هولي؛ د رنګونو جشن
هولي د کرونا له اندېښنو سربېره ولمانځل شوه. خلک بیا وايي چې د محدودیتونو په خاطر دا وار د جشن خونده نه وه. په دې اړه دا لنډ راپور وګورئ:
هولي د کرونا له اندېښنو سربېره ولمانځل شوه. خلک بیا وايي چې د محدودیتونو په خاطر دا وار د جشن خونده نه وه. په دې اړه دا لنډ راپور وګورئ:
د روغتیا نړیوال سازمان او چین یوه ګډه څېړنه ښيي، دا احتمال شته چې کرونا ویروس دې د ماښامي یا ښاپېرک په وسیله له بل حیوان نه انسان ته لېږدول شوی وي. دا خبره د همدې څېړنې په یوه طرحه کې چې یوه کاپي یې اسوشیټډ پرس اژانس ترلاسه کړې شوې ده. په دې مطالعه کې چې لا بشپړه شوې نهده، هغه راپورونه په کلکه له امکانه لیرې بلل شوي چې ویل کېدل، کرونا ویروس له لابراتواره خپور شوی دی. د راپور له مخې د کرونا ویروس د ریښې موندلو په هدف د روغتیا نړیوال سازمان او چین شوې ګډه مطالعه پراخه ده، خو داسې ویل شوي چې ګڼې پوښتنې لا بېځوابه پاتې دي. Читать дальше...
د پکتیکا ولایت د ارګون او سرروضیې ولسوالۍ ترمنځ لویه لاره کې نن په یوه ټرافیکي پېښه کې له ۱۰ زیات کسان ټپیان شول. د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارين ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه نن ماسپښین داسې مهال رامنځته شوه چې د شاتورو په سیمه کې د واده دوو موټرو سره ټکر وکړ. د ښاغلي ارین په وینا په دې پېښه کې ۱۳ کسان ټپیان شوي چې د یو شمېر ټپیانو حالت نازک دی. ښاغلی ارین زیاتوي: "د دغې پېښې ټول قربانیان نارینه او ښځینه دي، د ماشومانو د ټپي کېدو په اړه تر اوسه راپور نهدی راکړل شوی، خو شپږ... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر اشرف غني تاجکستان د افغانستان نږدې او ټینګ ملګری وباله او ویېویل دواړه هېوادونه په ډېرو برخو کې کولای شي همکاري ته پراختیا ورکړي. اشرف غني چې د اسیا زړه په نوم د استانبول پروسې په نهمه غونډه کې د ګډون لپاره دوشنبې ته تللی، دغه څرګندونې نن په دوشنبه کې د تاجکستان په پوهنتون کې وکړې. ښاغلي غني وویل: "افغانستان، تاجکسان، موږ دواړه د ګټو اختلاف نهلرو، ملګري یو، ډېر ښه ملګري یو او ډېر ښه ملګري به هم پاتې شو چې دا د ویاړ ټکی دی. په عین حال کې زموږ ګټې خیالي بڼه نهلري، بلکې موږ... Читать дальше...
هغو په زرګونه معترضانو خپل لاریون پای ته ورساوه چې په خېبر پښتونخوا ایالت کې د څلورو تنکیو ځوانانو د وژلو په غبرګون کې یې پیل کړی و. د لاریونوالو یوه مشر رحمتالله نن ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه له حکومتي چارواکو سره تر خبرو وروسته پیل شوی اعتراض پای ته ورسېد او خلک بېرته جانيخېلو ته روان شوي چې خپل مړي خښ کړي. د ایالتي اعلا وزیر، سلاکار کامران بنګښ وویل، حکومت موافقه وکړه چې په سیمه کې به امنیت ټینګوي، د وسلهوالو طالبانو او نورو وسلهوالو ډلو په وړاندې به اقدامات کوي. د هغه په وینا... Читать дальше...
نن د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین تطبیقولو کمپاین پیل شو. د افغانستان عامې روغتیا وزارت دغه کمپاین نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۰۹» له خپلو نړیوالو مرستندویه ادارو او د خصوصي سکټور په همکارۍ پیل کړ. دغه وزارت د سږ میلادي کال له پیل تر دمګرۍ د ګوزڼ د دوهم ډول تازه پېښو د ثبتېدو خبره هم کوي. د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح په کابل کې په دې اړه جوړې شوې یوې خبري ناستې ته وویل چې دا کمپاین به ۳۲ ولایتونو کې پلی شي او په خبرهیې پاتې دوو ولایتونو ته د نا امنیو له امله دغه واکسین نهشي رسېدلی. Читать дальше...
د اسیا زړه استانبول پروسې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نهمه غونډه په تاجکستان کې پیل شوه. افغان ولسمشر اشرف غني په دې غونډه کې د ګډون لپاره نن دوشنبې ته ورسېد. جزئيات په دې راپور کې.
د اسیا زړه استانبول پروسې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نهمه غونډه په تاجکستان کې پیل شوه. افغان ولسمشر اشرف غني په دې غونډه کې د ګډون لپاره نن دوشنبې ته ورسېد. جزئيات په دې راپور کې.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې په جګړه کې ښکېلې خواوې د بشر حقونو له نړیوالو اصولو نه په سرغړونو تورن کړي دي. د دغه کمېسیون په باور د جګړې قوانین، په تېره د ملکیانو او ښځو خوندیتوب نهرعایت کېږي او ښځې او ماشومان د روانې جګړې اصلي قربانیان ګڼي. د یاد کمېسیون د رسمي شمېرو له مخې په تېر یوه کال کې ۸۴۷ ښځې او ۲۰۱۹ ماشومان د جګړو قرباني شوي دي. د یاد کمېسیون ویاند ذبیحالله فرهنګ له حکومت او طالبانو وغوښتل چې د ښځو او ماشومانو د قرباني کېدو د مخنیوي لپاره ژر تر ژره اوربند وکړي. Читать дальше...
د کندهار چارواکي په دې ولایت کې د زعفرانو د کښت د زیاتوالي خبر ورکوي. د کندهار د کرنې او مالدارۍ رئیس حفیظالله سعیدي ازادي راډیو ته وویل، د کندهار اقلیم د زعفرانو کرکېلې ته ډېر مناسب دی او زعفرانو یې هم لکه د هرات د زعفرانو په څېر ښه نتیجه ورکړې ده. د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکی شبیر احمد لومړنی کروندګر دی چې د لومړي ځل لپارهیې نهه کاله مخکې په خپله ځمکه کې زعفران کرلي. نوموړي ازادي راډیو ته وویل، د زعفرانو د کښت لګښت کم، خو عاید یې زیات دی او هم د کوکنارو یو ښه بدیل دی. ښاغلی شبیر احمد زیاتوي... Читать дальше...
د چک جمهوریت ملیاردر پټر کیلنر د امریکا په الاسکا ایالت کې د هلیکوپټر د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو. ۵۶ کلن کیلنر د فوربیس مجلې په حواله د نړۍ ۶۸م شتمن کس و چې دې مجلې یې شتمني ۱۷ نیم ملیارده ډالره اټکل کړې ده. د الاسکا ایالت چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې چې تر اوسهیې علت نهدی روښانه شوی، له کیلنر سره څلور نور کسان هم مړه شوي او یو ژوندی پاتې شوی چې وضعیتیې خطرناک دی. کیلنر په ۱۹۹۱ کال دوه کاله وروسته له هغې چې په پخوانۍ چکسلواکیا کې کمونېستي رژیم ړنګ شو، د کاپي ماشینونو د پلورلو سوداګري... Читать дальше...
د سویس کانال مشر اسامه ربیع وایي، د دوی هغه بېړۍ چې له څو ورځو راهیسې په سویس کانال کې بنده ده، اوسیې یوه برخه خلاصه شوې. له دې سره هیلې زیاتې شوي چې د بېړیو د تګ راتګ دغه مهمه لاره به بېرته خلاصه شي، خو نهدي ویل شوي چې په کومه ورځ. دا بېړۍ چې زرګونه کانتینر پهکې بار دي او ۴۰۰ متره اوږدوالی او ۵۹ متره بر لري شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د مارچ په ۲۳مه په دې کانال کې بنده پاته شوه، له دې سره هغه سمندري لاره وتړل شوه چې د نړۍ له درېیو یوه برخه تېل ترې تېرېږي. والسټریت ژورنال ورځپاڼې د مسؤلو چارواکو... Читать дальше...
جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي، تاجکستان په افغانستان کې د هر څه ژر اوربند ټینګېدو ملاتړ کوي. ښاغلی غني نن سهار د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د اسیا زړه-استنابول پروسې کنفرانس کې د ګډون په هدف دوشنبې ته تللی او دا خبرهیې له خپل تاجک سیال سره له لیدنې وروسته کړې. هغه ویلي، د تاجکستان دا غوښتنه طالبانو او ملاتړو تهیې روښانه پیغام دی. د اسیا زړه-استانبول پروسې نهم کنفرانس نن په تاجکستان کې پیل شو. دا کنفرانس به دوه ورځې وي او کوربهتوب یې د افغانستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر غاړه دی. Читать дальше...
افغان پېژندل شوی سندرغاړی اکبر نېکزاد د ۵۵ کلنو په عمر په جلا وطنۍ کې په جرمني کې ومړ. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، نوموړی په کرونا ویروس اخته شوی و. خو اکبر نېکزاد څوک و؟ اکبر نېکزاد، د خپل عمر ډېره برخه د افغان موسیقي لپاره کار وکړ. نېکزاد په ۱۳۴۵ لمریز کال په کابل کې وزېږېد. پلازمېنه کې یې ښوونځی ولوست او د دري ادبیاتو په برخه کې یې لوړې زدهکړې وکړې. نوموړي له زدهکړو سره هممهاله سندرې هم ویلې. هغه د افغانستان یو له نوموتو سندرغاړو څخه و او د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزیون په ارشیف کې ډېرې سندرې لري. Читать дальше...
اور وژونکي لا هم د اندونیزیا د تېلو تر ټولو لوی تصفیه ځای کې د لګېدلي اور د مړه کولو هڅه کوي. دغه اور د تېرې شپې په نیمايي کې د بالونګان په تصفیه ځای کې چې د تېلو دولتي کمپنۍ یې چلوي لګېدلی دی. چارواکي وايي، پنځه کسان په روغتون کې بستر شوي چې سوځېدنې یې جدي دي او ۱۵ نور سطحاً سوځېدلي دي. له نږدې کلي څخه سلګونه اوسېدونکي نورو ځایونو ته لېږدول شوي دي. د تېلو دغه تصفیه ځای چې د پلازمېنې جاکارتا د ختیځ په ۲۰۰ کیلومترۍ کې دی، د ورځې یو لک او ۲،۵۰۰۰ بېرله تېل تصفیه کوي.
صبح کابل صبح کابل ورځپاڼې لیکلي، له بهرنیو څخه کورنیو ځواکونو ته د واک د لېږد پر مهال د سیمهییزو پولیسو جوړول د افغان حکومت مهمه ستراتېژي وه چې دا مهالیې ګڼې اندېښنې راپورته کړي او د دې وېره شته چې دغه سیمهییز پولیس به د کورنۍ جګړې لامل شي. وړاندې راغلي، که څه هم اړوند دولتي چارواکي د ملېشو یا اربکیو ځواکونو جوړول د سیمې د امنیت خوندیتوب او د افغان ځواکونو پیاوړتیا بولي، خو سیمهییز خلک د دغو ځواکونو له شتون څخه شکایت لري. د لیکوال په وینا چې د افغانستان په نا امنیو کې خپله د حکومت ناکامې... Читать дальше...
ټاکل شوې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن د ملګرو ملتونو له چارواکو سره له نړیوالو ادارو سره د امریکا د همکارۍ د بیا پیل پر موضوع خبرې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، بلېنکن به په انلاین ډول په دې غونډو کې د نړۍ له لویو چلنجونو سره د مقابلې لپاره د څو اړخیز سیستم له لارې کار کولو ته د امریکا پر تعهد ټینګار وکړي. د اعلامیې له مخې د بهرنیو چارو وزیر به د پاریس له تړون او د روغتیا له نړیوال سازمان سره بېرته د یوځای کېدو ترڅنګ د ملګرو ملتونو په... Читать дальше...
په انګلستان کې نن دوشنبه د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو بندیزونو کمولو دوهم پړاو عملي کېږي. د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون بیا هم له خلکو د احتیاط غوښتنه کړې او ویلي یې دي، د اروپا په نورو برخو کې د دغه ویروس د مثبتو پېښو زیاتوالی او د ویروس نوې بڼه لا هم یو ګواښ ګڼل کېږي. په انګلستان کې پر کور د پاتې کېدو امر په داسې حال کې نرمېږي چې بهر تر شپږو کسانو او په کورونو کې دننه تر دوو زیات کسان نهشي سره یوځای کېدای. دا تازه مقررات به د سپورټ اماتور ټیمونو ته زمینه برابره کړي چې د تېنس، ګولف... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د استخباراتي مسؤل د نیول کېدو ادعا وکړه. دغه وزارت نن په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي چې د شفیقالله په نوم د طالبانو استخباراتي مسؤل په شېرزادو ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې له دوو نورو مشکوکو کسانو سره یوځای نیول شوی دی. د عملیاتو د دقیقې نېټې په اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي. وسلهوالو طالبانو لا د دې موضوع په اړه رسماً څرګندونې نهدي کړي.
هېل هېل ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن پر تازه څرګندونو لیکنه خپره کړې چې له شکونو سره مخامخې شوې دي. جو بایډن تر ولسمشر کېدو وروسته تېره پنجشنبه په خپل لومړي خبري کنفرانس کې وویل چې له افغانستانه به خپل پوځیان وباسي، خو دا پوښتنه لا هم پر ځای پاتې ده، چې کله؟ هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې امریکايي ځواکونه به راتلونکی میلادي کال هم په افغانستان کې پاتې وي؟ وویل داسې فکر نهکوي. هېل ورځپاڼې لیکلي، تر دې مخکې هم دغه ډول څرګندونې... Читать дальше...
د نړۍ د نورو رهبرانو ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن هم د برما د پوځ لهخوا د وژونکي ځواک کارول وغندل. له کله چې د برما پوځ پر قدرت منګولې خښې کړي او پر کودتا ضد مظاهرهچیانو یې تاوتریخجن فشارونه راوستلي، تېره شنبه تر ۹۰ د زیاتو کسانو د وژل کېدلو له کبله یوه خونړۍ ورځ وه. ولسمشر بایډن پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، دا وحشتناکه او غوسه پاروونکې پېښه ده. اروپايي ټولنې هم په برما کې د مظاهرهچیانو په وړاندې شوی تاوتریخوالی غندلی او د نهمنلو وړ یې بللی دی. دا عکسالعملونه... Читать дальше...
په پاکستان کې ځیني سیاستوال او فعالان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر او یو شمېر غړو نیول پاروونکی او ناقانونه کار بولي. پخوانی سناتور او د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا مشر افراسیاب خټک ازادي راډیو ته وویل چې د منظور پشتین نیول به لا پښتانه ځوانان سره متحده کړي او د ده په خبره د پاکستان حکومت به له سخت عکسالعمل سره مخ شي. ښاغلی خټک زیاتوي: "د پي ټي اېم مشر منظور پښتون او د هغه د ملګرو محسن داوړ او نورو کسانو نیول کېدل د غندنې وړ قدم دی. دا غیر قانوني قدم دی. اساسي قانون یا ایین کې د موجودو ازادیو... Читать дальше...
کوسوو ته تازه د 'کووېډ-۱۹' واکسینونه ورسېدل. دا په اروپا کې وروستی هېواد دی چې واکسین ور رسېږي. دغه هېواد د کوواکس پروګرام په چوکاټ کې د استرازینیکا کمپنۍ تولید شوي ۲۴ زره دوزه واکسینونه یکشنبه ناوخته ترلاسه کړل. د کوسوو صدراعظم البین کورټي وویل چې حکومت بهیې سمدستي د واکسین لګولو چارې پیل کړي. هغه زیاته کړه چې کوسوو شتمن هېواد نهدی، نو ځکه نړیوالو مرستو په تېره بیا د امریکا او اروپايي ټولنې لاسنیوي ته اړتیا لري څو د دې وژونکي ویروس په وړاندې مبارزه وکړي. واشنګتن او بروکسل د کوواکس په نوم د واکسین د توزېع د پروګرام اصلي تمویلوونکي دي. Читать дальше...
په اندونیزیا کې دوو ځانمرګو بریدګرو شاوخوا ۲۰ تنه عبادت کوونکي په یوه لویه کلیسا کې ټپیان کړي دي. د اندونیزیا د پولیسو مشر جنرال لیستیو سیګیت پراباوو ویلي چې بریدګر ښايي د اسلامي دولت ډلې د ملاتړي ګروپ جماعة انشاروت توحيد غړي وو. پېښه یکشنبه د اندونیزیا په ماکاسار ښار کې هغه وخت شوې چې یوه ډله مسیحیان د سپېڅلې اوونۍ یا پاک اختر د پیل په پار سره غونډ شوي وو. سیمهییزو چارواکو ویلي بریدګر کله چې د ساتونکو له ممناعت سره مخ شول له کلیسا دباندې یې برید ترسره کړ. په ټپيیانو کې د کلیسا ساتونکي هم شامل دي. Читать дальше...
پولیسو د پاکستان په شمال لوېدیځ ایالت خېبر پښتونخوا کې د زرګونه لاریونوالو مخه نیولې ده. د جانيخېلو شاوخوا ۳ زره اوسېدونکي په داسې حال کې چې د څلورو وژل شویو ځوانانوي مړي هم ورسره دي سړکونو ته وتلي دي. دا څلور مړي یوه اوونۍ مخکې له جانيخېلو پیدا شوي. د وژل شویو کسانو کورنیو ویلي چې د خپلو زامنو په بدنونو یې د ربړونې نښې نښانې لیدلي. دا زلمیان درې اوونۍ وړاندې له خپلو کورونو د مارغانو په ښکار پسې وتلي وو. لاریونوال وایي د پولیسو له ممانعت سربېره به اسلاماباد ته ځانونه رسوي او هلته به لویه مظاهره کوي. Читать дальше...