Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2021

Новости за 11.03.2021

Pa.azadiradio.com 

د سولې نړیوال ائتلاف: امریکا دې د افغان ښځو ازادۍ د سیاسي مصلحتونو قرباني نه‌کوي

د سولې لپاره جوړ شوی نړیوال ائتلاف د امریکا له دولته غواړي چې د افغانستان د ښځو ترلاسه شوې ازادۍ دې د سیاسي مصلحتونو قرباني نه‌کړي.  دغه ائتلاف وايي، په جدي توګه اندېښمنه ده چې د سولې بین‌الافغاني بهیر لپاره د امریکا هڅې د ښځو حقونو لومړیتوب او د دوی معنی لرونکی مشارکت په پام کې نه‌دی نیولی. دغه ائتلاف د افغانستان د سولې لپاره د امریکا هڅې بې‌ګټې ګڼي او د امریکا له کانګرس نه غواړي چې د افغانستان سولې بهیر له نږدې وڅاري. د دوی په وینا، د بایډن د دولت نوې وړاندې کړې نقشې د افغانستان د سولې بهیر ټکنی کړی چې د ښځو حقونه په‌کې څنډې ته کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پرېوتی بودا، د صلصال او شمامې د نړيدو تراژيدي

په باميانو کې د بودا د مجسمو د نړيدو په شلمه کاليزه کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وغوښتل څو ددې لرغونو اثارو د تخريب عاملان د جرمونو نړيواله محکمه محاکمه شي. د بودا مجسمې له نن شل کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ونړول شوې. صلصال او شمامه په افغانستان کې د تر اسلام دمخه دورې تر ټولو ارزښتمن اثار ګڼل کېږي. دا مستند د بودا د مجسمو د نړيدو د څرنګوالي، نړيوالو غبرګونونو او د بيارغونې لپاره يې په شويو هڅو  راڅرخي..

Pa.azadiradio.com 

له ۱۲ کلنو پورته د افغان ښځینه زده‌کوونکو پر ترانې ویلو بندیز غبرګونونه وپارول

‎‎د افغانستان د پوهنې وزارت نوې پرېکړې چې له مخې به‌یې له ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکې ښځینه زده‌کوونکې ترانې نه‌وایي د بشر حقونو څار نړیوال سازمان سختې اندېښنې راپارولې دي. ‎دغه سازمان ویلي، دا پرېکړه د نجونو د فعالیتونو پر وړاندې د بندیزونو لا زیاتوالي ته زمینې برابروي او د افغانستان دولت باید د تاوتریخوالي په دې وضعیت کې محدودیتونه زیات نه‌کړي. د دغه سازمان د اسیا برخې مسؤلې پاترېشیا ګاسمن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۰» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته په دې اړه وویل: "د اندېښنې وړ ده په داسې وضعیت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مریک ګارلنډ د امریکا لویې څارنوالۍ او عدلیې وزارت لپاره تأیید شو

د امریکا سنا جرګې مریک ګارلنډ چې د ولسمشر بایډن له لوري د لویې څارنوالۍ او عدلیې وزارت څوکیو ته نومول شوی و، تأیید کړ. ده پرون د ۳۰ مخالفو رایو په وړاندې په ۷۰ موافقو رایو د سنا جرګې تأیید ترلاسه کړ. د سنا جرګې د اکثریت مشر مچ مک‌کانل د جمهوري‌پال ګوند یو له ۲۰ سناتورانو څخه و چې ۶۸ کلن ګارلنډ ته‌یې مثبته رایه ورکړې. مک‌کانل په ۲۰۱۶ کال د سترې محکمې د رئیس په توګه د ګارلنډ د نومونې مخه نیولې وه.

Pa.azadiradio.com 

یونېسف: تېر یوه کال کې د ماشومانو د ودې او پرمختګ ټولو شاخصونو شاتګ کړی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونېسف نن (پنجشنبه) خبرداری ورکړ چې په تېر یوه کال کې د ماشومانو د ودې او پرمختګ درستو شاخصونو شاتګ کړی او دا چاره به د کوچنیانو او زلمکو پر یوه نسل پاېیدونکی اغېز ولري.  یونېسف دا اعلان پوره یو کال وروسته له دې وکړ چې د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا ویروس نړیواله وبا اعلان کړه.  د یونېسف په وینا په دې یوه کال کې که څه هم کرونا پر ماشومانو مستقیم اغېز نه‌دی کړی، خو ښوونځي بند وو او بې‌وزلي، جبري ودونه او پرېشاني زیاته شوې ده.  د یونېسف عمومي رئیسې هنریتا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اصغر ستانکزي د زېمبابوې په وړاندې دوهمه ټېسټ لوبه کې ۱۶۴ منډې وکړې

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي د زېمبابوې په وړاندې په دوهمه ټېسټ لوبه کې له ۱۶۴ منډو وروسته وسوځېد.  دا اصغر ستانکزي لپاره په ټېسټ لوبه کې یو مهم ریکارډ دی.  د زېمبابوې په وړاندې په روانه مسابقه کې چې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې روانه ده، حشمت‌الله شهیدي هم تر ۱۸۰ ډېرې منډې کړي او لا هم لوبې ته دوام ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

سرچینه: د فاریاب المار ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې

نن پنجشنبه (د کب ۲۱مه) له غرمې مخکې د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلې. د دغه ولایت یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، په دې ولسوالۍ کې ۵۰ تنه امنیتي سرتېري له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو په محاصره کې وو. د سرچینې په وینا تېره ورځ د فاریاب له مرکز میمنې څخه سلګونه مرستندویه سرتېري المار ولسوالۍ ته تللي و څو له محاصره ځواکونو سره مرسته وکړي، خو په ټکو یې نه‌و توانېدلي او بېرته راستانه شوي وو. تر اوسه حکومتي چارواکو رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې یو شمېر مدني فعالانې: ډېرو سختو شرایطو کې مدني فعالیت کوو

په پکتیا کې له تېرو دوو لسیزو وروسته هم لا د ښځو اړوند مدني ټولنې او بنسټونه نه دي تقویه شوي، څو دوی د نورو محرومو نجونو او مېرمنو مدني غږ شي او له بېلابېلو لارو اړونده ادارو او مسولینو ته خپلې ستونزې ورسوي. سږ پکتیا کې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ، په داسې حال کې نمانځل کېږي چې لا هم دې ولایت کې د ښځینه مدني فعالانو شمېر کم دی. په دوی کې ډېرې کمې له ډېرو ستونزو وروسته حاضریږي چې رسنیو سره مرکې وکړي او د خپل او نورو نجونو او مېرمنو د ژوند په تړاو خبرې وکړي. ډاکټر نازدانه له تېرو دوو لسیزو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځېنې کسان ولې بې ځایه په لارو او کوڅو کې ولاړ وي؟

د ازادي راډیو د «کورکلي» اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې  ایا تاسې هم هغو کسانو په تکلیف کړي یاست چې وخت نا وخت په کوڅو کې ولاړ وي او خپلو منځو کې بدې خبرې کوي؟ دغه کار د لارویو او کورنیو په ذهن څومره بد اثر پرېباسي ؟ په دې برخه کې د مسوولو کسانو دنده څه کېدای شي ؟ نن همدا موضوع راخلو چې د راپور تر څنګ د کورنیو چارو وزارت له یو تن مسوول سره مرکه هم لرو، دا خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوړه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د 'نی' سروې: افغانستان کې رسنۍ زیاتې خو د رسنیو کار کوونکي کم شوي

په افغانستان کې خراب امنیتي وضعیت، د ټولنیزو فعالانو په ځانګړي توګه د خبریالانو په نښه کول خبریالان او د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه اندېښمن کړي دي. خبریاله خدیجه محمدي او خبریال کمال افغان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "هره ورځ خبریالان په مرګ ګواښل کېږي، دا خپله د دې لامل کېږي چې د یو خبریال روح او فکر باندې منفي اعېز وکړي، کله چې د یو خبریال روح او روان په ښه وضعیت کې نه وي، دا خپله د نوموړي د کار په کیفیت خراب اغېز پرېباسي. -که روان وضعیت همداسې دوام پیدا کړي، موږ به د دې شاهدان یو چې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پاسپورټ ریاست د 'الکترونیکي تذکرې' شرط بېلابېل غبرګونونه راپارولي

د افغانستان د پاسپورټ عمومي ریاست د تازه پرېکړې په اړه د یو شمېر کابل ښاریانو منفي او مثبت غبرګون. د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي دا پرېکړه نه‌یوازې دا چې پلي کېدل‌یې ستونزمن دي، بلکې خلک له جدي ستونزو سره هم مخ کوي.  که څه هم یو شمېر ورته خوشحاله بریښې، خو یو شمېر نور بیا په دې نظر دي چې باید په لومړي پړاو کې برېښنايي تذکرې عامې شوې وی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست په خپلې یوې تازه پرېکړه کې د پاسپورټ وېش او جوړول د کاغذي تذکرې له مخې ممنوع اعلان کړی دی. د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

څېړنه: بریتانیا کې د کرونا متحرک ویروس تر پخوانیو ۶۴ سلنه وژونکی دی

د وروستیو څېړنو له مخې چې پایلې یې پرون چهارشنبه(د کب ۲۰مه) خپرې شوې، په بریتانیا کې د کرونا متحرک ویروس د کرونا تر مخکنیو ډولونو په سلو کې ۶۴ وژونکی دی.  د کرونا دا ډول اوس د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې خپورشوی او له دې ویروس سره مبارزه یې سخته کړې ده.  د بریتانیا حکومت هم په جنورۍ کې د یوې جلا طبي څېړنې پر اساس ویلي و چې د پخوانیو ډولونو پرتله پردغه متحرک ډول کرونا ویروس، د مړینې خطر لږترلږه په سلو کې ۴۰ ډېر دی.  د بریتانیا د اکستر پوهنتون له لوري د وروستۍ څېړنې پایلې د چهارشنبې په ورځ د بریتانیا په طبي ژورنال یا بي اېم جي کې خپرې شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا کانګرس کرونا ویروس په اړه د مالي مرستې لایحه تصویب کړه

د امریکا کانګرس پرون چهارشنبه (د کب ۲۰مه) د کرونا ویروس له اقتصادي عواقبو سره د مقابلې لپاره د یو تریلیون او ۹ سوه میلیونه ډالرو مالي مرسته لایحه تصویب کړه او د ولسمشر له لوري د توشیح لپاره یې سپینې ماڼۍ ته واستوله.  د دې لایحې تصویب به چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن لپاره یو ستر بری ګڼل کېږي، د دې سبب شي میلیونونه امریکايي کورنۍ د هر غړي پر سر ۱۴۰۰ ډالر ترلاسه کړي او دغه راز د کرونا ضد واکسین پرې وپیرل شي.  د راپورونو له مخې په استازو جرګه کې د جمهوریپال ګوند هېڅ استازي د دې لایحې مخالفت ونه کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"له افغانستانه د امریکايي سرتېرو پر ایستلو پرېکړه نه‌ ده شوې ارزونه یې روانه ده"

که څه هم د افغانستان د سولې خبرې ورځ تر بلې یو حساس پړاو ته داخلېږي، خو امریکا له طالبانو سره د دوحې تړون د یوې مهمې برخې په اړه لا هم وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې. د ۲۰۲۱ میلادي کال د مې میاشتې تر پایله له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل، هغه موضوع ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، لا یې ارزونه روانه ده. ښاغلي بلېنکن پرون چهارشنبه (د کب ۲۰مه) ناوخته د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه کې وویل، په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاتې کېدو یا هم ایستلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازبک او افغان سوداګریزو شرکتونو د زعفرانو د پلور تړون لاسلیک کړ

د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ د زعفرانو د پلور تړون لاسلیک شو. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، ازبکستان ته د ځینو افغان سوداګرو د سفر پر مهال په میاشت کې  د ۱۰۰ ګیلو ګرامه زعفرانو د پلور تړون د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ لاسلیک شو. د دې وزارت ویاند فواد احمدي ازادي راډیو ته وویل، د دې تړون پر بنسټ د ازبکستان سوداګر هره میاشت ۱۰۰ ګیلو ګرامه زعفران له افغان سوداګرو پیري، په ازبکستان او نورو اسیايي هېوادونو کې يې پلوري. د ښاغلي احمدي په خبره په میاشت کې ۱۰۰ ګیلو ګرامه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کانونو او پټرولیم وزارت: د کانونو استخراج زیربنایي خدماتو ته اړتیا لري

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د انرژۍ د خدماتو د تنظیم اداره دې هغو ساحو ته د انرژۍ د رسولو  لومړیتوب ورکړي چې د کانونو استخراج او پروسس په کې ترسره کېږي. د دې وزارت ویاند عبدالقدیر متفي ازادي راډیو ته وویل، د کانونو استخراج او پروسس، د زیربنایي خدماتو شتون ته اړتیا لري ځکه باید د انرژۍ د خدماتو د تنظیم اداره باید دې کار ته لومړیتوب ورکړي. د ښاغلي متفي په خبره، د کانونو او پټرولیم وزارت د ډبرو سکرو څخه د انرژۍ د تولید طرحه هم چمتو کړې چې  د انرژۍ د خدماتو د تنظیم ادارې له همکاریو وروسته به یې پلي کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې مېرمنې: د سولې په بین الافغاني خبرو کې دې د ښځو ونډه ډېره شي

د پکتیا ولایت اوسیدونکې ښځې وايي، د سولې په بین الافغاني خبرو اترو کې د ښځو ونډه لږه ده او هغوی په دې لږه ونډه نه شي کولای په ښه توګه د هېواد د ښځو له حقونو او پرمختګونو دفاع وکړي. دوی زیاتوي، اوس مهال د افغان ښځو سیاسي پوهه لوړه شوې او کولای شي، د هېواد د لویو او مهمو مسایلو په پرېکړو کې ونډه واخلي او د ښځو د حقونو مسئله په کې مطرح کړي. نن د پنجشنبې (د کب ۲۱مه) په ورځ مدني فعالې رحمانیه سحر ازادي راډیو ته وویل، ښځې د هرې بشري ټولنې نیمايي دي، خو په بین الافغاني خبرو اترو کې يې ونډه بیخي لږه ده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: ایران افغان حکومت ته ۳۰۶ زندانیان وسپارل

د هرات چارواکي وایي، د ایران دولت افغان حکومت ته ۳۰۶ زندانیان وسپارل.  د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې د زندانیانو دا تبادله پرون چهارشنبه (د کب ۲۰مه) په اسلام کلا بندر کې وشوه.  فرهاد وایي، دغه زندانیان به د حبس پاته موده په افغانستان کې تېروي.  دا چې د دغو کسانو جرمونه څه دي؟ په دې اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.  ایران او افغانستان تر خپله منځه د یوې موافقې له مخې د زندانیانو تبادله کوي.

Pa.azadiradio.com 

‌بلېنکن: بایډن فکر کوي چې 'نورد سټریم ۲' نل لیکه'بده نظریه' ده 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌بلېنکن د کانګرس غړو ته ډاډ ورکړی چې د جوبایډن اداره د نورد سټریم ۲ (  Nord Stream 2) نل لیکې د رغونې مخالفت کوي.  بلېنکن پرون د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي، بایډن فکر کوي چې دغه نل لیکه چې په بشپړېدو ده، یوه (بده نظریه) ده.  نوموړي ویلي، امریکا له مخکې هم د دغې نل لیکې په جوړولو کې پر ښکېلو کمپنیو بندیزونه لګولي او اوس هم د دغې پروژې د کار د بشپړتیا په مخالفت کې دریږي.  دا نل لیکه د دې لپاره جوړیږي چې د روسیې طبیعي ګاز د اوکراین له ښکېلتیا پرته د بالتیک سمندر په تل کې اروپا ته ولیږدوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا د نړیوال سازمان د دغه اعلان 'کرونا وبا ده'یو کال پوره شو

د روغتیا د نړیوال سازمان د هغه اعلان ټیک یو کال پوره شو چې د کرونا ویروس چټکې خپرېدا ته یې د وبا نوم ورکړ.  دغه سازمان د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ په ۱۱مه داسې مهال کرونا وبا اعلان کړه چې په چین کې د کرونا ویروس د لومړنۍ پېښې نژدې درې میاشتې پوره شوې وې.  تېر کال له دغه اعلان سره سم د نړۍ په کچه اقتصادي فعالیتونه و درول شول او د میلیاردونو کسانو عادي ژوند یې ګډوډ کړ.  د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې تراوسه په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۱۱۸ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې دوه اعشاریه شپږ میلیونه کسان مړه شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هلمند کې شنې خونې او کرنیز محصولات یې

د هلمند د کرنې ریاست مسوولان وايي چې په لومړي ځل په دې ولایت کې د شنو خونو کرنیز محصولات د کال په دې وخت کې بازار ته وړاندې شول.   د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئيس زلمي الکو ازادي راډیو ته وویل چې پر وړاندې شوېو حاصالاتو کې بادرنګ او مارو کدو شامل دي. الکو همدا راز وايي چې دا حاصلات د هلمند په ناوې او نهرسراج ولسوالیو کې شوي دي.   د ده په وینا د کال په دې وخت کې بادرنګ او نور سبزیجات له ګاونډیو هېوادونو واردېږي، خو د شنو خونو له ترویج سره به افغانستان په دې برخه کې په ځان بسیا شي.

Pa.azadiradio.com 

بامیان کې د بودا د مجسمو د ویجاړېدو شل کاله پوره شول

په بامیان کې د بودا د مجسمو د ویجاړېدو شل کاله پوره شول.  طالبانو شل کاله پخوا د ۱۳۷۹ لمریز کال د کب په همدې ورځ د بودا دوې سترې مجمې شمامه او صلصال، چې یوه ۵۵ متره او بله ۲۵ متره لوړه وه، ونړولې.  د طالبانو دا کار په پراخه پیمانه د افغانانو او نړیوالو له لوري وغندل شو.  له تېرو ۹ کلونو راهیسې یوه کلتوري ډله د بودا د مجسمو د ویحاړېدو د کالیزې په مناسبت د مجسمې په ځای کې غونډې جوړوي او د لرغونو اثارو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کوي.

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ابوظبۍ ته ځي

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو نن پنجشنبه(د کب ۲۱مه) په لومړي ځل متحده عربي اماراتو ته د دغه هېواد په رسمي بلنه ابوظبۍ ته ځي.  دا به په تېرو شپږو میاشتو کې د دوو هېوادونو د اړیکو له عادي کېدو وروسته متحده عربي اماراتو ته د اسرائیلي صدراعظم لومړنی سفر وي.  نتانیاهو په وروستیو میاشتو کې څو ځلي په ضمني ډول ویلي و چې د اړیکو تر عادي کېدو وړاندې هم متحده عربي اماراتو ته تللی او د دغه هېواد له مشرانو سره یې لیدلي دي.  د اسرائیل د صدراعظم دفتر تایید کړې چې نتانیاهو به د رسمي مېلمه په توګه د متحده عربي اماراتو له امیر محمدبن زاید سره وویني. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران د کرونا ضد چینايي واکسین 'سینوفارم' ته اجازه ورکړې

ایران وايي چې د کرونا ضد چینايي واکسین سینوفارم ته یې بیړنۍ اجازه ورکړې ده.  د ایران د درملو او خوراکي موادو د ادارې ویاند پرون چهارشنبې (د کب ۲۰مه) وویل چې د اوس وخت لپاره د دغه واکسین وېش او ترزیق منع نه دی.   پرون پاکستان هم د دغه چینايي واکسین ورکړه له دې سره-سره پیل کړه چې د پاکستان طبي کار کوونکو د هغه پر اغېزمنتوب شکونه څرګند کړل.  د پاکستان د روغتیا وزیر فیصل سلطان وویل چې د چین سینوفارم واکسین به په لومړي پړاو کې هغو کسانو ته ورکړل شي چې عمرونه یې تر ۸۰ کلونو ډېر دي.  له هغې نظرپوښتنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ریاست: له الکترونيکي تذکرو پرته هېچا ته پاسپورټ نه ورکوو

د افغانستان د پاسپورټ ریاست وايي، نور یوازې د الکترونیکي تذکرو لرونکو ته پاسپورت صادوري.  د دغه ریاست له لوري په یوه خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبه(د کب ۲۰مه) خپره شوه، راغلي چې نور به هېچا ته له الکترونیکي تذکرې پرته پاسپورټ ورنه کړي.  تر دې وړاندې د احصایې ملي ادارې په کابل کې ویلي و چې د کاغذي تذکرو د ورکړې بهیر یې درولی دی.  د پاسپورټ ادارې په داسې حال کې د پاسپورټ ورکړه له الکترونیکي تذکرو سره مشروطه کړې چې لا هم د افغانانو لوی اکثریت الکترونیکي تذکرې نه لري.


«Виват, Амур!» завершится в Благовещенске грандиозным концертом

Патриарх Кирилл: РПЦ не должна перегружать человека долгим стоянием в храме

9 июня: какой сегодня праздник, что было в этот день

«Больниц теперь не боюсь». Стебунов рассказал о травме, изменившей его жизнь



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

«Виват, Амур!» завершится в Благовещенске грандиозным концертом

Патриарх Кирилл: РПЦ не должна перегружать человека долгим стоянием в храме

9 июня: какой сегодня праздник, что было в этот день

Премьер-министр Дании Фредериксен заявила, что потрясена нападением на нее

Музыкальные новости

В 16-ти городах состоялись первые этапы «Чемпионата «Школы Росатома» по хоккею на траве 5+»

РОСГВАРДЕЙЦЫ ЗАДЕРЖАЛИ МУЖЧИНУ С ПОДДЕЛЬНЫМИ ДОКУМЕНТАМИ В МОСКВЕ

В Санкт-Петербурге прошел Кубок ПМЭФ по конкуру

История без фальсификации: Шемахи в первой половине XVIII века

Новости России

Дорогие дороги

«Сумасшедшая бабка»: как звезда 90-х Татьяна Макарова проводит старость

Без прав и пьяный. Лихач на Maserati сбил двух подростков на остановке

Сбивший детей в Можайске водитель разогнал Maserati до 280 км/ч

Экология в России и мире

Купаться надо уметь: правила, которые сохранят вам жизнь

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Производители кроссовок New Balance и Under Armour подали около 1000 исков к российским продавцам

Спорт в России и мире

Зверев сыграет с Алькарасом в финале "Ролан Гаррос"

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Соболенко, проигравшая Андреевой, потеряет 2-е место в рейтинге WTA по итогам «Ролан Гаррос», уступив его Гауфф

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Moscow.media

Сотрудники военных следственных органов Следственного комитета России по всей стране оказывают помощь подшефным детским учреждениям

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: С начала года более 4,7 тысячи жителей Московского региона оформили страховую пенсию в автоматическом режиме на портале госуслуг

Военные следователи провели рейд по бывшим мигрантам в Керчи

Пустынная долина Кодара...







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *