Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2021

Новости за 07.03.2021

Pa.azadiradio.com 

لايبه يوسفزۍ: جنګ نارينه‌وو راوستی، خو امن به ښځې راولي

د ښځو د حقونو يو شمېر فعالين وايي، د مارچ د اتمې نماځنه بايد داسې وشي چې په ټولنه کې ښځو ته د نارينه‌وو په شان برابر حق ورکړل شي. د ښځو د حقونو فعاله له خېبر پښتونخوا څخه کابل ته د امن او ثبات کنفرانس ته راغلې لايبه يوسفزۍ وايي، جنګ نارينه‌وو راوستی، خو امن به ښځې راولي. له اغلې یوسفزۍ سره د دغه کنفرانس په څنډه کې د ازادي راډیو مرکه کړې او په سر کې يې د دغه ورځې په اړه پوښتلې ده. د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Pa.azadiradio.com 

بامیانو کې د بودا د مجسمو له نړیدو شل کلونه وروسته

د 2001 م کال د فیبرورۍ د میاشتې په پای کې طالبانو په بامیانو کې د بودا د دوو سترو مجسمو د نړولو هوډ څرګند کړ.  د  همدې کال د مارچ په دویمه نیټه یې ددې مجسمو نړول پیل کړل چې د مارچ تر یولسمې یې دوام وکړ.  د افغانستان د څو لسیزو اوږدې جګړې یوازې د بودا مجسمې نه دي زیانمنې کړي، بلکې  په دې هیواد کې  ډیر لرغوني اثار په بیلابیل ډول زیانمن شوي. پر جګړو سربېره غیرې قانوني کیندنې، د لروغونو اثارو قاچاق، طبیعي افات او نه پاملرنه نور ګواښونه دي چې  افغانستان کې لرغونې او تاریخي اثار ګواښي.  طالبانو تازه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اقتصاد وزارت د طبیعي زېرمو د پروژو شفافیت برخه کې یوه امتحاني پروسه پیل کړه

د افغانستان اقتصاد وزارت وايي، د طبیعي زېرمو د پروژو د شفافیت په برخه کې یې یوه امتحاني پروسه پیل کړې. د دې وزارت ویاند عبدالصبور نریمان وايي، دغه پروسه‌یې په افغانستان کې «د روڼتیا په برخه کې د نوښت بنسټ» په مرسته په ټولو دولتي ادارو کې د اطلاعاتو برخې مسؤلانو ته د اطلاع‌رسونې په هدف په امتحاني ډول پیل کړې. په همدې حال کې له فساد سره د مبارزې شبکه د دې امتحاني پروسې پیل د زېربنايي پروژو په برخه کې د اطلاع‌رسونې لپاره مهم ګام بولي. دغه پروسه په داسې حال کې پیلېږي چې د روڼتیا نړیوال سازمان د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سویس د ښځو پر نقاب بندیز لګوي

په سویس کې د ښځو پر نقاب د بندیز د ټول‌پوښتنې ابتدايي نتایج ښيي چې په دې هېواد کې به په عامه ځایونو کې په هغو چادریو بندیز ولګېږي چې یو شمېر مسلمانې ښځې یې له سره تر پښو د ځان پټولو لپاره کاروي. سویس د یکشنبې په ورځ په دې اړه ټول‌پوښتنه وکړه چې په عامه ځایونو کې پر نقاب بندیز ولګوي کنه.  په ټول‌پوښتنه کې شااوخوا ۵۱ سلنه سویسیانو د هغو وړاندیز په پلوۍ رایې ورکړي چې غواړي، له ګوتو په شمېر استثناوو پرته هېڅوک باید دې هېواد کې اجازه ونه‌لري چې په عامه ځایونو کې خپل مخ پټ کړي. که څه هم د مخ پټولو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات پخوانی والي احمد یوسف نورستاني په بند محکوم شو

د اداري فساد د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې لومړنۍ محکمې د هرات پخوانی والي احمد یوسف نورستاني په دوه‌نیم کاله تنفیذي بند محکوم کړ. ښاغلی نورستاني هرات کې د ولایت پر مهال له دندې په ناوړه ګټې اخیستنې تورن دی او دغې محکمې یې نن په غیاب کې دا قضایي پرېکړه وکړه. د محکمې د پرېکړې په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له ښاغلي نورستاني سره یوځای د هرات ۷ برحاله او پخواني مسؤلین هم د جرمونو د شریکانو په توګه په دوه‌نیم دوه‌نیم کاله بند محکوم شوي دي. خبرپاڼه کې راغلي چې دغو کسانو د دولت بودجې ته زیان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کورنیو چارو وزیر: طالبان راتلونکي پسرلي کې د جګړې چمتووالی نیسي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، طالبان راتلونکي پسرلي کې د جګړې لپاره چمتووالی نیسي. مسعود اندرابي په کابل کې خبریالانو ته وویل، هغه اطلاعات چې امنیتي بنسټونو ترلاسه کړي طالبان د جګړې لپاره چمتووالی نیسي، خو افغان امنیتي بنسټونه خبرې او سوله د حل غوره لاره بولي. ښاغلي اندرابي د یکشنبې په روځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۷» په کابل کې د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د دفاع وزارت مرستیال او سرپرست شاه محمود میاخېل سره ګډه غونډه کې خبریالانو ته وویل، طالبانو خپلې ژمنې نه‌دي عملي کړي او لکه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شاوخوا ۱۰۰ میلیارده نوي افغاني بانک‌نوټونه چاپ شول

د افغانستان بانک ویلي چې د نویو چاپ شویو بانک‌نوټونو یوه برخه دې هېواد ته رسېدلې او عملآ ورڅخه ګټه اخیستل کېږي. د دې بانک مسؤلانو ازادي راډیو ته ویلي چې شاوخوا ۱۰۰ میلیارده نوي بانک‌نوټونه یې چاپ کړي دي. دا په داسې  حال کې ده چې اوس‌مهال په بازار کې د زړو بانک‌نوټونو موجودیت په ورځنۍ راکړه ورکړه کې جدي ستونزې او انتقادونه راپارولي دي. خلک نیوکې کوي چې د ۱۰، ۲۰، ۵۰ او ۱۰۰ افغانیو نوټونو ډېری زاړه شوي او نور د استفادې وړ نه‌دي. فریدون رحماني او اجمل بخت د کابل دوه اوسېدونکي په دې اړه وایي:... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالله عبدالله: د سولې چټکتیا لپاره مطرحه شوې طرحه له ټولو سطحو سره شریکوو

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، د سولې د چټکتیا لپاره مطرحه شوې طرحه به له ټولو سطحو سره شریکوي. ښاغلي عبدالله چې د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۷» د مارچ د اتمې ښځو، د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې جوړې شوې غونډې ته څرګندونې کولې وویل چې د سولې په اړه باید له هر وړاندیزونه ونه‌ډار شو، ځکه وروستی تصمیم خپله افغانان نیسي. ښاغلی عبدالله وايي، د سولې په اړه چې د افغان سیاستوالو ترمنځ کومه تفرقه موجوده ده، دا له سولې سره مرسته نه‌کوي چې باید ورته رسېدنه وشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاپ فرانسېس د موصل الطاهره کلیسا کې د عراق د جګړې قربانیانو ته دعا وکړه

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسېس د عراق د شمالي ښار موصل په یوې لرغونې کلیسا کې د عراق د جګړې قربانیانو ته دعا وکړه. خلک نن سهار د الطاهرې کلیسا په انګړ کې راټول او د پاپ خبرو ته‌یې غوږ کېښود، د نصرانیانو دا یو لرغونی مرکز د داعش ډلې له‌خوا نړېدلی دی. الطاهره د نړۍ یوه له لرغونو کلیساوو څخه وه چې ۱۴ پېړۍ تاریخ لري. پاپ په خپلو خبرو کې د عراق له مسیحیانو وغوښتل چې د هستوګنې سیمې پرې نه‌ږدي. له ۲۰۱۴ نر تر ۲۰۱۷ کال پورې پر موصل ښار د داعش د ولکې له کبله سلګونه زره مسیحیان د عراق د شمالي سیمو پرېښودو ته اړ شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل نن د 'امن او ثبات' دوه ورځني کنفرانس کوربه دی

د افغانستان او د پاکستان د پښتون مېشتو سیمو یو شمېر مشران کابل کې جرګه شوي چې دغې سیمه کې روانې جګړې ته د حل لارې چارې ولټوي. دوی د 'امن او ثبات' په نوم هغه دوه ورځني کنفرانس کې راټول شوي چې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له‌خوا جوړ شوی دی. د افغانستان د سرحدونو وزیر محب‌الله صمیم د دغه دوه ورځني کنفرانس د موخو په اړه وایي: "د دې جګړې او د دې بدبختۍ لمن نن خېبر پښتونخوا، وزیرستان او نورو سیمو ته هم غځېدلې، د دې لپاره چې دې سیمه کې امن او ثبات راشي، لازمه او ضروري مو وګڼله چې د امن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا د پالتو بند رغنیزې چارې پیل شوې

په پکتیکا کې د پالتو بند رغنیزې چارې عملاً پیل شوې. د پکتیکا د والي ویاند غازي دانش ازادي راډیو ته وویل چې د دې بند چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري ترسره کېږي چې په راتلونکو درېیو کالونو کې به بشپړې شي. دانش وایي، په دې بند ۱،۳۴ میلیارده افغانۍ لګښت راځي چې له بشپړېدو وروسته به ۳،۰۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه کړي. د پکتیکا چارواکي وایي، د دې بند د جوړېدو پر مهال به د دې ولایت سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. د یادونې ده چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د دې بند د چارو د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: ایا طالبان به د نړیوالې ټولنې تر مدیریت لاندې ټاکنو کې ګډون ته قانع شي؟

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې د ملي شورا د ۱۷مې دورې پرانیست غونډه کې د ولسمشر غني په هغو خبرو تمرکز کړی چې ویلي، د انتخاباتو له لارې د واک لېږد، ورته یو اصل دی او هېڅ ډول معامله پرې نه‌کېږي. د لیکوال په اند چې د ولسمشر غني دا اشاره د سولې لپاره د امریکا نوې طرحې ته وه چې ولسمشر غني ورسره مخالفت کړی. ورځپاڼې لیکلي چې د ولسمشر غني ظاهراً څرګندونې داسې وې چې هغه چمتو دی څو د سولې او په قدرت کې د طالبانو ډیمکراتیک مشارکت لپاره د خپل حکومت موده کمه او ټاکنې ترسره شي چې مدیریت‌یې د نړیوالۍ ټولنې په غاړه وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کونړ کې په یوه رستورانت کې چاودنې یو تن وژلی او ۲۲ نور ټپيان دي

د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۲۲ نور ژوبل دي.  له سیمې څخه د ازادي راډیو د خبریال له راپور سره سم، چاودنه تېر ماښام اووه بجې په یوه رستوران کې وشوه. د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان وايي چې دا پېښه د کبابو په رستوران کې د ګازو د ډبې د چاودنې په نتیجه کې شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

سویس کې نن د ښځو د بورقې په اړه ټول پوښتنه کېږي

په سویس کې نن په دې ټول‌پوښتنه کېږي چې د ښځو بورقه منع کړل شي او که نه‌شي.  دا ټول‌پوښتنه له دې سره سره کېږي چې په دغه هېواد کې د هغو ښځو چې د مخ په شمول سر تر پایه ځان پټوي، شمېر له لسګونو تنو نه‌اوړي.  مخکې تر مخکې نظرپوښتنې ښيي چې د موافقو او مخالفو شمېر ډېر سره نږدې دی.  که په ټول‌پوښتنه کې د خلکو اکثریت د بورقې پر ضد رایه ورکړه، نوی قانون به سړي هم له دې راګرځوي چې خپلې ښځې د مخ پټولو ته مجبوره نه‌کړي.

Pa.azadiradio.com 

روغتیا نړیوال سازمان: اروپا کې یو وار بیا د کرونا ویروس په زیاتېدو دی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په اروپا کې یو وار بیا د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.  د دې ادارې په وینا په تېرو ۶ اوونیو کې په اروپا کې د کرونا ویروس پېښې مخ په کمېدو وې، خو په وروستۍ یوه اوونۍ کې یو ملیون نوې پېښې ثبت شوې چې تر ورتېرې اوونۍ په سلو کې ۹ ډېرې دي.  د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې اکثره نوې پېښې د کرونا د انګلیسي بڼې دي.  د کرونا دا ډول ویروس په ۱۰ هېوادونو لکه بریتانیا، ایټالیا، ایرلنډ، جرمني، فرانسه، هالنډ، اسرائیل، اسپانیا او پورتګال کې زیات دی.

Pa.azadiradio.com 

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن مارب ولایت نښتو کې لږترلږه ۹۰ تنه ووژل شول

د یمن حکومتي سرچینو پرون (شنبه) وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد د مارب ولایت په نښتو کې لږترلږه ۹۰ تنه وژل شوي دي.  د ایران له ملاتړه برخه‌منو حوثي یاغیانو له تېرې میاشتې راهیسې د دې ستراتېژيکې سیمې د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي دي.  دا تېل لرونکې سیمه د یمن په شمال کې د دولتي ځواکونو وروستی مرکز ګڼل کېږي.  د یمن حکومتي سرچینو ویلي چې په وروستیو نښتو کې ۳۲ دولتي ځواکونه یا د حکومت پلوي قبایل وژل شوي دي.  دوی د حوثي یاغیانو د وژل شویو کسانو شمېر ۵۸ تنه ښودلی دی.

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې تر ۸۷ ملیونه او ۹۱۲ لکه دوزه ډېر کرونا واکسین خلکو ته ورکړل شوی

په امریکا کې د ناروغیو د وقایې او مخنیوي مرکز وايي، تر پرون شنبې پورې په دغه هېواد کې تر ۸۷ ملیونه او ۹۱۲ لکه دوزه ډېر د کرونا واکسین خلکو ته ورکړل شوی دی.  د دې مرکز په وینا تر اوسه پورې په امریکا کې څه باندې ۱۱۶ ملیونه او ۲۵۵ زره دوزه کرونا ضد واکسین وېشل شوی دی.  د امریکا د ناروغیو د وقایې او مخنیوي مرکز زیاتوي چې تر پرون پورې څه باندې ۵۷ ملیونه او ۳۵۸ لکه امریکایانو ته یو دوز او نږدې ۳۰ ملیونو ته دوه دوزه واکسین ورکړل شوی دی.  د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د مې میاشتې تر پایه به ټولو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عراق ته د کاتولیکو عیسویانو د مشر سفر؛ پاپ فرانسېس له ایت‌الله سیستاني سره وکتل

د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسېس عراق ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له ستر شیعه مشر ایت‌الله علي سیستاني سره وکتل. دا تاریخي ملاقات په نجف ښار کې د کاتولیکانو د مشر د لومړني سفر پر مهال وشو.  د ملاقات جریان په ژوندۍ بڼه د عراق له ملي ټلوېزیونه خپرېده او عراقیانو یې هم هرکلی وکړ.  د پاپ فرانسېس او عراق کې د شیعه مذهبو د ستر مشر ایت‌الله علي سیستاني لیده کاته داسې مهال وشول چې د کاتولیکو عیسویانو مشر هڅه کوله د ګډ او سوله‌ییز ژوند پيغام ولېږدوي.  سیستاني له دغه ملاقات وروسته په یوه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کونړ مرکز اسعداباد کې، د کبابو په دکان کې چاودنې

تېر ماښام د کونړ مرکز اسعداباد کې، د کبابو په دکان کې چاودنې یو تن وژلی او ۲۲ يي ټپیان کړي دي حکومتې مسولین وايي پېښه د ګاز ډې د چاودنې له امله رامنځ ته شوي. د دي موضوع تفصیل په دې راپور کې

Pa.azadiradio.com 

د انعکاس راډیو ټلوېزیون مستعفي کارکوونکي بېرته خپلو کارونو ته ګرځېدلي

د ننګرهار چارواکي وایي، د انعکاس راډیو ټلوېزیون هغه ۱۰ کارکوونکي بېرته خپلو کارونو ته ګرځېدلي چې پرون‌یې له دندې استعفا کړې وه. دا خبره د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه کړې. د امان امان په نوم د انعکاس راډیو ټلوېزیون یوه خبریال چې پرون‌یې پر فېس‌بوک د استعفا خبر ورکړی و، ازادي راډیو ته وویل چې بېرته کار ته دوام ورکوي. ښاغلی امان وايي: "زما په شمول زموږ یو شمېر همکارانو د امنیتي اندېښنو او ستونزو له کبله استعفاوې ورکړې وې، تېر ماښام موږ په دې تړاو له والي صاحب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون: هدفي وژنې باید ودرول شي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د هدفي وژنو د درولو غوښتنه کړې ده.  د کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د نوي زېږدیز کال له پیله تر اوسه افغانستان کې یوازې ۶ مسلکي ښځې په دې ډول بریدونو کې وژل شوې دي.  دې ډله کې څلور مېرمنې ننګرهار کې وژل شوي چې درې یې د رسنیو کارکوونکې او یوه بله‌یې ډاکتره ده.  دوه نورې ښځې چې قاضیانې وې، څه موده وړاندې کابل کې د نامعلومه وسله‌والو له‌خوا ووژل شوې.  شهرزاد اکبر د مارچ د اتمې، یا د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي "جګړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ: شمالي وزیرستان کې مو ۸ اسلام‌پلوه ملېشې وژلي

د پاکستان پوځ وایي، ځواکونو یې په شمالي وزیرستان کې اته اسلام‌پلوه ملېشې وژلې دي.  دوی وایي، دغه کسان په هغو جلا جلا عملیاتو کې له‌منځه تللي چې د افغانستان سرحد ته نږدې په بویه او دوسالي سیمو کې پرون شنبه ترسره شول.  د چارواکو د معلوماتو له مخې وژل شویو کې درې تنه د ټي.ټي.پي یا تحریک طالبان پاکستان غړي شامل دي.  تر اوسه پاکستاني طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي او د پوځ دغه ادعا خپلواکو سرچینو هم نه‌ده تأیید کړې.  وزیرستان تېر کال د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د ډېرو بریدونو او دغه‌راز د حکومتي چارواکو او مشرانو د هدفي وژنو شاهد و.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سنا جرګې کرونا ځپلو سره د ۱،۹ تریلیونه ډالرو مرستې ته رایه ورکړه

د امریکا سنا جرګې کرونا ځپلو سره د ۱،۹ تریلیونه ډالرو د مرستو سند ته رایه ورکړه.  دې کار د کانګرس له‌خوا د دغه سند تصویب او د ولسمشر لاسلیک ته لاره هواره کړه.  د مرستو دغه اندازه د امریکا د ټول اقتصاد نژدې یو پر ۱۰مه برخه جوړوي.  ډیموکراتانو د دغه سند ملاتړ او جمهوري‌پالو یې په مخالفت رایې وکارولې چې بالاخره د یوې مثبتې رایې په تفاوت تأیید شو.  په سنا کې د اکثریت مشر سناتور چک شومر وویل، "موږ د امریکا خلکو ته وایو چې مرستې پر لاره دي".  د دې سند له مخې به اکثره امریکایي وګړي ۱،۴۰۰ ډالر مرسته ترلاسه کړي.

Pa.azadiradio.com 

له مخالفو ډلو جوړ ائتلاف استازي نن د ارمنستان له ولسمشر سره ګوري

د ارمنستان له مخالفو ډلو د جوړ ائتلاف استازي نن د مارچ په ۷مه د دغه هېواد له ولسمشر ارمن سرکیسیان سره د روان سیاسي کړکېچ په اړه خبرې کوي.  له څه باندې ۱۰ ډلو جوړ دغه ائتلاف ارمنستان کې له وخته مخکې پارلماني ټاکنو او دغه‌راز د صدراعظم نیکول پاشینیان د استعفا غوښتنه کوي.  مخالفان به له ولسمشره وغواړي چې د صدراعظم له‌خوا د لوی درستیز د لیرې کولو پرېکړه د اساسي قانون محکمې ته راجع کړي.  دوی د خپلو غوښتنو د منلو لپاره حکومت ته د مارچ تر نهمې مهلت ورکړی او ویلي یې دي، د هېواد برخلیک د ولسمشر په واک کې دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فراه ولایت په ابونصر فراهي ګمرک کې لګېدلی اور مړ شو

د فراه ولایت په ابونصر فراهي ګمرک کې لګېدلی اور مړ شوی، خو سوداګرو ته‌یې مالي زیان اړولی دی.  د فراه والي تاج محمد جاهد پرون ماښام رسنیو ته ویلي چې دوی سیمې ته یو پلاوی لېږلی چې د اور د لامل او کره زیان په اړه پلټنې وکړي. ښاغلی جاهد زیاتوي: "په دغې اور لګېدنه کې د سوداګرو درې زېرمې، دوه ټانکر او یو بار وړونکی موټر سوځېدلی دی، الحمدالله چې ځاني زیان نه‌لري او د ابو نصر فراهي ګمرک نورو برخو ته هم زیان نه‌دی رسېدلی."  جاهد وایي، د دغه اور په مړه کېدو کې د ایران د جنوبي خراسان ولایت اطفائیو هم برخه اخیستې ده. Читать дальше...


Суд проведет слушание дела о взятках генералов Петербурга 20 июня в Москве

Россияне заметили сбои в работе Telegram

Суд в Москве арестовал замглавы Тюменской области по делу о получении взятки

Гражданку Кыргызстана арестовали по обвинению в угрозах судье и прокурору, отправившим за решетку Навального



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Глава Минздрава пообещал первые итоги доклинических исследований вакцины от рака до конца года

Самолет смог вылететь из Бишкека в Москву из-за птиц

Опубликован топ-10 банковских вкладов в июне с высокой ставкой

Где подростку найти работу на лето

Музыкальные новости

Глава ВТБ Костин: футболисты «Динамо» ещё не заслужили стать чемпионами России

Определят победителя на конкурсе театральных коллективов школ в УЛАН-УДЭ нс конкурсе детей Алтан Баг - Театр, Новости и Культура, Дети, Россия

Спортсмены из Тувы стали бронзовыми призёрами Чемпионата Сибирского округа Росгвардии по лёгкой атлетике

Собянин: Москва — мировой лидер по динамике развития транспортной инфраструктуры

Новости России

Суд арестовал замгубернатора Тюменской области Вахрина до 6 августа за взятку

Замгубернатора Тюменской области арестован по делу о корруции

Почему Сталин не подписал Бреттон-Вудс

Водитель фургона сдавал назад и наехал на мужчину на западе Москвы

Экология в России и мире

Туристка заразилась плотоядной болезнью и потеряла руку: новая инфекция начала распространяться на людей, посещающих достопримечательности

Немцы решили элегантно кинуть турецкие отели: гостиницы Анталии уже в шоке и угрожают массовыми удержанием туристов

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Об отношении к русским в Азербайджане

Спорт в России и мире

Зверев сыграет с Алькарасом в финале "Ролан Гаррос"

Теннисистка Андреева заявила, что хочет войти в топ-20 рейтинга WTA ради собаки

Зверев вышел в финал «Ролан Гаррос»

Янник Синнер высказался о первом месте в рейтинге ATP и травме Новака Джоковича

Moscow.media

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Ученые нашли «выключатель» болезни Паркинсона

SURREAL NAMIBIA

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: В Московском регионе более 62 тысяч семей распорядились материнским капиталом через банки







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *