چودري: د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبان پر اوربند سلا شوي
د پاکستان د اطلاعلاتو وزیر فواد چودري وايي، حکومت او د پاکستاني طالبانو تحریک پر بشپړ اوربند سلا شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چودري وویل چې له پاکستاني طالبانو سره د حکومت خبرې د پاکستان د اساسي قانون پر اساس روانې دي. ده وویل چې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ خبرې د افغانستان د موقت حکومت په مرسته پیل شوي دي. مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو چې د طالبانو د کورنیو چاروسرپرست وزیر سراج الدین حقاني توانېدلی چې پاکستاني طالبان د پاکستان له حکومت سره خبرو ته کښېنوي.... Читать дальше...