Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2023

Новости за 30.01.2023

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو ۲۱مه کلیزه

د ازادي راډیو د خپرونو ۲۱ کلونه پوره شول. ازادي راډیو د افغانستان د مولټي میډیا مخکښه رسنۍ ده. د ازادي راډیو رییس وايي، د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې دا رسنۍ د تل په څېر بې پرې او پر وخت معلوماتو خپرولو ته ژمنه ده. قادر حبیب وویل، ازادي راډیو د خپلو میلیونونو مینه والو باور له ځانه سره لري.

Pa.azadiradio.com 

ځینې فرهنګیان: یونسکو دې ملي اتڼ د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت کړي

یو شمېر افغان فرهنګیان د ملګرو ملتونو له علمي او فرهنګي بنسټ یا یونسکو غواړي، چې ملي اتڼ دې د دې سازمان د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت کړي. یو شمېر افغان فرهنګیان د ملګرو ملتونو له علمي او کلتوري ادارې یونسکو څخه غواړي، چې اتڼ دې د افغانستان د فرهنګي میراث په نوم ثبت کړي. د دوی په وینا د اتڼ شالید او جذابیت ته په کتو ارزي چې یونسکو یې د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت کړي. افغان لیکوال ډاکتر محب الله زغم وايي، نن سبا اکثره هېوادونه هڅه کوي چې خپل او حتا د نورو فرهنګي میراثونو په خپل نوم ثبت کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې ۶۰۰ جریبه د کوکنارو او بنګو کښتونه له منځه وړل شوي

په کندهار کې روان فصل ۶۰۰ جریبه کوکنار او د بنګو کښتونه له منځه وړل شوي دي. طالب چارواکي وايي، د نشه يي توکو دغه له منځه وړل شوي کښتونو تر ډېره په کورونو کې په پټه کرل شوي وو. د طالبانو مشر تېر کال د کوکنارو او بنګو په کر بندیز ولګاوه چې له امله یې دا مهال د تاریاکو بیې په بېسارې توګه لوړې شوي دي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

زرداري له لاوروف سره د افغانستان په شمول پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په دوه ورځیني سفر مسکو ته تللی چې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان په شمول پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي. د پاکستان د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، زرداري او لاوروف به د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو او تروریستي ډلو ته د ځای نه ورکولو په ګډون له نړیوالو ټولنې سره د خپلو ژمنو په عملي کولو کې د طالبانو د حکومت پر پرمختګونو خبرې وکړي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې ځینې افغان پناه غوښتونکي له اقتصادي ستونزو شکایت کوي

یو شمېر افغانان چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي، د اقتصادي ستونزو او د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو کېدو شکایت کوي. حبیب‌الله د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست دی چې له تېرو اووه میاشتو راهیسې پاکستان کې دېره دی. هغه وايي، یو بل هېواد کې د پناه اخستو د قضیې په موخه پاکستان ته تللی، خو نه یوازې دا چې قضیې یې ډېر وخت ونیوه، بلکې د خوراکي توکو د بیو پورته کېدو ستونزې لا زیاتې کړې دي. نوموړي وویل: "زه د ۲۰۲۲ کال په جون کې پاکستان ته راغلم. زوی مې امریکا کې دی او زموږ کارونه هم روان دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان انلاین پوهنتون خپلې تدریسې چارې پیل کړي؛ پامیري: انلاین زده کړې ډېر ګټور پروګرام دی

زرغونه چې دا مهال په «افغانستان انلاین پوهنتون» کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي ازادي راډيو ته یې وویل چې د طالبانو د محدودیتونو له امله انلاین زده کړې د هغو نجونو لپاره د هیلو یوازینی څرک دی چې له خپلو ټولو اساسي حقونو په تېره بیا له زده کړو بې برخې شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

بوريس جانسن: پوتين د ميزايل په بريد ګواښلی يم

د برېتانیا پخواني صدر اعظم بوریس جانسن ویلي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په یوه ټليفوني مکالمه کې د میزایل په برید ګواښلی دی. د جانسن او پوتین دغه مکالمه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د یرغل په درشل کې وروسته تر هغه شوې وه چې جانسن کیف ته تللی و. رویټرز اژانس له بي‌بي‌سي سره د بوریس جانسن د خبرو په حواله ویلي، پوتین له ده نه په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب نظر وپوښته او ده ورته په ځواب کې وویل "دا کار به لرې راتلونکې ته" پاتې نه‌شي. د جانسن په وینا د همدې خبرې په ځواب کې پوتین ورته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عثمان غني د بنګله‌دېش په غوره لیګ کې ښه ځلېدلی

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړي عثمان غني د بنګله‌دېش په غوره لیګ سیالیو کې ۷۳ ناسوځېدلې منډې کړي دي. ښاغلي غني چې په درېیم نمبر توپ وهنه پیل کړې د ۵۵ توپونو په لوبولو سره یې د ۳ شپږیزو او ۷ څلوریزو پر مټ ۷۳ منډې جوړې کړي دي. دا د بنګله‌دېش په روان لیګ د نوموړي لومړنۍ نیمه سلیزه ده. هغه تر دې دمه په ۸ لوبو کې ۲۲۵ منډې جوړې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې عثمان غني د عربي متحده اماراتو پر وړاندې د افغانستان په اعلان شوې ۲۲ کسیزه لوبډله کې نه‌دی اخستل شوی. همدارنګه په نننۍ لوبه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوريې په ختيځ کې د هوايي بريد له امله ۷ کسان وژل شوي

د سوریې په ختیځ کې لږ تر لږه ۷ تنه د لاریو چلوونکي او د هغوی کلینران په هوایي برید کې وژل شوي دي. په سوریه کې مېشتې د بشري حقونو یوې ډلې ویلي، د لاریو دغه کاروان چې د یکشنبې په ورځ له نامعلوم لوري په نښه شو، د ایران له ملاتړه د برخمنو ډلو اړوند و. فرانس پریس اژانس لیکلي، د شپږو لاریو دغه کاروان له عراقه د سوریې سرحدي سیمې البو کمال ته د ایران وسلې لېږدولې. خبر کې ویل شوي چې، هوایي برید کې شپږ واړه لارۍ هم ویجاړې شوي دي. ایران تورن دی چې د سوریې د حکومت د ملاتړ لپاره د دغه هېواد له پوځ سره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا په نجراب کې د یوه ځوان مړی موندل شوی دی

د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د یوه ځوان مړی موندل شوی دی. د نجراب ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو د جنایي پېښو په وړاندې د مبارزې امر مولوي حبیب الرحمان انس ازادي راډيو ته وویل، چې دغه ځوان د طالبانو پوځي غړی هم و. انس زیاته کړه چې د عتیق الله په نوم د دغه ځوان جسد پرون یکشنبه د نجراب ولسوالۍ په څلورمه حوزه کې موندل شوی، خو د وژنې انګېزه او لامل تر اوسه نه‌دی معلوم شوی.

Pa.azadiradio.com 

بارکزۍ: د نجونو پر زده‌کړو بل محدوديت پاتې نه‌دی

طالبانو پر ښځو او نجونو د مخ په زیاتېدونکو محدودیتونو په ترڅ کې د افغانستان له خصوصي پوهنتونونو غوښتي چې نجونو او ښځو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه ورنه‌کړي. نوریاس نوري د تېر نظام د ولسي جرګې له غړې شکریه بارکزۍ څخه د مرکې په پیل کې په دې اړه چې دغه نوې پرېکړه څومره ناهیلې کونکې ده، د هغې نظر پوښتلی؟ د اغلې بارکزۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امريکا استازي د يو شمېر هېوادونو سفر پيل کړی

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي توماس وېسټ پاکستان، جرمني او سویس ته خپل سفر پرون پیل کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، وېسټ به په دې سفر کې چې تر راروانې شنبې دوام کوي، له شریکانو، افغانانو او د خیریه بنسټونو له سازمانونو سره له افغانستان سره پر تړلو ګټو سلا مشورې وکړي. د اعلامیې له‌مخې د طالبانو وروستیو محدودیتونو نړیواله ټولنه، چې له افغانانو سره د مرستې هڅه کوي، له فوق العاده چلنجونو سره مخامخ کړې ده. طالبانو تېره میاشت په غیردولتي مؤسسو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا: د طالبانو وروستيو فرمانونو نړيواله ټولنه له ننګونو سره مخ کړې ده

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی توماس وېسټ یو ځل بیا د افغانستان د وضعیت او په دې هېواد کې د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه د خبرو لپاره په سفر وتی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، وېسټ به د جنوري له۲۹مې د فبروري تر ۴مې پاکستان، جرمني او سویس ته سفر وکړي او هلته به په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه د متحده‌ایالاتو له شریکانو، افغانانو او د بشري مرستو رسوونکو مؤسسو له استازو سره سلا مشورې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې دا هم لیکل شوي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان کروندګر: که طالبان د بديل کښت مرسته ونه‌کړي بېرته کوکنار کرو

د ارزګان ولایت یو شمېر کروندګر وايي، له هغه وروسته چې طالبان واکمن شوي بیا ورسره مرستې نه‌دي شوي. دوی وايي، مخکې يې کوکنار کرل چې دوی به څه اندازه پیسې ترې لاسته راوړلې خو وايي، اوس طالبانو د کوکنارو له کښت منع کړي، غنم او نور کرنیز توکې چې دوی يې کري دومره حاصل نه‌ورکوي چې د دوی ستونزې دې پرې هوارې شي. د ارزګان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، دوی هڅه کوي چې بزګرانو ته بديل کښت پیداکړي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

سوريې د دغه هېواد په اړه د کيمياوي وسلو د سازمان راپور رد کړ

سوریې د یکشنبې په ورځ د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان هغه راپور رد کړ، چې په‌کې ویل شوي وو، دمشق په ۲۰۱۸م کال کې له کیمیاوي وسلو په استفاده په یوه حمله کې ۴۳ کسان مړه کړي وو. سوریې هغه راپور ناسم وباله. سانا دولتي اژانس د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه خپره کړې چې په‌کې راغلي: "سوریه د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان د جمعې ورځې راپور په بشپړ ډول ردوي." اعلامیه وايي، دغه راپور پر واقعیت ولاړ نه‌دی او غلطه نتیجه په‌کې اخیستل شوې ده. د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان په خپل راپور کې ویلي، کره شواهد شته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين د ټانکونو عمله د روزنې لپاره برېتانيا ته ورسېده

د اوکراین د ټانکونو عمله برېتانیا ته ورسېده، چې د روسیې په وړاندې د روانې جګړې لپاره و روزل شي. د برېتانیا دفاع وزارت پرون یکشنبه دا خبر داسې وخت ورکړی چې برېتانیا او د ناټو نورو غړو هېوادونو څو ورځې مخکې اوکراین ته د څه باندې ۱۳۰ ټانکونو د ورکولو ژمنه وکړه. د برېتانیا دفاع وزارت په خپل ټویټر کې لیکلي، چې دغه هېواد به له نورو همکارو هېوادونو سره یو ځای د روزنې تر څنګ اوکراین ته د چلنجرـ۲ په نوم ټانکونه هم ورکړي.

Pa.azadiradio.com 

جرمني د هاکي نړیوال جام اتلولي وګټله

د هاکي لوبو د نړیوال جام په پایلوبه کې جرمني د بلجیم لوبډلې ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې د اتلولۍ جام وګاټه. دغه سیالۍ چې د هاکي نړیوال فدراسیون له لوري په هندوستان کې پیل شوې وې، د یکشنبې (د جنورۍ ۲۹مه) په ماښام د جرمني په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د پايلوبې په ټاکلي وخت کې دواړو لوبډلو ۳-۳ ګولونو ترسره کړل او لوبه یې برابره کړه، جرمنان د پنالټي په شوټونو کې ۵-۳ له بلجیم مخکې شول. یادې سیالۍ د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه د هند په کوربه‌توب د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې چې د ۱۷ ورځو په جریان کې ۴۴لوبې ترسره شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايران کې د دفاعي وسايلو يوه فابريکه باندې بريد شوی

د ایران دفاع وزارت وایي، د دې هېواد په اصفهان ولایت کې د دفاعي وسایلو د تولید یوه فابریکه بې‌پیلوټه الوتکو چې پر چاودېدونکو موادو سمبالې وي، په نښه کړې ده. په هغه خبرپاڼه کې چې، پرون یکشنبې دې وزارت خپره کړې ویل شوي چې د دې فابریکې ځینې برخې ویجاړې شوي دي. په دې اړه چې دغه بې‌پیلوټه الوتکې د کوم هېواد وې، نور جزیات نه‌دي ورکړل شوي او نه هم تر اوسه چا د دغه برید مسولیت اخیستي خو له‌دې مخکې د دا ډول بریدونو پړه پر اسرایل اچول شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

مارټين ګريفيټس نن ملګروملتونو ته د افغانستان په اړه راپور وړاندې کوي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفیټس به نن ملګروملتونو ته افغانستان ته د خپل وروستي سفر په اړه راپور وړاندې کړي. مارټین ګریفیټس کابل ته په سفر کې چې نږدې یوه اوونۍ یې دوام وکړ، له طالب چارواکو سره په لیدنو کتنو کې په غیردولتي مؤسسو کې پر ښځینه کارکونکو د لګول شوي بندیز د لیرې کولو پر موضوع ډېر تمرکز کړی و.  د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین دوجاریک وړمه ورځ خبریالانو ته وویل، چې دا غونډه به د نیویارک په وخت د سهار په یولسو بجو چې په افغانستان کې اته‌نیمې بجې کېږي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه لوړ حد ته رسېدلې ده

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه خطرناک لوړ حد ته رسېدلې او د دې هېواد ۴ ملیونه وګړي یې اغېزمن کړي دي. اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي، چې ۸۷۵ زره ماشومان په شدیدې ځوارځواکۍ او ۲،۳ ملیونه ماشومان هم په معتدلې حادې خوارځواکۍ اخته دي. اوچا همدارنګه ویلي، چې ۸۴۰ زره امیندوارې او شیدې ورکونکې ښځې هم په خوارځواکۍ اخته دي. اوچا ویلي، دوامداره مالي تمویل خورا مهم دی چې د خوارځواکۍ درملنه او مخنیوی یې یقيني شي.

Pa.azadiradio.com 

امينه محمد: که ښځې د کار اجازه ولري مرستندويه مؤسسې به ټولو افغانانو ته مرستې ورسوي

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد وایي، کورنۍ او نړیوالې غیردولتي مرستندویه موسسې په تر ټولو ښه موقف کې دي چې ټولو افغانانو ته خدمتونو ته ورسوي. نوموړې ويلي، که د بشري چارو ښځینه کارکونکي د کار کولو اجازه ولري چې د ښځو او نجونو ځانګړیو اړتیاوو لپاره کار وکړي. امینه محمد چې د طالبانو له‌خوا د افغان ښځو او نجونو د کار او زده‌کړې د بندیزونو د لیري کولو د هڅو په ترڅ کې د جنوري په شلمه افغانستان ته څلور ورځنی سفر پای ته رسولی، دغه څرګندونې پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې کړي دي. تر دې څلور ورځې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاريان: د برښنا نه‌شتون له ستونزو سره مخ کړي يو

د کابل اکثره اوسېدونکي چې له برښنا بې‌برخې دي، په دې ساړه ژمي کې د خپلو کورونو په تودولو کې هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د کابل يو اوسېدونکی ثناګل چې د خلکو بوټونه ترمیموي وایي، سړې هوا ډېر په تنګ کړی ځکه نه‌شي کولای خپل ماشومان تاوده وساتي. نوموړی وايي: "موږ په کور کې هیڅ څه نه‌لرو او زما ماشومان وایي، لاړ شه او موږ ته لرګي راوړه. زه هیڅ پیسې نه‌لرم. تر اوسه مې ۵۰ افغانۍ ګټلي دي. واوره وریږي او پېرودونکي نه‌شته." په افغانستان کې د سړې هوا له امله چې ویل کېږي په وروستۍ څه باندې یوه لسیزه... Читать дальше...


Свыше 900 школьников из Химок сдали ОГЭ по дополнительным предметам

В Киргизии влияние санкций Минфина США против российской банковской системы ощущалось всего один день

Минтранс Подмосковья подготовил список маршрутов до грибных мест

Выборы уводят от бумаги // ЦИК удовлетворил все поданные регионами заявки на использование ДЭГ



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Жалобонакатный станок: как учителям защищать свои права

Сенатор Карасин: Москва запомнит отказ Румынии в выдачи визы делегации РФ в ПАСЕ

Дептранс Москвы сообщил о задержке трамваев на севере города

Подмосковные спасатели напомнили об опасности диких пляжей

Музыкальные новости

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

Сотрудники Дмитровского ОВО Росгвардии по Московской области приняли участия в спортивном празднике Динамо

В Дубне сотрудники Росгвардии помогли утиному семейству перейти оживленную трассу

"Зенит" проведет в межсезонье три контрольные игры

Новости России

В Пскове открылся Всероссийский фестиваль имени Михаила Гривского

Подмосковные спасатели напомнили об опасности диких пляжей

Свыше 900 школьников из Химок сдали ОГЭ по дополнительным предметам

Собственная котельная появится у спортивной школы в Клину в 2025 году

Экология в России и мире

Dior Resort 2025

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Более 340 тыс. кв м асфальта отремонтировали во дворах Подмосковья

Магазин "Стильпарк" в новой концепции открылся в Москве

Спорт в России и мире

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Moscow.media

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Северные ночи...







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *