Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2021

Новости за 23.06.2021

Pa.azadiradio.com 

نشنل انټرسټ: ایران روسیه او چین افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي

نشنل اڼترسټ د نشنل اڼترسټ خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې لیکلي، داسې مهال چې ایران روسیه او چین د امریکا له متحدو ایالاتونو سره په یوه ژیوپولټیک سیالۍ کې دي،  دا درې هېوادونه د شریکو پولو او منځنۍ اسیا او اروپا ته د رسېدو په خاطر افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي. لیکنه وړاندې وايي، د ایران لپاره افغانستان کې واک ته د طالبانو احتمالي رسېدل، د یوې داسې سني ډلې واک ته د رسېدو په معنی دي چې له سعودي عربستان سره نژدې اړیکې لري. همدارنګه د روسیې او د پخواني شوروي د  جمهوریتونو لپاره هم چې له افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د عثمان کاکړ جنازه کې د ګډون کوونکي افغان پلاوي د تګ مخه ونیوله

پاکستان د هغه افغان پلاوی د تګ مخه نیولې چې غوښتل یې د عثمان کاکړ په جنازه کې د ګډون په هدف پاکستان ته لاړ شي. د افغانستان د امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د افغانستان حکومت پرېکړه کړې وه چې د ملي امنیت د سلاکار د ولسي او سیاسي چارو مرستیال سرور احمدزی او د سرحدونو او قبایلو وزرات وزیر محب الله صمیم د افغان حکومت په استازیتوب د ارواښاد عثمان کاکړ په جنازه کې ګډون وکړي، خو د پاکستان حکومت يې مخه نیولې ده." په اعلامیه کې راغلي، افغان حکومت د خپل ولس په استازولۍ د ښاغلي عثمان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شهيدي: په کلکې ارادې سره تمرينات کوو، څو مهمې لوبډلې ماتې کړو

د افغانستان ملي لوبډلې يو ورځنيو او ټسټ لوبو لپاره تازه ټاکل شوی دغه لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړې، هڅه‌یې دا ده چې وېسټ انډيز، پاکستان او سريلانکا ته په راتلونکو لوبو کې ماتې ورکړي.

Pa.azadiradio.com 

د کونړ ولایتي روغتون د هاوان د مرمۍ لګېدل او د واکسین ساتنې خونې سوځېدل

د هاوان د څلورو مرمیو د لګېدو په پایله کې د کونړ د مرکزي روغتون یوې برخې اور واخیست. سیمه‌ییز چارواکي وايي پېښه ځاني تلفات نه‌لري، خو یوه خونه چې واکسین په‌کې ساتل کېدل د اور د لمبو خوراک شوه. نور په دې راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان کرکټ پخوانی ستوری او مبصر: افغان لوبډله پاکستان ته ماتې ورکولای شي

د پاکستان د کرکټ پخوانی ستوری او مبصر رامیز راجا اټکل کوي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پاکستان ته ماتې ورکولای شي.  ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په سپټمبر کې درې یو ورځنۍ او ۳ شل اوره سیالۍ وکړي. رامیز راجا نن په یوه وېډیو کې چې د یوټیوب له لارې یې خپره کړې ده ویلي، دا به حیرانوونکې نه‌وي چې افغانستان چې د کرکټ سابقه‌یې ډېره کمه ده، د پاکستان په شان لوبډلې ته چې اوږده سابقه او تجربه لري، ماتې ورکړي.  په وروستیو کې د پاکستان په غوره لیګ سیالیو کې یو شمېر افغان لوبغاړي ډېر ځلېدلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لغمان او ننګرهار کې پشه‌يي ځوانانو د امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسله پورته کړه

په لغمان او ننګرهار کې لسګونه پشه‌يي ځوانانو نن د امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسله پورته کړه.  دوی د ولسي جرګې د پخواني غړي حاجي حضرت علي په مشرۍ په لغمان کې سره راټول او اعلان‌یې وکړ چې د اسلامي جمهوري نظام ملاتړ کوي.    حضرت علي پر ولسي پاڅونوالو غږ وکړ چې که د نظام وسله‌والو مخالفانو ورسره د خبرو په ژبه قناعت نه‌کاوه، نو د ټوپک په ژبه‌یې پوه کړئ. د ننګرهار او لغمان پشه‌یي ځوانان دا  اقدام په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې له یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د افغان ځواکونو د ځایي خلکو د ملاتړ او پاڅونونو خبرونه ورکړل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د لشکر طیبه بنسټګر حافظ سعید کور ته څېرمه چاودنې ۳ تنه ووژل

پاکستاني چارواکي وايي، د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې یوې زورورې چاودنې نن لږترلږه ۳ تنه وژلي او ۱۴ نور ژوبل کړي دي. د پولیسو په وینا، په چاودنه کې چې د لشکر طیبه د سخت‌دریځې ډلې د بنسټګر حافظ سعید کور ته څېرمه په یوه امنیتي پوسته کې وشوه، د پولیسو ترڅنګ ملکي وګړي هم شامل دي. تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې چاودنې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د وروستي وضعیت په اړه د طالبانو څرګندونې او د افغان حکومت غبرګون

د افغانستان په یو ځینو ولایتونو کې د طالبانو له‌خوا د یو شمېر ولسوالیو په سقوط سره هغه څه چې د افغانستان ملي دفاع وزارت‌یې تاکتیکي شاتګ بولي، دغې ډلې تازه د خپلو لاسته راوړنو په اړه خلکو ته مبارکي ویلې او له افغان ځواکونو او پولیسو یې غوښتنه کړې چې له دوی سره یوځای شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هغو سیمو په اړه چې طالبانو نیولي، ویل شوي چې جګړه نه‌ده شوې او افغان ځواکونو له کومې نښتې پرته ولسوالۍ دوی ته پرېښې دي. دا انتقادونه هم موجود و چې دغو ځواکونو ته په خپل وخت امکانات نه‌دي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټر نوین‌الحق د انګلستان سوداګریز لیګ کې تر ټولو ډېر لوبغاړي سوځولي

افغان کرکټر نوین‌الحق چې د انګلستان په سوداګریز لیګ ویټالیټي بلاست کې لوبېږي، تر اوسه پورې په دې لیګ کې تر ټولو ډېر لوبغاړي سوځولي دي.  نوین‌الحق پرون (سې شنبه) د خپل ټیم لیسترشایر لپاره دوه لوبغاړي وسوځول.  پرونۍ سیالي لیسترشایر له ډربي شایر څخه د ۴۲ منډو په توپیر وګټله.  نوین‌الحق تر اوسه پورې د ویټالیسټي بلاست لیګ په ۷ سیالیو کې ۱۳ لوبغاړي سوځولي دي.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د جګړې زیاتېدو د لرغونو اثارو د زیانمنېدو او لوټېدو اندېښنې راپارولي

افغانستان کې د جګړې په زیاتېدو سره، د جګړې جغرافیه هم ورځ تر بلې پراخېږي. خو د نورو اندېښنو ترڅنګ د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د جګړې له امله د تاریخي میراثونو او لرغونو اثارو ته د زیان اوښتو او د لوټ له امله‌یې اندېښمن دی. د دې وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۲» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په جګړه کې فرهنګي میراثونه او لرغوني ابدات د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ کېږي او همدا ډول‌یې مافیايي ډلې د لوټولو هڅه کوي. ښاغلي زهیر له خلکو وغوښتل چې د خپلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې 'اته لکه کسانو' د کرونا ویروس ضد واکسین اخیستی

کرونا هغه وژونکی ویروس چې له امله‌یې په افغانستان کې د قربانیانو په شمېر کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرونا ضد نور واکسین د ترلاسه کولو هیله لري. د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې ۴۶۸ زره دوزه کرونا ضد نور واکسین هم افغانستان ته ورسېږي. ښاغلي عیلزي وویل تر دې دمه اته لکه افغانانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق شوی او لا هم دا پروسه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې روانه ده. دی زیاتوي: "له نېکه مرغه موږ یو له هغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز ښار ته نږدې جګړې؛ ښاریان: اوبه او وچه ډوډۍ نه پیدا کیږي

له څلور ورځو راهیسې د کندز ښار نږدې څنډې د وسله والو طالبانو او د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د درنې جګړې شاهده دي. د خلکو په وینا اوس مهال د دې ښار ختیځ لوري ته د چله مزار سیمه کې، شمال لوري ته د کله ګاو، ملاسردار او د چپرمه سیمه کې، لویدیځ لوري ته د زر خرید، سې صد فامیلو، قر اول تپه او د زاخېلو سیمو کې او جنوب لوري ته د علي خېلو او د سې درک سیمو کې جګړه روانه ده. دې روان وضعیت خلک سخت اندېښمن کړي دي. د کندز ښار یوه اوسېدونکي اسدالله زرغون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "بد حال دی، هرې خوا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان جګړه؛ چارواکي: د طالبانو لیکو کې بهرني جنګیالي ان پاکستاني پوځیان هم شته

د افغان جګړې په لیکو کې د پاکستاني اتباعو په ځانګړي ډول نظامیانو شتون تایید شو، تازه د پکتیا ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د یو پاکستاني پوځي د نیولو خبر ورکوي. د پکتیا والي حلیم فدايي پر خپل فیسبوک پاڼې لیکلي چې نیول شوی کس د پاکستان د پوځ افسر دی او د تخریبي فعالیتونو لپاره د طالبانو له خوا افغانستان ته رااستول شوی وو. ښاغلي فدايي ویلي، دا کس عظیم نومیږي چې پلار او ماما يې هم د پاکستان په پوځ کې دنده لري. نوموړي دا هم ویلي چې د پاکستان د پوځ دې نیول شوي افسر اعتراف کړی چې له یو نیم کال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مجازي پیسو 'بیټ کواین' بیه تر ۳۰ زره ډالرو ټیټه شوه

د بیټ کواین یا مجازي پیسو بیه پرون سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) تر ۳۰ زره ډالرو ټیټه شوه؛ دا په داسې حال کې ده چې د سږ کال په اپریل کې د هر بیټ کواین بیه تر ۶۵ زره ډالرو پورې رسېدلې وه.  په تېرو دوو میاشتو کې د بیټ کواین ارزښت نیمايي ته راکښته شوی، خو لا هم د روان میلادي کاله د پیل په پرتله په سلو کې ۱۱ لوړ دی.  راپورونه ښيي چې د نورو مجازي پیسو ارزښت هم مخ په کمېدو دی.

Pa.azadiradio.com 

د خوست یو شمېر اوسیدونکي: پولیس دې د استوګنې سیمه کې پوځي تأسیسات نه جوړوي

د خوست یو شمېر اوسیدونکي چې په A رېزرف سیمه کې ورته پخوا د استوګنې د کورونو لپاره ځمکې وېشل شوي، غوښتنه کوي چې په دې سیمه کې دې، خوست امنیه قوماندانۍ لپاره نوې ودانۍ نه جوړیږي. دوی د خوست له امنیې قوماندانۍ غواړي چې دې سیمه کې دې، خپلې ودانیزې چارې ودروي، ځکه دا استوګنیزه سیمه ده او د پوځي تاسیساتو جوړېدل په کې د خلکو په زیان دي. بل لور ته د خوست امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې دا سیمه د دوی ملکیت دی او ولایتي اداره دې یادو کسانو ته د ښار په نورو سیمو کې د کورونو لپاره ځمکې ووېشي. نن د چهارشنبې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل په شاه او عروس بند کې د اوبو د زېرمه کولو کار پیل شو

د اوبو د تنظیم ملي اداره د کابل په شاه او عروس بند کې د اوبو د ذخیره کېدو له پیل خبر ورکوي. د شاه او عروس بند د اوبو د تنظیم له لویو پروژو یوه ده چې د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې موقعیت لري. د اوبو د تنظیم د ملي ادارې ویاند نظام خپلواک ازادي راډیو ته وویل، د دې بند د جوړېدو چارې بشپړې شوي او په راتلونکو ورځو کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. دی وايي: "نن په دې بند کې د اوبو د ذخیره کولو پروسه پیل شوه، په راتلونکو ورځو کې به دا بند ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. دا بند د ۵۳ میلیونه امریکايي ډالرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار چارواکي: میوند ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۵ ملکیان وژلي

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې تېره شپه د مسافرو پر ۴۰۴ډوله موټر د سړک غاړي ماین چاودنه کې ۵ ملکیان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي. د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه د میوند ولسوالۍ د ګچ کارېز په سیمه کې رامنځ شوې.  د بارکزي په وینا په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. بارکزي د پېښې مسوول وسله وال طالبان بولي، خو دغه ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا د ایران د دولت اړوندې لسګونه خبري وېب پاڼې بندې کړي

امریکايي چارواکو د امریکا له بندیزونو د سرغړونو په تور د ایران د دولت اړوندې لسګونه خبري وېب پاڼې چې د دوی په وینا اکثرو یې ناسم معلومات خپرول او یا یې له تروریستي ډلو سره اړیکې لرل، بندې کړي دي.  د امریکا د عدلیې وزارت په یوه بیان کې چې تېر ماښام خپور شو ویلي، ۳۳ وېب پاڼې چې د ایران د اسلامي جمهوریت راډیو او ټلوېزیون خپرولې او درې نورې چې د ایران د اړوندې وسله والې ډلې کتایب حزب الله له خوا خپرېدلې بندې شوي دي.  د بهرنیو شتمنیو د کنټرول په نوم د امریکا حکومتي ادارې تېر کال تور ولګاوه چې د اسلامي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر بشري وضعیت بحث کوي

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) د سوریې پر بشري وضعیت بحث وکړي. په دې ترڅ کې به سوریې ته د ترکیې له لارې د دې مرستو د رسولو په اړه چې روسیه مخالفت ورسره کوي هم خبرې وشي.  امنیت شورا تېر کال هغه طرح تایید کړه چې له مخې یې یوازې له ترکیې د باب الحوا له سرحدي سیمې څخه د سوریې ادلیب سیمې ته چې د وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده، بشري مرستې استول کېږي.  دا طرح چې د روسیې له وړاندیز سره یې هم سمون درلود، د دولسو میاشتو په مخه عملي شوه، خو اوس چې د دې موافقې مهلت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملي امنیت جلال اباد کې یو کس د چاودېدونکو توکو د لېږد په تور نیولی

ملي امنیت ځواکونو په جلال اباد ښار کې یو کس د ځانمرګي واسکټ او بمونو د انتقال په تور نیولی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، د امجد په نوم دغه کس چې په عبید مشهور دی، د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بیز اکمالاتي سیمه کې نیول شوی دی. د خوګیاڼي په خبره، نوموړی د داعش ډلې غړی دی چې په ریکشا کې یې د ځانمرګي برید په موخه چمتو شوی واسکټ، دوه لاسي بمونه او یو شمېر شب نامې یې د بهسودو له سخي موړ سیمې څخه جلال اباد ښار ته را لېږدولې، د ملي امنیت ځواکونو له لوري ونیول شو. د دوی د معلوماتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: افغانان د ځواکونو ترڅنګ ځکه دریدلي چې وښیې ارزښتونو ته ژمن دي

هېواد هېواد ورځپاڼې د جمهوري رياست د دوهم مرستيال سرور دانش هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي چې د طالبانو پرضد او له جمهوريته د دفاع لپاره 'پراخ ملي مقاومت' د رامنځته کېدو په حال کې دی. وړاندې راغلي،په اصل کې د هېواد ساتنه او دفاع د افغان ځواکونو دنده ده، خو که اړتيا وي، ولس هم پر دې مکلف دی او په وینا یې دا ولسي خوځښتونه هغه مهال رامنځته کېدای شي چې ملي ګټې په خطر کې وي او يا هم هېواد له سخت حالت سره مخ وي. د ورځپاڼې د لېکوال له انده دا چې طالبانو د ولس پر ضد ګام پورته کړی او له ترهګرۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کونړ چارواکي: پر مرکزي روغتون د هاوان مرمۍ وېشتل شوې

د کونړ چارواکي وايي چې پر مرکزي روغتون د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو له کبله د روغتون د تیلو ذخېره، د واکسین د ساتنې خونه او د درملو ګدام سوځیدلي دي.  د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان ازادي راډیو ته وویل چې نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) سهار پر مرکز اسعداباد د مرورې ولسوالۍ له لوري د هاوان دوه مرمۍ راغللې چې یوه په یوه تش ځای او بله د اسعداباد پر مرکزي روغتون راپرېوتې ده. ښاغلي دهقان زیاته کړه: "یوه مرمۍ د اسعداباد د مرکزي روغتون د واکسین پر یوه ډیپو لګېدلې چې هلته اور لګېدلی او زیان اوښتی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ښار دور یا شهرګشتي له څه وخت راپه دې خوا دود دی؟

د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو پرګرام په ودونو کې د ښار دور یا شهرګشتي تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې:  ښار دور یا شهرګشتي له څه وخت راپه دې خوا دود دی؟  او څه ارزښت لري ؟  دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ :

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې پر امنیتي پېښو او د ملېشو پر رامنځته کېدو د نیویارک ټایمز لیکنه

نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکو امنیتي پېښو او د طالبانو او داعش د حملو د مخنیوي لپاره د ملېشو رامنځته کېدو ته کتلي دي.   په دې مقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې امریکا او ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې هم د پام وړ نتیجې ته نه‌دي رسېدلي، عادي خلکو ملېشې رامنځته کړي یا وايي چې دوی غواړي وسلې ترلاسه کړي.  په دې مقاله کې د ذولفقار امېد په نوم د یوه هزاره قوماندان یادونه شوې چې وايي دی ۸۰۰ وسله‌وال لري چې د ده په وینا د هزاره مېشتو افغانانو د سیمو دفاع کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غني: د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې هم وچکالۍ ځپلو ته مرستې رسوو

د افغانستان ولسمشر وايي، حکومت به د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې هم وچکالۍ ځپلو خلکو ته بشري مرستې ورسوي. محمد اشرف غني دا خبره په خپله پرونۍ (سې شنبه -د چنګاښ ۱مه) وینا کې وکړه چې د وچکالۍ د مهارولو لپاره د حکومت پر تدابیرو راڅرخېده: "زموږ هڅه دا ده ټولو ولسوالیو ته، حتی هغو سیمو ته چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، رسېدګي وشي. دلته بیا پر طالبانو غږ کوم چې بې معنی جګړه ودروئ، د هېواد د اقتصاد تخریب بند کړئ او د وچکالۍ د خطرونو په کمولو کې همکاري وکړئ." ولسمشر غني وویل، د هېواد ۳۰... Читать дальше...


«Виват, Амур!» завершится в Благовещенске грандиозным концертом

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

Премьер-министр Дании Фредериксен заявила, что потрясена нападением на нее

Глава Минздрава пообещал первые итоги доклинических исследований вакцины от рака до конца года



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Мурашко сообщил, что первые результаты доклинических исследований вакцины против рака могут представить в конце года

9 июня: какой сегодня праздник, что было в этот день

Сбивший детей в Можайске водитель разогнал Maserati до 280 км/ч

Эксперт Кусков рассказал о причине сбоя в работе Telegram

Музыкальные новости

В Подмосковье сотрудники Росгвардии спасли пожилого мужчину, который оказался один дома и плохо себя почувствовал

В 16-ти городах состоялись первые этапы «Чемпионата «Школы Росатома» по хоккею на траве 5+»

РОСГВАРДЕЙЦЫ ЗАДЕРЖАЛИ МУЖЧИНУ С ПОДДЕЛЬНЫМИ ДОКУМЕНТАМИ В МОСКВЕ

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Новости России

Премьер-министр Дании Фредериксен заявила, что потрясена нападением на нее

Сбивший детей в Можайске водитель разогнал Maserati до 280 км/ч

«Больниц теперь не боюсь». Стебунов рассказал о травме, изменившей его жизнь

«Виват, Амур!» завершится в Благовещенске грандиозным концертом

Экология в России и мире

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Джомба, суттуг шай, кучу и другими видами чая в регионах России могут насладиться российские туристы

Культурный центр «Интеграция» проведет концерт ко Дню России в Перовском парке

Спорт в России и мире

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Зверев и Рууд не пожали друг другу руки после полуфинала «Ролан Гаррос» – из-за проблем с желудком у норвежца

Тарпищев о Медведеве и Рублеве: без травм сыграют в Париже лучше, чем в Токио

Зверев сыграет с Алькарасом в финале "Ролан Гаррос"

Moscow.media

Глазово

В этом году планируют заключить контракт на реконструкцию еще одного участка трассы Р-23 в Ленобласти

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Гора Бабырган







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *