Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2021

Новости за 04.03.2021

Pa.azadiradio.com 

امریکا له چین، روسیې او ځینو پیاوړو هېوادونو سره سیالي ستره ننګونه بولي

امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ حکومت وایي، له چین، روسیې او یو شمېر نورو پیاوړو هېوادونو سره سیالۍ د امریکا په وړاندې ستره ننګونه ده. د سپینې ماڼۍ په یوه سند کې چې پرون خپور شو او د بایډن د ملي امنیت سیاست په‌کې مشخص شوی، چین د نړۍ دوهمه درجه اقتصادي هېواد یاد شوی دی. په دغه سند کې راغلي، چین د امریکا یوازنی سیال دی چې په اقتصادي، ډيپلوماتیکو، تخنیکي او نظامي امکاناتو سره د نړیوال نظام ثبات ګواښلی شي. په دغه ۲۴ صفحه‌یي سند کې خبرداری ورکړل شوی چې روسیه هم هوډ لري خپل نړیوال نفوذ پیاوړی کړي او په نړیواله صحنه کې مخرب رول ولوبوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې نامعلومه وسله‌والو د یوې کارخونې ۷ کارکوونکي ووژل

ننګرهار کې نامعلومه وسله‌والو د ګچو د یوې کارخونې ۷ کارکوونکي وژلي دي. د دغه ولایت امنیه قوماندان جمعه ګل همت رسنیو ته ویلي، پېښه تېره شپه په سره رود ولسوالۍ کې شوې ده. د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اجمل عمر ازادي راډیو ته ویلي چې وژل شوي کارګران هزاره توکمه دي چې دغلته په مزدورۍ بوخت وو. د ننګرهار د سیمه‌ییز روغتون مسؤلینو هم ویلي چې له څېرو دغه کسان هزاره توکمه ښکاري. د برید مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی اخیستی، خو له دې وړاندې داعش وسله‌والو د پاکستان په کوټه کې پر هزاره توکمو ورته بریدونه کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

میانمار کې د اعتراض کوونکو ځپل؛ د مظاهرو پر مهال ۳۸ تنه وژل شوي

په میانمار یا پخوانۍ برما کې له پرونیو خونړیو مظاهرو وروسته نن هم دغلته اعتراضونو دوام درلود. نن زرګونه کسان د دوو لویو ښارونو یانګون او ماندالای سړکونو ته راوتلي و چې پولیسو یې بیا هم د تیت او پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه او ډزې یې پرې وکړې. پرون د مظاهرو پر مهال ډزو کې ۳۸ تنه وژل شوي چې ملګرو ملتونو دغلته د اعتراضونو له پیل راهیسې دا خونړۍ ورځ یاده کړې ده. د فبرورۍ له لومړۍ نېټې چې په میانمار کې پوځ کودتا کړې، دا هېواد تقریباً هره ورځ د مظاهرو شاهد دی او تر اوسه په‌کې د شاوخوا ۵۰ کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکول شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بدخشان کې د واورې ښویېدو له کبله ۱۵ تنه مړه شوي

د بدخشان په خواهان ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له کبله ۱۵ تنه مړه شوي او ۵ نور ژوبل دي. د بدخشان والي محمد زکریا سودا ازادي راډیو ته ویلي، دغه ټول کسان سیمه کې د سرو زرو د کان کېندونکي وو. د ښاغلي سودا په خبره، پېښه نن له غرمې مخکې د خواهان ولسوالۍ په زرند اب کلي کې د یوه غره او پر سر یې د واورې د ښویېدو له کبله شوې ده. سودا وایي، دا لومړنۍ شمېرې دي او په خبره‌یې، ممکن وروسته د مرګ‌ژوبلې کره شمېر معلوم شي او بدلون هم په‌کې راشي. پېښه داسې ځای کې شوې چې د بدخشان د والي په خبره کنټرول‌یې د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

محمد محقق: طالبانو له ما او یو شمېر جهادي مشرانو غوښتي چې ورسره بیعت وکړو

جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي، افغانان په تېرو ۴۰ کلونو کې له خپل اساسي حق څخه چې سوله ده محروم دي. جمهور رئیس غني د وحدت اسلامي ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري د ۲۶م تلین په مناسبت د پنجشبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۴» په یوه تصویري پیغام کې چې په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته لېږل شوی ویلي، تل‌پاتې سوله د حکومت له اساسي لومړیتوبونو ده. ښاغلی غني زیاتوي: "اوس د دې وخت دی چې دا اساسي حق یو ځل بیا ژوندی او تضمین شي. له دې فرصت په‌ ګټې ډاډ ورکوم چې د افغانستان حکومت به په ټول ځواک سره دې حق... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان مرکز ترینکوټ کې د پسرلي پیل

د ازادي راډیو خبریال د پسرلي موسم د پیل په موخه د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار شااوخوا د یو شمېر سمسورو سیمو عکسونه اخیستي او دا انځوریز راپور یې پرې برابر کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

لوګر کې د فوټبال د روزنې 'ډي' درجې ټولګی پای ته ورسېد

په لوګر ولایت کې د فوټبال د روزنې 'ډي' درجې ټولګی پای ته ورسېد. د افغانستان فوټبال فډراسیون وایي،د فوټبال روزنې 'ډي' درجې ټولګی چې د روزونکو د پوهې کچې د لوړوالي په موخه په دې ولایت کې پيل شوی و، د چهارشنبې (د کب ۱۳مه) په ورځ پای ته ورسېد. د دې ټولګي مدرس وحیدالله واحدي وايي، دا کورس د تازه کارو روزونکو د پوهې د زیاتېدو او د فوټبال روزنې د کچې د لوړوالي په موخه په دې ولایت کې پيل شوی و. د هغه په خبره، د فوټبال روزنې د مقدماتي تاکتیکونو په زده کولو سره روزونکي کولای شي، لوړو او مسلکي پوړیو ته ځان چمتو کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټر نبي عیسی خېل: ډالۍ شوې پیسې بې ‌وزلو ته ځانګړې کوم

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړی محمدنبي عیسی‌ خېل وايي، د لوبې غوره لوبغاړي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، ده ته ډالۍ شوې پيسې يا امتیاز د هېواد بې ‌وزلو خلکو ته ځانګړی کړي. محمد نبي عیسی‌ خېل پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) د‌ پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د لوبې د غوره لوبغاړي له ټاکل کېدو وروسته، پر خپلې رسمي فیسبوک‌ پاڼې ولېکل، په هره لوبه کې چې دی غوره لوبغاړی وبلل شي، انعامي پیسې یې د خپل هېواد بې‌وزلو خلکو ته ځانګړې کوي او د نبي فاونډېشن له لارې یې د خیر ښېګڼې په کار لګوي. محمد نبي په پرونۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حکمتیار: یو شمېر ترورونو کې د حکومت دننه یوه تروریستي کړۍ لاس لري

په داسې حال کې چې په افغانستان، په ځانګړي توګه په کابل ښار کې د هدفي وژنو لړۍ لا هم روانه ده، تازه د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار دا په حکومت کې د يوې ځانګړې کړۍ کار بولي. خو حکمتیار په دې اړه ډېر وضاحت نه ورکوي. ګلبدین حکمتیار چې د پنجشنبې (د کب ۱۴مه) په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، په هدفي وژنو کې د بهرنیو ځانګړیو کړیو په لمسون اسلامي بنسټپاله په نښه کېږي. ښاغلي حکمتیار زیاته کړه: "په ډېری هغو ترورونو کې چې د حکومت تر واک او سلطې لاندې سیمو او ښارونو کې کېږي، د حکومت دننه یوه تروریستي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غور- هرات لویه لاره له بندښت وروسته بېرته پرانېستل شوه

د غور- هرات لویه لاره له نژدې شلو ورځو بندښت وروسته بېرته خلاصه شوه.  دغه لاره د دې لپاره بنده وه چې په اوږدو کې یې د حکومتي ځواکونو عملیات روان وو او چارواکو ادعا کوله چې طالبانو دغې سیمه کې د عملیاتو پر ضد ماینونه خښ کړي دي.  د غور امنیه قوماندان عبدالقادر ولي زاده ازادي راډیو ته وویل، د قومي مشرانو او سپین ږېرو په منځګړیتوب پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) ماښام دا لاره خلاصه شوه.  د دغې لارې له بندېدو سره په غور کې د خوراکي موادو بیې هم لوړې شوې.

Pa.azadiradio.com 

هاګ محکمه فلسطیني سیمو کې د جنایاتو ادعاوې څېړي؛ امریکا-اسرائیل انتقاد لري

د جرمونو د نړيوالې محکمې مشرې څارنوالې په فلسطيني سيمو کې د جناياتو د ادعاوو په اړه رسمي څېړنې پيل کړي. دې کار د اسرائیلو او امریکا متحده ايالاتونو انتقادونه راپورته کړي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن په یو بيان کې ويلي چې د محکمې د دې پريکړې سره "متحده ايالاتونه مخالف او پرې مايوسه" دي. د جرمونو د نړېوالې محکمې مشرې څارنوالې فاتو بېنسودا پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) وویل، له پنځه کلنو لومړنیو ارزونو وروسته د هغې دفتر غواړي په محاصره شوې غزه او د اسرائیلو له خوا په اشغال شوې لویدیځه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: هڅه کوو افغان جګړه مسوولانه پای ته ورسوو، نور په کې نه ښکېلېږو

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سټراټيژۍ لنډ مهالی لارښود خپور کړی. په دې لارښود کې چې په ۲۴ پاڼو کې خپور شوی د افغانستان یادونه هم شوې. دا لارښود چې د ملي امنیت په برخه کې د امریکا ګټې رانغاړي او د لنډمهال لپاره یې سرې کرښې بلل کېږي، د افغانستان جګړه ناپایه بولي او ټینګار کوي چې متحده ایالات په داسې یوه جګړه کې نه ښکېلېږي چې زرګونه کسان په کې ووژل شول او ټریلیونه ډالر پرې لګښت راغی. خو دا تګ‌لاره پردې هم ټینګار کوي چې افغانستان باید نور د ترهګرو په خوندي‌ځای بدل نه شي او یا هم د امریکا ګټې وګواښي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: بزګرو ته د کوکنارو پرځای د بدیلو محصولات د کښت پروګرام جوړېږي

د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت کروندګرو ته د کوکنارو د کښت پرځای د بدیلو زراعتي محصولات د کښت پروګرام د جوړېدو خبر ورکوي. د دې وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت، د متحده ایالاتو د قانون اجرا او د مخدره توکو چارو نړیوال دفتر يا INL او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې هوډ کړی چې د کرنې او د کلیو د پراختیا پروژه نویو سیمو ته وغځوي. دا پروژه د مشروع معیشت ته لاسرسی، کرنې او کليوالي پرمختیا  ودې په نوم جوړه شوې ده. د دې پروژې موخه په هغو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مالیې وزارت: د افغانستان د نړیوالو شریکانو د رهبرۍ ناسته وشوه

د افغانستان د نړیوالو شریکانو د رهبرۍ ناسته ترسره شوه. د افغانستان د مالیې وزارت وایي، دا ناسته د ماليې وزارت د پالیسۍ معين په مشرۍ د افغانستان د نړیوالو شریکانو د رهبرۍ پلاوي سره 'Heads of Donor Agencies Meeting' د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.  د دې وزارت مطبوعاتي مسوول فرید نوښت ازادي راډیو ته وویل، دغه ناسته کې د ۵۰ بهرنیو پراختیایي بنسټونو رئیسانو، د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو استازو ګډون درلود. د ښاغلي نوښت په خبره، په یاده ناسته کې د مالیې وزارت مسوولینو له خوا نړیوالو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هاګ محکمې فلسطین کې د شوېو جرمونو د ادعاوو په اړه څېړنه پیل کړه

د جرمونو د نړیوالې محکمې '  ICC ' لویې څارنوالې فاتو بېنسودا په فلسطیني سیمو کې د ترسره شوېو جرمونو د ادعاوو په اړه رسمي څېړنه پیل کړه. پر دغې څېړنې اسرائیل او د امریکا متحدو ایالاتونو انتقاد کړی دی.  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې متحده ایالات د دغې محکمې پریکړې ژور خواشینی کړی او ورسره کلک مخالف دی.  اسرائیل هم ورته غبرګون ښودلی او دغه څېړنه یې غندلې، خو فلسطینیانو او د بشري حقونو سازمانونو د هاګ مېشتې نړیوالې محکمې د دغې پریکړې هرکلی کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کراچۍ کې بلوڅان: ایران دې زموږ پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې په لسګونو بلوڅانو په یوه اعتراضیه لاریون کې ګډون وکړ.  دوی د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د خپلو بلوڅو وروڼو وژنې وغندلې.  دغو اعتراض کوونکو له ایراني چارواکو وغوښتل چې د بلوڅانو پر وړاندې دې دغه تاوتریخوالی پای ته ورسوي.  د بشري حقونو د څارسازمان، هیومن رایټس واچ ویلي، له پاکستان سره پر پوله د ایران په ساروان سیمه کې د فبرورۍ په ۲۲مه لږ تر لږه لس کسان وژل شوي، خو ښایي د وژل شوېو حقیقي شمېر به له دې زیات وي.  د راپورونو له مخې دغه کسان وروسته له هغې ووژل شول چې وسله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برما کې مظاهرې؛ تازه تاوتریخوالي کې ۳۸ کسان وژل شوي

په میانمار یا پخوانۍ برما کې د نوې پوځي واکمنۍ پر وړاندې د معترضانو پر وړاندې پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) په تازه تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي دي.  د میانمار لپاره د ملګرو ملتونو استازې کریستینا شرینر بورګینیر دا له کله چې د دې هېواد پوځ کودتا کړې، یوه تر ټولو خونړۍ ورځ وبلله او زیاته یې کړه چې په تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه پنځوس کسان وژل شوي او یو زیات شمېر نور ټپیان شوي دي.  د عیني شاهدانو له څرګندونو او ویډیوګانو ښکاري چې پولیس د دې هېواد په یو شمېر ښارونو کې د معترضانو د تیت او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: افغانستان کې پر خبریالانو بریدونه نه شو زغملی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې پر خبریالانو بریدونه نه شي زغملی او باید پای ته ورسول شي. د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې دغه څرګندونې په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزېون د درې ښځینه کار کوونکو د وژلو د پېښې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې. نوموړي وویل، د دغو حملو عاملان په دا ډول بریدونو سره غواړي افغانستان کې د بیان ازادي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په ډېرو برخو کې وده کړې، زیندۍ کړي. نوموړي زیاته کړه، غواړي د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سراج: بدخشان کې ترهګر د طالبانو په همکارۍ پلان لري چې امنیت خراب کړي

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې رئیس احمد ضیا سراج خبرداری ورکوي چې هغه بهرني ترهګر چې په بدخشان کې حضور لري او د طالبانو پر مټ فعالیتونه ترسره کوي، ښايي په نوي کال کې د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو د نیولو یا یې د امنیت د خرابولو هڅې وکړي.  ښاغلي سراج چې د بدخشان ولایت د امنیتي وضعیت د څېړنې لپاره هغه ولایت ته تللې دغه څرګندونې پرون چهارشنبه(د کب ۱۳مه) په فیض کې آباد کې په یوه غونډه کې وکړې. ښاغلي سراج زیاته کړه: "ترهګر او هغه بهرنۍ ډلې چې په بدخشان کې حضور لري، د دې ولایت له طالبانو سره په همکاري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: خلیلزاد هڅه کوي افغان سولې ته نړیوال ملاتړ جلب کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې په افغانستان کې یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د افغانانو ترمنځ د سولې د روانو هڅو لپاره سیمه ییز او نړیوال ملاتړ جلب کړي.   د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې خلیلزاد د طالبانو له استازیو سره د خبرو لپاره اوس په دوحه کې دی او کابل ته درې ورځنی سفر یې ګتور و.  پرایس زیاته کړه: "خلیلزاد او ټیم یې په کابل کې له حکومتي چارواکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په شبرغان ښار کې اوښانو جنګولو ته سلګونه کسان راټولېږي

په شبرغان ښار کې اوښانو جنګولو ته سلګونه خلک راټول شوي وو. که څه هم په وار وار په دې اړه انتقادونه شوي چې د حیواناتو په جنګ اچول سم کار نه‌دی، خو بيا هم دا سیالۍ هر کال د جوزجان په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ترسره کېږي. نور جزئیات په دې راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

په رسنیو برید "د بیان ازادۍ ته جدي زیان رسولی"

جلال اباد ښار کې د انعکاس راډیو ټلوېزیون درې کارکوونکې چې په ننګرهار کې وژل شوې وې تېر مازدیګر خاورو ته وسپارل شوې. د رسنیو پر کار کوونکو د بریدونو لړۍ خبریالان انديښمن کړي دي.دوی وايي دغه بریدونو د بیان ازادۍ ته "جدي زیان رسولی". د انعکاس راډیو ټلوېزیون پر کار کوونکو د برید پړه داعش منلې. بشپړ جزییات یې په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

په جلال اباد ښار کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

د ننګرهار په مرکز د جلال اباد ښار درېیمې ناحیې اړوند عربانو ګولايي سیمه کې د یوه ماین په چاودنه کې یوه ډاکټره وژل شوې او د دوی د کورنۍ یوه ماشومه ټپي ده. د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ازادیو راډیو ته په استول شوېو معلوماتو کې ویلي، دا چاودنه نن پنجشنبه (د کب ۱۴مه) سهار سهار شااوخوا اته بجې په ریکشا پورې د نښلول شوي ماین د چاودنې له امله شوې ده. د دغو معلوماتو له مخې پر نوموړې ډاکټرې په داسې مهال چاودنه شوې چې له کوره روغتون ته د دندې لپاره پر لاره وه. د ننګرهار د عامې روغتیا ویاند ظاهر عادل ازادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین: افغانستان کې ډیموکراسي په نازک حالت کې ده

نیویارک ټایمز  نیویارک ټایمز ورځپاڼې په جلال‌اباد کې د یوې رسنۍ د درېیو ښځینه کارکوونکو په وژلو یو مطلب خپور کړی دی.  دغه کارکوونکې د سې شنبې په ورځ په دوه بېلابېلو پېښو کې په ډزو ووژل شوې چې مسؤلیت‌یې یوه ورځ وروسته داعش وسله‌والې ډلې ومانه.  نیویارک ټایمز لیکي، دې پېښې د خبریالانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.  لیکنه کې وړاندې راغلي، دا پېښه افغانستان کې په یوه خطرناک حالت کې شوې ده، هغه هم دا چې په ټول هېواد کې امنیتي وضعیت خراب دی او د امریکا ولسمشر جو بایډن پر دې فکر کوي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له توقیف خونې د الکسي ناوالنۍ پیغام: د زندان له هټیه د ډوډۍ پېرلو اجازه نه لرم

د روسیې د حکومت مخالف الکسي ناوالنۍ په توقیف کې وروسته له هغه خپل لومړی پيغام لېږلی چې په فبرورۍ میاشت کې په مسکو کې له یوه توقیف خونې څخه 'ولادمير' سیمې ته انتقال شو.  ویل کېږي دی به هلته له نور نفوسه په یوه لېرې سیمه کې په بند کې وساتل شي چې د روسیې په اروپايي برخه کې له تر ټولو سختو زندانونو ګڼل کېږي.   الکسي ناوالنۍ د مارچ په درېیمه نېټه پر خپل انسټاګرام پاڼه په پيغام کې ویلي چې دی په کلچوګینا ښار کې په درېیمه توقیف خونه کې دی او هلته له نورو بندیانو سره شناخته شوی دی.   ده لیکلي: "هر... Читать дальше...


Насколько выросли цены в «Яндекс.Такси» за год и сколько получают водители

Вирус эволюционирует: почему рано называть COVID-19 сезонным заболеванием

Пять выпускниц из Ступина получили по 100 баллов на ЕГЭ

Автостанция открылась в Печорах после ремонта



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Глава ФФККР Сихарулидзе не примет участия в конгрессе ISU

Прохлада нам по карману: как выбрать кондиционер и какова цена вопроса

В Тверской области установили памятник Пушкину

Строительство станции «Тютчевская» перешло на новый этап

Музыкальные новости

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

Определят победителя на конкурсе театральных коллективов школ в УЛАН-УДЭ нс конкурсе детей Алтан Баг - Театр, Новости и Культура, Дети, Россия

Академия Плющенко требует почти два миллиона со сбежавшей от них юной спортсменки

Новости России

Пять выпускниц из Ступина получили по 100 баллов на ЕГЭ

В Тверской области установили памятник Пушкину

Прохлада нам по карману: как выбрать кондиционер и какова цена вопроса

Вирус эволюционирует: почему рано называть COVID-19 сезонным заболеванием

Экология в России и мире

Красноярский музыкальный театр представил проект театральной экосистемы будущего

Турецкие отели в шоке после банкротства крупнейшего туроператора: все оказались в долгах, как работать летом — непонятно

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

Жители Барнаула помогут сделать родной город чище

Спорт в России и мире

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Джокович снялся с Открытого чемпионата Франции по теннису

Зверев вышел в финал «Ролан Гаррос»

Moscow.media

Глазово

Сотрудники военных следственных органов Следственного комитета России по всей стране оказывают помощь подшефным детским учреждениям

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Хакеры начали «прикидываться» соискателями и подсовывать вредоносные ссылки







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *