Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2023

Новости за 11.01.2023

Pa.azadiradio.com 

د کندز ځينې اوسېدونکي: د درملنې په خاطر يوناني طبيبانو ته مراجعه کوو

د کندز يو زیات شمېر اوسېدونکي د درملنې په خاطر یوناني طبیبانو ته مراجعه کوي. که څه هم په کندز کې پر دولتي روغتیايي مرکزونو سربېره یو شمېر عصري شخصي روغتونونه هم موجود دي چې په پرمختللو امکاناتو سمبال دي خو لا هم د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ناروغۍ د درملنې په خاطر یوناني طبیبانو ته مراجعه کوي. د دې ولایت یو اوسېدونکي څلوېښت کلن نصیراحمد له یو کال راهیسې یوناني درمل کاروي. هغه په دې تړاو ازادي راډیو ته وویل: "دغه یوناني دوايي ډېر موثره دي. د معاصر طب ډاکتران هم شته دي. چا ته د یوناني طبابت ډېر صفت وکړ او په همدې خاطر زه دلته راغلم. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نیوزيلنډ له پاکستان د کرکټ دويمه يوه ورځنۍ لوبه وګټله

د کوربه پاکستان او نیوزيلنډ ترمنځ د کراچۍ په نېشنل لوبغالي کې دویمه یو ورځنۍ لوبه نیوزيلنډ د ۷۹ منډو په توپیر وګټله. د درې یو ورځنیو لوبو په لوبلړۍ کې تر دې دمه دواړه لوبډلې یوـ یو برابرې دي. نیوزیلنډ پچه ګټلې وه او توپ وهنه یې وکړه، دوی که څه هم پوره ۵۰ اورونه ونه لوبول، خو بیا یې هم د ۲۶۲ منډو هدف وټاکه. د نیوزلینډ لپاره ډیون کانوې ۱۰۱ او کېن ویلیمسن بیا ۸۵ منډې وکړې. د پاکستان په توپ اچونکو کې محمد نواز او نسیم شاه بیا هم ښه وځلېدل، دوی په ترتیب سره ۴ او ۳ ویکټې واخیستې. د پاکستان لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

آی سي آر سي: په کابل کې د ماشومانو د دماغي فلج پېښې ۵۰ سلنه زیاتې شوي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې په کابل کې د ماشومانو د دماغي فلج یا ګوزڼ پېښې ۵۰ سلنه زیاتې شوي دي. شکيلا درې ماشومان لري چې ټول یې په ګوزڼ اخته دي. نوموړې چې د هرات ولايت اوسېدونکې ده وايي چې د نورو خلکو کورونو کې کار کوي او کومې پیسې چې لاس ته راوړي لږې دي او په سختۍ پرې ژوند مخته وړي. د شکيلا په وينا، درې ماشومان یې چې دوه هلکان او يوه نجلۍ ده، ١٨ کلن، ٩ کلن او ۶ کلن دي. شکيلا وايي چې د ګوزڼ ناروغۍ له امله یې ماشومانله مرستې پرته هېڅ هم نه شي کولای. د دوی خوراک، څښاک ځان ساتل، ټول ورترغاړه دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني له افغانستانه بهر ۵ زره نجونو ته د زده کړو زمینه برابروي

د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت غواړي چې د سکالرشیپونو په مرسته د سیمې او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې ۵ زره افغانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. د افغان ځوانانو لپاره د سکالرشیپونو د اعلان په دوام دا ځل جرمني اعلان کړی چې د هغو زرګونو افغان ښځو او نجونو لپاره به د زده کړو زمینه برابره کړي چې د طالبانو د حکومت له خوا له زده کړو بې برخې شوې دي. يو شمېر ښځينه محصلانې د جرمني حکومت له دې اقدام هرکلى کوي، خو وايي چې طالبانو د ښځو او نجونو پر مخ ټولې لارې تړلې او د دوى لپاره له دا ډول بورسونو ګټه اخيستل ګران دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه کې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کابل کې چاودنې ځاني تلفات اړولي. دغه چاودنه د چهار شنبې ورځې ناوخته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په غځېدلي سړک وشوه. په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل: "نن څلور بجې شاوخوا د باندنیو چارو وزارت پر سړک چاودنه شوې چې له بده مرغه تلفات لري. د امنیتي برسۍ ټیمونه سیمې ته ورغلي، د پېښې جزئیات به وروسته درسره شریک کړل شي." ځدراڼ په یوه بل پیغام کې ویلي، دغه پېښه کې ۵ ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. هغه زیاته کړه، د پېښې عاملان به په خپلې سزا ورسوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرچینه: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مخې ته چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه شوې ده. د فرانس پرېس اژانس په باور شاوخوا ۲۰ کسان په دې چاودنه کې یا وژل شوي یا ټپیان شوي دي. په کابل کې د فرانس پرېس موټر چلوونکی جمشید کریمي وایي، دی نه پوهېږي چې په دې شمېره کې څو تنه مړه شوي او څو تنه ټپيان شوي دي.   په دغه وزارت کې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه نن مازدیګر شاوخوا ۴ بجې وزارت مخې ته شوې او تلفات هم لري. د سرچینې په وینا، دا چاودنه داسې مهال کېږي چې په بهرنیو چارو وزارت کې د چینايي ډیپلوماټانو سره ناسته روانه وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خوشې شوي افغانان: د پاکستان په زندانونو کې راڅخه ټول اسنادونه او پيسې اخيستل شوي

د پاکستان له زندانونو څخه افغانستان ته یو شمېر لېږل شوي افغانان وايي، چې په زندان کې له دوی څخه ټول شخصي وسایل اخیستل شوي دي. د پاکستان له زندان څخه افغانستان ته يو لېږل شوی افغان چې نه‌غواړي راپور کې يې نوم ياد شي وايي، خپل هېواد ته د لېږلو پر مهال ترې ټول شخصي څېزونه ورنه اخیستل شوي. نوموړي ازادي راډیو ته وویل، په موبایلونو کې یې مهم اسناد و، هغه هم د پاکستان پولیسو بېرته ورنه‌کړل. نوموړی وايي: "درې میاشتې جېل یې راباندې تېر کړ، واړه ماشومان او مېرمنې یې له موږ څخه بېلې زندانې کړې، له ما... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لار د سخت توپان او واورې ورېدو له امله تړل شوې

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولین وایي، چې دا لویه لاره د سختې واورې او توپان له امله بنده شوې ده. د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې په وینا د دوشنبې له ماښام راهیسې په سالنګونو کې واوره پیل شوې ده. د هوا پېژندنې د ادارو له اټکل سره سم واوره او تېز بادونه به د نن ورځې تر اخره دوام وکړي.

Pa.azadiradio.com 

پاريس کې شپږ کسان په يوه بريد کې ټپيان شوي

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي، یوه کس نن شپږ تنه په پلازمېنې پاریس کې په چاقو ټپيان کړې دي. دا برید د ګادرینورد د ریل په تم‌ځاي کې شوی دی. د یوه ټپي روغتیایي وضعیت نازک دی. پولیس وایي، پر برید کوونکي یې ډزې کړې دي او سخت ټپي شوی دی. تر اوسه د دې برید علت نه‌دی روښانه شوی او کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه‌دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

جنوبي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت شپږمه ورځ هم دوام لري

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې نن شپږمه ده چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ له لوري پرلت وهل شوی دی. اعتراض کوونکي په سیمه کې د هدفي وژنو او وسله‌والو بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي. په سیمه کې د پولیسو یوه مشر شبیر حسین شاه د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، چې د لارو بندېدل د قانون خلاف عمل دی. اعتراض کوونکي وایي چې تر هغو به یې لاره بنده کړې وي چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي. دا کسان په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یوه مشر علي وزیر په شمول د خپلو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي. علي وزیر د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې يوې ژورې څاه ته د غورځېدو له امله يو کس مړ شوی او بل ټپي دی

د ارزګان سيمه‌ييز مسؤلين وايي، تېر ماښام د دغه ولايت خاص ارزګان ولسوالۍ کې يو کس داسې مهال مړ او بل ټپي شو چې د څښاک اوبو په لټون يوې ژورې څاه ته وغورځېدل. د دغه ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس حاجي خالد ازادي راډيو ته ويلي، دا پېښه د خاص ارزګان ولسوالۍ د توشکانو په سيمه کې رامنځته شوې. نوموړي ويلي، مړ شوی کس احمد او ټپي عنايت الله نوميږي. نوموړی وايي، سيمه کې ګڼ شمېر خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه‌لري او له وچکالۍ سره مخ دي. په افغانستان کې د وروستۍ سختې وچکالۍ له امله عامو خلکو ته زيات زيانونه اوښتي دي.

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکارۍ سازمان په غونډه کې به له طالبانو کومې غوښتنې وشي؟

ټاکل شوې د سعودي عربستان پر وخت لس بجې د جدې په ښار کې د اسلامي همکاريو د سازمان غونډه جوړه شي. د اسلامي همکارۍ په سازمان کې یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل، چې دا غونډه د سعودي، ترکیې او ګامبیا چې افریقايي هېواد دی په غوښتنه رابلل شوې ده، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته په‌کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې. سرچینه چې نه‌غواړي په راپور کې پېژندنه وشي، وايي په دې غونډه کې چې د اسلامي همکارۍ په سازمان کې د اسلامي هېوادونو سفیران به په‌کې برخه واخلي، د طالبانو د حکومت په هغه تګلارو بحث او خبرې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زلنسکي د اوکراين د پارلمان له څلورو غړيو تابعيت واخيست

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي د اوکراین د پارلمان له څلورو غړیو تابعيت واخیست او خبرداری یې ورکړ چې ورته نورې پرېکړې به هم وکړي. د اوکراین د پارلمان د دې څلورو کسانو له ډلې چې په خیانت تورن شوي دي، درې تنه د یوه روسیي پلوه ګوند دي چې په اوکراین کې یې پر فعالیت بندیز لګېدلی دی. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي تېره شپه په خپله وینا کې وویل چې، د اندري دیرکچ، تاراس کوزاک، رنت کوزمین او ویکتور میدفیدچوک پر ضد دا ګام د هغو اسنادو پر بنسټ اخلي چې د اوکراین امنیتي څانګې او دولتي امنیتي ادارې چمتو کړې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان خلک: د بې‌وزلۍ له امله د ماشومانو د درملنې وس نه‌لرو

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، روان ژمي کې د اقتصادي ستونزو له امله چې د کورونو د تودولو توان نه‌لري، ماشومان يې په بېلابېلو ساري ناروغیو اخته شوي دي. دوي وايي، که دولت او خیريه بنسټونه ورسره مرسته ونه‌کړي نو یو انساني ناورین به رامنځته شي. بل‌خوا د ارزګان والي مولوي علي جان احمد وايي، چې دوی هڅه کوي چې د مؤسسو په همکارۍ تر اړمنو کورنيو پورې مرستې ورسوي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

غور کې د ورزشکارانو د پياوړتيا ننداره

د غور ولایت دا ورزشکاران د ژمي په سړه هوا کې د هریرود سیند پر غاړه خپله پیاوړتیا نندارې ته واړندې کوي. دوی وايي، هیله لري نږدې راتلونکي کې بهرنیو هېوادونو کې ولوبېږي او لاسته راوړنې ولري.

Pa.azadiradio.com 

د سویلي افریقا لیګ؛ راشدخان په خپله لوبډلمشرۍ کې لومړۍ لوبه وګټله

د سویلي افریقا د سوداګریزو سیالیو په لومړۍ ورځ د راشدخان په لوبډلمشرۍ د ممبي کېپ ټاون لوبډلې د ۸ وېکټو په توپیر د پارل راویلز لوبډلې ته ماتې ورکړه. رایلز لوبډلې لومړۍ توپ وهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې. د کېپ ټاون په توپ اچونکو کې جوفرا ارچر ښه وځلید، هغه تر دوه کلن ځنډ وروسته یو وار بیا ښه پیل وکړ، په ۴ اورونو کې یې ۲۷ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول. راشد خان په دې لوبه کې ۴ اورونه وکړل، ۲۸ منډې یې ورکړې، خو د ویکټې په اخستلو ونه توانید. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې په ناڅاپي ډول اوکراين ته سفر کړی

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک پرون ناببره د اوکراین ختیځ ښار خارکیف ته لاړه او هلته یې اوکراین ته د نورو وسلو د سپارلو ژمنه وکړه خو دا یې ونه ویل چې څه ډول وسلې به ورکړي. جرمني له دې مخکې د کییف د غوښتنې په اساس د اوکراین د پلیو ځواکونو د ملاتړ لپاره د زغرګاډو د سپارلوژمنه هم کړې وه. په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د اروپايي شورا له مشر چارلز میچل سره په ټليفوني خبرو کې له اروپايي قدرتونو غوښتي چې اوکراین ته نورې وسلې ورکړي. خارکیف ته د مېرمن بایربوک له سفر او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند په پوځي برخه کې نوې بوديجه تصويب کړې

د هند حکومت وايي، پرون سې‌شنبه یې د څه باندې ۵۲۳ ملیون ډالرو په ارزښت درې قراردادونه تصویب کړل. په دغو پیسو به د هند پوځ او سمندري ځواکونو ته پوځي تجهیزات او مهمات رانیول کېږي. په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳م کلونو کې د هند ټوله دفاعي بودجه اویا ملیارد او۷۰۰ ملیونو ډالرو ته رسېږي.

Pa.azadiradio.com 

ايران د بلجيم پر يوه خيريه کارکوونکي د ۲۸ کاله بند حکم کړی

د ایران یوه خبري اژانس تایید کړه چې د بلجیم پر یوه خیریه کارکوونکي د ۲۸ کلن بند حکم صادر شوی دی. د رویټرز اژانس د پروني راپور په حواله، ۴۱ کلن اولیویه فانده‌کاستیل (Olivier Vandecasteele) چې په ایران کې نیول شوی په ۷۴ دُرو وهلو هم محکوم شوی دی. د بلجیم چارواکو او د فانده‌کاستیل د کورنۍ غړو په تېره ډسمبر میاشت کې ویلي وو، چې ایران نوموړی په جاسوسۍ محکوم کړی دی. ویل شوي دغه بلجیمی د ایران پر خلاف د امریکا د متحدو له ایالتونو سره د توطيې په جوړولو او د پیسو په مینځلو تورن شوی دی. فانده‌کاستیل دغه ټول تورونه رد کړي او ناسم یې بللي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرزي د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره د نجونو پر تحصيل خبرې کړي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د نړیوالو زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي، ګورډن براون سره پرون د نجونو د تعلیم او تحصیل پر اهمیت خبرې وکړې. د ښاغلي کرزي په ټویټر کې لیکل شوي، چې په دې ویډیويي کنفرانس کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو پر پرانیستل کېدو ټینګار وشو. ویل شوي پخواني ولسمشر د نړیوالو زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ګورډن براون نه، چې د بریتانیا د صدراعظم په توګه یې هم دنده ترسره کړې، غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د تعلیم د وضعیت ښه کېدو لپاره دې ملګري ملتونه خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاريو سازمان نن د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه جوړوي

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي سکرټریت نن چهارشنبه په خپل مرکزي دفتر کې چې د سعودي عربستان په جده ښار کې دی، پر افغانستان اضطراري غونډه جوړوي. دغه سازمان پرون په خپل رسمي ټویټر کې خبر ورکړی، چې د دغه سازمان اجرایه کمېټه به په دې غونډه کې په افغانستان کې پر وروستيو تحولاتو او بشري وضعیت بحث وکړي. د اسلامي همکاريو سازمان او د اسلامي فقې نړیوالې اکاډمۍ تر دې مخکې د اعلامیو په خپرولو سره پر ښځو د طالبانو وروستي محدودیتونه له شریعت سره په ټکر کې بللي وو. بل‌خوا تېره اوونۍ د مسلمانو عالمانو نړیوال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي کمېسيون مشره: اروپايي ټولنه د اوکراين د ملاتړ لپاره هره ممکنه هڅه کوي

د اروپا د کمېسیون مشره اورزلا وان دیرلین پرون په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره یوه ګډ خبري کنفرانس ته وویل، اروپايي ټولنه به د اوکراین د زړورو خلکو د ملاتړ لپاره خپله ټوله هڅه وکړي. د مېرمن وان دیرلین په خبره، اروپايي ټولنه پر مسکو په قوت سره سختو بندیزونو ته دوام ورکوي. دغه کنفرانس ته په خبرو کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په اوکراین کې د روسیې ناموجه یرغل ته په اشاره د ځینو نورو چلنجونو په وړاندې هم د مبارزې غوښتنه وکړه. نوموړي وويل: "موږ ژمن یو چې د ناټو او اروپايي ټولنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايران کې مېشت پخواني افغان پوځيان: په بد وضعيت کې ژوند کوو

په ایران کې دېره پخواني افغان پوځیان وايي، په بد وضعیت کې شپې ورځې سبا کوي، چې د نیولو، ځورولو او اخراج له ستونزې سره مخامخ دي. د افغانستان د پخواني پوځ يو پخوانی جنرال چې نه‌غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، له یونیم کال راهیسې په ایران کې دېره دی، خو هره شېبه افغانستان ته د اخراج له ستونزې سره مخامخ دی. نوموړی وايي، د ویزو او په ایران کې د استوګنې د نورو اسنادو د تمدید په برخه کې هم ستونزې لري. ياد جنرال وايي: "له یوې خوا په ایران کې په اوږد مهال کې د ویزو یا د مهاجرت د نورو قانوني اسنادو نه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تورنټو سټار ورځپاڼه: طالبانو ولې خپلې ژمنې عملي نه‌کړې؟

تورنتو سټار ورځپاڼه: تورنټو سټار ورځپاڼې په دې اړه چې ولې طالبانو هغه ژمنې چې ویلې وې بدلې شوې، عملي يې نه‌کړې او په افغانستان کې په رښتیا وروستۍ خبره څوک کوي، تر سرلیک لاندې، واک ته له رسېدو مخکې د طالبانو د یو شمېر مشرانو ژمنو او د حکومت د فيصلو تر شاه یې د اصلي ځواک موضوع ته پام اړولی. ياده ورځپاڼه ليکي، دوه کاله وړاندې، چې طالبان لا واک ته نه وو رسېدلي، د طالبانو د مذاکره کونکو د ټیم یوه مهم غړي شهاب الدین دلاور په قطر کې په یوه بین الافغاني کنفرانس کې اعلان وکړ چې ټولې ښځې به له لومړي ټولګي... Читать дальше...


Филимонов прокомментировал чемпионство «Зенита»

Сергунина: Сумма одобренных Москвой грантов на патентование в России почти вдвое превысила показатель 2023 года

Росздравнадзор вмешался в ситуацию с гибелью клиентки «СМ-Клиники» в Москве

Дебоширы из Балашихи избили водителя и выстрелили в его машину



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Коммуналка в России резко подорожает: известно на что и на сколько

«Если бы это было сделано, Ельцин сразу сбежал бы в посольство США!»- откровения генерала Ачалова о штурме Белого дома 31 декабря 2023

В топовых отелях Екатеринбурга закончились номера из-за альтернативной Олимпиады

Разбившему голову Кубком России защитнику "Зенита" Алипу наложат швы

Музыкальные новости

Собянин: Новый корпус больницы святого Владимира планируется открыть в 2025 году

Леонид Агутин посвятил ушедшей Анастасии Заворотнюк песню и клип

В Тульской области продолжается культурный проект «Классика: история и современность»

В Республике Марий Эл с успехом прошел кинофестиваль «Движение по вертикали» памяти Станислава Говорухина

Новости России

В Дубне приступили к строительству дорог в поселке для многодетных семей

В Третьяковке откроется выставка коллекции Арама Абрамяна

Сергунина: Сумма одобренных Москвой грантов на патентование в России почти вдвое превысила показатель 2023 года

По-прежнему самый популярный и доступный «Москвич», но уже дороже. С июня установлены новые цены на хитовый кроссовер «Москвич 3»

Экология в России и мире

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Раскрыт секрет, как и где отдохнуть в России летом за 11 тыс. рублей

Студия Звукозаписи в Москве. Создание Песен, Музыки, Аранжировок.

Спорт в России и мире

Синнер повторил достижение Джоковича и Надаля по победам на "Больших шлемах"

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции

Организм был не в состоянии: Потапова прокомментировала поражение на «Ролан Гаррос»

Прямая трансляция матча Елены Рыбакиной против экс-первой ракетки мира на «Ролан Гаррос»

Moscow.media

Водитель "Лифана" погибла после аварии с фурой

Рассказ про зятя. Хоть и не про котиков, но тож смешной

Дайджест новостей «Грузовичкоф» за май

Российские топ-компании получили предложение привезти на ПМЭФ Канье Уэста...за $1 млн







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *