اتمر: وروستي یو کال کې د ډیپلماسۍ دستګاه ټوله هڅه د سولې لپاره پر اجماع وه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، په وروستي یو کال کې د هېواد د ډیپلماسۍ دستګاه ټوله هڅه همدا وه چې د سولې بهیر د ملاتړ لپاره سیمهییزه او نړیواله اجماع برابره کړي. حنیف اتمر د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۸» ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل: "موږ هڅه وکړه چې تېر کال دوه مواردو ته لومړیتوب ورکړو، لومړۍ فعاله ډیپلماسي د اجماع [افغانستان کې د سولې ملاتړ لپاره]، دوهم فعاله ډیپلماسي د اسلامي نړۍ د اجماع په خاطر چې ځیني د دیني ډیپلماسۍ نوم هم ورکوي." د ښاغلي اتمر په خبره، په وروستي یو کال... Читать дальше...