Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2021

Новости за 24.03.2021

Pa.azadiradio.com 

کورنیو چارو وزارت: تېرو دو کلونو کې پر کمال خان بند ۳۵ ترهګریز بریدونه شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، تېرو دو کلونو کې پر کمال خان بند ۳۵ "ترهګریز" بریدونه شوي دي.  د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په استول شوي بیان کې ویلي، د دغو بریدونو له کبله ۳۹ امنیتي ساتونکي وژل یا ټپيان شوي او ۲۸ نور د دوی په ټکو د طالبانو له‌خوا اسیران شوي دي. ارین دغه‌راز ادعا کړې چې پر دې بند ۹۸ بریدونه شنډ شوي او دغه‌راز هغه څلور کړۍ ماینونه هم کشف شوي چې د بند شاوخوا ځای پر ځای شوي وو. تر اوسه وسله‌والو طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

مالیزیا له استعمال شوي پلاستیک سره په جنجال کې ده

مالیزیا له پلاستیک سره په جنجال کې ده، له استعمال شوي پلاستیک سره، خو د چهارشنبې په ورځ د مالیزیا د چاپېریال ساتنې وزارت وویل چې د امریکا له متحده ایالاتو څخه د استعمال شوي پلاستیک کانتینر به بېرته امریکا ته مسترد کړي. د بازل په نوم د ملګرو ملتونو د یوه تړون له مخې د استعمال شوي پلاستیک صادرات منع شوي، دا تړون مالیزیا لاسلیک کړی او متحده ایالاتو نه‌دی لاسلیک کړی. روېټرز اژانس څرګندوي چې د کوالالامپور دا اقدام د پلاستیک په برخه کې د ملګرو ملتونو د پرېکړې لومړۍ نښه ده.  دوه کاله مخکې تر ۱۸۰ ډېرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا کې د نقاشۍ یوه تابلو په ۱۶،۸ ملیونه پونډه وپلورل شوه

په بریتانیا کې پرون د نقاشۍ یوه تابلو په ۱۶،۸ ملیونه پونډه وپلورل شوه. دغه هنري اثر چې تر اوسه‌یې د نقاش هویت څرګند شوی نه‌دی، د لوبې بدلوونکې یا (Game Changer) نومېږي. دغه تابلو د لومړي ځل لپاره تېر کال په بریتانیا کې د یوه روغتون پر دېوال ولیدل شوه. ویل کېږي دا د هغو روغتیایي کارکوونکو د ستاینې په هدف جوړه شوې چې له 'کووېډ-۱۹' سره په مبارزه بوخت دي. په بریتانیا کې د کریستي لیلام یوه چارواکي چې دا تابلو یې خرڅه کړې ویلي، پیسې به‌یې د کرونا ضد لارو چارو باندې ولګول شي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: تېر کال نري رنځ نږدې ۱۰ زره کسان مړه کړي

په افغانستان کې لاهم په نري رنځ ناروغۍ د اخته کېدو او له امله د مړینې کچه  لوړه ده. د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په تېر یوه کال کې نږدې ۱۰ زره کسان په دغې ناروغۍ د اخته کېدو له امله مړه شوي دي. د دې وزارت سرپرست وحید مجروح د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۰۴» له نري رنځ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې وویل چې د دې ناروغۍ د کنټرول او پرې د اخته کسانو د درملنې لپاره جدي هڅه روانه ده. ښاغلی مجروح زیاتوي: "هڅه مو دا ده چې له موجودو منابعو څخه سمه، شفافه او هدفمنده ګټه پورته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني: افغان سوله کې د طرحو وړاندې کول افغانان له خپل مسیر څخه نه‌شي اړولی

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په افغان سوله کې د ښکېلو اړخونو له‌خوا د طرحو وړاندې کولو په اړه وویل، افغانان یو دي او دا طرحې یې له خپل مسیر څخه نه‌شي اړولی. په داسې حال کې چې د افغان سولې په بهیر کې تل په کور دننه اجماع ټینګار شوی، ښاغلی غني وایي، د جمهوریت په رهبرۍ کې اوسنی یووالی د هېواد په معاصر تاریخ کې ساری نه‌لري. جمهور رئیس غني د چهارشنبې په ورځ د کمال خان بند د پرانیستې په مراسمو کې وویل: "د اسلامي جمهوریت دولت کې چې کوم یووالی رامنځته شوی د افغانستان معاصر تاریخ کې ساری نه‌لري،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په نیمروز کې د کمال خان بند پرانیسته

جمهور رئیس غني وايي چې له دې وروسته به د افغانستان اوبه پر ایران وپلورل شي. د کمال خان بند د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید د ظرفیت سربېره، ۱۷۴ زره هکټاره ځمکه خړوبوي او ۵۲ ملیونه متر مکعبه اوبه ذخیره کوي. نور په دې راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

بشر حقونو کمېسیون: کابل کې پر یوې ماشومې جنسي تېري کوونکي سره باید قانوني چلند وشي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي په کابل کې پر نهه کلنې نجلۍ د جنسي تېري عاملینو سره باید ژر تر ژره قانوني چلند وشي. ‎دغه کمېسیون پر یادې ماشومې جنسي تېری غندي. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون پر دغې ماشومې د جنسي تېري عاملینو سره د قانوني چلند او د قضیې د قضایي کولو غوښتونکی دی. ‎د دغه کمېسیون د نشراتو او رسنیو برخې مشر ذبیح‌الله فرهنګ وايي: "شدیداً یې غندو، له عدلي او قضایي ادارو غواړو چې عاملین‌یې تر عدلي او قضایي چلند لاندې ونیسي، دا ‌‌‌‌‌‌ وضعیت ‌‌‌‌‌‌ډېر د اندېښنې وړ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسکو کې د نوي کال او پېړۍ لمانځل

دا فیسټیوال د مسکو په مرکز کې په یوه ورزشي لوبغالي کې جوړ شوی و. د دې فیسټیوال ډېری ګډون کوونکي د مرکزي اسیا هېوادونو څخه وو چې روسیې ته د کار لپاره تللي دي. په دې فیسټیوال کې دودیز خواړه، موسیقي، د پامیر د خلکو نڅا او همدارنګه دودیزې لوبې هم په دوستانه او نمایشي توګه ترسره شوې.

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه د کرونا ویروس ضد واکسین پر صادراتو محدودیت وضع کوي

کرونا وبا د اروپایي ټولنې پر زاړه وارداتي او صادراتي سیستم اغېز کړی دی.  تمه ده چې نن د ۲۷ غړو هېوادونو دا ټولنه خپلې پرېکړې اعلان کړي چې کومو هېوادونو ته به د کرونا ضد واکسین نه‌لېږي او له کومو هېوادو به څومره واکسین واردوي. اروپایي ټولنه تمه لري چې بریتانیا او نورو هېوادو ته د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د واکسین د صادراتو د مخنیوي لپاره نوي اصول وضع کړي. اروپایي ټولنه په داسې وخت کې دې ته مخه کوي چې د واکسین چارې په دې ټولنه کې ورو مخته ځي او د کرونا درېیمې څپې دې هېوادو ته مخه کړې ده.  دا لایحه به د یوې مسودې په شکل نن اعلان شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حمدالله محب: طالبانو د ملګرو ملتونو 'د سفر کولو' له امتیاز ناسمه استفاده کړې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، طالبانو د ملګرو ملتونو له‌خوا 'د سفر کولو' له امتیاز ناسمه استفاده کړې او په پاکستان کې یې د ترهګرو د روزنې او د ځان وژونکو له مرکزونو لیدنې کړې دي. ښاغلي محب دغه څرګندونې د سې شنبې په شپه «۱۴۰۰ کال د وري ۰۳» د افغانستان د سولې په اړه له هدسن انسټټیوټ سره په وېډیويي خبرو کې کړي. دی وايي، له دغه امتیاز نه په استفادې د طالبانو د مشرتابه ۱۵ غړو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې هم شامل دي، دغه سفرونه کړي دي. د ښاغلي محب په خبره، د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برما کې د پوځي کودتا ضد مظاهرو پر مهال سلګونه نیول شوي کسان خوشې شول

په برما کې نن سلګونه هغه زندانیان خوشې شول چې دغلته د پوځي کودتا ضد مظاهرو پر مهال نیول شوي وو. محلي رسنیو او عیني شاهدانو ویلي، دا کسان په یانګون سیمه کې له اینسین (Insein) زندانه ازاد شول او په څو بسونو کې لېږدول کېدل. تر اوسه د میانمار یا پخوانۍ برما چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌دي ویلي. د اسیا په جنوب ختیځ کې پروت دا هېواد د تېرې فبرورۍ میاشتې له کودتا وروسته هره ورځ د اعتراضونو شاهد دی. د کودتا پر مهال د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي زنداني شوه او د دغه هېواد چارې پوځ په خپل کنټرول کې واخیستې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په نیمروز کې د کمال خان بند پرانيستل شو

د افغانستان د کمال خان پرانستل شو.‎دغه بند چې د ۵۲ میلیونه مکعبه متر اوبو د زېرمه کولو او د یولک او ۷۴ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او دغه شان نهه مېګا واټه برېښنا تولیدولای شي، نن چهارشنبه (د وري ۴مه) د جمهور رئیس محمد اشرف غني له لوري د ګڼ شمېر حکومتي چارواکو په حضور کې په نیمروز ولایت کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو. ‎جمهور رئیس محمد اشرف غني د دغو مراسمو په ترڅ کې وویل چې یاد بند افغانستان لپاره حیاتي دی او په دې سره به نیمروز له سره ورغول شي. ده وویل: "ویاړم چې د افغانانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار چارواکي: طالبانو ارغنداب کې یو پُل ویجاړ کړی

د کندهار امنیتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یو پُل په موټر بم حمله کې ویجاړ کړی دی. د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي رادیو ته وویل چې وسله والو طالبانو نن چهارشنبه (د وري ۴مه) غرمه مهال د مزدا موټر بم په وسیله د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ په سیمه کې یو پُل تخریب کړی دی. د بارکزي په وینا په پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی رسیدلی. د یادولو وړ ده چې دغه پُل به د ارغنداب ولسوالۍ شوین، بابر او نور کلي د کندهار ښار سره وصل کاوه. څو میاشتي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: بلخ او فاریاب کې ۵۰ وسله وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت په شمالي ولایتونو فاریاب او بلخ کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.  د وزارت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه (د وري ۴مه) په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې دواړو ولایتونو کې د دوی ځواکونو هدفمند ګذارونه کړي چې پایله کې يې ۵۰ وسله وال مخالفان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي. وزارت ویلي،د فاریاب په قیصار او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې یې د طالبانو غونډې په نښه کړي چې ۳۴ تنه یې وژلي او  ۱۴ نور یې ټپيان کړي دي او  د بلخ په چهاربولک، دولت اباد او بلخ ولسوالیو کې هم د دوی د عملیاتو پر مهال ۱۶ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غني: ایران ته وړیا اوبه نه ورکوو، د تېلو یا نورو توکو په بدل یې پلورو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، نور ګاونډي هېواد ایران ته وړیا اوبه نه ورکوي او په خبره یې د تېلو یا نورو توکو په بدل کې یې پرې خرڅوي.  ښاغلي غني دا څرګندونې نن چهارشنبه (د وري ۴مه) نیمروز ولایت کې د کمال خان بند له پرانېستلو وروسته یوه ولسي غونډه کې وکړې.  نوموړي وویل، اوس تر پخوا د اوبو مدیریت ته ښه زمېنه برابره شوې ده: "اوس اعتماد د دې پيدا شوی چې انشاالله د افغانستان ټولې اوبه به مهار شي، سږ کال نا معلوم دی، له ملي شورا مې غوښتنه دا ده چې ملاتړ مې وکړئ چې د افغانستان اوبه مدیریت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کمال خان بند د پرانیستې مراسم،انځوریزه بڼه

په نیمروز کې د کمال خان بند نن چهارشنبه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانيستل شول. په دې اړه مراسمو کې له ښاغلي غني سره د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح او دوهم مرستیال یې سرور دانش هم ګډون درلود. دا بند د نیمروز په چهار بورجک ولسوالۍ کې پروت دی چې له مرکز زرنج څخه شااوخوا شل کیلو متره واټن لري. د اوبو د تنظیم د ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې کمال خان بند د ۵۲ میلیون مکعب متر اوبو د زېرمه کولو او د یولک او ۷۴ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او تر څنګ یې نهه مېګا واټه برېښنا تولیدولای شي.

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې صنعتي او فرهنګي نندارتون پرانيستل شو

په ننګرهار کې یو لوی صنعتي او فرهنګي نندارتون پرانېستل شو. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبې (د وري ۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نندارتون کې د ختیځ زون صنعت کارانو او تولیدي شرکتونو خپل لبني او تولیدي محصولات په بېلابېلو سکتورونو کې په ۱۲۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي چې دغه وزارت په ۱۴۰۰کال کې د هېواد د صنعت برخې ملاتړ او پراختیا په موخه هر اړخیزه پروګرامونه پلان کړي دي. د دوی په وینا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به سږکال د هېواد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن د اروپايي اتحادیې د مشرانو ویډیويي غونډه کې ګډون کوي 

د امریکا ولسمشر جو بایډن سبا (پنجشنبه) د اروپايي اتحادیې د مشرانو په ویډیويي کنفرانس کې ګډون کوي.  دا له ۲۰۰۹ میلادي کال را په دې خوا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر د دې اتحادیې په سرمشریزه کې برخه اخلي.  د اروپايي شورا رئيس شارل مېشل پرون سې شنبه (د وري ۳مه) وویل، د اروپايي شورا غونډه کې د جوبایډن هرکلي ته لېوال دی.  په همدې حال کې سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا ولسمشرله اروپا سره د اړیکو ښه کېدو ته لېوالتیا لري.

Pa.azadiradio.com 

ډومنیک راب: امریکا او ۳ اروپايي هېوادونه پر ایران او یمن غږېدلي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب وايي، د امریکا او درېيو اروپايي هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو د ایران او یمن په اړه خبرې کړي.  راب پرون سې شنبه(د وري ۳مه) پر خپله ټویټر پاڼه کې کښلي، بریتانیا، امریکا، فرانسه او جرمني په یمن کې د سولې د هلوځلو او پر یوه اټمي قدرت د ایران د بدلېدو د مخنیوي په اړه یوه بل ته اوږه ورکړې ده.  راب دا خبره د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سره د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له کتنې وروسته خپره کړه.

Pa.azadiradio.com 

ویسا: که امریکا له طالبانو سره هوکړې ته ژمن پاتې نه شي څه به وشي؟

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې د تاوتریخوالې د کمښت په تړاو د طالبانو یوې نوې طرحې ته سرلېکنه ځانګړې کړې ده. وړاندې راغلي چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت په هدف یوه درې میاشتنۍ طرحه امریکا ته سپارلې ده او طرحه کې د طالبانو اساسې غوښتنې دا دي چې باید د دوی ٧ زره بندیانو خوشې شي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د طالب مشرانو او غړیو نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لېسته لېرې شي. ورځپاڼې لیکلي چې د طالبانو بله غوښتنه په دې درې میاشتنۍ طرحه کې دا ده چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکايي پولیسو کولراډو کې د حمله کوونکي هویت څرګند کړ

امریکايي چارواکو په کولراډو ایالت کې په ډزو د ۱۰ تنو وژل شویو او حمله کوونکي هویت څرګند کړ.  پولیس وايي چې حمله کوونکی احمد العلیوي ال عیسي نومېږي او ۲۱ کلن دی.  ال عیسي له پولیسو سره له نښتې وروسته ټپي او په یوه روغتون کې بستر شو.  دی چې له سوریې څخه یې امریکا ته پناه وړې وه، د کولراډو ایالت په اراوادا سیمه کې اوسېده.  پولیسو پرون سې شنبه(د وري ۳مه) وویل، ال عیسي نن محبس ته بیايي.  د دې پېښې د انګېزې په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان چمن ښار کې چاودنې ۳ تنه وژلي او ۱۳یې ژوبل کړي

د پاکستان پولیس وايي، افغانستان ته نژدې په چمن ښار کې د چاودنې له کبله ۳ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.  دا چاودنه پرون سې شنبه (د وري ۳مه) ماسپښین وشوه.  د چمن د پولیسو مرستیال طارق مینګل وايي، بم په یوه موټرسایکل کې اېښودل شوی و او په ریموټ وچاودول شو.  د ده په وینا، د دې پېښې په قربانیانو کې یو ماشوم هم شامل دی.  د پاکستاني طالبانو تحریک د دې برید مسوولیت په غاړه اخېستی دی.

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د امریکايي ځواکو پر وتلو د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

یو.اېس.اې. ټوډې امریکایي ورځپاڼې 'یو.اېس.اې. ټوډې' په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: موږ نه شو کولای افغانستان کې بریالي شو او د بايډن غوره اقدام دا دی چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې، هغه ضرب الاجل چې ټرمپ ټاکلی وو، له هغه ځایه ووځي.   د ټاکل شوې مودې او د هغې موافقې پر اساس چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو، ټاکل شوې ده افغانستان کې د امریکا جګړه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پای ته ورسېږي.  د ورځپاڼې په لیکنه، پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ زلمی خلیلزاد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې یو چارواکی له ترکي وزیر سره پر افغان سولې غږیدلی

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ رئیس جوزېپ بورېل د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولوت چاووش اوغلو سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړي.  په افغانستان کې اروپايي ټولنې پر خپله ټویټرپاڼه د دې دوو چارواکو د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دوی د افغانستان د سولې د کنفرانس په اړه چې د ترکیې په کوربه توب جوړېږي بحث وکړ.  په ټویټ کې راغلي چې اروپايي ټولنه د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د ترټولو ډېرو سرتېرو په لرلو سره په افغانستان  کې د سولې د ټینګښت غوښتونکې ده او په دې برخه کې به له افغانان سره ګډ کار وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو کمېسیون د سولې مذاکراتو کې د پراخ بنسټه بهیر ملاتړ کوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د سولې په مذاکراتو کې د داسې یوه پراخ بنسټه بهیر ملاتړ کوي چې د بشري حقونو او د جګړې د زیانمنو کسانو درناوی په کې وشي.  دې کمېسیون پرون په یوه بیان کې د سولې بهیر کې یو شمېر مواردو ته د پاملرنې غوښتنه کړې. د سولې په بهیر کې د ټولنې د بېلابېلو مذهبي او قومي ډلو ګډون، په دې بهیر کې د ښځو د لږ تر لږه دېرش سلنې او د جګړو د قربانیانو د استازو حضور له دې مواردو څخه دي.  په بیان کې راغلي دي چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په مذاکراتو کې له شاملو... Читать дальше...


«Сумасшедшая бабка»: как звезда 90-х Татьяна Макарова проводит старость

Олег Сирота о конфликте Германа Грефа с таксистами: «Нужно воспитывать, кнутом и пряником»

Полпредство Татарстана посетили коллеги из Алтая для изучения опыта работы

Двое взрослых и один ребенок погибли в ДТП с фурой в подмосковном Одинцово



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Эксперт Кусков рассказал о причине сбоя в работе Telegram

Доцент Соболева: дешевле всего лечить зубы в Тульской и Тверской областях

«Локомотив» готов рассмотреть продажу Баринова, футболистом интересуются клубы Испании, Франции и Турции

Полпредство Татарстана посетили коллеги из Алтая для изучения опыта работы

Музыкальные новости

Медийный баскетбол, киберспорт и турнир ММА: Константин Пухов рассказал о мероприятиях Международного центра бокса (Наташа)

РОСГВАРДЕЙЦЫ ЗАДЕРЖАЛИ МУЖЧИНУ С ПОДДЕЛЬНЫМИ ДОКУМЕНТАМИ В МОСКВЕ

В Санкт-Петербурге прошел Кубок ПМЭФ по конкуру

I tried to recreate Marvel's Iron Man in this movie studio sim, and my version was so bad my own father stormed out of the theater

Новости России

«Сумасшедшая бабка»: как звезда 90-х Татьяна Макарова проводит старость

Мессенджер Telegram восстановил работу после сбоя

Доцент Соболева: дешевле всего лечить зубы в Тульской и Тверской областях

Полпредство Татарстана посетили коллеги из Алтая для изучения опыта работы

Экология в России и мире

Какие украшения будут в моде летом 2024 – подборка стилиста «585*ЗОЛОТОЙ»

В Москве прошла Премия-практикум «Харизма Года»

Красноярский музыкальный театр представил проект театральной экосистемы будущего

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

Спорт в России и мире

Каспер Рууд: «Не буду выступать на турнирах перед «Уимблдоном», но на нем, конечно, сыграю»

Янник Синнер высказался о первом месте в рейтинге ATP и травме Новака Джоковича

Зверев и Рууд не пожали друг другу руки после полуфинала «Ролан Гаррос» – из-за проблем с желудком у норвежца

Теннисистка Андреева заявила, что хочет войти в топ-20 рейтинга WTA ради собаки

Moscow.media

Трасса М-12 Восток будет продлена до Тюмени в 2025 году

В Забайкалье пятерых мигрантов задержали за групповое изнасилование девочки-подростка

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: С начала года более 4,7 тысячи жителей Московского региона оформили страховую пенсию в автоматическом режиме на портале госуслуг







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *