Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2021

Новости за 11.11.2021

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس ګاونډي اروپایي هېوادونه: د کډوالو ناورین ممکن په پوځي شخړه واوړي

له بلاروس سره پر پوله پرتو اروپایي هېوادونو خبرداری ورکړی چې دغلته د کډوالو ناورین ممکن په پوځي شخړه واوړي.  دا په داسې حال کې ده چې د بلاروس او پولنډ ترمنځ پوله کې سلګونه پناه غوښتونکي د خوړو له کمښت او یخې هوا سره مخامخ دي او هڅه کوي چې پولنډ ته واوړي.  په دغو پناه غوښتونکو کې د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا اتباع شامل دي.  پولنډ پر بلاروس تور پورې کړی چې د سرحدي لانجو په برخه کې د "دولتي ترهګرۍ " رول لوبوي. د پولنډ د دفاع وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، د بلاروس له‌خوا ورغلو پناه غوښتونکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: نړۍ باید له افغانستان سره راکړه ورکړه زیاته کړي

اسلام اباد نن ( پنجشنبه) د ترویکا پلس په نوم د هېوادونو د غونډې کوربه و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي او د افغانستان لپاره د امریکا، چین او روسیې ځانګړو استازو په دې غونډه کې برخه درلوده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې وویل نړۍ باید نه یوازې له طالبانو سره راکړه ورکړه وساتي بلکې زیاته یې کړي.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې '۳۷ مرکزونه' تړل شوي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې په هېواد کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې ۳۷ مرکزونه تړل شوي دي. د دغو مرکزونو د فعاليت د درولو لامل د کافي تجهيزاتو نشتوالى او د معاشونو نه‌ورکول دي. د عامې روغتیا وزارت د خدماتو مرستیال عبدالباري عمر د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرکزونه مخکې د نړیوال بانک له‌خوا تمویل کېدل او اوس‌یې د فعالیت د بندولو امر ورته کړی دی. ښاغلي عمر پر نړیوال بانک او نړیوالو سازمانونو غږ وکړ چې د افغانستان روغتیايي سکټور دې په سیاسي چارو کې نه‌ښکېلوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اریانا افغان هوایي شرکت له کابله اسلام‌اباد ته الوتنې پيل کړې

د اریانا افغان هوایي شرکت له کابله اسلام‌اباد ته په اوونۍ کې دوه ځله الوتنې پيل کړې. دې شرکت د پنجشنبې او دوشنبې ورځو ته خپلې الوتنې پلان کړې دي.  له دې وړاندې کام‌ایر هوایي شرکت د کابل-اسلام‌اباد ترمنځ الوتنې پيل کړې وې. اسلام‌اباد ته د کام‌ایر شرکت د ټکټونو بیه څه باندې زرو ډالرو ته پورته شوې وه، خو اوس اریانا شرکت ویلي، له کابله اسلام‌اباد ته د ټکټ بیه ۴۰۰ ډالره او له هغه لوري ۱۰۰ ډالره ده.  اریانا افغان هوایي شرکت په دې اوونۍ کې له کابله دوبۍ ته هم الوتنې پیل کړې.

Pa.azadiradio.com 

د 'ترویکا پلس' غونډې پای او د افغانستان پر جدي وضعیت د ګډونوالو اندېښنه

د ترویکا پلس نننۍ غونډه چې په اسلام‌اباد کې جوړه شوې وه، په یوه ۱۵ ماده‌ییزه اعلامیه پای ته ورسېده. دې غونډه کې چې نن په اسلام‌اباد کې جوړه شوې وه د افغانستان لپاره د امریکا، چین، روسیې او پاکستان ځانګړو استازو ګډون درلود او د افغانستان په وروستي وضعیت‌یې بحث وکړ. دوی په سر کې د افغانستان د جدي بشري او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د افغانانو د کلک ملاتړ غوښتنه‌یې کړې ده.  د غونډې ګډونوالو له طالبانو مننه کړې چې افغانستان ته او له افغانستانه بهر یې د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته کړي او د بشري مرستو الوتکو ته‌یې هوایي ډګرونه پرانیستي.

Pa.azadiradio.com 

پر کابل هوايي ډګر د خونړۍ حملې د قربانیانو کورنۍ: امریکا باید موږ سره مرسته وکړي

په داسې حال کې چې د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د پاتې کورنیو پر ایستلو ټینګار کوي پر کابل هوایي ډګر د خونړۍ چاودنې د قربانیانو کورنۍ هم له دې هېواده د مرستې غوښتنه کوي. په هغه پېښه کې د یوه وژل شوي کس کورنۍ وایي امریکا باید له هغوی سره مرسته وکړي چې خوندي ځای ته ولاړ شي. د روان میلادي کال د اګسټ میاشتې په ۲۶مه نېټه چې د کابل هوايي ډګر په دروازه کې د داعش وسله‌والې ډلې د خراسان څانګې له لوري په شوې انتحاري حمله کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون له ۱۷۲ زیات کسان ووژل شول. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسلام‌اباد کې 'ترویکا پلس' ناسته؛ قریشي وايي نړۍ دې طالبانو سره اړیکې نه‌پرې کوي

نن په اسلام‌اباد کې د (ترویکا پلس) ناسته پیل شوه. د دې ناستې  پیلییزه وینا د کوربه هېواد (پاکستان) د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وکړه. هغه وویل، نړۍ دې له طالبانو سره خپلې اړیکې نه‌پرې کوي ځکه د ده په وینا طالبان له نړۍ سره تعامل غواړي او د یو باثباته او په پښو ولاړ افغانستان لپاره هڅې د ټولې نړۍ یو ګډ مسؤلیت دی. نوموړي نن د (ترویکا پلس) په ناسته کې په نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي. د نوموړي په وینا، هېڅ یو هېواد نه‌غواړي چې افغانستان دې یو ځل بیا د جکړې په میدان بدل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غور کې بې وزلۍ نوې ناوې اړ ایستلې چې خپل جهېز وپلوري

په غور کې بې وزلۍ نوې ناوې اړ ایستلې چې خپل جهېز وپلوري په غور ولایت کې فقر او بې وزلي لامل شوې چې یو شمېر اوسېدونکي د کور توکي خرڅ کړي. په دغو کسانو کې داسي ښځې هم شته چې نوي يې ودونه شوي او د خوړو اخیستلو لپاره هغه جهېز پلوري چې د پلار له کوره یې له ځان سره خپل نوي کور ته وړي.

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه: پر بېلاروس د سزا په هدف بندیزونه لګوو

اروپایي ټولنه د پولنډ-بېلاروس پولې ته نژدې د پناه غوښتونکو د کړکېچ په خاطر پر بېلاروس د سزا په هدف بندیزونه لګوي.  اوس مهال دغلته د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا په سلګونو پناه غوښتونکي له سړې هوا او د خوراکي توکو له کمښته رنځ وړي.  د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو استازو پرون چهارشنبه موافقه وکړه چې دا وضعیت له قانوني اړخه نورو بندیزونو ته زمینه برابروي.  اټکل دا دی چې دا بندیزونه د راتلونکې اوونۍ په پيل کې د بېلاروس د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون په ۳۰ کسانو او بنسټونو ولګول شي.  اروپایي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو نړیوال سازمان پر افغانستان د بندیزونو د تعدیل غوښتنه کړې 

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان په افغانستان کې د پراخې قحطۍ د مخنیوي لپاره پر دغه هېواد د بندیزونو او محدودیتونو د تعدیل غوښتنه کړې ده. دغه سازمان له مرسته کوونکو هېوادونو، ملګرو ملتونو او نړیوالو مالي بنسټونو څخه غوښتي چې د افغانستان پر اقتصادي او بانکي سیستمونو بندیزونه ژر تر ژره بدل کړي. طالبانو د اګسټ په ۱۵مه د لوېدیځ له ملاتړه برخه‌من حکومت وپرځاوه چې تر دې وروسته امریکا د افغانستان نږدې نهه‌نیم میلیارده ډالره شتمني کنګل کړه.  له دې سره په تېرو څو اوونیو کې د لومړنیو خوراکي او غیر خوراکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خوست کې د کرونا ویروس د تشخیص 'پي.سي.ار' لابراتور پرانیستل شو

په خوست کې په لومړي ځل د روغتیا نړیوال سازمان په مالي لګښت د کرونا ویروس د تشخیص لپاره د 'پي.سي.ار' لابراتوار پرانیستل شو. د خوست روغتیايي مسوولین وايي، پخوا به ناروغان د پي سي ار اړوند معایناتو لپاره پاکستان او نورو هېوادونو ته تلل، خو اوس مهال دا اسانتیا په خوست کې برابره شوه. د روغتیايي مسوولینو په وینا په دې لابراتوار کې به د کرونا ویروس سربېره د'HBS,HCV,HIV' ویروسونو هم تشخیصېږي او په ورځ کې د ۱۵۰ معایناتو ظرفیت لري. نن پنجشنبه (د لړم په ۲۰مه) د خوست د عامې روغتیا یو مسوول ډاکټر حبیب شاه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: د سوله ییز، باثباته افغانستان لپاره هڅې یو ګډ مسؤلیت دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د سوله ییز، باثباته، ازاد او نېکمرغه افغانستان لپاره هڅې یو ګډ مسوولیت دی. شاه محمود قریشي دا څرګندونې نن په اسلام اباد کې د ترویکا پلس غونډې په پرانیستونکې وینا کې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي څانګې پر خپله ټویټرپاڼه د ښاغلي قریشي په حواله ویلي چې دا ډول غونډې د افغانستان له اقتصادي پراختیا سره مرسته کوي. د ترویکا پلس نننۍ غونډې اصلي ګډونوال د افغانستان لپاره د امریکا، چین روسیې او پاکستان ځانګړي استازي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مرستې رسونې چارې ګړندۍ شوي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، افغانستان کې یې د مرستې رسونې چارې ګړندۍ کړي دي. د دغه پروګرام اجرائیوي مشر ډیوېډ بېسلي وایي، افغانستان کې څه باندې ۲۲ میلیونه اړمن کسان شته او دوی هڅه کوي چې ټولو ته ورسېږي. ښاغلي بېسلي نن سهار د کابل له هوایي ډګره یوه ویډیویي پيغام کې ویلي، د دغه شمېر اړمنو د لاسنیوي لپاره په میاشت کې ۲۳۰میلیونه ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري. دی وایي: "تاسو پوهیږئ او ناورین سره بلد هم یئ، دلته شخړه وه، خو اوس پر اقتصادي پلانونو کار روان دی، دلته څه باندې ۲۲ میلیونه اړمن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه: پر بېلاروس نوي بندیزونه لګوو، د هوایي چلند اداره هم په کې ده

اروپایي ټولنه د پولنډ-بېلاروس له پولي سره د کړکېچ په خاطر بېلاروس ته د سزا ورکولو په لور یو بل ګام نژدې شو. د پولنډ او بېلاروس له پولي سره نژدې د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا په سلګونو کډوال بند پاتې دي، د دوی خواړه په خلاصېدو دي او هوا هم ډېره سړه ده.  د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو استازیو پرون موافقه وکړه چې شرایط له قانوني پلوه د نورو بندیزونو لګولو ته چمو دي چې ښایي د راتلونکې اوونۍ په پيل کې د بېلاروس د بهرنیو چارو د وزیر او هوایي چلند په ګډون پر شااوخوا ۳۰ کسانو او شرکتونو ولګول شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د زړو اوسپنو سوداګر: زېرمه شوي اوسپنې د پلور بازار نه لري

د زړو اوسپنو سوداګر شکایت کوي چې په افغانستان کې د دوی له لوري د زېرمه شوېو اوسپنو د خرڅلاو لپاره مناسب بازار نه شته. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اوسپنو سوداګرو د دغې خونې له لومړي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې له دې وړاندې یې په زیاته اندازه زړې اوسپنې پېرلې او زېرمه کولې یې، خو د خرڅلاو لپاره يې مناسب بازار نه لري. سوداګرو وړاندیز کړی چې حکومت دې دوی ته اجازه ورکړي څو له دوی سره له اړتیا پرته زېرمه شوې اوسپنې له هېواده بهر صادرې کړي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان روان کال د ۱۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت انځر صادر کړي

افغانستان د روان لمریز کال له پیل راهیسې د ۱۱۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت انځر بهر ته صادر کړي. د طالبانو حکومت د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي نن پنجشنبه (د لړم په ۲۰مه) رسنیو ته وویل، د روان کال له پیل راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۸ زره ټنه انځر تولید شوي وو چې له دې شمېرې ۷۰ سلنه یې هند او ۳۰ سلنه یې هم پاکستان ته صادر شوي دي. ښاغلی عزیزي زیاتوي چې له دې صادراتو افغانستان ۱۱۲ میلیونه ډالر عاید درلوده. دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هاریس: د فضا په اړه به د امریکا – فرانسې هر اړخیز ډیالوګ پیلېږي

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامالا هاریس د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره له کتنې وروسته د فضا او سایبري امنیت په برخو کې له فرانسې سره د همکارۍ د زیاتوالي اعلان وکړ.  سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې وویل چې هاریس او مکرون پرون چهارشنبې موافقه وکړه چې د فضا په اړه به د امریکا – فرانسې هر اړخیز ډیالوګ پیلېږي، ترڅو د فضا په اړه ملکي، تجارتي او د ملي امنیت همکاریو ته پراختیا ورکړي.     دغه کتنه د واشنګټن د هغې هڅې یوه برخه ده چې هدف یې له پاریس سره د اړیکو بېرته ښه کول دي. پاریس وروسته له هغې له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو افغانستان کې۲۳ نیم زره روغتیاپالانو ته تنخواوې ورکړي

ملګرو ملتونو په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې شااوخوا ۲۳ نیم زره روغتیایي کار کوونکو ته تنخواوې ورکړي چې نژدې اته میلیونه ډالره کېږي. د رویټرز د راپور له مخې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې 'UNDP' او د روغتیايي مرستو نړیوال وجهي صندوق سازمان په ګډه هغه پروګرام بېرته احیا کړی چې د نړیوال بانک په مالي مرسته په افغانستان کې د پخواني حکومت په وخت کې عملي کېده او په اګسټ میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ځنډول شوی و.  له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، ملګري ملتونه افغانستان ته د نغدو پیسو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فایننشل ټایمز: طالبانو کې داسې کسان شته چې غواړي نسبتاً عصري حکومتوالي وکړي

ډېلي مېل ​ډېلي مېل ورځپاڼې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سفر ته کتلي او په دې اړه‌یې یوه مقاله خپره کړې ده. په مقاله کې لولو چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ روانه اوونۍ پاکستان ته ځي چې هلته د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر او د چین او روسیې له لوړپوړو چارواکو سره وویني. دا خبره د یوه پاکستاني چارواکي او امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله راپور شوې ده. دا به سیمې ته د توماس وېسټ لومړی سفر وي. وېسټ د زلمي خلیلزاد پر ځای ټاکل شوی. خلیلزاد له طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فایننشل ټایمز: کارټر وايي لا وختي ده چې ووایو ناټو افغانستان کې ماته خوړلې

ډېلي مېل ډېلي مېل ورځپاڼې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سفر ته کتلي او په دې اړه یې یوه مقاله خپره کړې ده. په مقاله کې راغلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استاز توماس وېسټ روانه اوونۍ پاکستان ته ځي چې هلته د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر او د چین او روسیې له لوړ پوړو چارواکو سره وویني. دا خبره د یوه پاکستاني چارواکي او امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله راپور شوې ده.   دا به سیمې ته د توماس وېسټ لومړی سفر وي. وېسټ د زلمي خلیلزاد پرځای ټاکل شوی. خلیلزاد له طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځینې زده کوونکې: کلنیو ازموینو ته لږې ورځې پاتې خو لا هم بې برخلیکه یو

طالبانو ژمنه کړې وه چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د زده کړې لپاره خوندي چاپیریال رامنځته کوي، خو ښايي د دوی په خوښه د نجونو لپاره د زده کړو خوندي چاپیریال نه وي برابر شوی ځکه خو لا هم د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلي دي. که څه هم په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو د دغه پرېکړې پر وړاندې لاریونونه وشول او په نړیواله کچه دا موضوع وغندل شوه، خو طالبانو لا هم اجازه نه ده ورکړې. د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکې وايي،کلنیو ازموینو ته بیخې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

میرویس اشرف د افغان کرکټ بورډ نوی سرپرست مشر وټاکل شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی غړی میرویس اشرف د کرکټ بورد د نوي سرپرست مشر په توګه وټاکل شو.  د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه ګمارنه د رییس الوزرا د حکم پر بنسټ شوې ده.  د تېرې شنبې په ورځ هم کرکټ بورډ پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه د دغې ګمارنې خبر خپور کړ، خو وروسته یې له کوم لامل پرته لېرې کړ.  بیګا هم شااوخوا یو ساعت دا خبر د کرکټ بورد پر فیسبوک پاڼه و، خو وروسته لېرې شو.  د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک رسنیو ته ویلي چې د دوی د تېرې شپې پوسټ د فیسبوک ادارې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د 'امن جام' فوټبال سیالۍ؛کابل کې نن دوه لوبې ترسره کېږي

په کابل کې د ( امن جام ) په نوم فوټبال سیالیو په لړ کې نن هم دوه لوبې کېږي.  د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې لومړۍ لوبه نن ۱۲ نیمې بجې د اباسین څپې او میوند اتلانو ترمنځ کېږي.  دویمه لوبه ماسپښین مهال په دوو بجو او لسو دقیقو د سیمرغ البرز او شاهین اسمایي د لوبډلو ترمنځ پلان شوې ده.  پرون هم دې جام کې دوه سیالۍ وشوې چې شاهین اسمایي او توپان هریردو مساوي شول، خو په بله لوبه کې سیمرغ البرز عقابان هندوکش لوبډلې ته ماته ورکړه.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: سوداګرو ته به د وسلو د لېږد جوازونه وویشو

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د یو لړ تخنیکي ستونزو له هواري وروسته به سوداګرو ته د وسلو د لېږد جوازونه وویشي.  د دغه وزارت ویاند سعید خوستي پرون  چهارشنبه(د لړم ۱۹مه) رسنیو ته په یوه پيغام کې ویلي، دوی دا پرېکړه وروسته تر دې کوي چې ګڼ شمېر سوداګرو د خوندیتوب په اړه اندیښنې او شکایتونه ورسره شریک کړل.  دی وايي: "کورنیو چارو وزارت ژمن دی چې د ملي سوداګرو د امنیت د ټینګښت په برخه کې شته ستونزې حل کړي، اوس د دوی د امنیت په ټینګښت جدي کار روان دی، د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت ځواکونه د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ دویمه نیمه پایلوبه نن د اسټرالیا او پاکستان ترمنځ ده

د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې دویمه نیمه پایلوبه نن د اسټرالیا او پاکستان ترمنځ کېږي.  دا لوبه د افغانستان په وخت ماښام شپږ نیمې بجې په دوبۍ کې ترسره کېږي.  پرون په لومړۍ نیمه پایلوبه کې نیوزلنډ انګلستان ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه.  د کرکټ نړیوال شل اووریز جام پایلوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ په دوبۍ کې کېږي.


Средние радиационные бури сохранятся на Земле до конца дня 8 июня

Maserati, сбивший двух детей в Подмосковье, ехал со скоростью 280 км/ч

В центре Челябинска появится памятник легенде русской адвокатуры

Захарова прокомментировала лишение Федерации шахмат РФ членства в ФИДЕ



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Москве выставили на продажу 12-метровый Hummer H2 всего за 900 тыс. рублей

МВД: мужчина при ребенке избил жену в торговом центре Серпухова

В Москве полиция задержала граждан ближнего зарубежья в игривых пижамах

В работе мессенджера Telegram произошел сбой

Музыкальные новости

Об отношении к русским в Азербайджане

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Apocalyptica выложили кавер на Metallica «The Call Of Ktulu» на виолончелях

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Новости России

В Москве полиция задержала граждан ближнего зарубежья в игривых пижамах

В работе мессенджера Telegram произошел сбой

В Москве выставили на продажу 12-метровый Hummer H2 всего за 900 тыс. рублей

Актера Театра сатиры покинул собрание на «скорой»

Экология в России и мире

Джомба, суттуг шай, кучу и другими видами чая в регионах России могут насладиться российские туристы

История без фальсификации: Шемахи в первой половине XVIII века

Пошив костюма по индивидуальным размерам

Об отношении к русским в Азербайджане

Спорт в России и мире

Экс-теннисист Ольховский: Рублев не успел набрать форму на "Ролан Гаррос"

«Янника Синнера очень рано сравнивать с Роджером Федерером» // Тренер мужской сборной России по теннису Игорь Куницын — о главных событиях Roland Garros

Джокович снялся с Открытого чемпионата Франции по теннису

«Сейчас даже счёт не помню»: Андреева сенсационно победила Соболенко и вышла в полуфинал «Ролан Гаррос»

Moscow.media

В Забайкалье пятерых мигрантов задержали за групповое изнасилование девочки-подростка

Роман Старовойт выразил готовность оказывать дальнейшую поддержку в строительстве Ленского моста в Якутии

SURREAL NAMIBIA

Мобилизованного свердловчанина приговорили к 23 годам "строгача" за подрыв гранаты в казарме







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *