Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2021

Новости за 20.11.2021

Pa.azadiradio.com 

طالبانو کابل کې په نشو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ چټکه کړې

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې په بېلابېلو نشو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ چټکه کړې ده. دغه وزارت پرون وویل چې د یوې اوونۍ په لړ کې د کابل له څو برخو تر ۲۷۰۰ ډېر روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدولي دي. دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، هڅې روانې دي چې د روږدو کسانو د ژوند ښېګڼې ته مناسبې حل لارې پیدا کړي. وزارت نه دي ویلي چې دغه روږدي کسان به د چا په مالي لګښت تداوي کېږي او تداوي به یې څومره وخت دوام کوي؟

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي: د ننګرهار هوايي ډګر کورنیو او نړیوالو الوتنو ته چمتو شوی

د ننګرهار اوسېدونکو د هغه خبر هرکلی وکړ چې ویل شوي د دغه ولایت هوايي ډګر کورنیو او نړیوالو الوتنو ته چمتو شوی دی. پرون د ننګرهار امنیه قوماندان، مولوي ندا محمد ندیم د دغو الوتنو د پیل په اړه محلي رسنیو ته وویل: "دغه هوایي میدان پوره د پروازونو لپاره اماده دی، نه امنیتي او نه هم تخنیکي ستونزه شته، د اسلامي امارت د اصولو مطابق هرڅوک کولای شي له دې میدانه ګټه واخلي." نوموړي وویل، ټاکل شوې وه پرون د ایران یوه الوتکه دغه هوایي ډګر کې ناسته وکړي، خو په خبره یې په ایران کې د کومې ستونزې له کبله دا الوتنه ترسره نه شوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ بورډ: د افغانستان او زبمبابوې ترمنځ به څو سیالۍ وشي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د زیمبابوې په کوربه ­توب به د افغانستان او زبمبابوې ترمنځ د کرکټ څو مسابقې وشي. کرکټ بورډ پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په زبمبابوې کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ درې پنځوس اووره یا یو ورځنۍ او پنځه شل اووره مسابقې وشي. د اعلامیې په حواله دغه مسابقې به د ډسمبر میاشتې له نیمايي پیل او د ۲۰۲۲میلادي کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټه دوام کوي.

Pa.azadiradio.com 

چین: تراوسه د ځڼغوزو لس الوتکې له کابله راغلي دي

د افغانستان لپاره د چین سفیر ویلي، تراوسه د ځڼغوزو لس الوتکې د کابل له خوا ورغلي دي.  وانګ یو ( Wang Yu) پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دا ځڼغوزي چین کې ښه بازار لري او په خبره یې یوازې څو دقیقو کې ۲۶ ټنه وپلورل شول. د چین سفیر له افغانستان سره د سوداګرۍ او پراختیایي برخو کې د ګډې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.  چین په سیمه کې د افغانستان د ځڼغوزو لوی پیریدونکی دی او دوه کاله وړاندې یې خصوصي سکټور له افغانستان سره په پنځو کلونو کې د ۶۲ زره ټنه ځڼغوزو د اخیستو تړون لاسلیک کړ.  طالبانو شل ورځې وړاندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لوېډ اسټن: ایران موږ ټول له جدي امنیتي ازمېښتونو سره مخامخوي

د امریکا د دفاع وزیر د 'بې ثباته کوونکو اقداماتو' او په خبره یې له ترهګرۍ نه د ایران د ملاتړ په اړه ژوره اندېښنه وښوده.  لوېډ اسټن پرون شنبه د ' د منامه خبرو' په کلنۍ غونډه کې چې د بحرین په پلازمېنه منامه کې جوړه شوې وه وویل: "ایران موږ ټول له جدي امنیتي ازمېښتونو سره مخامخوي چې دا د هستوي اقداماتو له پولو اوړي، ایران په دې سیمه او بهر شخړو ته لمن وهي او د ټولو سوله او ثبات کمزوری کوي. د ایران ګاونډیو هڅه کړې چې خبرې او اړیکې ښې کړي، موږ له دوی نه بشپړ ملاتړ کوو، موږ له ایرانه غواړو چې د تاوتریخوالي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران: له نیمایي زیات وګړي یې د کووېډ-۱۹ پرضد واکسین شوي

د ایران د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې خپل له نیمایي زیات وګړي یې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پرضد واکسین کړي دي.  دوی پرون وویل چې دغه هېواد کې په کرونا د اخته کېدو او له کبله یې د مړینې شمېرې هم په کمېدو دي.  فرانس پرېس خبري اژانس د ایران د عامې  روغتیا د شمېرو پر بنسټ وایي، د ایران د ۸۳ میلیونه نفوس له ډلې ۴۴ اعشاریه دوه میلیونو دوه ډوزه او ۱۲ اعشاریه ۲ میلیونو یې یو ډوز واکسین کړی دی.  ایران له  بېلابېلو واکسینونو، له هغې ډلې د چین له سینوفارم واکسین نه ګټه اخلي.  په منځني ختیځ کې ایران د کرونا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اتریش، هالنډ، چک او بریتانیا کې خلکو د کرونا د بندیزونو پرضد مظاهرې کړي

د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو.اېچ.او' په اروپا کې د کرونا د زیاتېدونکو پېښو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.  چک او سلواک جمهوریتونه د اروپا هغه هېوادونه دي چې د کرونا ورځنۍ پېښې په کې بې سارې کچې ته لوړي شوي دي.  ځینو اروپایي هېوادونو د دغې وبا د مهارولو لپاره بندیزونه لګولي او یو شمېر نور په ورته لارو چارو غور کوي.  دې ترڅ کې په اتریش کې د نوومبر له ۲۲مې نېټې ورهاخوا عمومي قرنطین یا ټولبند اعلان شوی دی.  د اتریش صدر اعظم الکساندر شالنبرګ په ویانا کې خبریالانو ته وویل، اتریش د لویدیځې اروپا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

متحده عربي اماراتو بېرته کابل کې خپل سفارت پرانیست

طالبان وایي، د سیمې او نړۍ د هېوادونو له خوا په کابل کې د سفارتونو بیا پرانیسته د دوی حکومت ته د مشروعیت ورکولو ګامونه دي.  دې ترڅ کې پرون شنبه متحده عربي اماراتو کابل کې خپل سفارت پرانیست.  د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق پر خپله ټویټرپاڼه دا خبر ورکړی دی او لیکلي یې دي 'امارات او افغانستان پخوانۍ ښې اړیکې لري، باید لا غښتلې او پياوړی شي."  بل لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون شنبه د مالیزیا ( Bernama) خبري شبکې ته ویلي، جرمني به هم همدا اوونۍ کابل کې خپل سفارت پرانیزي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو واکمني؛ د اسیې محرابي 'زما ذات' تازه سندره

'زما ذات' د افغان سندرغاړې اسیه محرابي نوې سندره چې ښايي پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د یوې افغان ښځینه سندرغاړې لومړنۍ سندره وي. 'زما ذات' سندره تر ډېره په افغانستان کې د ښځو د وروستیو وضعیت بیانونکې هم ده. اسیې په دې سندره کې د درې ښځینه شاعرانو شعرونه سره یوځای کړي دي. د اسیې په خبره، موسیقي کله هم نه مري، که په افغانستان کې ورته نن سبا زمینه نه ده برابره، خو له هېواد بهر، شته داسې سندغاړي چې دې هنر ته کار وکړي. هغه احساس چې په مشهوره وینا 'له زړه پورته کېږي، په زړه کیني'... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان؛ د افغان کارتونیست لپاره نوې سوژه

د طالبانو په بیا واکمنیدو سره د حفیظ الله افضلي د طنز سوژې بدلې شوې دي. د طنزي درې بعدي ویډیوګانو دا جوړونکی اوس ډېرې ویډیوګانې د افغانستان پر نویو واکمنو جوړوي. حفیظ افضلي په ۲۰۰۰ م میلادي کال کې چې طالبان واکمن وو له افغانستان څخه وتلی، او اوس په فنلنډ کې ژوند کوي. په دې راپور کې به له دې افغان هنرمند سره نور هم اشنا شئ

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د دولتي ادارو د کارکوونکو د ۳ میاشتو معاشونه به یوځای ورکړو

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت چارواکو ټولو دولتي کار کوونکو ته اعلان وکړ چې سر له نن شنبې به یې د درې میاشتو تنخواګانې یو ځای ورکړل شي. د دغه وزارت ویاند احمد ولي حقمل په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې دوی د دولتي ادارو د کار کوونکو د معاشونو لپاره یو مشخص سکېل هم جوړ کړی دی چې هر چا ته به یې د دندې پربنسټ معاش ورکول کېږي. حقمل زیاته کړه: "ښه خبره دا ده چې نن د معاشونو اجرات پیلوو، ادارې دې خپل استقاقونه اړونده مستوفیتونو ته واستوي چې د تنخواګانو ورکړه پیل شي، بل دا چې پخوا د تنخواګانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا ته د طالبانو ځواب: له اقتصادي ناورینه د فشار په توګه کار مه اخلئ

داسې ښکاري چې له امریکايي پلاوو سره د طالب چارواکو دوو رسمي غونډو د اړیکو ښه کېدو او ترخوا یې د باور جوړېدو سره چندان ډېره مرسته نه ده کړې. د کانګرس تر دره د طالبانو د لاس غځېدل او په غبرګون کې یې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي تُند ځواب د دې خبرې ښکاروندوي کوي. خو طالبان لا هم فکر کوي چې امریکا پرې له ځینو مسایلو، له ډلې یې په دې هېواد کې د روان بشري او اقتصادي ناورین د فشار په توګه کار اخلي. د طالبانو حکومت دا څرګندونې د افغانستان لپاره د متحده‌ ایالاتو د ځانګړي استازي ټوماس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې له بانکونو د پیسو اخیستل، لا هم یوه ستونزمنه چاره ده

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او د خصوصي بانکونو له بیا ځلي پرانیستل کېدو نږدې درې میاشتې وروسته لا هم، له بانکونو د پیسو اخیستل یوه ستونزمن کار دی او خلک په ستونزو کې دي. هغوی چې په بانکونو کې یې پیسې پاتې دي وايي، کله کله خو تر ۲۴ ساعتونو د بانکونو ترمخه د نوبت اخیستلو لپاره په جوړ شوېو کتارونو کې انتظار باسي، څو بانک ته دننه شي. دوی نیوکه کوي چې د بانکونو خدمتونه لا هم د دوی غوښتنو ته ځواب ویونکي نه دی. غلام قادر وايي، کله چې پیسې اخلي، د سهار له پنځو بجو کتار کې ځای نیسي، څو بانک ته ننوځي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي: د چین د ویزو ستونزه سوداګري اغېزمنه کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع خونې چارواکي وايي، افغان سوداګرو ته د چین د ویزې نه ورکړې، یاد هېواد سره د دوی سوداګرۍ اغېزمنه کړې ده. د دې خونې سرپرست يونس مومند نن شنبه (د لړم ۲۹مه) ازادي راډيو ته وويل، د دې ستونزې د هوارۍ لپاره يې په کابل کې د ‌چين له سفير سره خبرې کړي دي. ښاغلي مومند وويل، د چين سفير ژمنه کړې چې د افغان سوداګرو د ويزې ستونزې به ژر حل کړي. د نوموړي په خبره، په داسې حال کې چې له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې چين ته د زڼغوزیو صادارت پيل شوي، د ويزو د ستونزې په حل سره به د‌ دواړو هېوادونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د دولتي کارکوونکو د ۳ میاشتو معاشونه به یوځای ورکړو

د طالبانو د حکومت  د مالیې وزارت وايي، د دولتي کار کوونکو د درې میاشتو معاشونه به یو ځای ورکړي.   د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل  نن په کابل کې يوې خبري غوندې ته وویل، دا معاشونه د سنبلې، میزان او عقرب میاشتو معاشونه دي.  د نوموړي په خبره د دغو معاشونو په ورکړه کې ځنډ له دې امله راغی چې مخکني نظام کې تعادل نه و ساتلی او اوس یې دوی د نوې کړنلارې له مخې ورکوي چې دا کړنلاره د طالبانو د حکومت د وزیرانو شورا تصویب کړې ده.  خو د دغې کړنلارې په اړه یې ډېر جزییات ورنه کړل.  د یادونې وړ ده چې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'زما ذات' پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د اسیې تازه سندره

'زما ذات' د افغان سندرغاړې اسیه محرابي نوې سندره چې ښايي پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د یوې افغان ښځینه سندرغاړې لومړنۍ سندره وي. 'زما ذات' سندره تر ډېره په افغانستان کې د ښځو د وروستیو وضعیت بیانونکې هم ده. اسیې په دې سندره کې د درې ښځینه شاعرانو شعرونه سره یوځای کړي دي. خو درې شعره ولې په یوه سندره کې؟ اسیه یې په اړه وايي: "محتوا یوه ده او احساسات د درې ښځو دي، یعنې د دوی د ټولو د ژوند جغرافیې بدلې دي، خو حالت او احساس یې یو دی او دا زما لپاره ډېره مهمه وه." د اسیې په خبره،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرنې وزارت: د ننګرهار د زيتونو فابريکې ستونزې به ژر حل شي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، د‌ ننګرهار د زيتونو د تولید فابريکې ستونزو ته به ډېر ژر رسېدنه وشي. په هغه خبر پاڼه کې چې نن شنبه (د لړم په ۲۹مه) د دغه وزارت له خوا په دې اړه خپره شوې راغلي چې ننګرهار ته د دوی تللي پلاوي د يادې فابريکې ستونزې له نږدې څيړلي او ژر به يې د حل لپاره اقدام وشي. ویل کېږي چې په ننګرهار کې د زيتونو د تولید فابریکه په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته له مالي او تخنيکي ستونزو سره مخ ده. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې سره له دې چې دغه فابريکه ستونزې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوراکي توکو بیې په چټکۍ سره لوړیږي.

په ټول افغانستان کې د خامو موادو په ځانګړې توګه د خوراکي توکو بیې په چټکۍ سره لوړیږي. په ځینو مواردو کې، بیې د مخکنیو دریو میاشتو په نسبت دوه چنده شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان صدراعظم او د اذربایجان ولسمشر راتلونکې میاشت سره ګوري

اروپایي ټولنه خبر ورکوي چې د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان او د اذربایجان ولسمشر الهام علییف به راتلونکې میاشت په بروکسل کې سره وویني. اروپایي ټولنې په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ څرګنده کړه چې دې دواړو مشرانو منلې ده چې د سیمې پر وضعیت به بحث سره کوي او د قفقاز په جنوب کې به د شخړو د پای ته رسېدو او ثبات پر لارو چارو غږیږي. ټاکل شوې ده چې دا غونډه د ډسمبر په پنځلسمه ترسره شي. دا به د ناګورنو قره باغ پرسر د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د تېرکال له ۴۴ ورځنۍ جګړې را وروسته د پاشنیان او علییف درېیمه مخامخ کتنه وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هالنډ کې ځینو خلکو د کرونا د مخنیوي پر نویو تدابیر اعتراض وکړ

مظاهره چیانو د هالند روتردام ښار په مرکز کې تېره شپه د کرونا وبا د مخنیوي پر نوېو تدابیر اعتراض وکړ. وروسته تردې چې اعتراض کوونکو د پولیسو موټرو ته اور واچاوه او پر پولیسو یې بېلابېل شیان وار کړل، پولیسو د خبرداري ډزې وکړې او پر اعتراض کوونکو یې اوبه وشیندلې. د پولیسو په ګډون اووه تنه ټپیان شوي او پولیسو په لسګونو کسان نیولي دي. حکومت له خلکو غوښتي دي چې کله کومې ودانۍ ته، لکه رسټورانټ، کافي شاپ یا بار ته ننوځئ باید یا د کرونا واکسین سند ولرئ یا هم له کرونا د رغېدو پاڼه ورسره وي. د هالنډ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي پوځي روغتون ته انتقال شو

د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي پوځي روغتون ته انتقال شو او د ده د مدافع وکیل او ډاکټر په وینا له دې سره به ښاغلی ساکاشویلي  د نه خوړو پنځوس ورځنی اعتصاب پای ته ورسوي.  ساکاشویلي تېره شپه په ګوري ښار کې یوه پوځي روغتون ته ولېږدول شو. د ده د روغتیا په باره کې اندېښنې په زیاتېدو دي.  مخکې د ده مدافع وکیل نیکا ګوارامیا ویلي و چې ۵۳ کلن ساکاشویلي منلې ده چې هله به له اعتصابه لاس واخلي چې پوځي روغتون ته یې یوسي.  پرون په پلازمېنه تبلیسي کې په سلګونو اعتراض کوونکي راټول شوي وو او دا غوښتنه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د افغان ماشومانو وضعیت دومره بد نه‌دی څومره یې چې نړیوال تبلیغوي

په داسې حال کې چې نړۍ نن د ماشومانو ورځ نمانځي د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف ویلي، سږ دا ورځ د افغان ماشومانو لپاره توره ده او نه یې نمانځي. یونېسف دا ورځ ځکه افغان ماشومانو ته توره ګنلې چې په خبره یې سږ په افغانستان کې نېږدې ۱۴ میلیونه ماشومان لازمو خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري او له یو میلیونو زیات د قحطۍ له جدي ګواښ سره مخ دي. خو په افغانستان کې واکمن د طالبانو حکومت وايي، وضعیت دومره هم ترینګلی نه دی چې دغه سازمانونه یې تصویر خپروي او که ستونزې ډېرېږي هم، مسووله یې نړیواله ټولنه ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو لیک ته د امریکا غبرګون: پر اقتصادي او بشري کړکېچ سترګې پټې شوي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالاتونو ځانګړي استازي توماس وېسټ د طالبانو د هغه لیک په اړه غبرګون ښکاره کړی دی چې کانګرس ته یې د افغانستان د میلیارډونو ډالرو اسعاري زېرمو د خوشې کېدو لپاره استولی و. ښاغلي وېسټ تېره شپه په ټویتر کې لیکلي دي چې په دې لیک کې د افغانستان د اقتصادي او بشري کړکیچ په اړه پر حقایقو سترګې پټې شوي دي. د ده په وینا، له بده مرغه افغانستان د اګست د میاشتې له نیمایي را وروسته له یوه سخت بشري بحران څخه کړیږي. ده زیاته کړه چې جګړې، وچکالۍ او کرونا وبا دا وضعیت نور هم خراب کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګارډین: د افغانستان ستونزې باید د استرالیا د جنګي جرمونو د غرامت ځنډولو سبب نه‌شي

نیوز تریبیون د امریکا چاپ نیوز تریبیون ورځپاڼې د هغو افغانانو په اړه لیکنه خپره کړې چې له افغانستانه تښتي او هڅه کوي امریکا ته لاړ شي. نیوز تریبیون د امریکا د فدرالي حکومت د چارواکو په قول لیکلي، لږ مخکې تر دې چې طالبان افغانستان ونیسي، تر ۲۸ زره ډېرو افغانانو د موقت وخت لپاره په امریکا کې د اوسېدو لپاره د ویزو تقاضاوې کړې وې، خو یوازې ۱۰۰ تنو ته ویزې ورکړل شوې.   د امریکا د مهاجرت او تابعیت د خدماتو اداره د پناه غوښتونکو د شمېر د ډېروالي او د خپلو کارکوونکو د کموالي له کبله له ستونزو سره مخامخ ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام: ۲۳ میلیونه افغانانو ته ورځني خواړه نه رسېږي

د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي له رارسېدو سره سم په افغانستان کې د غذايي بې امنیتۍ د عواقبو په اړه خبرداری ورکوي.  په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې مري ایلین مک ګرووارتي پر ټویټر په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، په افغانستان کې شااوخوا ۲۳ میلیونه کسانو ته ورځني لازم خواړه نه رسېږي: " نن په افغانستان کې له سخت ژمی سره مخامخ یو. ډېری خلک چې ما لیدلي راته ویلي یې دي چې د ژمي له راتلو څخه وېرېږي ځکه د غذايي موادو بیې لوړې شوي، د سونګ موادو بیې لوړې شوې او کارونه هم نه شته. دوی نه پوهېږي چې له... Читать дальше...


Володин: отказ в визе для участия России в ПА ОБСЕ связан с боязнью правды

Воробьев: в Подмосковье уже не осталось обманутых дольщиков

«ВкусВилл» остановил поставки «Гастропорта» после отравления москвичей

Тверская область примет участие в Международной социально-культурной программе «Народы БРИКС выбирают жизнь»



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Следователи начали допрос работников СИЗО в Ростове после захвата заложников

«Московская техническая школа» открыла три курса ...

Страны Балтии будут совместно развивать водородную инфраструктуру

Начались работы по остеклению и отделке фасадов дворца бракосочетания в Митине

Музыкальные новости

Почти 40 пар поучаствовали в турнире по конкуру на Кубок Гагарина в Щелкове

Звезды оперной сцены представят I Международный фестиваль «Мир классического романса»!

Муфтий Гайнутдин пожелал Путину помощи Аллаха для побед

Кинопродюсер.

Новости России

ФАС выявила медицинские картели при поставках для нужд реабилитации бойцов СВО

Бывший чиновник Минсельхоза Олег Донских задержан в Истре после 12 лет розыска

Теории эволюции не существует. Просто список животных, которым Мартин Шкртел позволяет жить

Володин: отказ в визе для участия России в ПА ОБСЕ связан с боязнью правды

Экология в России и мире

Российская компания «Ревилайн» в Йошкар-Оле выпустила новый стационарный ирригатор RL 150

Концертный директор для музыкантов. Концертный директор для певцов. Концертное агентство в Москве. Букинг агентство. Организация концертов и гастролей.

Smena SS-2024

Modest fashion day 2024

Спорт в России и мире

Скачков и Тайлакова выиграли соревнования по настольному теннису на Играх БРИКС

Лучший теннисист Казахстана узнал позицию в обновленном рейтинге ATP

Саснович победила на старте квалификации турнира WTA-500 в Берлине

Медведев и Сафиуллин сыграют в паре на турнире в Галле

Moscow.media

В Екатеринбурге начался второй этап опрессовок

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Закат на Катуни

Heroje H288BW- портативный сканер штрих-кодов с интерфейсом Bluetooth







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *