Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2021

Новости за 27.03.2021

Pa.azadiradio.com 

ورزشکاران چې د سولې پیغام رسولو لپاره مبارزه کوي

په ننګرهار کې د کراتې لوبغاړو د خپلو سیالیو له لاري غواړي د سولې غوښتنې پیغام د نورو تر غوږونو وروسوي.   دا سیالۍ د افغانستان د تکواندو کارانو د انجمن له خوا په جلال اباد کې ترسره شوې.   نور په دې راپور کې وګورئ او له دوستانو سره یې هم شریک کړئ.

Pa.azadiradio.com 

ځانګړی: د روسیې پنځوس سلنه تیل څنګه غلا کیږي؟

د ازادي راډیو/ ازادې اروپا راډیو روسي څانګې په یوه څېړنه کې موندلې چې د روسیې نژدې پنځوس سلنه ناخالص تیل له استخراج وروسته غلا کیږي. په دې څېړنه کې روښانه شوې چې دولتي چارواکي او خصوصي شرکتونه د روسیې د اقتصاد ددې مهمې سرچینې په غلا کې رول لري، تر دې حده چې همدا جنایتکارې ډلې په بازار کې د تیلو بیه ټاکي.

Pa.azadiradio.com 

شباب: د ناوړه دودونو د ختمولو په خاطر  ويډيويي ډرامې جوړوم

د ازادي راډيويي مجلې د دې اوونۍ په خپرونه کې شاعر او لیکوال عبدالغفور لېوال د اسطورو په اړه راته غږېږي. د جرس ادبي جرګې غړی امان افریدی په کراچۍ کې د ادبي فعالیتونو په اړه معلومات راکوي. د افغانستان په جنوب کې د موسیقي د یوې مشهورې الې په اړه راپور لرو. او له ځوان ممثل شفیع الله شباب سره مرکه لرو چې وايي، د ناوړه دودونو د ختمولو په خاطر لنډې ویډيويي ډرامې جوړوي. دا پروګرام د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: جوړونکی: همایون هېواد

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: عليپور او وسله وال یې 'ترهګر' دي، پر وړاندې یې عملیات روان دي

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست په بهسودو ولسوالۍ کې د عبدالغني عليپور پر وړاندې د عملیاتو پر دوام ټینګار کوي او وايي چې عليپور او وسله وال یې ترهګر دي. د ملي دفاع سرپرست وزیر یاسین ضیا د شنبې (د وري ۷مه) په ورځ د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په یوې خبري ناسته کې وویل، هر هغه ډله چې د دولت پر وړاندې ودریږي او ګډوډي رامنځته کړي ترهګر دي او باید له منځه ولاړ شي. ښاغلي ضیا زیاته کړه: "زموږ عملیات چې په بهسودو کې پیل شوي اوس هم دوام لري، زموږ عملیات د هغه ډلې پر وړاندې دي چې په بهسودو ولسوالۍ کې یې زموږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ هند له انګلستانه لوبه وګټله

د انګلستان او هند ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه د هند په پونه ښار کې د هندوستان په بریا ترسره شوه. انګلستان یو ځل بیا د ټاس په ګټلو سره د توپوهنې بلنه هند ته ورکړه، هند په ۵۰ اوورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۳۶ منډې وکړې او انګلستان ته یې ۳۳۷ منډې هدف ورکړ. خو انګلستان د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۳ اعشاریه ۳ اوورونو کې هدف مات کړ او لوبه یې په ۶ وېکټو وګټله. دغه لوبه چې تېره ورځ ماښام ترسره شوه، د لوبې غوره لوبغاړی جاني بېرسټو وپېژندل شو. دواړه لوبډلې درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ ترسره کوي.

Pa.azadiradio.com 

هرات کې د کانفو لوبې ټاکنیزې سیالۍ وشوې

په هرات کې نن شنبه (د وري ۷مه) د کانفو لوبې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې. د کانفو فدراسیون رئیس احمد فیضي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې ۱۲۰ لوبغاړو ګډون کړی وو. نوموړي وویل چې سیالۍ د یوې ورځې لپاره په اتو کټګوریو کې د ١٢ کلپونو ترمنځ وشوې. سیالۍ د ځوانانو ، تنکیو ځوانانو او لویانو ترمنځ وشوې. ښاغلی فیضي وایي، د دې لوبو هدف د کمال خان بند له پرانېستې هرکلی او د غوره لوبغاړو ټاکل وو.

Pa.azadiradio.com 

د جوجیتسو لوبه؛ افغانستان نړیوالو سیالیو کې دوهم مقام خپل کړ

د افغانستان د جوجیتسو لوبډلې په انلاین نړېوالو سیالیو کې دوهم مقام خپل کړ. د دغه فدراسیون رئیس محمد صابري نن شنبه (د وري ۷مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ چې شپږ ورځې وړاندې په انلاین ډول د 'چین، امریکا، ایران، بنګله دیش، بلغاریا، ارجنټاین، مراکش او افغانستان' ترمنځ پیل شوې وې، نن پای ته ورسېدې. ښاغلی صابري وایي، دغه سیالۍ د جوجیتسو نړیوال فدراسیون له خوا رهبري کېدې. نوموړي وویل، یادو سیالیو کې مراکش لومړی افغانستان دوهم او ایران درېیم ځای خپل کړ.

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا: بایډن د توغندیو د ازموینې په غندلو سره ناسم ګام واخېست 

د شمالي کوریا یو جګ پوړی چارواکی وايي، د امریکا ولسمشر جوبایډن د پیونګ یانګ د توغندیو د ازموینې په غندلو سره لومړی ناسم ګام واخېست.  ولسمشر بایډن د پنجشنبې په ورځ په خپل لومړني خبري کنفرانس کې وویل چې دا ازموینه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سرغړونه ده.  د شمالي کوریا د دولتي خبري آژانس د راپور له مخې د مارچ د ۲۴مې نېټې د توغندیو د ازموینې مسوول ري پیونګ چوی نن په یوه بیان کې وویل چې د متحدو ایالتونو نوې ادارې په څرګنده ناسم ګام پورته کړ. په بیان کې راغلي چې دا څرګندونې پاروونکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرپرست دفاع وزیر جنرال یاسین ضیا: ملي اردو په علیپور پسې ده

افغان چارواکو نن شنبه (د وري ۷مه) د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د عبدالغني علیپور په مشرۍ د خپلسرو وسله والو پرضد د عملیاتو د دوهم پړاو د پیل خبر ورکړ.  لوی درستیز او سرپرست دفاع وزیر جنرال یاسین ضیا د امنیتي سکتور له مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، ملي اردو په علیپور پسې ده: "موږ په خپل مدعي او دښمن پسې په هرځای او هره بیه چې وي ځو. دا عملیات د کومې ساحې یا سیمې لپاره ځانګړي نه دي. علیپور یو غل او شوکمار دی چې اوس له سیمې تری تم شوی. هغه به یا تښتېدلی وي یا به پټ شوی وي خو موږ به یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې غونډې ته د افغان چارواکو چمتوالی؛ محب: له تازه طرحې سره ورځو

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، د افغان سولې په اړه د ترکیې کنفرانس ته چمتوالی روان دی او اوس کنفرانس ته په اجنډا بحث کېږي. حمد الله محب د شنبې (د وري ۷مه) په ورځ د امنیت شورا له غونډې وروسته د امنیتي مسوولینو ګډې امنیتي ناستې ته وویل، په کور دننه به ټولې طرحې سره شریکېږي او یوه طرحه به ورنه جوړېږي . محب زیاته کړه:"که د جمهوریت په استازوالۍ د ملي مصالحې عالي شورا، مذاکراتي پلاوی او یا هم د دولت استازي خبرې کوي ټوله یوه خبره ده، هر شی چې وړاندې کېږي، هغه به د ټولو په استازوالۍ وړاندې کېږي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"د 'شاه و عروس' او 'شورابک' بندونو د جوړېدو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي"

له کمال خان بند وروسته د شاه و عروس او شورابک بندونو د کار د بشپړېدو زیرۍ. د افغانستان د اوبو د چارو تنظیم ملي اداره وايي، د دغو بندونو د جوړېدو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي دي. د دې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک ازادي راډيو ته وویل، افغانان اوس د خپلو اوبو د مهارولو توان لري: "د کمال خان بند چې د افغانستان یو له سترو لاسته راوړنو څخه دی، ګټې اخېستنې ته وسپارل شو، له دې وروسته د شورابک او شاه او عروس بندونه دي چې د جوړېدو چارې یې ۹۹ سلنه پای ته رسیدلي او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. " د ښاغلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برما کې خونړۍ ورځ؛ ۱۹ مظاهره چیان په ډزو وژل شوي

د برما په دوهم لوی ښار ماندالي کې پر مظاهره چیانو د حاکم پوځي نظام له خوا د ډزو یوه صحنه تاوتریخجنه ښکاري.  هغه ویډیو چې د فرانسې خبري اژانس خپره کړې، صحنې یې زړه بوږنونکې دي.  په دې صحنه کې لږ تر لږه دوه تنه لیدل کېږي چې په ظاهراً د ډزو له کبله پرځمکه لوېږي، خو نه ښکاري چې ډزې څوک کوي؟ د فرانسې خبري اژانس د میانمار د بیړنیو چارو د مسولینو او عیني شاهدانو په حواله ویلي، نن د شنبې په ورځ په برما کې لږترلږه ۱۹ کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.  دا د فبروري میاشتې له پيله د برما د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرونا: یو شمېر زده کوونکي: ښوونځیو کې روغتیایي تدابیرو ته پاملرنه نه کېږي

د افغانستان په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال په پیل سره، یو شمېر زده کوونکي وایي چې ښوونځیو کې روغتیایي تدابیرو ته پاملرنه نه کېږي. ‎د هېواد له ځینو ولایتونو یو شمېر زده کوونکو ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې ښوونځیو کې نه ماسکونه اچول کېږي، نه ټولنیز واټن په پام کې نیول کېږي او نه هم نورې روغتیایي لارښوونې په پام کې نیول کېږي. ‎فهیم الله له پکتیا او بصیر احمد له کابله ازادي راډیو ته وویل: "د حکومت له لوري هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول تدابیر نشته، یوازې هغه کسان چې ښه مالي امکانات لري له ځان سره ماسک او سنیټایزر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'افغان تاتاران' د خپل هېر شوي هویت د بیا موندنو په هڅه کې!

د افغانستان تاتارانو له سلګونو کلونو را وروسته د خپل هېر شوي هویت د بیاموندنې هڅې پیل کړي دي.  په کابل کې د افغانستان د تاتارانو کلتوري بنسټ ازادي راډیو ته ویلي، هڅه کوي څو د هېواد په ګوټ -ګوټ کې افغان تاتاران له خپل هېر شوي فرهنګ سره اشنا کړي او دغه هېواد کې د تاتاري ژبې د احیا زمینه برابره کړي.  یاد بنسټ په همدې موخه د روسیې د تاتارستان له جمهوریت سره هم اړیکې نیولي دي.  د دغه بنسټ مشر ذبیح الله تاتار وايي چې د افغانستان تاتاران په ۱۲۱۹ میلادي کال کې کله چې خوارزم شاهان په خراسان کې واکمن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غزني او پکتیکا اشروال: د سردې خړې غونډۍ زرغونوو

د غزني او پکتیکا اوسېدونکو د دغه ولایتونو په ګډه سیمه سردې بند کې د نیالګیو اشر پیل کړی او وايي، دغه اشر یې د ازادي راډیو له هغه راپور وروسته پیل کړ چې د غزني او پکتیکا ولایتونو ولسونه غواړي د سردې بند دې ملي پارک شي.   دوی دې برخه کې د دواړو ولایتونو له محلي ادارو ادارو څخه د مرستې غوښته کوي.  د دوی په وینا، دلته اوبه پرېمانه، خاوره یې زرخېزه، هوا یې ښکلې او ځوانان یې خواریکښ دي، خو بیا هم دغه سیمه سپېره پاتې ده.  د غزني ولایت ټولنیز فعال یعقوب سالم وايي، که دغه کار وشي، سیمه به زرغونه شي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو چارواکي: طالبانو له ۱۱ برمته کسانو څخه ۴ خوشې کړل

د  میدان وردګو چارواکي ادعا کوي چې طالبانو یوولس ملکیان برمته کړي دي.   د میدان وردګو د امنیه قوماندانۍ ویاند حاجي محمد هوفیاني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې ځینې برمته کسان بېرته خوشې شوي دي: "طالبانو تقریبا یوولس کسان د جلریز ولسوالۍ او مرکز میدانښار ترمنځ لاره کې کښته کړي وو چې وروسته یې څلور کسان بېرته خوشي کړي دي." ښاغلی هوفیاني وايي، دا ملکي وګړو دوه اوونۍ مخکې برمته شوي وو، خو د ده په وینا یو شمېر یې تر اوسه هم له طالبانو سره دي.

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د دفاع مرستیال وزیر برما کې جوړ شوي پرېډ کې برخه واخېسته

د روسیې د دفاع مرستیال وزیر نن د مارچ په ۲۷مه نېټه د میانمار د وسله والو ځواکونو د ځانګړې ورځې په مناسبت په جوړ شوي پرېډ کې برخه واخېسته.  د میانمار یا برما د پوځي حکومت د واکمنې ډلې مشر جنرال مین اونګ هلاینګ د دې ورځې په مناسبت د وینا پر مهال روسیه د میانمر نژدې ملګرې وبلله.  هغه په دې ټلوېزیوني وینا کې همدا راز د انتخاباتو د ترسره کولو ژمنه وکړه.  د روسیې مرستیال دفاع وزیر الکساندر فومین له مین اونګ هلاینګ سره له لیدنې وروسته په پوځي پرېډ کې برخه واخېسته.  په میانمار کې د فبروري د لومړۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګډ ګواښ؛ ارګ وايي طالبانو لا هم القاعده شبکې سره اړيکې نه دي پرې کړي

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې ته ډېر وخت نه دی پاتې، خو د امریکا نوې ادارې او متحدانو یې یوه خوله پرېکړه نه ده کړې او په دې اړه هر ډول تصمیم دوی ته اندېښنو سره مل دی. تازه نیويارک ټايمز ورځپاڼې ويلي چې د امریکا استخباراتي ادارو د جوبایډن ادارې ته ویلي دي، که امریکایي ځواکونه مخکې تر دې چې له افغانستانه ووځي او یو ګډ حکومت جوړ شي، ښایي طالبان په دوو- درېیو کلونو کې افغانستان ونیسي. دغې ورځپاڼې دا خبر د یو شمېر چارواکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه چې ۲۰۰ کورنۍ به ترې برخمنې شي  

په پکتیا  ولایت کې دوه سوه کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شوې. د پکتیا والي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د څه باندې ۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو رسولو یو شبکه جوړه شوه.   د منګل په وینا د اوبو رسولو دغه شبکه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د اوبو رسونې او روغتیا ساتنې برنامې له لوري د دې ولسوالۍ په سکندرخېلو کلي کې جوړه شوې او پرې درې مېلیونه  (۳۳۱۲۸۲۳) افغانۍ لګښت راغلی.  په دې پروژه کې یوه د اوبو ژوره څاه ، ۷۵ نلکۍ، یوه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرونا؛ برازیل ۲ ډوله واکسینونه معرفي کړل چې یوه ورځ کې یې ۳۶۵۰ تنه مړل شول

برازیل پرون جمعه (د وري ۶مه) داسې مهال د کرونا ضد دوه کورني واکسینونه معرفي کړل چې دغه هېواد کې په همدې ورځ ۳۶۵۰ کرونایي ناروغان مړه شول.  د جنوبي امریکا دغه هېواد کې وړمه ورځ، د مارچ په ۲۵مه د کرونا مثبتې پېښې هم ۱۰۰۱۵۸ وې چې دا ثبت د ریکارډ تر کچې یا تر نورو ورځو لوړ ګڼل شوی دی.  دې لوړو ارقامو ته په کتو، برازیل دا مهال د کرونا ویروس د خپرېدو په نړیوال مرکز بدل شوی دی.  برازیل کې تر اوسه څه باندې درې لکه کسان په کرونا مړه شوي دي، دا د نړۍ په کچه له امریکا وروسته دوهم هېواد دی چې له دې اړخه ډېره مړینه په کې رامنځته شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کونړ چارواکي: دانګام کې د طالبانو د محبس مشر نيول شوى

حکومتي مسولين وايي، د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو د محبس مشر نيولى دی.  د کونړ والي محمد اقبال سعيد ازادي راديو ته وويل، په غازي اباد ولسوالۍ کې د طالبانو د يو مهم قوماندان ورور او په ياده ولسوالۍ کې يې د محبس مسول ملک جان نيولى دی.  والي وويل، ملک جان له پاکستانه تازه د دانګام ولسوالۍ ته راغلى و چې په وینا یې غوښتل چې د ښځو جامو او چادرې کې خپلې ولسوالۍ ته لاړ شي، خو په دانګام کې د ملي امنيت ځواکونو  ونيوه.  ملي امنيت د ملک جان په ګډون پنځه تنه رسنيو ته وښودل چې د چارواکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هلمند چارواکي: د سنګین امنیه قوماندان له ۲ ساتونکو سره ووژل شو

د هلمند امنیه قومانداني په یوه نښته کې د سنګین ولسوالۍ د امنیه قوماندان عبدالمحمد سروري د وژل کېدو خبر ورکوي.  د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد زمان همدرد نن شنبه (د وري ۷مه) ازادي راډيو ته وویل چې سروري تېره شپه له طالبانو سره د جګړې پر مهال ووژل شو: "دښمن د سنګین ولسوالۍ پر ۶۱۱ شاهراه کنډک تهاجمي برید وکړ چې له بده مرغه دې نښته کې د سنګین ولسوالۍ امنیه قوماندان په ګډون درې پولیس شهیدان شوي او دوه ټپیان دي."  ښاغلي همدرد په بېګانۍ نښته کې د پنځلسو طالبانو د وژل کېدو او د دې ډلې د اوو نورو وسله والو د ټپي کېدو ادعا هم وکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا او اروپایي ټولنه: روسیه دې ناوالنۍ سمدستي خوشې کړي

د امریکا متحد ایالاتونو او اروپایي ټولنې یو ځل بیا له روسیې وغوښتل چې الکسي ناوالنۍ سمدستي خوشې کړي.  دا غوښتنه وروسته تردې وشوه چې د روسیې د اپوزسیون دې زنداني وویل، د ملا سخت درد لري او د زندان چارواکي یې غم نه خوري.  څلور څلویښت کلن ناوالنۍ پرون جمعه (د وري ۶مه) په انسټاګرام کې دا هم ولیکل چې پخوانیو بندیانو ورته ویلي دي چې په دې زندان کې ناروغي د مرګ په معنی ده.  د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پراېس په ټویټر کې لیکلي دي چې په زندان کې د ناوالنۍ د روغتیا د خرابېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوېس کانال کې د بندې پاتې بېړۍ د را ایستلو وروستۍ هڅه!

د سویس په کانال کې د بندې پاتې بېړۍ کمپنۍ وایي چې نن شنبه (د وري ۷مه) به د اوبو د لوړ مدو جزر په مرسته هڅه وشي چې دا کښتۍ را وایستل شي.  دا بېړۍ د شویي کیسین کې کې جاپاني شرکت ده چې د مارچ په ۲۳مه په کانال کې بنده شوه او دا لاره یې چې هره ورځ پرې د نړۍ له درېیو یوه برخه تیل تیریږي، بنده کړه.  د دې جاپاني شرکت رئیس یوکیتو هیګاکي وویل، که نننۍ هڅه بریالۍ نه شوه، نو بیا به هڅه وکړي چې د بېړۍ بار ښکته کړي.  د سویس د کانال رئیس اسامه ربیع وویل، که فشار زیات کړو دا وېره شته چې کښتۍ ټوټه ټوټه شي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلاروس د یورو ویژن د سندرو له سیالیو لېرې شو

د یورو وېژن د سندرو له مسابقو بلاروس حذف شو. د بلاروس له لوري د دې میاشتې په پیل کې دې سیالیو ته د ګلاسي زمیتا ډلې وړاندې شوې سندره رد شوه، د دې سندرې نوم و 'زه به یې در زده کړم' او په شعر کې یې راغلي و چې 'زه به دا در وښیم چې څرنګه نغمې ته وناڅې"  پر دې شعر اعتراض وشو چې دا د بلاروس د مستبد مشر الکساندر لوکاشېنکا پر ضد پر مظاهرو د ملنډو لپاره ویل شوی دی.  د اروپایي خپرونو ټولنې بلاروس ته بل چانس ورکړ چې خپله سندره د مارچ تر ۲۶مې ور ولېږي، خو دا نېټه تېره شوه او اوس دا ټولنه وایي چې بلاروس به... Читать дальше...


Песков: Путин направил семье Чилингарова телеграмму с соболезнованиями

На перенесённом из-за теракта концерте «Пикника» усилили контроль

«Спорт-Экспресс»: Игры дружбы могут перенести на 2025 год

Рассказ про зятя. Хоть и не про котиков, но тож смешной



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Молюсь за Байдена

ВКС России нанесли удар по двум местам базирования боевиков в Сирии

Фильм «Мой любимый чемпион» показали в павильоне «Роснефти» на ВДНХ в Москве

Москва и Дамаск близки к долгожданной победе в Сирии, а Турция и США могут испытать горечь поражения.

Музыкальные новости

Новости фармацевтики в России и в мире

«Заставлял Костомарова мыть свою машину, чтоб потом он на ней покатался по парковке!» Илья Авербух рассказал о дружбе с Романом Костомаровым в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3

«Она ведь была в прямом смысле нашей няней» // В Москве простились с актрисой Анастасией Заворотнюк

«Райский цветник» Бакиханова и азербайджанские фальсификации. ВИДЕО

Новости России

На перенесённом из-за теракта концерте «Пикника» усилили контроль

Москвичей предупредили о грозе с градом вечером 1 июня

В Москве отметили День Независимости Азербайджана

Песков: Путин направил семье Чилингарова телеграмму с соболезнованиями

Экология в России и мире

Пять морей и одно озеро: в России создадут новые круглогодичные курорты - стали известны подробности

Бесплатные ежедневные тренировки от сети фитнес-клубов Spirit. Fitness в парке Горького/Музеон

AlfaBiom выпустили на рынок России БАД с красным ферментированным рисом

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты

Спорт в России и мире

Кецманович отказался от борьбы в игре с Медведевым на "Ролан Гаррос"

Россиянин Котов уступил итальянцу Синнеру в третьем круге "Ролан Гаррос"

Азаренко не смогла выйти в 1/16 финала открытого чемпионата Франции по теннису

Вице-президент ФТР Селиваненко: у Рублева не пошла игра с Арнальди

Moscow.media

Российские топ-компании получили предложение привезти на ПМЭФ Канье Уэста...за $1 млн

Выгодно ли покупать квартиру в новостройке?

Экс-редактор Comnews присоединился к команде iTrend

НА ДЕТСКОМ ФЕСТИВАЛЕ ИСКУССТВ «НЕБО» СОСТОИТСЯ 5 ПРЕМЬЕР И ПОКАЖУТ НОВИНКИ ОТ ВЕДУЩИХ МОСКОВСКИХ ТЕАТРОВ







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *