Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2021

Новости за 17.06.2021

Pa.azadiradio.com 

د سید الشهدا ښوونځي یو شمېر زده‌کوونکو ته له لیرې د زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کابل په دشت برچي سیمه کې د سید الشهدا پر ښوونځي د برید په ۴۰مه ورځ د «ایده» په نوم یوې غیر دولتي مؤسسې په دې ښوونځي کې یو شمېر زده‌کوونکو ته له لیرې د زده‌کړو زمینه برابره کړه. دغه مؤسسه وایي چې په لومړي سر کې یوازې ۱۶ زده‌کوونکي چې په اووم ټولګي کې درس وایي او پر دغه ښوونځي برید کې ټپي شوي وو، دغه پروګرام کې شاملېږي. د «ایده» مؤسسې چارواکو وویل چې دغو زده‌کوونکو ته په ازمایښتي ډول یو پایه ټبلېټ او د تدریس مرستې ورکړل شوې دي. د دې مؤسسې غړي محمد نجمان زماني ازادي راډیو ته وویل چې د تدریس دغه اپلېکېشن انټرنټ ته اړتیا نه‌لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عزیزي بانک خپل یوه پېرېدونکي ته اته ملیونه افغانۍ 'غرامت' ورکوي

د عزیزي بانک د یو پېرېدونکي له لوري د پیسو د ورکېدو ادعا او د عزیزي بانک له لوري د اته ملیونه افغانیو غرامت ورکول. د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سترې محکمې د وروستۍپرېکړې په اساس عزیزي بانک به د عبدالاحد په نوم خپل یو پېرېدونکي ته اته ملیونه افغانۍ غرامت ورکړي. د افغانستان بانک د معلوماتو په اساس عبدالحد د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ په عزیزي بانک کې بانکي اکونټ درلود چې اته کاله وروسته یعنې تېر کال‌یې له بانکه د پیسو د ورکېدو ادعا کړې ده. په بیان کې راغلي چې دغه پرېکړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات مرکزي زندان بندیان مسلکي زده‌کړې کوي

د هرات په مرکزي زندان کې شاوخوا ۶۰ تنه بندیان حرفوي زده‌کړې کوي. دوی خیاطي، مرۍ اوبدل، د تسبېح جوړونه، نجاري، حکاکي او فلزکاري زده کوي ترڅو له بند خوشې کېدو وروسته بېرته عادي ژوند ته ستانه شي. ځیني یې ان له دې لارې پیسې ګټي او له خپلو کورنیو سره مرسته کوي.

Pa.azadiradio.com 

د زابل شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوازنی کنډک 'طالبانو ته سپارل' شوی

د زابل د ولایتي شورا رئيس وايي، د دغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوازنی کنډک طالبانو ته سپارل شوی دی.  عطاالله حق‌بیان ازادي راډیو ته وویل چې دا کنډک بې‌مقاومته په لوی لاس وسله‌والو ته پرېښودل شوی دی. خو د اتل قول اردو درستیزوال جنرال عبدالمتین حسن‌خېل وايي چې خپل سرتېري یې په تاکتیکي ډول ایستلي او په لازم وخت کې به بېرته شینکۍ ولسوالۍ ته ځواکونه ولېږي.

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: د فاریاب د دولت‌اباد ولسوالۍ یوه لویه برخه بېرته ونیول شوه

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د فاریاب د دولت‌اباد ولسوالۍ یوه لویه برخه‌یې بېرته نیولې او پر شیرین تګاب‌یې د طالبانو حمله په شا تمبولې ده.  د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب دولت‌اباد او شیرین تګاب ولسوالیو کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده. ښاغلی امان زیاتوي: "د دغو ولسوالیو د تصفیوي عملیاتو په لړ کې ۴۵ طالبان وژل شوي او ۶۷ نور ژوبل شوي دي." په وروستیو دوو ورځو کې د فاریاب د دولت‌اباد ولسوالۍ د لاس په لاس کېدو ضد و نقیض راپورونه ورکول شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

څېړنه: لا هم افغانان له 'کووېډ-۱۹' ویروس سره عادي چلند کوي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړینې ګراف په لوړېدو دی، د دغه هېواد د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټټیوټ په یوې تازه څېړنه کې موندلي چې افغانانو ته د دغه ویروس په اړه د کافي عامه پوهاي نشتوالي له کبله لا هم عادي چلند ورسره کوي. دغه انسټیټوټ د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۷» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ترسره شوې څېړنې ځیني موارد خپاره کړل. د دغې څېړنې د ترسراوي لپاره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له شااوخوا ۳۰ زره کسانو څخه چې عمرونه‌یې په منځني ډول له ۲۰  تر ۳۰ کلونو پورې دي، پوښتنې شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فارياب دولت‌اباد ولسوالۍ لاس په لاس کېدل؛ له '۲۰ ډېر افغان کمانډویان' وژل شوي

د فارياب دولت‌اباد ولسوالۍ د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د لاس په لاس کېدو سره په دغه ولایت کې یوه باوري دولتي سرچینه وایي تېره ورځ د دې ولایت د دولت‌اباد ولسوالۍ په جګړه کې له ۲۰ ډېر افغان کمانډو سرتېري وژل شوي دي. دغه سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې یاده ولسوالۍ یو وار بیا د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. څو ورځې وړاندې دغه ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو لاس ته ورغله، خو وړمه شپه افغان کمانډو سرتېري په دغه ولسوالۍ کې ښکته کړل شول چې د یوې ورځې لپاره‌یې ولسوالۍ تر کنترول لاندې راوستې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جرمني دفاع وزیره د افغانستان په اړه د خبرو لپاره ترکیې ته ولاړه

د جرمني دفاع وزیره انیګریت کرامپ کارینباویر  له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو او نورو مسالو په اړه د خبرو لپاره نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) ترکیې ته لاړه.  د جرمني د دفاع وزارت ویاند وايي، د دغه هېواد دفاع وزیره به په انقره کې له خپل تُرک ساري او نورو چارواکو سره له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې د ترکیې د راتلونکي رول او په مدیترانه کې د کړکېچ په اړه هم خبرې وکړي.  له ترکیې سره په وروستیو کې د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت په اړه خبرې شوي دي.  دا ترکیې ته د جرمني د دفاع وزیرې لومړنی سفر دی.

Pa.azadiradio.com 

بایډن او پوتین: د نظرونو له اختلافونو سره-سره په خبرو کې پرمختګ شوی

د امریکا او روسیې ولسمشرانو جوبایډن او ولادمیر پوتین ویلي، د نظرونو له ژورو اختلافونو سره-سره په خبرو اترو کې یې پرمختګ کړی دی.  دوی همدا راز ویلي چې په جنیوا کې یې په خپله لومړنۍ مخامخ غونډه کې د وړو مسالو په اړه د نظر یووالی درلود.  خو د  لویو مسالو پرسر اختلاف سبب شوی چې د دوو هېوادونو اړیکې له سړې جګړې را وروسته تر بل هر وخت سړې شي.

Pa.azadiradio.com 

د افغان کرکټ نوی لوبډلمشر: لوبغاړو کې وړتیا وینو، د نړۍ هره لوبډله ماتولای شو

د کابل په کرکټ نړیوال لوبغالي کې د ملي لوبډلې ګڼ لوبغاړي تر سره لمر لاندې په تمریناتو بوخت دي. حشمت الله شهیدي چې د مې میاشتې په ۳۱ مه نېټه د افغان کرکټ بورډ له لوري د پنځوس اوورېزو او ټېسټ لوبو لپاره د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی، په روان کمپ کې له ځوانو او پخوانیو لوبغاړو سره یو ځای تمرینات کوي. نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، لوبډلمشري یو دروند مسولیت دی، خو ډاډه دی چې د خپلو لوبغاړو پر مټ به د نړۍ هرې لوبډلې ته ماتې ورکړي. ښاغلي شهیدي زیاته کړه: "انشاءالله له همدا اوسه مو کوښښ ده،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن: په افغانستان کې د ترورېزم مخنیوی د روسیې په ګټه دی

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، په افغانستان کې د ترورېزم مخنیوی د روسیې په ګټه دی.  ښاغلي بایډن دا خبره پرون په جینیوا کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له خبرو وروسته وکړه.  «موږ په دې اړه چې څرنګه په افغانستان کې د تروریزم د بیا سر راپورته کولو د مخنیوي لپاره په ګډه هڅه کې ونډه واخلو، خبرې وکړې. روسیې ته ډېره په ګټه ده چې تروریزم په افغانستان کې پیاوړی نه شي.»  بایډن زیاته کړه، پوتین د خبرو په ترڅ کې وویل چې د افغانستان په اړه همکارۍ ته چمتو دی.  روسیې په مارچ میاشت کې د امریکا، چین،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلخ کې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه؛ یو شمېر له هېواده تېښتې ته اړ شوي

په بلخ ولایت د رسنیو ملاتړي بسټونه د ناامنیو له امله د خبریالانو پر وړاندې د شته ګواښونو پر زیاتوالي نیوکه لري.  په شمال زون کې د نی دفتر او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولانو ویلي، په بلخ کې د طالبانو د حضور له زیاتوالي سره سم دغې ډلې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه هم زیات کړي.  د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ادارې ویلي، د ناامنۍ په دلیل ډېر شمېر خبریالان له هېواده بهر تښتېدلي.  احمدنبي رفعت، یو له هغه لسګونو خبریالانو څخه دی چې د طالبانو له لوري د هغه پر وړاندې د ځاني ګواښونو له امله یې افغانستان پرېښی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندز کې یو شمېر ورزشکارې نجونې له چارواکو تمرینونو ته مناسب ځای غواړي

په کندز ولایت کې یو شمېر ورزشکارې نجونې وايي، دغه ولایت د تمرینونو لپاره مناسب او خوندي ځای نه لري چې دوی په کې ورزش وکړي.   د دوی په خبره، د ټولنیزو ننګونو او محدودیتونو سره-سره غواړي ورزش وکړي، خو دې ولایت کې د ښځو لپاره د ځانګړي ورزشي ځای نشتوالی د دې لامل شوی چې زیات شمېر نجونۍ او ښځې له ورزش کولو بې برخې پاتې شي. ۲۵ کلنه پلوشه متین وايي، له ورزش سره مینه لري: "ټولې نجونې غواړي ورزش وکړي، ځکه د انسان صحت ته ګټه رسوي، خو په کندز کې د مناسب ځای او د ورزشي امکاناتو نشتوالي له کبله ښځې نه شي کولی ورزش وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سولې او اقتصاد انسټیوټ: افغانستان تر ټولو ناامن او ایسلنډ امن دی

د سولې او اقتصاد د انسټیټیوټ د موندنو پر بنسټ روان ۲۰۲۱میلادي کال کې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامن او اېسلنډ تر ټولو امن هېواد دی. دا انسټیټوټ چې هرکال د نړۍ د امنیت په اړه نوملړ خپروي، په سږني هغه کې ویلي چې افغانستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پر له پسې ډول د دوی په فهرست یا انډېکس کې د نړۍ تر ټولو ناامن هېواد دی. له افغانستانه وروسته یمن، سوریه، جنوبي سوډان او عراق د نړۍ ناامن هېوادونه بلل شوي دي. ایسلنډ له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې د نړۍ تر ټولو د امن هېوادونو د فهرست په سر کې راځي، ورپسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خلیج شورا: د ایران اټمي خبرو کې دې د دوی توغندويي پروګرام شامل شي

د خلیج د همکارۍ شورا د ایران په اټمي خبرو کې د دغه هېواد د توغندويي پروګرام د شاملېدو غوښتنه وکړه.  دې شورا پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) اعلان وکړ چې د ایران له اټمي پروګرامه د دغه هېواد د توغندو د جوړولو پروګرام بېلول به خطرناکه وي.  د خلیج د همکارۍ شورا د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې په خپله غونډه کې د ویانا په خبرو اترو کې د دغو موضوعاتو د شاملېدو په اړه د نړیوالو قدرتونو د پاملرنې غوښتنه وکړه.  ایران له فرانسې، بریتانیا، جرمني، چین، روسیې، اروپايي اتحادیې او امریکا سره د روانې اوونۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي اتحادیه به د بلاروس ۷۸ تنه او ۷ موسسې تحریم کړي 

د اروپايي اتحادیې سفیرانو پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) موافقه وکړه چې ۷۸ تنه او ۷ موسسې به د بلاروس له لوري د راین ایر د سپرلیو د الوتکې د جبري کښته کولو په تړاو تحریم کړي.  اروپايي دیپلوماتانو وویل،۷ تنه د دې الوتکې د کوزولو په پېښه کې د مسقیم لاس لرلو په خاطر او ۷۱ نور د مخالفانو پرضد د بلاروس د حکومت د پراخو ځپونکو اقداماتو په خاطر تحریم شوي دي.  بلاروس د مې په ۲۲مه  د راین ایر یوه الوتکه چې له اتنه ویلنیوس ته روانه وه، د جنګي الوتکې په وسیله په زوره کښته کړه او یو مخالف خبریال رومان پروتاسویچ یې ورڅخه کښته او بندي کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مکنزي سکاټ ۲ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه ډالره مرستندویو ټولنو ته ورکوي

د امازون د بنسټګر پخوانۍ ماندینې مکنزي سکاټ اعلان وکړ چې دوه میلیارده او ۷۰۰ میلیونه ډالره مرستندویو ټولنو او هغې موسسې ته ورکوي چې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې کار کوي.  اغلې سکاټ چې د نړۍ تر ټولو شتمنه ښځه ده، د ټولنیزو شبکو له لارې د دغه خبر د اعلانولو ترڅنګ ویلي دا پیسې چې دې بښلي؛ د مرستو ترلاسه کوونکو ته د مثبتو فعالیتونو لار هواروي.  مکنزي سکاټ تردې وړاندې په ۲۰۲۰ میلادي کې هم د خپلو شتمنیو ۶ میلیارده ډالره د کرونا ځپلیو د مالي مرستو پروګرام، د تور پوستو تعلیمي مرکزونو، د جنسیتي مساوات په برخه کې فعالو موسسو او پوهنتونونو ته بخښلي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوداګرۍ خونه: د ۲۵۰ افغان سوداګرو سوداګریزې توکي چین کې بند پاتي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د اوږدې مودې راهیسې د ۲۵۰ سوداګرو سوداګریز توکي په چین کې د ویزو نشتون له امله بند دي او تر اوسه د دې ستونزې د له منځه وړلو په برخه کې هېڅ ګام نه دی شوی.   د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د سوداګرو د اتحاديي رئیس حاجي عبید او یو شمېر نورو غړو له سوداګرۍ خونې سره کتلي او د لیدنې په ترڅ کې د دوی د شته ستونزو او افغان سوداګرو ته د چین ویزو نه ورکولو په اړه خبرې شوي.   ښاغلي مومند وویل، افغان سوداګرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې د روميانو معياري فارم جوړ شو

په هرات ولایت کې د روميانو معياري فارم جوړ شو.  د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د روميانو دغه ستر فارم په دغه ولايت کې په ١٠٠ جريبه ځمکه کې جوړ شوى دى.  په دغه فارم کې له اصلاح شوېو تخمونو او د اوبو لګولو له پرمختللي سيستم څخه استفاده شوې ده.   چاراکي وایي، په دغه فارم کې کرل شوي تخمونه په هر هکتاره ځمکه کې له ١۵٠څخه تر ٢٠٠ مټريک ټنو پورې د حاصلاتو وړتيا لري.  د کرنې وزارت وایي، د دغه معیاري فارم په جوړولو سره لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

لوګر چارواکي: پر یوه کور د هاوان مرمۍ په لګیدو ۴ تنه وژل شوي

په لوګر کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. د لوګر د پولیسو ویاند ګل حیدر احمدي د پنجشنبې (د غبرګولي ۲۷مه) په ورځ ازادي رادیو ته وویل، چې وړمه ورځ د دې ولایت د محمد اغې ولسوالۍ اړوند په سرخ اب سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګیدلې چې له امله دا مرګ ژوبله اړولې ده. دده په وینا په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.  احمدي وایي، د هاوان یاده مرمۍ وسله والو طالبانو فیر کړې، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د توغول شوي هاوان مرمۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیا چارواکي: د ۱۱ پاکستانیو په ګډون ۲۷ طالبان وژل شوي

د پکتیا په اریوب ځاځي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.  په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) سهار ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د دې ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د بیان خېلو په سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر یوه پوسته ډله ییز برید وکړ چې د افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو له ځوابي غبرګون سره مخ شول.  مومند وایي، د نښتې په پایله کې د ۱۱ پاکستانيو او ۲ مشهورو قوماندانانو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۲ نور یې ټپيان شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هېواد: ترهګري ټولو ته معلومه ده چې د چا له خوا يې ملاتړ کېږي او د څه لپاره؟

هېواد هېواد ورځپاڼې ټینګار کړی چې د افغانستان وضعيت بايد په جدي توګه کنټرول کړل شي. دې هېواد کې وروستيو جګړو ته په اشاره شوې لیکل شوي چې په دې جګړه کې نه يوازې د طالبانو په لاس سقوط شوي ملي تأسيسات له منځه وړل کېږي، بلکې د ولس عامه شتمنۍ هم لوټل کېږي. د ورځپاڼې په وینا چې د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو هم په افغانستان کې دا تاوتريخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی او خبرداری يې ورکړی چې که د سولې خبرې يوې پايلې ته و نه رسېږي، نو احتمال شته چې په دغه هېواد کې بشري ناورين رامنځته شي. لیکوال د ملګرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هیل: امریکا باید له افغان ژباړونکو سره خپله ژمنه عملي کړي

واشنګټن اګزمېنر واشنګټن اګزمېنر له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو ته پام اړولی او لیکي دا د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ادارې لومړنۍ بهرنۍ پالېسي وه چې د امریکا اروپایي متحدا‌ن‌یې په یوه څلورلاره کې درولي و. د ورځپاڼې په لیکنه په افغانستان کې د ۲۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د بایډڼ پرېکړې د امریکا ډېر متحدان حیران کړل. د امریکا ولسمشر د اپرېل په ۱۵مه اعلان وکړ چې ټول ۲،۵۰۰ امریکایي سرتېري به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه ووځي. د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پوتین او بایډن لیدنه؛ پوتین: پردې هوکړه وشوه چې سفیران به خپلو دندو ته ستیږي

د امریکا د متحد ایالاتونو او روسیې د ولسمشرانو خبرې په جنیوا کې وروسته ترڅه باندې ۳ ساعتونو پای ته ورسېدې. تر غونډې وروسته خبریالانو تمه لرله چې جو بایډن ښایي له ولادمیر پوتین سره په ګډه خبري غونډه کې برخه واخلي، خو داسې ونه شول. د چهارشنبې (د غبرګولي ۲۶مه) د ورځې د دې غونډې له ویډیویي تصویرونو ښکاري چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تر غونډې وروسته د خپلې بټې ګوتې له پورته کېدو سره خپل رضایت څرګندوي. تر دې خبرو وروسته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین خبریالانو ته وویل چې خبرې تر ډېره رغونکې وې. پوتین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه: اسلام اباد دې طالبان وهڅوي څو د سولې لیکلې طرحه وړاندې کړي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي د افغانستان د سولې روان بهیر پڅ وباله او اندېښنه یې ښکاره کړه. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سرپرست استازي ټوماس نیکلاسون په اسلام اباد کې رویټرز اژانس ته وویل چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو زمان په تیرېدو دی او په داسې وخت کې چې نړیوال ځواکونه په وتلو دي دا خبرې باید ګړندۍ شي. د اروپایي ټولنې استازي په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر کتنې وروسته وویل چې اسلام اباد باید پر طالبانو له خپل اغېزه استفاده وکړي، څو دا ډله د سولې لیکلې طرحه خبرو ته وړاندې کړي. Читать дальше...


Мурашко сообщил, что первые результаты доклинических исследований вакцины против рака могут представить в конце года

Власти Тюменской области оказывают содействие следствию по делу Вахрина

Теодор Курентзис покидает пост дирижера оркестра Юго-Западного радио Германии

Синоптики спрогнозировали облачную теплую погоду в Москве 9 июня



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

СМИ: Жителей подмосковных Люберец напугала запущенная с земли пиротехника

Власти Тюменской области оказывают содействие следствию по делу Вахрина

Шесть военных духовых оркестров выступят вместе в Благовещенске

«Ссора у них была». Брат выпавшей из окна банкирши подозревает её парня

Музыкальные новости

Apocalyptica выложили кавер на Metallica «The Call Of Ktulu» на виолончелях

Путин: РФ готова к переговорам только на условиях, которые уже обсуждались ранее

Юлия Пересильд, московский Театр на Таганке, ММОМА – участники 3-его фестиваля «Территория. Красноярск» раскрывают грани современного искусства

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

Новости России

Суд отправил за решётку замгубернатора Тюменской области по делу о получении особо крупной взятки

Власти Тюменской области оказывают содействие следствию по делу Вахрина

Минстрой: Площадь аварийного жилья в РФ выросла более чем полтора раза

Теодор Курентзис покидает пост дирижера оркестра Юго-Западного радио Германии

Экология в России и мире

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

В Москве прошла Премия-практикум «Харизма Года»

Новые электрические щетки Revyline RL 085 Black доступны в филиале марки в Ставрополе

Красноярский музыкальный театр представил проект театральной экосистемы будущего

Спорт в России и мире

Экс-теннисист Ольховский: российские теннисисты выступили ниже ожиданий

Экс-теннисист Ольховский: Рублев не успел набрать форму на "Ролан Гаррос"

Уимблдон и Олимпиада? Что нужно знать о планах Рыбакиной после Ролан Гаррос

«Он никогда не снимается с турниров». Циципас прокомментировал травму Джоковича

Moscow.media

Трасса М-12 Восток будет продлена до Тюмени в 2025 году

В Москве арестовали бывшего замглавы Росприроднадзора по делу о мошенничестве

Сотрудники военных следственных органов Следственного комитета России по всей стране оказывают помощь подшефным детским учреждениям

Роман Старовойт выразил готовность оказывать дальнейшую поддержку в строительстве Ленского моста в Якутии







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *