Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2021

Новости за 23.11.2021

Pa.azadiradio.com 

د کندز ټین جوړونکي: پخوا به مو ۴۰۰ بخارۍ جوړولې خو سږ یې بازار ښه نه دی

په کندز ښار کې یو شمېر ټین جوړونکي وايي، که څه هم نورکلونه به د ژمې په را رسېدو سره د دوی بازار ښه تود وو او د خلکو فرمایشونه به دومره زیات وو چې ان د سرګرولو ته به نه وزګارېدل، خو سږکال د فرمایشونو کچه چندانې خوند او رنګ نه لري. پنځه څلویښت کلن عبدالله چې له ۲۵ کالو راهیسې په کندز ښار کې د ټین جوړولو هټۍ لري وايي: "نور کلونه یوازې ما د ژمي لپاره له ۴۰۰ دانو زیاتې بخارۍ جوړولې، خو سږکال مې ۳۰ دانې بخارۍ جوړې کړې، ځکه زیات شمېر خلک بې کاره شوي دي، خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي پیسې ورکې دي. نو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند چیرته دی؟

داعش په افغانستان کې سترتهدید دی؟ ولې نړیوال د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني؟ د دې او یوشمیر نورو سوالونو د ځواب ترلاسه کولو لټه مو په دې مرکه کې له ذبیح اله مجاهد څخه کړې ده

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو څار سازمان: طالبان د نيوکې کوونکي غږونو د خاموشه کولو په لټه کې دي

د بشري حقونو څار سازمان د طالبانو له‌خوا پر رسنیو وروستیو وضع شویو محدويتونو، د خبریالانو ګواښلو، رسنیو، بیان ازادۍ او خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې. دې سازمان یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، له رسنیو د طالبانو د حکومت وروستيو غوښتنې خبریالانو، په ځانګړي ډول ښځو ته زیان رسوي. اعلامیه کې راغلي، طالبانو هغه خبریالان په مرګ ګواښلي چې پر دوی یې نیوکه کړې. ترڅنګ‌یې د دوی حکومت له خبریالانو غوښتي چې خپل راپورونه له خپرېدو وړاندې، له طالب چارواکو سره شریک کړي. د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل ښار کې چاودنې ۵ تنه ټپیان کړل

د کابل په قوای مرکز سیمه کې د نن ماسپښین په چاودنه کې، دوه عسکر او درې کسه ملکیان تپیان شوي دي.  دا خبره د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته کړې ده او ویلي چې چاودنه په یو رېنجر موټر شوې ده. خو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې یوازې دوه کسه عسکر تپیان شوي دي. د پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی. خو مخکې تر دې د ډېرو داسې پېښو مسؤلیت چې طالبان په‌کې هدف ګرځي داعش وسله‌والې ډلې منلې دی. د عیني شاهدانو په خبره، چاودنه درې نیمې بجې شااوخوا وشوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان سوک وهونکی حسيب احمدي خپل پاکستاني سيال سره لوبېږي

افغان سوک وهونکی حسيب احمدي له خپل پاکستاني سيال سره لوبې ته چمتوالی نيسي.   ښاغلی احمدي چې اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې په تمرين بوخت دی ازادي راډيو ته وويل، ټاکل شوې چې د دسمبر مياشتې په دولسمه نېټه له خپل تور اسيايي کمربند څخه د دفاع لپاره له پاکستاني سوک وهونکي نادر بلوچ سره لوبه وکړي.   دا سيالي د (دي فور جي پروموشن) بنست له خوا په متحده عربي اماراتو کې ترسره کيږي.   افغان لوبغاړي حسيب احمدي تراوسه د سوک وهنې  ۱۳ حرفه يې لوبې کړي او ټولې يې ګټلې دي.   هغه وايي چې پاکستاني سيال يې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلخ چارواکي: روانه اوونۍ د وزلوبې سيالۍ ترسره کېږي

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په روانه اوونۍ کې په دغه ولايت کې د وزلوبې سيالۍ د ترسره کېدو خبر ورکوي.   د بلخ د بدني روزنې او ورزش د عامه پوهاوي د برخې مسوول سهراب عثماني نن ازادي راډيو ته وويل چې دا سيالۍ په شمالي ولايتونو کې د وز لوبې ورزش د ودې او د وزلوبې د غوره ليګ سياليو ته د ورزشکارانو د چمتو کولو په موخه ترسره کېږي.   د ښاغلي عثماني په خبره، په دغو سياليو کې د بلخ له ولسواليو او شمالي ولايتونو څخه لسګونه لوبغاړي ګډون کوي.   د ده په خبره يادې سيالۍ هرکال د هوا په سړېدو سره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ښځو د ټېنس ټولنه: د شوای د امنيت په تړاو اندېښنې لا پرځای دي

د ښځو د ټېنس نړيوالې ټولنې ويلي چې د چين د ټېنس د مشهورې څېرې پنګ شوای او د المپيک نړيوالې کمېټې د رييس ترمنځ خبرو د اغلې شوای د امنيت په تړاو د دوی اندېښنې نه دي حل کړي.   پنګ شوای درې اوونۍ دمخه د چين حکومت پر يو لوړ پوړي غړي او د دغه هېواد د کمونېست ګوند پر یو غړي د جنسي زورونې تور پورې کړ او له دې تورونو وروسته هغه نه وه ليدل شوې.   د اغلي شوای تري تم کېدو د ورزش نړيوالو بنسټونو او حکومتونو اندېښنې راوپارولي او دوی له چينه وغوښتل چې د ټېنس د دغه مشهورې لوبغاړې د ژوندون په اړه دې دوی ته ډاډ ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځینې کابل ښاریان: طالبان مو په زور موبایلونه پلټي، ځینې وخت پرې وهل کېږو

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د خپل خصوصي حریم د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي. دوی ادعا کوي چې طالبان په زور د ځینو موبایلونه پلټي، دوی د ټیلیفونونو د معلوماتو پاکولو ته اړ باسي او په ځینو مسایلو کې هم وهل ډبول کېږي. ازادي راډیو په خپل دغه راپور کې د کابل ښار یو شمېر هغو اوسېدونکو سره خبرې کړي چې له دغو ډول پېښو سره مخ شوي دي . د کابل ښار یو اوسېدونکی چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ده سره د طالبانو د چلند په اړه ازادي راډیو ته وویل: "یوه شپه چې له دوکانه کور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت سلو ورځو کې رسنیز بهیر څنګه، ننګونې او خنډونه یې څه وو؟

د طالبانو د حکومت په سلو ورځو کې د افغانستان د رسنیز ډګر رنګونه ډېر پیکه شول او د اکثرو رسنیو چارې په ټپه ودرېدې. د خبریالانو ملاتړي بنسټونه وایي، د طالبانو له راتګ وروسته ۷۰ په سلو کې رسنۍ تړل شوي او پاتې نور یې هم تر محدودیتونو، سانسور او ننګونو لاندې فعالیت کوي. طالبانو تازه رسنیو ته یوه بله تګلاره لېږلې چې دوی یې اصلاحي خو د رسنیو ملاتړي بنسټونه یې د محدودیت او سانسور هڅه بولي. د رسنیو عمومي وضعیت طالبان د اګسټ په پنځلسمه کابل ته ننوتل او ماښام مهال یې د ارګ د نیولو اعلان هم پر الجزیزې ټلویزیون وکړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوړ ژمی، د کار نشتوالی او د ځوانانو شکایت

د ساړه ژمي په را رسېدو او په افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو په لوړېدو سره یو شمېر کارګر ځوانان د کار له نشتوالي او اقتصادي ستونزو شکایت کوي.   دا ځوانان چې سړکونو ته د کار پیداکولو لپاره راوتلي وایي، په اوونۍ کې یوازې یوه یا دوه ورځې ورته کار پیدا کېږي او نورې ورخې یې بې کاره وي.   د دې ځوانانو له ډلې شفیع الله نن ازادي راډیو ته وویل، پخوا یې په کابل کې په یوه موسسه کې کار کاوه، خو د طالبانو په راتلو او د دغې موسسې په تړل کېدو سره په تېرو څو میاشتو کې بې کاره دی.   مصطفی بل کارګر دی چې ورته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کونړ د رسنیو د استازو ترمنځ کرکټ؛ ملي راډیو ټلوېزیون بریا خپله کړه

د کونړ په مرکزي لوبغالي کې د رسنیو د استازو ترمنځ  د کرکټ لس اوورېزه سیالۍ تېره ورځ ترسره شوې. په دې سیالۍ کې دوه لوبډلو ګډون کړی وو چې لوبه د ملي راډیو ټلوېزیون د لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. په لسګونو کسان د دغه لوبې لیدلو ته ورغلي وو چې هر یو لوبډلو هڅولو لپاره لاسونه پړقول او خوښې يې کوله. یاده سیالۍ په هېواد کې د بیان ازادۍ په ملاړ جوړه شوې وه. په کونړ کې په داسې حال کې د بیان ازادۍ پر ملاتړ د کرکټ لس اوورېزې سیالۍ ترسره کېږي چې په هېواد کې د نوي بدلون راتګ او د نړیوالو د مرستو بندیدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برېښنا شرکت: د پورونو د راټولولو لپاره نوی طرزالعمل جوړ شوی

برېښنا  شرکت وایي، د برېښنا له پوروړو د پورونو د راټولولو لپاره یې یو نوی طرزالعمل جوړ کړی.   د برېښنا  شرکت ویاند حکمت الله نورزي نن سې شنبه (د لېندۍ ۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه طرزالعمل یې د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخُند سره هم شریک کړی او د هغه له تایید وروسته به د همدغه طرزالعمل له مخې له هغو  کسانو سره چلند کېږي چې د برېښنا د بلونو پوروړي دي.   ښاغلی نورزی وایي، هغو کسانو چې په تېرو ورځو کې خپل پورونه پری کړي، د برېښنا مزي یې بېرته وصل شوي، خو هغه دا ونه ویل چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د داعش پراخېدونکی ګواښ او پرضد یې د امریکا نوی اقدام

د امریکا متحده ایالاتو ۴ افغانان د داعش د خراسان څانګې د مشرانو او دې ډلې ته د مالي اسانتیاوو د برابرولو  په تور د ترهګرو په تور نوم‌لړ کې ځای کړي دي. متحده ایالاتو ۴ افغانان د داعش – خراسان څانګې د مشرانو او دې ډلې ته د مالي اسانتیاوو د برابرولو په تور نړیوال ترهګر نومولي او تر خوا یې د دوی نومونه د ترهګرو په تور‌ نوم‌لړ کې ځای کړي دي. ثناالله غفاري، سلطان عزیز عزام او مولوي رجب د داعش- خراسان څانګې په مشرتابه کې د دوی د رول په خاطر نړیوال ترهګر نومول شوي او پر عصمت‌الله خلوزی بیا دې ډلې ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست مظاهره چیان: امریکا دې د افغانانو کنګل شوې شتمني خوشې کړي

د نوومبر په ۲۳مه د خوست یو شمېر اوسیدونکو د یو لاریون په ترڅ کې د ملګرو ملتونو له سازمان وغوښتل، چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په خلاصولو کې همکاري وکړي. لاریونوالو وویل، د امریکا له خوا د افغانستان د شتمنۍ په کنګل کېدو سره په دې هېواد کې خلک له لوږې، بې کارۍ او نورو ستونزو سره مخامخ شوي دي. خوستیو لاریونوالو له طالبانو هم وغوښتل چې د افغانستان د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي او د هغوی د زده کړو په مخکې دې خنډونه لېرې کړي. د اګسټ په ۱۵مه نېټه د طالبانو په لاس په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان جاپان روغتون: د کووېډ ـ ۱۹ لپاره وسایل او درمل په خلاصېدو دي

د افغان جاپان روغتون رییس ډاکټر زلمی رښتین وایي، د کووېډ ـ ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره د دوی روغتیایي وسایل او درمل په خلاصېدو دی او که ورسره ژر مرسته ونه شي نو به ونه شي کولی چې نور د کووېډ ـ ۱۹ ناروغان ومني.  ښاغلي رښتین پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د هېلټ نېټ له موسسې سره چې له دوی سره یې مرسته کوله، موجوه قراراداد د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېد. دی وايي: "تر اوسه 'WHO' موږ سره عملي همکاري نه ده کړې، خو وعدې یې کړي دي او نن یې هم یو ټیم راغلی و او دوی ویلې چې موږ کوښښ کوو چې دې ستونزې ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند کې بند پاتې ځینې پخواني افغان پوځیان: له نامعلوم برخلیک سره مخ یو

یو شمېر پخواني افغان پوځیان چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په هند کې پاتې دي، له خپل نامعلوم برخلیک څخه سرټکوي.  د فانوس په نوم یوه پخواني پوځي افسر چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل خپل بشپړ نوم یې واخیستل شي، تېره شپه ناوخته له نوي ډیلي ازادي راډیو ته وویل، په نوي ډیلي کې یې د امریکا سفارت او د ملګرو ملتونو ادارو ته مراجعه کړې خو تراوسه یې چا غم نه دی خوړلی. دی وايي: "موږ له ملګرو ملتونو سره خبرې وکړې. هغوی راته وویل چې کوم ځانګړی پروګرام نه لري چې راسره مرسته وکړي. نومونه مو لیکو،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا پر هغه کس چې داعش ته د پیسې په لېږلو تورن دی بندیزونه ولګول

د امریکا متحدو ایالاتونو پرون دوشنبه (د لېندۍ ۱) پر هغه کس چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې ته د مالي اسانتیاوو په برابرولو تورن دی، بندیزونه ولګول.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا خزانې وزارت وویل چې عصمت الله خلوزی یې په تور لېست کې شامل کړ ځکه هغه تورن شوی چې په ترکیه کې د حوالې په نوم د پیسو د لېږدولو د یوې غیر قانوني شبکې له لارې یې د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې ته مالي مرستې استولې. د خزانې وزارت دغه راز درې تنه نور هم چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي، په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان هم غواړي په کابل کې خپل سفارت پرانیزي

په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت له بیا پرانیستل کېدو وروسته سعودي عربستان هم غواړي چې خپل سفارت پرانیزي.   عربي رسنیو پرون دوشنبه(د لېندۍ ۱) خبر ورکړ چې سعودي عربستان په کابل کې د خپل سفارت له بندولو درې میاشتې وروسته په دې غور کوي چې خپل سفارت بېرته پرانیزي.   د اګسټ په ۱۵ مه نېټه د طالبانو له واکمنېدو وروسته اکثرو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه بند کړل او لا هم هیڅ لوېدیځ هېواد خپل سفارت په کابل کې نه دی پرانیستی خو جرمني لېوالتیا ښوولې چې ژر به خپل سفارت بېرته پرانیزي.   امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: هند ته اجازه ورکوو چې افغانستان ته بشري مرستې ولېږي

د پاکستان صدراعظم عمران خان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې حکومت به یې هند ته اجازه ورکړي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته بشري مرستې ولېږي.  هند مخکې ویلي و چې که پاکستان اجازه ورکړي د دغه هېواد له لارې به افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم واستوي.  عمران خان د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته د اسلام اباد د سفر په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې د پاکستان د خاورې له لارې افغانستان ته د هند د بشري مرستې پر پرېښودو غور کوي.  خو ده پرون دوشنبه(د لېندۍ ۱) د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د 'فرسټ کلاس'کرکټ سیالۍ؛ خان او نوري په تاریخ کې اوږده ملګرتیا وکړه

په کندهار کې د احمد شاه ابدالي په نوم د افغانستان د ۵ زونونو د لومړۍ درجې یا فرسټ کلاس کرکټ سیالیو په دوام کې پرون امو لوبډلې لوبغاړو جمشېد خان او عبدالواسع نوري نن د بند امیر لوبډلې پر وړاندې د فرسټ کلاس سیالیو په تاریخ کې د اتمې ويکټې لپاره نهمه اوږده ملګرتیا وکړه.   دواړو لوبغاړو سلیزې جوړې کړې او د یو بل په ملګرتیا یې پر ۵۳۰ توپونو ۲۶۳ منډې ترلاسه کړې.  دا سیالۍ چې د روان نوومبر په ۷ مه د سپین غر، بُست، مس عینک، امو او بند امیر لوبډلو ترمنځ پیل شوي، د راتلونکي دسمبر تر ۱۲مې نېټې پورې به دوام لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بورېل: د افغانستان ګاونډیان دې له کډوالو د ناوړه استفادې مخه ونیسي 

اروپايي ټولنې د افغانستان له ګاونډیانو وغوښتل چې له کډوالو څخه د ناوړه استفادې مخه ونیسي.  د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېپ بورېل پرون دوشنبه (د لېندۍ ۱) د افغانستان پر شمالي ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې د هغه څه مخه ونیسي چې ده د بېلاروس د چارواکو له لوري د سیاسي هدفونو لپاره د کډوالو سو استفاده وبلله.   اروپايي ټولنې د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته د یو میلیون یورو پلان وړاندې کړ چې له کډوالو سره بشري مرستې وکړي.  اروپايي اتحادیه پر بېلاروس تور پورې کوي چې اجازه ورکوي څو له منځني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بحرین: له ایرانه راوړل شوې چاودېدونکي توکي او وسلې کشف شوې

د بحرین د کورنیو چارو وزارت پرون دوشنبه(د لېندۍ ۱) د یو شمېر ملېشو د نیولو او له ایران څخه د ور وړل شوېو چاودېدونکو موادو او وسلو د کشف کولو خبر ورکړ.   د بحرین د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې نیول شوي کسان په ایران کې له تروریستي ډلو سره تړلي او د بحریني اتباعو د امنیت پرضد یې تروریستي عملیات پلان کړي وو.   د بحرین د کورنیو چارو وزارت د نیول شوېو کسانو د شمېر او د کشف کړیو وسلو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.   بحرین په ۲۰۱۱ میلادي کې د عربي پسرلي د پاڅونونو پر مهال ایران د بحریني شیعه ګانو په ملاتړ تورن کړی و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپا او ګاونډي هېوادونه: افغانستان دې د ترهګرۍ د ځالې په توګه نه کارول کېږي

د اروپایي ټولنې یو جګپوړی ډپلومات وایي، په افغانستان کې نوي بدلونونه، په منځنۍ اسیا کې د امنیت په اړه د نویو تګلارو اړتیا په ډاګه کوي. دا خبره د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل پرون دوشنبې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له خبرو وروسته وکړه. نوموړی چې د اروپایي ټولنې د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللی، له بهرنیو چارو وزیرانو سره په افغانستان کې د طالبانو له خوا واک ته له رسېدو وروسته د دې هېواد او د سیمې د وضعیت په اړه خبرې وکړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زرګونو کارکوونکو معاشونه نه‌دي اخیستي؛طالبان: بانکونه سقوط نه کوي

د طالبانو د حکومت چارواکي د ملګرو ملتونو د یوې مرستندویه ادارې د هغه خبرداري په غبرګون چې د افغانستان د بانکي سیسټم سقوط به ډېر ناوړه نتایج ولري وایي، دوی د بانکي سیسټم د سقوط د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات کړي دي.  د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام یا 'UNDP'پرون دوشنبه په یوه راپور کې وویل، د بانکي سیسټم سقوط به د اقتصادي زیان ترڅنګ د ټولنې لپاره ډېرې منفي پایلي ولري.   په راپور کې ویل شوي، د مالي او بانکي سیسټم بیا فعالېدل چې هر څومره وخت نیسي د نړیوال بازار له لوري پرې د باور نشتوالي ته په پام یې همغومره رغونه هم اوږدیږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګارډین: افغانستان په چټکۍ سره په یوه ناورین د بدلېدو په حال کې دی

یو اېس اې ټوډې یو اېس اې ټوډې (USA TODAY) ورځپاڼه په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د مخنیوي په اړه خپل راپور د مینې سادات په نوم د هغې نجلۍ په کیسه پیلوي چې هره ورځ د سهار په ۶ بجو له خوبه راپاڅېږي، د ښوونځي جامې او حجاب اغوندي، ځان د طالبانو د تېرو سترګو مقابلې ته چمتو کوي او په وېره وېره، خو په ارامو ګامونو پر هغه واټ روانېږي چې له بې‌حجابه نارینه‌وو ډک دی. مینه د تعلیم لپاره چې واکمن حکومت بندیز پرې لګولی دی په پټه روانه ده. یو اېس اې ټوډې لیکي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو درې میاشتې... Читать дальше...


Травматолог Эфендиев назвал продукты, которые мешают укреплению костей

Сбивший двоих детей в Подмосковье водитель Maserati ехал со скоростью 280 км/ч

Глава Минздрава пообещал первые итоги доклинических исследований вакцины от рака до конца года

Цены на квартиры выросли на 73% за пять лет



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Глава Минздрава пообещал первые итоги доклинических исследований вакцины от рака до конца года

Травматолог Эфендиев назвал продукты, которые мешают укреплению костей

Психологи объяснили, почему некоторых женщин влечет к абьюзерам и психопатам

Режиссер Астрахан: вторая жена погибла из-за пожара, только сына смог спасти

Музыкальные новости

Бастрыкин затребовал доклад об исчезновении девушки в Новосибирске 15 лет назад

Собянин: Московский городской транспорт на 100 процентов отечественный

«В девять лет я уже был очень любвеобильным». Актер Михаил Богдасаров вспомнил детство в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3  

Юлия Пересильд, московский Театр на Таганке, ММОМА – участники 3-его фестиваля «Территория. Красноярск» раскрывают грани современного искусства

Новости России

Травматолог Эфендиев назвал продукты, которые мешают укреплению костей

Сбивший детей в Можайске водитель разогнал Maserati до 280 км/ч

Мурашко: результаты доклинических испытаний вакцины от рака будут к концу года

Цены на квартиры выросли на 73% за пять лет

Экология в России и мире

Жители Барнаула помогут сделать родной город чище

Новая коллекция ювелирных украшений Louis Vuitton

Адские цены на Сочи и Анапу заставили российских туристов найти новые пути экономии

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

Спорт в России и мире

«Сейчас даже счёт не помню»: Андреева сенсационно победила Соболенко и вышла в полуфинал «Ролан Гаррос»

Ига Свентек в четвертый раз выиграла Открытый чемпионат Франции по теннису

Зверев вышел в финал «Ролан Гаррос»

Андреева рассказала о своих планах на предстоящий матч с Соболенко во Франции

Moscow.media

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

В Забайкалье пятерых мигрантов задержали за групповое изнасилование девочки-подростка

Хакеры начали «прикидываться» соискателями и подсовывать вредоносные ссылки

Российский астроном рассказал о редком солнечном событии







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *