Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2021

Новости за 17.03.2021

Pa.azadiradio.com 

د بیان ازادۍ د راتلونکې په اړه د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اندېښنه

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په افغانستان کې د بیان ازادۍ د راتلونکي په اړه اندېښنه وښوده. دغې کمېټې د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت یوې اعلامیه کې ویلي چې سږکال دا ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې په افغانستان کې د رسنیو کارکوونکي او رسنۍ د بې‌ساري جدي امنیتي او مالي ګواښونو سره مخامخ دي.   د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې وژل شویو افغان خبریالانو ته په اشارې وویل چې په افغانستان کې پر خبریالانو هدفي وژنو او هم د کرونا وبا د خورېدو له کبله منفي اغېزو، د خپرونو د محتوا او تولید په برخه کې د رسنیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهوري ریاست د محمد موسی شفیق په نوم مډال جوړوي

د افغانستان جمهوري ریاست، ارګ وایي د کمال خان بند د پرانیستې مراسمو په ویاړ به له ايران سره د هلمند اوبو د هوکړه‌ليک لاسليکوونکي، محمد موسی شفیق په نوم د عالي دولتي مډال د جوړېدو حکم لاسلیک شي. د جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، جمهور رئیس د محمد موسی شفیق د غوره کارونو په پار یاده پرېکړه کړې ده. ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ⁦فضل محمود فضلي‬⁩ په وړاندیز او د جمهور رئیس ⁦‪اشرف غني‬⁩ د لارښوونې سره سم، د کمال خان بند د پرانیستې مراسمو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی روسیې ته ورسېد

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او ټاکل شوی پلاوی د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ورسېدل.   په دې غونډه کې چې د مسکو په بلنه سبا/ د مارچ ۱۸مه پیلېږي، د افغانستان د سولې بهیر او دې هېواد ته د تلپاتې ثبات پر لارو چارو خبرې کېږي.   د ولسي جرګې د دارالانشأ لوی رئیس عبدالقادر ځاځي وطندوست ازادي راډیو ته وویل چې دا پلاوی به په یوه واحد دریځ په دې غونډه کې برخه واخلي.   ښاغلی وطندوست زیاتوي: "دریځ به دا وي  چې د نظام ملاتړ به کوي او د افغانستان د خلکو د هغو غوښتنو پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او د جنوبي اسیا ځینو هېوادونو کې د کرونا په اړه د یونېسف ارزونه

یونېسف وايي چې د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا ویروس ښایي په ۲۰۲۰ کال کې د شاوخوا ۲۲۸ زرو اضافي ماشومانو په مړینې، د  ۱،۱۰۰۰  میندو د مړینې او د ۳،۵ ملیونه نه‌غوښتونکو اومېندواریو کې رول ولري.   د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق/ یونېسف نن په خپل راپور کې دا خبره کړې ده.  په دې ارزونه کې چې د یونېسف په سپارښتنه شوې ده، په یو شمېر هېوادونو لکه افغانستان، پاکستان، هند، نیپال، بنګله‌دېش او سریلانکا کې، د خورې شوې کرونا وبا پر مهال اړینو عامه روغتیایي خدمتونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د توکو د پېر او پلور انلاین مرکزونو وده کړې

په کندهار کې په انلاین ډول د توکو د پېر او پلور مرکزونو وده کړې ده.  د کندهار د ښاروالۍ مسؤلین وایي په دې ښار کې ۲۳ انلاین مرکزونه فعال دي چې بېلابېل توکي پلوري.  د کندهار د ښاروالۍ د رسنیو د څانګې مسؤل زمري څرګند ازادي راډیو ته وویل: "بېلابېلو رستورانتونو، پلورنځيو او سوداګریزو مارکېټونو په کندهار ښار کې اوس انلاین سیستم ته مخه کړې ده. دوی په ټولنیزو رسنیو کې خپلو ورځنيو توکو ته چې له بهر څخه‌یې واردوي، بازار موندنه کوي." دغه مرکزونه د خلکو له‌خوا پلورل شوي توکي حتی د هغوی تر کورونو یا دفترونو پورې رسوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د میانمار له خلکو د ملګرو ملتونو غوښتنه: د پوځ د جرایمو شواهد راټول کړئ

د ملګرو ملتونو پلټونکو د برما/ میانمار له خلکو غوښتي چې هر هغسې شواهد راټول کړي چې دوی یې د عامو اعتراض کوونکو پر وړاندې د پوځ له لوري جرایم ګڼي.  دغه اعتراضونه وروسته له هغه راپورته شول چې پوځ تېره میاشت د میانمار پر حکومت کودتا وکړه او د هېواد مشره انګ سان سوچي یې توقیف کړه.   یادې مظاهرې وروسته په تاوتریخوالي واوښتې چې د بشري حقونو د فعالانو په خبره لږترلږه ۱۸۰ کسان په‌کې وژل شوي دي.   د ملګرو ملتونو پلټونکې ډلې مشر نیکولاس کومیان نن په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا شواهد به د برما د پوځ د مشرانو پر وړاندې دوسیو جوړولو کې وکارول شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو ملي ورځ؛ اشرف غني: د خبریالانو اساسي حقونه به د سولې بهیر کې نقض نه‌شي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کب/حوت ۲۷مه د خبریالانو ملي ورځې په مناسبت په یو پیغام کې ویلي په هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول به د خبریالانو اساسي حقونه د سولې په بهیر کې نقض نه‌شي. د ارګ پر رسمي فېس‌بوک پاڼه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمد اشرف غني له خبریالانو او رسنیو غوښتي چې د خپلو فعالیتونو پر معیاري کولو تمرکز وکړي. ‎له دغې ورځې په داسې حال کې نمانځنه کېږي چې څه موده مخکې د بې‌پولې خبریالانو سازمان په یو راپور کې ویلي و چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې افغانستان د رسنیو د کارکوونکو لپاره له خونړیو هېوادونو څخه دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری: ډیموکراسي په ټوله نړۍ کې په شا روانه ده

تمه ده چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر نن په نړۍ کې د ډیموکراسۍ او دیکتاتورۍ رژیمونو په اړه وینا وکړي او د دې دواړو یوه پرتله وکړي. د ډامینیک راب دا وینا روېټرز اژانس ترلاسه کړې ده او ځیني مهم ټکي یې وار له مخه په یوه راپور کې رااخیستي دي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې خبرداری ورکړی چې ډیموکراسي په ټوله نړۍ کې په شا روانه ده او ښاغلی راب به په دې وینا کې هغه خطرونه هم بیان کړي چې استبدادي رژیمونه‌یې د نړۍ د ثبات او هوساینې لپاره رامنځته کوي. ټاکل شوې ده چې ښاغلی راب به د متحده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسکو غونډې ته په تلونکي پلاوي کې یوازې یوه مېرمن؛ یو شمېر غبرګونونه پارولي

د ولسي جرګې یو شمېر غړې او د ښځو د حقونو ملاتړې د مسکو په غونډه کې د افغان ښځو په کمې ونډې نیوکه کوي. دوی وايي، په دې ډول ګډون سره د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه تر پوښتنې لاندې راغلې. د ولسي جرګې غړې سیمین بارکزۍ وايي: "د ښځو ونډه ستاسې د سولې په طرحه کې چېرې ده؟ تاسې خپله په دې بهیر کې د ښځو پر ونډې پښې اېښي. ستاسې ټولې لیدنې له یو شمېر له کاره لوېدلو سیاست‌والو سره دي، نو څه ډول کولای شئ چې د ښځو د حقونو ملاتړي و اوسئ؟ " د ولسي جرګې بله غړې شینکۍ کړوخېل بیا پر حکومت غږ کوي چې د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه په برابر ډول په نظر کې ونیسي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د نابینایانو لپاره په ملي کچه د برېل خط مطبعه پرانیستل شوه

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې نن چهارشنبه(د کب ۲۷مه) په کابل کې د افغانستان په کچه د نابینایانو لپاره د برېل خط یوه ځانګړې مطبعه پرانیستله. ‎د دغې ادارې د کتابونو د چاپ او خپرولو مسوول روح الله هوتک ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د یادې مطبعې د پرانیستې هدف د هېواد په کچه نابینایانو ته د درسي توکو برابرول او د رسم العام خط په برېل بدول دي چې په خبره یې د نابینایانو د زده کړو لپاره به ګټور تمام شي. ‎هوتک زیاته کړه: "موږ به د دې مطبعې له لارې ټول افغان نابینایانو لپاره درسي توکي، کتابونو،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان پلاوی د مسکو غونډې ته لاړ؛ عبدالله وايي د بریالیو بحثونو په لټه کې دی

د مسکو په غونډه کې ګډون کوونکی افغان پلاوی نن روسیې ته ولاړ. په دې پلاوي کې حکومتي چارواکي، سیاسي مشران او د افغانستان د مرکچي پلاوي غړي شامل دي. د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پلاوي مشري کوي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: دواړه لوري به د سولې پروسې د ګړندي کولو. په دوحه کې د سولې خبرو د پیاوړتیا. افغانستان کې د جګړې پای. له ترهګرۍ، جرمونو او نشه‌يي توکو سره پر مبارزې. او د یوه خپلواک او پر ځان بسیا افغانستان لپاره بحث وکړي. ښاغلي عبدالله په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرنې وزارت فراه کې د مېرمنو لپاره ۲۹۰ شنې خونې جوړې کړي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د مېرمنو اقتصادي ځان بساینې لپاره په فراه کې د شنو خونو شمېر زیات کړی دی. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه (د کب ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې سږکال په ټول هېواد کې له هغې ډلې په فراه کې سلګونه شنې خونې جوړې شوي دي. نوموړي وویل چې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه فراه کې ۲۹۰ شنې خونې جوړې کړي دي. دغه پروګرام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له لارې پلي شوي. د دغو شنو خونو له شمېر ۱۸۱ یې لویې او ۱۰۹ یې وړې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د پاکستان سفير: د سولې په اړه د امریکا نوې طرحه هر اړخیزه ده

په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان ازادي راډيو سره په مرکه کې وايي، د افغانستان د سولې په اړه د امريکا نوې طرحه هر اړخيزه ده. نوموړی وايي، پاکستان په افغانستان کې له داسې حکومت ملاتړ کوي چې د دغه هېواد د خلکو د پرېکړې پر بنسټ رامنځته شوی وي. بشپړه مرکه یې په دې ویډيو کې وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

د کلیو او بیارغونې وزارت ١،١ میلیونه خلکو ته کاري زمینه برابروي

د افغانستان د کلیو او بیارغونې وزارت د یو نوي پروګرام د پلي کېدو خبر ورکوي چې لارې به یې نږدې ١،١ میلیونه وچکالي ځپلو کسانو ته د کار زمینه برابره وي. د دغه وزارت ویاند محمد رفیق جنبش نن چهارشنبه (د کب ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروګرام د نړېوال بانک د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په مالي لګښت پلی کېږي. د انعطاف په نوم دغه لویه پروژه به د روان ۱۴۰۰ کال د ثور په میاشت کې پیل شي. ښاغلی جنبش وایې چې د دغې پروژې له لارې به وچکالۍ ځپلو ۸۵ زرو کسانو سره نغدي مرستې وشي او نږدې یو عشاریه یو میلیون کسانو ته به کاري زمینې هم برابرې شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تازه څېړنه: له کثافاتو سره سروکار لرونکي مچان، ځان پاک ساتي

مچان، سربېره پر دې چې له کثافاتو سره‌یې سروکار دی، ځان پاکوي. د دې حشرې د سترګو دید استثنایي دی، خو سرعت‌یې بیا داسې نه‌دی. د برایټ سایډ په نوم له امریکا خپرېدونکې وېب‌پاڼې په دې اړه یوه څېړنه کړې ده. مچ داسې ساده حشره نه‌ده لکه موږ تاسو ته چې ښکاري. کله چې تاسو ورته ګورئ ډېر کله خپلې پښې پر ځان، سر یا وزر مښي. دی دا د دې لپاره نه‌کوي چې کوم ځای یې خارښ کوي، دی دا د دې لپاره کوي چې ځان له چټلیو پاک کړي. له بیولوژیکي پلوه د پښو پاکېدل د مچانو لپاره ډېر مهم دي، که د مچانو پښې پاکې نه‌وي دوی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوله؛ امریکا: د مسکو غونډه به دوحه کې د بین الافغاني خبرو ځای ونه نیسي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه به په دوحه کې د بین الافغاني خبرو ځای و نه نیسي.  دا خبره د دې وزارت مرستیال ویاندې جلینه پورټر Jalina Porter پرون سې شنبه (د کب ۲۶مه) په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړه.  نوموړې دغه راز وویل چې متحده ایالات نه د کومې بلې غونډې د کوربه توب پلان لري او نه ویلی شي چې نژدې راتلونکې کې نورې غونډې په پام کې دي او که نه؟  خو جلینه پورټر تایید کړه چې په مسکو کې د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې به... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ نن د افغانستان-زېمبابوې د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ پیلېږي 

د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سر له نننه د ۲۰ اورونو د درې لوبو لړۍ پیلېږي.  دا درې سره لوبې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې ترسره کېږي.  لومړۍ یوه ‌یې نن، بله ‌یې بل سبا د جمعې په ورځ او درېیمه او وروستۍ یې د شنبې په ورځ ده.  د دغو دوو لوبډلو ترمنځ تر دې مخکې په متحده عربي اماراتو کې دوه ټېسټ لوبې وشوې چې یو د یوه پر وړاندې مساوي شوې.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د جورجیا په اتلانتا ښار کې ۸ تنه وژل شوي

د امریکا د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار او هغه ته څېرمه د ډزو په درې جلا پېښو کې اته تنه وژل شوي دي. د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې د دغو پېښو په تړاو یو ۲۱ کلن تورن کس د اتلانتا په ۲۴۰ کیلومترۍ کې نیول شوی دی. د چیروکي د سیمې د پولیسو مشرجی بکر وویل، اکثره قربانیانې اسیایي نژاده ښځې دي خو نوموړي په دې اړه چې د دغو ډزو تر شا انګېزه څه وه، له احتیاطه کار واخېست او ویې ویل چې په دې اړه تحقیقات پیل شوي دي. څلورتنه اتلانتا ته نژدې د اکورټ سیمه کې، درې د ګولډ مسیج سپا سیمه کې او یو اروما تیراپي سپا سیمه کې وژل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

'EMA': هېڅ ثبوت نشته چې اسټرازِنِکا د وینې له غوټه کېدو سره تړاو لري

د اروپایي ټولنې د درملو اداره 'EMA' وایي، په دې ډېره ډاډه ده چې د کووېډ-۱۹ ضد اسټرازِنِکا واکسین ګټې د هغه له خطرونو زیاتې دي. دغه اداره دغه ډاډ وروسته له هغې څرګندي چې یو شمېر هېوادونو هغو اندیښنو ته په پام چې د اسټرازِنِکا واکسین په تړاو د وینې د غوټه کېدو پر سر راپورته شوي، د دغه واکسین تطبیق ځنډولی دی.   'EMA'  پرون سې شنبې (د کب ۲۶مه) وویل، هېڅ ثبوت نشته چې دغه واکسین دې د وینې له غوټه کېدو سره تړاو ولري او له هېوادونو غواړي چې د هغه تطبیق ته دوام ورکړي.  تر اوسه د اسټرازینیکا واکسین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډېلي ټلېګراف: په افغانستان کې سوله باید ښځو ته بریا ورپه برخه کړي

ډېلي ټلېګراف د بریتانیا چاپ ډېلي ټلېګراف ورځپاڼې د افغان ښځو په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده، 'په افغانستان کې سوله باید ښځو ته بریا ورپه برخه کړي'. دا مقاله ناهید فرید، نیلوفر جلالي کوفي او ملالۍ اسحاقزۍ په ګډه لیکلې ده.   په دې مقاله کې راغلي، کله چې تېره اوونۍ د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه، تر ډېره د ښځو لاسته راوړنې په‌کې ونه‌لمانځل شوې، بلکې هغه ننګونې یادې شوې چې ښځې اوس هم ورسره مخامخ دي.   په مقاله کې لیکل شوي چې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو ۲۰ کاله وشول او کله چې موږ تېرو دوو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان افغان ښوونکو ته د کرونا واکسین پیل وستایه

د روغتیا نړیوال سازمان د افغان استادانو لپاره د کرونا ضد واکسین د تطبیق بهیر د پیلېدو ستاینه وکړه. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ د دغه بهیر د پیل خبر ورکړی وو. تمه ده دې بهیر کې د ښوونځیو او پوهنتونونو څلور زره استادانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق شي. د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو.اېچ.او' تېره ورځ پرخپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د افغانستان له لوري دا اقدام په ښه وخت کې پیل شوی ځکه راتلونکې اوونۍ دې هېواد کې ښوونځي نوی تعلیمې کال پیلوي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له ایرانه افغانستان ته ۳۰۳ افغان زندانیان را انتقال شول

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، څه باندې درې سوه افغان وګړي چې په ایران کې بندیان وو، د کابل او تهران ترمنځ د بندیانو د انتقال د موافقې له مخې افغانستان ته ولېږدول شول. دغه وزارت پرون سې شنبه (د کب ۲۶مه) په یوې اعلامیې کې وویل چې ۳۰۳ افغان بندیان چې دولس یې ښځې دي، د ایران د درېیو بېلابېلو زندانونو څخه د یکشنبې په ورځ له دوغارون سرحد څخه افغانستان ته انتقال شول. په اعلامیه کې د دغو کسانو د نیول کېدو دلایل نه دي روښانه شوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې دا د دواړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلیلزاد کابل ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه

په کابل کې د امریکا سفارت وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه. دغه سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښاغلي خلیلزاد سفر د افغانستان د سولي بهیر د ګړندي کولو هڅو یوه برخه وبلله او ویې ویل چې خلیلزاد او ورسره ملګرو یې دې سفر کې له ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو افغان سیاستوالو او د ښځو د حقونو له مدافعینو سره ولیدل. د اعلامیې له مخې، ښاغلي خلیلزاد په افغانستان کې د تل پاتې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هاکي روسی لوبغاړی 'فیض الدینوف' پرسر د ضربې له کبله ومړ

پر کنګل د هاکي لوبې یو روسی لوبغاړی پرسر د ضربې له کبله مړ شو.د روسیې د ۱۹ کلنو هاکي لوبغاړو ډلې پرون سې شنبه (د کب ۲۶مه) په دې اړه خبر ورکړ. دغې لوبډلې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې تیمور فیض الدینوف د دې لوبډلې غړی وو چې د مارچ په۱۶مه نېټه د ډاکټرانو له ډېرو هلو ځلو سره- سره ومړ. د دوی په خبره فیض الدینوف د مارچ پر دولسمه د لوبې په ترڅ کې پرسر سخته ضربه وخوړه او پر ځمکې ولوېد . نوموړی وروسته روغتون ته وړل شوی او درې ورځې وروسته مړ شو. فیض الدینوف اتلس کلن و او د خپلې لوبډلې له تکړه غړو څخه وو. Читать дальше...


Наели жирок. Эколог объяснил, откуда в Москве карпы-гиганты

В Калужской области запретят транзит грузового транспорта по дороге из Можайска

Цифровые сервисы помогают московским онкологам ставить диагнозы на 20% быстрее

Путин попросил Воробьева уделить больше внимания поликлиникам Подмосковья



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Порядка 3 тыс болельщиков посетили игру «Легенд футбола» в Климовске

Комитет ГД одобрил законопроект о донастройке налоговой системы

Наели жирок. Эколог объяснил, откуда в Москве карпы-гиганты

Цифровые сервисы помогают московским онкологам ставить диагнозы на 20% быстрее

Музыкальные новости

Иерей Александр Туховский: Очень нужна помощь!

«Понял, что скоро позовут в «Динамо»: 17-летний ставропольский футболист играет за команду мастеров

В Бурчтии в театре кукол «Ульгэр» 14-16 июня пройдут «Волшебные выходные»! - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети

Триумфальное возвращение Льва Лещенко на сцену спустя месяцы затишья. Артист презентовал дуэт с солистом группы “Парк Горького” Сергеем АРУТЮНОВЫМ

Новости России

Заммэра Москвы Ефимов: на Новочеремушкинской улице возведут ФОК с бассейном

Цифровые сервисы помогают московским онкологам ставить диагнозы на 20% быстрее

В Калужской области запретят транзит грузового транспорта по дороге из Можайска

В подмосковном ЖК «Пригород Лесное» построят паркинг на 1 849 машино-мест

Экология в России и мире

Первый Международный фестиваль «Мир классического романса»

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

Триумфальное возвращение Льва Лещенко на сцену спустя месяцы затишья. Артист презентовал дуэт с солистом группы “Парк Горького” Сергеем АРУТЮНОВЫМ

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Спорт в России и мире

Теннисистка Самсонова вышла в финал турнира в Хертогенбосхе

Самсонова поддержала Андрееску после победы над ней в финале турнира в Хертогенбосхе

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Теннисисты Медведев и Рублев сохранили позиции в рейтинге ATP

Moscow.media

Франт Куршского залива.

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Закат на Катуни

Этот российский регион снова стал лидером по количеству случаев по ОСАГО







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *