افغانستان کې د لاریونونو پراخېدل؛ د 'طالبانو ډزو' ځیني وژلي او ټپيان کړي
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لاریونونو پراخېدل او د دغو اعتراضونو د خورولو او ختمولو لپاره د طالبانو له لوري فزیکي فشارونه. دغو لاریونونو کې د لاریون کوونکو په وړاندې د طالبانو ډزو د ځیني کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوي دي. په تازه دا ډول پېښه کې د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۱۶» د هېواد په ځینو ولایتونو کې د لاریونونو پر مهال لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي. له دې اعتراض کوونکو دوهیې یوازې په هرات ولایت کې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. ۳۵ کلن استاد بشر احمد افسري په هرات کې یو له دغو وژل شویو دی. Читать дальше...