Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2021

Новости за 11.09.2021

Pa.azadiradio.com 

فوزیه وحدت: راتلونکې ته هیله لرم خو خوشبینه نه یم

د سپټمبر ۱۱مه پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د تروریستي حملو شلمه کلیزه وه. دا ورځ هومره چې امریکایانو او د دې هېواد د تاریخ لپاره اهمیت لري، هومره د افغانستان او نړۍ لپاره مهمه ده. ډېری مورخان په دې باور دي چې پر امریکا د القاعده شبکې دې حملې نړۍ له بنیاده بدله کړې ده خو په افغانستان کې، په تېره د هغه نسل لپاره چې شل کاله مخکې ماشومان و، دا تاریخي پېښه څه معنا لري. احمدتکل د آریانا ټلویزیون له یوې ویاندې او د ښځو د حقونو له فعالې فوزیې وحدت سره په دې اړه مرکه کړې. دا مرکه دلته وګورئ

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر پیښې ته لنډه کتنه

په امریکا باندې دالقاعده شبکې د سپتمبر دیوولسمې د تروریستي بریدونو شل کاله تیر شول. ګڼ خلک ددغې ورځې ترخه یادونه اوس هم په ذهن او خاطراتو کې لري. په یادو بریدونو کې تقریبا ۳۰۰۰ کسان ووژل شول. په دغه رپوټ کې د سپتمبر بریدونو او ترهغو وروسته پیښو ته یوه لنډه کتنه لرو.

Pa.azadiradio.com 

اذربایجان: ترکیې او پاکستان سره به د ګډو پوځي تطبیقاتو کوربه یم

اذربایجان وايي، په را روانو څو ورځو کې به له ترکیې او پاکستان سره د ګډو پوځي تطبیقاتو کوربه وي.  دا لومړی ځل دی چې د دې درېیو هېوادونو ځواکونه ګډ پوځي تمرینات کوي. دا نهه ورځني تمرینات سبا د سېپټمبر په ۱۲مه پیلېږي.  د اذربایجان دفاع وزارت په یوه بیان کې چې نن خپور شو وویل چې د ۳ وروڼو- ۲۰۲۱ په نوم د دې پوځي تمریناتو هدف د سولې او جګړې پر مهال جګړې ته د تیاریو نیول دي. په بیان کې راغلي دي چې د پوهې او تجربې شریکول د دې پوځي تمریناتو یوبل هدف دی.

Pa.azadiradio.com 

هغه ویډیو چې په مظاهرو کې د طالبانو شاتګ ښيي

هغه ویډیو چې په ټولنیزو شبکو کې زیاته خپره شوې، هغه شېبې ښيي چې وسله وال طالبان په کابل کې د مظاهره چیانو د یوې ډلې په وړاندې شاتګ کوي. دقیقاً معلومه نه ده چې دا ویډیو کله ثبت شوې، خو لومړني کس چې هغه پر ټولنیزو شبکو خپره کړې، د هغې د ثبت نېټه تېره چهارشنبه د سېپټمبر اتمه یاده کړې. طالبانو په هغو ورځو کې پر مظاهرو بندیز ولګاوه. په کابل او نورو ولایتونو کې پراخې مظاهرې شوې دي. طالبانو تردغو مظاهرو وروسته وویل، تردې مخکې باید یوه ورځ مخکې اجازه واخیستل شي، که نه له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې ځینو ښځو د طالبانو په ملاتړ لاریون وکړ

په کابل کې یو شمېر ښځو په داسې حال کې چې پوره حجابونه یې اغوستي وو، نن د کابل پوهنتون د یوې لکچر خونې مخې ته د طالبانو په ملاتړ لاریون وکړ.  شااوخوا درې سوه نجونو چې له سره تر پښو په تورو حجابونو کې پوښلې وې او د طالبانو سپین بیرغونه یې رپول، د لویدیځ ضد ویناوې وکړې او د طالبانو د اسلامي امارت له پالیسیو څخه یې ملاتړ اعلان کړ.  پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پلازمېنه کابل او ځینو ولایتونو کې یو شمېر معترضانو چې اکثره ښځې وې د هغه څه پر ضد مظاهرې وکړې چې دوی په افغانستان کې د پاکستان لاس وهنه بلله او د آزادۍ شعارونه یې ورکړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ: افغانې ښځې اوس هم کرکټ کولای شي

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي وايي، افغانانې ښځې اوس هم کرکټ کولای شي.  ښاغلي فضلې دا څرګندونې تېره شپه ناوخته له SBS پښتو راډیو سره په مرکه کې وکړې.  د اسټرالیا د کرکټ ادارې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د مرستیال احمدالله وثیق یوې وروستۍ مرکې ته د اشارې په ترڅ کې اعلان وکړ چې که د طالبانو په مشرۍ حکومت د ښځو سپورت ته اجازه ورنه کړي، نو له افغان ملي لوبډلې سره د کرکټ راتلونکې مهمه لوبه به لغوه کړي.  خو ښاغلي وثیق تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې طالبان په سپورتي لوبو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو هغه ادعا رد کړې چې ګنې د امرالله صالح ورور یې اعدام کړی

طالبانو هغه ادعا رد کړې چې ګنې د پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح ورور دوی اعدام کړی دی.  رویټرز خبري اژانس د طالبانو د الاماره وېب پاڼې د اردو څانګې د پروني راپور په اساس خبر ورکوي چې طالبان وايي، د صالح ورور روح الله عزیزي په پنجشېر کې د جګړې پر مهال وژل شوی دی.  تر دې مخکې د ښاغلي صالح زوی عبادالله صالح رویټرز ته ویلي و چې طالبانو د ده تره د پنجشنبې په ورځ اعدام کړ.  د طالبانو د تېرې دوشنبې په ورځ پر پنجشېر د بشپړې ولکې ادعا وکړه خو د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې ویلي چې د دوی ځواکونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د نیول شوي عکاس کورنۍ: نه پوهېږو چې صمدي چېرته دی؟

په هرات کې د طالبانو له خوا د عکاس خبریال له نیول کېدو څلور ورځې وروسته هم، د هغه په اړه معلومات نشته. د مرتضی صمدي کورنۍ وايي، د هغه د برخلیک په اړه بې خبره دي. صمدي د طالبانو له خوا په هرات کې د معترضینو د عکس اخیستو پر مهال نیول شوی او داسې ویل کیږي چې د طالبانو د ملي امنیت په اداره کې دی. په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ښيي چې صمدي د اعتراض کوونکو له منځه نیول کېږي او د ولایت مقام ته وړل کېږي. کورنۍ یې وايي، د صمدي له نیول کیدو څلور ورځې تیریږي خو په اړه یې هېڅ معلومات نه لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل نړېوال هوايي ډګر د نړېوالو پروازونو لپاره د چمتو کېدو په حال کې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه ټویټونو کې د طالبانو له هغه اقدام څخه هرکلي کړی چې دوه ورځې وړاندې یې شااوخوا ۲۵۰ بهرنیانو ته له افغانستان د وتلو اجازه ورکړه. ښاغلي خلیلزاد لیکلي، امریکا وتوانېده چې په تېرو درې ورځو کې له افغانستانه شااوخوا ۲۵۰ بهرنیان چې په کې امریکایان هم وو له افغانستانه وباسي. نوموړي لیکلي، امریکا هڅه کوي څو هغه بهرنیان چې په افغانستان کې پاتې او هغه کسان چې غواړي افغانستان پریږدي له دغه هېواده وباسي. بل خوا بیا د قطر د بهرنیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلیلزاد: تېرو ۳ ورځو کې له ۲۵۰ زیات کسان له کابله ایستل شوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي په تېرو درېیو ورځو کې د لسګونه امریکايي وګړو او د متحدو ایالاتونو د دایمي ویزو د لرونکو په ګډون له ۲۵۰ زیات کسان له کابله ایستل شوي دي.   ښاغلي خلیلزاد پر ټویټر لیکلي چې دا کسان د قطر د هوايي شرکت په الوتنو کې وتلي دي. خلیلزاد دا یو مثبت پرمختګ بللی دی. هغه له طالبانو څخه په دې مهمه چاره کې د همکارۍ په خاطر مننه کړې.  ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې له قطر، طالبانو او نورو اړخونو سره تماسونه به دوام وکړي، څو له افغانستانه د امریکايانو،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

را روانه اوونۍ د کابل-اسلام اباد ترمنځ د 'پي.ای. اې' الوتنې پیلېږي

د اسلام اباد او کابل ترمنځ د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت پي ای اې الوتنې په را روانه اوونۍ کې پیلېږي.  د PIA ویاند عبدالله حفیظ خان نن- شنبې فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې د دوشنبې له ورځې به د کابل او اسلام آباد ترمنځ ملکي الوتنې بیا پیل شي.  ویاند زیاته کړه چې د پي ای اې یوه ایربس ۳۲۰ الوتکه به د دوشنبې په ورځ له اسلام اباد څخه کابل والوزي.  که دا الوتنې پیل شي نو پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته به PIA لومړنی نړیوال شرکت وي چې افغانستان ته الوتنې پیلوي.

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د نورې نړۍ د امنیت ګواښلو په اړه اندېښنې په خپل ځای دي؟

په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د امریکا له شل کلنې جګړې وروسته، یو ځل بیا هغه ډله په دې هېواد واکمنه ده چې متحده ایالاتو يې رژیم ړنګ کړ. له طالبانو سره د امریکا د جګړې یوه لویه موخه له ترهګرو په ځانګړې ډول القاعده شبکې سره د‌ دې ډلې ټینګې اړیکې وې. که څه هم د امریکا جمهور رییس جو بایډن په افغانستان کې د خپل ماموریت له پای وروسته وویل، هغه موخه یې په لاس راوړې چې دوی پسې افغانستان ته راغلي وو، خو ښکاري چې امریکا او لویدیځ ملګري یې لا هم په دې اړه اندېښمن دي. تازه د متحده ایالاتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مالیې وزارت: له ښځو پرته دې ټول کارکونکي خپلو دندو ته ستانه شي

د افغانستان د ماليې وزارت په يوې خپره کړې خبر پاڼه کې د دې وزارت ټولو کارکونکو ته خبر ورکړی چې د روانې اوونۍ د شنبې (د وږې په ۲۰مه)په ورځ دې ټول خپلو دندو ته حاضر شي. په دې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ښځینه کار کوونکي له دې خبرتیا تر هغه مستثنی دي چې مناسب کاري چاپیریال ورته برابریږي. په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، د وزارت اړوند ټولې ځانګې ګمرکونه او د عوايدو معينيتونه بايد په ټاکلي ورځ فعاله او د خلکو لپاره خدمات وړاندې کړي. خبرپاڼه زیاتوي چې د دغه وزارت کارکوونکو ته د لنډې مودې لپاره کاري وخت د سهار له اتو بجو د غرمې تر دولسو پورې ټاکل شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بغلان کې د خټکیو او هندواڼو د زیات حاصل اټکل شوی

سږکال په بغلان ولایت کې د خټکيو او هندواڼو د زيات حاصل اټکل شوی دی. د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې سږکال به ۱۵۰ زره او ۴۰۰ مټريکه ټنه حاصلات ترلاسه شي. د دې وزارت له لوري په خپور شوي راپور کې ويل شوي چې يوازې سږ کال اووه نیم زره هکټاره ځمکه کې خټکي او هندواڼې کرل شوي چې د دغو کروندو حاصلات ۱۵۷ زره او ۹۲۹ ټنو ته رسېږي. د وزارت د‌ معلوماتو له مخې تېرکال دغه ولایت کې د شااوخوا ۷ زره هکتاره ځمکې څخه ۱۴۰ زره مټريکه ټنه د خټکېو او هندواڼو حاصلات ترلاسه شوي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له کابل او کندهار وروسته د پاکستان مرسته خوست ته ورسېده

نن شنبه د سپټمبر په ۱۱مه د پاکستان څخه په یوه پوځي الوتکه کې د خوراکي توکو او درملو مرسته خوست ته ورسېده. د کابل او کندهار وروسته خوست درېیم ولایت دی چې د پاکستان له خوا ورته مرستې رالېږل کېږي او مسوولین تمه څرګندوي چې د مرستو دا بهېر به روان وساتل شي. په خوست کې طالب چارواکو یاده مرسته وستایله او له نورې نړۍ یې هم وغوښتل چې د افغانستان کمزوري اقتصادي حالت ته په کتو د افغانانو سره بشري مرستې وکړي. د یادو مرستو د هرکلي په خاطر د خوست هوايي ډګر ته یو شمېر طالب چارواکي او د بېلابېلو ادارو مامورین ورغلي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غزني روغتیایي چارواکي: د خوارځواکو ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی

په غزني کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی. د غزني ولایت د روغتیا چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ډیریو ستونزو له امله په ماشومانو کې د خوار ځواکۍ کچه په تیزۍ سره مخ په لوړېدو ده. د عامې روغتیا رئيس ډاکټر ظاهرشاه نېکمل ازادي راډیو ته وویل، جګړې، فقر، بې وزلۍ او داسې نور هغه څه دي چې د دغه ماشومانو په شمېر کې یې زیاتوالی راوستی دی. ښاغلی نېکمل زیاتوي: "د خوارځواکۍ پېښې په غزني کې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي، قهطي، ناامنۍ، بې کارۍ، وچکالۍ، ټولنیزې ستونزې، د سواد ټېټه کچه او داسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې د تروریستي پېښې کلیزه؛ بایډن له خپلو خلکو ملي یووالی وغوښت

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن د سېپټمبر د ۱۱مې د تروریستي حملو د شلمې کلیزې په مناسبت، له خپلو خلکو د ملي یووالي غوښتنه وکړه.   هغه پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د مبارزې لپاره د امریکا په روح کې یووالی، زموږ د ځواک تر ټولو غټ ټکی دی."  ولسمشر بایډن وویل چې شل کاله مخکې پر امریکا په تروریستي حملو کې څه کم درې زره کسان ووژل شول.  نن شنبه به لومړۍ مېرمن جېل بایډن د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر د یوولسمې د حملو درېیو سیمو ته لاړه شي: نیویارک، پنټاګون او په پنسلوانیا کې یوه ساحه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزني کې ۴۹ کورنیو باندې خوراکي او غیر خوراکي وویشل شول 

په غزني کې پر ۴۹ وچکالۍ ځپلو بې ځایه شوېو کورنیو، د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې. د IOM یا ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د ساحوي دفتر مسوول انعام الله ګوهر وايي، د تیرې پنجشنبې په ورځ د یاد سازمان له لوري د غزني ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې له هغه ۴۹ کورنیو سره مرستې وشوې چې د وچکالۍ له امله دلته رابې ځایه شوي دي. نوموړي ازادي راډیو ته يې وویل، د دغه کډوالو سروې د غزني تر سقوط وړاندې ترسره شوې وه. ښاغلی ګوهر زیاتوي، د ځینو نورو موسسو له لوري د خوراکي توکو مرستې هم ورسره وشوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا تر ۴۰ زیات ایستل شوي افغانان ځانته بالقوه ګواښ بللي

د امریکا د کورني امنیت وزارت، تر ۴۰ زیات افغانان چې له افغانستانه ایستل شوي، د امریکا ملي امنیت ته بالقوه ګواښ بللي دي.   د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه وزارت د اسنادو ارزونه ښيي چې امریکا ته له اګسټ میاشتې راهیسې د شپېته زره لېږدول شوېو افغانانو له ډلې ۴۴ تنه یې خطرناک بلل شوي دي.  د ورځپاڼې په لیکنه، ۱۳ افغانان د ارزونې او نورې څېړنې د پړاوونو تر بشپړېدو او د امریکا د تحقیقاتو د فډرال ادارې دغه راز د ټرورېزم ضد ډلو د پوښتنو د ځواب لپاره د امریکا د ګمرک او سرحدي خوندیتوب په توقیف کې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشر وروستی پلان له نیوکو سره مل ده

د امریکا د متحدو ایالاتونو د ولسمشر وروستی پلان له انتقادونو سره مخامخ شوی چې هڅه کوي په میلیونونو کارګران مجبور کړي، د کرونا ضد واکسین ولګوي.  وروسته له هغې چې ولسمشر جو بایډن د واکسین د جبري کولو پلان اعلان کړ، د جمهوریت غوښتونکي ګوند مشرانو یې په وړاندې سخت مقاومت وښود.   ځینې جمهوریت غوښتونکي او د اتحادیو چارواکي وايي، دغه پلان د ولسمشر له قانوني صلاحیت څخه لوړ دی، په ځانګړي ډول دا چې ویل شوي، د واکسین نه کولو په صورت کې به په میلیونونو کسان ښايي خپلې دندې وبایلي.  ولسمشر بایډن ویلي، د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سېپټمبر د ۱۱مې پېښه؛ بایډن له خپلو خلکو د ملي یووالي غوښتنه وکړه

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن د سېپټمبر د یوولسمې د تروریستي حملو د شلمې کلیزې په مناسبت، له خپلو خلکو د ملي یووالي غوښتنه وکړه.   هغه پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د مبارزې لپاره د امریکا په روح کې یووالی، زموږ د ځواک تر ټولو غټ ټکی دی."  ولسمشر بایډن وویل چې شل کاله مخکې پر امریکا په تروریستي حملو کې څه کم درې زره کسان ووژل شول.  نن شنبه به لومړۍ مېرمن جېل بایډن د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر د یوولسمې د حملو درېیو سیمو ته لاړه شي، نیویارک، پنټاګون او په پنسلوانیا کې یوه ساحه.

Pa.azadiradio.com 

د بانکونو ستونزې؛ یو تن پکتیا میشتی: دومره پیسې نه لرم چې ډوډۍ پرې وخورم

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې څوارلسمه نېټه، هغه ورځ چې طالبانو د پکتیا مرکز ګردېز ښار ونیو چې له دې نیټې پوره ۲۴ ورځې تیریږي، خو لا هم په پکتیا کې دولتي او خصوصي بانکونه نه دي پرانېستل شوي. دغې چارې خلک او د پکتیا د اوسیدونکو ورځني کارونه له ډېرو ستونزو سره مخ کړي. دوی د پکتیا له ځایي طالب چارواکو غواړي چې د بانکونو له مسؤلینو سره یوې هوکړې ته ورسېږي، څو د خلکو د ستونزو د راکمولو لپاره دولتي او خصوصي بانکونه خپلې دروازې پرانیزي. د پکتیا اوسیدونکی احمدالله احمدي ازادي راډیو ته وویل: "دا اوس هم زه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مېل: د طالبانو له لوري د افغانستان نیولو سخت‌دریځي زړه‌ور کړي

وارنګټن ګارډین وارنګټن ګارډین ورځپاڼې د افغانستان په اړه د یوه پخواني یرغمل نظر خپور کړی دی.  ۸۲ کلن ټیري وایټ په ۱۹۸۷ کې په لبنان کې د ترهګرو له لوري پنځه کاله برمته و. دی وايي چې د افغانستان کړکېچ په یرغل نه حل کېږي. وایټ چې ډېر کلونه پخوا افغانستان ته تللی و د دغه هېواد د جغرافیې پر سختوالي، د خلکو پر کلکوالي او زړه‌ورتوب پوهېږي.  ښاغلی وایټ وايي، په ډاډ ویلی شي چې په جګړې او یرغل د افغانستان ستونزې څوک نه‌شي حل کولای.  د ده په نظر لوېدیځوال کله کله ژر جګړې ته مخه کوي او فکر کوي چې په جګړې به ستونزې حل کړای شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګروملتونو د افغانستان د احتمالي اقتصادي سقوط په اړه خبرداری ورکړ

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د افغانستان د احتمالي اقتصادي سقوط په اړه خبرداری ورکړی.  ښاغلي ګوتېریش پرون خبریالانو ته د څرګندونو پرمهال، د داسې یوه احتمال د مخنیوي لپاره افغانستان ته د پیسو د جاري کولو غوښتنه کړه. ګوتېرېش وویل، اقتصادي سقوط به د افغانستان لپاره د یوه ناورین او تروریستانو ته د یوې تحفې حیثیت ولري.  د ملګرو ملتونو سرمنشي دا خبرداری وروسته له هغه کوي چې د افغانستان لپاره د ده ځانګړې استازې دیبرالاینز د پنجشنبې په ورځ امنیت شورا ته د وینا پر مهال وویل، د میلیاردونه ډالرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قطر او ترکیه هڅه کوي چې د کابل هوايي ډګر نړیوالو الوتنو ته چمتو کړي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي چې له خپل ترک سیال سره یې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د بیا پرانیستو لپاره د دواړو هېوادونو پر همکاریو خبرې کړي.  قطر او ترکیه په ګډه هڅه کوي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د نړیوالو الوتنو لپاره له تخنیکي پلوه چمتو کړي.  د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آلثاني پرون- جمعه پر ټویټر په یوه بیان کې وویل چې له مولوت چاووش اوغلو سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړي. آلثاني ویلي چې د کابل د هوايي ډګر د بیا پرانېستو او له نړۍ سره د افغانستان د بیا وصلېدو په هدف د ترکیې او قطر د همکارۍ له نتایجو څخه خوشاله دی.


Maserati, сбивший двух детей в Подмосковье, ехал со скоростью 280 км/ч

Turkish Airlines начала возврат средств снятым с рейсов россиянам

Зуд Линча: автор «Твин Пикс» вернулся к музыке, Дмитрий Маликов — к попсе

Что можно отметить в этот день



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В работе мессенджера «Телеграм» случился массовый сбой

Maserati, сбивший двух детей в Подмосковье, ехал со скоростью 280 км/ч

Полпредство Татарстана посетили коллеги из Алтая для изучения опыта работы

Мурашко: результаты доклинических испытаний вакцины от рака будут к концу года

Музыкальные новости

Низкой ставки не будет, задумка ЦБ понятна без лишних слов. Экономист указал на большую опасность

Погружение в современное российское искусство – стартовал 3-ий фестиваль «Территория. Красноярск»

Юлия Пересильд, московский Театр на Таганке, ММОМА – участники 3-его фестиваля «Территория. Красноярск» раскрывают грани современного искусства

РОСГВАРДЕЙЦЫ ЗАДЕРЖАЛИ МУЖЧИНУ С ПОДДЕЛЬНЫМИ ДОКУМЕНТАМИ В МОСКВЕ

Новости России

Результаты полумарафона «Волоколамский рубеж» 2024

Футболистки ЦСКА победили «Зенит» и выиграли Суперкубок России

До 70 тысяч рублей может зарабатывать кассир в магазине парфюмерии в Ростове

В работе мессенджера «Телеграм» случился массовый сбой

Экология в России и мире

Новые электрические щетки Revyline RL 085 Black доступны в филиале марки в Ставрополе

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Фонд «Восход» выпустил на «Атомайз» первые в России венчурные ЦФА

Джомба, суттуг шай, кучу и другими видами чая в регионах России могут насладиться российские туристы

Спорт в России и мире

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Зверев и Рууд не пожали друг другу руки после полуфинала «Ролан Гаррос» – из-за проблем с желудком у норвежца

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Андреевой предрекли борьбу за топ-10 рейтинга WTA в текущем сезоне

Moscow.media

Российский астроном рассказал о редком солнечном событии

SURREAL NAMIBIA

Гора Бабырган

Пустынная долина Кодара...







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *