ارزګان کې معتادین: د نشهيي موادو خرڅوونکي دې ونيول شي
د افغانستان په جنوبي ولایت ارزګان کې د (inl) په نوم د یوې غیري دولتي مؤسسي لهخوا په لومړي ځل د معتادینو لپاره ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو. د دې روغتون مشر ډاکتر قدرتالله محمدي وايي چې دوی په وړیا ډول د معتادینو درملنه کوي. ډاکتر محمدي زیاتوي: "په دې روغتون کې به یو معتاد ۴۵ ورځې بستري کېږي، له هغه وروسته به يو کال هغه په خپل کور کې زموږ لهخوا تر څارنې لاندې وي. تر اوسه زموږ روغتون ۲۰ بستريز دی، که مو د درملنې پروسه بریالۍ شوه او د خلکو غوښتنې زياتې وي، په هغه صورت کې به دا روغتون ۰ ۷ بستريز کړو... Читать дальше...