Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2021

Новости за 09.06.2021

Pa.azadiradio.com 

بغلان کې د ماین پاکۍ پر دفتر وسله‌وال برید ۱۰ تنه ووژل او ۱۸ نور ټپیان دي

د پلخمري ولایتي روغتون چارواکي وايي چې د پېښې له ځایه ۱۰ مړي او ١٨ ټپیان دې روغتون ته وروړل شوي چې د یو شمېر ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی. افغان چارواکو د جوزا په ۱۹مه د چهارشنبې په ورځ دا حمله تأیید کړه. امریکا او بریتانیا د هلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې مالي ملاتړ کوي.

Pa.azadiradio.com 

جرمني '۴۲ افغان کډوال' بېرته افغانستان ته راواستول

په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي جرمني له دې هېواده ۴۲ افغان کډوال ویستلي دي. ‎د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو چارو وزارت وایي چې دغه افغان کډوال نن چهارشنبه «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۹» په یوه چارتر الوتکه کې کابل ته راستانه کړل شول. ‎د دې وزارت مطبوعاتی سلاکار عبدالباسط انصاري ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دغه کسان په جرمني کې د بېلابېلو سیمه‌ییزو محکمو له لوري د دوی د اسنادو او قضیو له څېړلو وروسته راستانه شوي دي. ښاغلی انصاري وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لوګر کې یو افغان خبریال حفیظ‌الله حقپرست نیازی ووژل شو

په لوګر ولایت کې نن یو افغان خبریال حفیظ‌الله حقپرست نیازی په داسې حال کې ووژل شو چې په خپله کرونده کې په کار بوخت و.  د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئيس عبدالرحمان تسل ازادي راډیو ته وویل، حقپرست نیازی نن غرمه د پُل علم په کلنګار سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ بر یو بل د ډزو په ترڅ کې ووژل شو.  ښاغلی تسل وايي چې څېړنې به معلومه کړي چې حقپرست د کوم لوري په مرمیو وژل شوی.  حفيظ‌الله حقپرست د لوګر ولايت ځایي خبريال و چې له ۱۳۸۳ ه.ل کال را په دې خوا یې له بېلابیلو سيمه‌یيزو او ملي رسنيو سره د خبريال په توګه کار کړی و.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د برېښنا ستنو ویجاړېدو د 'ګڼو فابریکو فعالیتونه' په ټپه درولي

د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدراسیون وايي چې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا د ستنو د ویجاړېدو له امله د زیات شمېر فابریکو فعالیتونه په ټپه درېدلي او د تولیداتو کچه راټیټه شوې ده. د دې فدراسیون مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې د ناامنۍ زیاتېدل بله هغه ستونزه ده چې له امله‌يې سوداګر په وېره کې دي او خپلې پانګې له هېواده باسي.  نوموړی وايي چې د تېرو دوه میاشتو په پرتله د افغانستان سوداګریز وضعیت خراب شوی دی. ده له امنیتي بنسټونو وغوښتل چې روان وضعیت کنټرول او د سوداګرو ستونزې حل کړي.

Pa.azadiradio.com 

افغان پوسټ شرکت د ګمرکي اظهارلیکونو د انلاین کولو لپاره نوی سیستم اعلان کړ

افغان پوسټ شرکت یو نوی الکترونیکي سیستم اعلان کړ چې له مخې به‌یې ګمرکي اظهارلیکونه په انلاین ډول ترسره شي. دا شرکت وایي، د دغه نوي سیستم هدف دا دی چې ګمرکي اطلاعات خوندي، د ناوړه استفادې مخه ونیول شي او د ګمرکي اظهارلیکونو سیستم ساده او اسانه شي. د دغه شرکت مشر احمد وحید ویس د چهارشبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۹» کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې دا سیستم د پوسټ نړیوالې ټولنې (UPU) له‌خوا جوړ شوی چې د افغانستان په ګډون په ۱۵۰ هېوادونو کې پلی کېږي. ښاغلی ویس زیاتوي: "د دې سیستم پلي کول په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له جرمني ۴۲ ایستل شوي افغان پناه غوښتونکي کابل ته راورسېدل

له جرمني څخه ۴۲ تنه ایستل شوي افغان پناه غوښتونکي نن سهار کابل ته راورسېدل.  د جرمني د 'ډي.پي.اې' خبري اژانس د راپور له مخې، دا پناه غوښتونکي په یوه چارتر الوتکه کې د کابل هوايي ډګر ته ورسول شول. دا د ۲۰۱۶ میلادي کال له دسمبر راهیسې  له جرمني د ایستل شوېو افغانانو ۳۹ مه جوپه ده چې په چارتر الوتکو کې کابل ته لېږل کېږي.  د نن ورځې له ۴۲ تنو سره تراوسه پورې له جرمني څخه افغانستان ته یوزرو ۷۷ تنه افغانان ستنول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د اکسیجن د کمښت ستونزه؛ روغتیا وزارت: د اکسیجن کارولو کې اسراف کېږي

د افغانستان عامې روغتیا وزیر وايي، په افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه د لومړۍ او دوهمې په پرتله جدي او د پراختیا په حال کې ده. د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۹» یوې خبري غونډې ته وویل، په کرونا ویروس د اخته کسانو او له امله‌یې د مړینې شمېرې د اندېښنې وړ دي. ښاغلي مجروح وویل چې تر اوسه په 'کووېډ-۱۹' اخته کوم ناروغ بې‌اکسیجنه نه‌دی پاتې، خو انتقاد يې وکړ چې په ډېری روغتیايي مرکزونو کې د اکسیجن په کارولو کې اسراف کېږي. ښاغلی مجروح زیاتوي: "په کابل کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له اوږده ځنډ وروسته دواړو مرکچي پلاویو د سولې د خبرو پر چټکتیا هوکړه کړې

له څه ناڅه اوږده ځنډ وروسته، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو  مرکچي پلاوي پر سوله غږېدلي. د دواړو لوریو ویاندویان وايي، په دې غونډه کې د سولې روانې پروسې پر چټکتیا او د مذاکراتو د دوام لپاره د اجنډا پر موضوعاتو خبرې شوي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې ویلي: "تېر ماښام د مذاکراتي ټیمونو د مشرانو او یو شمېر غړو ترمنځ ناسته وشوه. په ناسته کې د مذاکراتو په چټکتیا او د اجنډا د موضوعاتو په اړه خبرې وشوې." د افغانستان د سولې په چارو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د زابل اوسیدونکي: طالبان د کلات دروازه کې تلاشي اخلي، د سقوط وېره یې لرو

د زابل ولایتي شورا او د دغه ولایت اوسیدونکي د زابل امنیتي حالت د اندیښنې وړ بولي. د زابل اوسیدونکي وايي، د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه تر مرکز کلات پورې رسیدلي او دوی د دغه ښار د سقوط وېره لري. د مرکز کلات دوه تنه اوسیدونکي نور احمد او خدایداد وايي، وسله وال طالبان د کلات په دروازه کې له موټرو تلاشي اخلي، امنیتي کمربندونه له ښاره معلومېږي او د توپکو مرمۍ په کلات ښار کې د امینه قوماندانۍ سره لګېږي. نور احمد وايي: "طالبانو د دروازې د تلاشي عکسونه فیسبوک ته پورته کړي، هره شپه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شاه دوشمشېره جومات څه وخت جوړ او اوسنی حالت یې څه ډول دی؟

د ازادي راډیو اوونیز 'ژوند په شېبو کې ' پروګرام د شاه دوشمشېرې تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې:  د شاه دوشمشېره جومات څه وخت جوړ شو؟  اوسنی حالت یې څه ډول دی؟  دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

بایډن له افغانستانه د امریکايي سرتیرو له ایستلو ننګه کړې او وايي ترهګري ځپل شوې

د امریکا جمهور رییس وايي، له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو ایستل، په دې هېواد کې د ترهګرۍ ګواښ ته، د پام نه اړولو په معنی نه دي. سپینې ماڼۍ د جوبایډن د هغه ليک په حواله چې نوموړي ګانګرس ته لیکلي ويلي: "متحده ایالات به په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې داسې وړتیا او امکانات ولري، څو اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترورېزم په ځاله بدل شي."  جمهور رییس بایډن یو ځل بیا له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو له ایستلو ننګه کړې او وايي، سیمه کې ترهګري ځپل شوې. هغه زیاته کړې: "تېرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کورنیو چارو وزارت: طالبانو ماین پاکان وژلي؛ طالبان: موږ نه، مخ پټو وسله والو وژلي

د بغلان ولایت پولیس وایي چې په دغه ولایت کې تېره شپه د 'هیلوټرسټ' په نوم د ماین پاکۍ پر یوې موسسې حمله کې لس تنه ماین پاکان وژل شوي او شپاړلس نور ټپیان دي. ‎د دغه ولایت د پولیسو ویاند جاوېد احمد بشارت په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "طالبانو هغه ژمنه چې د خیریه موسسو په اړه یې کړې وه، هغه یې عملي نه کړه او تېره شپه لس بجې یې د بغلان ولایت، مرکزي بغلان ولسوالۍ په شېخ جلال سیمه کې د ماین پاکۍ پر یوه کمپ حمله وکړه چې ۱۰ کسان په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي." ‎د ښاغلي بشارت په خبره، دغه ماین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندز کې لرغوني اثارو ته پېښ ګواښ؛ فعالان: جایدادونه یې هم زورواکو غصب کړي

په کندز ولایت کې یو شمېر فرهنګیان او مدني فعالان وايي، په دغه ولایت کې لرغوني اثار، جایدادونه د سیمه ییزو زورواکو له خوا غصب شوي دي او ډېری تاریخي ځایونه د له منځه تللو ګواښ سره مخ دي. دوی وايي، لرغونو اثارو ته دې ګواښ سخت اندیښمن کړي دي . لیکوال او شاعر محمداسماعیل کلیوال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "لرغوني اثار د یو هېواد او ملت ژوندی تاریخ بلل کېږي، کله چې دغه لرغوني اثار تخریبیږي او له منځه ځي نو دا په دې معنی ده چې ګوندې زموږ د هېواد تاریخ او زموږ ملي هویت له منځه ځي." د کندز ولایت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له سیاسته ورهاخوا؛ ماشومانه نړۍ

د ازادي راډیو خبریاله د کابل ده سبز ولسوالۍ ته تللې او له دې ماشومانو چې په مېله بوخت وو، انځوریز راپور پرې برابر کړی دی. ​  د لاندې تړوني په کېکاږلو سره یې لیدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې قرنطین وغځید؛ د کرونا ۳مه څپه ښايي هره شېبه فاجعه رامنځته کړي

د هرات په ولایت کې د شهید بېسیم روغتون دهلیز دې ورځو کې د پخوا پرتله ډېر بوخت دی،۲۳ کلن عبد الفتاح له خپل پلار سره د کرونا له امله روغتون ته راغلي. دواړه د تنفس کمښت لري او د اکسیجن په مرسته ساه اخلي، مګر د زوی وضعیت یې د زاړه پلار په نسبت ښه دی. عبدالفتاح وايي، مخکې له دې چې هغه د کرونا په ویروس اخته شي، کرونا یې جدي نه نیوله: "اوس مهال زه او زما حاجي اغا دلته په روغتون کې بستر شوي یو. دلته د ناروغانو شمېر دومره ډېر شوی چې دا روغتون کې بې اندازې بېروبار دی." په هېواد کې د کرونا ویروس درېیمه څپه ممکن په هره شېبه کې فاجعه له ځان سره ولري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کورنیو چارو وزارت: طالبانو بغلان کې لس ماین پاکان وژلي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو بغلان کې لس ماین پاکان وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي. دغه وزارت نن چهارشنبه (د غبرګولي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه تېره شپه لس بجې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شیخ جلال سیمه کې شوې. خبرپاڼه کې راغلي، وسله وال طالبان دغلته د ماین پاکانو کمپ ته ننوتلي او پر دې کسانو یې ډزې کړي دي. تراوسه معلومه نه ده چې وژل شوي د ماین پاکۍ د کومې ادارې یا موسسې کار کوونکي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پېښه کې لاس لرل رد کړي دي او ویلي یې دي، له څېړنو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح ورځپانه: د برښنا سوېچ د حکومت په لاس کې نه دی

د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو په بېلابېلو موضوعاتو تبصرې او مقالې خپرې کړي دي.  مسیر مسیر ورځپاڼې د برښنا د ستنو نړولو او له منځه وړلو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې څوک د برښنا ستنې نړوي او ولې يې حکومت په مخنیوي کې پاتې راغلی دی؟  وړاندې راغلي دي چې تر اوسه پورې د برښنا ستنو د نړولو مسوولیت هېچا نه دی اخیستی. برښنا شرکت يې د روښنایۍ او د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار ګڼي، خو دا چې دا دښمنان څوک دي او له دې کاره یې موخه څه ده، معلومه نه ده.  لیکوال لیکي چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان یو شمېر مېرمنې په دې ولایت کې ښځو ته پارک یا مېله ځای غواړي

په ارزګان ولایت کې ښځې د کلتوري محدیتونو له کبله نه یوازې دا چې له کوره بهر د کارکولو اجازه نه لري بلکې د تفریح لپاره هم فرصت نه لري. په دغه ولایت کې په کال کې دوه ځلي د ساعت تیري موقع رامنځته کېږي چې دوه اخترونه دي، خو ښځې نه شي کولای په دغو ورځو هم تفریح وکړي. یوازې د ځینو کورنیو ښځې دا فرصت لري چې د اختر په ورځو کې تفریح وکړي، خو په ټوله کې داسې ځای یا پارک نشته چې ښځې پرته له وېرې د تفریح لپاره ورشي. نور بي بي د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اوسیدونکې ده دې ازادي راډيو ته یې وویل چې ځينې خلک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ژان ارنو: د افغانستان کشاله د ډله ییز اقدام په مرسته د حل وړ ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ژان ارنو، ایران ته په خپل سفر کې ویلي، د افغانستان کشاله د ډله ییز اقدام په مرسته د حل وړ ده. راپورونه وايي، ارنو پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۸مه) تهران ته ورسېد او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره یې وکتل. د ایران دولتي اژانس ایرنا راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دغه راز ویلي چې د هڅو تمرکز یې د افغانستان د روانې لانجې د حل لپاره د ډله ییزو همکاریو خپلول دي. په راپور کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سعودي په کوربتوب پر افغان سولې غونډه جوړیږي

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د افغانستان د سولې په اړه په مجازي کنفرانس کې د پاکستان مهم چارواکي برخه اخلي. په پام کې ده سعودي عربستان او د اسلامي نړۍ د اړیکو د سازمان په کوربه­ توب د افغانستان، پاکستان او سعودي عربستان دیني عالمان سبا پنجشنبه پردې موضوع خبرې وکړي. د  ارشاد، حج او وقافو وزارت ویاند، فضل محمد حسیني ازادي راډیو ته وویل: "په دغه کنفرانس کې د پاکستان د اسلامي چارو وزیر او ډېر لوی-لوی علما ګډون کوي. دغه راز د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د اسلامي همکاریو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین کې افغان سفیر: د چین مرسته شوي واکسینونه کابل ته واستول شول

په چین کې د افغانستان سفیر وايي، د چین له خوا مرسته شوي کرونا-ضد واکسینونه د (MCC) شرکت په همکارۍ، کابل ته واستول شول. جاوېد احمد قایم ازادي راډیو ته وویل، د سینوفارم په نوم د دغه اووه لکه ډوزه واکسینو او څه باندې اووه لکه سرنجونو بسته به سبا پنجشنبه کابل ته ورسېږي. دی واييک "د انتقال او بیمې لپاره تقریباً یو اعشاریه اووه میلیونه ین چې څه کم درې لکه امریکايي ډالر کېږي په کار وو. دغه لګښت MCC شرکت پر غاړه واخېست، بیا مو د انتقال لپاره د Genertic  په نوم یو شرکت پیدا کړ. ټرانسپورټي شرکت ته تسلیم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هاګ محکمې د راتکو ملادیچ د استیناف غوښتنه رد کړه

په هاګ کې د ملګرو ملتونو محکمې د بوسنیا د صربانو د پخواني پوځي مشر راتکو ملادیچ د استیناف غوښتنه رد کړه. ده دغه استیناف د عمري بند سزا په وړاندې غوښتی و. ملادیچ تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو ناوړه جنایتونو کې د خپل رول له کبله محکوم شوی دی. محکمې په پرونۍ جلسه کې چې د کرونا ویروس د محدودیتونو له کبله د تړلو دروازو تر شا وشوه، خپل حکم صادر کړ. د استیناف د غوښتنې رد کېدل په دې معنی دي چې دغه نهه اویا کلن پخوانی جنرال به خپل پاتې عمر په بند کې تېروي. پر ده په لګېدلو تورونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اروپا او مرکزي اسیا اقتصاد ته د نړیوال بانک اندېښنه

نړیوال بانک وايي، که اروپا او مرکزي اسیا لا هم د کرونا ویروس د وبا د مهارولو په چارو بوخت وي، د دغو ساحو اقتصادي لیدلوری به تت وي. د پیسو نړیوال صندوق پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۸مه) په خپل تازه اقتصادي راپور کې ویلي، د دوی د ډلبندۍ له مخې په دغو ساحو کې ۲۳ هېوادونه به په ۲۰۲۱میلادي کال کې ۳ اعشاریه ۹ فیصده اقتصادي وده ولري. د راپور په حواله، د کرونا ویروس د نوېو پېښو د زیاتېدو له کبله ښايي د دغو هېوادونو بهرنۍ تقاضا زیاته وي او د صنعتي مالونو قیمتونه به په کې لوړ شي. نړیوال بانک په وروستیو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلې دورې لپاره له ګوتیریش څخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ملاتړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه نړیوال سازمان د مشرۍ د بلې دورې لپاره د انتونیو ګوتیریش د پاتې کېدو ملاتړ وکړ. دې شورا عمومي اسمبلۍ ته چې ۱۹۳ هېوادونه یې غړي دي، سپارښتنه وکړه چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د پنځو کلونو لپاره خپل ماموریت نوی کړي. په ملګرو ملتونو کې د ایستونیا سفیر سوین یرګنسن (Sven Jurgenson) چې روانه میاشت د امنیت شورا مشري کوي، ویلي عمومي اسمبلۍ به احتمالاً د جون پر ۱۸مه دغه ګمارنه تصویب کړي. ګوتیریش چې پخوا یې د پرتګال د صدراعظم په توګه هم دنده ترسره کړې، د ۲۰۱۷... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سعودي کې پر سولې غونډه؛ افغانستان: په لومړي ځل پاکستاني عالمان هم ګډون کوي

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د افغانستان، سعودي عربستان او پاکستان د دیني عالمانو سبانی کنفرانس د افغانستان د سولې لپاره مهم بولي. نوموړی وايي، د دې کنفرانس د چمتووالي چارې دوه کاله مخکې پیل شوې وې. دغه یو ورځنی کنفرانس سبا پنجشنبه (د غبرګولي ۲۰مه) د سعودي عربستان او د اسلامي نړۍ د اړیکو د سازمان په کوربه ­توب جوړېږي. د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، محمد قاسم حلیمي ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان د سولې په اړه دغه کنفرانس مهم وباله، ځکه د ده په وینا د اول وار لپاره د پاکستان ګڼ... Читать дальше...


День защиты детей отпраздновали в Реутове

В Москве состоялось прощание с Анастасией Заворотнюк

Главные дела и категорические запреты 2 июня, праздника святых Фалалея, Александра и Астерия и дня Тимофея Грядочника

Победитель Чемпионата по рыбалке на Рыбной неделе получил 1 млн рублей



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Мастер-классы и конкурсы прошли в парке Толстого в Химках

Победитель Чемпионата по рыбалке на Рыбной неделе получил 1 млн рублей

Петербургский театр имени Шаляпина покажет мюзикл «Вымыслы» по сказкам Пушкина

Белоснежный гроб утонул в цветах: в Москве завершились похороны Анастасии Заворотнюк

Музыкальные новости

В Штабе «Единой России» детям рассказали о правилах безопасного отдыха

Выставка «Кремли России — взгляд художника» открылась в Нижегородском кремле

Сергей Собянин поздравил москвичей с Международным днем защиты детей

Уссурийский ЛРЗ расширяет форматы промышленных экскурсий на предприятие

Новости России

Экономист Петрова: все налоговые изменения вступят в силу в 2025 году

МЧС предупредило москвичей о сохранении высокой пожароопасности 2 и 3 июня

"Лето в Москве. Все на улицу!": в столице начался уникальный городской фестиваль

Поклонники рассказали, как выглядела покойная Заворотнюк на похоронах: стала неузнаваемой и худой

Экология в России и мире

Всеармянский союз «Гардман-Ширван-Нахиджеван» осуждает лживое заявление президента Азербайджана Алиева

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты

«585*ЗОЛОТОЙ» выступила партнером медиафестиваля творческой молодежи YOUPITER

Спорт в России и мире

Не ходите, дети, в теннис: как Андре Агасси и Штеффи Граф подарили детям право выбора

Надаль пропустит Уимблдон из-за желания сыграть на Олимпиаде

Медведев вышел в 1/8 финала «Ролан Гаррос» — 2024

Россиянин Котов уступил итальянцу Синнеру в третьем круге "Ролан Гаррос"

Moscow.media

Экс-редактор Comnews присоединился к команде iTrend

В Петербурге суд оправдал владельца транспортных средств, который давал взятки сотруднику ГИБДД

Портативный ТСД корпоративного класса Saotron RT-T70

Лучший HR-бренд – «Грузовичкоф»







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *