له افغانستان سره په دوامداره مرستو د سره صلیب کمېټې ټینګار
د سره صلیب کمېټې له افغانستان سره په دوامداره مرستو باندې ټینګار کړی دی. د دې کمېټې رئیس پیټر ماورېر نن په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي چې افغانستان ته ځي او له خلکو سره خبرې کوي چې څه اړتیاوې لري. ښاغلی ماورېر زیاتوي: " زه به نن افغانستان ته ورسېږم چېرته چې ۴۰ کلونو جګړو ډېر کړاوونه او بدبختۍ راوستې دي. زه به د سره صلیب فعالیتونه وڅارم او هم به له افغانانو سره به خبرې وکړم چې د هغوی لنډمهالي، متوسط او اوږدمهالې غوښتنې څه دي. له چارواکو سره به هم غږېږم څو دا یقیني شي چې دوه اړخیز، بېپرې او خپلواک... Читать дальше...