Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2021

Новости за 03.03.2021

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د تېر کال په پرتله ۳۵ په سلو کې ورښت کم شوی

د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي چې روان کال د تېر کال په پرتله ۳۵ په سلو کې ورښت کم شوی. پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت هم د راتلونکي کال وچکالۍ ته په اشارې سره وايي چې په معمول ډول په هېواد کې د ورښت کچه ۲۵۰ ملي متره وي، خو روان کال د هېواد په ځینو سیمو کې ۴۰ ملي متره ته راښکته شوې. په افغانستان کې په کروندو بوخت کروندګر وچکالۍ او د څارویو له‌منځه تلو ته اندېښمن دي. د کارپوهانو په باور د ورښت کچې کموالی نېغ په نېغه له بې‌وزلي، د حاصلاتو له کموالي او د کورنیو بې‌ځایه شويو له ډېروالي سره اړیکې لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عراق کې پر عین‌الاسد هوايي اډې ۱۰ توغندي ويشل شوي

په عراق کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف وایي، دغه هېواد کې د امریکایي او ائتلافي ځواکونو پر یوې اډې لږ تر لږه ۱۰ توغندي ویشتل شوي دي.  عراق کې د نړیوال ائتلاف ویاند واین ماروتو (Wayne Marotto) نن د مارچ په درېیمه وویل، دغه توغندي نن سهار په ځایي وخت ۷ بجې او ۲۰ دقیقې په الانبار لوېدیځ ولایت کې پر عین‌الاسد اډې لګېدلي دي. تر اوسه د مرګ‌ژوبلې هېڅ راپور نه‌دی ورکړل شوی. دغې اډې کې عراقي او د نړیوال ائتلاف هغه ځواکونه مېشت دي چې له عراق سره د داعش وسله‌والو ضد مبارزه کې مرسته کوي.  دا بریدونه یوه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په مشرتابه کې بدلون راغی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپل‌منځیو ټاکنو کې د کمېسیون نوی مشر، مرستیال او منشي وټاکل.  د دغو ټاکنو له مخې اورنګزېب د کمېسیون د مشر، مولانا محمد عبدالله‌یې د مرستیال او مسافر قوقندي یې د منشي په توګه وټاکل شول.  دا خبره د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح‌الله سادات ازادي راډیو ته وکړه.  له دې وړاندې حوا علم نورستانۍ د کمېسیون د مشرې، عصمت‌الله مل د مرستیال او رحیمې ظریفي د منشي په توګه فعالیت کاوه.  د مېرمن نورستاني د کار موده درې کلنه وه.

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت ته د خلیلزاد له لوري 'سپارل شوې طرحه' کې کوم موارد شامل دي؟

د افغانستان سولې د خبرو د چټکتیا لپاره تازه او نوې هڅې، په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې له افغان سیاستوالو سره په خبرو بوخت دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوری چارواکی وايي چې زلمي خلیلزاد کابل ته په خپل سفر کې افغان حکومت ته داسې طرحه سپارلې، که ومنل شي، له مخې به‌یې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د با نفوذه هېوادونو، حکومتي چارواکو او له حکومته بهر سیاسي مشرانو په ګډون په لوړه کچه يو ناسته جوړه شي. د هغه په وينا دا ناسته به د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار والي-مسولینو ته:که د وروستۍ پېښې قاتلین ونه نیسئ استعفا وکړئ

د ننګرهار والي وایي، د دغه ولایت امنیتي مسولینو ته یې ویلي، که د انعکاس راډیو ټلوېزیون د درېیو ښځینه کارکوونکو وژونکي ونه نیسي، استعفا دې وکړي.  ضیاالحق امرخېل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا امر یې نن چهارشنبه (د کب ۱۳مه) سهار د ولایت په نظامي شورا کې مسولینو ته ورکړی دی.  امرخېل وړاندې لیکلي چې د جلال اباد ښار د ټولو حوزو جنایي او د منطقوي کنټرول مسولین بدل شول او په خبره یې د حوزو د امرینو او د پولیسو د نورو جوړښتونو ادلون بدلون هم تر کار لاندې دی.  د انعکاس راډیو ټلوېزیون درې کار کوونکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

محب: د ملکي مرګ ژوبلې له وېرې له ۲زرو عملیاتو ډډه شوې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي، د دوی هوایي ځواکونو له شااوخوا دوه زره عملیاتو د دې لپاره ډډه کړې چې د ملکي مرګ ژوبلې وېره په کې وه.  حمدالله محب نن چهارشنبه (د کب ۱۳مه) د سرتیري د ورځې په مناسبت یوې غونډه کې دا خبرې وکړې: "دوه زره عملیاته یې صرف د دې لپاره نه دي کړي چې هلته د ملکي تلفاتو امکان وجود درلود، که دښمن واضح سنګر معلوم کړي او را ووځي، دا جنګ ډېر په اسانۍ سره زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه ګټلی شي."  دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د یوناما د وروستي راپور له مخې د ۲۰۲۰ میلادي کال په وروستیو درېیو میاشتو کې ملکي مرګ ژوبله ډېره وه.

Pa.azadiradio.com 

هرات کې ۳۴ تنه د طالبانو له یوه زندانه ژغورل شوي

په هرات کې د پولیسو، ملي اردو او ملکیانو په شمول ۳۴ تنه د طالبانو له یوه زندانه ژغورل شوي.  دا خبره د هرات والي عبدالوحید قتالي رسنیو ته په استولي پيغام کې کړې ده.  د ښاغلي قتالي په خبره افغان کمانډو ځواکونو چې د هوايي ځواکونو ملاتړ هم ورسره وو، د طالبانو له زندانه د یادو ۳۴ کسانو د خوشې کولو لپاره بېګا د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې عملیات وکړل.   د هرات والي زیاته کړې چې د عملیاتو پر مهال لس وسله وال طالبان هم وژل شوي او افغان پوځيانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.  وسله والو طالبانو تر اوسه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې ۲۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اړوند تورسان سيمه کې ۲۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه. په دوه نیمو لسېزو دښمنۍ کې له دواړو خواوو څخه ۹ تنه وژل شوي وو او یو شمېر نور ټپیان شوي وو. دښمنې د ځمکې او ځنګل پرسر رامنځته شوې وه. د ولایت خان او خانزمان ملک د کورنیو ترمنځ د روغې جوړې په جرګه کې د کونړ له بېلابېلو سيمو په لسګونو قومي مشرانو ګډون کړی وو. د جرګې غړي حاجي شېر محمد ازادي راډیو ته وویل، دوی (ولایت خان او خانزمان ملک) د دښمنۍ ختمولو لپاره ډېرې هڅې وشوې او قومي مشران په دې خوښ دي چې دواړو غاړو يې پرېکړې ومنلې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جوبایډن: تر ۳ نورو میاشتو به ټولو امریکایانو ته د کرونا واکسین ورسېږي

امریکا هغه نېټه دوه میاشتې رامخته کړه چې ویل یې ټولو امریکایانو ته به واکسین ورسېږي.مخکې د جولای پای ټاکل شوی و اوس ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې د مې تر پایه به ټولو امریکایانو ته واکسین ورسېږي. بایډن زیاته کړه: "موږ اوس په داسې یو مسیر کې یو چې د مې تر پایه به ټولو خلکو ته په امریکا کې په کافي اندازه واکسین ولرو. کله چې موږ راغلو، مخکینۍ ادارې په امریکا کې ټولو خلکو ته په کافي اندازه واکسین نه و چمتو کړی. موږ دا اصلاح کړه." د امریکا ولسمشر جوبایډن د واکسینونو تولیدي شرکتونه هم وستایل چې په سختو شرایطو کې رامخته شول او واکسینونه یې جوړ کړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسیر: خلیلزاد د یوې غونډې پر جوړېدو غږیدلې، دا به څه ډول غونډه وي؟

مسیر مسیر ورځپاڼې په خپله سرليکنه کې له پخواني جهادي مشرعبدالرب رسول سیاف او عبدالرشید دوستم سره د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کتنې په ليکلي دي. وړاندې راغلي چې د خلیلزاد او دوستم د لیدنې پر مهال خلیلزاد په لوړه کچه د یوې غونډې د جوړېدو په اړه هم خبرې کړي او ویل شوي چې دا غونډه به د سولې پروسې له بریالیتوب سره مرسته وکړي. ورځپاڼې پوښتنه کړې چې دا به څه ډول غونډه وي؟ وړاندې لیکل شوي که څه هم په بین الافغاني خبرو کې ډېر او مهم مسایل شته او په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله‌والو کابل کې استاد مولوي فیض محمد فایز وواژه

په کابل کې یو بل سهار، له هدفي وژنې سره پیل شو. نن سهار ۶ بجې د کندز د علماوو شورا پخوانی مشر او د عربي دارالعلوم استاد مولوي فیض محمد فایز د نا څرګنده وسله‌والو له‌خوا په ډزو ووژل شو. د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، ښاغلی فایز د کابل د ۱۷مې حوزې اړوند د جکشن پر سړک هغه مهال وویشتل شو چې د سهار له لمانځه وروسته کور ته روان و. په څه کم یوه میاشت کې دا درېیم دیني عالم دی چې وژل کېږي، خو مسؤلیت‌یې هېڅ کومه وسله‌واله ډله نه‌مني. تېره میاشت د سلواغې په ۱۴مه د جمعیت اصلاح مرکزي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

والسټریټ ژورنال: له دايمي جګړو سره د جو بایډڼ مخالفت په افغانستان کې ازمویل کېږي

والسټریټ ژورنال والسټریټ ژورنال ورځپاڼه، 'له دايمي جګړو سره د ولسمشر جو بایډڼ مخالفت په افغانستان کې ازمویل کېږي'، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، د امریکا ولسمشر به له دوو مهمو پرېکړو، ځواکونه له افغانستانه وباسي او کنه؟ یوه پرېکړه کوي.   د والسټریټ ژورنال په لیکنه، که څه هم ولسمشر بایډن په دې ورځو کې ډېر له کرونا سره د مبارزې پر چارو او د ایران پر لانجې بوخت دی، خو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئله‌یې هم مخ ته پرته ده چې په اړه‌یې باید پرېکړه وکړي. تر دې وړاندې د امریکا درې نور ولسمشران هم له ورته پوښتنې سره مخامخ وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د ځنګلونو قطع کولو او د ژوو ښکار د بشري ناورین د راتګ اندېښنې پارولي

که له علمي اړخه د ځنګلونو او ژويو اړیکو ته پام وشي، دا جوته کېږي چې دواړه د یو بل لازم او ملزوم دي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، له ځنګلونو د خلکو استفاده ډېره شوې او دا د دې ښکارندویي کوي چې خلک د ځنګلونو په ارزښت پوه شوي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي: "د وروستیو شمېرو له مخې د افغانستان د ځنګلونو ټوله‌ییزه برخه شاوخوا ۱،۷ ملیونه هتکاره ځمکه ده چې دغه شمېر پخوا کلونو کې ۱،۹ ملیونه هکتاره و، خو د جګرو له کبله دغه شمېر ۱،۳ درې ملیونه هکتاره ته راټیټ شوی و چې بیا د وزارت په هڅو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشر حقونو کمېسیون: افغانستان کې د بیان ازادي له تهدید سره مخ ده

په ننګرهار کې پرون سې شنبه (د کب ۱۲مه) د انعکاس راډیو ټلوېزیون د درېیو ښځینه کارکوونکو تر وژل کېدو وروسته د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وویل چې د بیان ازادي له تهدید سره مخامخ ده. دغه کمېسیون په یو لړ ټویټونو کې له حکومته د دغسې حملو د عاملانو د پېژندلو او مجازاتو غوښتنه کړې ده. د انعکاس راډیو ټلوېزیون دغه درې کار کوونکې پرون په دوو جلا پېښو کې د وسله والو کسانو په حمله کې ووژل شوې او دوې نورې ښځې ټپیان شوې. د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وویل چې د پرونۍ حملو په تړاو د طالبانو یو غړی نیول شوی دی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: د ننګرهار په حصارک کې د طالبانو یو مهم مرکز نیول شوی

د افغانستان دفاع وزارت، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو له خوا د طالبانو د یوه مهم مرکز د نیول کېدو خبر ورکړ. د دغه وزارت یوه ویاند فواد امان تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، طالبانو له دغه مرکزه په استفادې د افغانستان په ختیځ کې حملې پلانولې: "په واقعیت کې دا مرکز د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو د سوق او ادارې مرکز و. له دغه مرکزه د افغانستان پر ختیځ په ځانګړي ډول پر ننګرهار ولایت تروریستي حملې پلانېدې. زیات وخت به د ننګرهار لپاره د طالبانو نومول شوی والي هم په دغه مرکز کې اوسېده."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان-زیمبابوې د کرکټ سیالۍ؛ افغانستان ۱۳۱ منډې وکړې

په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د کرکټ ټېسټ لوبه پیل شوه چې افغانستان په کې ۱۳۱ منډې وکړې. اوس زمبابوې په خپله پاڼۍ کې د وروستي لوبغاړي تر سوځېدو منډې جوړوي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، د کرکټ پیچ یا میدان تر ډېره د توپ اچوونکو لپاره مناسب و: "په لومړۍ ورځ ویکټې یا پیچ له توپ اچوونکو سره ډېره مرسته کوله، ځکه نو دواړه لوبډلو خپلې ویکټې په کمو منډو ژر- ژر له لاسه ورکړلې. افغانستان ۱۳۱ منډې وکړې. افغان لوبغاړو له وړاندې ښه چمتووالی نیولی او هیله من یو چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خاشجي؛ بې­ پولې خبریالانو د سعودي چارواکو پرضد جنايي شکایت ثبت کړ

د بې­ پولې خبریالانو نړیوالې ټولنې په جرمني کې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د سعودي د نورو چارواکو پرضد جنايي شکایت ثبت کړ. دغې ادارې د سعودي عربستان دغه چارواکي تورن کړي چې په ۲۰۱۸میلادي کال کې یې په استانبول کې د خبریال جمال خاشقجي په وژنې سره د بشریت پر خلاف جنایتونه کړي دي. دغه شکایت چې په ۵۰۰ مخونو کې برابر شوی، تېره دوشنبه د جرمني په یوه فډرال محکمه کې ثبت شو. د سعودي عربستان پر ولیعهد او نورو چارواکو دا تور هم لګول شوی چې تر ۳۰ د زیاتو ژورنالېستانو په جبري نیولو کې لاس لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لوکاشینکو: بېلاروس کې 'د قدرت لېږد' امکان نه لري

د بېلاروس مستبد مشر الکساندر لوکاشینکو وايي، په دغه هېواد کې «د قدرت انتقال» امکان نه لري. په بېلاروس کې د اګسټ میاشتې له لومړیو په زرګونو کسان د مظاهرو پر مهال د لوکاشینکو د استعفی غوښتنه کوي. دوی وايي په تېرو ټاکنو کې درغلي شوې ده. لوکاشینکو پرون سې شنبه (د کب ۱۲مه) په مېنسک کې وویل، په بېلاروس کې د قدرت انتقال امکان نه لري، خو هرڅه به د اساسي قانون مطابق وي. وروسته له هغې چې الکساندر لوکاشینکو د اګسټ میاشتې پر نهمه ځان د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، د اپوزیسیون تر فشار لاندې دی. د اپوزیسیون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپا کې خلکو ته د 'جانسن اېنډ جانسن' واکسین د ورکړې پرېکړه کېږي

د اروپا د درملو د تنظیم اداره وايي، دوی به راتلونکې اوونۍ په دې اړه پرېکړه کوي چې په اروپا کې خلکو ته د جانسن اېنډ جانسن د واکسین لګولو اجازه ورکړي که نه؟ که په امستردام کې دېره د درملو د تنظیم اداره دغه واکسین چې خلکو ته په یوه ډوز کې ورکول کېږي تایید کړي، دا به څلورم واکسین وي چې د اروپايي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادونو کې یې لګولو ته اجازه ورکول کېږي. اروپايي مشران د مارچ پر یوولسمه د جانسن اېنډ جانسن واکسین په باب په ځانګړې غونډه کې پرېکړه کوي. په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۱۴ میلیونو او ۵۰۰زرو اوښتی دی.

Pa.azadiradio.com 

امریکا د ناوالنۍ په تړاو د روسیې پر ۷ لوړ رتبه چارواکو بندیزونه اعلان کړل

د امریکا متحدو ایالاتونو اعلان وکړ چې د الکسي ناوالنۍ په قضیه کې د کرملین چلند د منلو وړ نه دی. راپورونه وايي، پرون سې شنبه(د کب ۱۲مه) د روسیې اووه تنه لوړرتبه چارواکي د امریکا د متحدو ایالاتونو د بندیزونو په فهرست کې شامل کړای شول. امریکايي چارواکي وايي، دا اقدام تر استخباراتي ارزونې وروسته شوی، ځکه په هغو کې څرګنده شوه چې په تېره اګسټ میاشت کې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالنۍ په مسمومولو کې د روسیې د امنیتي خدماتو د فډرال ادارې افسرانو لاس درلود. امریکا ویلي چې د دغو اوو چارواکو نومونه به افشا کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارګ: ننګرهار کې پر ښځینه خبریالانو د برید جدي څېړنه کوو

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د انعکاس راډیو ټلوېزیون د درېیو کار کوونکو د وژنې د عاملانو د موندلو لپاره امنیتي ارګانونو ته جدي سپارښتنه شوې ده. نامعلومو وسله والو پرون سې شنبه(د کب ۱۲مه) تر غرمې وروسته په جلال اباد کې په دوو حملو کې د انعکاس راډیو ټلوېزیون درې کارکوونکې مرسل حبیبي، سعدیه او شهناز ووژلې. چارواکي وايي، په پېښه کې دوې نورې ښځې چې کومه دنده یې نه درلوده، ټپیانې شوي دي. د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال پرون ازادي راډیو ته د تحقیقاتو د پیل په اړه وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ستاینې په پار مشاعره

په پکتیا کې د شعر په ژبه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ مشاعره ترسره شوه. د دې مشاعرې ګډونوال وایي، غواړي د سرتیري د ورځې په پلمه د شعر په ژبه د افغان ځواکونو له هڅو ستاینه وکړي او دوی ته مثبته انګېزه ورکړي، څو په خپلو چارو کې لا برلاسي شي. د غونډې په ځای کې ګډونوالو شاعرانو سرتېرو ته حماسي، وطني، د سولې، اوربند او د جنګ په اړه بېلابېل شعرونه، غزلونه او ترنمونه واورول. په پکتیا،پکتیکا خوست او د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د کب نهمه د سرتیري ورځ په اتڼونو، د حماسي سندرو په ویلو، د نظامي... Читать дальше...


РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

Глава Минздрава пообещал первые итоги доклинических исследований вакцины от рака до конца года

Патриарх Кирилл: РПЦ не должна перегружать человека долгим стоянием в храме

Актриса из «Моей прекрасной няни» скончалась в Греции на 92-м году жизни



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

АРМЕНИЯ. Сборная России по футболу разгромила Белоруссию в Минске

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

Олег Сирота о конфликте Германа Грефа с таксистами: «Нужно воспитывать, кнутом и пряником»

В Ленинградской области вооруженный ножом мужчина угрожал детям

Музыкальные новости

Concord is skipping free-to-play and pulling a Helldivers 2 instead: $40 for the full game with all 16 heroes at launch

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

В ПРЕДДВЕРИИ ДНЯ РОССИИ РОСГВАРДЕЙЦЫ ПРОВЕЛИ ПРАЗДНИЧНОЕ МЕРОПРИЯТИЕ ДЛЯ ДЕТЕЙ

Фонд «Восход» выпустил на «Атомайз» первые в России венчурные ЦФА

Новости России

«Беспощадный бунт»: Хазин объяснил, что ждёт Путина без масштабной зачистки элиты

АРМЕНИЯ. Сборная России по футболу разгромила Белоруссию в Минске

В Ленинградской области вооруженный ножом мужчина угрожал детям

Патриарх Кирилл: РПЦ не должна перегружать человека долгим стоянием в храме

Экология в России и мире

История без фальсификации: Шемахи в первой половине XVIII века

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Адские цены на Сочи и Анапу заставили российских туристов найти новые пути экономии

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Спорт в России и мире

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Экс-теннисист Ольховский: российские теннисисты выступили ниже ожиданий

Уимблдон и Олимпиада? Что нужно знать о планах Рыбакиной после Ролан Гаррос

Соболенко, проигравшая Андреевой, потеряет 2-е место в рейтинге WTA по итогам «Ролан Гаррос», уступив его Гауфф

Moscow.media

«Автодор» – к концу 2025 года скоростными дорогами госкомпании будет охвачена половина населения России

Остров Огой.

Мобилизованного свердловчанина приговорили к 23 годам "строгача" за подрыв гранаты в казарме

В этом году планируют заключить контракт на реконструкцию еще одного участка трассы Р-23 в Ленобласти







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *