هېوادونه اوږده لاره مخ کې لري.

Pa.azadiradio.com 

نوی نظام؛ غزني میشتي: د توکو بیې لا لوړ شوي، سوداګر په خپل سر نرخونه ټاکي

د غزني اوسېدونکي وايي، که له یوې خوا کاروبارونه په ټپه درېدلي او ډېری خلک بې روزګاره شوي، نو بلې خوا ته هغومره څه نه شي ګټلی چې د کورونۍ ګزاره یې پرې اوسي.  دوی وايي، د توکو بیې ډېرې لوړې شوي او په ټکو یې سوداګر او هټیوال په خپل سر د توکو بیې ټاکي.  د محمدخیر په نوم یو ځوان وايي: "په غزني ښار کې کوچنی موټر چلوم، پخوا تېل په ۴۰ افغانۍ وو، موږ ته یې یو څه ګټه کوله، خو اوس یو لېټر تېل په ۶۵ افغانیو شوي، د ۵ یا ۶ سوه افغانيو تېل ور واچوو، تر مازېګره هغه په مټکې پوره کړو، دومره ګراني ده چې اندازه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې یو شمېر رسنیو خپل فعالیتونه درولي

پر افغانستان د طالبانو تر واکمن کېدو وروسته په کندهار کې یو شمېر خصوصي رسنیو په ځانګړي توګه محلي راډیوګانو خپل فعالیت درولی او پاتې رسنۍ هم د اقتصادي ستونزو له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي. په کندهار کې د تېرو شلو کلونو په جریان کې د پنځو چاپي خپرونو ترڅنګ شااوخوا ۱۵ محلي راډیوګانو او درېيو خصوصي محلي ټلوېزیونونو شبکو فعالیت کاوه. د تېر اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه پر افغانستان د طالبانو تر واکمن کېدو وروسته له دې ډلې ټولو چاپي خپرونو دوو سیمه ییزو ټلوېزیونونو او پنځو راډیوګانو خپل نشرات و درول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لاس انجلس ټایمز: افغانستان کې نوی خطرناک پړاو راروان دی

واشنګټن پوسټ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو موضوع ته کتنه کړې ده او لیکي، متحده ایالات هڅه کوي دا خبره وریاده کړي چې ولې یې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان برید وکړ او له دې کاره‌یې څه ترلاسه کړل. ورځپاڼه لیکي، امریکا بې له شکه د سپټمبر د ۱۱مې د حملو په ځواب کې دا اقدام وکړ چې په نتیجه کې یې د ترورېزم پر ضد نړیواله مبارزه پیل شوه. د مطلب په دوام کې راغلي چې د امریکا لپاره د افغانستان جګړه د دې هېواد د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه وه، خو دا د افغانستان پر ځمکه د نړۍ د قدرتونو لومړۍ جګړه نه‌وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فراه کې بې ځایه شوي کډوال شپې ورځې په نهاره تیروي

په فراه ولایت کې بې ځايه شوې کورنۍ مرستو ته اړتیا لري، خو تراوسه مرستې نه دي ور رسېدلي.   د طالبانو په بيا راتګ سره په فراه ولایت کې د بې ځايه شوېو کورنيو لپاره د مرستو لړۍ درېدلې ده.   دا مهال په لسګونه بې ځايه شوې کورنۍ شپې او ورځې په نهاره تېروي، خو د مرستو رسونې د بڼسټونو مسولین وايي، دوی په ډېر ژر بیا په کار پیل وکړي.   بشپړ ویډیويي راپور ددې تړوني په کیکاږلو سره وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: ښايي افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي اندېښنه وښوده چې روانه میلادي میاشت ښايي په افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب شي.   انتونیو ګوتیریش پرون په جنیوا کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره د بسپنې ټولولو نړیوال کنفرانس ته په وینا کې وویل: "د دې میاشتې تر پای پورې چې ژمی رانږدې کېږي، ښايي ډېر خلک له خوړو محرم شي. البته چې په دغه هېواد کې د کرونا وبا هم دوام لري."   که څه هم ملګرو ملتونو د بشرپالنې د مرستو لپاره د څه باندې ۶۰۰ میلیونه ډالرو بسپنې غوښتنه کړې، خو پرون مرستندویو هېوادونو تر یو میلیارد ډالرو د زیاتې  بسپنې د ورکړې ژمنه وکړه.

Pa.azadiradio.com 

ازبیکستان یو شمېر افغان پوځیان او کورنۍ یې۳م هېواد ته اخراج کړي

ازبیکستان ټول هغه افغان پوځیان او د هغوی د کورنۍ غړي درېیم هېواد ته اخراج کړي چې په وروستیو کې دغه هېواد ته ور اوښتي وو.   دغه کسان یوه بل هېواد ته چې مشخص شوی نه دی، پرون او وړمه ورځ لېږل شوي دي.   د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، دغه افغان وګړي او افغان پوځیان پر افغانستان د طالبانو د ولکې تر ټینګولو وروسته ازبیکستان ته اوښتي وو.   وسله والو طالبانو د اګسټ میاشتې پر ۱۵ مه پر افغانستان ولکه ټینګه کړه چې ورسره ګڼ افغانان مجبوره شول ګاونډیو او نورو هېوادونو ته مخه کړي.


Глава Минздрава пообещал первые итоги доклинических исследований вакцины от рака до конца года

В Ленинградской области вооруженный ножом мужчина угрожал детям

Baza: в Люберцах прозвучал взрыв

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Патриарх Кирилл: РПЦ не должна перегружать человека долгим стоянием в храме

Глава Минздрава пообещал первые итоги доклинических исследований вакцины от рака до конца года

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

«Беспощадный бунт»: Хазин объяснил, что ждёт Путина без масштабной зачистки элиты

Музыкальные новости

Вирусолог Вострухов: опасные клещи-мутанты из Европы могут появиться в России

Пиар Менеджер для Артистов, Музыкантов, Композиторов, Актеров, Поэтов, Писателей, Моделей, Дизайнеров, людей любых творческих профессий и брендов!

Финал областной школьной Олимпиады по шахматам состоялся в Опочке

Новости и Культура, Дети и Россия: кукольный Театр Ульгэр выступил в Улан-Улан-Удэ в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник

Новости России

Олег Сирота о конфликте Германа Грефа с таксистами: «Нужно воспитывать, кнутом и пряником»

Актриса из «Моей прекрасной няни» скончалась в Греции на 92-м году жизни

«Беспощадный бунт»: Хазин объяснил, что ждёт Путина без масштабной зачистки элиты

Эксперт Кусков рассказал о причине сбоя в работе Telegram

Экология в России и мире

Новые электрические щетки Revyline RL 085 Black доступны в филиале марки в Ставрополе

Об отношении к русским в Азербайджане

«В девять лет я уже был очень любвеобильным». Актер Михаил Богдасаров вспомнил детство в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3  

История без фальсификации: Шемахи в первой половине XVIII века

Спорт в России и мире

Экс-теннисист Ольховский: российские теннисисты выступили ниже ожиданий

Соболенко, проигравшая Андреевой, потеряет 2-е место в рейтинге WTA по итогам «Ролан Гаррос», уступив его Гауфф

Андреевой предрекли борьбу за топ-10 рейтинга WTA в текущем сезоне

Зверев и Рууд не пожали друг другу руки после полуфинала «Ролан Гаррос» – из-за проблем с желудком у норвежца

Moscow.media

В этом году планируют заключить контракт на реконструкцию еще одного участка трассы Р-23 в Ленобласти

Пустынная долина Кодара...

Ученые нашли «выключатель» болезни Паркинсона

Несмотря на санкции, Amazon поставляла технологии распознавания лиц в Россию







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *