Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2023

Новости за 29.01.2023

Pa.azadiradio.com 

هند له نیوزیلنډ سره د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ۱ـ۱ برابره کړه

کوربه هندوستان په لکنو ښار کې د ۶ وېکټو په توپیر دویمه شل اوریزه سیالي له نیوزیلنډ وګټله او په دې سره یې روانه لوبلړۍ برابره کړه. نیوزیلنډ لومړۍ توپ وهنه وکړه او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې د ۱۰۰ منډو هدف وټاکه. هند هم ورکړل شوی هدف د ۲۰م اور په پنځم توپ ترلاسه کړ او یوازې ۴ لوبغاړي یې وسوځېدل. د دې لوبې لپاره ویشتنځای سخت جوړ شوی و او یوازینی مخکښ توپ وهونکی سوریا کومار یادو چې تر شلو زیاتې، ۲۶ ناسوځېدلې منډې یې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د دواړو لوبډلو توپ اچونکي ښه وځلېدل، خو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سویلي افریقا لوبډلې له انګلستان لوبلړۍ وګټله

د سویلي افریقا او انګلستان ترمنځ د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو دویمه یو ورځنۍ لوبه هم کوربه هېواد په ۵ وېکټو وګټله. سویلي افریقا د انګلستان د ۳۴۳ منډو هدف د ۵ وېکټو په سوځېدو سره په ۴۹،۱ اور کې ترلاسه کړ او په دې سره یې د ۳ یو ورځنیو لوبو لومړنۍ دوه لوبې وګټلې. په دې سیالۍ کې د انګلستان لپاره لوبډلمشر جاس بټلر، هیري بروک او معین علي نیمې سلیزې ووهلې او هدف ته د رسېدو په پار د کوربه هېواد لوبډلمشر ټیمبا بهوما سلیزه ووهله، هغه ۱۰۹ منډې وکړې، خو د ډیوېډ میلر ۵۸ او د مارکو یانسین ۳۸ ناسوځېدلو منډو سویلي افریقا بریا ته ورسوله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د هندوستان کم عمره نجونو نړیوال جام وګاټه

د هندوستان تر ۱۹ کلنو کم عمره نجونو په سویلي افریقا کې د ۷ وېکټو په توپیر سره انګلستان ته ماتې ورکړه او په دې سره یې د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام وګاټه. انګلنډ چې لومړۍ پاڼې یې کړې وه د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د ۶۹ منډو هدف ټاکلی و. هند د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۴م اور کې هدف ترلاسه کړ او اتلولي یې وګټله. دغه سیالۍ چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په لومړي ځل په سویلي افریقا کې ترسره شوې ۱۶ هېوادونو په کې برخه درلوده. په دې سیالیو کې هندۍ لوبغاړې شوېتا سیهراوت تر ټولو توپ وهونکو مخکښه وه او په ۷ لوبو کې یې ۲۹۷ منډې کړې وې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خصوصي پوهنتونونو کانکور ازموینه کې د نجونو پر ګډون نوي محدودیت غبرګونونه پارولي

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې یو نیم کال کې د زده کړو او کار په برخو کې پر ښځو ډېر محدودیتونه ولګول چې وروستی محدوديت يې د خصوصي پوهنتونونو په ازموینو کې د نجونو په ګډون بندیز و.

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې د افغانستان د سوداګرۍ عمده ننګونې مشخصې کړي

اروپايي ټولنه وایي، بانکي ستونزې، د برښنا نشتوالی، د ښځینه کارکوونکو کموالی او د سیمه ییزو همکاریو نشتوالی د افغانستان په خصوصي سکتور کې د سوداګرۍ عمده ننګونې دي. په افغانستان کې سوداګرې مېرمنې وایي، پر ښځو روان بندیزونه د دې لامل ګرځېدلي، چې دوی خپل فعالیتونه په سمه توګه پر مخ یونسي. په هرات کې د زعفران د تولیدي شرکت مسوولې ثریا دقیق ازادي راډيو ته وویل، د بندیزونو وضع کول په ځانګړې ډول د جواز د نه تمدید، له محرم پرته سفر ته اجازه نه ورکول او نورو موارد دا هغه ستونزې دي چې ښځینه سوداګرې ورسره لاس او ګرېوان دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بې پېلوټه الوتکو د ایران یوه دفاعي فابریکه ویشتلې

ایراني چارواکو نن سهار ویلي، څو بمب لېږدوونکو بې پېلوټه الوتکو تېره شپه په اصفهان کې د ایران یوه دفاعي فابریکه ویشتلې ده او څه ناڅه یې زیانمنه کړې ده. د ایران دفاع وزارت نه دي ویلي چې په اصفهان کې پر دفاعي فابریکه د تېرې شپې د بې پېلوټه الوتکو په حمله کې د چا پر لاس لرلو شک لري، خو وايي دا د بې پېلوټه الوتکو ناکامه حمله وه، چې مرګ ژوبله یې نه ده اړولې. تر دې مخکې په ایران کې ځینې اهداف د هغو بې پېلوټه الوتکو له خوا ویشتل شوي چې شک کېږي د اسراییل به وي. ایراني چارواکو نن سهار وختي ویلي د تېرې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې ۳ کسان مړه شوي

د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې تر سخت اورښت وروسته د یوه کور د چت د پرېوتو په پېښه کې ۳ وړې نجونې مړې شوې دي. په کونړ کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې یوه کارکوونکي احسان الله نن یکشنبه ازادي راډیو ته ویلي، دغه چت سهار وختي درې بجې پرېوتی، چې په نتیجه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ نور کسان ټپیان شوي دي. د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د دولت وزارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، وايي په تېرو درېیو اوونیو کې د بېلابېلو پېښو په نتیجه کې د مړو شمېر ۱۶۶ کسانو ته رسېدلی دی. نن او سبا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایټالیا کې پر افغان ښځو د لګول شویو محدودیتونو پر خلاف لاریون شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم اروپايي څانګې په لسګونه پلویانو پر افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار د محدودیتونو خلاف په ایټالیا کې لاریون وکړ. د لاریون یوه تنظیموونکي عبدالله احسان ازادي راډیو ته ویلي، د لاریون برخه والو له طالبانو غوښتنه وکړه چې د نجونو او ښځو د تعلیم، تحصیل او کار حق دې نه ځنې اخیستل کېږي. لاریونوالو له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې په دې برخه کې دې پڅ چلند نه کوي، بلکې خپل دریځ دې قاطع او روښانه کړي. دا لاریون داسې وخت کېږي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پرون شنبه نادولتي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان په چورې کې یو ځوان ځان وژلی

د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې د یوه ځوان د ځانوژنې خبر ورکړل شوی دی. د ارزګان لپاره د طالبانو د والي ویاند احسان الله حماس ازادي راډیو ته ویلي، دغه پېښه پرون ناوخته په جنوبي قلعه راق سیمه کې شوې ده. ویل شوي دغه ځوان ځان د کلاشینکوف په ډزو سخت ټپي کړی، وروسته یې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده. د طالبانو د والي ویاند وايي، د پېښې انګېزه معلومه نه ده، خو په سیمه کې ځینو کسانو ویلي، دغه ځوان وروسته له هغې ځان وژنه وکړه، چې د تره لور ده ته په نکاح نه کړای شوه.

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د ټرافیکي پېښې له کبله لږترلږه ۴۰ کسان مړه شوي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نن سهار له یوه پله څخه د بس موټر د لوېدو له کبله لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه شول. یوه چارواکي نن یکشنبه ویلي چې بس وروسته اور واخیست. د بلوچستان د لسبیکو ولسوالۍ یوه لوړ رتبه چارواکي حمزه انجم د پېښې په ځای کې رسنیو ته ویلي، درې کسان ژغورل شوي او په بس کې ۴۸ کسان سپاره وو. د ده په وینا بس د یوه پله له ستون سره ولګېد چې وروسته له خپل مسیر څخه ووت. په پاکستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو علت د ټرافیکي قوانینو نه رعایت، د خوندیتوب کمزوري تدابیر او د چلوونکو بې احتیاطي ښوول شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکي: بې پېلوټه الوتکو په اصفهان کې یوه دفاعي فابریکه ویشتلې

ایراني چارواکو نن سهار ویلي، بمب لېږدوونکو بې پېلوټه الوتکو تېره شپه په اصفهان کې د ایران یوه دفاعي فابریکه ویشتلې ده او څه ناڅه یې زیانمنه کړې ده. دا پېښه داسې وخت کېږي، چې د ایران حکومت له سیمه ییز او نړیوال کړکېچ سره لاس و ګرېوان دی. د ایران دفاع وزارت په دې باب معلومات نه دي ورکړي چې په دې حمله کې د چا د لاس لرلو شک کېږي، خو وايي دا د بې پېلوټه الوتکو ناکامه حمله وه، چې مرګ ژوبله یې نه ده اړولې. حمله داسې وخت شوې چې پرون شنبه د ایران په اذربایجان غربي ولایت کې د تېلو په یوه چاڼځای کې اورلګېد. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه د افغانستان په سوله او ثبات کې د ګاونډیو ونډه مهمه بولي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د افغانستان ګاونډیان د دې هېواد په سولې او ثبات کې مهمه ونډه لري. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن په دې هېواد کې د سولې و ثبات د ټینګښت په برخه کې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ونډه مهمه بولي، هغه افغانستان چې د نیکلاسن په خبره، د ټولو افغانانو حقونه په کې خوندي او پرمختګ وکړي. توماس نیکلاسن نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "اروپايي ټولنه به همدې هدف ته د رسېدو لپاره د مرکزي اسیا هېوادونو سره خپلې همکارۍ او نږدې کار ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پولیسو په بیت المقدس کې د فلسطیني بریدګر کور مهر و لاک کړ

د اسراییل پولیسو نن په بیت المقدس کې د هغه فلسطیني کور مهر و لاک کړ چې د یهودانو له یوه عبادتځای دباندې یې د جمعې په ورځ اووه کسان په ډزو سره ووژل. دا اقدام وروسته له هغې وشو چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د وژنو تر هغې پېښې وروسته د چټک اقدام ژمنه وکړه. په اوو وژل شویو کسانو کې یو ۱۴ کلن ماشوم هم شامل دی. د وژنو دا پېښه د یهودانو د ډله ییزې وژنې یا هالوکاست د یاد په ورځ وشوه، چې په نړیواله سطحه وغندل شوه. له دې سره په سیمه کې د کړکېچ د لا زیاتېدو وېره اوج ته ورسېده. بلخوا په پام... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لویه لار د لویو موټرو پرمخ تړل شوې

په سالنګونو کې د درنې واورې له امله لویه لار د لویو موټرو پرمخ تړل شوې ده. د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د وزارت چارواکو تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په سالنګونو کې یوازې کوچنیو موټرو ته د تګ راتګ اجازه شته. د هوا پېژندنې د یو شمېر نړیوالو ادارو له اټکل سره سم نن به په سالنګونو کې درنه واوره اوري او سبا به لږ سپکه واوره ورېږي.

Pa.azadiradio.com 

مارټین ګریفیټس د افغانستان په اړه خپل راپور ملګرو ملتونو ته وړاندې کوي

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفیټس سبا ملګرو ملتونو ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوه ویاند سټیفین دوجاریک خبریالانو ته وویل چې دا غونډه به د نیویارک په وخت د سهار په یولسو بجو ترسره شي چې په دې غونډه کې به د ماشومانو د ژغورنې د ادارې اجراییه رییس جانتي سورپیو او د ماشومانو د وجهي صندوق مرستیال عمر عبدي هم برخه واخلي، همداراز به د پاملرنې موسسې مشره سوفیا پینیرو په دې غونډه کې انلاین ګډون وکړي. د مارټین ګریفیټس په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک غواړي چې نن ۱۶ میلیونه ډالر لیلام کړي. دغه بانک د دې ډالرو د لیلام خبر پرون په ټویټر کې خپور کړ. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتې دي چې په دې داوطلبي کې برخه واخلي. د افغانستان بانک تېره اونۍ هم ۱۵ میلیونه ډالر لیلام کړل. دغه بانک د دې لپاره بازار ته ډالر د لیلام لپاره عرضه کوي چې د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتي. د کابل په شهزاده سرای کې پرون د بازارونو د تړلو تر وخت پورې یو امریکایي ډالر په نهه اتیا افغانیو او شپېتو پولو تبادله شو.

Pa.azadiradio.com 

پیټرپاول د چک د جمهوري ریاست ټاکنې وګټلې

د چک پوځ پخوانی مشر پیټرپاول د جمهوري ریاست په ټاکنو کې پخواني صدراعظم اندرې بابیش ته ماتې ورکړه. پیټرپاول د لوېدیځ ملاتړی دی او له اوکراین سره د مرستې ننګه کوي. ده تېره شپه په پلازمېنه پراګ کې خپلو پلویانو ته وویل: "زه یوازې له هغو کسانو څخه نه چې ماته یې رایه راکړې، له هغو څخه هم مننه کوم چې ماته یې رایه نه ده راکړې او د رایي ورکولو لپاره راوتلي وو، ځکه چې دغه کسان ډیموکراسۍ ته او څه ته چې په دې هېواد کې تېرېږي اهمیت ورکوي." د چک پخواني صدراعظم او میلیاردر اندري بابیش خپله ماتې ومنله. ۶۱... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي کوریا په هوایي ډګر کې ۵ روسان سرګردانه دي

د جنوبي کوریا په هوایي ډګر کې پنځه روسان سرګردانه دي. دوی وروسته تر دې له روسیې تښتېدلي وو چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې لپاره د سفر بري اعلان وکړ. دا کسان د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې سیول ته ولاړل، د پناه اخیستو غوښتنه وکړه، خو دا وړاندیز رد شو. دوی له هغه وخته تر اوسه په هوایي ډګر کې ژوند کوي او انتظار دي چې د پناه اخیستو درخواست به یې ومنل شي. سیول ته د روسیې اتباع له ویزې پرته هم تللی شي، خو د جنوبي کوریا د کډوالو د چارو اداره دا واک لرې چې دې هېواد ته د چا د داخلېدو مخه ونیسي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایټالیا یو دولتي شرکت د لیبیا د تېلو له ملي شرکت سره تړون لاسلیک کړ

د ایټالیا د انرژۍ دولتي شرکت اي این ای د اته میلیارده ډالرو په ارزښت د لیبیا د تېلو له ملي شرکت سره تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې سمندر غاړو ته نږدې تر اوبو لاندې د لیبیا د تېلو دوې ګازي حوزې پراخې شي. اي این ای شرکت د شنبې په ورځ وویل، د دغو دوو سمندري ګازي حوزو له پراختیا سره تمه ده چې په ۲۰۲۶م کال کې استخراج پيل شي. داسې اټکل کېږي چې د دې سیمو د ګازو اوسط تولید به د کال شاوخوا اووه اعشاریه پنځه میلیارده مترمکعب وي. دا د هغه ګازو له درېیو څه باندې دوې برخې کېږي چې ایټالیا پخوا له روسیې وارداوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین: 'رولېنګ' له افغانستانه زرګونه قاضیانې او وکیلانې ایستلي

مېل انلاین: مېل انلاین خپرونې له افغانستان څخه د خلکو د ایستلو پر مهال د هغو زرګونو ښځینه وکیلانو او قاضیانو په اړه یو مطلب خپور کړی چې د برتانوۍ لیکوالې جې کې رولېنګ په مالي مرسته له دې هېواده ایستل شوي دي. مطلب کې راغلي، د ۲۰۲۱ کال په کې اګست کې کله چې امریکا او بريتانیا په بیړه له افغانستانه ووتل، په زرګونو هغه ښځینه وکیلانې، قاضیانې او څارنوالانې يې شاته پرېښودې چې د مرګ له خطر سره مخ وې. د خپرونې په ټکو هغه مهال د هرې پاتر اثر لیکوالې له دغو زرګونو ښځینو سره مرسته وکړه چې له افغانستانه ووځي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: په افغانستان کې د سړې هوا له کبله د مړو شمېر ۱۶۶ کسانو ته رسېدلی

د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې په وزارت کې د اضطراري وضعیت د عملیاتي مرکز رییس ملا جانان سایق تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د ورښتونو ترڅنګ د ګاز د لیک کېدو یا اورلګېدو له امله تلفات رامنځته شوي دي.


Переменная облачность и до 27 градусов тепла ожидают москвичей 15 июня

Тулячка завоевала сразу два призовых места на Всероссийской Специальной Олимпиаде

Зеленоградский маньяк Юрий Гриценко выходит на свободу

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Reuters: Германия не дала принять новый пакет санкций против РФ

Спасатели начали поиски двух подростков на реке Урал в Магнитогорске

Синоптики пообещали москвичам кратковременный дождь и до +27 градусов 15 июня

Бобруйчанин пожаловался на новый пол соседа - обратился в суд и даже дошел до Москвы. ´МогилевОнлайн´ узнал, почему Москва Бо...

Музыкальные новости

Читателей "Чемпионата" пригласили посмотреть матч Евро-2024 на большом экране

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: признание Нато надо применить!

Концерт к юбилею Пушкина проведут в Культурном центре «Интеграция» на Саянской

Путин обратился с приветствием к участникам Спортивных игр стран БРИКС

Новости России

Эксперты увидели риск в концертах певицы Тейлор Свифт для ставки в Англии

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

Переменная облачность и до 27 градусов тепла ожидают москвичей 15 июня

Синоптик Ильин предупредил, что в Москве этим летом возможно образование смерчей

Экология в России и мире

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

В Москве пройдет выставка Евгении Васильевой «Между пороком и добродетелью»

Алекс Анохин: возможность вместе пройти через страницы нашей истории

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

Спорт в России и мире

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Moscow.media

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута

Открыто движение по отремонтированной полосе моста через реку Ува в Удмуртии







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *