Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2021

Новости за 14.06.2021

Pa.azadiradio.com 

جو بایډن: ناټو د متحده ایالاتو د ګټو لپاره ډېره مهمه ده

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي ناټو د متحده ایالاتو د ګټو لپاره ډېره مهمه ده.  ولسمشر بایډن همداراز ویلي چې د ناټو تړون پنځمه فقره چې د متقابلې دفاع په اړه ده یو سپېڅلی مکلفیت په ډاګه کوي. د امریکا ولسمشر چې د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سرمشریزې ته وینا کوله ټینګار وکړ اروپا دې پوه شي چې امریکا یې ترڅنګ ده.  بایډن اروپا ته ځکه سفر کړی چې هم د ناټو په سرمشریزه کې برخه واخلي او هم د واشنګټن له ملاتړه خپلو اروپايي ملګرو ته ډاډ ورکړي. د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ په دوره کې د امریکا او اروپا اړیکې سړې شوې وې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې چاودنې ۳ تنه ملکي وګړي ووژل

د پکتیا ځایي چارواکي وایي، د وسله‌والو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې ۳ تنه ملکي وګړي وژلي دي.   د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري د دوشنبې په ورځ ماسپښین مهال رسنیو ته وویل چې دغه ملکي وګړي د زرمت ولسوالۍ په مموزیو سیمه کې په عامه لاره کې د خښ شوي ماین چاودنې له امله وژل شوي.  وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد له دې وړاندې ویلي و چې د ګردېز-زرمت ترمنځ په یو شمېر لارو کې یې د نظامي قطارونو د مخنیوي په هدف ماینونه ځای پر ځای کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت غواړي افغانستان کې د اروپایي هېوادونو پانګونه زیاته کړي

افغان حکومت غواړي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې د اروپایي هېوادونو پانګونه زیاته کړي.  په همدې هدف د افغانستان یو لوړپوړی پلاوی دا مهال له چکي او سلواکي سوداګرو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو په پراګ کې په خبرو بوخت دی.  دوی د یوه درې ورځني فورم یا بحث په چوکاټ کې سره راټول شوي چې نن د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۴» پیل شو. د چک جمهوریت د صدراعظم مرستیال او د تجارت، صنعت او ترانسپورټ وزیر کارل هاولیڅک (Karel Havlíček) له افغانستان سره د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمشریزه؛ افغانستان کې د 'پوځي حضور پای د ملاتړ او مرستو پای' نه‌دی

نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان سرمشریزه پيل شوه، د غونډه کې د ناټو غړو هېوادونو مشران له افغانستانه د پوځیانو په وتلو، اقلیمي بدلون، ټولیز امنیت او ځینو نورو موضوع‌ګانو بحث وکړي. ناټو له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ. د دغه سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ناټو غړو هېوادونو د ۳۱مې سرمشریزې په یوه بحث کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د پوځي حضور پای ته رسېدل د ملاتړ او مرستو د پای معنی نه‌ورکوي. ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "لکه څنګه چې موږ خپل پوځي مأموریت پای ته رسوو.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې ۹۰۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابر شوه

په کندهار ولایت کې به ۹۰۰ کډوالې او کورنۍ بې‌ځایه شوې ښځې خپل کارونه پیل کړي او د خپلو کورنیو مالي چارې به پر مخ یووړای شي. دا وروسته له هغه چې په دې ولایت کې کډوالو او داخلي بې‌ځایه شویو مېرمنو ته بېلابېلې حرفوي زده‌کړي ورکول شوي.

Pa.azadiradio.com 

په ټول افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شو

نن په ټول افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو سراسري واکسین پیل شوی دی.  د عامې روغتیا وزارت، د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف په ګډه دا واکسیناسیون پیل کړی. تمه ده د جون تر ۱۷مې شاوخوا نهه ملیونه او نهه لکه افغان ماشومان چې عمرونه‌یې له پنځو کلونو کم دي، واکسین شي.  د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي له درې ملیونو او درې لکو زیات ماشومان به په یو شمېر سیمو کې د واکسین له اخیستلو محروم وي. پولیو یوه ساري ناروغي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قاضي محمد امین وقاد مړ شو

جهادي قوماندان او د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد غړی قاضي محمد امین وقاد نن وفات شو.  د ښاغلي وقاد زوی صهیب وقاد ازادي راډیو ته د هغه مړینه تأیید کړه.  هغه وویل چې پلار یې له دوو کلونو راهیسې ناروغ و او په دې وروستیو کې یې صحي وضعه د زړه او سږو د ناروغۍ له کبله ډېره نازکه وه چې بالاخره نن د اکسیجن د کمښت له امله وفات شو. دا په داسې حال کې ده چې کرونا وبا هم ګڼې وتلې افغان څېرې اخیستې دي. تازه نن د ولسمشر سلاکار او فرهنګي څېره محمد نبي مصداق هم ومړ.  ښاغلی مصداق کلونه په رسنیو کې کار کاوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان-پاکستان مذاکرات؛ قریشي: جګړه او سوله په یوه وخت نه‌شي کېدای

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو کې اړیګې ترینګلې دي، خو پاکستان‌یې د ښه کېدو هڅه پیل کړې ده. په همدې هدف د سولې سیمه‌ییز انستتیوت «د افغانستان-پاکستان مذاکرات؛ راتلونکې، سوله، خپل‌منځي اړیکې او پرمختګ» په نوم دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې چې اسلام‌اباد یې کوربه‌توب کوي. دا غونډه په غیر دولتي کچه جوړه شوې چې په‌کې اسلام‌اباد کې افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل سربېره، یو شمېر افغان سیاسیون لکه حضرت عمر زاخېلوال، سید حامد ګیلاني، میرویس یاسیني، غیرت بهیر او یو شمېر ښځینه او رسنیزو فعالانو ګډون کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: له ازبکستانه د اکسیجن وارد شوې ډبې ټولې تشې وې

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي د اکسیجن زر ډبې چې څو ورځې وړاندې له ازبکستانه وارد شوې وې ټولې تشې وې. په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ لپاره په ځانګړو شویو روغتونونو کې د اکسیجن د کمښت په اړه په داسې حال کې انتقادونه مخ پر زیاتېدو دي چې نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۴» د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وايي دا کار سهواً کې شوی دی. ښاغلی مجروح وايي که دا ډبې له اکسیجن ډکې وی، نو ۵۰۰يې د بلخ ولایتي روغتون او پاتې نورې يې د نورو روغتونونو لپاره ځانګړې شوې وې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ناټو غونډه؛ دغې سرمشریزه کې له افغانستانه د پوځیانو په وتلو هم بحث کېږي

د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو غونډه پیل شوه، د شمالي اتلانتیک تړون/ناټو سازمان مشران له افغانستانه د پوځیانو په وتلو، په ټولیز امنیت، سایبري ګواښونو، له چین او روسیې سره اړیکو او دفاعي لګښتونو باندې بحث کوي.  د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د سرمشریزې په لومړني حاشیه‌يي بحث کې وویل چې ناټو به له افغانانو سره ملاتړ ته دوام ورکړي.  ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "لکه څنګه چې موږ خپل پوځي مأموریت پای ته رسوو. موږ به د افغانانو لپاره ملاتړ ته دوام ورکوو، د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل له لارې چې دا ډېره مهمه ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین د «جي-اووه» ګډه اعلامیه خپلو کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله

په لندن کې د چین سفارت د «جي-اووه» یا د نړۍ د اووه لویو صنعتي هېوادونو ګډه اعلامیه د چین په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې او دا ډله‌یې په سیاسي جعل‌کارۍ تورنه کړې ده.  دا وروسته له هغه چې «جي-اووه» هېوادونو په بیجنګ باندې په شینجن او هانګ کانګ کې د بشري حقونو د سرغړونو د ریکارډ د پرېښودلو انتقاد وکړ.  چین په شینجن کې د خپلو سیاستونو په خاطر ورځ تر بلې له نړیوالو نیوکو سره مخ کېږي. اخوا له اویغور مسلمانانو سره د چین چلند د متحده ایالاتو له‌خوا نسل‌وژنه بلل شوې ده.  د «جي-اووه» په اعلامیه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسکار جایزې ګټونکی نېډ بېټي ومړ

د هالیووډ د سینما وتلی لوبغاړی نېډ بېټي په ۸۳ کلنۍ ومړ. ده په څو فلمونو له هغې ډلې ډېلورېنس، سوپرمن او نېټورک کې د لوبېدو لپاره خورا شهرت ګټلی.  روېټرز خبري اژانس د اسکار جایزې د دې ګټونکي سینمايي لوبغاړي د لور بلوسوم بېټي په حواله لیکلي چې نېډ بېټي په لاس انجلس کې په خپل کور کې ساه ورکړې.  نېډ بېټي اته زامن او لورګانې درلودې او د امریکا د کینټاکي ایالت اصلي اوسېدونکی و.  دی یکشنبه سهار مړ شوی. نېډ بېټي په څه باندې ۱۵۰ فلمونو او ټلوېزیوني ډرامو کې کار کړی.

Pa.azadiradio.com 

صالح: د طالبانو د نرۍ لیکې په څېر پرمختګ به د دوی په ډله‌ییزې هدیرې بدل شي

د طالبانو له‌خوا په پرله‌‌پسې ډول د ولسوالیو د سقوط په دوام، د جمهور رئیس غني لومړی مرستیال ګواښ کوي چې د طالبانو د نرۍ لیکې په څېر پرمختګ به، د دوی لپاره په هدیرې بدل شي. امرالله صالح وايي، طالبانو د یوې نرۍ لیکې په جوړولو، لږ پرمختګ کړی، خو دا ډول پرمختګ پراخ ملاتړ نه‌لري او ده په خبره، تل‌پاتې نه‌دی. ښاغلي صالح په خپله رسمي فېس‌بوک‌پاڼه لیکلي: "هغوی چې له طالبانو سره جګړه ورته اشنا ده، پوهېږي چې دا نرۍ لیکه به د دې ډلې په ډله‌ییزه هدیره بدله شي." د جمهور رئیس غني لومړی مرستیال په خلکو غږ کوي چې په تبلیغاتو تېر نه‌وځي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ناټو غړو هېوادونو مشران نن په بروکسل کې غونډه لري

د ناټو غړو هېوادونو مشران نن په بروکسل کې غونډه لري، دا د شمالي اتلانتیک تړون/ناټو سازمان ۳۱ سرمشریزه ده چې د امریکا له ولسمشر جو بایډن نیولې د ناټو د ټولو غړو هېوادونو مشران، دفاع او بهرنیو چارو وزیران په‌کې برخه لري.  تمه ده دوی د ناټو اړوند مسئلو له هغې ډلې ټولیز امنیت، اوکراین او ځینو نورو موضوع‌ګانو سربېره په افغانستان کې د ناټو په مأموریت او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه بحث وکړي.  د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو د مشرانو لپاره به نننۍ سرمشریزه د دې یو فرصت رامنځته کړي چې له هغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان پېژندل شوی ژورنالېست نبي مصداق د کرونا ویروس له امله ومړ

افغان پېژندل شوی ژورنالېست او د جمهور رئیس محمد اشرف غني مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق هم د خاموشانو نړۍ ته ولاړ. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د 'کووېډ-۱۹' له امله د مخکېني پېژندل شوي ژونالېست او د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سلاکار نبي مصداق مړینه تأییدوي او لویه ضایعه‌یې ګڼي. د دغه وزارت وباند صابر مومند وايي: "په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د ژورنالیزم ځلانده ستوری نبي مصداق له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي، نبي مصداق د ژورنالیزم په برخه کې دې هېواد او هېوادوالو ته څو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: روغتیا وزارت د کرونا د درېیمې څپې له پیل وروسته تر سخت فشار لاندې دی

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرونا د درېیمې څپې له پیلېدو وروسته تر سخت فشار لاندې دی. وړاندې راغلي دا وزارت هڅه کوي د نويو بندیزونو په لګولو سره دا فشار کم کړي، خو په وینا یې چې د اکسیجن او کرونا واکسین نشتوالی لویې ستونزې دي چې لاهم نه‌دي حل شوي. د لیکوال په وینا د افغانستان عامې روغتیا وزارت له سپارښتنو او هڅو سره سره لاهم دغه وزارت تېره ورځ د کرونا له امله د مړینې تر ټولو لوړې شمېرې ثبت کړې چې د خلکو ترمنځ‌یې اندېښنې لا زیاتې کړې دي. د لیکوال په اند... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د برما لیرې کړای شوې رهبره د خپلې محاکمې په لومړۍ جلسه کې راڅرګندېږي

د برما لیرې کړای شوې رهبره انګ سان سوچي نن دوشنبه د خپلې محاکمې په لومړۍ جلسه کې راڅرګندېږي. دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې مخکې د پوځي کودتا له کبله د جنوب ختیځې اسیا د دغه هېواد د ډیموکراسۍ تجربه ختمه شوه. د برما پخوانۍ ملکي رهبره سان سوچي د تېر کال په ټاکنو کې د سرغړونو په تور محاکمه کېږي. په هغو ټاکنو کې د هغې په رهبرۍ د ډیموکراسۍ لپاره ملي لیګ په اکثریت رایو ګټونکی شوی و. له پوځي کودتا راهیسې پوځ له وسله‌والو قومي ډلو سره له نوې شخړې سره مخامخ دی او هره ورځ په دغه هېواد کې د سان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو افغان هیئت د سوداګرۍ او پانګونې فورم کې د ګډون لپاره چک جمهوریت ته ورسېد

د افغانستان یو عالي رتبه هیئت د سوداګرۍ او پانګونې په فورم کې د ګډون لپاره چک جمهوریت ته ورسېد. په پراګ کې د افغانستان سفارت وايي دغه هیئت د یکشنبې په ورځ د افغانستان-چک او سلواکیا د سوداګرۍ او پانګونې په فورم کې د ګډون لپاره پراګ ته ورسېد. د سفارت د اعلامیې له مخې د هیئت په ترکیب کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد فیضي غوریاني، د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري او نور چارواکي شامل دي.‌ دغه هیئت به د غبرګولي یا جوزا له ۲۴مې تر ۲۶مې د افغان-چک-سلواک د سوداګرۍ او پانګونې فورم کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې د لسګونه ښځو لاریون؛ د جګړې ښکېلې غاړې دې جګړه ودروي

په ننګرهار کې پرون یکشنبه لسګونه ښځو د یو سوله‌ییز لاریون په ترڅ کې د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې جګړه ودروي.  دوی وايي: ؛موږ سوله غواړو، زموږ بې‌ګناه افغانان هره ورځ وژل کېږي او په شهادت رسېږي. زموږ غوښتنه د جګړې له ښکېلو غاړو دا ده چې چې نور باید جګړې ته د پای ټکی کېږدي، نور د پردیو خبرو ته باید غوږ ونه‌نیسي او دغه شته ستونزې دې باید د خبرو له لارې حل کړي." دغو ښځو چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده دغه‌راز له طالبانو وغوښتل چې لانجې دې د خبرو له لارې هوارې کړي.  په جلال‌اباد کې دغه ښځې د سولې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر غني سلاکار نبي مصداق ومړ

د ولسمشر محمد اشرف غني مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق د ۷۷ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. جمهوري ریاست نن په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني په حواله لیکلي، ارواښاد مصداق کلونه کلونه د ژورنالیزم له لارې د مظلومو افغانانو غږ پورته کړی. بل‌خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د نبي مصداق مړینه یوه ضایعه وبلله. د دغه وزارت ویاند صابر مومند نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل: "په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ژورنالیزم د ډګر ځلانده ستوري نبي مصداق له دې نړۍ سترګې پټې کړې. ارواښاد نبي مصداق د ژورنالیزم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زلمي خلیلزاد قزاقستان د افغان سولې په پروسه کې همکارۍ ته وهڅاوه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قزاقستان د افغان سولې په پروسه کې همکارۍ ته وهڅاوه.  خلیلزاد چې د جون له پنځمې یې کابل، دوحه او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو پلازمېنو ته سفر پیل کړی، پرون یکشنبه د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان کې د دې هېواد له چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې. نوموړي په نورسلطان کې په یوه خبري کنفرانس کې د افغان سولې د پیاوړتیا لپاره د قزاقستان په ګډون د سیمې هېوادونو رول مهم وباله او زیاته‌یې کړه: "په افغانستان کې او د پرمختیا هدف ته د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرچینه: د کندز خان‌اباد ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو ونیوله

یوه سرچینه وايي، د کندز خان‌اباد ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو له‌خوا ونیول شوه. په دې ولسوالۍ کې له تېرو دوو ورځو د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې وې. په خان‌اباد ولسوالۍ کې یوې باوري سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه‌ښوولو په شرط نن سهار ازادي راډیو ته وویل، د خان‌اباد ولسوالۍ مرکز تېره شپه د وسله‌والو له‌خوا نیول شوی دی. سرچینه وايي، افغان امنیتي ځواکونو د دې ولسوالۍ توپخانې غونډۍ ته شاتګ کړی دی. حکومتي چارواکو او رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات والي: د اوبه ولسوالۍ طالبانو نیولې

د هرات والي تأیید کړه چې د دې ولایت اوبه ولسوالۍ طالبانو نیولې.  عبدالوحید قتالي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو د ولسوالۍ او د امنیه قوماندانۍ ودانۍ نیولي، خو دوی هڅه کوي چې هغوی بېرته له دغو ودانیو وباسي. د ښاغلي قتالي په خبره د نښتو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو ۲۰ غړي ټپیان شوي چې د درېیو وضعیت‌یې نازک دی.  قتالي همدارنګه طالبانو ته هم په نښتو کې د درنې مرګ‌ژوبلې د ور اړولو خبره وکړه، خو ویې‌ویل چې تر اوسه‌یې د دقیق شمېر په اړه معلومات نه‌لري. وسله‌والو طالبانو په اوبه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: ګردېز کې د یوې پوستې ۴۰ پاڅونوال وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شوي

د پکتیا چارواکي وایي، په ګردېز کې د یوې پوستې ۴۰ پاڅونوال د مهماتو د خلاصېدو له امله وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.  د پکتیا والي محمد حلیم فدایي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دغه پاڅونوال وروسته له هغې وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شول چې له پرله‌پسې نښتو او مقاومت وروسته‌یې مهمات خلاص شول.  ښاغلی فدايي وايي: "۴۰ کسان چې هغوی پاڅونوال دي، تر اخره پورې جنګېدلي و، خو دا چې لارې ټولې په ماینونو پوښل شوې وې او اکمالات یو څه ستونزمن شوي وو، نو له دې امله هغوی اسیر شوي دي." د راپورونو له مخې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

۱۲ بایسکل ځغلوونکو نجونو د افغانستان ملي ټیم ته لاره پیدا کړه

د افغانستان د نجونو د بایسکل ځغلولو ملي ټیم ته د لارموندنې په هدف پرون هم په بامیان کې د څو ولایتونو د بایسکل ځغلولو د ټیمونو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې. د بایسکل ځغلولو دغه څلور ورځنۍ سیالۍ په دوو برخو، په سړکونو او غرنیو سیمو کې ترسره شوې. پرون ۱۲ بایسکل ځغلوونکو نجونو ملي ټیم ته لاره پیدا کړه. په سړکونو د بایسکل ځغلونې په برخه کې له بامیانو زهرا رضایي لومړی او له فاریاب څخه فرېبا هاشمي او یلدوز هاشمي دوهم او درېیم ځای خپل کړ. په غرنیو سیمو کې د بایسکل ځغلونې په برخه کې له بامیانو نسرین او له لوګر څخه سحر سروري ملي ټیم ته لاره پیدا کړه. Читать дальше...


Причиной аварийной посадки самолета в Подмосковье стала неисправность двигателя

Туристы с Ближнего Востока едут в соседний с Карелией регион за хаски

Взрыв произошел в пятиэтажке на севере Москвы

В Петербурге прошел Кубок ПМЭФ по конкуру



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Взрыв произошел в пятиэтажке на севере Москвы

Причиной аварийной посадки самолета в Подмосковье стала неисправность двигателя

В Петербурге прошел Кубок ПМЭФ по конкуру

В Газпроме предлагают поднять тарифы на газ населению и бизнесу ещё в 2 раза, мол, а иначе "труба"

Музыкальные новости

Яндекс, А.С. Пушкин, Святой Ленин ведут следствие. Настоящая сенсация! 225 лет А.С. Пушкину.

Вирусолог Вострухов: опасные клещи-мутанты из Европы могут появиться в России

Собянин рассказал о главных возможностях для развития Москвы

Фонд «Восход» выпустил на «Атомайз» первые в России венчурные ЦФА

Новости России

Патриарх Кирилл: РПЦ не должна перегружать человека долгим стоянием в храме

Тарасова назвала баннер с Исинбаевой в Париже рекламой российского спорта

На Ближнем Востоке зарождается союз, который перевернет мир. Выгоды для России

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

Экология в России и мире

Туристка заразилась плотоядной болезнью и потеряла руку: новая инфекция начала распространяться на людей, посещающих достопримечательности

«В девять лет я уже был очень любвеобильным». Актер Михаил Богдасаров вспомнил детство в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3  

Культурный центр «Интеграция» проведет концерт ко Дню России в Перовском парке

Купаться надо уметь: правила, которые сохранят вам жизнь

Спорт в России и мире

Каспер Рууд: «Не буду выступать на турнирах перед «Уимблдоном», но на нем, конечно, сыграю»

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Тарпищев о Медведеве и Рублеве: без травм сыграют в Париже лучше, чем в Токио

Moscow.media

SURREAL NAMIBIA

Военные следователи провели рейд по бывшим мигрантам в Керчи

«Грузовичкоф» выступил в Санкт-Петербургской торгово-промышленной палате с предложениями для развития отрасли

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *