Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2021

Новости за 19.11.2021

Pa.azadiradio.com 

د پولنډ پولیس: یو وار بیا پناه غوښتونکو له پولې پولنډ ته د اوښتو هڅه وکړه

د پولنډ پولیس وايي د بلاروس له‌خوا د ځینو کمپونو له خالي کولو وروسته یو وار بیا لږ شمېر پناه غوښتونکو له پولې پولنډ ته د اوښتو هڅه وکړه. د بلاروس د قلمرو په دغو کمپونو کې پناه غوښتونکي په سړه هوا کې شپې سبا کوي چې په سلګونو یې بېرته خپل هېواد، عراق ته ستانه شوي دي. له دغو تحولاتو ښکاري چې د اروپايي ټولنې په ختیځه پوله کې د پناه غوښتونکو د څو اوونیو بحران په کمېدو دی، خو لانجه لا هم ختمه نه‌ده. اروپايي ټولنې د بلاروس هغه پېشنهاد رد کړ چې له مخې یې له دې ټولنې د ۲،۰۰۰ پناه غوښتونکو د منلو غوښتنه شوې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارمنستان وايي ۶ سرتېري یې له اذربایجان سره پر پوله تازه نښتو کې وژل شوي

ارمنستان وايي شپږ سرتېري یې د دې اوونۍ په لومړیو کې له اذربایجان سره پر پوله په تازه نښتو کې وژل شوي دي. دا وروسته له هغې چې تېر کال د بېلتون‌پالې سیمې نګورنو قره‌باغ پر سر دواړو هېوادونو د ۴۴ ورځو لپاره جګړه کړې وه، تر ټولو سختې نښتې بلل شوې دي. اذربایجان بیا د تېرې سې شنبې په شخړو کې د خپلو اوو سرتېرو د وژل کېدو او ۱۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. دواړو لورو د دې شخړې د پیل ملامتي پر یوه او بل اچولې ده. د ارمنستان دفاع وزارت ویلي، له ۲۴ نورو سرتېرو سره‌یې ارتباط پرې شوی او د اذربایجان ځواکونه د دوی ۱۳ سرتېري اسیران کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

خلک: هلمند کې درمل د سړک پر سر د غیر مسلکي کسانو له‌خوا پلورل کېږي

د افغانستان د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي، دغه ولایت کې په یوه جمعه بازار کې درمل د سړک پر سر پلورل کېږي. دوی وايي، دغه درمل زیات وخت د جمعه بازار په مېلو کې د نورو توکو په څېر د غیر مسلکي کسانو له‌خوا پلورل کېږي. دوی وايي، د یادو درملو زیاته برخه‌يې تاریخ تېر وي او ځیني نور بیا لمرونو د خپل اصلي حالات څخه اړولي وي. دغه بازار د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې هغه سیمه کې چې پاخه جوړ دکانونه نه‌شته، خلک د جمعې په ورځ ټاټونه او خېمې د لرګیو په مرسته دروي او د هلمند د مرکز لښکرګاه او د نادعلي ولسوالۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان روغتيا سکټور سره د مرستو درېدل؛ پر دولتي روغتونونو ګڼه ګوڼه زیاته شوې

په داسې حال کې چې نړیوال بانک د افغانستان له روغتيايي سکټور سره مرستې درولې دي، پلازمېنه کابل کې په دولتي روغتونونو کې د ناروغانو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده. مسؤلین وايي چې په ولایتونو او بانډو کې د صحتمندۍ د پروژې له لارې چې نړیوال بانک‌يې مالي برخه مخته وړله له دوه زره ډېر روغتونونه د بندېدو له ګواښ سره مخ دي. یو له هغو روغتونونو چې په وروستیو میاشتو کې د ناروغانو ګڼه په‌کې د پخوا په پرتله څو چنده زیاته شوې، کابل کې اندراګاندي روغتون دی. یاد وضعیت د دغه روغتون ډاکتران او کارکوونکي یې وارخطا کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مزار شریف کې د عصبي ناروغیو یو متخصص د انسان تښتوونکو له‌خوا ووژل شو

د بلخ ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د عصبي ناروغیو یو متخصص د انسان تښتوونکو له‌خوا وژل شوی دی. د بلخ ولایت د روغتیا ریاست سرپرست، مولوي صدام نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، د ډاکتر نادر عالمي مړی نن د مزار شریف په لومړۍ حوزه کې موندل شوی. ښاغلی صدام زیاتوي: "ډاکتر صاحب شهید نادر عالمي د شمال یو با قدر او عزتمن شخص و چې دوه میاشتې مخکې اختطافچیانو تښتولی و او داسې ښکاري چې تېره شپه د سختې شکنجې په نتیجه کې مړ شوی دی. موږ یې جنازه وکړه." ډاکتر عالمي چې په مزار شریف کې د یوه رواني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې سازمان: ایران دې د بشري حقونو مدافع نرګس محمدي ژر تر ژره خوشې کړي

د بخښنې نړیوال سازمان د ایران له چارواکو غوښتنه وکړه چې د بشري حقونو مدافع نرګس محمدي ژر تر ژره خوشې کړي. د دې ادارې په خبره مېرمن محمدي، د ۸۰ دُرو د وهل کېدو له خطر سره مخامخه ده. په لندن کې دېره د بخښنې نړیوال سازمان پرون وویل، نرګس محمدي په کرج ښار کې تېره سې شنبه په خپل‌سري ډول هغه وخت ونیول شوه چې هلته د یوه وژل شوي ایراني د یاد په مراسمو کې برخه اخیستې وه.  دغه کس د ۲۰۱۹م کال په نومبر میاشت کې په ملي سطحه د اعتراضونو پر مهال د ایران د امنیتي ځواکونو له‌خوا وژل شوی و.  د بخښنې نړیوال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

HRW: د مرکزي اسیا ځیني هېوادونه د افغانستان بحران سره مبارزه کې رول لرلی شي

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان (Human Rights Watch) وايي، د مرکزي اسیا ځیني هېوادونه د افغانستان د روان بحران په وړاندې په مبارزه کې مهم رول لرلی شي. د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د اروپا او مرکزي اسیا د څانګې مشر هیو ویلیامسن (Hugh Williamson) په یوه اعلامیه کې وویل: "دغه بحران سیمې ته تازه چلنجونه پېښوي." د ده په خبره، د دغه وضعیت د سمولو پر مهال باید بشري حقونو او د قانون حاکمیت ته درناوی وشي.   د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په افغانستان کې څه باندې ۹۵ فیصده وګړي کافي خواړه نه‌لري او له دې ډلې ۹ ملیونه وګړي له قحطۍ سره مخامخ دي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا په ۶ تنو ایرانیانو او یوې کمپنۍ بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ په شپږ تنو ایرانیانو او یوې کمپنۍ چې په ایراني‌الاصلو کسانو پورې تړاو لري بندیزونه ولګول. دغه وزارت ویلي چې دې کسانو د دې لپاره چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رأی ورکوونکو اعتماد زیانمن کړي د امریکا په انتخاباتي سیستم کې د ګډوډۍ رامنځته کولو هڅه کړې وه. پر دې سربېره د دغو کسانو په منځ کې دوو تنو چې عمرونه‌یې د ۲۰ او ۳۰ ترمنځ دي، د نیویارک محکمې ته پر خپل تور اعتراف وړاندې کړی دی. د امریکا د خزانې وزارت کې د شتمنیو د کنټرول ادارې ویلي، دا کسان چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونېسف سږ کال په افغانستان کې د ماشوم نړیواله ورځ نه‌نمانځي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق (یونېسف ) وايي، سږ کال په افغانستان کې د ماشوم نړیواله ورځ نه‌نمانځي. دغې ادارې په یوې اعلامیه کې ویلي چې سږ کال د افغان ماشومانو لپاره دغه ورځ توره ده. د ماشوم نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې په افغانستان کې  له یو ملیون زیات ماشومان له سختې قحطۍ سره مخ دي. دې ادارې ویلي چې سره له ننه‌يې د راتلونکو ۲۴ ساعتونو لپاره د خپلو ټولو ټولنیزو پاڼو پروفایلونه تور او خپل ډیجیټلي فعالیتونه درولي او په دې سره به دا وښيي چې په افغانستان کې ماشومان له هر بل وخته په ناورین کې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جاپان له کرونا د زیانمن اقتصاد سمولو لپاره ۴۹۰ میلیارده ډالره بودجه اعلان کړه

د جاپان حکومت له کرونا وبا د زیانمن اقتصاد د سمولو لپاره د لګښتونو ۴۹۰ میلیارده ډالریزه بودجه اعلان کړه.  دا له تېر کاله چې کرونا په‌کې اوج ته ورسېده د لګښتونو د پوره کولو لپاره د جاپان درېیمه مالي بسته ده.   د جاپان صدراعظم فومیو کېشیدا د لګښتونو لپاره د بودجې د اعلان پر مهال وویل چې دا پيسې د جاپان خلکو ته د خوندیتوب او هیلې د حس د ورکولو لپاره کافي دي. د لګښتونو لپاره په دې جلا شویو پیسو سره به د یو لړ اقداماتو لار هواره شي ځکه جاپان له هغه څه چې اټکل‌یې کاوه ډېر د 'کووېډ-۱۹' په وروستنۍ څپه کې زیانمن شوی او سوداګرۍ په‌کې اغېزمنې شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ګرجستان پخوانی ولسمشر د اوونیو نه‌خوړو اعتصاب وروسته موقتاً بې‌هوښه شوی

د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي چې له اوو اوونیو راهیسې د نه‌خوړو اعتصاب کړی، په موقتي توګه بې‌هوښه شوی دی.  د هغه وکیل، بیکا باسیلیا وویل ساکاشویلي پرون د ده په مخ کې د زندان په روغتون کې بې‌هوښه شو او په ځمکه ولوېد.  د ګرجستان د زندان ادارې په یوه بیان کې ویلي چې د ساکاشویلي صحي وضعه اوس د ډاډ وړ ده. یوه ورځ مخکې، یوه طبي بورډ د ساکاشویلي روغتیایي حالت "نازک" بللی و او سپارښتنه‌یې کړې وه چې هغه د زندان له روغتون څخه د ملکي روغتون عاجلې څانګې ته ولېږدول شي.  خو د ګرجستان حکومت دا غوښتنه رد کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت په پرتګال کې خپل فعالیت بیا پیلوي

د افغانستان د موسيقۍ په ملي انستيتوت کې هغه وخت ساز، اواز او د موسيقۍ درسونه وو چې طالبانو لا کابل نه‌و نیولی. خو اوس کیسه بل ډول ده. ساز، اواز بند شوي، زده‌کوونکي او ښوونکي اواره شوي او هېواد ته د ژر ستنېدو هيلې نه‌لري. د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت د کورنۍ وروستی غړی د چهارشنبې په ورځ دوحې ته ورسېد. وجیه کابلي د دې انستیتیوت یوه له تکړه ضرب غږوونکو ده. هغه چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په دوحه کې ده، ازادي راډیو ته وایي چې د خپل راتلونکي تصور یې په جلاوطنۍ کې نه‌و کړی، خو بیا هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: افغانستان کې سږ کال د نشه‌يي موادو عوايد تر ۲ ميليارده ډالرو اوښتي

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره يا (UNODC) وايي چې په افغانستان کې د نشه‌يي بوټو د کښت، نشه‌يي موادو د توليد او قاچاق له لارې لاس ته راغلي پيسې په روان ميلادي کال کې تر دوو ميلياردو ډالرو اوښتې دي. درې مياشتې کېږي چې دغې ادارې په افغانستان کې خپل دفتر تړلی، خو دغه هېواد کې د نشه‌يي موادو د وضعيت په اړه‌یې تازه يو راپور خپور کړی دی.  د دې ادارې په تازه راپور کې راغلي چې په تېرو ۲۵ کالو کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت هر کال څلور زره هکټاره ډېر شوی او يوازې په ۲۰۲۱... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني: له طالبانو سره هر ډول تعامل د شویو ژمنو په پلي کېدو تړلی دی

د طالبانو له واکمنېدو را وروسته پرون د لومړي ځل لپاره جرمني او هالند خپل لوړپوړي ډیپلوماتان کابل ته واستول څو له طالبانو سره وګوري.  د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي له طالبانو سره به په راتلونکي کې د تعامل دوام د دوی له‌خوا د شویو ژمنو په عملي کېدو تړلي وي.  دا خبره د جرمني د بهرنیو چارو وزارت بېګا په یوه اعلامیه کې کړې ده.  دغه وزارت په بیان کې زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي جاسپر ویک او ټاکل شوي سفیر مارکوس پوتزل د نومبر په ۱۸مه د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره وکتل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه وايي پوځ‌یې له افغانستانه څه باندې ۲۰۰ کسان ایستلي

د روسیې دفاع وزارت وايي، له افغانستانه څه باندې ۲۰۰ کسان د روسیې د پوځ له‌خوا ایستل شوي چې د روسیې ترڅنګ د قرغزستان، بلاروس او اوکراین وګړي په‌کې شامل دي. د روسیې دفاع وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په دې هدف درېیو پوځي الوتکو کابل ته الوتنه وکړه چې له دې خوا ۳۶ ټنه بشري مرستې په‌کې بار وې. تر دې مخکې وزارت د ایستل شويو کسانو شمېر ۳۸۰ یاد کړی و، خو وروسته‌یې دغه شمېر تر ۲۰۰ زیات یاد کړ. روسیې ویلي د اګسټ میاشتې له وروستیو یې له افغانستان څخه ټول‌ټال ۴۰۰ کسان په خوندي ډول ایستلي دي.

Pa.azadiradio.com 

جرمني له 'یو اېن اېچ سي ار' سره د کار د دوام موافقه لاسلیک کړه

جرمني وايي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له لویې کمېشنرۍ یا (یو اېن اېچ سي ار) سره‌یې د دې ادارې د کار د دوام په اړه موافقه لاسلیک کړه. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فیلیپو ګراندي (Filippo Grandi) پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې جرمني روان میلادي کال په افغانستان کې د (یو اېن اېچ سي ار) د فعالیت د تمویل لپاره خپله مرسته ۵۴ ملیونه یورو ته ورسوله. د ګراندي په وینا په دې توګه له (UNHCR) سره د جرمني د  ټولې مالي مرستې اندازه ۴۳۰ ملیونه یورو ته ورسېده. د کډوالو په چارو کې د ملګرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ناروې له نړۍ په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره مرسته وغوښته

په ملګرو ملتونو کې د ناروې ډيپلوماتیک مأموریت د نړۍ له نورو هېوادونو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره مرسته وکړي. د ناروې دغه مأموریت پرون پنجشنبه په ټویټر کې لیکلي، دغه هېواد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له پرمختیايي پروګرام سره د ۲۳ ملیونو امریکايي ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده. د ناروې ډيپلوماتیک مأموریت، په افغانستان کې د بشري بحران ترڅنګ د قحطۍ د پراخېدو په اړه هم اندېښنه ښوولې ده.

Pa.azadiradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان له‌خوا د سعد رضوي پر خوشې کېدو انتقاد وکړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) یوې مخکښې غړې، د پاکستان له‌خوا د یوې افراطي ډلې د مشر پر خوشې کېدو انتقاد وکړ. په پاکستان کې د تحریک لبیک په نوم مذهبي ډلې پرون د خپل زنداني شوي مشر سعد رضوي خوشې کېدل تأیید کړل. تر دې مخکې د پاکستان حکومت د دغې ډلې نوم، د غیر قانوني ډلو له فهرست څخه لیرې کړ. د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د تحریک لبیک پر فعالیت بندیز لګولی و او غیر قانوني یې اعلان کړی و. د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې غړې ثناء اعجاز پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "دا څرګندوي چې پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په اړه د امریکا، اروپايي ټولنې او ناټو پر دریځ د پوتین انتقاد

د روسیې ولسمشر د امریکا پر متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او ناټو تړون د اوکراین په ختیځ کې د روان وضعیت په اړه د دوی د دریځ له کبله انتقاد وکړ. ولادیمیر پوتین وویل، روسیه تماسونو او پر دې موضوع د خبرو لپاره پوره چمتووالی لري. د اوکراین پر ختیځ له ۲۰۱۴م کال هغه بېلتون­ غوښتونکي کنټرول لري چې روسیه‌یې ملاتړ کوي. د روسیې ولسمشر پرون په مسکو کې په خپله وینا کې وویل چې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره‌یې د جون پر ۱۶مه خبرو په تدریجي ډول د ډیالوګ او د اړیکو د سمون لپاره فُرصت ایجاد کړی و. ولسمشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د رومانیا د جنوب د مهماتو یوه فابریکه کې چاودنې ۴ کسان وژلي او ۴ ټپیان دي

د یوې ښځې په ګډون څلور کسان هغه وخت ووژل شول او څلور نور ټپیان شول چې د رومانیا د جنوب د مهماتو په یوه فابریکه کې د پرسونل ضد ماین چاودنه وشوه. د محلي رسنیو د راپور له مخې روغتیايي چارواکو ویلي، ماین هغه وخت وچاودېد چې ګڼ کارکوونکي یې په شنډولو بوخت وو. د دې پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي. په دې فابریکه کې په ۲۰۱۹م کال کې هم په یوه چاودنه کې یو ۲۲ کلن ځوان وژل شوی و.

Pa.azadiradio.com 

پوتین: د افغانستان روانو تحولاتو اضافي امنیتي اقداماتو ته مجبور کړي یو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د افغانستان روانو تحولاتو مسکو دې ته مجبور کړی چې په خپلو جنوبي سرحدونو کې اضافي امنیتي اقدامات وکړي. ښاغلي پوتین چې پرون پنج­شنبه‌یې په مسکو کې د بهرنیو چارو وزارت یوې غونډې ته خبرې کولې زیاته کړه، د دغو تحولاتو له کبله دا اړتیا لیدل کېږي چې روسیه د خپلو جنوبي سرحدونو، د مرکزي اسیا د هېوادونو او متحدانو خوندیتوب یقیني کړي. د تاس خبري اژانس په حواله، ولسمشر پوتین زیاته کړه چې دغه اضافي اقدامات به په سیمه کې د ثبات له تضمین سره مرسته وکړي. تر دې مخکې تاجکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د بشري بحران او قحطۍ د پراخېدو په اړه یو وار بیا اندېښنې راپارېدلي

په افغانستان کې د بشري بحران او قحطۍ د پراخېدو په اړه یو وار بیا څو نړیوالو سازمانونو اندېښنه وښوده. د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې په افغانستان کې په ملیونونو خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. دغې کمېټې پرون په خپل ټویټر کې خبر ورکړ چې په افغانستان کې تر ۱۸ ملیونو ډېر کسان دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې کمېټې په وینا، په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو د افغانانو ژوند ډېر سخت اغېزمن کړی دی. د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې یا (FAO) پرون په خپل رسمي ټویټر کې ویلي، د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غور؛ د طالبانو له حاکمیت سره د دغه ولایت دولتي بریښنا پرې شوې.

غور: د طالبانو له حاکمیت سره د دغه ولایت دولتي بریښنا پرې شوې. د غور سیمیز چارواکې وایې هغه دوه جنراتورونه چې د سوداګرۍ برخې په شمول یې شاوخوا درې زره کورنیو ته بریښنا برابرول د بودیجې د نشتوالي له امله دریدلي دي. په غور کې د بریښنا نشتوالي خلک له ستونزو سره مخامخ کړي.

Pa.azadiradio.com 

ډيپلومات: امریکا ۷۸۷ ملیونه ډالر په افغانستان کې د ښځو پر پرمختګونو لګولي

ډیپلومات ډیپلومات خپرونه د افغان مېرمنو په اړه په یوه مطلب کې لیکي، کله چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې طالبانو په افغانستان کې سیمې لاندې کولې د امریکا پراختیایي ادارې (یو اېس اېډ) لا هم په ملیونونو ډالر پر افغان مېرمنو لګولې. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې (سیګار) د راپور له مخې، له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۲۰ پورې متحده ایالاتو ۷۸۷ ملیونه ډالر په افغانستان کې د ښځو پر پرمختګونو لګولې دي. ډیپلومات لیکي چې د دې ترڅنګ په سلګونه ملیونه نور ډالر د نارینه او ښځو ترمنځ د مساوات لپاره په غیر مستقیم ډول مصرف شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د معتادینو د درملنې ابن سينا زر بستريز روغتون کې ۲،۷۰۰ معتادین بستر کړي

د معتادینو د درملنې ابن سينا زر بستريز روغتون د کابل په ختيځ کې پروت دی چې پخوا د بهرنيو نظامي ځواکونو اډه وه. دا روغتيايي مرکز ناروغ د يوه پړاو لپاره ۴۵ ورځې بستري کوي چې پر يوه وخت يوازې د زرو ناروغانو د بستري کولو ځای او امکانات لري. که څه هم د دې مرکز په ټولو کټونو کې معتادین بستري شوي دي، خو څو ورځې مخکې د طالبانو حکومت دې روغتون ته ۲،۰۰۷ نور معتادین هم وروړل چې اوس‌يې شمېر ۲،۷۰۰ کېږي. د دې روغتيايي مرکز رئيس ظاهر سلطاني ازادي راډيو ته وويل چې دا پرېکړه اوسني سخت وضعيت ته په کتو سره او د طالبانو حکومت د حکم په اساس شوې ده. Читать дальше...


Около 543 километров новой улично-дорожной сети планируют построить в Москве

Средние радиационные бури сохранятся на Земле до конца дня 8 июня

"Евро-Футбол.Ру": ЦСКА хочет подписать игрока "Локомотива" Жемалетдинова

Не осмелились на Западе всю речь Путина показать, но поняли, что не поступится Россия своими интересами



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

На фестивале «Лето в Москве. Все на улицу!» пройдут танцевальные занятия

Ефимов: свыше 6 млн м² жилья возведут по программе реновации до конца года

Отказ от бакалавров: что изменится в системе высшего образования в России

Свыше 70 жителей Чехова приняли участие в заседании выездной администрации

Музыкальные новости

Яндекс, А.С. Пушкин, Святой Ленин ведут следствие. Настоящая сенсация! 225 лет А.С. Пушкину.

Почта России помогла детям-подопечным благотворительных фондов встретиться с футболистами ЦСКА

Собянин: Московский городской транспорт на 100 процентов отечественный

Concord is skipping free-to-play and pulling a Helldivers 2 instead: $40 for the full game with all 16 heroes at launch

Новости России

Средние радиационные бури сохранятся на Земле до конца дня 8 июня

Сафонов вернулся в РФ на фоне слухов о запрете выезда

Собянин: Москва подписала ряд крупных соглашений на Петербургском форуме

Американская пресса сочла разработку межспутниковой связи российской компанией аналогом сети Starlink компании Илона Маска

Экология в России и мире

Немцы решили элегантно кинуть турецкие отели: гостиницы Анталии уже в шоке и угрожают массовыми удержанием туристов

В Москве прошла Премия-практикум «Харизма Года»

Производители кроссовок New Balance и Under Armour подали около 1000 исков к российским продавцам

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Спорт в России и мире

Андреевой предрекли борьбу за топ-10 рейтинга WTA в текущем сезоне

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Тарпищев о Медведеве и Рублеве: без травм сыграют в Париже лучше, чем в Токио

Андреева рассказала о своих планах на предстоящий матч с Соболенко во Франции

Moscow.media

Игровое кресло Bloody GC-670 настроено на победу

В этом году планируют заключить контракт на реконструкцию еще одного участка трассы Р-23 в Ленобласти

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Мобилизованного свердловчанина приговорили к 23 годам "строгача" за подрыв гранаты в казарме







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *