Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2021

Новости за 19.03.2021

Pa.azadiradio.com 

بامیانو کې د 'نوروز' جشن ته چمتووالی

د نوي لمریزکال په راتګ سره په بامیان ولایت کې خلک یو شمېر دودیز او سیمه ییز جشنونه تر سره کوي. انځوریز راپور یې له سیمې د ازادي راډیو خبریال رالیږلی دلته یې وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

خوست کې له غیر رسمي دیني مدرسو فارغېدونکي حافظان او عالمان په څه بوختیږي؟

په خوست کې له غیر رسمي دیني مدرسو سلګونه فارغېدونکي حافظان او عالمان له فراغت وروسته د کارموندنې برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي او ځینې یې بیا د ډېر کم معاش په بدل کې امامت، د مدرسې استادي او یا هم شخصي کاروبارونو او مزدوریو ته مخه کوي. د پکتیا اوسیدونکی سیف الله چې له تېرو څو کالونو راهیسې د خوست علیشیرو ولسوالۍ کې اوسیږي وایي، له نننه ۱۳ کاله وړاندې له کرښې هغې غاړې د یوې مدرسې فارغ شوی، خو د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله بهرنیو هېوادونو ته مساپر شو او کلونه یې درنې چارې ترسره کړې. دی زیاتوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: که امریکا افغانستان کې د ځواکونو موده وغځوي غبرګون سره به مخ شي

د افغان طالبانو د مرکچي پلاوي یو غړی سهیل شاهین وایي، که امریکایان له افغانستانه د مې تر لومړۍ نېټې سرتیري ونه باسي، له دوی سره له شوي تړون سرغړاوی کوي او د دوی له خوا به غبرګون سره مخ شي. مسکو ته تللي د طالبانو د سیاسي پلاوي یو غړی سهیل شاهین نن جمعه (د کب ۲۹مه) مسکو کې اسوشیټېډ پرېس ته وویل، دوه هیله مند دي چې امریکایان به خپله ژمنه پوره کړي. شاهین زیاته کړه: "موږ له امریکایانو سره اتلس میاشتې مذکرات وکړل او دوی موافقه وکړه چې دوی به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه وځي او دا وخت د اپریل په پای او د مې په لومړۍ نېټه را رسیږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فنلنډ په څلورم ځل د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد وپېژندل شو

فنلنډ د څلورم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد وپېژندل شو. دا موضوع د ملګرو ملتونو د سازمان په راپور کې راغلې چې د کرونا ویروس تر خپرېدو یو کال وروسته خپره شوې ده. د خوشحالۍ نړیوال راپور د ګالوپ نړیوال سازمان د درې کلنې په نتیجه کې جوړ شوی او په دې سروې کې د بېلابېلو هېوادونو له وګړو پوښتنه شوې چې څومره د خوښۍ احساس لري. هغه شاخصونه چې دې برخه کې اشاره ورته شوې، د هر وګړې پرسر ناخالص عاید، د عمر منځنۍ کچه، ازادي، په حکومتونو کې اداري فساد او سوداګري یاده شوې ده. د نړۍ په لسو خوشحالو هېوادونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بې پولې خبریالانو سازمان: ایران دې ۲۱ زنداني خبریالان خوشې کړي

په ایران کې د نوروز په را رسېدو، د بې پولې خبریالانو سازمان د ایران له حکومته غوښتي چې هغه ۲۱ خبریالان او نور کسان چې د دوی په خبره په غیر عادلانه ډول بندیان شوي، بېرته خوشې کړي.  دغه سازمان چې مرکز یې په پاریس کې دی پرون پنجشنبه (د کب ۲۹مه) په یوې اعلامیې وویل، ۲۱ ښځینه او نارینه بندیان چې یوازینی جرم یې د حقایقو خپرول او د دندې ترسره کول وو، د مارچ په ۲۱ مه د نوي لمریز کال لومړۍ ورځ د خپلو کورنیو ترڅنګ نه بلکه په زندان کې تیروي. د بې پولې خبریالانو په سازمان کې د ایران د څانګې مشر رضا معیني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک افغانستان، بنګله دیش او نیپال کې د کرونا ضد واکسین تمویلوي

نړیوال بانک اعلان وکړ چې په افغانستان، بنګله دیش او نیپال کې د کووېډ- ۱۹ ضد واکسین تمویلوي. په نړیوال بانک کې د افغانستان د څانګې مشر هنري کرالي ویلي چې د افغانستان لپاره ۱۱۳ میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي چې ۶۰ میلیونه ډالر یې د نړیوال پراختیایي سازمان له خوا ورکول کېږي. د ښاغلي کرالي په خبره نړیوال بانک د افغانستان له حکومت او خپلو متحدینو سره یوځای د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ د درملنې او ټېسټونو د شرایطو د ښه کېدو لپاره کار کوي، څو د افغانستان روغتیایي سیستم پیاوړی شي.  نړیوال بانک ویلي چې دا اقدام... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې سختو بادونو ۴ کسان مړه او لس نور ټپیان کړل

د سختو بادونو له کبله نن جمعه (د کب ۲۹مه) په هرات ښار کې څلور کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي. د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي ازادي راډیو ته وویل چې د سختو بادونو له کبله د ونو او دیوالونو د نړېدو له کبله دغو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. نوموړی وایي، په مړو کې یوه ښځه او درې نارینه دي. ښاغلي شیررزي دغه راز وویل، درې ماشومان، دوې ښځې او پنځه نارینه ټپیان دي چې حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د هغو ۴ پیلوټانو د جنازې مراسم ترسره شول چې میدان وردګو کې وژل شوي وو

نن جمعه (د کب ۲۹مه) په کابل کې د هغو څلورو پیلوټانو د جنازې مراسم ترسره شول چې پرون د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې ووژل شول.  د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په دې مراسمو کې د دفاع وزارت د لوی درستیز او لومړي مرستیال په ګډون یو شمېر جنرالانو او افسرانو ګډون کړی وو.  عبدالکریم رحیمي، فضل وهاب امیري، محمد انور عمر او محفوظ نېکزاد هغه څلور پیلوټان دي چې پرون یې په بهسود ولسوالۍ کې هلیکوپتره نسکوره کړای شوه. په دې پېښه کې ۵ نور امنیتي سرتیري هم وژل شوي دي. د اعلامیې له مخې ښاغلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته نوي سرپرستان وټاکل شول

د افغان ولسمشر د دوو جلا حکمونو پر اساس د افغانستان دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو لپاره نوي سرپرستان وټاکل شول. د افغانستان د ملي امنیت شورا د اعلامیې په خپرولو ویلي چې ستر جنرال محمد یاسین ضیا د دفاع وزارت سرپرست او حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارت لپاره د سرپرست په توګه ټاکل شوي. اعلامیه زیاتوي، ښاغلی ضیا چې د دفاع وزارت لوی درستیز هم دی، د دفاع وزیر اسدالله خالد تر بشپړ رغېدو او بېرته راتلو پورې د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي. دغه راز د ولسمشر په حکم کې ستر جنرال محمد ایوب سالنګي د کورنیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

الاسکا غونډه کې د امریکایي او چینایي دیپلوماتانو ترمنځ لانجه

وروسته تر دې چې جوبایډن د امریکا د منتخب ولسمشر په توګه کار پیل کړی دی د لومړي ځل لپاره امریکایي او چینایي دیپلوماتانو مخامخ سره وکتل او لانجه یې وکړه. له دې سره د واشنګټن هغه هیلې کمزورې شوې چې غوښتل یې د چین چلند کې به بدلون راشي او دې ته به زمینه برابره شي چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وخت چې اړیکې خړپړ شوي وو، هغه بېرته سم شي. د پنجشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو دیپلوماتانو په الاسکا کې د دوه ورځنۍ غونډې په پيل کې لانجه وکړه.  امریکایي لوري چینایان د غونډې له پروتوکول څخه په سرغړونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هانګ کانګ کې ۳ تنه د تشناب کاغذ د غلا په تور په بند محکوم شول

په هانګ کانګ کې درې تنه د تشناب د کاغذونو د غلا په تور هر یو په څه باندې درې کاله بند محکوم شو.  فرانس پرېس اژانس د هانګ کانګ د یوې ورځپاڼې مینګباو په وینا څرګندوي چې دا درې کسان چې د تشناب نژدې شپږ سوه کاغذونه یې غلا کړي وو، هر یو د هانګ کانګ یوې سیمه ییزې محکمې په څلویښت میاشتې بند محکوم کړل.  د دوه زره شلم کال په فبروري میاشت کې چې کله په هانګ کانګ کې نوې کرونا وبا خپره شوه، له خلکو سره دا اندېښنه پيدا شوه چې د تشناب کاغذونه به په دوکانونو کې خلاص شي نو خلک به په کتارونو دوکانونو ته ولاړ وو چې دا کاغذونه واخلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن: تر نوومبره افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر پاتېدو غور کوو

د امریکا ولسمشر جوبایډن تر نوومبر میاشتې پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر پاتېدو غور کوي. د امریکا 'اېن.بي.سي'ټلوېزیوني شبکې د یوې باخبرې سرچینې په حواله خبر ورکړی چې بایډن د خپل ملي امنیت د ټیم له غړو سره په وروستي خبرو کې په مې میاشت کې له افغانستانه د متحده ایالاتو د ځواکونو له اېستلو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې تر نوومبر میاشتې پورې د امریکایي پوځیانو د پاتې کېدو په تړاو غور کوي. جوبايډن ویلي چې تر ټاکلي ضرب الاجل پورې له افغانستانه د پوځیانو ایستل ګران دي. د افغانستان د ملي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې ښځې عدالت ته پوره لاسرسۍ نه لري

په پکتیا کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر مسوولین وايي چې دې ولایت کې ښځې عدالت ته پوره لاسرسۍ نه لري. دوی په حکومتي ادارو کې د توپیریز چلند خبره کوي او زیاتوي، دې ځایونو کې د نارینه وو په شان د ښځو ستونزو ته رسیدنه نه کېږي او کارونه يې د خنډ او ځنډ سره مخامخېږي. په ګردېز کې د بشري حقونو د سیمه ییز دفتر مشر نور احمد شهیم ازادي راډیو ته وايي، په حکومتي ادارو کې د نارینه وو په شان د ښځینه وو کارونه پرمخ نه ځي: "عدالت ته پوره لاسرسۍ هم په ټولنه کې ښځو ته متاسفانه په ښه ډول میسر نه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي: فاریاب کې ۳۰ طالبان وژل شوي

افغان پوځي چارواکي په فاریاب ولایت کې د څلورو هوایي بریدونو په ترڅ کې د نژدې دیرشو وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.    په شمال کې د شاهین قول اردو په یوه اعلامیه کې چې نن جمعه (د کب ۲۹مه) خپره شوې راغلي، دا هوایي بریدونه تېره ورځ د فاریاب د قیصار ولسوالۍ په اړوندو سیمو د وسله والو طالبانو پر مرکزونو شوي دي.   اعلامیه زیاتوي چې دې بریدونو کې ۱۷ نور طالبان ټپیان شوي دي.   د اعلامیې له مخې وسله وال مخالفینو د دغو پرله پسې بریدونو په نتیجه کې د قیصار  ولسوالۍ له مرکزه شاتګ کړی  او د کلیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن: افغانستان کې به تر نوومبره د امریکایي ځواکونو ماموریت وغځوو

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه امریکایي ځواکونه تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي، خو د امریکا ولسمشر جو بایډن لېوالتیا ښودلې چې تر نوومبر میاشتې پورې به د امریکایي ځواکونو موده وغځوي. تازه د امریکا 'اېن.بي.سي' ټلوېزوني شبکې د یوې باخبره امریکایي سرچینې په حواله خبر ورکړی چې بایډن د خپل ملي امنیت د ټیم له غړو سره په وروستي خبرو کې په مې میاشت کې له افغانستانه د متحده ایالاتو د ځواکونو له اېستلو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې تر نوومبر میاشتې د امریکایي پوځویانو د پاتېدو په اړه غور کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قومي پرېکړه: اریوب ځاځيو کې که چا نشه يي توکي وکرل یو لک افغانۍ ناغه کېږي

د پکتیا اریوب ځاځي ولسوالۍ کې له څو کلونو راهیسي بنګ کرل کېږي او له ولسوالۍ بهر د چرسو د قاچاق ترڅنګ، په خپله د اریوب ځاځي ولسوالۍ ګڼ شمېر ځوانان په چرسو معتاد شوي دي. خو دې وروستیو کې د اریوب ځاځيو ولسوالۍ د سوراڼي خېلو سیمې اوسیدونکو د قومي جرګې په ترڅ کې پریکړه وکړه، هر هغه چا چې له دې وروسته دې سیمه کې بنګ وکرل، نو سل زره افغانۍ به نغدي جریمه کېږي. د دې سیمې یو قومي مشر عیسی جان ازادي راډیو ته وویل، دا پریکړه یې ځکه وکړه چې د بنګو د کرلو له امله د دې سیمې ګڼ ځوانان په چرسو معتاد شوي. دی وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کورنيو چارو وزارت: سږ مخالفينو او قاچاق کوونکو ته ۶۰ ميليونه ډالره زيان اوښتی

په افغانستان کې په ۱۳۹۹لمریز کال کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۳۷ ډېر شوی او په دوه لکه او ۲۳ زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، خو افغان دولت و نه شوای کولای چې دې کال کې د تولید شوېو تارياکو اندازه معلومه کړي. که څه هم افغان حکومت وکولای شوای چې تر زرو هکټارو لږ ځمکې د کوکنارو له کښته پاکې کړي، خو د کورنيو چارو وزارت وايي چې دوی د کوکنارو له کښت او تارياکو له تولید سره په مبارزه کې بريالي وو. له نشه يي موادو سره د مبارزې ملکي معين فاضل وسيط وايي چې له نشه يي موادو سره ځانګړو پولیسو تر درې زره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حامد کرزی: د موقت حکومت مشري نه غواړم

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه کنفرانس یوه ډېره بریالۍ غونډه بولي او وايي، د سولې لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې افغانستان د سترو هېوادونو د همکارۍ ډګر وي، نه د هغوی د رقابتونو. د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، غوره دا ده چې طالبان د اوسني‌ افغان حکومت سره يو ځای شي، خو که هغوی دا نه خوښوي او سولې ته خطر پېښيږي نو د موقت حکومت په جوړولو کې ستونزه نشته. د ازادي راډیو خبریالې ملالۍ بشير له حامد کرزي سره په دې ځانګړې مرکه کې د مسکو کنفرانس تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې ۸۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي

په ننګرهار ولایت کې اتیا کیلوګرامه نشه يي مواد او زرګونه 'ټابليټ کا' نشه يي ګولۍ ونيول شوې. د ننګرهار ولایت امنيه قوماندان جمعه ګل همت رسنیو ته وويل، لومړي عمليات چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د حوت د میاشتې په ۲۷مه نېټه په خوګياڼو ولسوالۍ کې ترسره کړل، په نتيجه کې يې په يوه کور کې ۴۷ کيلوګرامه هيروئين ونيول شول. دوهم عمليات چې په مومنددره کې وشول، په نتيجه کې يې ۸۱۰۰ ټابلیټ کا ګولۍ ونيول شوې او د درېيمو عملياتو په نتيجه کې له يوه موټره ۱۷ کيلوګرامه هيروئين ترلاسه شول. د دې قضیو په تړاو درې تنه هم نيول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

هند ته د هیروئينو د قاچاق پرمهال درې تنه ونیول شول

درې تنه قاچاق کوونکي هند ته د هیروئينو د قاچاقو پر مهال ونيول شول. درې قاچاق کوونکي د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د تلاشۍ پرمهال ونيول شول. دې قاچاق کوونکو درې کیلوګرامه هیروئين د ګولیو په بڼه په خپلو ګیډو کې پټ کړي وو او غوښتل يې چې هند ته يې قاچاق کړي.  د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیس وايي چې نيول شوي قاچاق کوونکي تر لومړيو څېړنو وروسته له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې ۶۰ معتادین راټول او روغتیايي مرکز ته یووړل شول

له کابل ښار څخه شپېته معتادین راټول او د درملنې لپاره روغتيايي مرکز ته يووړل شول. د ابن سينا زر بستريز روغتيايي مرکز رئیس محمد ظاهر سلطاني ازادي راډيو ته وويل، زموږ مرکز د پولیسو په مرسته د بې سرپناه معتادينو راټولولو په لړ کې د کابل ښار له پل سوخته او شپږمې ناحيې له بېلابېلو سيمو څخه ۶۰ معتادين راټول او د درملنې لپاره د ابن سينا زر بستريز روغتيايي مرکز ته يووړل. د يادونې وړ ده چې د ۱۳۹۹ شمسي کال د ژمي له پيله بيا تر اوسه پورې له کابل ښاره دوه زره بې سرپناه معتادین راټول شوي او په روغتيايي مرکزونو کې بستري شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو ۵۵ پلورونکي نیول شوي

په ۲۱ ولايتونو کې د نشه يي موادو ۵۵ خرڅوونکي ونيول شول.  د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل، پولیسو د افغانستان په ۲۱ ولايتونو کې عمليات کړي چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو ۵۵ خرڅوونکي له ۳۰ کيلوګرامو نشه يي موادو سره نيولي دي. دا نشه يي مواد هيروئين، ښیښه، ټابلیټ کا ګولۍ، تارياک او چرس دي. د نيول شوېو تورنو کسانو دوسيې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته استول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

ملي امنیت: فاریاب کې د داعش ۱۸ کسیزه ډله نیول شوې

د افغانستان ملي امنیت په فاریاب ولایت کې د داعش د یوې ۱۸ نفري ډلې د نیولو خبر ورکړی دی. د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نیول شوي کسانو په یاد ولایت کې داعش وسله والو ته جلب و جذب کاوه. د اعلامیې له مخې چې نیول شوې ډله د داعش مهم کسان هم شامل دی.  په اعلامیه کې راغلي چې دغه ډلې دغه شان په سیمه کې په ترورستي فعالیتونو کې هم لاس درلود.  په اعلامیه کې په دې اړه چې یاده ډله کله نیول شوې څه نه دي ویل شوي.

Pa.azadiradio.com 

ناسا 'اېس.اېل.اېس' سیسټم په بریالیتوب وازمایه

د امریکا د فضایي تحقیقاتو ادارې یا ناسا د SLS په نوم د فضايي توغولو سیسټم پرون د مارچ په اتلسمه نېټه په بریالیتوب سره وازمایه.   دا ازموینه له مخکینۍ ناکامې ازموینې شااوخوا دوه میاشتې وروسته وشوه. په ميسي سيپي کې د سټینېس په نوم د فضايي الوتنو په مرکز کې د پرونۍ ازموینې پر مهال د SLS توغندي څلور واړه انجنونه د اتو دقیقو لپاره- چې د ازموینې ټوله موده وه، په دوامدار ډول لګېدلي وو.  د ناسا سرپرست مشر ستيف جورزېک په یوه بیان کې دا ازموینه سپوږمۍ ته د انسان د استولو په مقصد د ناسا د پروګرام لپاره خورا مهمه وبلله. Читать дальше...


Ефимов: Почти 10% строящейся нежилой недвижимости приходится на социальную инфраструктуру

Чиновники Подмосковья составили плейлист для тёплых летних деньков

На форуме ПМЭФ-2024 оценили опыт Тульской области по с молодёжью в госуправлении

Художник Петр Зубов завершил роспись Никольской церкви в Балашихе



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Смертельный удар. Школьнику грозит срок за случайное убийство бомжа

Ефимов: Почти 10% строящейся нежилой недвижимости приходится на социальную инфраструктуру

На форуме ПМЭФ-2024 оценили опыт Тульской области по с молодёжью в госуправлении

Лже-помощник Шепса из «Битвы экстрасенсов» развел москвичку на 100 тысяч

Музыкальные новости

«В девять лет я уже был очень любвеобильным». Актер Михаил Богдасаров вспомнил детство в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3  

Путин назвал отношения с Африкой одним из приоритетных направлений для РФ

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

Яндекс, А.С. Пушкин, Святой Ленин ведут следствие. Настоящая сенсация! 225 лет А.С. Пушкину.

Новости России

На форуме ПМЭФ-2024 оценили опыт Тульской области по с молодёжью в госуправлении

Смертельный удар. Школьнику грозит срок за случайное убийство бомжа

В Москве прошел суперфинал конкурса «Живая классика»

Дегтярёв: на физкультуру и спорт в России оценочно тратится полтриллиона рублей

Экология в России и мире

Фонд «Восход» выпустил на «Атомайз» первые в России венчурные ЦФА

Турецкие отели в шоке после банкротства крупнейшего туроператора: все оказались в долгах, как работать летом — непонятно

Красноярский музыкальный театр представил проект театральной экосистемы будущего

Производители кроссовок New Balance и Under Armour подали около 1000 исков к российским продавцам

Спорт в России и мире

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Соболенко, проигравшая Андреевой, потеряет 2-е место в рейтинге WTA по итогам «Ролан Гаррос», уступив его Гауфф

«Янника Синнера очень рано сравнивать с Роджером Федерером» // Тренер мужской сборной России по теннису Игорь Куницын — о главных событиях Roland Garros

Теннисистка Андреева заявила, что хочет войти в топ-20 рейтинга WTA ради собаки

Moscow.media

Трасса М-12 Восток будет продлена до Тюмени в 2025 году

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: С начала года более 4,7 тысячи жителей Московского региона оформили страховую пенсию в автоматическом режиме на портале госуслуг

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

«Грузовичкоф» выступил в Санкт-Петербургской торгово-промышленной палате с предложениями для развития отрасли







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *