Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2021

Новости за 27.11.2021

Pa.azadiradio.com 

د خوست اوسیدونکي د پاسپورټونو د وېش د ژر پیلیدو غوښتنه کوي

د خوست اوسیدونکي  او یو شمېر ویزه لرونکي کسان غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې دې د پاسپورټونو درېدلی بهیر ژر پیل شي. ویزه لرونکي کسان وايي، که دوی ژر خپل پاسپورټونه ترلاسه نه کړي، نو په عربي هېوادونو کې به خپلې د کار ویزې له لاسه ورکړي. سره له دې چې دوه اوونۍ مخکې په خوست کې د پاسپورټ امریت بېرته په کار پیل وکړ، خو د یوې اوونۍ له فعالیت وروسته يې د پاسپورټونو د ویش بهیر د اداري او تخنیکي ستونزو له کبله ودرېد. د نوومبر په ۲۷مه نېټه د دوبۍ یو مساپر سفر خان ازادي راډیو ته وویل، یوه اوونۍ مخکې يې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قطري چارواکي سره د طالب پلاوي لیدنه؛ طالبان: پر ځینو موضوعاتو خبرې شوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي. د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي رسنیو ته استول شوي پیغام کې لیکلي، دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا، امنیت، ښوونې او روزنې، بشري وضعیت او په یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوي دي. ښاغلی کریمي زیاتوي، په دې لیدنه افغان پلاوي د قطر د بهرنیو چارو وزیر ته په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او حکومتولۍ د ښه کېدو ډاډ ورکړی. خو ځینې کارپوهان بیا وايي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایراني پولیسو پر معترضو بزګرانو اوښکې بهونکی ګاز وکاراوه 

د ایران په اصفهان ښار کې نن شنبې (د لېندۍ ۶مه) د بلوا ضد پولیس وروسته تردې ځای په ځای شول چې پرون دغلته  د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب وشو.  د راپورونو له مخې پولیسو د اصفهان ښار په مرکزي برخه کې پر مظاهره چیانو اوښکې بهونکی ګاز وشیندو او د ربړي مرمیو ډزې وکړې.   په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوېو ویدیوګانو کې ښکاري چې مظاهره کوونکي پولیس په ډبرو ولي.  د پولیسو یوه چارواکي ویلي، یو شمېر اعتراض کوونکي یې نیولي هم دي.  په اصفهان کې له څو ورځو راهیسې مظاهرې روانې دي. دا مظاهرې د اوبو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هالنډ: له افریقا نه د راغلو ۶۱ کسانو د کرونا معاینه مثبته ختلې

د هالنډ چارواکو نن وویل، د هغو ۶۱ کسانو د کرونا معاینه مثبته ختلې چې له جنوبي افریقا دغه هېواد ته ورغلي دي.  دغه کسان تېره ورځ د هالنډ هوایي شرکت ( KLM) دوو الوتنو کې امسټردام ته رسیدلي دي.  د دې کسانو په اخیستل شوېو نمونو ارزونه روانه ده چې معلومه کړي د کرونا نوې بڼه " میکرون" ده او که نه؟  بل لورته د جرمني د هیسن ایالت یوه وزیر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، له افریقا یوه ورغلي کس کې د ویروس د دغې بڼه نښې نښانې لیدل شوي دي.  بل لورته چک جمهوریت ویلي، یو کس چې له نامیبیا ورغلی دی، کرونا یې د همدې نوې بڼې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ملي ټلوېزیون د طالبانو د رئیس الوزرا وینا خپروي

د افغانستان ملي ټلوېزیون اعلان کړی چې نن ماخوستن اته نیمې بجې د طالبانو د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند وینا خپروي.  ملا حسن اخوند د سنبلې/ وږي میاشتې په ۱۶مه د طالبانو د کابینې د رییس الوزرا په توګه وټاکل شو.  دا د نوموړي لومړنۍ وینا ده چې له ملي راډيو-ټلوېزیون نه به خپره شي.  له دې وړاندې تل د کابینې له غونډو او نورو لیدو کتو څخه د هغه چوپ انځورونه خپاره شوي دي.  تراوسه معلومه نه ده چې د نوموړي وینا به په کومو مسالو ورټوله وي.

Pa.azadiradio.com 

کندز کې د وزلوبې سیالۍ پیل شوې

په کندز ولایت کې د وزلوبې سیالۍ پیل شوې.  د دې ولایت د وزلوبې امریت په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکلي، دا سیالۍ چې پرون پیل شوې وې چې د امام صاحب، خان اباد، علي اباد، چهاردرې، قلعه ذال، ارچي او د کندز د مرکز څخه ٢٨ چاپندازانو ګډون کړی و.  د کندز ولایت د وزلوبې امریت د معلوماتو پر بنسټ، دا سيالۍ په دې ولایت کې د وزلوبې ورزش د ودې په موخه پيل شوي دي.  ټاکل شوې یادې سیالۍ تر راتلونکې شنبې دوام وکړي.

Pa.azadiradio.com 

میدان وردګ کې د فوټبال سیالۍ؛ اتلولي د استقلال لوبډلې په برخه شوه

په میدان وردګ ولایت کې د فوټبال د غوره لیګ سیالیو اتلولي استقلال لوبډلې وګټله.  د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست نن په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکلي، دا لیګ درې میاشتې وړاندې پیل شوی و او د استقلال، پامیر، امید وطن، النصره، راشکو بابا، اسماعیل‌ خېل، شاهین، کهنه خمار او د اتحاد تکانه فوټبال لوبډلو په کې ګډون کړی و.  د دې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د دې لیګ پاې لوبې ته د استقلال او پامیر لوبډلې ووتلې چې استقلال ۲-۰ پامير لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.  د افغانستان د بدني روزنې او ورزش لیکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بي بي سي: سږ به د سلو ښځو لړۍ کې نیمایي برخه افغان مېرمنو ته ورکړي

د بي بي سي نړیوال سروېس ویلي، سږکال به د سلو ښځو لړۍ کې سمه نیمایي برخه افغان میرمنو ته ورکړي.  د دغه پروګرام ایډیټرې کلارې ویلیمز ویلي، لومړی ځل دی چې دوی د سلو ښځو پنځوس فیصده ونډه یوه هېواد ته ځانګړې کوي.  نوموړې ویلي، دوی غواړي د دې پروګرام له لارې د افغان مېرمنو زړورتیا او پياوړتیا درک کړي.  په سلو ښځو کې هر کال د نړۍ د هغو مېرمنو ژوند انځور او راپورېږي چې د رهبرۍ او بدلون لپاره یې مبارزه کړې وي او لاسته راوړنې ولري.

Pa.azadiradio.com 

کرونا؛ امریکا د ۷ افریقايي هېوادونو د اتباعو په ورتګ بندیز ولګاوه

په جنوبي افریقا کې د کرونا د یوې نوې بڼې له پیدا کېدو وروسته امریکا د دې هېواد او د افریقا د سوېل د ۷ نورو هېوادونو د اتباعو په ورتګ بندیز ولګاوه. سپینې ماڼۍ پرون ناوخته دا خبر ورکړ. د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه بیانیه کې وویل: "د یوه احتیاطي ګام په توګه، تر هغو چې زیات معلومات ترلاسه کوي، پر هوایي سفرونو د دغو محدودیتونو دستور ورکوي." اروپایي ټولنې هم د دغو هېوادونو پر اتباعو د سفر محدودیتونه لګولي دي. د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا دې نوې بڼې ته "اومیکرون" نوم ورکړی دی. د دغه سازمان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د 'دزیرزهنسک' ښار د مهماتو یوه کارخونه کې چاودنې شوي

د روسیې د دزیرزهنسک ( Dzerzhinsk )ښار د مهماتو په یوه کارخونه کې څو چاودنې شوي دي.  د روسیې دولتي رسنیو خبر ورکړی چې دې پېښه کې نامعلوم شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.  د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت تایید کړې چې یو ټیم یې په سیمه کې دی او د نورو  احتمالي چاودنو خبرداری یې هم ورکړی دی.  د دزیررهنسک ښاري ادارې ویلي، دا مهال په فابریکه کې زورور اور لګېدلی دی.  انټرفاکس خبري اژانس د همدې کارخونې د وېب پاڼې پر اساس وایي چې دا په روسیه کې د دفاعي صنعت لوی تاسیسات دي.  ۲۰۱۸ میلادي کال کې د همدې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې طالبان او د سیمه ایز اتصال راتلونکی

د افغانستان پخواني حکومت د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د افغانستان له لارې د سیمه ایز اتصال لپاره له یادو هېوادونو سره په یو شمېر پروژو همکاري پیل کړې وه. په دې کې د تاپي او کاسا ۱۰۰۰ سربېره ګنې نورې پروژې شاملې وې چې د سیمې هیوادونه یې د انرژۍ او سوداګرۍ په راکړه ورکړه سره تړل. د افغانستان نویو طالب واکمنو ظاهرا ددې پروژ د عملي کیدو د دوام هوډ څرګند کړی، خو ایا په افغانستان کې له رامنځ ته شوي بدلون وروسته به دا پروژې عملي شي؟ ایا د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونه د افغانستان اوسنیو شرایطو ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ خونه: د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره کمېټه جوړوو

د افغانستان د سوداګرۍ خونه د طالبانو د کورنيو چارو ، ماليې وزارتونو او د بانکونو ټولنې له استازو سره د افغانيو د ارزښت لوړ ساتلو او د ډالرو د نرخ د کنټرول په هدف د يوې کمېټې د جوړېدو خبره کړې. د دې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن شنبه (د لیندۍ په ۶مه) خپره شوې ويل شوي، د دغه کمېټې رامنځته کېدل د افغانستان اقتصادي ثبات لپاره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو او په بازار کې د نرخونو ثبات ساتلو لپاره اړين ګام ياد شوی. په خبر پاڼه ويل شوي، د سوداګرو ستونزو، په بانکونو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران له طالبانو په افغانستان کې د ‌کانونو د کيندنې اجازه غوښتې

د ايران له خوا د افغانستان او ايران لپاره د سوداګرۍ ګډې خونې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د ‌کانونو د کيندنې اجازه ورکړي. د دغې خونې مشر حسين سليمي د ترکېې اژانس اناتولي ته تېره ورځ ويلي، د تهران او طالبانو وروستيو ناستو ته په کتو سره ايراني چارواکو له طالبانو غوښتي، څو د کانونو د کيندنې په برخه کې ايراني انجنيرانو ته د‌ کار زمينه برابر کړي. د نوموړي په خبره، له دې لارې به د دواړو هېوادونه سوداګريزې اړيکې د پخوا په څېر پياوړې شي. د ايران له خوا د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین، روسیې او هند ته د طالبانو ځواب

طالبان وايي، دوی د ملګرو ملتونو رول ته په درنښت کتلي او د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې چې د هېوادونو په خیر دي،  دوی ته هم مهمې او د تاييد وړ دي.  دا څرګندونې د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وکړې: "اسلامي امارات د ملګرو ملتونو رول ته په درنښت کتلي او د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې هم  راته مهمې او د تاييد وړ دي او د دوی هغه برېکړې، تصامیم او قوانین چې اسلامي شرعیت سره په ټکر کې نه وي ورته ځان ژمن بولي."  ښاغلی مجاهد د چین،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عراق د بېلاروس-پولنډ پر پوله ایسار عراقیانو ته نورې الوتکې لېږي

عراق خپل هېواد ته د هغو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره چې د بېلاروس او پولنډ په پوله کې بند پاتې دي، نورې الوتکې لېږي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تراوسه پورې یې نژدې ۱۰۰۰ تنه بېرته خپل هېواد ته راوستي دي. د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمدالصحاف پرون جمعه وویل، د عراق د هوايي چلند دوه الوتکې به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې له بېلاروس څخه ۸۶۱ عراقي پناه غوښتونکي بېرته راولي. د دغو پناه غوښتونکو اکثریت د عراقي کردانو دی.

Pa.azadiradio.com 

زلزلې د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونه لړزولي

یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۳ و، د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونه ولړزول. د هند د زلزله پېژندنې د ملي مرکز پر اساس د دې زلزلې مرکز چې د سهار په ۸ بجې وشوه، د تخار ولایت مرکز تالقان ښار ته نژدې و. تراوسه پورې د زلزلې له کبله د احتمالي مرګ ژوبلې یا مالي تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی. په افغانستان کې د اکثرو زلزلو مرکز د هندوکش په غرونو او لمنو کې وي.

Pa.azadiradio.com 

راپورونه: اصفهان کې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب شوی

راپورونه وايي چې تېره شپه د ایران په اصفهان ښار کې د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب شوی دی. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، پولیسو د اصفهان ښار په مرکزي برخه کې پر مظاهره چیانو اوښکې بهونکی ګاز وشیندل او د ربړي مرمیو ډزې یې وکړې. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوېو ویډیوګانو او دغه راز د سپوږمکۍ له لارې د اسوشیټېډ پرېس په اخیستل شوېو تصویرونو کې د اصفهان ښار په ځینو سیمو کې اعتراض کوونکي لیدل کېږي چې 'مړ دې وي دیکتاتور' شعارونه ورکوي. د اصفهان د پولیسو قوماندانۍ ویلي چې یو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني: رسنیو لپاره د طالبانو نوې تګلاره به د بیان ازادي کمزورې کړي

جرمني وايي، د طالبانو له لوري د رسنیو لپاره نوې تګلاره به په افغانستان کې د بیان ازادي کمزورې کړي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه د ټلوېزیونونو لپاره د طالبانو د امر بالمعروف د ادارې له لوري پر اعلان شوېو مقرراتو اندېښنه ښوولې ده. دې وزارت د رسنیو لپاره د طالبانو مقررات د هغوی د ژمنو خلاف بللي دي. د طالبانو امربالمعروف له ټلوېزیونونو غوښتي چې هغه سریالونه او فلمونه چې ښځې په کې وي، ونه ښيي او همدا راز هغه سریالونه په هېڅ صورت خپاره نه کړي چې د انبیاوو یا صحابه وو تمثیل په کې شوی وي.

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي له افغانستانه د وسلو د قاچاق په اړه یوه خوله نه دي

پاکستان او ایران ته د وسلو، مهماتو او پوځي موټرو د قاچاق په اړه د اندېښنو دوام او ورته بېلابېلې څرګندونې شوي دي. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پرون وویل، یو مازدا موټر یې نیولی چې په کې وسلې او مهمات پاکستان ته قاچاق کېدل. خو د دې خبر له خپرېدو وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې په کې د افغانستان د پوځ لپاره د امریکا له‌خوا مرسته شوي مرمۍ ضد ټانکونه د پاکستان پر سړکونو لیدل کېږي. تازه یوه بله ویډیو هم خپره شوې چې په کې ښکاري د امریکا جوړ شوي مرمۍ ضد ټانکونه چې سپین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

۵۰ هېوادونه: طالبان دې تروریستانو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي

د اروپا او اسیا څه دپاسه پنځوسو هېوادونو د یوې دوه ورځنۍ انلاین غونډې په پای کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت اندېښنه وښودله او د طالبانو پر حکومت یې غږ وکړ چې تروریستي ډلو ته هلته د فعالیت اجازه ورنه کړي. د اسیا- اروپا په ۱۳مه سرمشریزه کې چې کوربه یې د کمبودیا مشر هون سین و، د کرونا ضد واکسین په وېش کې د مساوات غوښتنې ترڅنګ د جګړه ځپلي افغانستان او میانمار په اړه چې پوځي کودتا په کې شوې ده بحث وشو. د سرمشریزې ګډونوالو پرون له غونډې وروسته په یوه بیان کې موافقه وکړه چې افغانستان باید بیا هېڅ کله د تروریستانو په خوندي ځاله بدل نه شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل په اړه د امریکا او ناټو خبرداری

د متحدو ایالاتونو او ناټو چارواکو پر اوکراین د ګاوندي هېواد روسیې له خوا د نوي احتمالي یرغل په اړه خبرداری ورکړی. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د لیندۍ په پنځمه خبریالانو ته وویل روسیې له اوکراین سرحد په سرحد کې جګړې ته چمتو سرتېري، ټانکونه او درانه پوځي تجهیزات ځای پرځای کړي دي. سټولټنبرګ خبرداری ورکړ چې که روسیه د اوکراین پرضد ځواک وکاروي، نو ډېر ګران به ورته پرېوځي او له ناوړه عواقب سره به مخامخ شي. له بلې خوا د اروپا او یوریشیا په چارو کې امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې کارین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اذربایجان او ارمنستان پر سرحدونو د نښو پر ایښودلو موافقه وکړه

د اذربایجان او ارمنستان ولسمشرانو د دواړو هېوادونو پر سرحدونو د نښو پر ایښودلو او د اقتصادي او ټرانسپورټي اړیکو پر پیاوړتیا موافقه وکړه.  دا موافقه پرون د لیندۍ په پنځمه د ولسمشر ولادیمیرپوتین په منځګړتوب د روسیې په سوچي ښار کې د اذربایجان د ولسمشر الهام علییف او د ده د ارمن سیال نیکول پاشینیان له کتنې وروسته وشوه.   علییف او پاشینیان له پوتین سره په دې درې ساعته غونډه کې وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناګورناقره باغ د لانجنمې سیمې پر سر د ۴۴ ورځنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د مسکو په منځګړتوب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې پر افغانستان هم بحث کېږي

په پام کې ده چې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د راتلونکې اوونۍ په غونډه کې د افغانستان په اړه هم بحث وشي. دا غونډه د را روانې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې جوړېږي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تېر ماښام په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې به پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو د وروسته حالت په اړه بحث وشي. سټولټنبرګ وایي: "د بهرنیو چارو وزیران به پر افغانستان هم بحث وکړي. په اګسټ میاشت کې د افغان حکومت او وسله والو ځواکونو له ناڅاپي ړنګېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا نوې واریانت بڼه د اندېښنې وړ بللې

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'WHO' وايي، د دې سازمان یوې مشورتي ډلې د کرونا ویروس نوې واریانټ چې څو بڼې لري، د اندېښنې وړ بللی.  دا نوې موندنې چې پرون د نوومبر په ۲۶مه نېټه اعلان شوه، د کرونا ویروس د دې نوې بڼې په اړه چې د بي یو- یو- ۵۲۹ نوم ورکړل شوی او لومړی ځل په جنوبي افریقا کې وموندل شو د کرونا وبا وضعیت چې تراوسه په ټوله نړۍ کې له ۲۶۰ میلیونه زیات وګړي پرې اخته شوي او له پنځه میلیونه زیات یې وژلي دي تردې هم خراب کړي.  WHO وايي، د کرونا نوې بڼه چې د اومیکرون Omicronنوم ورکړل شوی دی د لومړنیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: په ژمي کې له بې وزله افغانانو سره بشري مرستې کوو

ملګري ملتونه د ژمي په درشل کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې بې وزلو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو خبر ورکوي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په یوه بیان کې چې پرون جمعه (د لېندۍ ۵مه) خپور شو ویلي چې په دې لړ کې د خوړو نړیوال پروګرام په شمالي ولایتونو کې ۳۵۵ زره اړو خلکو ته د یوې میاشتې په مخه خوړو موادو ورکړي. اوچا همدا راز په شمال ختېځو ولایتونو بدخشان، تخار، کندز او بغلان کې هم نژدې شااوخوا ۲۴۸ زره په ختېځو بې وزلو کورنیو ته د خوړو مواد او نورو بشري مرستو د وېش خبر ورکوي. Читать дальше...


В Петербурге прошел Кубок ПМЭФ по конкуру

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

Туристы с Ближнего Востока едут в соседний с Карелией регион за хаски

Двое взрослых и ребенок погибли в ДТП с фурой в Одинцово



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Туристы с Ближнего Востока едут в соседний с Карелией регион за хаски

Причиной аварийной посадки самолета в Подмосковье стала неисправность двигателя

Патриарх Кирилл: РПЦ не должна перегружать человека долгим стоянием в храме

Тарасова назвала баннер с Исинбаевой в Париже рекламой российского спорта

Музыкальные новости

В Санкт-Петербурге прошел Кубок ПМЭФ по конкуру

Собянин: Москва — мировой лидер по динамике развития транспортной инфраструктуры

Более 2 тысяч жителей Московской области получат работу благодаря «Магниту»

Об отношении к русским в Азербайджане

Новости России

В Газпроме предлагают поднять тарифы на газ населению и бизнесу ещё в 2 раза, мол, а иначе "труба"

На Ближнем Востоке зарождается союз, который перевернет мир. Выгоды для России

Причиной аварийной посадки самолета в Подмосковье стала неисправность двигателя

Туляки сообщают о сбоях работы мессенджера Telegram

Экология в России и мире

Туристка заразилась плотоядной болезнью и потеряла руку: новая инфекция начала распространяться на людей, посещающих достопримечательности

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

Джомба, суттуг шай, кучу и другими видами чая в регионах России могут насладиться российские туристы

«В девять лет я уже был очень любвеобильным». Актер Михаил Богдасаров вспомнил детство в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3  

Спорт в России и мире

Уимблдон и Олимпиада? Что нужно знать о планах Рыбакиной после Ролан Гаррос

Соболенко, проигравшая Андреевой, потеряет 2-е место в рейтинге WTA по итогам «Ролан Гаррос», уступив его Гауфф

Андреевой предрекли борьбу за топ-10 рейтинга WTA в текущем сезоне

Зверев и Рууд не пожали друг другу руки после полуфинала «Ролан Гаррос» – из-за проблем с желудком у норвежца

Moscow.media

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

В этом году планируют заключить контракт на реконструкцию еще одного участка трассы Р-23 в Ленобласти

Остров Огой.

В Забайкалье пятерых мигрантов задержали за групповое изнасилование девочки-подростка







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *