Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2023

Новости за 19.01.2023

Pa.azadiradio.com 

راپورونه: ايراني ځواکونو زاهدان ښار ته تللې لارې تړلي دي

د یو شمېر راپورونو له‌مخې ایراني ځواکونو د زاهدان ښار پر لور تللې لارې بندې کړې دي. په تهران کې چارواکي دا ویره لري چې د جمعې په ورځ تر لمانځه وروسته په زاهدان کې خلک په اعتراضونو لاس پورې نه‌کړي. په زاهدان کې د سپتمبر په دېرشمه د مظاهرو پر مهال امنیتي ځواکونو شاوخوا سل کسان وژلي و او په سلګونو نور یې ټپیان کړې و. تر دې پېښې وروسته تقریبا هره جمعه تر لمانځه وروسته په دې سیمه کې خلک مظاهرې کوي. د پنجشنبې په ورځ د بلوچ فعالانو یوې ډلې خبر ورکړ چې د زاهدان دننه هم امنیتي ځواکونو پاټکونه جوړ کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان ولسمشر نن د دغه هېواد ولسي جرګه لغوه اعلان کړه

د قزاقستان ولسمشر قاسم جورمات قوقاییف نن د خپل هېواد ولسي جرګه لغوه کړه او اعلان یې وکړ چې د مارچ په نولسمه دې وار له‌مخه پارلماني انتخابات ترسره شي. په قزاقستان کې دوې میاشتې مخکې د ولسمشرۍ وار له‌مخه انتخابات وشول. دې ټاکنو ته د پروسږکال د جنوري د میاشتې حکومت ضد خونړیو مظاهرو لاره هواره کړه. د دې اعتراضونو په لړ کې د قزاقستان د پخواني ولسمشر نورسلطان نظرباییف واک کمزوری شو.

Pa.azadiradio.com 

کرېکټ بورډ: د حکومتونو د پالیسو اختلافات باید سپورټ زیانمن نه‌کړي

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې د بورډ غړیو ترمنځ نن (پنجشنبه) ځانګړې ناسته ترسره شوې ده. کرېکټ بورډ ادارې پخپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د دې ناستې پر مهال د ادارې د وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو ترڅنګ د اسټرالیا له لوري د لوبو ځنډېدو په تړاو د بورډ ممبرانو ترمنځ خبرې اترې وشوې. د افغان کرېکټ بورډ عمومي رئیس ميرويس اشرف د دې ناستې پرمهال ویلي دي: " اداره په هېواد کې د کرېکټ د غوړېدا او پرمختیا لپاره ډېر غوره فعالیتونه او پلانونه لري چې ورسره به افغان کرېکټ په روان کال کې لا ډېر غښتلی شي." ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پخوانی ولسمشر حامدکرزی تېره شپه جرمني ته تللی

ښاغلي کرزي ته نژدې سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړه چې نوموړی په یوه لنډ سفر برلین ته تللی او بېرته هېواد ته ستنېږي. په دې اړه ډېر جزیات نه‌دي ورکړل شوي. ښاغلي کرزي د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته له افغانستانه بهر د سفر اجازه نه درلوده، خو تېره میاشت د لومړي ځل لپاره جرمني ته د سفر اجازه ورکړل شوه چې بېرته کابل ته ستون شو. حامد کرزي د سه‌شنبې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امینه محمد سره هم کتلي او د ښځو او نجونو د کار او تعلیم د بندیزونو په تړاو یې ورسره خبرې کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: د سړې هوا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۷۸ ته پورته شو

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وایي، د سړې هوا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۷۸ ته پورته شو. د دغه وزارت مسولانو رسنیو ته ویلي، چې دغه زیان د مرغومي یا جدي میاشتې له شلمې نېټې را وروسته موده کې اوښتی دی. د دوی د معلوماتو له مخې پر انساني زیان سربېره سړې هوا شاوخوا ۷۷ زره څاروي هم له منځه وړي دي. پر افغانستان د سړې هوا ځپونکې څپه داسې مهال راغلې چې وار له مخه په دغه هېواد کې بشري وضعیت نازک و. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، دا مهال ۲۱ میلیونه افغانان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

Pa.azadiradio.com 

صندلۍ د خونو تودولو لپاره د افغانانو پخوانی دود؛ ګټې او تاوانونه يې څه دي؟

صندلۍ په ژمي کې د خونو د ګرمېدو تر ټولو ارزانه وسیله ده چې په سړه هوا کې د کورنۍ ټول غړي ورته ناست وي او له ګرمو چایو سره توت او غوزان خوري. که څه هم د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د خونو د تودولو پرمختللي وسایل په ځانګړي ډول د لرګیو، ګازو، تېلو او برقي بخارۍ او مرکز ګرمیانې شته خو لا هم ډېر شمېر افغانان له صندلیو ګټه اخلي. صندلۍ له لرګي جوړیږي او مربع ته ورته شکل لري، په منځ کې یې د ډبرو سکاره اېښودل کېږي او یوه لویه کمبله پرې اچول کېږي. د هرات ولایت اوسېدونکې ناهید نقشبندي د صندلۍ په اړه وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر مېرمنې: د طالبانو وروستيو محدوديتونو راته رواني ستونزې پيدا کړي

یو شمېر افغان مېرمنې وايي، د طالبانو له‌خوا پر دوی لګول شويو محدودیتونو ورته رواني ستونزې او ناروغۍ پیدا کړې دي. يوه محصله چې د هرات ولايت اوسېدونکې ده او د امنيتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم يې راپور کې ياد شي وايي: "۲۴ ساعته ژاړم، د کور په څلورو دېوالونو کې راګیر یم، راته لکه زندان ښکاري." نوموړې ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاتوي، چې ډېرې هیلې یې درلودلې، خو د طالبانو په راتګ سره ټولې له خاورو سره خاورې شوي. دا محصله وايي: "د دوی دا کارونه د دې لامل شوي چې زه خپګان پيدا کړم، د کور په کونج... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امينه محمد: طالبان دې د ښځو او نجونو د کار او تحصيل د بنديز پر پرېکړو بيا کتنه وکړي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد په کابل کې د خپل سفرونو په دوام د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې د طالبانو د هغې پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه وکړه، چې پر بنسټ یې په دغه هېواد کې د ښځو زده‌کړې او کار کول منع ګرځول شوي دي. د طالبانو د حکومت د ارګ په ټویټر پاڼه لیکل شوي امینه محمد چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د راغلي پلاوي مشري کوي، په دې لیدنه کې یې ویلي، چې د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد د نسلونو له تعلیم سره تړاو لري. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بدخشان کې د سړې هوا له امله ۹ ماشومان مړه شوي دي

په ياد ولايت کې د طالبانو مسؤلين وايي، په تېرو څو ورځو کې د سړې هوا له امله ۹ ماشومان مړه شوي دي. په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دغه ماشومان تېرو څو ورځو کې په شهر بزرګ، جرم او بهارک ولسوالیو او مرکز فیض اباد کې مړه شوي دي. معزالدين احمدي زياتوي، د يخنۍ له امله دغه ولايت کې ډېر شمېر څاروي هم مړه شوي دي خو تر اوسه يې دقيق شمېر نه‌دی معلوم. دا په داسې حال کې ده چې نن په غور ولايت کې هم د يخنۍ له امله د يو ماشوم د مړينې خبر ورکړل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

ساحلي فوټبال؛ افغانستان د ملتونو په جام کې ګډون کوي

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله به په مارچ میاشت کې د اسيا د ملتونو په جام کې ګډون وکړي. د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډله به په الف ګروپ کې له تایلنډ، بحرین او سعودي عربستان سره سيالۍ ترسره کړي. دغه سیالۍ چې تایلنډ هېواد یې کوربه دی د مارچ میاشتې په ۱۶مه نېټه پيليږي او پایلوبه به یې د همدې میاشتې په ۲۶مه نېټه وي. فوټبال فدراسیون خبر ورکړی چې د دې سیالیو لپاره د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د احسان الله شېرزاد تر روزنې لاندې تمرینات پیل کړي دي. دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نيوزيلنډ صدراعظمې په لنډه موده کې د خپلې استعفا خبر ورکړی

د نیوزیلند صدراعظمه جسیندا اردرن وايي، په راتلونکو څو اوونیو کې استعفا کوي. هغې دا خبره نن په یوه کنفرانس کې وکړه او ویې ویل، د څلورو نورو کلونو لپاره د رهبرۍ اړینه انرژي نه‌ده ور پاتې او هیله‌منه ده چې د کارګر ګوند له‌خوا یو نوی کس صدراعظمۍ ته وټاکل شي. د نیوزیلند ټاکنې په فبروري میاشت کې ترسره کېږي. جسیندا اردرن په ۲۰۱۷ کال کې صدراعظمه شوه او په دې څه باندې پنځه کلنه دوره کې یې ځینو اقداماتو د نړیوالو پام ور واړاوه. مېرمن جسیندا د کرایسچرچ د ترهګریز برید له امله د رامنځته شوي وضعیت د کنټرول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غور کې د سړې هوا له امله يو اووه کلن ماشوم مړ شوی

د غور د ولایتي روغتون چارواکو ازادي راډیو ته ويلي، دغه ولايت کې د سړې هوا له امله يو ماشوم مړ شوی دی. د روغتون د احوال له‌مخې په دې اووه کلن ماشوم سربېره چې د يخنۍ له امله یې ساه ورکړې پنځه نور کسان د سړې هوا له امله سخت ژوبل شوي هم دي. ژوبل کسان په روغتون کې تر جدي مراقبت لاندې دي. د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت د معلوماتو له‌مخې په تېرو څو ورځو کې سړې هوا په اتو ولایتونو شاوخوا اویا کسان مړه کړي او اویا زره څاروي یې هم له‌منځه وړي دي. تېرې څو ورځې د پلازمېنې کابل په شمول په څو ولایتونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر افغان مېرمنې: تحصيل او کار مو شرعي او قانوني حق دی

د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار پر حق د ترکیې و ایران له ټینګار ورسته، یو شمېر افغان مېرمنې وایي، زده‌کړه او کار د دوی قانوني او شرعي حق دی. نرګس چې په کابل کې د مورا پوهنتون د طب پوهنځي محصله وه، اوس په کور ناسته ده. نوموړې وايي، په ټولو اسلامي هېوادونو کې ښځو ته د زده‌کړو او کار حق ورکړل شوی، یوازې افغان نجونې او ښځې دي چې له دې قانوني او شرعي حق محرومې شوې دي. نرګس ازادي راډیو ته وویل: "قطر، عربستان، ترکیه، ایران، اسلامي هېوادونه دي، هلته د ښځو زده‌کړې او کار نارمل روان دی، موږ هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان په يوه پوځي اډه کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ پوځيان مړه شوي

د ارمنستان په یوه پوځي اډه کې د اور لګېدنې په پایله کې پنځلس پوځیان مړه شوي او درې نور ټپیان دي. د ارمنستان د دفاع وزارت وايي، دا اورلګېدنه نن (د جنورۍ په ۱۹ مه) د دغه هېواد د پلازمېنې یروان ختیځ ته په ۱۱۰ کیلومترۍ کې د ګغارکنیک د ختیځه سیمه په یوه پوځي اډه کې شوې ده. د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دى. تر اوسه د دې پېښې لامل نه‌دی روښانه، خو په ارمنستان کې چارواکو ویلي، چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

امنه محمد له طالب چارواکو سره د نجونو د تحصيل پر بنديز خپله اندېښنه شريکه کړې

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې د نجونو د ښځو او کار او تعلیم په اړه اندېښنه ښودلې. مېرمن امنې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په تړاو د طالبانو د پرېکړو د بیا کتنې غوښتنه کړې. امنه محمد او مولوي حنفي پرون ماښام په ارګ ماڼۍ کې سره کتلي او د دې لیدنې جزییات او عکسونه د ارګ په ټوېټر خپاره شوي. د اغلې محمد په حواله زیاته شوې چې په ډېرو برخو کې د ښځو د کار او فعالیت اړتیا ده نو له همدې امله دې رامنځته شوي مسایل د خبرو له لارې حل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

استادان او محصلان: پر ليکه کتابتونونو د کتابونو د نه‌شتون ستونزه هواره کړې

د انټرنټ په رواجېدو سره افغاني ټولنه کې سره له‌دې چې د ځوانانو ډېری وخت پر فېس بوک، ټيک‌ټاک، يوټيوب او نورو خواله رسنيو باندې تېرېږي، ترڅنګ يې په دې وروستيو کلونو کې علمي برخې ته هم پاملرنه ډېره شوې ده. يو شمېر ځوانانو په دې وروستيو کې د وټساپ او ټلېګرام له لارې انلاين کتابتونونه جوړ کړي دي چې سلګونه ځوانان ګټه ترې اخلي. استاد نذير احمد رښتينی چې د کتاب‌کور په نوم يې وټساپ او ټلېګرام کې کتابتون جوړ کړی دی وايي؛ د ياد پر ليکه کتابتون جوړېدو انګېزه ورته د کتاب موندلو برخه کې له ستونزو وروسته ور پيدا شوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: افغانستان کې د يخنۍ له امله د څارويو مړينه خلک نور هم بې‌وزله کوي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د یخنۍ څپه ورځ تربلې مرګونې کېږي د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) وايي، د سختې یخنۍ له امله د افغانستان په لوېدیځ، ختيځ او شمال کې زرګونه څاروي مړه شوي دي. اوچا پرون چهارشنبه پر خپل ټویټر پاڼه په دې اړه اندېښنه ښودلې او لیکلي يې دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۲۱.۲ میلیون وګړي بېړنیو خوراکي او کرنیزو توکو ته اړتیا لري، د څارویو او شتمنیو له لاسه ورکولو سره به خلک نور هم له ستونزو سره مخ شي. دا اندېښنې وروسته له هغې دي چې پېښو ته د رسېدو په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندز کې د چرګانو د هګيو پېر او پلور؛ خلک ترې ورځني لګښتونه پوره کوي

پنځوس کلن زرجان د چرګانو د هګیو پېر او پلور له لارې خپلې لس کسیزې کورنۍ ته نفقه پېدا کوي. زرجان اصلا د پلازمېنې کابل د فرزې ولسوالۍ اوسېدونکي دی. نوموړی له یوې لسیزې راهیسې د کندز ښار د چوک څېرمه د سړک تر غاړې د چرګانو هګۍ پلوري او له همدې لارې د خپلې لس کسیزې کورنۍ لګښتونه او اړتیاوې پوره کوي. نوموړی وايي: "د کابل ولایت د فرزې ولسوالۍ یمه،دغلته هګۍ خرڅومه، دغه فارمې دي او دا وطني هګۍ دي. دغلته سهار راځمه او بېګاه بېرته اتاق ته ځمه مسافر یمه. نور څه وکړو که چوک ته ولاړ شو هلته هم کارو بار نه‌شته. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زلنسکي: د لوېديځ پوځي مرستې دې ژر تر ژره اوکراين ته ورکړل شي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وایي، د لوېدیځ ټانکونه او د هوایې مدافعي سیسټمونه باید ژر ور ورسیږي ترڅو وکولای شي چې د روسیې حملو ته ځواب ووایي. زلنسکي پرون د سویس په داووس ښار کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته په وینا کې دغه غوښتنه وکړه او بیګا شپه یې په ویډیويي پیغام کې وویل چې، دونباس اوس مهال د جګړې مرکز دی. هغه زیاته کړه چې په دې سیمه کې د روسیې هوایي بریدونه او تهاجمي عملیات په تدریجي ډول زیات شوي دي. د اوکراین ولسمشر له کاناډا مننه وکړه چې له اوکراین سره یې پوځي مرسته اعلان کړې او زیاته یې کړه چې دا مرسته ډېره پر وخت او مهمه ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان کې نن 'مسي' او 'رونالډو' يو له بل سره د سيالۍ ډګر ته وځي

په سعودي عربستان کې د فوټبال د یوې لوبې چې د نړیوال فوټبال دوه ستوري، لیونل مسي او کریستیانو رونالډو له یو بل سره د سیالۍ ډګرته وځي، یو ځانګړی ټکټ په ۲،۶ ملیون ډالرو پلورل شوی دی. دغه لوبه نن د کابل پر وخت د شپې په نهه‌نیمې بجې د سعودي عربستان په ملک فهد لوبغالي کې ترسره کېږي. د يادې لوبې د یوه ځانګړي مېلمه ټکټ چې داوطلبۍ ته وړاندې شوی و، د سعودي عربستان د تفریحي چارو د دولتي ادارې په وینا هغه د مشرف الغامدي په نوم د سعودي یوه سوداګر پر۲،۶ ملیون ډالرو پېرلی دی. لیونیل میسي په پاریسن جرمن لوبډله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې يوه ښځه او يو ماشوم وژل شوي دي

د ارزګان ولايت د طالبانو سيمه‌ييز مسؤلين وايي، د دغه ولايت په چهارچينو ولسوالۍ کې تېره ورځ ناوخته په دوه جلا جلا پېښو کې يوه ښځه او ماشوم وژل شوي دي. د دغه ولايت د والي وياند احسان الله حماس ازادي راډيو ته ويلي، لومړۍ پېښه چې په چهارچينو ولسوالۍ کې رامنځته شوې په‌کې يو خاوند خپله مېرمن وژلې ده. نوموړي په دې اړه نور جزيات ور نه‌کړل خو ويلي يې دي چې، ياد کس له سيمې تښتېدلی دی. دغه راز نوموړي ويلي، په همدې ورځ ياده ولسوالۍ کې يو ماشوم هم د ناچاودې مرمۍ د چاودېدو له امله وژل شوی دی. پرون غزني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سره صليب کمېټه: افغانستان کې بشري اړتياوې ډېرې شوي دي

د سره صلیب نړیواله کمېټه ICRC وایي، په افغانستان کې بشري اړتیاوې خورا زیاتې دي. د افغانستان لپاره د دې نړیوالې کمېټې څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، چې د دې هېواد په ملیونونه وګړي نه‌شي کولای چې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او روان ژمي یې ستونزې نورې هم زیاتې کړي دي. سور صلیب وایي، په اوس وخت کې په افغانستان کې له ۲۴ ملیون زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، نژدې شل ملیونه وګړي د خوړو د خوندیتوب له جدي ستونزې او ۴،۷ ملیون وګړي هم د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ دي. سره صلیب ویلي چې، په دې هېواد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امريکا ولسمشر اوکراين کې د هليکوپټرې د غورځېدو پر پېښه خپګان ښودلی

د امریکا ولسمشر جوبایډن په اوکراین کې د یوې هليکوپټرې د غورځېدو پر پېښه، چې د دغه هېواد کورنیو چارو وزیر هم په‌کې ووژل شو، خپګان څرګند کړی. بایډن په یوه اعلامیه کې له اوکراینه د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی او د دغه هېواد د کورنیو چارو وژل شوی وزیر دنیس موناستیرسکی یې " اصلاح غوښتونکی او وطنپال" شخص بللی دی. د اوکراین د پلازمېنې کیف ختیځې څنډه کې د چهارشنبې په ورځ یوه هليکوپټره وغورځېده چې ۱۶ تنه په‌کې ووژل شول. په همدې حال کې د ناټو د سرمنشي مرستیال میرسیا جیوانا ( Mircea Geoana ) ویلي، د روسیې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ بلوچستان کې د خپلو څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی

د پاکستان پوځ په بلوچستان ایالت کې د ایران پولې ته نږدې د خپلو څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې، پر سرتېرو یې د چهارشنبې په ورځ په پنج ګور سیمه کې برید وشو. خبرپاڼه کې راغلي چې اورپکي د ایران له خاورې بلوچستان ته ننوتلي او د پوځي موټرو کاروان یې په نښه کړی دی. د خبرپاڼې له‌مخې له ایرانه غوښتل شوي چې دغه ترهګر پاکستان ته وسپاري. د پاکستان صدر اعظم شبهاز شریف په یوه ټویټ کې له ایرانه غوښتي چې له خپلې خاورې ترهګریزو بریدونو ته اجازه ورنه کړي.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو کابل کې د يوې ښځينه پوليسې د وژنې په تور د ۷ کسانو د نيونې خبر ورکړی

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت ویلي، کابل کې یې د یوې ښځینه پولیسې د وژنې په تور ۷ تنه نیولي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تورنو کسانو څه موده وړاندې د زرغونې په نوم د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې یوه افسره په اومه حوزه کې وژلې وه. اعلامیه کې د دغې پېښې نېټه نه‌ده مشخصه شوې. وزارت د تورنو کسانو د اعترافونو ویډیو هم خپره کړې او زیاته کړې ده چې دغه کسان کابل او ننګرهار کې نیول شوي دي. کابل ښاریان له څو میاشتو راهیسې دغلته د جنایي جرمونو د زیاتېدو یادونه کوي. تازه په دغه... Читать дальше...


К 100-летию дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Центральный музей Росгвардии открыл выставку об истории соединения

Глава Балашихи Сергей Юров поздравил медицинских работников с праздником

В центральных и ряде других регионов России прогнозируют новые грозовые ливни в выходные

Мособлдума организовала выставку «Экологическое воспитание.Раздельный сбор мусора»



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Глава Балашихи Сергей Юров поздравил медицинских работников с праздником

Активность участников ПМЭФ в интернете выросла на 10%

Социальные координаторы в больницах приходят на помощь врачам

В Подмосковье организуют горячую линию по вопросам противодействия коррупции

Музыкальные новости

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

«Вероника решает»: Театр «Модерн» этим летом дважды покажет премьеру сезона

"СВЯТОЙ ЛЕНИН: сенсация о прогнозах направит Америку и Европу творить добро?!

В Москве пройдет выставка Евгении Васильевой «Между пороком и добродетелью»

Новости России

Мособлдума организовала выставку «Экологическое воспитание.Раздельный сбор мусора»

Есть ли проблемы с зарплатой у строителей третьего моста через Уду?

В московском Люблино мотоциклист врезался в такси

«Доллар стал токсичным». Володин назвал причину подрыва доверия к американской валюте

Экология в России и мире

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

В Москве пройдет выставка Евгении Васильевой «Между пороком и добродетелью»

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

Спорт в России и мире

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Moscow.media

Утро нового лета....

Большая часть российских автомобилистов готова перейти на б/у запчасти

Закат на Катуни

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *