د افغانستان کرکټ لوبغاړو لپاره جېم او د درملنې مرکز ګټې اخيستنې ته چمتو شول
د افغانستان کرکټ بورډ اداره وايي چې د لوبغاړو جېم تر بیارغونې او د درملنې مرکز ته جوړولو وروسته ګټې اخيستنې ته چمتو شول. کرکټ بورډ ادارې په دې تړاو یوه ویډيو خپره کړې ده او په کې ښودل کېږي چې د دې ادارې دننه په مجهزه توګه د لوبغاړو لپاره د بدني پياوړتیا مرکز«جېم» او د سپورټي ټپونو د درملنې مرکز جوړ شوی دی او لوبغاړي په کې تمرینات کوي. دغه مرکزونه چې نن یکشنبه) پرانيستل شول تر دې وروسته به د لوبغاړو د هر ډول سپورټي ټپ درملنه همدلته ترسره کېږي. د کرکټ بورډ د لوړو کارکردګیو مرکز مدیر عبدالولي... Читать дальше...