امریکا ته د غني او عبدالله سفر؛ د همکاریو پر دوام او د اړیکو پر پراختیا بحث کېږي
امریکا ته د افغانستان د جمهور رئیس او د ملي مصالحې عالي شورا د مشر د سفر په درشل کې افغان حکومت وايي په دې سفر کې به د همکاریو په دوام او د دواړو خواو د اړیکو په پراختیا بحثونه شي. جمهور رئیس محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله به داسې مهال په یو رسمي سفر امریکا ته ولاړ شي چې په افغانستان کې جګړه ورځ تر بلې سختېږي او د سولې په خبرو کې هم ښکاره پرمختګ نهښکاري. محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله به د راتلونکې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له جمهو رئیس سره وګوري. د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال محمد امیري وايي... Читать дальше...