Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2021

Новости за 06.11.2021

Pa.azadiradio.com 

د غوره ژوند په لټه، ګڼ پناه غوښتونکي پر لار مري

د سربیا په یوه هدیره کې هغه پناه غوښتونکي ښخ دي، چې غوښتل یې ځانونه اروپا ته ورسوي. دوی د بېلابېلو دلایلو له مخې پر لار مړه شوي دي. د سربیا چارواکو په وروستیو کلونو کې د لسګونو پناه غوښتونکو مړینه تایید کړې ده. نور په دې راپور کې وګورئ

Pa.azadiradio.com 

سیګار: ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې ۱۹۱۰ امریکايي سرتیري وژل شوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش اداره یا سیګار وايي، د تېرو ۲۰ کلونو په جګړو کې نژدې ۷۰ زره افغان سرتېري او پولیس وژل شوي دي.  سیګار دا شمېرې په یوه راپور کې چې پرون خپور شو، د متحدو ایالاتونو د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز جنرال مارک مېلي له قوله خپرې کړي دي.   په دې راپور کې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکټوبر له ۷مې نېټې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ تر پایه په افغانستان کې د وژل شوېو امریکايي عسکرو شمېر ۱۹۱۰ تنه ښودل شوی.  سیګار په ۲۰۲۰ کال کې دا شمېره ۲۵۴۳ تنه اعلان کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

د نیوزیلنډ په وړاندې د افغانستان برخلیک ټاکونکې لوبه

د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ ملي ټیمونه یکشنبه د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې لوبیږي. په دې لوبه کې د افغانستان بریا نیمه پایلوبې ته هیلې رامنځته کولای شي خو ماته له روان نړیوال جام سره خدای پامانی دی. د نیوزیلنډ لپاره هم دا لوبه مهمه ده ځکه په ګټلو سره به یې نیمه پایلوبې ته د ورتلو ډېر چانس ترلاسه کړي. صفي الله ستانکزي دې لوبې ته لنډه کتنه کړې ده

Pa.azadiradio.com 

کابل کې فوټبال؛ البرز-اتلانو ته او عقابان-هریرود ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د سیالیو په لړۍ کې نن دوه لوبې وشوې.   د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف د نننیو لوبو د نتایجو په اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل: "د سیمرغ البرز لوبډلې درې د صفر پر وړاندې د میوند اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دوهمه لوبه کې د هندوکش عقابانو درې- یو توپان هریرود ته ماتې ورکړه."  د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ پرون د لړم په ۱۴مه پیل شوې.  د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا په افغانستان کې د فوټبال لومړی لیګ دی.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د اسټرالیا او ویسټ اندیز ترمنځ لوبه روانه ده

د کرکټ د نړیوال شل اووریزه لوبو په لړ کې نن استرالیا له ویسټ اندیز سره لوبه کوي. ټاس ویسټ اندیز ګټلی او د توپ وهنې پریکړه یې کړې. د دې جام په دوام کې تېره شپه هندوستان، سکاټلنډ ته په لوی توپیر ماتې ورکړه. سکاټلنډ د ټاس په ګټلو سره د توب وهنې پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې هندوستان ته ۸۱ د منډو هدف وټاکه. هندوستان بیا دغه هدف په اتم اور کې د دو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ. سبا افغانستان له نیوزلنډ سره مخ کیږي، کرکټ پوهان وايي، که افغانستان خپله سبانۍ او وروستۍ لوبه وګټي نو نیمه پای لوبې ته به يې د تللو امکان پیدا شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

په کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې. د سوک وهنې فدراسیون په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې دغه سیالۍ لس ورځې وړاندې پیل شوې وې او نن پای ته ورسیدې. د دې فدراسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې لوبو موخه د غوره استعدادونو پېژندل او د ځوانانو منتخبې لوبډلې ته یې انتخابول وو. د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې د کابل، ننګرهار، غزني، نورستان او کونړ ولایتونو له ۸۰ وزرشي کلپونو څخه ۱۸۰لوبغاړو ګډون کړی و. فدراسیون وايي، له لوبغاړو ۲۶ تنه یې د ځوانانو منتخبې لوبډلې ته انتخاب شول.

Pa.azadiradio.com 

هلمند کې د مني موسم په را رسېدو سره د والیبال سیالۍ پیل شوې

په هلمند ولایت کې د مني موسم په رارسېدو سره د والیبال سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د رسنیو برخې غړي مجیب قاري زاده نن شنبه (د لړم په ۱۵مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه سیالۍ چې د مني جام په نوم نومول شوي چې د مرکز او ولسوالیو اته لوبدلې په کې ګډون لري. د ښاغلي قاري زاده د معلوماتو له مخې، دغه لوبې د یوې اوونۍ لپاره دوام کوي چې د هلمند د والیبال په ورزشي لوبغالي کې ترسره کیږي. د دې لوبو موخه د والیبال برخې وده په ګوته شوې.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: مزارشریف کې د ۴ ښځو د وژل کېدو په تور ۲ کسان نیول شوي

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې په مزارشریف ښار کې د ۴ ښځو د وژل کېدو د قضیې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي. تېره اوونۍ رسنیو راپور ورکړ چې په مزارشریف کې په دوو جلا پېښو کې ۶ ښځې په ډزو وژل شوي دي. په یوه پېښه کې د ښځو د حقونو د څلورو فعالانو او په بله یوه کې د دوو پخوانیو پوځي مېرمنو د وژل کېدو خبر ورکړل شو. د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي په یوه بیان کې چې نن خپور شو، ظاهرا د لومړۍ قضیې په تړاو د څېړنو د پیل خبره کوي. خوستی وایي: "د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ګرجستان اپوزیسیون د 'ساکاشویلي' د خوشې کېدو لپاره لاریونونه کوي

د ګرجستان اپوزیسیون په پام کې لري چې نن د پراخې مظاهرې په ترڅ کې له بنده د پخواني ولسمشر میخاییل ساکاشویلي د خوشې کېدو غوښتنه وکړي. د اپوزیسیون د ملي متحد غورځنګ یوه مشر نیکا میلیا پر خپله فیسبوک پاڼې لیکلي چې دا مظاهره په سیمه ییز وخت د مازیګر په پنځو بجو پیلېږي. د دې غورځنګ بنسټ ساکاشویلي ایښی و. ښاغلي میلیا د اپوزیسیون له غړو غوښتي دي چې د روستاوي محبس مخې ته راټول شي او یو موټی واوسي. ساکاشویلي له اته کلن تبعید وروسته د اکتوبر په لومړۍ نېته د ملي انتخاباتو په درشل کې ګرجستان ته له راستنېدو څو ساعته وروسته ونیول شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بغداد کې د مظاهرو په ترڅ کې د مرګ ژوبلې په اړه څېړنې پیل شوي

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د پرونیو مظاهرو په ترڅ کې د مرګ ژوبلې په اړه څېړنې پیل شوې دي. د ایران پلوو شیعه معترضانو او د بلوا ضد پولیسو ترمنځ د پرونيو نښتو په ترڅ کې یو اعتراض کوونکی ووژل شو او لسګونه نور ټپیان شول. د دې پېښو په اړه د تحقیقاتو امر د عراق صدراعظم مصطفی کاظمي کړی و. اعتراض کوونکو چې د تېرې میاشتې د پارلماني انتخاباتو نتایج نه مني، له څه باندې درې اونیو راهیسې د بغداد زرغونې سیمې ته څېرمه پرلت وهلی. پولیسو پرون وروسته له دې چې معترضانو په کاڼو وویشتل او زرغون زون ته د ننوتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شوکت میرضیایف بیا د ازبیکستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

شوکت میرضیایف پرون جمعه د یوې بلې پنځه کلنې دورې په مخه د ازبیکستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. ښاغلي میرضیایف په هغو مراسمو کې چې نن شنبه (د لړم په ۱۵مه) په تاشکند کې جوړ شول، پر قران کریم او د ازبیکستان پر اساسي قانون لاس کېښود او د وفادارۍ لوړه یې پرځای کړه. میرضایف د اکتوبر د ۲۴مې نېټې په انتخاباتو کې بریالی شو. لویدېځو څارونکو وویل چې د دې انتخاباتو اساس رښتیني رقابت نه و. د ۶۴ کلن میرضیایف پر وړاندې څلور حکومت پلوي کاندیدان چې ډېر خلکو نه پېژندل، ولاړ وو چې په نتیجه کې یې ده په سلو کې ۸۰،۱ رایې وګټلې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر افغان ځوانانو د شکنجې ویډیو د خلکو او بشري حقونو فعالانو اندېښنې پارولي

پر ټولنیزو رسنیو د ایران او ترکیې ترمنځ د افغان ځوانانو شکنجه د خواله رسنیو د کارونکو او ځینو بشري حقونو فعالانو اندېښنې پارولي دي. پر خواله رسنۍ توېټر یوه تازه خپره شوې ویډیو ښيي چې شپږ ځوانان په یوه خونه کې بند کړل شوي او یو کس یې په لرګي وهي، د برېښنا شارټونه ورکوي او شکنجه کوي یې. ویډیو اخیستونکی شخص وروسته هماغه خونه چې خالي وي تشریح کوي چې دلته اخاذې اخیستونکي کسان تل ځوانان راولي، شکنجه کوي یې او له کورنیو یې پیسې غواړي، خو دا چې یرغمل نیونکي څوک دي، ویډيو جزئیات نه لري. کوم څوک چې دغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانانو سره د جرمني مرسته؛ طالبان: له ټولو بلاعوضه مرستو هرکلی کوو

د طالبانو حکومت وايي، د نورو هېوادونو بشري مرستي د افغانانو په ژوند مثبت اغېز لري او کولای شي د ستونزو په حل کې یې مرسته وکړي.  د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، د دوی حکومت له ټولو هغو مرستو چې د افغانانو د ستونزو د حل په موخه د بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو له خوا کېږي، هرکلی کوي. ښاغلي کریمي زیاته کړه: "اسلامي امارت له ټولو بلاعوضه او هغو مرستو چې د خلکو ستونزو حلوي، هرکلی کوي. موږ غواړو چې دا هېوادونه د افغانستان د کنګل شوېو پیسو په ازادۍ کې هم مرسته وکړی، څو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سیګار: تېره ۲۰ کلنه جګړه کې نږدې ۷۰ زره افغان سرتېري او پولیس وژل شوي

د تېرې ۲۰ کلنې جګړې د مرګ‌ ژوبلې شمېرې، هغه چې یوازې د مخکني افغان حکومت په امنیتي او دفاعي ځواکونو او بهرنیو عسکرو پورې محدودې دي.  دا شمېرې د افغانستان د بیارغاونې د څار ځانګړې ادارې خپرې کړي.  سیګار لیکي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ۶۰ تر ۷۰ زره سرتېري وژل شوي دي.  دا مرګ‌ژوبله د مخامخ جګړې، ځانمرګو بریدونو او چاودنو په پایله کې افغان سرتېرو ته اوښتې ده.  دې ادارې دا ارقام د امریکا د لوی درستیز مارک مېلې له قوله خپاره کړي دي.  د سیګار په راپور کې په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د صرافانو ټولنه: له تېرې يوې مياشتې د پیسو د راکړې ورکړې بهېر ښه شوی

د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي، له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې د پیسو د راکړې ورکړې بهېر ښه شوی دی. د دې ټولنې مرستيال حاجي داد ګل نن شنبه (د لړم په ۱۵مه) ازادي راډيو ته وويل، اوس مهال ټول هغه کسان چې په بانکونو کې اکاونټونه لري د اوونۍ ۴ سوه ډالر او په افغانيو ۳۰ زره افغانۍ ايستلی شي‌. د نوموړي په خبره، په ورته وخت کې له بهره هم د پېسو د رالېږلو پروسه ښه شوې او په ورځني ډول ډير خلک صرافيانو ته ورځي. ښاغلی دادګل وایي، که بانکونه د صرافيانو په واک زياتې پېسې ورکړي، نو دغه بهېر به د پخوا په څېر عادي شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تورخم او سپين بولدک کې د صاداراتو او وراداتو پر وړاندې ستونزې

په تورخم او سپين بولدک کې لا هم د صاداراتو او وراداتو پر وړاندې ستونزې موجودې دي او سوداګر یې له امله شکایت لري. سوداګر او د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه مشر جبار صافي ازادي راډيو ته وويل، اړوند چارواکي دې ژر تر ژره د دې ستونزې د هوارۍ لپاره اقدام وکړي. د نوموړي په خبره، د افغان سوداګرو پرمخ بايد د نورور هېوادونو دروازې هم خلاصې شي. دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د پاکستان په شمول يو شمېر ګاونډیو هېوادونو له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره خپلې پولې وتړلې. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نورستان خلک او طالب چارواکي: هېچا ته اجازه نه ورکوو چې ځنګلونه پرې کړي

په نورستان کې چارواکي او ولسونه وايي، ځنګلونه يې د سېمې ښکلا ده او چاته به اجازه ور نه کړي چې شنې ونې پرې او د دغه ولایت طبیعې ښکلا ته زیان ورسوي. د پارون قومي شورا مشر مولوي کریم الله وايي، له لسګونو کالو را په دېخوا يې د خپلې سېمې ځنګلونه د تړو او ناغو په وسېله له پرې کولو ساتلي دي او په وینا یې د لرګیو مافیا او قاچاق وړونکو ته يې وخت نه دی ورکړی چې د نورو ولایتونو په څېر د نورستان پر ځنګلونو تالان جوړ کړي. کریم الله زیاتوي: "تر اوسه د قومي تړو او ناغو په وسیله قومونه دغه ځنګل ساتلی دی. پخواني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د تاجکستان په ګډون ټولو ګاونډي هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو

د طالبانو حکومت د نړۍ د هېوادونو له خوا د دوی د رسمیت پېژندلو لپاره د هڅو په دوام وايي، د تاجکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونديو هېوادونو سره، ښه اړیکې پالل غواړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، ازادي راډیو ته وویل، ښه همکاري د سیمې په امنیت نېغ په نېغه اغیز لري او دوی غواړي له خپلو ټولو ګاونډیانو سره، په سوداګرۍ، ټرانزیټ او نورو بېلابیلو برخو کې ښه همکاري ولري. مجاهد زیاتوي: "د اسلامي امارت درېځ دا دی چې له خپلو ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري، غواړي چې ټولو سره همکار واوسي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن: د کرونا وبا په اړه انلاین غونډه جوړوو

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر وایي، د بهرنیو چارو د وزیرانو یوه انلاین غونډه به جوړه کړي. انتوني بلېنکن څرګنده کړه چې په دې غونډه کې به د کرونا وبا په اړه بحث وشي. ښاغلي بلېنکن په یوه بیان کې چې پرون خپور شو وویل، د بهرنیو چارو وزیران باید په دې برخه کې مرکزي ونډه ولري چې څرنګه د دې وبا مخه نیولی شو او راتلونکې ته چمتو کیدلی شو. په دې غونډه کې به په نړۍ کې د کرونا واکسین د وېش په اړه هم خبرې وشي. ټاکل شوې ده چې دا غونډه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په یوه ژوبڼ کې دوه هاینه په کرونا اخته شوي 

د امریکا د متحد ایالاتونو په یوه ژوبڼ کې دوه هاینه په کرونا ویروس اخته شوي دي. چارواکي وایي، دا لومړی ځل دی چې په نړۍ کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د دې څارویو د اخته کېدو خبر تائیدیږي. د کولورادو په ډینور ژوبن کې مسوولانو وویل، یو هاینه دوه ویشت کلن دی، بل یې درویشت کلن دی چې ناروغۍ لږ ستومانه کړي، پوزې یې بهیږي او ټوخیږي، خو اټکل داسې دی چې ډېر اغېز یې پرې نه دی کړی، ژر به روغ شي. د ډینور ژوبڼ په ټویټر کې څرګنده کړه چې د دغو دوو څارویو د کرونا نتیجه د کلورادو د پوهنتون د ویترنري په لابراتوار، همدا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بغداد کې د اعتراض کوونکو او پولیسو په اخ و ډب کې یو تن وژل شوی

د عراق په مرکز بغداد کې د ایراني پلوه شیعه اعتراض کوونکو او بلوا ضد پولیسو ترمنځ د اخ وډب پر مهال یو اعتراض کوونکی وژل شوی او په لسګونو کسان ټپیان شوي دي.  دا اعتراض کوونکي د عراق د تېرې میاشتې د پارلماني انتخاباتو نتیجې نه مني. دوی له څه باندې درې اونیو راهیسې د عراق د پلازمېنې زرغونې سیمې ته څېرمه پرلت وهلی دی.  پولیسو پر دې اعتراض کوونکو پرون اوښلن ګاز استعمال کړ او هوایي ډزې یې وروسته تر دې وکړې چې په لسګونو اعتراض کوونکو د پولیسو خوا ته کاڼي وار کړل او هڅه یې وکړه چې زرغون زون ته داخل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: د افغانستان په اړه د هند غونډه کې د سیمې هېوادونه ګډون کوي

هندي رسنۍ خبر ورکوي چې د افغانستان په اړه د هند په کوربتوب په جوړېدونکې غونډه کې ایران، روسیې او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو د برخې اخېستو ژمنه کړې ده. دا غونډه د چهارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې جوړیږي او هند د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. پاکستان ویلي دي چې خپل استازی دې غونډې ته نه استوي او تر اوسه چین هم په دې غونډه کې د ګډون پخلی نه دی کړی. د افغانستان لپاره د سیمې په کچه د ملي امنیت د سلاکارانو ورته دوې غونډې په ۲۰۱۸میلادي او ۲۰۱۹میلادي کلونو کې په ایران کې شوې وې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو لیکنې او تبصرې

هندوستان ټایمز هندوستان ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د هغې سیمه‌ییزې غونډې په اړه لیکنه خپره کړې چې ټاکل شوې د هندوستان په کوربه‌توب راروانه چهارشنبه (د نومبر پر ۱۰مه) جوړه شي. د لیکنې په حواله، په دغه غونډه کې به د سیمې د هېوادونو عالي رتبه امنیتي مشران سره جرګه شي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پر وروستیو تحولاتو بحث وکړي. د هندوستان ټایمز په لیکنه، که څه هم په دې غونډه کې پاکستان ته د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلي، دی په دې سرمشریزه کې برخه نه‌اخلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې امنیتي ځواکونو ۱۴۹ افغانان خپل قلمرو کې نیولي

د ترکیې امنیتي ځواکونو ۱۴۹ افغانان چې د ایران له سرحد څخه د دې هېواد قلمرو ته ننوتي وو، نیولي دي.  په هغو ویډیویي تصاویرو کې چې رویټرز خبري اژانس پرون خپاره کړل، پولیس په داسې حال کې لیدل کېږي چې دا کډوال له یوه ټرکه راکښته کوي. رویټرز وايي، دا عملیات د پنجشنبې په ورځ په بیټلیس Bitlis ښار کې شوي دي.  ترکیې له ایران سره په سرحد کې امنیتي تدابیر په دې خاطر پیاوړي کړي چې د اروپا خوا ته د غیرقانوني کډوالو د څپې مخه ونیسي.  ترکي چارواکي وايي، د دې کډوالو د انتقال په تړاو یې یو قاچاقبر هم نیولی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران د غزني د لرغونو اثارو بیارغونې ته چمتووالی ښودلی 

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په کابل کې د ایران سفیر د غزني د لرغونو اثارو په بیارغونه کې د خپل هېواد مرستې ته چمتووالی ښودلی.  د ایران ایسنا خبري اژانس پرون د لړم په ۱۴مه نېټه راپور ورکړ چې د ایران سفیر بهادر امینیان د پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته تللی و او هلته یې له سیمه ییزو چارواکو سره د لیدنو پر مهال د دې همکارۍ ژمنه وکړه. په راپور کې نه دي ویل شوي چې ښاغلي امینیان د کومې کچې مشرانو سره لیدلي دي؟  د راپور له مخې د ایران سفیر همدا راز د غزني له موزیم او ځینو لرغونو اثارو څخه لیدنه وکړه. Читать дальше...


Успенская подала иск к Киркорову, который назвал ее "попрошайкой"

Новое отделение для лечения онкобольных открылось в Балашихе

Суд в Москве арестовал замгубернатора Тюменской области Вахрина по делу о взятке

Названы самая низкая и самая высокая плата за аренду жилья в Подмосковье



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Юные музыканты из Долгопрудного выступят на выставке «Россия» на ВДНХ

Названы самая низкая и самая высокая плата за аренду жилья в Подмосковье

Сложно поверить, но Рокоссовского арестовали по доносу с обвинением в измене: Маршал даже представить не мог кто это сделал!

Новое отделение для лечения онкобольных открылось в Балашихе

Музыкальные новости

Андрей Воробьев: около 110 новых магазинов «Магнит» построят в Подмосковье

Юлия Пересильд, московский Театр на Таганке, ММОМА – участники 3-его фестиваля «Территория. Красноярск» раскрывают грани современного искусства

Путин: РФ готова к переговорам только на условиях, которые уже обсуждались ранее

Глава ВТБ Костин: футболисты «Динамо» ещё не заслужили стать чемпионами России

Новости России

Новое отделение для лечения онкобольных открылось в Балашихе

Сложно поверить, но Рокоссовского арестовали по доносу с обвинением в измене: Маршал даже представить не мог кто это сделал!

За 6 лет в Москве построят объекты суммарной площадью 14,6 миллиона квадратных метров

Юные музыканты из Долгопрудного выступят на выставке «Россия» на ВДНХ

Экология в России и мире

Какие украшения будут в моде летом 2024 – подборка стилиста «585*ЗОЛОТОЙ»

Фонд «Восход» выпустил на «Атомайз» первые в России венчурные ЦФА

Джомба, суттуг шай, кучу и другими видами чая в регионах России могут насладиться российские туристы

История без фальсификации: Шемахи в первой половине XVIII века

Спорт в России и мире

Теннисистка Андреева заявила, что хочет войти в топ-20 рейтинга WTA ради собаки

Андреевой предрекли борьбу за топ-10 рейтинга WTA в текущем сезоне

Каспер Рууд: «Не буду выступать на турнирах перед «Уимблдоном», но на нем, конечно, сыграю»

Экс-теннисист Ольховский: российские теннисисты выступили ниже ожиданий

Moscow.media

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

В Забайкалье пятерых мигрантов задержали за групповое изнасилование девочки-подростка

Военные следователи провели рейд по бывшим мигрантам в Керчи

Трасса М-12 Восток будет продлена до Тюмени в 2025 году







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *