Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2023

Новости за 25.01.2023

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند جګپوړی غړی 'فواهد چوهدري' نیول شوی

د پاکستان پولیسو د تحریک انصاف ګوند جګپوړی غړی فواهد چوهدري نیولی دی. فواد چوهدري په دې تور نیول شوی چې د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون مشر او غړیو ته یې ګواښ کړی دی. فواد چوهدري د عمران خان د صدرات په وخت د اطلاعاتو وزیر و او د ولسمشر مرستیال و. دی د تحریک انصاف اصلي ویاند دی. د چوهدري مېرمنې هیبا نن رسنیو ته وویل چې سهار وختي لس پولیس په لاهور کې د دوی کور ته ورغلل او چوهدری یې په زور موټر ته پورته کړ. د تحریک انصاف ګوند ویاندې شرین مزاري وویل چې چوهدري نن په لاهور کې محکمې ته لاس تړلی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د ۲۰۲۲ کال غوره ځوان لوبغاړی اعلان شو

د کرکټ نړیوالې شورا د اعلان پر اساس مارکو یانسین د ۲۰۲۲ کال غوره ځوان/ ایمرجینګ لوبغاړی ونومول شو. یانسین د سویلي افریقا کیڼ لاسی چټک توپ توپ اچونکی دی. کرکټ نړیوالې شورا لیکلي چې نوموړي تېر کال په ټېسټ کرکټ کې ۳۶ وېکټې اخیستې وې او ۲۳۴ منډې یې کړې وې. همدارنګه نوموړي په یو ورځنیو سیالیو کې ۲ او په شل اوریزو کې یوازې یوه وېکټ اخستې وه. له نوموړي سره په دې سیالۍ کې د افغانستان ابرهیم ځدراڼ، د هند ارشدیپ سینګه او د نیوزیلنډ فاین الین مقابله کوله. د یادونې وړ ده چې یادې شورا په یو بل اعلان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا د ټولو افغانانو لپاره د مساوي او خنډ پرته زده کړو د لاسرسي غوښتنه وکړه

د افغان نجونو لپاره د زده کړو او کار د حق غوښتنو په دوام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټر لیکلي چې نن ټوله نړۍ د هغو افغان ښځو او نجونو په درناوي د زده کړې نړیواله ورځ په رسمیت پېژني چې د طالبانو له خوا په سیستماتیک ډول له دغه بشري حق محرومې شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

د هند د ویزو بندېدو ډېری افغان محصلان اندېښمن کړي

يوه افغانه محصله، چې نه غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته يې وويل، په هند کې د ماسترۍ دورې د دويم کال محصله وه، خو د ويزې د نشتون له امله دوه کاله له زده کړو لرې پاتې شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

جرمني اوکراین ته پرمختللي ټانکونه ورکوي

جرمني له اوکراین سره د پوځي مرستې په برخه کې له پخواني دریځ څخه په شا شوی او غواړي دې هېواد ته پرمختللي ټانکونه ورکړي. د جرمني د حکومت ویاند شټیفان هیبیشترایټ نن په یوه بیان کې وویل چې جرمني به اوکراین ته لیوپارډ ۲ ټاکونه ورکړي او هم به دې له سره موافقه وکړي چې نور هېوادونه چې دغه ټانکونه یې پېرلي هم کولای شي چې هغه اوکراین ته ورکړي. هیبیشترایټ ویلي، هدف دا و چې د اوکراین لپاره هر څومره ژر چې کېدای شي، پر لیوپارډ ټانکونو سمبال دوه کنډکونه جوړ شي او زیاته یې کړه جرمني به له خپلو پوځې زېرمو په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د ژمي د سړې څپې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۰ ته رسېدلی

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د مرغومې له شلمې راهیسې په افغانستان کې د ژمي د سړې څپې له امله له ۱۵۰ زیات کسان مړه شوي دي. محمد اسماعیل د غزني ولایت اوسېدونکی دی. هغه په خپل ولایت کې د سوړ ژمې له امله د څو کسانو د مړه کېدو کیسه کوي چې خپله یې شاهد و. نوموړی وايي: "د غزني ولایت په فروشګاو سیمه کې یوه کورنۍ چې خاوند یې روږدی و د سړو له امله یې یوه لور مړه شوه. دوی په بدو شرایطو کې دي. همدارنګه په غزنې ښار کې یوې مور، د سوال په حال کې چې یوه لورکۍ یې هم ورسره وه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قران‌کريم ته د سپکاوي په غبرګون کې کندهار کې لاريون وشو

د کندهار او زابل سلګونه اوسېدونکو قران‌کریم ته د سپکاوي په عکس العمل کې نن مظاهره وکړه. دوی په سویډن کې د دغه هېواد د یوه سیاستوال له‌خوا د قران‌کریم د یوې نسخې د سوځولو پېښه وغندله او د دغه هېواد بېرغ ته یې اور واچاوه. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر خلک: کابل کې د پاکستان سفارت پر خلکو فاميلي ويزې بندې کړي دي

یو شمېر افغانان وایي، چې کابل کې د پاکستان سفارت له کوم دلیله پرته پر دوی فامیلي وېزې بندې کړې دي. د پکتیا ولایت اوسېدونکی عثمان شکایت کوي، چې له میاشتو، میاشتو انتظار وروسته هم د پاکستان ویزه نه‌ده ورکړل شوې. نوموړي ازادي رادیو ته وویل، اوس ورته ویل شوي، چې فامیلي ویزې بندې دي. نوموړی وايي: "له کال نه زیات وخت شو چې وېزې ته مو اپلای کړې ده، اول یې هیڅ ځواب نه راتلو، اوس وایي چې فامیلي وېزې بندې دي، لامل هم څوک نه وایي چې ولې بندې دي؟" یو شمېر افغانانو په برېښنالیکونو کې هم دا ستونزه له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا له افغان – امريکايي پوهنتون سره ۲۷مليون ډالره مرسته کړې

د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره، USAID وایي، له خپل اوږدمهاله شریک، د افغانستان له امریکایي پوهنتون سره یې د څلورو کلونو لپاره د ۲۷ ملیون ډالرو مرسته کړې ترڅو محصلان وکولای شي په افغانستان کې لوړو زده‌کړو ته لاس‌رسی ولري. د افغانستان لپاره د USAID د دفتر مشر شان کالهان پرون سې‌شنبې په یوه ټویټ کې ویلي چېUSAID په ویاړ سره د افغان ښځينه او نارینه محصلینو ترڅنګ یو شان ولاړه ده ترڅو هغوی د خپلو زده کړو هیلې پوره کړي او زیاتوي، زده‌کړه یو حق دی. یو شمېر افغانانو د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امينه محمد اروپايي ټولنې ته: افغانستان کې به ښځې او ماشومان له مرستو پرته مړه شي

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد، د اروپایي ټولنې غړیو ته افغانستان سره د بشري مرستو د بندولو په وړاندې خبرداری ورکړ. د جرمني خبري اژانس د راپور له‌مخې امینه محمد چې د ملګروملتونو د یوه جګپوړي پلاوي په ترکیب کې تېره اوونۍ افغانستانه ته تللې وه، پرون سې‌شنبې په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، حکومتونه به دې ته اړتیا لري چې خپلو مالیو ورکونکو ته ووایي چې ولې له افغانستان سره چې له ښځو سره دومره تبعیضي چلند کوي، مرسته کوي، خو تریخ حقیقت دا دی چې په افغانستان کې به ښځې او ماشومان له بهرنیو مرستو پرته مړه شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن: ټولو افغانانو ته د مساوي زده‌کړې او له خنډ پرته د لاس‌رسي غوښتنه کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، نن ټوله نړۍ د هغو افغان ښځو او نجونو په درناوي د زده‌کړې نړیواله ورځ په رسمیت پېژني، چې د طالبانو له‌خوا په سیستماتیک ډول له دغه بشري حق څخه محرومې شوي دي. بلېنکن تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي، موږ ستاسو تر څنګ ولاړ یو او د ټولو افغانانو لپاره باکیفیته زده‌کړو ته د مساوي او له خنډ پرته لاس‌رسي غوښتنه کوو. بلېنکن د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې په ملاتړ دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې پرون د جنوري ۲۴مه د زده‌کړو نړیواله ورځ د ملګروملتونو، ښوونیزې، کلتوري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکو سره د مارتين ګريفيتس ليدنه؛ د نجونو او ښځو د زده‌کړې او کار پر حقونو خبرې شوي

د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار له طالب چارواکو سره خبرې. په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس او ملګري پلاوي یې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې د افغان نجونو او ښځو د کار او زده‌کړو پر موضوعاتو خبرې کړې دي. په دې اړه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو زارت په ټویټر پاڼه په خپور شوي بیان کې راغلي دي، یاد پلاوي ویلي، د نجونو او ښځو زده‌کړه او کار هغه بنیادي حقونه دي، چې دوی یې د اعادې غوښتنه کوي. خو په بیان کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراين کې د بشري مرستو دوه برېتانوي کارکوونکي وژل شوي دي

اوکراین کې د بشري مرستو دوه کارکوونکي وژل شوي دي. د بشري مرستو د ټولنو دوه برېتانوي کارکوونکي د اوکراین په ختیځ کې له جګړه ځپلو سیمو د تخلیې د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي. د کریس پېري او اندریو باګشاو د تري تم کېدو خبرونه څو اوونۍ مخکې ورکړل شوي وو. پرون د پېري کورنۍ په یوه بیان کې چې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت خپور کړ تایید کړه، چې پېري او همکار یې باګشاو د اوکراین په ختیځ ښار سولیدار کې هغه مهال چې د تخلیې په عملیاتو کې یې مرسته کوله، وژل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د خونديتوب کمېټه: تېر کال نړۍ کې د خبریالانو د مړینې کچه ۵۰سلنه ډېره شوې وه

د یوه نوي راپور له مخې په نړۍ کې د خبریالانو د مړینې په کچه کې په ۲۰۲۲ کال کې د یوه مخکیني کال په پرتله پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی. په نیویارک کې دېره د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې CPJ په یو راپور کې چې پرون خپور شو ویلي، چې دا خبریالان تر ډېره په اوکراین، مکسیکو او هایتي کې وژل شوي دي. په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په ټوله نړۍ کې د رسنیو ۶۷ کارکوونکي وژل شوي چې دا له ۲۰۱۸ کال راهیسې د خبریالانو د مړینې تر ټولو لوړه شمېره ده. راپور زیاتوي چې له دې ډلې ۳۵ تنه د اوکراین، مکسیکو او هایتي خبریالان دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايا د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه روانو هڅو نتيجه ورکړې ده؟

پرون د تعلیم نړیواله ورځ وه او داسې وخت ونمانځل شوه، چې نن (چهارشنبه) ۸۹۲مه ورځ ده، په افغانستان کې نجونې تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌لري او تېره میاشت پوهنتونو ته د نجونو او ښځو تګ هم منع شو. د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر میاشت کې د جنوري ۲۴ مه د دې لپاره د زده‌کړو د ورځې په توګه ونوموله، چې په سوله او پرمختګ کې د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار وکړي. یونسکو سږ کال د زده‌کړو نړیواله ورځ د افغان نجونو په نوم نومولې او تازه یې پر خپله ټویټر پاڼه یو وار بیا له ټولو غوښتي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظم: اوکراين ته به 'ليوپارډ' ټانکونه ولېږل شي

د جرمني صدراعظم اولاف شولځ پرېکړه وکړه، چې اوکراین ته په جرمني کې جوړ شوي لیوپارډ ټانکونه ولېږي. هغه د پولنډ په څېر نورو هېوادونو ته هم اجازه ورکړه، چې اوکراین ته دغه ټانکونه ورکړي. په همدې حال کې ویل شوي چې د امریکا متحدو ایالتونو هم پرون سې‌شنبه اوکراین ته د ابرامز په نوم ټانکونو او نورو پوځي مهماتو د ورکړې خبره کړې ده. خو د امریکا د حکومت یوه ویاند په دې باب له تبصرې ډډه وکړه. تر دې مخکې متحدانو پر جرمني انتقادونه کول، چې نه خپله اوکراین ته دا ټانکونه ورکوي او نه هم متحدانو ته دا اجازه ورکوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شهباز شريف د برښنا پارچاوۍ له امله له خپل ملت بښنه غوښتې

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پرون سې‌شنبه د برښنا د پارچاوۍ له کبله له خپل ملت څخه بښنه وغوښته. له دوشنبې تر پرون پورې د ۲۴ ساعتونو لپاره په پاکستان کې برښنا نه وه، چې د دغه هېواد ۲۲۰ ملیونه وګړي په تیاره کې پاتې وو. په پاکستان کې د برښنا د پارچاوۍ له کبله د تولیدي فابریکو چارې په ټپه ولاړې وې او په روغتونونو کې له اضطراري جنراټورونو کار واخیستل شو. د پاکستان د انرژۍ وزیر، خرم دستګیر خان ویلي، په دغه هېواد کې برښنا د سې‌شنبې سهار بېرته عادي حالت ته راوګرځېده. خو د پاکستان په ځینو برخو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مقامت جبهې نورستان کې د طالبانو د دوو پوځي اډو سوځولو خبر ورکړی

د طالبانو مخالفه، د مقاومت جبهه وايي، پرون یې په نورستان کې د طالبانو دوې پوځي اډې په اور سوځلي دي. د دغې جبهې ویاند صبغت احمدي پرون په ټویټر کې لیکلي، چې د مقاومت ملي جبهې مبارزینو دغه مرکزونه په تاکتیکي حمله کې سوځلي او د طالبانو ۱۳ غړي یې نیولي دي. احمدي زیاتوي، چې په دې پېښه کې دوی ته کوم زیان نه‌دی اوښتی. د طالبانو ویاندویانو د دې موضوع په باب تبصره نه‌ده کړې. په وروستیو کې د طالبانو خلاف په ځینو ولایتونو کې حملې کېږي، چې ځینو مسوولیت د دوی مخالفې ډلې مني.

Pa.azadiradio.com 

جوزيپ بوريل: اروپايي ټولنه به د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل وايي، له ملګرو ملتونو سره یو ځای به دغه ټولنه د افغان وګړو په ځانګړي ډول ښځو او تر څنګ ولاړ وي. ښاغلي بوریل په بروکسل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امینې محمد سره د کتنې عکس هم خپور کړی دی. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر لیکلي، چې له مېرمن امینې سره یې د افغانستان تر سفر وروسته معوماتي بحثونه درلودل. امینې محمد چې د ملګرو ملتونو د یوه هیئت مشري کوله، تېره اوونۍ افغانستان ته سفر وکړ، چې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د بندیزونو په اړه له طالب چارواکو سره خبرې وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برېتانيا کې ۲۰۰ پناه غوښتونکي ماشومان ورک دي؛ افغانان هم په‌کې شامل دي

د برېتانیا د کډوالۍ وزیر رابرت جنریک، ویلي چې په دغه هېواد کې ۲۰۰ پناه غوښتونکي ماشومان ورک دي، چې افغانان هم په‌کې شامل دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، جنریک پرون سې‌شنبه د برېتانیا پارلمان ته وویل، د ماشومانو د ورک کېدو ۴۰۰ پېښې شته، چې لا هم د ۲۰۰ ماشومانو د برخلیک په اړه معلومات نه‌شته. د برېتانیا د کډوالۍ وزیر زیاته کړه، د دغو ورکو ماشومانو له ډلې ۸۸ یې البانیايي، پاتې ۱۲ نور یې د افغانستان، مصر، ویټنام، پاکستان او ترکیې دي. د برېتانیا دغه چارواکی وايي، د ۲۰۲۱م کال له جولای میاشتې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاريان: د طالبانو حکومت دې د برښنا پارچاوۍ ستونزه حل کړي

په افغانستان کې د هوا له سړېدو سره زیاتې کورنۍ د برښنا له نشتوالي شکایت کوي او ځینې یې وايي، چې سون توکي هم نه‌لري، ځکه بیې یې خورا لوړې شوې دي. په کابل کې د یوه ښوونځي ښوونکې، کریمې رحیمیار تېره شپه ازادۍ راډیو ته وویل، هره خوا تیاره ده. نوموړې وويل: "تاسو پوهېږئ چې په دې سړه هوا کې د برښنا پارچاوي څومره سخته تمامېږي، کورونو کې مو سکاره او لرګي نه‌شته، همدا برښنا وه، چې کله- کله مو برقي بخارۍ کارولې. که یو ساعت برښنا هم راتلله د خلکو کورونه تودېدل. یوازې کابل نه‌دی، ټول افغانستان د برښنا له پارچاوۍ سره مخامخ دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګڼو سازمانونو او چارواکو يو ځل بيا د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونو د پرانيستلو غوښتنه کړې

افغانستان کې ځینو مېرمنو چې ځانونه «د ښځو د خودجوشه غورځنګ» غړي معرفي کوي، د سې‌شنبې په ورځ د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت ویډیويي پیغامو کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیت تېره شپه په خپل ټویټر کې د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د متخصصانو د ډسمبر د ۲۹مې نېټې اعلامیه بیا خپره کړې، چې په هغې کې ویل شوي چې له زده‌کړو انکار کول تبعيض دی. نوموړي ويلي: "له تعلیم انکار کول تبعیض او تر ټولو جدي ناتوان کول دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: ۷۰سلنه افغانان کافي خواړه نه‌لري

د ملګرو ملتونو د تازه راپور له‌مخې په اسیا کې د پام وړ کسان د خوړلو لپاره کافي خواړه نه‌لري. دغه راپور چې د سې‌شنبې په ورځ خپور شو وايي، د بیو له لوړېدو سره بې‌وزلي او د خوړو نه خوندیتوب زیاتېږي. دغه راپور د خوړو نړیوال پروګرام، د خوړو او کرنې ادارې، دغه راز د تعلیم د ملاتړ پروګرام په ګډون د ملګرو ملتونو د څو ادارو له‌خوا برابر شوی دی. د راپور د شمېرو له‌مخې نږدې نیم ملیارد وګړي چې په هرو لسو کسانو کې یې ۸ تنه په جنوبي اسیا کې ژوند کوي په ۲۰۲۱م کال په خوارځواکۍ اخته شوي دي. په دوام راغلي،... Читать дальше...


Чиновник Волков обвинил водителей в Коврове в желании нажиться на дорожных ямах

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

Сенатор Карасин: Румыния оказала в визах делегации РФ на ПА ОБСЕ

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Свыше 800 кустарников высадили в поселении Луневское в Химках

В Москве 77-летний мужчина поговорил с мошенниками и потерял почти 13 млн рублей

Reuters: ЕС не согласовали 14 пакет санкций против России из-за позиции ФРГ

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Музыкальные новости

Путин обратился с приветствием к участникам Спортивных игр стран БРИКС

В Москве пройдет выставка Евгении Васильевой «Между пороком и добродетелью»

«Неприятно, что случилось в Казани». Шипачев — о переходе в минское «Динамо»

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» и ДЕНЬ РОССИИ: успех России в С В О = мир во всём мире?!

Новости России

Дептранс Москвы сообщил о задержке трамваев на севере города

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

Свыше 800 кустарников высадили в поселении Луневское в Химках

Экология в России и мире

Алекс Анохин: возможность вместе пройти через страницы нашей истории

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Магазин "Стильпарк" в новой концепции открылся в Москве

Назван российский город, откуда в Турцию срочно увеличивают число рейсов, впервые поставив широкофюзеляжный самолет Airbus 330

Спорт в России и мире

Карен Хачанов проиграл Вукичу во втором круге турнира ATP-250 в Хертогенбосхе

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Moscow.media

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Жители Екатеринбурга в День России вывесили баннеры против точечной застройки

Открыто движение по отремонтированной полосе моста через реку Ува в Удмуртии

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *