Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2021

Новости за 03.11.2021

Pa.azadiradio.com 

افغان عکاس او خبریال مسعود حسیني د بیان ازادۍ د 'ویلیام روډلف هیرسټ' جایزه وګټله

افغان عکاس او خبریال مسعود حسیني چې اوس هالنډ کې اوسېږي، د بیان ازادۍ په برخه کې د کالفورنیا سن خوزه پوهنتون د "ویلیام روډلف هیرسټ" جایزه وګتله. دا جایزه یو ایوارډ او څه اندازه پیسې دي چې هر کال د دې پوهنتون د رسنیو او اړیکو څانګې له‌خوا هغو خبریالانو ته ورکول کېږي چې زړه‌ور کار یې کړی وي. مسعود حسیني ازادي راډیو ته وویل، دا جایزه‌یې وروستیو کې د افغانستان د جګړې په اړه د خبر جوړونې او عکاسۍ له امله ګټلې ده. دی زیاتوي: "ما سږ کال د افغانستان د وروستیو جګړو او د طالبانو له‌خوا د نظام د سقوط په اړه د خبري پوښښ په نتیجه کې دا جایزه وګټله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د تېرې ورځې د خونړۍ حملې قربانیان: بیا هم ملکیانو ته تلفات اوړي

د سردار محمد داوود خان پوځي روغتون د تېرې ورځې برید عیني شاهدان او ټپیان وايي، لکه په تېر حکومت کې بیا هم په پېښو او بریدونو کې ملکیانو ته تلفات اوړي. دوی وایي، د طالبانو په راتګ نه‌یوازې دا چې حملې او جګړې پای ته ونه‌رسېدې، بلکې د افغانستان خلک له لا سختو او جدي ستونزو سره مخ شول. پر دغه روغتون د سې شنبې ورځې د غرمې حملې نږدې ۱۹ کسان وژلي او شااوخوا ۵۰ نور کسان‌یې ټپیان کړي دي. د سردار محمد داوود خان د ۴۰۰ بستریز روغتون ډاکتر شبیر احمدي هم د سې شنبې ورځې په برید کې ټپي شوی دی. دی وایي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ائتلاف ملي امېد جوانان: طالبانو د افغان ځوانانو کار او زده‌کړو ته پام نه‌دی کړی

په کابل کې د «ائتلاف ملي امېد جوانان» په نوم بنسټ وايي، طالبانو د افغان ځوانانو وضعیت په ځانګړي ډول کار او زده‌کړو ته پام نه‌دی کړی. دغه بنسټ له طالبانو غواړي چې د افغان ځوانانو وضعیت ته پام وکړي او د ټولنې دې برخې ته په کور دننه او بهر د زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي. د دې بنسټ په خبري ناسته کې ګډونوالو دغه‌شان له طالبانو غوښتنه وکړه چې د ځوانانو په ځانګړي ډول د نجونو غوښتنو ته پام وکړي. دې بنسټ د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۱۲» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال غوښتنه وکړه چې باید... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او هند لوبه; ایا افغانستان به تاریخ جوړ کړي؟

د افغانستان او هند د کرکټ ملي ټیمونه نن د کرکټ په شل اووریزو نړیوال جام سیالیو کې له یو بل سره مخامخ کیږي. افغانستان تر اوسه نه دی توانېدلی چې په شل اووریز نړیوال جام سیالیو کې په هيڅ لوبه کې هند ته ماتې ورکړي. هند په تیرو دوو لوبو کې د پاکستان او ویسټ انډيز څخه ماتې خوړلې او اخري پړاو ته د لارې موندلو لپاره بریا ته سخته اړتیا لري. افغانستان په درو لوبو کې په دوو بریاوو سره تر پاکستان وروسته په جدول کې دوهم ځای لري.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د سردار داوود خان روغتون چارې بېرته په عادي ډول پیل شوې

د طالبانو حکومت وایي، کابل کې د سردار داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون چارې نن سهار بېرته په عادي ډول پیل شوې دي. د طالبانو د لوی درستیز د روغتیایي څانګې مسؤل محمد طاهر احرار ویلي، د پروني برید پر مهال د روغتون ودانۍ او کارکوونکو ته زیان نه‌دی اوښتی. ښاغلی احرار زیاتوي: "مریضان الحمدالله ټول روغ او سالم دي، ډاکترانو ته هم زیان نه‌دی رسېدلی، زموږ کارونه عادي روان دي، نن سهار مو هم ناروغان منلي دي، پخوانیو مریضانو ته اوس هم ډاکتران تداوي کوي."  پر دې روغتون پرون ډله‌ییز برید وشو چې مسؤلیت‌یې داعش وسله‌والې ډلې ومانه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر سردار داوود خان روغتون برید کې د طالبانو یو 'لوړپوړی قوماندان' وژل شوی

لوېدیځ اژانسونه وایي چې پر سردار داوود خان روغتون پروني ځانمرګي او ډله‌ییز برید کې د طالبانو یو لوړپوړی پوځي قوماندان وژل شوی دی. فرانس پرس اژانس دا کس حمدالله مخلص یاد کړی چې په باور یې د طالبانو د ځانګړې بدري قطعې قوماندان او د حقاني شبکې غړی و. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډيو سره خبرو کې وویل چې دا راپورونه نه‌شي تأییدولی. کابل کې پر سردار داوود خان روغتون د پروني برید پړه داعش وسله‌والې ډلې ومنله.

Pa.azadiradio.com 

امریکا: له ۵-۱۱ کلنو ماشومانو ته د فایزر بیو انټیک واکسین پیلولی شو

د امریکا روغتیایي چارواکي وایي، دوی له ۵ تر ۱۱ کلنو ماشومانو ته هم د فایزر بیو ان ټیک واکسین بهیر پیلولی شي.  د دوی موخه دا ده چې دا ماشومان په کووېډ -۱۹ ناروغۍ اخته نه شي.  امریکایي چارواکو پرون د ۱۲ او ۱۷ کلونو ترمنځ ماشومانو ته د واکسین لګول تایید کړ.  اټکل دا دی چې متحده ایالاتونو کې ۲۸ میلیونه ماشومان د دې واکسین پر شرایطو برابر دي.

Pa.azadiradio.com 

فوټبال؛ افغان لوبډله به د نومبر په ۱۶مه اندونیزیا سره ولوبیږي

ټاکل شوې د فوټبال ملي لوبډله د نوومبر په شپاړسمه له اندونیزیا سره تدارکاتي لوبه وکړي.  د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د ترکیې په انتالیا کې تر دې لوبې مخکې به همدې ښار کې د نوومبر په اتمه افغان لوبډله تمریني کمپ کې هم ګډون وکړي.  افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ورزشي فعالیتونه یو څه پیکه شوي او د ښځو ورزشي سیالۍ په ټپه ولاړې دي.  د فوټبال د ملي او نورو لوبډلو اکثره ښځینه غړې له افغانستانه وتلي دي.  طالبانو بیا ویلي، د ورزشي چارو د تنظیم لپاره یې د المپیک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرچینه: جلال اباد کې چاودنې ۳ ملکيان ووژل او ۲ طالبان یې ټپیان کړل

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې  چاودنې درې ملکي وګړي ووژل او د طالبانو دوه عسکر یې ټپیان کړل.  د طالبانو د حکومت یوه ځایي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له مخې یې نه غوښتل نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، چاودنه غرمه ۱۲ بجې د طالبانو پر رنجر موټر وشوه.  دا سرچینه وایي چې د اتمې ناحیې اړوند شاه برهان اغا زیارت په سیمه کې دا چاودنه د خښ شوي ماین له کبله شوې.  سرچینې که څه هم په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو په سیمه کې له چاودنې وروسته د سپکو وسلو ډزې هم شوي.  سملاسي چا د دې چاودنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ نن افغانستان د هندوستان سره سیالۍ لري

ټاکل شوې چې د کرکټ د شل اوورېزه نړیوال جام د سیالیو په لړ کې نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هندوستان پر وړاندې د سیالۍډګر ته ښکته شي. دا لوبه نن ماښام شپږ نیمې بجې په ابوظهبۍ کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. افغانستان له دې وړاندې سکاټلنډ او نامیبیا ته په لوی توپیر ماتې ورکړي دي خو، هندوستان بیا له پاکستان او نیوزلنډ ماتې خوړلې ده. که افغانستان دا لوبه وګټي، نو د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته يې د ورتګ چانس زیاتېږي، خو که هندوستان غواړي نیمه پایلوبې ته ووځي نو د افغانستان په ګډون باید خپلې راتلونکې دوه نورې لوبې په لوړ توپیر وګټي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مالیې وزارت دولتي کارکوونکو ته ډاډ ورکړی چې معاشونه یې ژر ورکوي

د افغانستان د ماليې وزارت ټولو دولتي کار کوونکو ته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به يې معاشونه ورکړل شي. د دې وزارت وياند احمد ولي حقمل نن چهارشنبه (د لړم په ۱۲مه) ازادي راډيو ته وويل، دوی په داسې يوې طرحې کار کړی چې له مخې به یې د ټولو دولتي کار کوونکو د وږي او تلې مياشتې معاشونه اجرا شي. د ښاغلي حقمل په خبره، د عامې روغتيا، لوړو زده کړو، پوهنې او کرنې وزارتونه ورته لومړيتوب لري‌، خو ښاغلي حقمل دا ونه ويل چې د دولتي کارکوونکو معاشونه به په څو ورځو کې ورکول شي؟ په افغانستان کې ډېری د دولت کار کوونکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوداګرۍ خونه: هرو ۲ اونیو کې یوه بېړۍ توکي افغانستان ته واردیږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د چابهار بندر له لارې په هرو ۱۵ ورځو يو ډکه بېړۍ سوداګریز توکي چې د شااوخوا ۲۰۰ کانټينرونو ظرفيت لري افغانستان ته وارديږي.    د دې خونې مرستيال يونس مومند نن چهارشنبه (د لړم ۱۲مه) ازادي راډيو ته وويل، دې کانټينرونو کې ډېر لومړني خوارکي توکي لکه غوړي، بوره او نور له عربي متحدو اماراتو څخه واردېږي. ښاغلی مومند وايي، مخکې به په هرو لسو ورځو کې له ۲۰۰ کانټینرو نه زیات مواد دغه هېواد ته واردېدل چې دومره کمی په کې نه دی راغلی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: جګړو ۳،۵میلیونه افغانان راکډه کړي د مرستو اړتیا ورځ په ورځ ډېرېږي

د ملګرو ملتونو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام شمېرې ښيي چې نږدې ۲۳ میلیونه افغانان د سختې لوږې له ګواښ سره مخ دي. هستي ګل د ننګرهار ناامنۍ کډه په سر تر کابله را ورساوه، خو دلته یې هم بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ ژوند تریخ کړی دی. نوموړی وايي، هر کال په خپل ژوند کې د بدلون او هوساینې هیله لري، خو پایله یې له تېر هم خراب وضعیت وي: "د الله په هیله ناست یوو، کار روزګار نه‌شته. د لارې کرایه پیدا کړو چې لاړ شو، هغه هم نه‌شته. له طالبانو مې هیله ده چې بې‌وزلو ته کار پیدا کړي. هر کال هیله لرو چې وضعیت به ښه شي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندز کې د هاوان د سرګلولې په چاودنه کې ۲ ماشومان وژل شوي

په کندز ولایت کې د هاوان د سرګلولې د چاودنې له امله ۲ ماشومان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.   دا پیښه نن سهار د چهاردرې ولسوالۍ په سید مختار سیمه کې شوې ده.  د کندز د حوزوي روغتون مشر ډاکټر نعیم منګل ازادي راډيو ته وویل، ماشومانو د هاوان پر مرمۍ لوبې کولې چې پرې چاودلې ده: "روغتون ته یې ټول ۷  ماشومان راوړي دي، عمرونه یې د ۷ او نهو-لسو کلونو ترمنځ دي. دوه تنه شهیدان وو، یو هلک او یوه نجلۍ، پنځه تنه ټپیان وو چې دوه یې نجونې او درې هلکان دي."  په ټپیانو کې د دوو تنو روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون د برید پړه داعش ډلې منلې

د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون د پروني برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش ومانه. د داعش خبري اژانس اعماق پر خپل ټیلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د کابل پر وزیر اکبرخان مېنه کې دا برید د دې ډلې پنځو جنګیالیو ترسره کړ. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له پرونۍ حملې وروسته وویل، دې ډلې غوښتل پر روغتون د برید مهال ملکي وګړي، ډاکټران او ناروغان په نښه کړي، خو ده زیاته کړه چې طالبانو دا برید د پنځلسو دقیقو په ترڅ کې شنډ کړ. د مجاهد په وینا د طالبانو ځانګړي ځواکونه له یوه هلیکوپټره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین او روسیې له شمالي کوریا د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کړې

چین او روسیې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پرېکړه لېک په مسوده کې پر شمالي کوریا د لګېدلو بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې. په دې طرح کې د شمالي کوریا د اقتصادي ستونزو یادونه شوې او ویل شوي چې د ملکي وګړو د ژوند د ښېګڼې لپاره باید دا بندیزونه لېرې شي. په مسوده کې چې جزئیات یې اسوشیټېډ پریس او رویټرز خبري اژانسونو خپاره کړي د شمالي کوریا پر سمندري خوړو، د نساجۍ او پټرولیم پر محصولاتو او همدا راز په بهر کې د شمالي کوریا د وګړو پر کار د بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه شوې. روسیې او چین په ۲۰۱۹... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني: د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال، د نازي سرتیرو جرایم نه هېروو

د جرمني د پارلمان مرستیال مشره وايي، هېواد به یې هېڅکله هغه جرایم هېر نه کړي چې نازي سرتېرو د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال په اشغال شوې سربیا کې وکړل. د زرغونه ګوند مخکښه غړې او د جرمني د فدرال پارلمان مرستیال مشره کلاودیا روت لومړۍ جرمنۍ چارواکې ده چې په تېره اکتوبر میاشت کې یې د سربیا په کراګویي واچ ښار کې د نازي جرمني د ډلوژنو قربانیانو ته د درناوي په کلنیو مراسمو کې ګډون وکړ. د نازي پوځ د ۱۹۴۱ کال د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په دې ښار کې پر جرمني سرتېرو د مقاومت ډلو د حملو په غبرګون کې پر ملکي وګړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندز کې غالۍ پلورونکي: بهرني او کورني بازارونه په نشت حساب دي

په کندز کې د وطني غالیو اوبدونکي او پلورونکي شکایت کوي چې هېواد کې د سیاسي تحولاتو په رامنځته کېدو سره د وطني غالیو بازار خورا پیکه شوی دی. د کندز د چهاردرې ولسوالۍ د عین المجر د سیمې اوسېدونکی ۶۰ کلن جان محمد وايي، له ۴۰ کالو راهیسې خپل روزګار د غالۍ اوبدلو له لارې چلوې، خو هېواد کې د نظام بدلون یې پر کار او بار منفي اغیز کړی. دی زیاتوي: "پخوا د غالیو کاروبار ښه وو، خو دې وروستیو کې زموږ کاروبار ر په ټپه ولاړ دی، موږ له نړیوالو غواړو چې د افغانستان اوسنی نظام په رسمیت وپيژني، څو بهرنیو هېوادونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هارون حکیمي: بامیانو کې د بودا پر مجسمو برید اندېښمن کړی یم

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی مرستیال وايي، په بامیان ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا پر بودا مجسمو د برید ویډیو اندېښمن کړی دی. هارون حکیمي، پرون پر خپل ټویټر کې لیکلي: "موږ او نړیوال د تېرو شلو کاله د پخوانیو زخمونو درملنې ته حیران وو چې اوس یې بیا پر یادګارونو برید کېږي." په هغه ویډیو کې چې ظاهراً د روان میلادي کال د سطپټمبر پر لومړۍ نېټه اخیستل شوې، شااوخوا لس وسله وال کسان ښکاري چې د بودا پر مجسمو ډزې کوي. د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي، احمد الله وثیق ازادي راډیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بنده کړه

د طالبانو حکومت  یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې پر بهرنیو اسعارو دې راکړه ورکړه بنده کړي.  د طالبانو د مطبوعاتي ډلې غړي، بلال کریمي تېره شپه په یوه اعلامیه کې ویلي: "ملي ګټې ایجابوي چې ټول افغانان په هره راکړه ورکړه کې افغانۍ کرنسۍ وکاروي." طالبانو له افغانانو، سوداګرو او کسبه کارانو هم غوښتنه کړې چې هر ډول راکړه ورکړه په افغانۍ ترسره او د بهرنۍ کرنسۍ له کارولو څخه په کلکه ډډه وکړي. پرافغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته د افغانستان د اقتصادي رکود ستونزه زیاته شوې ده. طالبانو ویلي له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سفیر: د چمن- سپین بولدک او تورخم دروازې پرانیستل شوي 

په کابل کې د پاکستان سفیر وايي، د چمن- سپین بولدک او تورخم دروازې د ټولو خلکو پرمخ پرانیستل شوي دي. منصور احمد خان ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، پردغو دروازو له پرون راهیسې عام خلک او تجارتي لارۍ تګ راتګ کولی شي. احمد خان زیاته کړه: "پر تورخم دروازه د سوداګریزو توکو او ویزه لرونکو خلکو تګ راتګ بېرته پیل شوی. د چمن دروازه د افغانستان له لوري تړل شوې وه چې هغوی ښايي په دې تړاو خپلې غوښتنې درلودې." په چمن کې ځايي چارواکو پرون وویل، دغه دروازه چې د اکتوبر له پنځمې نېټې د طالبانو د حکومت له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلوچستان خاران سیمه کې بمي چاودنې ۱۳ تنه ژوبل کړي

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د سړک غاړې بم په چاودنه کې ۱۳ تنه ټپیان شوي دي. د پولیسو یوه مسوول، دین محمد حسني اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته وویل، دغه بمي حمله پرون د بلوچستان ایالت په خاران سیمه کې شوې او زیاتره ټپیان ملکي وګړي دي. خاران د کوټې د جنوب لویدیځ په ۳۵۰ کیلومترۍ کې پرته سیمه ده. که څه هم د دې تازه حملې مسوولیت چا نه دی منلی، خو پاکستاني چارواکو تر دې مخکې په دغسې حملو کې د بلوڅانو بېلتونپالې او نورې ملیشه ډلې دخیلې بللې دي.

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو کمېټه: د تېرکال نومبر راهیسې ۱۲ خبریالان وژل شوي

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د تېر کال له نومبر میاشتې په افغانستان کې ۱۲ خبریالان وژل شوي او ۲۳۰ تنه نور د تاوتریخوالي له بېلابېلو بڼو سره مخامخ شوي دي. دغې کمېټې پرون د نومبر پر دویمه د ژورنالیستانو پر وړاندې د مجازاتو د معافیت د ختمېدو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خبره پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټېنګولو پر مهال هم د یوه خبریال د وژل کېدو او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۷ قضیې ثبت شوي دي. د ازادي راډیو خبریال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ۱۱۰ هېوادونو مشران: ژمنه کوو چې تر ۲۰۳۰ پورې به ځنګلونه نه وهو

د ۱۱۰ هېوادونو مشرانو چې د نړۍ ۸۵ فیصده ځنګلونه په کې دي، ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۰میلادي کاله پورې به د ځنګلونو وهل ودروي. د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن پرون سې شنبه د اقلیمي بدلون په اړه د سکاټلنډ په ګلاسکو کې رابللل شوې غونډې ته وویل: "د ځنګلونو او نورو ایکو سیسټمونو ساتنه، کولی شي صفر ته د ګازونو د خپرېدو د راوستلو په تګلاره او زموږ د اقلیمي موخو ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي. امریکا به په خپل هېواد کې د مثال یوه نمونه شي او د نورو هغو هېوادونو ملاتړ به وکړي چې د پراختیا په حال کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د تاتارستان محکمې یو وتلی اسلامي څېړونکی په بند محکوم کړ

د روسیې په تاتارستان کې یوې محکمې یو وتلی اسلامي څېړونکی د یوې منع شوې، مذهبي ډلې د یوې څانګې د رهبرۍ په تور په شپږنیم کاله بند محکوم کړ. د عابد رحمان نعیموف مدافع وکیل روسلان ناګي یف پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، مؤکیل یې د 'نور اسلامي غورځنګ' د یوې څانګې د رهبرۍ له کبله محکوم شوی دی. نعیموف چې په تاتارستان کې د روسیې د اسلامي پوهنتون د استاد په توګه کار کاوه او د یوه جومات ملا امام و، د تېر کال په مارچ میاشت کې ونیول شو. د نور په نامه اسلامي غورځنګ په ۲۰۰۸میلادي کال کې په روسیه کې ممنوع اعلان شوی دی.


Олег Сирота о конфликте Германа Грефа с таксистами: «Нужно воспитывать, кнутом и пряником»

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

Патриарх Кирилл: РПЦ не должна перегружать человека долгим стоянием в храме

Мурашко: результаты доклинических испытаний вакцины от рака будут к концу года



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

«Беспощадный бунт»: Хазин объяснил, что ждёт Путина без масштабной зачистки элиты

АРМЕНИЯ. Сборная России по футболу разгромила Белоруссию в Минске

Baza: в Люберцах прозвучал взрыв

В Ленинградской области вооруженный ножом мужчина угрожал детям

Музыкальные новости

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Concord is skipping free-to-play and pulling a Helldivers 2 instead: $40 for the full game with all 16 heroes at launch

Определят победителя на конкурсе театральных коллективов школ в УЛАН-УДЭ нс конкурсе детей Алтан Баг - Театр, Новости и Культура, Дети, Россия

За месяц в Пулково столкнулись два самолета и задержали несколько рейсов

Новости России

«Беспощадный бунт»: Хазин объяснил, что ждёт Путина без масштабной зачистки элиты

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

АРМЕНИЯ. Сборная России по футболу разгромила Белоруссию в Минске

Актриса из «Моей прекрасной няни» скончалась в Греции на 92-м году жизни

Экология в России и мире

Proenza Schouler, коллекция pre-fall 2024

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

Новая коллекция ювелирных украшений Louis Vuitton

Культурный центр «Интеграция» проведет концерт ко Дню России в Перовском парке

Спорт в России и мире

Янник Синнер высказался о первом месте в рейтинге ATP и травме Новака Джоковича

Экс-теннисист Ольховский: Рублев не успел набрать форму на "Ролан Гаррос"

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Экс-теннисист Ольховский: российские теннисисты выступили ниже ожиданий

Moscow.media

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Глазово

Гора Бабырган

В этом году планируют заключить контракт на реконструкцию еще одного участка трассы Р-23 в Ленобласти







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *