Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2021

Новости за 18.06.2021

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د یوې وسله‌والې نښتې له کبله ۲ تنه ووژل شول

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي په کابل کې د وسله‌والې نښتې له کبله لږترلږه ۲ کسان وژل شوي دي. دغې قوماندانۍ نن په یوه اعلامیه کې ویلي، پېښه ماسپښین د کابل ښار دهمزنګ سیمې د برېښنا شرکت مخې ته شوې او ۲ کسان په دې منځ کې ټپیان شوي دي. اعلامیه وايي، یوه پوځي تن چې په دې نښته کې دخیل و، تر نیول کېدو وروسته ادعا کړې، پر دغو کسانو یې ځکه ډزې کړي چې غوښتل یې د ده وسله او پیسې غلا کړي. پولیسو څېړنې پیل کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: پچیراګام کې د پاکستاني اتباعو په ګډون ۳۵ وسله‌وال طالبان ووژل شول

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، په پچیراګام ولسوالۍ کې د پاکستاني اتباعو په ګډون ۳۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.  دغه دفتر نن رسنیو ته ویلي، په وژل شویو کې د وسله‌والو ۲ تنه سرګروپان هم شامل دي او ۶ نور ټپیان دي.  د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن تر دې مخکې په جلا اعلامیه کې ویلي، د رحمت‌الله په نوم بل پاکستانی وګړی چې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې له ولسي پاڅونوالو سره په وسله‌واله نښته کې وژل شوی و، پاکستان ته د لېږد لپاره د سرې میاشتې رضاکارانو ته وسپارل شو. وسله‌والو طالبانو د دغو موضوعاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

ایرانیان هغو ټاکنو کې رایه ورکوي چې ظاهرا یې ګټونکی معلوم دی

ایران کې نن د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې او خلکو څلورو کاندیدانو ته رایه ورکړه. داسې ښکاري ۶۰ کلن ابراهیم رئیسي چې د دغه هېواد د قضایه قوې مشر دی، د دغو ټاکنو ګټونکی وي. زیات منځلاري مطرح کاندیدان د نګهبان شورا له خوا رد شول او نهايي فهرست ته ونه وتل. ګڼو ایرانیانو ټاکنې تحریم کړي او ویلي یې دي، رایه نه روکوي. د ایران مشرانو بیا له خلکو په دغو ټاکنو کې د ګډون غوښتنه وکړه. نور په یوه راپور کې

Pa.azadiradio.com 

د اروپا ملتونو فوټپال جام؛ چک جمهوریت-کروېشیا او انګلستان-سکاټلنډ لوبه کوي

د اروپا د ملتونو فوټپال جام یا «یورو ۲۰۲۰» د سیالیو په لړ کې نن چک جمهوریت د کروېشیا  او انګلستان د سکاټلنډ په وړاندې د فوټبال مسابقه کوي. سویډن او سلواکیا هم په خپلو کې مسابقه لري. د دغو مسابقو په لړ کې تېره شپه بلجیم ډنمارک ته دوه د یو په وړاندې ماتې ورکړه، اوکراین هم په همدې نتیجه د شمالي مقدونیا په وړاندې بریا خپله کړه، هالنډ بیا اتریش ته دوه د صفر په وړاندې ماتې ورکړه. د اروپا د اتلولیو جام مسابقې چې په پام کې وه تېر میلادي کال وشي، خو د کرونا وبا له کبله وځنډول شوې.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د کرونا چټک بهیر؛ د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره څلورم روغتون هم فعال شو

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره د څلورم روغتون د فعالېدو خبره کوي چې تازه په کابل کې د امریکا سفارت ۱۱۴ کارکوونکي په دې ویروس اخته شوي چې له ډلې یې یو کس مړ دی.  فرانس پرېس خبري اژانس په کابل کې د امریکا سفارت په حواله خبر ورکړی چې د دې سفارت نږدې ټولې چارې په ټپه درول شوي. که څه هم په کابل کې د امریکا سفارت ازادي راډيو ته دغه شمېر تأیید نه‌کړ، خو له دې وړاندې تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: د هلمند ګرشک ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو تصفیه شوه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هلمند ګرشک ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو تصفیه او په بشپړ ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په کنټرول کې ده. د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن په یوه ټویټ کې ویلي، په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې وسله‌والو ته درنه مرګ­‌ژوبله اوښتې ده. تر دې مخکې دفاع وزارت په دوو اعلامیو کې په دې ولسوالۍ کې د ۲۷ وسله‌والو د وژل کېدو او ۳۵ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې وه. هاخوا د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطا الله افغان ازادي راډیو ته ویلي چې نن تر غرمې مخکې د ګرشک ولسوالۍ بازار،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان د صدراعظم پخوانی مرستیال د اداري فساد په تور ونیول شو

د قرغزستان د صدراعظم پخوانی مرستیال طاهربېګ سرپاشیف د اداري فساد په تور نیول شوی دی. پر اداري فساد دغه څېړنه د کومتور په نوم د سرو زرو د یوه کان د پروژې  په باب پیل شوې وه. د قرغزستان د ملي امنیت دولتي کمېټې ویلي، سرپاشیف پرون پنجشنبه نیول شوی دی. دغه کمېټه وايي، د صدراعظم پخوانی مرستیال سرپاشیف په دې تورن دی چې د کاناډا سنټیرا ګولډ (Centerra Gold) په نوم د شرکت په ګټه‌یې لابي کړې ده او داسې قانوني لارې چارې یې ورته برابرې کړې وې چې دغه شرکت وکړای شي د کان د ساحې په شااوخوا کې د پرتو غرونو په لوړه ارتفاع کې هم کار وکړای شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل جټ الوتکو بیا په غزه کې ځیني اهداف په نښه کړل

د اسرائیل جټ الوتکو روانه اوونۍ د دوهم وار لپاره په غزه کې ځیني اهداف په نښه کړل. دا وروسته له هغې چې د فلسطین وسله‌والو د اسرائیل پر جنوبي سیمو اور شیندونکي بالونونه وویشتل. پرون او تېره شپه د بالونونو د ویشتلو او هوايي حملو په نتیجه کې هغه نازک اوربند چې د اسرائیل او د غزې د حماس ترمنځ شوی و، له خطر سره مخامخ شوی دی. تېره میاشت د مصر په منځګړیتوب د اوربند له ټینګښت سره  د دواړو لورو ترمنځ ۱۱ ورځنۍ سخته جګړه پای ته ورسېده. د اسرائیل پوځ وايي د اور شیندونکو بالونونو د ویشتلو په ځواب کې یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غور شهرک او تولک ولسوالیو بیا نیولو لپاره یو 'تجربه‌کار جنرال' ورولېږل شو

د غور والي وايي له وسله‌والو طالبانو د شهرک او تولک ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره یو تجربه‌کار جنرال د پوځي عملیاتو د مشرۍ لپاره ورلېږل شوی دی. عبدالظاهر فیض­زاده ازادي راډیو ته وویل، د جنرال نور الله قادري په نوم دغه پوځي مشر چې پرون دغه ولایت ته رسېدلی، کولای شي دغه ولسوالۍ بېرته تصفیه کړي. ښاغلی فیضزاده زیاتوي: "موږ ته له کابله د سوق او ادارې د بهترۍ لپاره جنرال قادري چې مخکې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان او اوس د بګرامۍ فرقې قوماندان دی، د دفاع وزارت له‌خوا رالېږل شوی دی. له خلکو او حکومت سره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت: هلمند کې ۲۷ وسله‌وال طالبان ووژل شول

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په هلمند ولایت کې په دوو جلا پېښو کې ۲۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې د ګرشک ولسوالۍ په «سیمنیار دښته» سیمه کې پرون د هوايي او ځمکنیو ځواکونو په عملیاتو کې د سرې قطعې د ۱۶ غړو په ګډون د ۱۹ وسله‌والو طالبانو د وژلو او ۱۲ نورو د ټپي کولو ادعا وکړه.  وزارت په بله اعلامیه کې پرون په ګرشک ولسوالۍ د ۸ وسله‌والو د وژلو او ۲۳ نورو د ټپي کولو ادعا کړې ده. بل‌خوا د هلمند ځینو فعالانو د «ګرشک ولسوالۍ وژغورئ» په نوم په ټولنیزو شبکو کې یو کمپاین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او قزاقستان د پوځي همکاریو یوه موافقه لاسلیک کړه

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د قزاقستان له دفاع وزیر نورلان یرمکبایوف سره د پوځي همکاریو یوه موافقه لاسلیک کړه. د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ نن رسنیو ته وویل، په دې موافقه کې په بېلابېلو برخو کې همکارۍ شاملې دي. ښاغلی اندړ زیاتوي: "په پوځي برخه کې ګډ تمرینونه، د دفاعي سیاستونو په موخه هر کال دوه طرفه ناسته، طبي همکاري، د تجهیزاتو  عصري کېدل، تخنیکي او لوژستیکي ملاتړ، جګړه‌ییزه روزنه او د پوځي اطلاعاتو په برخه کې همکاري شامله ده." بل‌خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې پيل شوي د ولسمشرۍ انتخابات؛ ډېری ایرانیان: مخکې تر مخکې ولسمشر ټاکل شوی

په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات نن جمعه پیل شول. د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره هم‌مهاله د ښاروالیو او کلیوالي شوراګانو انتخابات کېږي.  محسن رضايي میرقاید، ابراهیم رئيسي، امیر حسین قاضي‌زاده هاشمي او عبدالناصر همتي د ایران د ولسمشرۍ د ۱۳مې دورې لپاره څلور کاندیدان دي.  د ایران د کورنیو چارو وزیر په وینا په دې انتخاباتو کې ۵۹ ملیونه او ۳۱۰ زره تنه د رأی ورکولو په شرایطو برابر دي.  ایراني چارواکو ویلي چې د دوی له سروې‌ګانو څرګندېږي چې له دې شمېر کسانو څخه به له ۳۷ تر ۴۷ سلنې پورې خپلې رایې وکاروي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت د اروپايي پانګه والو د جلبولو په هڅه کې دی

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر ډاډ څرګندوي چې د بهرنیو ځواکونو وتل به پانګونه اغېزمنه نه کړي. محمد هارون چخانسوري د ازادي راډیو په بحث کې زیاته کړې چې حکومت د لا زیاتو بهرنیو پانګه والو د جلب په هڅه کې دی. صفي الله ستانکزي دا موضوع د افغانستان د کانونو او پيټروليم له وزير محمد هارون چخانسوري او اقتصاد پوه سيد مسعود سره څېړلې.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: تېر کال نړۍ کې نږدې ۳ ملیونه وګړي له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، تېر میلادي کال د افغانستان په ګډون په نړۍ کې نږدې ۳ ملیونه وګړي له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.   دغې ادارې نن په خپل کلني راپور کې ویلي، له کرونا وبا سره سره دغه کسان د جګړو، ناامنیو، مجازاتو او له بشري حقونو د سرغړونو له کبله  له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي دي. ملګرو ملتونو د نړۍ له رهبرانو غوښتنه کړې چې د زیاتېدونکي بې‌ځایه کېدو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په حواله، ۷۰ فیصده بې‌ځایه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د امریکا سفارت '۱۱۴ کارکوونکي' په کرونا وبا اخته شوي او یو مړ دی

په کابل کې د امریکا سفارت ۱۱۴ کارکوونکي په کرونا وبا اخته شوي او له ډلې یې یو تن مړ شوی دی. دا خبر اسوشیټېډ پرس په کابل کې د امریکا سفارت د یادداشت په حواله راپور کړې.  د امریکا سفارت ویلي چې په کرونا وبا اخته کارکوونکي یې قرنطین کړي او نور یې له سفارت ایستلي دي.   په دې سره د سفارت د نږدې ټولو چارو د درېدو راپورونه ورکړل شوي ځکه مخکې هم د سفارت د کارکوونکو شمېر د امنیتي ګواښونو په سبب کم شوی و.  په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن ویلي چې "باید د وبا د خپراوي مخه ونیسو او یو بل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرملېن وایي په ناټو کې د اوکراین غړیتوب به روسیې ته یوه 'سره کرښه' وي

د روسیې جمهوري ریاست، کرملېن وایي روسیه دې خبرې اندېښمنه کړې چې کیف ته به یوه ورځ "د غړیتوب لپاره د عمل پلان" ورکړل شي.  د عمل په دې پلان کې ګډون په ناټو سازمان کې د غړیتوب لومړنی رسمي ګام دی.  د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف ویلي، مسکو په ناټو سازمان کې د ګډون په هدف د اوکراین هڅې له نږدې څاري او په خبره‌یې دا ګډون دوی ته سره کرښه ده.  دا اندېښنه وروسته تر دې ښودل کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي تېره دوشنبه وویل، دی د امریکا له ولسمشر جو بایډن نه په ناټو کې د ګډون په هدف د هو یا نه ښکاره ځواب غواړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غني او جانسون خبرې؛ بریتانیا په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون وایي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو له لارې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي. ښاغلي جانسون د سولې د هڅو او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو یې پرون له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې صدراعظم جانسون د افغانستان د یوې باثباته او ډیموکراتیکې راتلونکې د ملاتړ لپاره د خپل هېواد په ژمنو ټینګار کړی. بل لور ته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې محمد اشرف غني په دې ټیلیفوني خبرو کې د سولې په ټینګښت کې د بریتانیا ونډه کلیدي بللې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډاکتران: د نشه‌يي موادو خرڅوونکي معتادین درملنې ته نه‌پرېږدي

افغانستان کې د معتادینو د درملنې ډاکتران وايي چې د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي او خرڅوونکي د خپلو منفي تبلیغاتو له لارې معتادين نه‌پرېږدي چې په روغتيايي مرکزونو کې ځانونه بستر کړي او علاج‌يې وشي. دوی وايي چې د نشه‌يي موادو خرڅوونکي معتادینو ته وايي، که ځانونه بستر کړئ، نو په مرکزونو کې به ووهل شئ او ان دا چې د مرګ له ګواښ سره به مخ شئ. معتادین هم دا مني چې د نشه‌يي موادو خرڅوونکي دوی خپل مريان ګڼي او برمته کړي یې دي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت بیا وايي چې د معتادینو د ډېرېدو اصلي لامل نشه‌يي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایرو اېشیا رېویو: ایا هندوستان کولای شي افغانستان کې د هوايي ځواک تشه ډکه کړي

ایرو اېشیا رېویو ایرو اېشیا رېویو خپرونه خپلې وروستۍ ګڼه کې لیکلي، ایا هندوستان کولای شي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې د هوايي ځواک تشه ډکه کړي. د خپرونې په باور د جون تر نیمايي پورې امریکا د خپلو پاتې ځواکونو نیمايي له افغانستان څخه ایستلي دي او د دې ټولو ځواکونو د وتلو لپاره د امریکا د ولسمشر جو بایډن له‌خوا سمبولیکه نېټه د سپټمبر ۱۱مه نېټه ټاکل شوې ده. د دې لېکنې په یوه برخه کې لولو چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو چټک وتلو د افغانستان او امریکا پالېسۍ له ګډو‌ډۍ سره مخ کړې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: ممکن القاعده شبکه له افغانستان نه واشنګټن او متحدانو ته‌یې ګواښ پېښ کړي

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال لوړپوړو امریکایي پوځیانو له دغه هېواده د القاعده شبکې د احتمالي ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې ده.  د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر جو بایډن اعلان دا وېره پيدا کړې چې افغانستان به کورنیو جګړو ته ولاړ شي.  د دې راپور پر بنسټ له دې ناکراریو سره دا اندېښنې هم دي چې القاعده به بیا افغانستان کې سر راپورته کړي او پر امریکا او نورو اهدافو به نوې حملې پلان کړي. د امریکا دفاع وزیر لوید استېن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

الکسي ناوالنۍ: ولادیمیر پوتین "داسې دروغجن دی چې خپل دروغ نه‌شي درولی

د مسکو رژیم مخالف زنداني الکسي ناوالنۍ ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین "داسې دروغجن دی چې خپل دروغ نه‌شي درولی".  ناوالنۍ پرون پر خپل انسټاګرام ولیکل چې پوتین باید د رواني ستونزو درملنه وکړي، هغه ستونزه چې د ده په ټکو په واک کې د اوږدې مودې له کبله ورته پيدا شوې ده.  نوموړی دا تور داسې مهال لګوي چې پوتین د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تر ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل، ناوالنۍ تېره اګسټ میاشت کې د محکمې له‌خوا پر هغه لګول شوي الزامات له پامه غورځولي دي. ناوالنۍ پرون د روسیې له خلکو وغوښتل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امرالله صالح: د زابل له شینکۍ ولسوالۍ د ملي اردو ایستل یو اطلاعاتي راز دی

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د زابل له شینکۍ ولسوالۍ څخه د ملي اردو د ځواکونو ایستل یو اطلاعاتي راز دی. ښاغلي صالح پرون مازدیګر پر خپله فېس‌بوک پاڼه ولیکل، په داسې شېبو کې اړتیا نه‌شته چې د بیان ازادي په نوم دې عملیاتي محرمیتونه خپاره شي. ده ویلي، څه چې تر اوسه د زابل په اړه ویل او لیکل شوي، غلط دي. له دې وړاندې د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق‌بیان ازادي راډیو ته ویلي چې په شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوازنی کنډک طالبانو ته سپارل شوی او ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ورغلې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران ترکیه کې غونډه کوي 

ټاکل شوې د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه سبا نه بله ورځ په ترکیه کې ترسره شي.  محمد حنیف اتمر همدې غونډې او د «انتالیا ډيپلوماسي مجمع» کې د ګډون په هدف پرون ترکیې ته ورسېد.  د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه د انتالیا د ډيپلوماسۍ په فورم کې د ګډون په هدف ترکیې ته ولاړ. ټاکل شوې د همدې غونډې په څنډه کې د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: د اعتیاد په درملنه کې بهرنۍ مرستې ۸۰ سلنه کمې شوي

د راتلونکي مالي کال لپاره د اعتیاد په درملنه او د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو په برخو کې له افغانستان سره د بهرنیو مرستو ژمنې نه‌دي شوي. د نشه‌يي موادو له کښت، تولید او قاچاق سره د مبارزې ترڅنګ د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمول او د معتادینو درملنه هغه پروګرامونه دي چې له ۲۰ کالو راهیسې یې افغان حکومت د نړیوالې ټولنې په مالي مرسته پر مخ وړي، خو د راتلونکي مالي کال لپاره د عامې روغتیا وزارت د دې مرستو د کموالي خبر ورکوي. د دغه وزارت د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو ریاست وايي چې د اعتیاد په درملنه کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان لوبغاړی محسن رضایي د اسیا د تکواندو د ۲۴م پړاو سیالیو اتل شو

د افغانستان د تکواندو ځوان او تکړه لوبغاړی محسن رضایي د اسیا د تکواندو د ۲۴م پړاو سیالیو اتل شو.  د تکواندو ملي فدراسیون وايي، دا لومړی ځل دی چې یو افغان لوبغاړی د اسیا په کچه د تکواندو سیالیو کې اتلولي ګټي.  د دغه فدراسیون د مطبوعاتو مسؤل ذبیح‌الله شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې د محسن رضايي لوبې په ۵۸ کیلو وزن کې وشوې.  رضایي ته چې په خپل وزن کې یې د کوېټ، پاکستان، تایوان او جنوبي کوریا سیالان مات کړل، پرون د لبنان په بیروت ښار کې د سرو زرو مډال ورکړل شو.  د اسیا د تکواندو ۲۴م پړاو سیالۍ... Читать дальше...


Ефимов: свыше 6 млн м² жилья возведут по программе реновации до конца года

В Москве школьник ударил ножом 16-летнего юношу

Не осмелились на Западе всю речь Путина показать, но поняли, что не поступится Россия своими интересами

Отказ от бакалавров: что изменится в системе высшего образования в России



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Участие в ПМЭФ приняли участие делегации из 139 стран

В Москве школьник ударил ножом 16-летнего юношу

Ефимов: свыше 6 млн м² жилья возведут по программе реновации до конца года

На фестивале «Лето в Москве. Все на улицу!» пройдут танцевальные занятия

Музыкальные новости

История без фальсификации: Шемахи в первой половине XVIII века

Фонд «Восход» выпустил на «Атомайз» первые в России венчурные ЦФА

Вирусолог Вострухов: опасные клещи-мутанты из Европы могут появиться в России

Apocalyptica выложили кавер на Metallica «The Call Of Ktulu» на виолончелях

Новости России

Пассажирский самолет Бишкек - Москва прервал взлет из-за задымления шасси

Собянин: Москва подписала ряд крупных соглашений на Петербургском форуме

Свыше 70 жителей Чехова приняли участие в заседании выездной администрации

Подмосковные УК расчистили от захламления еще 2 тысячи холлов в домах

Экология в России и мире

Новые электрические щетки Revyline RL 085 Black доступны в филиале марки в Ставрополе

Пошив костюма по индивидуальным размерам

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Жители Барнаула помогут сделать родной город чище

Спорт в России и мире

Зверев вышел в финал «Ролан Гаррос»

«Он никогда не снимается с турниров». Циципас прокомментировал травму Джоковича

Джокович снялся с Открытого чемпионата Франции по теннису

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Moscow.media

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Такси в 7 раз чаще попадает в ДТП, чем обычные автомобилисты — изучаем аварийность на дорогах

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: С начала года более 4,7 тысячи жителей Московского региона оформили страховую пенсию в автоматическом режиме на портале госуслуг

Военные следователи провели рейд по бывшим мигрантам в Керчи







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *