Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2021

Новости за 02.06.2021

Pa.azadiradio.com 

پنټاګون: د ایران ورانکارۍ به د امریکا او اسرائیل د خبرو اجنډا کې شامله وي

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وايي، په سیمه کې د ایران ورانکارۍ به سبا (پنجشنبه) د امریکا او اسرائیل د دفاع وزیرانو د خبرو په اجنډا کې شامله وي.  د پنټاګون ویاند جان کربي پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، د اسرائیل دفاع وزیر بني ګانتز به په واشنګټن کې د متحده ایالاتو له دفاع وزیر لوید استېن سره د منځني ختیځ د امنیت په اړه هم خبرې وکړي.  ښاغلي کربي وویل چې دا لومړی ځل نه‌دی چې استېن له ګانتز سره خبرې کوي، تر دې وړاندې روانه اوونۍ هم دوی ټیلیفوني خبرې وکړې.

Pa.azadiradio.com 

ناټو: افغان ځواکونه مو تقریبا له هیڅ په پیاوړي ځواک بدل کړل

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتبرګ د ناټو د بهرنیو چارو او دفاع د وزیرانو له غونډې وروسته وویل، ناټو په دوه لسیزو کې افغان ځواکونه " نږدې له هیڅ " په یو پیاوړي ځواک بدل کړل. ستولتنبرګ وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې د ننګونو اټکل کوي او له همدې کبله ناټو د پوځي ماموریت له پای ته رسیدو وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي. د ناټو د وزیرانو دا انلاین غونډه د سه شنبې په ورځ وشوه.

Pa.azadiradio.com 

د جنبش رستاخېز تغییر د وژل شویو غړو تلین؛ ایزدیار: حکومت پر ژمنو عمل نه‌دی کړی

د سږ کال د جوزا ۱۲مه په کابل کې د جنبش رستاخېز تغییر د معترضو غړو د وژل کېدو له څلورم تلین سره برابره ده، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د یاد غورځنګ غړو په کابل کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اعتراض وکړ، خو دغه اعتراض پر تاوتریخوالي واوښت او په نتیجه کې یې د معترضینو څو کسان ووژل شول. په وژل شویو کې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال زوی سالم ایزدیار هم شامل و. د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي، حکومت د دغې پېښې د عاملینو د محاکمه کولو پر ژمنو عمل نه‌دی کړی. ده له حکومته وغوښتل چې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان او تاجکستان ولسمشرانو لیدنه؛ د افغانستان سوله مهمه ده

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن په اسلام‌اباد کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګريزو اړیکو د پراختیا لپاره د افغانستان سوله مهمه وبلله.  عمران خان وویل، پاکستان او تاجکستان په منځنۍ اسیا کې د سولې د ننګونو په اړه ورته نظرونه لري.  عمران خان زیاته کړه، که د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته په افغانستان کې سیاسي روغه جوړه ونه‌شوه، د افغانستان له جګړې به هم پاکستان او هم تاجکستان اغېزمن شي.

Pa.azadiradio.com 

هلمند کې تاریخي کنډوالې د کډوالو په سرپناه بدلې شوې

په هلمند کې سلګونه کورنيو بې‌ځایه شويو کډوالو د قلعه کهنه او د بست تاریخي کلا په کنډوالو کې اړولي دي. ځینو له دوی ان د دې تاریخي کلاګانو منځ کې ځان ته د خټو کورونه جوړ کړي. دې کډوالو د جګړو او نا امنیو له کبله له خپلو اصلي سیمو د هلمند مرکز لښکرګاه ته پناه راوړې ده. نور په دې راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاریان: امنیتي بنسټونه د برېښنا ستنو د نړولو د عاملانو نیولو کې ناتوانه دي

افغانستان کې د وارداتي برېښنا د ستنو د ویجاړولو په تړاو د کابل ښاریانو تند انتقادونه! دوی امنیتي بنسټونه د دغو پېښو د عاملانو په نیولو کې په ناغېړۍ او ناتوانۍ تورنوي. وروسته له هغې چې تېره شپه د کابل په قره‌باغ ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا ۱۴مه ستنه ویجاړه شوه، د کابل او ځینو ولایتونو اوسېدونکي وايي چې ستنو ویجاړولو او د برېښنا مزو پرې کولو سخت اندېښمن او له ګڼو ستونزو سره‌یې مخ کړي دي. محمد داوود او ذبیح‌الله د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکي وايي: "دا څه حال دی، په ژمي کې پرچاوي زیاتېږي، په اوړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس یوه سیاسي فعال په محکمه کې خپله مرۍ غوڅه کړه

یو ۴۱ کلن بلاروسي د جون په لومړۍ نېټه په مېنسک کې د محکمې په جريان کې د خپلې مرۍ د غوڅولو هڅه وکړه. دا کار وروسته له هغې وشو چې د ده په خبره ورته ویل شوي و که ویې نه‌مني چې مجرم دی، نو کورنۍ او ګاونډیانو ته به‌یې ستونزې جوړې شي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون: یوازې تېره میلادي میاشت ۲۸۰ ملکیان وژل شوي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په دې هېواد کې د ملکي مرګ‌ژوبلې لړۍ په شدت سره روانه ده او دې موضوع دا کمېسیون تر بل هر وخت زیات اندېښمن کړی دی. د دغه کمېسیون د نشراتو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۲» ازادي راډیو ته وویل چې یوازې په مې میاشت کې ۲۸۰ ملکیان وژل شوي. ښاغلی فرهنګ زیاتوي: "له بده مرغه چې د مې په میاشت کې ٨٧ ترورېستي حملو کې ٢٨٠ تنه ملکیان وژل شوي چې ١٨ ښځې او ١٠٩ ماشومان او ٧ تنو هویت مشخص نه‌دی، ۶۳۴ تنه ټپیان دي چې ۹۶ مېرمنې او ٢٤٥ تنه ماشومان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

۴،۴ ریښتر درجې زلزلې د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونه ولړزول

یوې زلزلې چې شدت‌یې د ریښتر په حساب ۴،۴ و، د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونه ولړزول. د هند د زلزله پېژندنې ملي مرکز د دې زلزلې چې د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه بجه او ۴۰ دقیقې وشوه، مرکز د بلخ ولایت مزار شریف ښار ته نږدې خُلم بللی دی. تر دې وړاندې د اکثرو زلزلو مرکز د بدخشان اشکاشم ښودل شوی. تر اوسه د دغې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه‌دي خپاره شوي.

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې روان کال  ۱۰۲ پروژې پلې کېږي

په ننګرهار  ولایت کې روان کال د ۳ میلیارده ۳۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰۲ پروژې پلې کېږي. چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت څخه یې د راتلوونکي مالي کال لپاره د ۱۱ میلیارده ۵۱۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۵۰۴ پروژې وړاندیز کړې، همدا راز روان کال کې  د درې میلیارده ۳۷۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۱۰۲ پروژې پلې کېږي چې ۶۵ پروژو عملي چارې جریان لري، ۳ پروژې بشپړي شوي او  د پاتې نورو پروژو پروسه په تدارکاتو کې تر کار لاندې ده. د ننګرهار اقتصاد رئیس غلام الله افغانیار دا څرګندونې د ولایت ټولنیزو او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سبا د فوټبال افغان لوبډله د بنګله دیش لوبډلې پر وړاندې لوبیږي

ټاکل شوې چې د فوټبال نړیوال جام او د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته د لارموندنې په سیالیو کې سبا شپه افغانستان له بنګله دیش سره مخامخ شي. دا سیالي د قطر په مرکز دوحه کې کېږي. که افغانستان سبا بنګله دیش ته ماته ورکړي، نو د دې سیالیو درېیم پړاو ته به لاره ومومي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون سیالۍ لپاره د لوبډلې د پراخه تیارۍ خبر ورکړی دی. له دې وړاندې افغانستان په یوه دوستانه سیالۍ کې له سینګاپور سره لوبه مساوي خو له اندونیزیا يې د يو ګول په توپير ګټلې وه. افغانستان د اسيا جام د ملتونو سیالیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوالو جامونو لپاره نوي اصول وټاکل

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوالو جامونو لپاره نوي اصول اعلان کړل. دغه شورا ویلي چې له دې وروسته به د نارینه لوبغاړو شل اوورېزه او یو ورځنیو سیالیو نړیوال جامونه هر دوه کاله وروسته کېږي. د دې نوې پرېکړې پر بنسټ به په شل اوورېزه جام کې شل لوبډلې لوبیږي چې مخکښې اته به یې د سوپر اته پړاو ته لاره پیدا کوي، دا شان به په پنځوس اووریزه جام او د قهرمانۍ جام سیالیو چې چمپین ټرافي هم ورته وایي، د لسو پر ځای ۱۴ لوبډلې لوبیږي چې شپږ مخکښې لوبډلې به یې به سوپر شپږ پړاو ته لاره کوي. د دغه پرېکړې له مخې اوس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حشمت الله شهیدي: هڅه کوم راسپارل شوی مسوولیت په سمه ادا کړم

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وايي هڅه به وکړي چې ورسپارل شوی دروند مسوولیت په سمه توګه ادا کړي. ښاغلي شهیدي پر خپله فیسبوک پاڼه د کرکټ بورډ دغه پرېکړې د هرکلي ترڅنګ د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان ستاینه هم کړې ده. حشمت الله شهیدي دوه ورځې وړاندې د کرکټ بورډ له لوري په پنځه ورځنیو او یوه ورځنۍ سیالیو کې د افغان لوبډلې مشر وټاکل شو. کرکټ بورډ دغه شان رحمت شاه په دې دوه فارمټونو کې مرستیال لوبډلمشر ټاکلی دی. کرکټ بورډ ویلي چې د نړیوالو ۲۰ اوورېزو لوبو لپاره هم ژر یو کپټان ټاکي چې راشد خان به ورسره مرستیال وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرونا وبا چټک خپرېدل؛ "که مرسته و نه کړئ، د یو لوی ناورین شاهدان به یو"

د کرونا وبا درېیمه څپه ورځ تر بلې افغانستان کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده. پر دې ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو د شمېر زیاتوالي، د تېر پرتله زیات د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اندېښمن کړی او یو ځل د خلکو له خوا د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو ټينګار کوي. د دې وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح وايي، پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او دوی اړ شوي چې تېره شپه کابل کې یو بل روغتون هم پرانېزي. وحید مجروح د خبرداري په ژبه په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکلي:"که هېوادوال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کوفي: د مذاکراتو پیل لپاره طالبانو ته په تمه یو؛‎ طالبان: وخت یې نه دی کره شوی

که څه هم د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي يو شمېر غړي له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره تېره ورځ دوحې ته رسېدلي‌، خو د مذاکراتو د پيلېدو نېټه او ورځ لا نه ده کره شوې. ‎د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوې یوې غړې فوزیې کوفي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته په يوه لیکلي پيغام کې ويلي، دوی د مذاکراتو د رسمي پیل لپاره مقابل لوري ته په تمه دي. ‎خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته لیکلي، تر اوسه د مذاکراتو د رسمي پیل وخت نه دی مشخص شوی. ‎د افغانستان د سولې په چارو کې د دوات... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځوانان: کندز کې بې ځایه سیالیو او لوړ ولور زیات شمېر ځوانان له واده محروم کړي

په کندز ولایت کې یو شمېر ځوانان او مدنې فعالان وايي، په دغه ولایت کې زیات شمېر ځوانان او ځوانې نجونۍ د ناوړو دودونو، زیات ولور او بې ځایه سیالیو له کبله له کلونو- کلونو راهیسې کوژدن پاتېږي او خپل ودونه نه شي کولی. د دې ولایت یو اوسېدونکی ۳۵ کلن عبدالقدیر مایار وايي، څلور کاله وړاندې یې کوژده کړې، خو د لوړ ولور له کبله تراوسه نه دی توانېدلی چې خپله ناوې کور ته راولي. دی وايي: "دوه- درې ځلي ایران ته لاړمه، بېرته یې له پولي راستون کړم، همدا سږ بیا ترکیې ته لاړم له ترکیې هم راستون کړم. د خسر کورنۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو کمېسیون: تېره میاشت۲۸۰ افغان ملکیان وژل شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، تېره میاشت په دې هېواد کې نژدې ۲۸۰ تنه ملکي افغانان وژل شوي دي.  د دغه کمېسیون د نشراتو رييس ذبیح الله فرهنګ وايي، په وژل شوېو کسانو کې لسګونه ماشومان هم شامل دي. فرهنګ زیاته کړه: "په وژل شوېو کې یوسلو نهه ماشومان دي، خو زموږ باور دا دی چې د وژل شوېو ماشومانو شمېر به تردې ډېر وي. ۶۳۴ نور ملکیان ژوبل شوي دي. نو د دایمي اوربند اعلان به د افغانانو د زړه غوښتنه وي."  ښاغلي فرهنګ ونه ویل چې ډېر ملکیان د افغانستان په کومه سیمه وژل شوي دي؟

Pa.azadiradio.com 

د ایران د سمندري ځواک ستره بېړۍ په عمان خلیج کې ډوبه شوه

د ایران د سمندري ځواک تر ټولو ستره بېړۍ، نن وروسته له دې چې اور په کې بل شو، په عمان خلیج کې ډوبه شوه.  د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د بېړۍ درسته عمله روغه رمټه ایستل شوې ده.  د ایران دولتي ټلوېزیون وايي چې بېړۍ په خارک بندر کې چې د ایران د تېلو د صادراتو اصلي تمځی ګڼل کېږي، اور ولګېد.  فارس خبري اژانس بیا ویلي چې د بېړۍ د ژغورلو لپاره هلې ځلې ناکامې شوې او بېړۍ ډوبه شوه.  تراوسه په دې بېړۍ کې د اور لګېدو دلیل نه دی څرګند شوی.

Pa.azadiradio.com 

جلال اباد کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، چاودنه نن چهارشنبه (د غبرګولي ۱۲مه) سهار شااوخوا لس بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بارګېنو سیمه کې د درېیمې لوا سره د ملي امنیت اړوند «۰۲قعطې» پر ځواکونو شوې چې له امله یې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د یوه نظامي په ګډون ۱۰ نور ټپیان دي. بل لور ته د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر وایي چې د پېښې له ځایه ورته د دوو تنو جسدونه او لس ټپیان ور وړل شوي چې ټپیان ټول ملکي وګړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ څلور لوی سازمانونه د کرونا واکسین وېش کې نابرابري ګواښونکي وبلله

د نړۍ د څلورو لویو ادارو مشرانو پر نړیوالو رهبرانو غږ کړی، څو د میلیاردونو ډالرو پانګونه وکړي او ډاډمننه کړي چې مخ پر ودې هېوادونه د کرونا ضد واکسینونو ته لاسرسی ولري او دا نړیواله وبا کنټرول شي. د نړۍ د دې څلورو لویو سازمانونو مشرانو په یوه شریکه تبصره کې ویلي: "دا اوس بیخي روښانه ده چې د کووېډ-۱۹ له کبله راپورته شوي روغتیايي ناورین د ختمولو پرته، د دې ناروغۍ له اغېزو په پراخه کچه رغېدنه ناممکنه ده." د روغتیا د نړیوال سازمان، نړیوال بانک، د پیسو د نړیوالو صندوق او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان مشرانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"بېنسودا دې د افغان خبریالانو د وژنو د قضیو په اړه څېړنه وکړي"

د بې پولې خبریالانو ټولنې د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوی څارنوال فاتو بېنسودا وغوښتل چې د ۲۰۲۰ له مارچ را په دې خوا د افغان خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو د وژنو د قضیو په اړه څېړنه وکړي.  د بې پولې خبریالانو ویلي چې له یادې مودې را په دې خوا ۱۱ افغان خبریالان وژل شوي او د انعکاس راډیو – ټلوېزیون درې خبریالانې وروستۍ قربانیانې وې چې د ماچ په دوهمه په جلال اباد کې ووژل شوې.  د بې پولې خبریالانو ټولنې په غور کې د بسم الله عادل، په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي، ملالۍ میوند او رحمت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوالې ادارې چینايي واکسین'سینوواک' تایید کړ

د روغتیا نړیوالې ادارې د بېړنۍ استفادې لپاره د کرونا ضد یو بل چینايي واکسین تایید کړ.  سینوواک د کرونا ویروس پر ضد د چین دوهم واکسین دی چې د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري تاییدېږي.  د دغه چینايي واکسین تایید په بې وزلو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسیناسیون ته لاره هواروي.  د روغتیا د نړیوال سازمان د تایید معنا دا ده چې دا واکسین خوندي دی او خطر نه لري.  په وروستیو اوونیو کې په هند کې د کرونا وبا د زیاتې خپرېدا له کبله هند له خپل هېواده بهر ته د واکسین پر صادراتو بندیز ولګاوه او له دې کبله بې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپورونه: امریکا۲۰ ورځو کې د بګرام هوايي اډه دفاع وزارت ته سپاري

راپورونه وايي، د امریکا پوځ به په شلو ورځو کې د بګرام هوايي اډه د افغانستان دفاع وزارت ته وسپاري.  افغان او لوېدیځو چارواکو ویلي، دا اډه چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو تر ټولو ستره اډه او په ټول افغانستان کې د هوايي قوماندې مرکز ګڼل کېږي، په راتلونکو شااوخوا درېيو اوونیو کې افغان لوري ته وسپارل شي.  د امریکا  پوځ تېره میاشت د کندهار هوايي ډ‌ګر د افغانستان دفاع وزارت ته وسپاره.  د امریکا د ولسمشر جو بایډن د اعلان پر اساس ټول امریکايي پوځیان د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وځي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرنې او مالدارۍ وزارت: کابل، بلخ او هرات مسلخ خونې جوړې شوې

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په دې هېواد کې د درېیو عصري مسلخ خونو د جوړولو خبر ورکوي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د غبرګولي ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل، دا مسلخ خونې د اسیا د پراختيايي بانک په مالي او د کرنې وزارت په تخنیکي مرسته په درېیو ولایتونو کابل، بلخ او هرات کې جوړ شوي دي. دی وایي، دا مسلخ خونې د يو میليارد او ٣٨٦ ميليونه افغانیو په لګښت جوړې شوي چې د څارويو د ساتلو، حلالولو  او د غوښې د پروسس کولو ځانګړي ځایونه هم لري. د نوموړي په خبره دا درې مسلخ خونې په يو وخت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان: تېرو ۴ کلونو کې ۲۱ زره مټریک ټنه صادرات شوي

د افغان حکومت د رسنیو مرکز وايي، په تېرو څلورو کلونو کې د  ۴۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د سیمې او نړۍ هېوادونو په ځانګړي ډول چین، هندوستان، متحده عربي اماراتو، ترکیې او اروپا ته د هوايي دهلېزونو له لارې ۲۱ زره مټریک ټنه صادرات شوي دي. د دې مرکز له لوري په خپور شوي راپور کې راغلي دي چې دا صادرات د ۱۸۰۰ هوايي پروازونو له لارې شوي دي. د دې راپور پر بنسټ په دې صادراتو کې وچه او تازه میوه، زعفران، اینجه، افغاني غالۍ او چلغوزي شامل وو. په دې راپور کې راغلي چې یوازې په تېره مې میلادي میاشت کې د هوايي... Читать дальше...


Тарасова назвала баннер с Исинбаевой в Париже рекламой российского спорта

Зотов: туризм для Нижегородской области — это драйвер и двигатель стратегии регионального развития

Меценат Алексей Катков приобрел компьютерную технику для Шаховской больницы

Синоптик: в Москве на неделе температура будет выше нормы на 4 градуса



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Финляндия отказалась от нейтрального статуса и получила от России сразу 7 ответных ходов

Maserati снес автобусную остановку с детьми под Можайском

Андрей Воробьев поздравил соцработников Подмосковья с профессиональным праздником

Тарасова назвала баннер с Исинбаевой в Париже рекламой российского спорта

Музыкальные новости

Собянин: Москва — мировой лидер по динамике развития транспортной инфраструктуры

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

За месяц в Пулково столкнулись два самолета и задержали несколько рейсов

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков

Новости России

Финляндия отказалась от нейтрального статуса и получила от России сразу 7 ответных ходов

Доктор Павлова перечислила продукты, которые угрожают усилению запаха пота

Андрей Воробьев поздравил соцработников Подмосковья с профессиональным праздником

Российские генералы допустили, что Запад готовится к ядерной войне

Экология в России и мире

Немцы решили элегантно кинуть турецкие отели: гостиницы Анталии уже в шоке и угрожают массовыми удержанием туристов

Какие украшения будут в моде летом 2024 – подборка стилиста «585*ЗОЛОТОЙ»

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Новая коллекция ювелирных украшений Louis Vuitton

Спорт в России и мире

Джокович снялся с Открытого чемпионата Франции по теннису

Зверев вышел в финал «Ролан Гаррос»

Каспер Рууд: «Не буду выступать на турнирах перед «Уимблдоном», но на нем, конечно, сыграю»

Зверев сыграет с Алькарасом в финале "Ролан Гаррос"

Moscow.media

Хакеры начали «прикидываться» соискателями и подсовывать вредоносные ссылки

Трасса М-12 Восток будет продлена до Тюмени в 2025 году

«Грузовичкоф» выступил в Санкт-Петербургской торгово-промышленной палате с предложениями для развития отрасли

SURREAL NAMIBIA







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *