Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2021

Новости за 01.06.2021

Pa.azadiradio.com 

یو شمیر اروپایي هیوادونو تنکیو ځوانانو ته هم د کرونا واکسین پیل کړل

په یو شمیر اروپایي هیوادونو کې د کرونا واکسین د تطبیق مرحله په چټکۍ سره روانه ده او ځینې هیوادونه داسې پړاو ته رسیدلي چې د پاخه او متوسط عمر لرونکو وروسته اوس تنکي ځوانان واکسینوي. له بلې خوا په هندوستان او د سویلي امریکا په یو شمیر هیوادونو کې د کرونا ویروس د نویو پېښو او مړینو شمېر په لوړیدو دی. نور په دې راپور کې وګورئ او خپلو ملګرو سره یې شریک کړئ

Pa.azadiradio.com 

چین کې نوی ویروس؛ یو کس د مارغانو انفلونزا په نوې بڼې اخته شوی

د چین حکومت اعلان وکړ چې یو تن د «اېچ۱۰، اېن۳» په ناروغۍ چې د مارغانو د انفلونزا د ډلې ناروغي ده، اخته شوی دی. د چین حکومت وایي چې دا لومړی ځل دی چې یو انسان په دې ناروغۍ اخته کېږي، خو د دې ناروغۍ د ډېرې خپرېدا امکانات لږ دي.  د چین د ملي روغتیا کمېسیون نن په خپله وېب‌پانه کې لیکلي دي چې دا ناروغ د چین په ختیځ کې د ژنیجاګ دی او ۴۱ کلن دی. دی د اپرېل په ۲۸مه په روغتون کې بستر شو او وضعیت‌یې ښه دی.  د چین د ملي روغتیا کمېسیون وایي چې تر اوسه په «اېچ۱۰، اېن۳» ناروغۍ په بل ځای کې د کوم انسان د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې کرونا ویروس؛ اخته کسان په ډېرېدو دي، خو واکسین خلاص شوی

په افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه په تېزۍ د پراختیا په حال کې ده. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ په ۲۴ ساعتونو کې ۳،۶۱۴ کسانو د کرونا ټسټونه کړي چې له ډلې يې ۱،۰۴۵ کسان په کرونا ویروس اخته پېژندل شوي دي. د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزی وايي دغه‌شان په همدې موده کې ۳۳ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. ښاغلی علیزی زیاتوي: "د کرونا ویروس مثبتې پېښې په تېزې سره د پراختیا په حال کې دي، تېره ورځ موږ د کرونا ویروس لوړې ۱،۵۶۶ مثبتې پېښې ثبت کړې، دا د کرونا ویروس له پیله لوړې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې 'یو ملیون ماشومان' په مخدره موادو روږدي دي

په افغانستان کې له شپږ ملیونو ماشومانو څخه ۱ ملیون‌یې په مخدره موادو روږدي دي. د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د «جون لومړۍ د ماشومانو نړیوالې ورځې» په مناسبت د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۱» کابل کې جوړ شوي خبري کنفرانس کې وویل چې دا مهال څه باندې شپږ ملیونه ماشومان په ۲۳ کټه‌ګوریو کې له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي. د دغه وزارت سرپرست او مرستیال غلام حيدر جيلاني وویل: "د اټکل له مخې تقریباً ۶ ملیونه ماشومان له جدي ګواښونو سره مخ دي چې په ٢٣ کټه‌ګوریو کې دي، یتیم او بې‌سرپرسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د ننګرهار په اچین کې طالبانو یو ښوونځی او بازار سوځولی

ځایي چارواکي وایي، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو یو ښوونځی او بازار سوځولی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، نن سې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه) سهار وسله والو طالبانو د دې ولایت د اچین ولسوالۍ کې د پېښې بازار هټۍ لومړۍ لوټ کړی او بیا یې د پېښې ښوونځی او بازار سوځولی دی. هغه وایي، په یاده پېښه کې د ځایي خلکو دوکاندارانو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی. د خوګیاڼي په خبره افغان ځواکونه په وخت سیمې ته رسیدلي او هلته یې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي چې اوس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فعالان او ځوانان: خوست کې ډېری ګمارنې د وړتیا پرځای د اړیکو له لارې کېږي

د خوست مدني فعالان او ځوانان د کاري فرصتونو له نشتونه شکایت کوي او وايي چې په دې ولایت کې ډېری ګمارنې د شایسته ګۍ او وړتیا پرځای د واسطې او اړیکو له لارې ترسره کېږي. دوی بې کاري، ناامني، لوړو زده کړو او نوې ټکنالوژۍ ته لږ لاس رسۍ، کمزوری اقتصاد، لوړ ولور پر نشو روږدېدل او په غیرقانوني لارو نورې نړۍ ته مهاجرتونه هغه ستونزې بولي چې افغاني ځوانان ورسره لاس او ګریوان دي. نن د سې شنبې (د غبرګولي ۱۱مه) په ورځ مدني فعال طایب الدین بریال ازادي راډیو ته وویل، یادو ستونزو ځوانان خپل راتلونکي ته اندېښمن کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ټرانسپورټ د انسجام شورا: د بار وړونکو وسایطو عواید د دولت بودجې ته نه ځي

د افغانستان د ټرانسپورټرانو شکایت! ‎د دغه هېواد د ټرانسپورټ د انسجام او همغږۍ شورا چارواکو د سې شنبې (د غبرګولي ۱۱مه) په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال خپلې ستونزې او د فساد په اړه اندېښنې له رسنیو سره شریکې کړې. ‎د دغې شورا مشر طلا محمد اتمانزي د اسنادو له شریکولو پرته ادعا کوي چې لاهم د مسافر وړونکو او ساختماني یا بار وړونکو وسایطو عواید د دولت بودجې ته نه ځي. ‎ښاغلي اتمانزي زیاته کړه: "دوه برخې چې یو ساختماني او بل مسافر وړونکي وسایط دي، ‌لا هم پاتې دي، دوی 'ټرانسپورټ وزارت' په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزني کې له ۱۲۵ بې ځایه شوېو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

په غزني ولایت کې له لسګونو بې ځایه شوېو کورنیو سره مرسته وشوه. د 'ډي.ار.سي' په نوم موسسې له دې کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده. د غزني د والي ویاند واحد الله جمعه زاده نن سې شنبه(د غبرګولي ۱۱مه) رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي، دا هغه کورنۍ دي چې د غزني ښار ته یې له جګړو پناه راوړې: "۱۲۵ کورنیو ته چې د خواجه عمري او قره باغ ولسوالیو اوسېدونکې دي، هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ د 'ډي.ار.سي' موسسې په مرسته د غزني ولایت د کډوالو چارو ریاست په همغږۍ سره ور ويشل شوي."   په غزني ولایت کې د وروستیو جګړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د صادراتي محصولاتو ملي مرکز پرانېستل شو

د افغانستان مالیې وزارت وايي، په کندهار ولایت کې په لومړي ځل د صادراتي محصولاتو واحد ملي مرکز پرانېستل شو. د دې وزارت ویاند رفع تابع نن سې شنبه (د غبرګولي په ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل، د صادراتي محصولاتو واحد ملي مرکز په پرانېستلو سره به ټول سوداګریز توکي چې له هېواده بهر صادرېږي او دغه شان د ملي سوداګرو او خصوصي سکټور د توکو پړاوونه ترسره کول تر یوه چتر لاندې ترسره شي. د ښاغلي تابع په خبره،  د دې ترڅنګ به له دې مرکزه د ګټې اخېستنې په صورت کې سوداګرو ته ګڼې نورې اسانتیاوې هم برابرې او د بیروکراسۍ کچه به تر ډېره بریده راښکته شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ۱۲ ولسوالیو کې د وښو میده کولو ۶۸ ماشینونه ووېشل شول

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د ننګرهار ولايت په ۱۲ ولسواليو کې د شااوخوا یو میلیون افغانيو په ارزښت په مالدارانو او لبنیاتي فعالينو څارويو لپاره د وښو ميده کولو ۶۸ ماشينونه ووېشل شول. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د غبرګولي په ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه ماشينونه د ننګرهار ولايت د بهسود، کامه، دره نور، کوزکونړ، ګوشته، لعلپوره، مومندره، چپرهار، پچیراګام، سرخ رود، رودات او خوګیانو ولسواليو کې د ختیځ لبنیاتو ټولنې او ځیني نورو ګروپونو ته ورکړل شوي دي. ښاغلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په چین کې یو کس د مرغانو د انفلونزا په یو ډول ناروغۍ اخته شوی

د چین حکومت اعلان وکړ چې یو تن د 'اېچ.لس.اېن.درې' په ناروغۍ چې د مرغانو د انفلونزا د ډلې ناروغي ده، اخته شوی دی. د چین حکومت وایي چې دا لومړی ځل دی چې یو انسان په دې ناروغۍ اخته کېږي، خو د دې ناروغۍ د ډېرې خپرېدا امکانات لږ دي. د چین د ملي روغتیا کمېسیون نن سې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه) په خپله وېبپاڼه کې لیکلي دي چې دا ناروغ د چین په ختیځ کې د ژنیجاګ دی او یو څلوېښت کلن دی. دی د اپریل په اته ایشتمه په روغتون کې بستر شو او وضعیت یې ښه دی. د چین د ملي روغتیا کمېسیون وایي چې تر اوسه په 'اېچ.لس.اېن.درې"... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رومانیا او ایټالیا له ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکو ته د کرونا ضد واکسین پیلوي

د اروپايي ټولنې اجرایيوي ادارې د مې میاشتې په یودېرشمه نېټه تایید کړه چې تر دوولسو کلونو لوړ عمر لرونکي کوچنیان د کووېډ-۱۹ واکسین کولای شي. د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه اوس کولای شي پرېکړه وکړي چې ایا د واکسین کمپاین به تر کوچنیانو وغځوي که نه؟ د رومانیا صدراعظم فلورین سیتو وویل چې دوولس کلن او تر دوولسو کلونو لوړ عمر لرونکي کوچنیانو ته به د جون په لومړۍ نېټه چې نن ده، د کووېډ-۱۹ واکسین پیل شي. د ايټالیا حکومت بیا وویل چې د ځوان کوچنیانو لپاره به واکسین ته اجازه ورکړي. ټاکل شوې ده، نور د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فورچون مجلې فوزیه کوفي د نړۍ ۵۰ سترو رهبرانو په نوملړ کې راوسته

فورچون امریکایي مجلې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي نوم د نړۍ د ۵۰ سترو رهبرانو په ‌‌‌‌‌‌ډله کې شامل کړی. فوزیه کوفي وایي، یادې مجلې په افغانستان کې د اړیکو او د نوموړې په اړه له څېړنو وروسته د دې نوم په دې نوملړ کې شامل کړی دی. مېرمن کوفي وویل، دا مهال افغان مېرمنې په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي، خو په سیاسي برخه کې ښځو ته د هغوی معنی ورکوونکې ونډه نه‌ورکول دي. له فوزیه کوفي سره د ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو خبریالې مرکه کړې او په سر کې د فورچون مجلې او د نړۍ په ۵۰ سترو رهبرانو کې د نوموړې د شاملېدو په اړه پوښتلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: غبرګو پېښو کې ۴ سرتیري او ۴ بریدکوونکي وژل شوي

د پاکستان پوځ وایي چې د دوو پېښو په ترڅ کې لږ تر لږه څلور پوځیان او څلور بریدکوونکي وژل شوي دي.  د پاکستان پوځ نن په یوه بیان کې څرګنده کړه چې د وسله والو یوې ډلې په کوټه کې پر امنیتي پوستې برید وکړ چې څلور پوځیان یې ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.  په بیان کې راغلي دي چې په ځوابي برید کې څلور برید کوونکي وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.  په یوه بله پېښه کې، د بلوچستان په تربت سیمه کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې دوه پوځیان ټپيان شوي دي.  د دې پېښو مسوولیت چا نه دی اخیستی او تر اوسه په دې اړه نور توضحیات هم نه دي ورکړل شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سولې خبرې؛ افغان او طالب مرکچي پلاوو نوي پړاو ته چمتووالی ښودلی

د جګړې تر اغېز لاندې د سولې خبرې، هغه خبرې چې افغان مرکچي پلاوی یې نوی پړاو بولي او دواړه لوري یې د پرمخ بېولو لپاره چمتووالی ښيي. د دې خبرو د بیا ځلي پیل لپاره تمه ده چې د افغان مرکچي پلاوي یو شمېر غړي نن سې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه) دوحې ته ستانه شي. د دې پلاوي دوو غړو ازادي راډیو سره خبرو کې دوحې ته د تلونکو کسانو شمېر ۴ تر ۸ تنه ښودلی دی. د افغان مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح وايي، دوحې ته له رسېدو سره سم به، د دواړو لوریو ترمنځ د سولې نوي پړاو خبرې پیل شي: "نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن: امریکایان دې د تولسا ټولنې ډله ییزه وژنه په یاد وساتي

ولسمشر جوبایډن له امریکایانو غوښتي دي چې په ۱۹۲۱ کال کې په اوکلاهوما کې د تورپوستانو د تولسا ټولنې ډله ییزه وژنه په یاد وساتي. بایډن دا غوښتنه په هغه اعلامیه کې کړې چې پرون د مې په ۳۱مه د تولسا د ګڼې وژنې د سلم تلین په مناسبت خپره شوه. ښاغلي بایډن ویلي چې د تولسا پر توکمیزې ډلوژنې د پېړۍ د اوښتو په مناسبت پر امریکایانو غږ کوم چې په امریکا کې د نژادي توپیر د ترور جرړې راوباسي او د هېواد په کچه د سیستماتیک نژادي توپیر د جرړو د ایستلو لپاره کار وکړي. به ۱۹۲۱ کال کې په اوکلاهوما کې د تورپوستو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ماشوم نړیواله ورځ: لا هم ګڼ افغان ماشومان د ژوند له لومړنیو حقونو بې برخې دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په وینا په افغانستان کې دا مهال ۱۴ میلیونه وګړي لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري چې د دې نیمايي زیات یې ماشومان دي. جګړې، ناامنۍ، بې وزلي، تعلیمي او روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی، شاقه کارونه او نورو ستونزو د افغان ماشومانو ژوند له کړاونو ډک کړی دی. د امنیتي او نړیوالو ادارو راپورونه ښيي چې د روانې جګړې د ولسي قربانیانو یوه لویه برخه ماشومان جوړوي. زرګونه نورماشومان د جګړو له کبله بې سرپرسته شوي، میندې او پلرونه یې جګړو اخیستي دي. میلیونونه په کډوالۍ کې ژوند... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رومانیا او ایټالیا زلمکیو او پيغلوټو ته د کرونا ضد واکسین پیلوي

رومانیا او ایټالیا د زلمکیو او پيغلوټو لپاره د کووېډ-نولس ناروغۍ د واکسین ورکړه پیلوي. دا دوه هېوادونه به د اروپایي ټولنې لومړي هېوادونه وي چې وروسته تردې په دې کار لاس پورې کوي چې اروپایي کمېسیون تر دولس کلونو پورته ماشومانو ته د بایو این تیک او فایز واکسینونو له ورکړې سره پرون موافقه وکړه. یوه اوونۍ مخکې تر دې د اروپا د درملو موسسې د دې واکسین ورکړه تر دولس کلونو پورته ماشومانو ته تجویز کړه.

Pa.azadiradio.com 

کونړ چارواکي: ماین چاودنې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وواژه

افغان چارواکي په کونړ کې د ماین د چاودنې پر مهال د طالبانو د سرې قطعې د یوه قوماندان د وژلو خبر ورکوي.  د کونړ امنیه قوماندان فرید الله دهقان ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه دوه نیمې بجې د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل درې په کوټکي سیمه کې د طالبانو د سرې قطعې په قوماندان سلمان او د هغه په ملګري خپل ماین چاودنه کړې چې په کې ډواړه وژل شوي دي.  طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

Pa.azadiradio.com 

غزني چارواکي: قومي مشر 'محمد عظیم مسلم جار' ووژل شو

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، په غزني کي قومي مشر او د دغه ولایت د اوبو رسولو پخوانی رییس محمد عظیم مسلم جار په وسله وال برید کې وژل شوی دی. د غزني ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده نن سې شنبه  (غبرګولي ۱۱مه) رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي: "تېره ورځ ناوخته مازدېګر مهال د غزني ولایت مرکز اړوند د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د دین او ولس دښمنانو یو قومي مشر او د اوبو رسولو پخواني رییس محمداعظیم مسلم جار د خپل کور مخې ته په شهادت رسولی دی." تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه قومي مشر د وژلو پړه پر غاړه نه ده اخېستې.

Pa.azadiradio.com 

"ایران د یورانیمو د موندل شوېو نښو په اړه په وضاحت پاتې راغلی"

د اټمي انرژۍ نړیواله اداره وايي چې ایران په خپلو څو نااعلان شوېو اټمي بټیو کې د یورانیمو د موندل شوېو نښو په اړه د وضاحت په ورکولو کې پاتې راغلی او لا هم د ۲۰۱۵ میلادي کال په اټمي موافقه کې له ټاکلې اندازې د زیاتو غني شوېو یورانیمو تولید ته دوام ورکوي.  دا خبر د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې IAEA د خپلو دوو جلا راپورونو پر اساس ورکړی دی. له دې سره ښايي هغه مذاکرات له ستونزو سره مخامخ شي چې د ایران او د شپږو پیاوړو قدرتونو ترمنځ د اټمي موافقې د احیا په مقصد په ویانا کې پیل شوي دي.  ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا حنیف اتمر ته د ایټالیا غونډې ته د ګډون بلنه ورکړه

د امریکا متحدو ایالاتونو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن نن سې شنبه(د غبرګولي ۱۱مه) له محمد حنیف اتمر سره په کتنه کې هغه ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن له خوا په دې غونډه کې چې په را روانه میلادي میاشت کې په ایټالیا کې جوړېږي، د ګډون بلنلیک وسپاره. په بیان کې راغلي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د جرمني سفارت پر نوې ودانۍ کار روان دی

په کابل کې د جرمني سفارت وايي چې د دې سفارت پر نوې ودانۍ کار روان دی ځکه دا هېواد له افغانستان سره د مرستې پر ژمنه ولاړ دی.  د جرمني سفارت د ۲۰۱۷ میلادي کال د مې په ۳۱مه په یوه بې سارې لویه چاودنه کې چې له سلو زیات افغانان په کې مړه او سلګونه نور ټپیان شول، سخت زیانمن شو.  دې سفارت په خپله رسمي ټویټرپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د دې تروریستي حملې قربانیانو ته د درناوي لپاره د سفارت کار کوونکي پرون یوه دقیقه چوپه خوله شول.  په بیان کې راغلي چې جرمني په کابل کې خپل سفارت ځکه بیارغوي چې غواړي دلته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ویسا: د طالبانو جنګ څوک کنټرولوي؟

کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سولې نامعلوم برخلیک او په افغانستان کې د روانې جګړې له کبله د ملکي کسانو پر وژل کېدو شننې او مقالې خپرې کړي دي. صبح کابل صبح کابل ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې سرمقاله لیکلي، سوله په زاریو او ننواتو نه راځي. د سرمقالې لیکوال لیکلي، افغان حکومت باید د جګړې په ډګر له زیات فشار کار واخلي او د سولې مرکچي پلاوی باید په قطر کې طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي. په سر مقاله کې وړاندې راغلي، افغان حکومت د خپلو ضعیفو مذاکراتو او د جګړې په ډګر کې د ناکامه مدیریت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نېشن: د افغانستان جګړه په ختمېدو ده، خو لا هم ګوانتانامو کې زندانیان ساتل کېږي

د نېشن امریکایۍ د نېشن خپرونه د ګوانتانامو زندان په اړه لیکي، په داسې حال کې چې د افغانستان جګړه په ختمېدو ده، په دغه زندان کې تر اوسه ۲۸ کسان چې د دغې جګړې په جریان کې نیول شوي، ساتل کېږي چې باید خوشې شي.  خپرونه لیکي، ولسمشر بایډن اعلان کړی چې ټول امریکایي او د متحدانو ځواکونه به د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر ۱۱مې چې د سپټمبر د ۱۱مې د ترورېستي بریدونو له ۲۰مې کلیزې سره برابره ده، له افغانستانه وځي. د خپرونې په وینا اوس چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېږي، د دغې جګړې له پای ته رسېدو سره سم د هغو... Читать дальше...


Семья Анастасии Заворотнюк ожидает ее погребения на Троекуровском кладбище

Не заправляйтесь на них никогда, иначе машине конец! Названы АЗС с некачественным бензином

Тысячи юных москвичей занимаются добровольчеством

Архитекторы придумали, как привести Екатеринбург в порядок



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

"Парни из стали": в Самаре завершился турнир по хоккею среди ветеранов СВО и боевых действий

В Комлесхозе рассказали о наказании за нарушение правил пожарной безопасности

Собянин поздравил победителей городского конкурса в сфере культуры и искусства

В первом подмосковном фестивале футбола «Все сюда!» участвовали более 100 детей

Музыкальные новости

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Стали известны все участники РПЛ сезона-2024/2025

Почта России помогла детям-подопечным благотворительных фондов встретиться с футболистами ЦСКА

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 5 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.

Новости России

Архитекторы придумали, как привести Екатеринбург в порядок

У американцев пока все никак не получается запустить космический корабль Boeing. Очередной запуск отменили за четыре минуты до старта

Тысячи юных москвичей занимаются добровольчеством

Собянин поздравил победителей городского конкурса в сфере культуры и искусства

Экология в России и мире

Eleganzza весна-лето 2024

Бесплатные ежедневные тренировки от сети фитнес-клубов Spirit. Fitness в парке Горького/Музеон

Раскрыт секрет, как и где отдохнуть в России летом за 11 тыс. рублей

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

Спорт в России и мире

Теннисистка Петрова: Хачанов совершил недопустимую ошибку на "Ролан Гаррос"

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции

Вице-президент ФТР Селиваненко: у Рублева не пошла игра с Арнальди

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»

Moscow.media

Российские топ-компании получили предложение привезти на ПМЭФ Канье Уэста...за $1 млн

Торжественное возложение цветов к памятному знаку «Юным героям — партизанам и подпольщикам» в Феодосии

С 1 июня изменится схема движения на участке трассы Р-280 Новороссия в Ростовской области

ТСД SAOTRON RT-T50: высокопроизводительный терминал сбора данных промышленного класса







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *