Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2021

Новости за 21.11.2021

Pa.azadiradio.com 

افغان طالبان: د پاکستاني طالبانو-اسلام اباد خبرو کې د چا استازیتوب نه کوو

افغان طالبان وايي، د پاکستاني طالبانو او اسلام اباد ترمنځ په خبرو کې د چا استازیتوب نه کوي.   دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار، معید یوسف له جیوز نیوز سره مرکه کې ویلي، له پاکستاني طالبانو سره د روغې جوړې خبرې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په مرسته پیل شوي: "طالبانو ځواب راکړی چې موږ خبرې کوو، تاسې سم وايئ. پخوانۍ خبره خلاصه ده، موږ به د دوی هغه ډول ساتنه و نه کړو. افغان طالبان وايي، موږ هغوی سره خبرې کوو او ډېره هڅه کوو. تراوسه د مخامخ خبرو اړتیا نه‌شته، کله چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران 'ماهان'هوايي شرکت یوه سایبري حمله شنډه کړې

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ماهان په نوم د ایران  خصوصي هوايي شرکت نن خبر ورکړی چې یوه سایبري یا انټرنیټي حمله یې شنډه کړې ده. راپورونه وايي، په ایران کې د ماهان هوايي شرکت مشتریانو له هغې ډلې چې ځانونه "هوشیاران وطن" بولي، یو لیکلی پیغام ترلاسه کړی و.   په دغه پیغام کې پر هوايي شرکت د سایبري حملې ادعا شوې او ویل شوي، دا حمله ځکه شوې چې دغه هوايي شرکت د ایران له سپاه پاسداران انقلاب سره اړیکې لري.   ماهان هوايي شرکت وايي، کومه الوتنه یې اغېزمنه شوې نه ده، خو وېب سایټ یې بند شوی دی.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: ننګرهار ته له ډېر ځنډ وروسته ملکي الوتنې پیل شوې

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو چارواکي وايي، له شل کلن ځنډ وروسته نن بېرته دغه ولایت ته ملکي الوتنې پیل شوې. د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د جلال اباد هوايي ډګر ته نن له ایرانه یوه الوتکه چې بشري مرستې په کې بار وې ورسېده. تردې مخکې د ننګرهار امنیه قوماندان مولوي ندا محمد ندیم پرون ویلي وو، دغه هوايي ډګر د الوتنو لپاره پوره چمتو کړای شوی دی. تردې مخکې د ننګرهار له هوايي ډګره یوازې پوځي الوتنې کېدې. د ننګرهار فعالانو په ټولنیزو شبکو کې د دې تازه پرمختګ هرکلی کړی.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د موټر سایکل ځغلولو د نندارې څلورم دور پیل شو

د موټر سایکل ځغلولو د نندارې څلورم دور په کابل کې پیل شو . د المپیک ملي کمېټې ویاند دادمحمد ناوک ازادي راډیو ته وویل چې په دې نندارو کې ۲۰ لوبغاړو برخه اخیستې ده چې د لویانو او تنکیو ځوانانو په کټه ګوریو کې به ولوبېږي. د دې سیالیو د جوړولو هدف د موټر سایکل ځغلونې ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي. د افغانستان د موټر سایکل ځغلونې د فدراسیون د معلوماتو پر بنست دا فدراسیون اوس مهال په ۱۵ ولایتونو کې څانګې او ۶۰۰ لوبغاړي لري.

Pa.azadiradio.com 

هلمند کې د مارجې د والیبال لوبډله د سیالیو اتله شوه

‎په هلمند کې د مارجې د والیبال لوبډله د والیبال سیالیو اتله شوه. د المپیک د ملي کمېټې د معلوماتو پر بنسټ دا سیالۍ چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې، اتو لوبډلو په کې ګډون کړی وو. د سیالیو پایلوبې ته د بُست او مارجې ولسوالۍ لوبډلې ووتلې چې د مارجې لوبډلې ۳ د صفر پر وړاندې بُست لوبډلې ته ماتې ورکړه او د هلمند د والیبال سیالیو اتلولي یې وګټله. په هلمند کې والیبال سیالۍ د دې ولایت د ورزش امریت په هڅو جوړې شوې وې.

Pa.azadiradio.com 

کرونا ویروس له پرون راهیسې روسیه کې ۱۲۵۲ کسان وژلي

په روسیه کې له پرون راهیسې په کرونا ویروس د ۱۲۵۲ کسانو مړینه ثبت شوې چې تقریباً د ریکارډ تر سحطې لوړ شمېر ګڼل کېږي.  دا څلورمه پرله پسې ورځ ده چې په روسیه کې په کرونا ویروس د ډېرو کسانو مړینه ثبتېږي.   پر روسیه پراخ انتقادونه کېږي چې د کرونا وبا د عواقبو د کم اهمیته ښوولو لپاره د کرونا ویروس په شمېرو کې احتمالاً لاسوهنه کوي. د روسیې په ارقامو کې د اوکراین کریمیا سیمه هم شامله ده چې مسکو له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې ورباندې ولکه ټینګه کړې ده.  په روسیه کې نن یکشنبه د کرونا ویروس ۳۶زره ۹۷۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

سوډان: لېرې شوی صدراعظم عبدالله حمدوک بېرته پر دنده ګمارو

راپورونه وايي، سوډان منلې چې لېرې کړای شوی صدراعظم عبدالله حمدوک بېرته پر دنده وګماري.  دا اقدام وروسته تردې کېږي چې د اکتوبر میاشتې د ۲۵مې نېټې تر کودتا وروسته د څو اوونیو لپاره ناکرارۍ روانې دي.   د امه ګوند مشر، فضل الله برمه ناصر وویل، د حکومت او پوځ استازو دا هم منلې چې تر کودتا وروسته نیول شوي چارواکي او سیاستوال خوشې شي.   د ناصر په وینا، د موافقې له مخې به پخوانی صدرعظم عبدالله حمدوک د یوه تکنوکرات حکومت مشري کوي او د دې موافقې په اړه به وروسته اعلامیه ورکړل شي.   تر دې مخکې د فعالانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هالنډ کې بیا د کرونا د بندیزونو پرسر اعتراض کوونکي او پولیس سره ونښتل

هالنډ تېر ماښام یو ځل بیا د کرونا وبا د بندیزونو پر ضد د لاریونونو شاهد و . لاریون کوونکو په هاګ ښار کې پر سړکونو اورونه بل کړل، پولیس یې په ډبرو ایستل او اور شیندونکې پټاقۍ یې چوولې. له دې یوه ورځ مخکې د هالنډ بل ښار روتردام کې هم مظاهره وشوه.پر دې سربېره پلازمېنه امستردام او بریدا ښارونه هم د ګډوډیو شاهدان وو. په هالنډ کې دا مظاهرې وروسته تردې پيل شوي چې حکومت یې د کرونا د پېښو د زیاتوالي له کبله تېره شنبه نسبي قرنطین یا ټولبند اعلان کړ. هالنډ پلان لري چې هغه کسان اوس ځینو سیمو ته له تګه منعه کړي چې د کرونا واکسین یې نه دی کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

متقاعدین: طالبان دې زموږ ستونزې راحل کړي؛ طالبان: تقاعد به یې ژر ورکړل شي

ځینې متقاعدین دوی ته د تقاعد د حقوقو له نه ورکړې شکایت لري او وایي چې ورځې او میاشتې یې د تقاعد ریاست د ودانۍ مخې ته تېرې کړې، خو د تقاعد څرک یې و نه لګېد.  د دوی په خبره، د تقاعد له پیسو پرته د عاید بله هېڅ سرچینه هم نه لري او د هوا په سړیدو سره له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.   د دې متقاعدینو له ډلې محمد زمان ازادي راډیو ته وویل: "له دوو کلونو راهیسې مې د خپل تقاعد پیسې نه دي اخیستي، په دې موده کې مې څه باندې سل ځلي د تقاعد ریاست ته مراجعه کړې، خو وایي چې پیسې نشته. اوس له چارواکو غواړم چې زموږ دې ستونزې ته دې رسیدنه وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کروندګرو ښځو ټولنه: ښځینه کروندګرې اقتصادي ستونزو سره مخ دي

د افغانستان د کروندګرو ښځو ټولنه وايي، هغه مېرمنې چې په ولایتونو کې په کرنیزه برخه کې کار کوي، اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د دې ټولنې مشرې ممتاز یوسفزۍ نن یکشنبه(د لړم په ۳۰مه) ازادي راډيو ته وویل چې دا ښځې ډېرې یې د للون یا خووي، د مېوو ټولولو او د سبزیجاتو د کرلو په برخه کې په کار بوختې وې. نوموړې وايي، ډېرې دا ښځې کونډې او د خپلو کورنیو سرپرستې دي او خپلې اړتیاوې یې په کرندو کې د کارکولو له لارې پوره کولې، خو په هېواد کې له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته یې کارونه درېدلي دي. د دې ټولنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د خوراکي او سونګ توکو بیې کابو کوو

د طالبانو حکومت وايي، په هېواد کې د خوراکي او سونګ توکو نرخونه کابو کوي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه (د لړم په ۳۰مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل، په مرکز او ولایتونو کې یې ټولو ښاروالیو ته امر کړی چې د سوداګرو لګښتونه معلوم او اجازه ور نه کړي چې هغوی په خپله خوښه نرخونه لوړ کړي. نوموړي وویل، په دې برخه کې هڅې روانې دي او تر راتلونکو څو ورځو به دا ستونزه حل شي. د طالبانو حکومت داسې مهال د خوراکي او سونګ توکو د نرخونو د کنټرول خبره کوي چې د ژمي له راتګ سره ډېر خلک په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: د طالبانو حکومت زموږ په استازولۍ پاکستاني طالبانو سره پر سوله غږیږي

د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار وايي، له پاکستاني طالبانو سره د سولې په خبرو کې د طالبانو حکومت د دوی استازولي کوي.  معید یوسف له جیوز نیوز سره مرکه کې وویل، له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ملاتړ پیل شوي او روانې دي.  دی وايي: "طالبانو ځواب راکړی چې موږ خبرې کوو، تاسې سم وايئ. پخوانۍ خبره خلاصه ده، موږ به د دوی هغه ډول ساتنه و نه کړو. افغان طالبان وايي، موږ هغوی سره خبرې کوو او ډېره هڅه کوو. تراوسه د مخامخ خبرو اړتیا نه‌شته، کله چې اړتیا شوه بیا به ګورو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شفافیت د څار بنسټ: طالبان دې د ځمکو د غصب ستونزه بنسټیزه هواره کړي

په تېرو نېږدې درې لسیزو کې د وسله والو او زورواکو له خوا د ځمکې غضب د افغان حکومتونو پر وړاندې یوه لویه ننګونه وه. اوس د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ د طالبانو له واکمن حکومته غواړي چې د ځمکو د غصب او د شخړو د حل لپاره یې بنسټیز ګامونه پورته کړي. د دغه بنست مشر سید اکرام افضلي ازادي راډیو ته وویل، دا کار د عدلي او قضايي ارګانونو په پیاوړي کولو او په ټوله کې د قانون حاکمیت په غښتلی کولو سره شونی دی. افضلي وويل: "تېر حکومت د پراخ فساد او د مافیایي کړیو د ځواک له امله د دغې ستونزې په مخنیوی کې پاتې راغلی وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي محکمه: کروېشیا دې د افغان ماشومې د مړینې تاوان ورکړي

په یوه ترافیکي پېښه کې د یوې افغان ماشومې له وژل کېدو وروسته د اروپا د بشري حقونو محکمې حکم ورکړ چې کروېشیا باید د هغې کورنۍ ته تاوان ورکړي. د ۲۰۱۷ میلادي کال په نوومبر کې شپږکلنه افغان ماشومه مدینه حسیني وروسته له دې چې د کروېشیا پولیسو د هغې کورنۍ ته له دې هېواده د وتلو امر وکړ د شپې په تیاره کې رېل ګاډي ووهله. د اروپا محکمې اوس پرېکړه کړې چې د مدینې د بشري حقونو سرغړونه شوې او د کروېشیا حکومت باید د هغې کورنۍ ته ۴۰ زره یورو غرامت ورکړي.

Pa.azadiradio.com 

حوثي یاغیان وايي د عربستان پر شمېر ځایونو یې بریدونه کړي

په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمن حوثي یاغیان وايي، په جده کې د سعودي عربستان د تېلو د ملي شرکت په ګډون یې په دغه هېواد کې پر یو شمېر هدفونو بریدونه کړي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، حوثیانو پرون شنبې وویل چې دا بریدونه یې د ۱۴ بې پېلوټه الوتکو په وسیله کړي دي. سعودي عربستان د دغو بریدونو د تائید په ترڅ کې ویلي چې د هوايي دفاع رادارونو یې په جنوب کې ۳ بې پېلوټه الوتکې او ۷ نورې د یمن په خاوره کې ویشتي دي. د سعودي عربستان د تېلو ملي شرکت ارامکو هم تائید کړې چې دغو حملو ته به ډېر ژر ځواب وویل شي.

Pa.azadiradio.com 

غزني کې لاس تر زنې ناست تابوت جوړوونکي‎‎

سمیع الله چې د غزني په ښار تابوتونه جوړوي وايي، په دې ورځو کې یې کار روزګار نه کیږي. دی زیاتوي که له یوه خوا خپل کاروبار ته اندېښمن دی خو له بلې خوا بیا خوشحال دی ځکه په وینا یې دې ښار کې وژنې بندې شوي دي. دی وايي، دلته د ټولو هغه کسانو کاروبار په ټپه ولاړ دی چې تابوتونه جوړوي.  نور حال د لاندې لینک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

دوه لکه افغان ښوونکي: داخلي او بهرني مراجعې زموږ معاش راکړي

څه باندې ۲ لکه افغان ښوونکو له روان بشري بحرانه د وتلو لپاره کورنیو او بهرنیو مراجعو ته په یوه لیک کې د مالي مرستې غوښتنه کړې ده. ښوونکو په دغه لیک کې د طالبانو له حکومت او نړیوالو موسسو غوښتي چې په اوسنیو سختو او حساسو شرایطو کې دوی ته معاش ورکړي. په لیک کې ویل شوي چې چارواکي باید د تعلیمي نظام د سقوط د مخنیوي لپاره نېک او جدي ګامونه واخلي. یو شمېر ښوونکي وايي چې د کورونو کرایې یې نه دي ورکړي او اکثره د پیسو نه لرلو له کبله د کرايي موټرو پر ځای ښوونځیو ته پلې ځي. په همدې حال کې پرون د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د خلکو ناقانونه کډوالۍ او ځینو ادارو اندېښنې

له افغانستانه د خلکو ناقانونه او په قاچاقي ډول کډوالۍ د بشري حقونو د یو شمېر ادارو اندېښنې راپارولي دي.  دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکنېدو سره په زرګونو افغانانو کډوالیو ته مخه کړې ده.  خو طالبان بیا له خلکو غواړي چې د دوی له لوري ورته ستونزې نشته او په خپل هېواد کې پاتې شي.

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن: د اوکراین پر پوله د روسیې پر پوځي فعالیت اندېښنه لرو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، هېواد یې د اوکراین پر پوله کې د روسیې د پوځي فعالیتونو په اړه اندېښنه لري. ده د روانې میاشتې په اتمه نېټه هم خبرداری ورکړی و چې روسیه ممکن د ۲۰۱۴میلادي  کال په شان بیا د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه وکړي او بیا هم په دروغو ادعا وکړي چې اوکراین ملامت دی. ښاغلي بلېنکن چې څو افریقايي هېوادونو ته په سفر وتلی دی، په سینګال کې د خبرو په ترڅ کې د مسکو اقدامات غیر عادي وبلل. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په دې اندېښنه کې د امریکا اروپايي متحدان له واشنګټن سره شریک دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پولنډي چارواکي: بېلاروس پناه غوښتونکي هڅوي چې پولنډ ته واوړي

د پولنډ چارواکي پر بېلاروس تور پورې کوي چې پناه غوښتونکي هڅوي چې له پولي یې پولنډ ته واوړي. د پولنډ دفاع وزیر ماریوش بلاشچاک پرون وویل، تمه لري په پوله کې بد وضعیت پای ته ورسېږي، خو بېلاروس وايي چې د پولي وضعیت کړکېچن دی. د پولنډ دفاع وزیر همدا راز وویل، دې حقیقت ته په کتو چې ستونزه به میاشتې – میاشتې نور هم دوام وکړي، باید ځان چمتو کړي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې نیول شوې یوه چکۍ ماډله بېرته خوشې شوه

یوه چکۍ ماډله چې په ۲۰۱۹ میلادي کال د مخدرو موادو د قاچاق په جرم په پاکستان کې په ۸ کاله بند محکومه شوې وه، وروسته له دې چې روانه میاشت یې برات ترلاسه کړ، خوشې شوه.  د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه ټویټ کې وویل، په اسلام اباد کې به د چک سفارت له تیریزا هلوسکوفا سره مرسته وکړي. هلوسکوفا د ۲۰۱۸ میلادي کال په جنورۍ کې د لاهور په هوايي ډګر کې هغه مهال ونیول شوه چې پولیسو یې په بکس کې نژدې ۹ کیلو هیروین وموندل.   دا د متحده عربي اماراتو له لارې ایرلنډ ته روانه وه.  دې ۲۵ کلنې ماډلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د کډوالو غیرقانوني وتل؛ په ژمي کې هم دا لړۍ توده روانه ده

له افغانستانه د خلکو ناقانونه او په قاچاقي ډول کډوالۍ د بشري حقونو د یو شمېر ادارو اندېښنې راپارولي دي. که څه هم دا بهیر له تېرو ۴۰ کلونو را په دېخوا روان دی چې ډېری لاملونه یې په دغه هېواد کې د ناامنیو، بې کارۍ او کورنیو جګړو شتون دی. مخکې کلونو کې به د قاچاقي کډوالیو لړۍ د ژمي په موسم کې د سړو له امله درېدله، خو سږکال پر ټول افغانستان د طالبانو واکمنۍ سره خلک ان دې ته چمتو دي چې په ژمي کې هم که په قانوني توګه له هېواده ونه وځي او ناقانونه کډوالۍ غوره کوي. د افغانستان د لویې څارنوالۍ یو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نشنل هیرالډ: د افغانستان د جام منار د نړېدو له خطر سره مخامخ دی

نشنل هیرالډ نشنل هیرالډ ورځپاڼې د افغانستان د جام منار په اړه لیکنه خپره کړې ده.  ورځپاڼې لیکلي، دا منار چې یونسکو په ۲۰۰۲ کې د نړیوالو میراثونو په لېست کې شامل کړی، د نړېدو له خطر سره مخامخ دی.  دا منار په غور ولایت کې د هریرود سیند په غاړه دی او د سیند اوبه یې کال په کال توږي.  نشنل هیرالډ ورځپاڼه وايي، که دغه منار ته توجه ونه شي، ژر به ونړېږي او دا به لوی شرم وي.  د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالحی وايي چې یونسکو باید د دغه منار د نړېدو مخه ونیسي.  په تېرو شلو کلونو کې د دغه منار د نړېدو د مخنیوي لپاره ‌ډېرې هڅې شوي. Читать дальше...


Москва и Дамаск близки к долгожданной победе в Сирии, а Турция и США могут испытать горечь поражения.

Арт-знакомство «Искусство должно давать счастье и радость»

Собянин поздравил победителей городского конкурса в сфере культуры и искусства

Потерпевшими по делу о теракте в «Крокусе» признали более 1,7 тысячи человек



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Москве на 2 июня объявили «желтый» уровень опасности из-за жаркой погоды

Экстренное предупреждение объявили в Москве из-за надвигающейся непогоды

Минобороны Турции: Анкара выведет войска из Сирии в случае безопасности границ

Москва и Дамаск близки к долгожданной победе в Сирии, а Турция и США могут испытать горечь поражения.

Музыкальные новости

Спортсмены Улан-Удэнского ЛВРЗ стали победителями региональной спартакиады

НА ДЕТСКОМ ФЕСТИВАЛЕ ИСКУССТВ «НЕБО» СОСТОИТСЯ 5 ПРЕМЬЕР И ПОКАЖУТ НОВИНКИ ОТ ВЕДУЩИХ МОСКОВСКИХ ТЕАТРОВ

Путин назвал безобразием изъятие детей из-за неработающей печки под Красноярском

Уссурийский ЛРЗ расширяет форматы промышленных экскурсий на предприятие

Новости России

У американцев пока все никак не получается запустить космический корабль Boeing. Очередной запуск отменили за четыре минуты до старта

Стали известны все участники РПЛ сезона-2024/2025

Фотопрогулка по советским городам. Классная серия!

Арт-знакомство «Искусство должно давать счастье и радость»

Экология в России и мире

Улыбка сделала слушателя «Юмор FM» миллионером

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Всеармянский союз «Гардман-Ширван-Нахиджеван» осуждает лживое заявление президента Азербайджана Алиева

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов

Спорт в России и мире

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции

Вице-президент ФТР Селиваненко: у Рублева не пошла игра с Арнальди

Теннисистка Петрова: Хачанов совершил недопустимую ошибку на "Ролан Гаррос"

Арина Соболенко повторила уникальное достижение Азаренко на турнирах «Большого шлема»

Moscow.media

В Петербурге суд оправдал владельца транспортных средств, который давал взятки сотруднику ГИБДД

Книжные новинки, лаборатория текста и иллюстраций — ждут гостей Московского детского фестиваля искусств «НЕБО»

ALMI Partner и «Даком М» будут совместно развивать и продвигать отечественные ИТ-решения

Доступный, летний, твой – StarLine A60 BT GSM ECO







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *